• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو د ۲۰۰۱ کل د اکتوبر پر ۷مه پر افغانستان د امریکا بریدونه د تاریخ توره ورځ وبلله

۱۵ تله ۱۴۰۵ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۴:۰۱ GMT+۱تازه شوی: ۱۵ تله ۱۴۰۵ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۶:۳۹ GMT+۱

پر افغانستان د امریکا د بریدونو د ۲۵مې کلیزي په مناسبت د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت دغه بریدونه د افغانستان د تاریخ توره ورځ بللې ده. نوموړي ویلي، « د امریکا پر ضد مبارزې ثابته کړه چې افغانان هېڅ ډول بهرني اشغال ته غاړه نه ږدي».

د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت پر افغانستان د امریکا د برید ۲۵مې کلیزې په مناسبت په یوه غږیږ پیغام کې ویلي چې پر افغانستان د امریکا د بریدونو او حضور پرمهال زرګونه افغانان ووژل شول، ټپیان شول او له هېواده کډوالۍ ته اړشول.

نوموړي ویلي چې له اوږدې جګړې وروسته یې په افغانستان کې د امریکا حضور پای ته ورساوه او په دې سره یې ثابته کړه چې افغانان بهرني زور او فشار ته غاړه نه ږدي.

نوموړي خبرداری ورکړی او زیاته کړې یې ده چې که هر بهرنی یرغلګر د افغانستان د «اشغال» اراده ولري، د افغانانو د ارادې پروړاندې به تسلیم شي.

دا په داسې حال کې ده چې امریکا د ۲۰۰۲ کال د اکټوبر په ۷ پر افغانستان برید وکړ او له څو اونیو وروسته د طالبانو حکومت و پرځید، خو د طالبانو، افغان حکومت او امریکايي ځواکونو ترمنځ جګړو د ۲۰۲۱ کال تر اګسټه دوام وکړ چې د دوحې د هوکړې په پایله کې امریکایې ځواکونه بېرته له افغانستان نه ووتل، جمهوري نظام و پرځېد او طالبان بیاځلې واک ته ورسېدل.

یو شمېر کسانو د اکتوبر اوومه د افغانستان لپاره یو ښه فرصت بللی، خو په وینا یې افغانانو ترې په ښه توګه ګټه وانخېسته.

ډېر لیدل شوي

ایرانی چارواکی: لاهم له افغانستان نه ایران ته د نشه‌يي توکو سترې جوپې قاچاق کېږي
۱

ایرانی چارواکی: لاهم له افغانستان نه ایران ته د نشه‌يي توکو سترې جوپې قاچاق کېږي

۲

د جرمونو نړیوالې محکمې له لوري د نیولو حکمونه؛ څلور طالب چارواکي څوک او پر څه تورن دي؟

۳

افغان ایواک: د افغانانو د خوندي وضعیت قانون د رایې پر لور یو ګام وړاندې شو

۴

د خاتم الانبیاء مرکز رییس: د طالبانو د عدلیې وزارت پرېکړه «عادلانه او د منلو وړ» ده

۵

د افغانستان د سولې په هڅو کې د ملګرو ملتونو پخوانی استازی بننسوان ومړ

•
•
•

نور خبرونه

د اکتوبر اوومه؛ افغانان د طالبانو او امریکا ترمنځ د جګړې او سولې په منځ کې

۱۵ تله ۱۴۰۵ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۳:۴۲ GMT+۱
•
نصیر ندیم
100%

د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر پر ۷مه امریکا د بهرنیو وسله والو د له منځه وړلو او د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ د نسکورولو په موخه پر افغانستان برید وکړ. ۲۰ کلنه جګړه د بهرنیو ځواکونو په وتلو او کابل ته د طالبانو په بیا راتګ پای ته ورسېده.

د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر په ۷مه، هغه مهال چې امریکا د طالبانو تر واک لاندې افغانستان باندي برید وکړ، تمنا رحیمي (مستعار نوم) ۱۰ کلنه وه، امریکا یې نه پېژندله ، خو د هغې لپاره امریکا یوازې هغه نوم و چې پلار به یې تل له راډیو اورېده او په افغانستان د دغه هېواد د احتمالي برید په اړه به یې خبرې کولې.

د تمنا لپاره د «برید» مانا روښانه وه: وېره، تېښته او له کوره وتل هغه تجربه چې د افغانستان د شمال په جګړو کې هغې او د هغې کورنۍ ته نااشنا نه وه.

تمنا له خپل پلار او زړې راډیو سره یوځای له خپلې مور حمیرا (مستعار نوم) څخه د ښوونځي د تګ کیسې هم اورېدلې. خو هغې خپله د طالبانو د واکمنۍ پر مهال ښوونځي ته د تګ فرصت نه درلود. د هغه وخت د ښځو د ژوند انځورونه هم د هغې په ذهن کې پاتې دي؛ هغه ښځې چې له کوره د وتلو اجازه یې نه لرله.

تمنا هغه مهال د وضعیت روښانه درک نه درلود، خو نن هغه دوره په یوه کلمه بیانوي: «ناورین»؛ د هغې په وینا، دا هغه ناورین دی چې اوس یې بیا تجربه کوي.

د تمنا مور به هغې ته د خپلو ټولګیوالو کیسې هم کولې څو هغه ښځې چې یوه وخت له حمیرا سره ټولګېوالې وې، لا یې هم ورسره نږدې اړیکې لرلې او تل به یې د دوی کور ته تګ راتګ کاوه.

تمنا به هغوی ټولو ته «خاله» ویل. هغې د دوستۍ او صمیمیت مفهوم تر هغه مخکې چې خپله ښوونځي ته لاړه شي، د خپلې مور د ښوونځي له ملګرو سره د اړیکو له لارې پېژندلی و.

100%
بلخ: تصویر نصرت انصاري

پر افغانستان د امریکا برید د ۱۳۸۰ کال د تلې په ۱۵مه، چې د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر له ۷مې سره برابره ده، د القاعدې د شبکې د له منځه وړلو او له واکه د طالبانو د لرې کولو په موخه پیل شو.

دغه عملیات د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ د نسکورېدو، د جمهوري نظام د جوړېدو او په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو د ۲۰ کلن حضور لامل شول چې له درنو انساني او مالي لګښتونو سره مل و، خو په پای کې د ۱۴۰۰ کال د زمري په میاشت کې د بهرنیو ځواکونو په وتلو او کابل ته د طالبانو په بیا راتګ پای ته ورسېد.

له سپټمبر ۱۱مې د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ تر سقوط

د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر په ۱۱مه، چې د ۱۳۸۰ کال د وږي له ۲۰مې سره برابره ده، د القاعدې شبکې ۱۹ غړو د څلورو مسافر وړونکو الوتکو په تښتولو سره په نیویارک او واشنګټن کې بریدونه وکړل چې نږدې درې زره کسان یې ووژل.

له دې وروسته د امریکا د هغه مهال ولسمشر جورج ډبلیو بوش له طالبانو وغوښتل چې د القاعدې مشران ور وسپاري او د دې شبکې روزنیز کمپونه وتړي.

ملا محمد عمر دغه غوښتنه ونه منله او وړاندیز یې وکړ چې د اسامه بن لادن دوسیه دې په یوه اسلامي محکمه کې وڅېړل شي، یا دې نوموړی یوه درېیم هېواد ته ولېږدول شي. واشنګټن دغه وړاندیز و نه مانه او د تلې په ۱۵مه یې هوايي بریدونه پیل کړل.

ارین شریفي، د نړیوال امنیت د چارو څېړونکی او پخوانی امنیتي چارواکی، له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې وايي، امریکا د سپټمبر د ۱۱مې په بریدونو کې په بی خبرۍ او د کورني سیاسي فشار له امله د چټک پوځي غبرګون لاره غوره کړه.

