په دودیزه پښتني ټولنه کې د ښځو ګاڼې یوازې د ښکلا وسیلې نه وې؛ د عمر، واده، ټولنیز حالت او د ځانګړو مراسمو له دودونو سره یې هم اړیکه لرله.
د پېزوان په اړه فېشن ډیزاینره عایشه ولي وايي، دا ګاڼه به پخوا په ځانګړي ډول ناویانو کاروله، خو پیغلو هم د ودونو او نورو خوښیو پر مهال پېزوان په پوزه کاوه. په ځینو پښتني سیمو کې دا دود تر اوسه هم پاتې دی.
هغه وايي چې د وخت په تېرېدو درنې دودیزې سپینېزرې ګاڼې په ځینو سیمو کې د سپکو او ظریفو معاصرو ګاڼو له خوا بدلې شوې دي؛ خو پېزوان او ورته دودیزې ګاڼې لا هم د پښتني ښځینه سینګار له پېژندل شوو توکو څخه ګڼل کېږي.
عایشه ولي وايي چې د پېزوان ارزښت یوازې د هغې په ظاهري ښکلا کې نه ده؛ دا ګاڼه د پښتني ښځینه فېشن له هغو عناصرو څخه ده چې د دودیز هویت او معاصرې طرحې ترمنځ اړیکه جوړولی شي.
د نوموړې په باور، د پېزوان د بیا طرحه کولو پر مهال باید د هغې اصلي بڼه او کلتوري هویت له منځه ولاړ نه شي. د بېلګې په توګه، د درنو زړو ډیزاینونو پر ځای سپک، ساده او معاصر پېزوان جوړېدای شي، څو ځوان نسل یې په ورځني ژوند کې هم وکاروي.
اغلې ولي زیاتوي، که دودیزې ګاڼې یوازې په موزیمونو او زړو صندوقونو کې پاتې شي، د هغوی د ژوند یوه برخه له منځه ځي؛ خو که د معاصر فېشن له اړتیاوو سره سمې بیا طرحه شي، کولی شي له نوي نسل سره هم خپله اړیکه وساتي.
ګلابزی زیاتوي چې پخواني پېزوانونه عموماً درانه او له ډېرو سینګاري برخو سره جوړېدل، خو اوس مشتریان تر ډېره سپک او ساده ډیزاینونه غواړي.
د پېزوان ډولونه؛ له ساده حلقې تر ځوړندو ډیزاینونو
د پېزوان لپاره یو واحد نړیوال یا معیاري ډول نه شته. د پښتنو د بېلابېلو سیمو، قومي دودونو او زرګرۍ د سبکونو له مخې یې بڼه بدلېږي.
ځینې پېزوانونه ساده کړۍ لري، ځینې یې د ګلونو او هندسي نقشونو په بڼه جوړ شوي وي او ځینې نور له ځوړندو عناصرو او ګونګریو سره سینګار شوي وي.
د پښتني ګاڼو په اړه د پښتو اکاډمۍ په یوه څېړنه کې هم د پېزوان له ځوړندو ګونګریو او ځانګړي جوړښت څخه یادونه شوې ده.
د دې تر څنګ باید پېزوان د پوزې له نورو دودیزو ګاڼو سره ګډ نه شي. چارګل، نتکۍ، میخکی او پیته هم د پوزې له دودیزو ګاڼو څخه دي، خو د اغوستلو ځای، اندازه او بڼه یې له پېزوان سره توپیر لري.
د پېزوان فرهنګي معنا
د پښتني ټولنې په دودیز تصور کې ګاڼه یوازې فلز او ډبره نه ده؛ د هغې له اغوستلو سره د ښکلا، واده، ښځینه هویت او ټولنیزو دودونو ګڼې معناوې تړلې دي.
له همدې امله، د پېزوان د تاریخ په اړه تر ټولو احتیاطي خبره دا ده چې ووایو: پېزوان د پښتني ښځینه سینګار یوه پخوانۍ او اوږدمهاله دودیزه ګاڼه ده چې په سیمه کې د نسلونو له لارې انتقال شوې او په ولسي ادب کې یې هم پراخ انعکاس موندلی دی. دا احتیاط ځکه مهم دی چې کلتوري روایت او مستند تاریخ یو شی نه دي.
د اکټوبر دویمه د عدم تشدد نړۍواله ورځ ده، خو د پښتنو او افغانانو په پراخه جغرافیه کې له افغانستانه تر خیبر پښتونخوا او بلوچستانه پورې، لا هم جګړې، پوځي عملیاتو، بمبارۍ، ترهګرۍ او سیاسي تاوتریخوالی موجود دی.