د نوموړي په وینا، د امریکا دفاع وزارت په لومړي سر کې د چمتووالي لپاره د څو میاشتو وخت غوښت، خو د امریکا مرکزي استخباراتو ادارې «سي ای اې» دغه ماموریت د یوه استخباراتي او د ترهګرۍ ضد عملیاتو په توګه پیل کړ.

شریفي زیاتوي، تاجکستان په دې پړاو کې د واشنګټن لپاره د یوه ستراتیژیک دهلېز او د ملاتړې د اډې په توګه مهم و. د سي ای اې د ترهګرۍ ضد مرکز ډلې د تاجکستان له لارې تخار ته ننوتې او د افغانستان په شمال کې یې د متحدې جبهې له قوماندانانو سره اړیکې ټینګې کړې.

له دغه ایتلاف یوازې دوه ورځې وړاندې احمدشاه مسعود په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شو. دغه برید دالقاعدې ته منسوبیږي.

د دغه پخواني امنیتي چارواکي په باور، د امریکا عملیاتي شبکه له تخاره پنجشېر، شمالي سیمو او وروسته جنوب او کندهار ته پراخه شوه. هغه وايي، په لومړیو ورځو کې د دولت جوړونې یا ملت جوړونې لپاره مشخص پلان نه و، خو د طالبانو له چټک سقوط وروسته د امریکا ماموریت د «واورین توپ» په څېر پراخ شو او واشنګټن د دولت جوړونې ډګر ته داخل شو.

د امریکا او بریتانیا هوايي ملاتړ د طالبانو دفاعي کرښې ماتې کړې. مزارشریف د ۱۳۸۰ کال د لړم په ۱۸مه، کابل د لړم په ۲۲مه او کندهار د لیندۍ په ۱۵مه سقوط وکړ.

د لس کلنې تمنا لپاره دغه ستر سیاسي بدلون په ساده او ماشومانه خاطرو کې پاتې شو.

هغې طالبان پېژندل او پوهېده چې نور په واک کې نه دي، خو د خپل شاوخوا د چاپېریال بدلون یې له ورځنیو نښو درک کاوه. له دغو نښو یوه یې د هغې پلار و چې د طالبانو له سقوط وروسته یې خپله ږیره لنډه کړې وه.

راډیو هم د تمنا د هغو ورځو د خاطرو یوه برخه ده.

نوموړې وايي، له راډیو څخه یې لومړنۍ خاطره د خبر پر ځای له یوې عجیبه موسیقۍ سره تړاو لري: «لومړی ځل مې د خبر پر ځای موسیقي واورېدله. دا تر ټولو لوی احساس و چې ما درلود، موسیقي عجیبه وه.»

په جرمني کې هم د افغان سیاسي ډلو غونډه وشوه او د لنډمهالې ادارې د رامنځته کولو لپاره د بن تړون لاسلیک شو.

د طالبانو یو شمېر مشران او جنګیالي هم پاکستان ته لاړل او وروسته له همغه ځایه د دغې ډلې د بیا تنظیم لپاره زمینه برابره شوه.

100%
بلخ: تصویر نصرت انصاری

د بن تړون: د بهرني ملاتړ له لارې د جمهوریت رامنځته کېدل

د کابل له سقوط وروسته، د واک د تشې مخنیوی د افغان مشرانو او نړیوالې ټولنې په لومړیتوب بدل شو. د ۱۳۸۰ کال په لیندۍ کې د بن کنفرانس د لنډمهالې ادارې چوکاټ وټاکه او حامد کرزی یې مشر وټاکل شو.

د تمنا لپاره د طالبانو سقوط یوازې د یوه حکومت پای نه و بلکې د هغې لپاره د هغې دروازې د پرانیستل کېدو معنا یې لرله چې کلونه پرې تړل شوې وه. په همدې وخت کې یې مور حمیرا ورته وویل چې ښوونځي ته به ځي. مور یې کلونه د خپل ښوونځي د ورځو کیسې تمنا ته کړې وې. تمنا چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال له ښوونځي محرومه پاتې شوې وه، اوس غوښتل هغه څه تجربه کړي چې تر هغه وخته یې یوازې په اړه اورېدلي وو.

په ۱۳۸۱ کال کې، د لومړي ځل لپاره ښوونځي ته لاړه. په ټولګي کې یې ولیدل چې له ډېرو ټولګیوالو څخه مشره ده. هغې تر هغه وخته د ښوونځي ودانۍ، مېز او څوکۍ له نږدې نه وو لیدلي خو کوم ښوونځی چې هغې ولید، له هغه انځور سره یې توپیر درلود چې د مور له کیسو څخه یې په ذهن کې جوړ کړی و. ماتې کړکۍ، نړېدلي دېوالونه او د جګړې نښې لا هم د ښوونځي په ودانۍ کې لیدل کېدل او زده کوونکي پر داسې غالۍ ناست وو چې د بېرته ستنېدو پر مهال به یې کالي له دوړو ډکېدل.

خو تمنا زده کړې پرېنښودې، هغې د سویې له ازموینې وروسته څو ټولګي تېر کړل او ځان یې پنځم ټولګي ته ورساوه. هلته یې له خپلو همزولو نجونو سره زده کړه کوله.

نوموړې وايي، د سیالۍ روحیه یې لرله او هڅه یې کوله چې له نورو وروسته پاتې نه شي.

افغانستان هم په همدې کلونو کې هڅه کوله چې د جګړې له کنډوالو څخه راپورته شي. تمنا احساس کاوه چې هغه هم له خپل هېواد سره یوځای مخته ځي.

ښوونځی د تمنا لپاره یوازې د زده کړې ځای نه و. هغې په همدې کلونو کې داسې ملګري پیدا کړل چې اړیکې یې تر نن ورځې پورې دوام لري.

کلونه وروسته، هغې او د ځینو هماغو ټولګیوالو لا هم په فېسبوک کې د «وفادارو ټولګیوالو» په نوم یوه ډله لري.

په همدې کلونو کې، بېړنۍ لویې جرګې انتقالي اداره تایید کړه، نوی اساسي قانون په ۱۳۸۳ کال کې تصویب شو او د ولسمشرۍ ټاکنې ترسره شوې. د جمهوریت په دوو لسیزو کې میلیونونه نجونې او هلکان ښوونځیو ته ولاړل، پوهنتونونه پراخ شول، خپلواکې رسنۍ رامنځته شوې او ښځو په زده کړو، روغتیا، ادارو، عدلي بنسټونو او سیاست کې ونډه واخیسته.

100%
د ټلویزیون پر مخ د ښځو بیا راڅرګندیدل نومبر ۲۰۰۱ رویټرز

د چارو د پوهانو په باور، په افغانستان کې جمهوریت له پیله له جوړښتي ستونزو سره مخ و. د واک تمرکز، د سیمه ییز مدیریت کمزورتیا، اداري فساد او د غیررسمي شبکو نفوذ د دولتي بنسټونو پر وړاندې د خلکو باور کمزوری کړ.

د افغانستان پوځ او پولیس هم د تجهیز، روزنې، اکمالاتو او معاشونو د ورکړې لپاره پر بهرني ملاتړ متکي پاتې شول.

د پوهنې پخوانی وزیر او د نبراس مطالعاتو او څېړنو د بنسټ مشر سید حسین اشراق له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې وايي چې په ۲۰۰۱ کال کې طالبان سخت کمزوري شوي وو او د هغوی د کړنو له امله ډېرو کسانو په سیاسي معادلو کې د هغوی شتون اړین نه باله.

د نوموړي په وینا، د بن له کنفرانس څخه راوتلی جوړښت تر ډېره له نړیوالو ګټو سره تړلی و او واک یې د ډلو ترمنځ په «میخانیکي» ډول ووېشه. هغه باور لري چې همدې تشې د ناامنۍ او د طالبانو د بیا تنظیم لپاره زمینه برابره کړه.

اشراق د جمهوریت د وروستیو کلونو په اړه وايي: «له شک پرته، د واک تمرکز، د حکومت کمزورتیا او ناکارۍ او پراخ فساد ملي او نړیواله ټولنه ناهیلې کړې وه تر دې چې ټول دې باور ته ورسېدل چې دا نظام نور کار نه کوي او د ترمیم او اصلاح وړ نه دی، له همدې امله طالبانو ته د واک د لېږد زمینه برابره شوه.»

د هغه په وینا، جمهوریت له نړیوال ملاتړ پرته دوام نه شوای کولی، خو که له دغه ملاتړ څخه په سالم او هدفمند ډول کار اخیستل شوی وای، امکان یې درلود چې نظام په تدریجي ډول پر خپلو پښو دریدلی وای.

د طالبانو بیا تنظیم او د جګړې پراخېدل

طالبانو په ۱۳۸۰ کال کې له ماتې وروسته خپل تشکیلات بیا تنظیم کړل. د ۱۳۸۲ کال په وروستیو کې د طالبانو چریکي بریدونه بیا پیل شول او په تدریج سره له خورو ورو کمینونو څخه د ماینونو ایښودلو، ځانمرګو بریدونو او د دولتي چارواکو ترور ته ورسېدل.

د ۱۳۸۲ کال په زمري کې ناټو د ایساف قومانده پر غاړه واخیسته او د نړیوالو ځواکونو ماموریت له کابل څخه نورو سیمو ته هم پراخ شو.

په ۱۳۸۵ کال کې د افغانستان سوېل او ختیځ ولایتونه د جګړې پر اصلي مرکزونو بدل شول.

په همدې کلونو کې تمنا په ښوونځي کې د خپلې نړۍ په جوړولو بوخته وه. هغې د سلطانه په نوم یوه ملګرې، پیدا کړې وه او دواړو به شپه او ورځ یوځای درس لوست.

حمیرا به تل خپلې لور ته ویل چې باید زده کړه وکړي او د ځان لپاره راتلونکی جوړ کړي. تمنا هم د ډېرو ماشومانو په څېر په لومړیو کلونو کې ځان ډاکټره تصوروله خو ورو ورو یې له سیاست سره علاقه زیاته شوه.

د مسعودې جلال څېره، چې د جمهوریت په لومړیو کلونو کې د افغانستان په سیاسي ډګر کې مطرح شوه او د ۱۳۸۳ کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې نومانده وه، د تمنا په ذهن کې پاتې شوه. د هغې ښځې انځور چې د افغانستان د ولسمشرۍ لپاره یې سیالي کوله، د هغې نجلۍ لپاره چې څو کاله مخکې یې حتا ښوونځي ته د تلو اجازه نه لرله، یو نوی انځور و.

تمنا ورو ورو ځان د مسعودې جلال پر ځای تصوراوه او همدې کار له سیاست سره د هغې علاقه پیدا کړه.

په ۱۳۸۸ کال کې، هغه مهال چې بارک اوباما د امریکايي ځواکونو د زیاتولو تګلاره اعلان کړه، تمنا په نهم ټولګي کې وه او د کانکور لپاره یې چمتووالی نیوه.

100%

تمنا په پیغلتوب کې څو مرکې درلودې، خو حمیرا د خپلې لور تر څنګ ودرېده. مور یې غوښتل چې تمنا د وختي واده پر ځای زده کړې وکړي او پوهنتون ته لاړه شي.

تمنا هم ښوونځی او پوهنتون غوره کړل.

د امریکايي ځواکونو له زیاتېدو سره د بهرنیو ځواکونو شمېر له ۱۳۰ زرو څخه واوښت. په سوېل او ختیځ ولایتونو کې پوځي عملیات روان وو، خو د طالبانو پاڅون مهار نه شو.

سرحدي پټنځایونو، د حکومتولۍ کمزورتیا شخړه په یوې ستړې کوونکې جګړې بدله کړه.

د سمندري ځواکونو پخوانی سرتېری او د امریکا د ځانګړو عملیاتو د ځواکونو غړی جېسن لیلي د کابل له سقوط څو اوونۍ مخکې له رویټرز سره په مرکه کې خبرداری ورکړی و چې طالبان به په پای کې یو ځل بیا واک ترلاسه کړي. هغه په ۱۳۸۸ کال کې له یوه طالب زنداني سره هغې خبرې ته اشاره کوي چې ویلي یې وو، طالبان به د امریکايي ځواکونو وتلو ته انتظار وباسي.

لیلي د جګړې یوه برخه ستونزه د امریکا د ماموریت په بدلېدو کې ویني. د هغه په وینا، امریکايي ځواکونه د دښمن د ماتولو په موخه افغانستان ته داخل شول، خو ماموریت د اقتصاد پیاوړتیا او د ټولنیز او سیاسي بدلون رامنځته کولو ته پراخ شو. له یوه پوځي ځواک څخه په یوه وخت کې تمه کېده چې له طالبانو سره جګړه وکړي او د ټولنې او دولت په جوړولو کې هم ونډه ولري.

برعکس، طالبانو کولای شول انتظار وباسي. د بریا لپاره اړینه نه وه چې امریکا د جګړې په ډګر کې ماته کړي. یوازې دومره کافي وو چې د بهرنیو ځواکونو تر وتلو پورې دوام وکړي. لیلي د جګړې د پایلې په ارزونه کې په څرګندو ټکو ویلي وو: امریکا جګړه بایللې ده.

ارین شریفي هم وايي، د طالبانو بېرته واک ته ستنېدل یوازې په جګړه کې د دغې ډلې د بیا پیاوړتیا پایله نه وه. د هغه په وینا، په لومړیو کلونو کې د امریکا تمرکز تر ډېره پر اسامه بن لادن و او د طالبانو د مشرانو بېرته ستنېدل د یوه سملاسي جدي ګواښ په توګه نه وو نیول شوي.

په همدې وخت کې، ځینې هغه طالبان چې خپلې وسلې یې پر ځمکه ایښې او خپلو کلیو ته ستانه شوي وو، د فشارونو او ناامنۍ له امله بېرته پاکستان او ایران ته ولاړل او د هغوی یوه برخه بیا جګړې ته ستنه شوه.

په دې توګه، هغه جګړه چې په ۱۳۸۰ کال کې د طالبانو له چټکې ماتې سره پیل شوې وه، څو کاله وروسته یې بله بڼه غوره کړه او طالبان له یوې ماتې خوړلې ډلې څخه پر داسې ځواک بدل شول چې د کلونو لپاره یې واک ته د بېرته ستنېدو انتظار وکړ.

شل کلنه جګړه؛ انساني بیه او د ټریلیونونو ډالرو لګښت

د براون پوهنتون د «د جګړو د لګښت» پروژې د معلوماتو له مخې، لږ تر لږه ۴۷ زره او ۲۴۵ افغان ملکي وګړي په مستقیمو نښتو کې وژل شوي دي. اټکلونه ښيي چې د افغانستان د امنیتي ځواکونو له ۶۶ زرو څخه تر ۶۹ زرو پورې غړي وژل شوي دي.

له بلې خوا، ۲ زره او ۴۵۶ امریکايي سرتېري او ۳ زره او ۹۲۳ امریکايي دفاعي او امنیتي قراردادیان وژل شوي او له ۲۰ زرو څخه ډېر امریکايي سرتېري ټپیان شوي دي. بریتانیا ۴۵۷ او کاناډا ۱۵۸ سرتېري له لاسه ورکړي دي.