ایا پښتانه په طبیعي ډول متشدد دي، که تاریخ او سیاست هغوی متشدد کړي دي؟
یوه بله پوښتنه هم شته، چې که د پښتنو په منځ کې د باچا خان په څېر د عدم تشدد یو ستر فکري او سیاسي خوځښت رامنځته شوی و، نو ولې تر ننه هم د افغانانو او پښتنو په خاوره کې تشدد دومره پراخ دی؟
په خیبر پښتونخوا او پخوانیو قبایلي سیمو کې هم د څو لسیزو جګړو، پوځي عملیاتو، ترهګرۍ او بې ځایه کېدو تجربه شوې ده.
له همدې امله که موږ یوازې ووایو چې «پښتانه جنګیالي دي»، د تاریخ لویه برخه له پامه غورځوو.
پوښتنه باید دا نه وي چې ولې پښتانه جګړه کوي؛ پوښتنه باید دا هم وي چې ولې جګړه دومره اوږده موده د پښتنو د ژوند پر یوه مهمه برخه بدله شوې ده؟
ایا تشدد د پښتنو په طبیعت کې دی؟
د یوه قوم لپاره د «طبیعي متشدد» صفت کارول علمي او تاریخي پلوه خطرناک او نادرست مفهموم ساده کول دي.
په نړۍ کې تقریباً هره ټولنه د جګړو، وینې، انتقام او سولې تاریخ لري.
اروپا چې نن د سولې او قانون د حاکمیت د سیمې په توګه پېژندل کېږي، د شلمې پېړۍ په لومړۍ نیمایي کې یې دوه نړۍوالې جګړې ولیدې.
جاپان، چې نن د سولې او اقتصادي پرمختګ له مهمو ټولنو څخه دی، د دویمې نړۍوالې جګړې پر مهال یې پراخ پوځي او د امپراتورۍ سیاست درلود.
نو ولې باید د یوه قوم په اړه د هغه د جګړه ییز تاریخ له مخې د «طبیعي متشدد» تصور جوړ کړو؟
د انسان چلند یوازې د جینونو یا قومي ځانګړتیاوو له مخې نه ټاکل کېږي. سیاسي نظام، اقتصادي شرایط، تعلیم، د قانون حاکمیت، د دولت مشروعیت، د جګړې بازار، د وسلو شتون او د ټولنې د شخړو د حل لارې ټول د انسان پر چلند اغېز کوي.
تشدد ډېر ځله قصدي تولیدېږي؛ یوازې د انسان ذاتي پېدا وار نه دی.
ایا پښتانه متشدد شوي دي؟
د «متشدد شوي» اصطلاح هم باید په احتیاط وکارول شي. ځکه پښتانه یوازې قربانیان نه دي او په ټول تاریخ کې یوازې د نورو د سیاست وسیله هم نه دي پاتې شوي.
په پښتني ټولنو کې داخلي شخړې، قومي رقابتونه، د ځمکې او اوبو پر سر منازعات، د انتقام فرهنګي دودونه او وسله والې سیالۍ هم موجودې وې او دي.
خو دا عوامل د دې معنا نه لري چې جګړه د پښتنو طبیعي هویت دی.
بلکې مهمه خبره دا ده، کله چې داخلي کمزورتیاوې له بهرنیو سیالیو، وسلو، بې ثباته دولتونو او اوږدو جګړو سره یوځای شي، تشدد په ټولنیز جوړښت کې ریښې غځوي.
میرزاپور د مشهورې جنايي ډرامې له نړۍ څخه سینما ته تلونکی فلم دی او پنکج ترپاټي، علي فضل، دویندو او روي کیشن پکې اصلي رولونه لري. فلم د سپټمبر په ۴مه نندارې ته وړاندې کېږي او د خپرېدو له وړاندې یې د ټکټونو خرڅلاو هم د پام وړ دی.
د سپټمبر په ۱۱مه به «هایوان» هم سینما ته راشي، چې اکشي کمار او سیف علي خان پکې اصلي رولونه لوبوي. د میاشتې په ۱۸مه د کرېنا کپور «دایره» او د میاشتې په وروستیو کې نورې لویې هندي او سوېلي هندي پروژې هم نندارې ته وړاندې کېږي.
بلخوا، د بالیووډ د کال له تر ټولو ډېرو تمه کېدونکو فلمونو څخه «کینګ» د شاه رخ خان په مشرۍ د کال په پای کې خپرېږي. په فلم کې سوهانا خان، دیپیکا پډوکون، ابیشک بچن او انیل کپور هم لوبېږي. د «رامایانا: لومړۍ برخه» هم د نومبر په ۶مه د خپرېدو لپاره ټاکل شوې او رنبیر کپور، یش او سای پلوۍ پکې مهم رولونه لري.
د فلمونو د روان کال د تمو په درجهبندۍ کې «رامایانا»، «الفا» او «کینګ» د هندي سینما له تر ټولو ډېر تمه کېدونکو پروژو څخه بلل شوي دي. «الفا» د عالیه بهټ او شرواري په مشرۍ د ښځینه جاسوسانو پر کیسه ولاړ فلم دی.