مالي لګښت هم پراخ و. د براون پوهنتون پروژه اټکل کوي چې تر ۲۰۲۲ کال پورې په افغانستان او پاکستان کې د امریکا ټول لګښت شاوخوا ۲،۳۱۳ ټریلیون ډالرو ته رسېدلی دی.

د امریکا د افغانستان د بیارغونې د ځانګړي سرمفتش دفتر «سیګار» هم د بیارغونې، د امنیتي ځواکونو د تجهیز او پراختیايي پروګرامونو لپاره ۱۴۴،۷ میلیارد ډالره مستقیم لګښت راپور کړی دی.

سره له دې، څېړونکي افغانستان انټرنشنل ته وايي چې فساد، کمزورې څارنه او د افغانستان د بنسټونو پر بهرنیو مرستو تکیه د یوه ځان بسیا جوړښت د رامنځته کېدو مخه ونیوله. د دغو لګښتونو یوه برخه په پای کې د امریکا اقتصاد ته بېرته ستنه شوه او ونه توانېدل چې داسې بنسټونه رامنځته کړي چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته په یوازې ځان دوام وکړي.

د تمنا لپاره دا کلونه د ژوند یوه بله مرحله وه. هغه نور هغه تنکۍ نجلۍ نه وه چې د زده کړو د دوام لپاره یې د کورنۍ او مرکو د فشار پر وړاندې درېده. هغې رایه ورکړې وه او په پوهنتون کې یې د شخړو او کړکېچ د حل په برخه کې تر ماسټرۍ پورې زده کړې کولې.

همداراز، د تمنا له ښوونځي د فراغت مخکې، کورنۍ یې د ځینو لاملونو له مخې د افغانستان له شمال څخه کابل ته کډه شوه او هلته د تمنا لپاره لا ډېر فرصتونه برابر شول. تمنا دغه بدلون، که څه هم له امنیتي پلوه، بد ارزوي، خو وايي چې د هغې لپاره د فرصتونو د زیاتېدو لامل شو.

100%
تصویر ارشیف رویټرز

تمنا ورو ورو په کابل کې دې درک ته رسېدلې وه چې د افغانستان شخړه داسې څه نه ده چې یوازې د یوې ډلې په پوځي ماتې یا د یوه تړون په لاسلیک پای ته ورسېږي.

د هغې په باور، هر څوک چې د افغانستان په سیاست کې رول لري، باید د کړکېچ د حل مسله او د شخړې ریښې وپېژني. د تمنا لپاره د افغانستان تړاو له شخړې سره تاریخي دی او د دغه هېواد د تاریخ له درک پرته یې د کړکېچ حل ممکن نه دی.

همدا لیدلوری د دې لامل شو چې جګړه یوازې د جګړې له ډګر څخه تعقیب نه کړي. هغې غوښتل پوهه شي چې ولې د افغانستان جګړه پای ته نه رسېږي او ولې هغه حکومت چې کلونه د بهرني ملاتړ پر مټ جوړ او تجهیز شوی و، لا هم د خپل امنیت د تامین لپاره پر هماغه ملاتړ متکي دی.

له ۲۰۱۱ کال څخه افغان ځواکونو ته د امنیتي مسولیتونو د لېږد بهیر پیل شو. د ۲۰۱۴ کال په پای کې د ایساف جنګي ماموریت پای ته ورسېد او د ۲۰۱۵ کال له جنورۍ څخه د «قاطع ملاتړ» ماموریت د افغانستان د ځواکونو د روزنې او سلا مشورې په موخه پیل شو.

خو پوځ او پولیس لا هم د پرزو له کمښت، اکمالاتي ستونزو، پر بهرنیو قراردادیانو له اتکا او د هوايي ملاتړ له کمېدو سره مخ وو. سیګار ویلي چې امریکا په دوو لسیزو کې د افغانستان د امنیتي ځواکونو د جوړولو لپاره نږدې ۹۰ میلیارد ډالره ولګول، خو دغه جوړښت په یوه ځان بسیا ځواک بدل نه شو.

په ۲۰۱۴ کال کې، له ټاکنیز کړکېچ وروسته، د ملي یووالي حکومت جوړ شو او کابل او واشنګټن دوه اړخیز امنیتي او دفاعي تړون لاسلیک کړ. دغه تړون د ایساف د جنګي ماموریت له پای ته رسېدو وروسته د امریکايي ځواکونو د پاتې کېدو لپاره چوکاټ برابر کړ او ټاکل شوې وه چې د افغان ځواکونو ملاتړ، روزنه او سلا مشوره دوام وکړي.

خو د طالبانو د بریدونو دوام، په ۲۰۱۵ کال کې د کندز لنډمهاله سقوط او د فراه او غزني په څېر د ښارونو محاصره، د دولتي ځواکونو اسیب پذیره وضعیت څرګند کړ.

جنرال عظیمي، چې مستعار نوم یې کارول شوی، د تېر حکومت د پوځ له چارواکو څخه و. هغه له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې وايي، د پوځ کمزوري یوازې د تجهیزاتو د کمښت پایله نه وه. هغه زیاتوي چې د افغانستان د سیاستوالو او مشرانو بې پامي هم د پوځ د کمزوري کېدو لامل شوه او اشرف غني د یو شمېر تجربه لرونکو قوماندانانو په لرې کولو او د امنیتي بنسټونو په سر کې د ځوانو افسرانو په ګومارلو سره دې بهیر ته زمینه برابره کړه.

دغه چارواکی وايي، له امریکا سره امنیتي تړون، سره له دې چې اهمیت یې درلود، په یوازې ځان نه شوای کولای افغانستان د طالبانو له بېرته ستنېدو خوندي کړي. د هغه په وینا، له بهرني ملاتړ سره د اتکا ترڅنګ، د پاکستان رول، د طالبانو پټنځایونه او د شخړې داخلي ریښې او په پوځ کې د جګړې ستراتېژي هم باید د افغانستان په امنیتي محاسباتو کې په پام کې نیول شوې وای خو د جګړې په کلونو کې دغو عواملو ته کافي پاملرنه ونه شوه.

دغه پخوانی جنرال زیاتوي چې طالبانو به د ورځې له افغان ځواکونو سره جګړه کوله او د شپې به تجهیز او تمویل کېدل او ان ټپیان به یې هم له جګړې له ډګر څخه لېږدول کېدل.

په پایله کې، د امنیتي مسولیت لېږد د بنسټیزو وابستګیو له له منځه وړلو پرته ترسره شو او د امریکا د ملاتړ له کمېدو سره یې د ځواکونو پر جنګي وړتیا پرېکنده اغېز وکړ.

د دوحې تړون او د افغانستان د حکومت انزوا

د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ له پیل سره، له اوږدو جګړو وتل د واشنګټن له لومړیتوبونو څخه وګرځېدل. په ۲۰۱۸ کال کې زلمی خلیلزاد د امریکا د ځانګړي استازي په توګه وټاکل شو او په قطر کې له طالبانو سره مستقیمې خبرې پیل شوې.

د افغانستان حکومت په اصلي خبرو کې حضور نه درلود چې د جګړې د برخلیک د ټاکلو په بهیر کې یې د کابل دریځ کمزوری کړ.

د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ پر ۲۹مه امریکا او طالبانو د دوحې تړون لاسلیک کړ. واشنګټن ژمنه وکړه چې خپل پوځي ځواکونه او قراردادیان به په ۱۴ میاشتو کې له افغانستان څخه وباسي. په دغه تړون کې له افغان ځواکونو سره د عمومي اوربند یادونه نه وه شوې. د طالبانو د ۵ زره بندیانو خوشې کول هم د دغه تړون په چوکاټ کې پر افغان حکومت تحمیل شول چې د جګړې رواني او د جګړې په ډګر کې توازن یې بدل کړ.

ارین شریفي د دغه تړون دپردې شا په اړه وايي، واشنګټن څو کاله مخکې دې پایلې ته رسېدلی و چې د دولت جوړونې پروژه ناکامه شوې او په ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸ کلونو کې یوازې د وتلو لپاره د لارې پرانیستلو په لټه کې و.

هغه زیاتوي چې خلیلزاد اشرف غني ته پیغام ورکړی و چې وتل حتمي دي او باید د واک لېږد ته چمتووالی ونیسي، خو پر واک د پاتې کېدو لپاره د غني ټینګار د سیاسي جوړجاړي مخه ونیوله.

100%

د ۲۰۲۱ کال اګست د کابل سقوط او د امریکا د پوځي حضور پای

جو بایډن له سپینې ماڼۍ ته له ننوتلو وروسته د امریکايي ځواکونو د بشپړ وتلو نېټه د ۲۰۲۱ کال د اګست ۳۱مه وټاکله. د بګرام هوايي اډې تخلیه د جولای په میاشت کې په داسې حال کې ترسره شوه چې افغان ځواکونه لا هم پر بهرني ملاتړ متکي وو.

د ۲۰۲۱ کال په اوړي کې طالبانو په چټکۍ سره ولسوالۍ او د ولایتونو مرکزونه ونیول. زرنج، شبرغان، کندز، هرات، کندهار، مزارشریف او جلال اباد یو په بل پسې سقوط وکړ.

تمنا نور دا کړکېچ د پوهنتون له ټولګي نه څاره. هغه د حکومت په یوه وزارت کې کار کاوه او هره ورځ به یې په خپل کاري ځای کې د بل ښار یا ولایت د سقوط خبر اورېده.

100%
کابل هوايي ډګر د سقوط یوه ورځ وروسته

کله چې طالبان کابل ته نږدې شول، په ښار کې وضعیت ګډوډ شو. کله چې طالبان د کابل دروازو ته ورسېدل، ښار له ګډوډۍ سره مخ شو او تمنا هم کور ته ستنه شوه. د اګست په ۱۵مه، د اشرف غني له کابله له وتلو سره د حکومت او امنیتي ځواکونو د قوماندې جوړښت له منځه ولاړ او طالبان پلازمېنې ته ننوتل. د کابل په هوايي ډګر کې د تخلیې عملیات پیل شول.

تمنا هڅه وکړه چې له افغانستان ووځي. هغه د کابل هوايي ډګر تر دروازو پورې ولاړه او د هغې لپاره د تخلیې دوسیه او د ملاتړ اسناد هم جوړ شول، خو له هېواده ونه وتلای شوه. په پای کې تمنا د همغو طالبانو تر واکمنۍ لاندې خاوره کې پاتې شوه، چې ۲۰ کاله وړاندې یې د هغې پر مخ د ښوونځي دروازې پرانیستې وې.

د اګست په ۲۶مه، د کابل هوايي ډګر ته څېرمه د داعش خراسان څانګې په یوه ځانمرګي برید کې ۱۷۰ افغان ملکي وګړي او ۱۳ امریکايي سرتېري ووژل شول. د اګست د ۳۰مې په شپه د امریکا د وروستۍ پوځي الوتکې له الوتلو سره په افغانستان کې د لوېدیځو ځواکونو شل کلن حضور پای ته ورسېد.

100%

له وتلو وروسته کړکیچ زیانمن اقتصاد او ټولنیز محدودیتونه

د طالبانو له بېرته راتګ وروسته، د افغانستان اقتصاد چې پر بهرنیو مرستو متکی و، له ژور کوکیچ سره مخ شو. د پراختیايي مرستو درول، د افغانستان بانک د بهرنیو اسعارو د زېرمو کنګل کېدل او په بانکي نظام کې ګډوډۍ د نغدو پیسو کچه راټیټه کړه. د افغانستان بانک د معلوماتو له مخې، د افغانستان اقتصاد په ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ کلونو کې نږدې یوه څلورمه برخه خپله اندازه له لاسه ورکړه.

بشري کړکیچ هم دوام وکړ د ۲۰۲۶ کال لپاره د ملګرو ملتونو د بشري اړتیاوو د پلان له مخې، په افغانستان کې شاوخوا ۲۱،۹ میلیونه کسان مرستو ته اړتیا لري او له ۱۷ میلیونو ډېر کسان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي. له سیمه ییزو هېوادونو څخه د کډوالو بېرته ستنېدل یا ایستل هم د کار بازار او عامه خدمتونو پر وړاندې فشار زیات کړی دی.

د اقتصادي کړکیچ ترڅنګ، د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو محدودیتونه د ۲۰۲۱ کال له اګست وروسته له تر ټولو ژورو بدلونونو څخه دي. نجونې له منځنیو زده کړو او لېسې او پوهنتوني زده کړو څخه محرومې شوې دي او د ښځو پر کار پراخ محدودیتونه لګېدلي دي، او پر ځای یې طالبانو شاوخوا ۲۱ زره دیني او جهادي مدرسې جوړې کړې دي.

100%

خو د تمنا لپاره د دې سیاسي بدلون پایلې یوازې په واټونو او ادارو کې پاتې نه شوې د هغې تر کور پورې ورسېدې. هغې په ۲۰۱۵ کال کې له هغه کس سره واده وکړ چې خپله یې انتخاب کړی و او یوه لور یې درلوده. د هغې لور اوس ۱۱ کلنه ده او د ښوونځي په څلورم ټولګي کې زده کړه کوي، خو شپږم ټولګي ته له رسېدو سره به یې د ښوونځي د دوام مخه ونیول شي.

کله چې تمنا د خپلې لور د راتلونکي په اړه فکر کوي، د خپل ماشومتوب خاطرې یې بیا راژوندۍ کېږي. هغه وايي، داسې احساس یې کړی چې دا همغه ناورین دی چې یو ځل بیا تکرارېږي. تمنا پرېکړه کړې چې خپله به خپلې لور ته درس ورکوي.

د تمنا په کورنۍ ژوند کې، د افغانستان ۲۵ کلن تاریخ د درېیو نسلونو ترمنځ لیدل کېږي: حمیرا د طالبانو د واکمنۍ پر مهال له ښوونځي پاتې شوه، تمنا د طالبانو له سقوط وروسته وکولای شول ښوونځي او پوهنتون ولولي او د خپل ژوند لاره خپله وټاکي.

اوس د هغې ۱۱ کلنه لور په داسې پړاو کې ده چې د زده کړو دروازې به پرې وتړل شي. تمنا غواړي هغه څه چې مور یې د هغې لپاره کړي وو، اوس د خپلې لور لپاره اجازه ورنه کړي چې محرومیت د زده کړو پای وي.

100%

د امریکا د شل کلن حضور میراث

د افغانستان پر وړاندې د امریکا له برید ۲۵ کاله وروسته، د دوو لسیزو پوځي حضور او پراخو پانګونو پایله له تناقضونو ډک میراث پرې ایښی دی. له یوې خوا، د جمهوریت په دوره کې زده کړې، رسنۍ او ټولنیز مشارکت پراخ شول له بلې خوا، فساد، د واک تمرکز، مالي او پوځي تړاو او د یوې «ټول شموله سیاسي هوکړې» نشتوالي د نظام بنسټونه کمزوري کړل. د جمهوریت چټک سقوط وښوده چې پوځي برلاسی او د ټریلیونونو ډالرو لګښتونه یوازې په خپل سر د پایداره بنسټونو، اغېزناکې حکومتولۍ او سیاسي هوکړې ځای نه شي نیولای.

خو له دې سره سره، د نن ورځې افغانستان له ۱۳۸۰ کال له ټولنې سره توپیر لري. هغه نسل چې په دغو شلو کلونو کې له ښوونځي، پوهنتون، رسنیو، ټاکنو او مدني ټولنې سره تړاو پیدا کړ، د ټولنیز ژوند او بشري حقونو په اړه یې بېله تجربه او پوهاوی ترلاسه کړ، داسې تجربه چې د طالبانو له بېرته راتګ سره له منځه نه ده تللې.