په دې توګه، د ۲۰۲۶ کال وروستۍ میاشتې د بالیووډ لپاره د سترو ستورو، مشهور فرنچایزونو او لوړو بودجې فلمونو له پلوه له مهمو سینمایي دورو څخه تمه کېږي.
ځوان کیسه لیکوال نصرت ارمان په کابل کې د کتاب رسونې د کاروبار د پیل لپاره د خپلې مېرمنې سرهزر پلورلي دي. هغه وایي، خلک ورته د کتابونو نومونه ورکوي او دی یې بیا له کورونو سربېره د هغوی کار ځایونو ته رسوي.
نوموړي ویلي، که څه هم د کتابونو په برخه کې د هغه کاروبار نوی نهدی، خو دی هڅه کوي کتابونه په لږ لګښت او د غوښتنې په هماغه ورځ لوستونکو ته ورسوي.
نوموړي پر خپله فېسبوکپاڼه په یوې لیکنه کې د دغه کار د پیل لپاره د خپلې مېرمنې د ملاتړ یادونه هم کړې او ویلي یې دي، چې مېرمنې یې خپله چله، ګوتمۍ او غوږوالۍ ورکړي، څو یې وپلوري او د ورځني ژوند د اړتیاوو د پوره کولو ترڅنګ پرې خپل نوی کار پیل کړي.
ارمان وايي، هڅه به وکړي د خپلې مېرمنې د دې قربانۍ حق ادا کړي او هغې ته ثابته کړي، چې پر ده یې باور پر ځای وو.
«له کتابونو سره ژوره مینه لرم»
ارمان په خپل فېسبوکي پوسټ کې د هغو کسانو نظرونو ته هم اشاره کړې چې ورته یې ویلي وو، په افغانستان کې خلک کتابونه نه لولي او ښايي دا کار یې اقتصادي بریا ونهلري.
نوموړي ویلي، دی د خپلې ټولنې له وضعیت څخه خبر دی، خو د کتابونو له پلور، لوست او لیکوالۍ سره د خپلې شاوخوا دوو لسیزو تجربو ته په کتو باور لري، چې لا هم د کتاب لپاره بازار او لوستونکي شته.
هغه لیکلي، چې د کتابونو له پلورلو، لوستلو، ټایپ او بیا لیکوالۍ سره یې شاوخوا دوه لسیزې تېرې کړي او له بل هېڅ کار سره د کتابونو په څېر ژوره اړیکه، مینه او شوق نهلري.
«خلک کتاب نه لولي»؛ ارمان له دې تصور سره مخالف دی
نصرت ارمان وايي، کله چې یې د لنډو کیسو لیکل پیل کړل، ځینو خلکو ورته ویل، چې خلک کیسې نه لولي او دی به له دې لارې بریالی نهشي، خو زیاتوي، هڅه یې کړې چې د لنډو کیسو لپاره لوستونکي پیدا کړي.
د هغه په وینا، د همدې هڅو په پایله کې یې وروستی د لنډو کیسو کتاب له خپرېدو لس ورځې وروسته په کتابپلورنځیو کې ختم شوی وو او اوس چې نوې کیسه خپروي، سلګونه کسان یې لولي او د خپلې مینې او ملاتړ پیغامونه ورلېږي.
ارمان هیله څرګندوي، چې د کتاب لوستلو په اړه د خلکو عام تصور باید بدل شي. د هغه په اند، ستونزه دا نهده، چې خلک یې نه لولي، بلکې د لوست د عامېدو لپاره باید خلکو ته د لوست احساس، فکر، جذبه او شوق ورکړل شي.
د کتابونو رسونه؛ د وخت او واټن د ستونزې حل
ارمان په خپل فېسبوکي پوسټ کې یوه بله ستونزه هم مطرح کړې ده. د هغه په وینا، ډېر کسان له کتاب سره مینه لري، خو د مناسب کتاب د انتخاب له ستونزې سربېره، له کتابپلورنځیو څخه لرې اوسېږي یا د ورځني ژوند د نورو لومړیتوبونو له امله کتابپلورنځي ته د تګ لپاره کافي وخت نهلري.
هغه هیله څرګنده کړې، چې کورونو او کار ځایونو ته د کتاب رسونه به له دغو کسانو سره مرسته وکړي چې له کتابونو سره بېرته اړیکه پیدا کړي.
نوموړي ویلي، پر خپلې هڅې باور لري او غواړي د کتاب لږ شمېر ملاتړي په پراخې ټولنې بدل کړي.
ارمان په پای کې لیکي: «زه د هڅې پلار یم او په اسانۍ نه ماتېږم».