د تمنا لپاره، تاریخ په لنډه موده کې پر خپل ځان راڅرخېدلی دی. هغې په لس کلنۍ کې ښوونځی کشف کړ ، د هغې لور نن په ۱۱ کلنۍ کې د همدې حق د له لاسه ورکولو پر درشل کې ولاړه ده. د تمنا مور هېڅکله دا حق نه درلود خو تمنا ترلاسه کړ او اوس هڅه کوي چې اجازه ورنه کړي لور یې په بشپړه توګه له دې حقه محرومه شي.

د جګړې له پیل ۲۵ کاله وروسته، د دې کورنۍ کیسه لا پای ته نه ده رسېدلې. تمنا چې یوه ورځ به یې د خپلې مور د ښوونځي کیسې اورېدې او وروسته خپله ښوونځي ته لاړه، اوس غواړي د خپلې لور لپاره د خپلې مور همغه رول ولوبوي او وايي که بیا د اکتوبر د اوومې په څېر پېښه رامنځته شي او که رامنځته نه شي، «زه به خپله د خپلې لور حمیرا شم.»

د امریکا د برید ۲۵ کال؛ له داخلي استبداده تېښته او د بهرني حضور منلو ته غاړه ور کول

۱۵ تله ۱۴۰۵ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۳:۴۱ GMT+۱
•
محمد محق
100%

۲۵ کاله وړاندې، چې په افغانستان کې پر طالبانو د امریکا برید پیل شو، له تناقضونو ډک وضعیت و. تناقض له دې اړخه و چې هغه خلک چې د پردیو ضد په نوم مشهور وو او د شلمې پېړۍ په پیل او پای کې یې د دوو زبرځواکونو د ماتولو سابقه لرله، پر خپلې خاورې د یوه پردي هېواد له بریده خوښ وو.

په ځینو ښارونو کې دغه خوښي تر نڅا او اتڼ پورې رسېدلې وه او یو شمېر خلکو به چې د طالبانو پر اډو یې د هر برید غږ اورېده، شور او هلهله جوړوله او په ځانګړې توګه ځوانانو به نڅا کوله او ډېرو به یو بل ته مبارکي ورکوله؛ د یوه تور او تیاره پړاو د پای مبارکي.

څرګنده وه چې دا ډول شور او خوښي نه د پردیپالنې له امله وه او نه هم د بهرنیانو د برید له کبله، بلکې د دې لپاره وه چې د خلاصون پر لور یوه کړکۍ پرانیستل کېده. د طالبانو ځپونکې واکمني د دې ډلې د لومړۍ واکمنۍ په پنځه یا شپږو کلونو کې هېواد په یوه لوی زندان بدل کړی و چې په راتلونکي افق کې یې هېڅ هیله نه ښکارېده. په لویو ښارونو، په ځانګړې توګه د پلازمېنې په مرکز کې، د سوالګرو کتار د سړک له یوه سره تر بل سره پورې غځېدلی و. په عامه تمځایونو، د ترانسپورټ په ترمینلونو او هر هغه ځای کې چې به خلک راټولېدل، د وږو کسانو لښکر به ورمات شو. ښوونځي په بې‌ځانه ارواوو بدل شوي وو او ماتې دروازې او کړکۍ او بې‌روحه ودانۍ د مړو له سکلېټونو سره ورته شوې وې. دولتي ادارو یوازې په نوم وې. روغتونونه د هر ډول لومړنیو امکاناتو له نشتوالي کړېدل. بې‌کاري د ټولنې له سر او اوږو پورته وه، او ناهیلي د هېواد تر ګوټ ګوټ پورې سیوري غوړولي وو. داسې انګېرل کېده چې دا د تاریخ رټلو خلکو خاوره ده؛ داسې ځای چې د مسلمان او نامسلمان دواړو له سترګو لوېدلی او ژوند او مرګ یې د هېچا لپاره مهم نه دی. ګواکې یو ملت یوې پرېښودل شوې او له ساه لوېدلې ټاپو ته تبعید شوی وي، څو د خپل ژوند وروستۍ ورځې په انزوا کې تېرې کړي.

په داسې مړه او بې‌جانه فضا کې د سپټمبر د یوولسمې پېښه رامنځته شوه او له ځان سره یې د افغانستان او سیمې په اړه د خبرونو او شننو یو سیلاب راوړ او بېلابېلې سناریوګانې هم مطرح شوې چې د دې وضعیت لپاره تصور کېدای شوې. خلکو به هره شېبه راډیوګانو ته پناه وړله او په ټول وجود به یې د خبریالانو غږ ته غوږ نیوه؛ په اروپا او امریکا کې د قدرت په مرکزونو کې د نړۍ د مشرانو له خبرونو نیولې، د ګاونډیو هېوادونو تر خبرونو او د طالبانو د مخالفو ډلو تر خوځښتونو او د هېواد د هغوی له منګولو څخه د بېرته نیولو تر چمتووالي پورې.

خلکو به له وېرې او هیلې، او کله ناکله له شور او احساساتو سره، دې خبرونو ته غوږ نیوه او د هغو په منځ کې به یې داسې راپورونه او شننې لټولې چې د دې پړاو د پای او د یوه بل پړاو د پیل زېری ورکړي. په همدې تاریخي بستر کې و چې د طالبانو پر اډو د امریکا برید پیل شو او ورسره هم‌مهاله د هغوی د ځواکونو او جنګیالیو پر اندامونو لړزه راغله. ښايي یوازې هغه کسان چې لا یې د وضعیت پر دوام باور درلود او د جګړې دوام ته یې فکر کاوه، د القاعدې بهرني غړي او د طالبانو هغه لږ شمېر کسان وو چې له جهادي سلفیت سره یې تړاو درلود. هغوی تصور کاوه چې د اخرت د یوې سترې جګړې وخت رارسېدلی او د حق پر باطل د بریا لپاره د الهي وعدې د پوره کېدو شېبې را رسېدلې دي، او ډېر ژر به د عصر ستر طاغوت، امریکا، د توحید د ځواکونو پر وړاندې په ګونډو شي او هغوی به په بېلابېلو خاورو کې د نړیوال جهاديزم د بریا شپېلۍ وغږوي او د وروستۍ فتحې پر لور به خپل حرکت پیل کړي.

خو د طالبانو هغه مشران او قوماندانان چې واقع‌بین وو او دې رجزخوانۍ یې وېرې نه شوای له منځه وړلای، په پټه لاس‌وپښې وهل چې د پاکستان د استخباراتو، د انګلیستان د استخباراتو او د خپلو نورو لابي‌کوونکو د چینلونو له لارې له سي ای اې سره معاملې ته داخل شي او ځانونه له هغې ویجاړوونکې بلا څخه وژغوري. دا هڅې ان د ملا عمر تر مرستیال اختر محمد عثماني پورې هم رسېدلې وې، او لکه څنګه چې رابرت ګرینییر په خپل کتاب «کندهار ته تر اتیاوو ورځو» کې لیکلي دي، هغه او د ډلې یو شمېر نورو مشرانو، په دې باور چې له امریکا سره مقابله بې‌ګټې ده او په دې جګړه کې یې په شرموونکې ماتې یقین درلود، څو ځله د ملا عمر د ګوښه کولو او حتا د هغه د وژلو په اړه خبرې وکړې او یو شمېر هغو یې د دې کار لپاره چمتووالی هم نیوه.

خلک له هغه څه څخه چې د پردې شاته تېرېدل، خبر نه وو او یوازې یې د خبرونو سرلیکونه او د کارپوهانو شننې تعقیبولې. ډېرو وېره لرله چې هسې نه د طالبانو او امریکا ترمنځ د اسامه بن لادن د سپارلو په اړه کومه هوکړه وشي، امریکایان د دې ډلې د واکمنۍ دوام ومني او هغه توره ورځ چې د پای ته رسېدو یې هیله پیدا شوې وه، په یوه دایمي وضعیت بدله شي.

په هغو ورځو کې به چې په کندهار کې د ملایانو د راټولېدو او په دې اړه د هغوی د مشورو په هکله هر خبر خپرېده، د خلکو ویره او اندېښنه دوه برابره کېده او هر هغه راپور چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د هوکړې د نه کېدو په اړه خپرېده، بیا به یې د ټولنې په رګونو کې د ژوند هیله تازه کوله.

دغو اندېښنو او د دقیقو شمېرلو د ډېرو خلکو لپاره وخت تېری ټکنی کړی و.د دې درانه اضطراب او ګډوډۍ په منځ کې ناڅاپه د امریکا بم غورځوونکې الوتکې د افغانستان په اسمان کې راڅرګندې شوې او د طالبانو پر اډو یې د لومړنیو بمونو په غورځولو سره د میلیونونو انسانانو په کچه دې اندېښنې ته پای ورکړ. که دغه شېبې د طالبانو او د دې ډلې د پلویانو لپاره له تر ټولو ترخو او وېروونکو شېبو څخه وې او د ترلاسه شوي قدرت او شتمنۍ سره د خدای پامانۍ شیبې بلل کېدې، خو د هېواد د نورو میلیونونو وګړو لپاره، په ځانګړې توګه په هغو ولایتونو کې چې د جګړې او وژنو ډېرې خاطرې یې لرلې، د بیا زېږېدنې د زېري په څېر وې. د ډېرو خلکو لپاره، دغو چاودنو د یوه خوب پای او یوه بل سبا د سترګو پرانیستلو معنا لرله؛ داسې سبا چې نجونو کولای شوای ښوونځيو ته ولاړې شي، ښځو کولای شوای دندې ته حاضرې شي، ځوانان کولای شي له سپکاوي ، شکنجې او وېرې پرته سلمانیو ته ولاړ شي، دوکانداران د خپلې خوښې موسیقۍ واورېدلی شي، ماموران په رسمي یونیفورم کې ادارو ته حاضر شي، او په همدې ډول زرګونه نورې خوږې هیلې.

په داسې وضعیت کې، د هغو کسانو لپاره چې د ټولنو وضعیت ته تحلیلي نظر لري، دا پوښتنه راولاړه شوې وه چې استبدادي واکمنۍ تر کومه حده منفورې وي او خپل ملتونه تر کومه حده تنګوي چې د بهرنیانو ویجاړوونکي بریدونه ورته د خوښۍ او زېري وړ وګرځي. ولې واکمنان له خپلو خلکو سره داسې چلند کوي چې هغوی د پردیو بمونو د چاودنو غږ د ازادۍ او خلاصون د موسیقۍ په څېر اوري؟ ولې مستبد واکمن خپل خلک له خپلو بشري حقونو بې‌برخې ساتي، څو ملتونه د بهرنیانو هرکلي لاسونه وپړکوي؟ ولې له بېلابېلو کورنیو ډلو سره هوکړې ته نه شي رسېدای، څو ځانونه له سقوط او نابودۍ وژغوري؟ ولې له پردیو استخباراتو سره په پټه خبرو ته کېني چې خپل مشران ووژني، خو له خپلو هم‌دینه او هم‌وطنو سره هوکړې ته نه شي رسېدای، څو د یوې خاورې ګډ برخلیک په ګډه او یو موټي تنظیم کړي؟ ایا دا به ښه نه وای او نه دي چې له پیل څخه له خلکو او د هغې خاورې له بېلابېلو قشرونو سره د تفاهم لاره غوره شوې وای، د هغوی خبرې اورېدل شوې وای او د ټولو خواوو د منلو وړ اساسي قانون پر بنسټ، د ټولو د غوښتنې مطابق یو نظام رامنځته شوی وای، او بیا هېواد په داسې تنګسه کې نه وای واقع شوی؟

اوس چې له هغې دورې څخه یوه نیمه پېړۍ تېره شوې ده، د هغو کسانو لپاره چې د هغو سختو ورځو او خونړیو بدلونونو روښانه درک لري، د هېواد وضعیت لا هم تریخ او تیاره ښکاري او همغه سناریوګانې په بل ډول د تکرار وړ برېښي، او همغه پوښتنې لا هم د هغوی په ذهنونو کې راولاړېږي او پوښتي چې ولې مستبد واکمنان په داسې ناپوهۍ او لېونتوب اخته کېږي چې د عقلاني حکومتولۍ له څرګندو بدیهیاتو څخه یې د درک توان اخلي او داسې بن‌بست ته یې بیايي چې هم دوی خپله تباه کوي او هم یو هېواد بیا د تباهۍ په لومه کې اچولی شي.

د بشري حقونو بنسټونو له طالبانو د عبدالمتین حکیمي د سملاسي خوشې کېدو غوښتنه کړې

۱۵ تله ۱۴۰۵ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۹:۲۶ GMT+۱
100%

د بشري حقونو د مدافعانو د خوندیتوب څار بنسټ، د شکنجې ضد نړۍوال سازمان او د بشري حقونو نړۍوال فدراسیون په ګډون یوشمېر بنسټونو له طالبانو غوښتي، چې د ښځو او ماشومانو د حقونو مدافع عبدالمتین حکیمي سملاسي خوشې کړي.

د دغه بنسټونو د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۶کال د جولای په ۱۸مه د ښځو او ماشومانو د حقوقي څېړنو بنسټ شپږ کارکوونکي نیول شوي وو او له کورنیو او دوستانو سره یې د ځای او وضعیت په اړه معلومات هم نه‌وو شریک شوي.
دوی وايي، عبدالقادر حمیدي، سلطان علي رحیمي، حمید احمد صدیقي، احمد سایم حازم او بسم‌الله بهین د سپټمبر په ۲۲مه بېرته خوشې شوي؛ خو عبدالیمتین حکیمي طالبانو د بګرام زندان ته لېږدولی دی.
د راپور له مخې، د طالبانو استخباراتو د ۲۰۲۶کال د جون په ۲۱مه په کابل کې د یاد بنسټ پر دفتر چاپه وهلې، د کارکوونکو موبایلونه او کمپیوټرونه یې ضبط کړي، دفتر یې تړلی او د بنسټ د فعالیتونو په اړه یې پوښتنې کړې وې.
دغه بنسټونه وايي، د جولای په ۱۸مه یادو کارکوونکو ته ویل شوي وو چې دفتر ته ولاړ شي او ضبط شوي وسایل بېرته ترلاسه کړي؛ خو هلته د طالبانو استخباراتو هغوی ونیول. د راپور له مخې، د دغه کسانو کورنیو ته د هغوی د ځای، روغتیايي وضعیت او د نیولو د قانوني لامل په اړه هېڅ معلومات نه وو ورکړل شوي.
د دوی له‌خوا په خپره شوې ګډه خبرپاڼه کې راغلي، چې د قانوني خوندیتوب د نشتوالي له امله د شکنجې او ناوړه چلند د ګواښ په اړه هم جدي اندېښنې شته. دغه بنسټونو ویلي، د ښځو او ماشومانو د حقونو لپاره د یادې ادارې فعالیتونه د طالبانو د چارواکو له لوري د فشار هدف ګرځېدلي دي.
د راپور له مخې، دغه نیونې داسې مهال شوې چې په افغانستان کې د مدني ټولنې او بشري حقونو د فعالانو لپاره فضا لا محدوده شوې ده. خبرپاڼه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي وروستي راپور ته اشاره کوي، چې په کې د بیان ازادۍ، د مدني ټولنې او د بشري حقونو د مدافعانو پر وړاندې د محدودیتونو د زیاتېدو یادونه شوې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي، د نجونو پر زده‌کړو بندیز، د ښځو پر لوړو زده‌کړو محدودیتونه او د ښځو پر وړاندې نور محدودوونکي اقدامات د تبعیض او محرومیت سیسټماټیکه بڼه ښیي.
د بشري حقونو بنسټونو په وینا، دغه محدودیتونو پر ماشومانو هم اغېز کړی او د لید او اورېدو له ستونزو سره د مخ ماشومانو لپاره ځینې ځانګړي ښوونیز مرکزونه تړل شوي یا یې فعالیتونه محدود شوي دي.
یادو بنسټونو ټینګار کړی، چې افغانستان لاهم د بشري حقونو د نړۍوالو تړونونو، د شکنجې ضد کنوانسیون، د ښځو پر وړاندې د تبعیض د له‌منځه وړلو کنوانسیون او د ماشومانو د حقونو کنوانسیون له مکلفیتونو سره تړلی دی.
دوی له طالبانو غوښتي، چې عبدالمتین حکیمي سملاسي خوشې کړي، د نیولو قانوني لامل روښانه کړي او د دغه نیونو او جبري ورک ساتلو په اړه خپلواکې او بې‌پرې پلټنې ترسره کړي.
دغه بنسټونه همداراز له طالبانو غواړي، چې د بشري حقونو مدافعانو، مدني ټولنو او په ځانګړي ډول د ښځو او ماشومانو د حقونو ملاتړو بنسټونو ته اجازه ورکړي چې خپلې قانوني او مسلکي دندې په خوندي فضا کې ترسره کړي.

۲۵کاله وړاندې د اکتوبر ۷مه؛ پر کندهار د امریکا د برید شپه

۱۵ تله ۱۴۰۵ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۸:۵۵ GMT+۱
100%

د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر پر اوومه د شپې شاوخوا نهه نیمې بجې وې چې د کندهار هوايي ډګر پر لور او ښار ته نږدې د چاودنو غږونه واورېدل شول. د ښار اوسېدونکو له څو اونیو راهیسې د امریکا د احتمالي بمبارۍ اوازې اورېدلې وې.

حاجي امین الله، چې د بمباریو پرمهال په کندهار ښار کې و، وايي، « فکر کوم د مرستو ګودامونه یې ووېشتل او بل برید د ملا صاحب په سرای وشو».

د کندهار ښار د اوسېدونکو په وینا، په همدې شپه د کندهار هوايي ډګر او د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر پر استوګنځي هم بریدونه وشول.

خلک نه پوهېدل چې بل برید به چېرته وي. د لومړي برید پر مهال د کندهار د برېښنا شبکه هم له ستونزو سره مخ شوه او ښار تیاره شو.

100%
کندهار هوايي‌ ډګر

د امریکا بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د امریکا او بریتانیا دغه لومړني بریدونه یوازې په یوه ښار پورې محدود نه وو. د امریکا پوځي الوتکو اوږد واټنه او کروز توغندیو د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې شاوخوا ۳۰ هدفونه وویشتل. په دغو هدفونو کې هوايي ډګرونه، د هوايي دفاع سیستمونه، د القاعدې روزنیز کمپونه او د طالبانو پوځي مرکزونه شامل وو.

د امریکا د پوځ په رسمي یاداښتونو کې راغلي چې د جلال‌اباد شاوخوا د القاعدې روزنیز کمپونه د لومړۍ شپې له تر ټولو درنو بریدونو سره مخ شول.

د امریکا ولسمشر جورج ډبلیو بوش په همدغه شپه په سپينه ماڼۍ کې د یوې ځانګړې وینا پر مهال اعلان وکړ چې د امریکا پوځ په افغانستان کې د القاعدې پر روزنیزو کمپونو او د طالبانو د رژیم پر پوځي تاسیساتو بریدونه پیل کړي دي. واشنګټن ویل چې له طالبانو یې د القاعدې د مشر اسامه بن لادن د سپارلو، د ترهګرو روزنیزو کمپونو د تړلو او د بهرنیو بندیانو د خوشې کولو غوښتنې کړې وې، خو د امریکا په وینا دغه غوښتنې ونه منل شوې.

امریکا دغه پوځي عملیاتو ته د «تلپاتې ازادۍ» نوم ورکړی و.

100%

افغانستان انټرنشنل- پښتو د جورج ډبلیو بوش د همغې وینا ځينې برخو ته اشاره کوي. بوش خپله وینا په همدې ټکو پیل کړه: «زما په امر، د امریکا پوځ په افغانستان کې د القاعدې پر ترهګریزو روزنیزو کمپونو او د طالبانو د رژیم پر پوځي تاسیساتو بریدونه پیل کړي دي. دا په دقت سره ټاکل شوي بریدونه د دې لپاره دي چې افغانستان د ترهګرو د عملیاتو د اډې په توګه د کارولو مخه ونیسي او د طالبانو د رژیم پوځي وړتیاوې په نښه کړي. په دې عملیاتو کې زموږ ټینګ ملګری لویه بریتانیا له موږ سره یوځای ده. زموږ نورو نږدې ملګرو، لکه کاناډا، استرالیا، جرمني او فرانسې هم ژمنه کړې چې د عملیاتو له پراختیا سره به خپل ځواکونه ورسره یوځای کړي. له ۴۰ څخه ډېرو هېوادونو په منځني ختیځ، افریقا، اروپا او ټوله اسیا کې د امریکا الوتکو ته د خپل هوايي حریم د کارولو یا د ښکته کېدو اجازه ورکړې ده. ډېرو نورو هېوادونو استخباراتي معلومات هم راسره شریک کړي دي».

د واشنګټن پوسټ د راپور له مخې؛ په کندهار کې د امریکا او بریتانیا د بریدونو دویمه څپه د طالبانو پر پوځي مرکزونو تر سره شوه.

100%

د کندهار یو بل اوسېدونکی قاري عبدالواسع د هغه شپې کیسه داسې کوي:«کله چې په کندهار کې د امریکا لومړی برید وشو، خلک ډېر وېرېدل. په ښار کې سخته وېره خپره شوه. ډېرو خلکو خپل کورونه پرېښودل او هڅه یې کوله چې ځانونه له ښار څخه وباسي. خلک نه پوهېدل چې بل برید به چېرته وي او د امریکا هدف به څه وي.»

د هغه په خبره، د لومړنیو چاودنو له غږونو سره د ښار د خلکو عادي ژوند په یوه شېبه کې ګډوډ شو.

حاجي عبدالروف هم د هم هغه شپې یادونه کوي او وايي، کله چې د امریکا الوتکو بریدونه پیل کړل، په ډېرو کورونو کې خلکو له وېرې څراغونه مړه کړل، ځکه خلک اندېښمن وو چې ښايي د کورونو څراغونه د الوتکو پام ځان ته واړوي او بمبار پرې وشي.

د هغه په وینا، هغه شپه د کندهار د خلکو لپاره د سختې وېرې او نامعلوم برخلیک شپه وه.

100%

ولې کندهار د امریکا لپاره دومره مهم و؟

د ۲۰۰۱ کال پر مهال کندهار د طالبانو اصلي مرکز او د هغوی معنوي پلازمېنه بلل کېده. د طالبانو مشر ملا محمد عمر او ډېرو طالب مشرانو خپلې چاري له همدې سیمې رهبري کولې. د ګارډڼ د راپور له مخې، د ښار په شاوخوا کې د طالبانو د مشرتابه مهم مرکزونه او د القاعدې له شبکې سره تړلي مهم تاسیسات هم د کندهار په سیمه کې موجود وو.

له همدې امله د کندهار په بمبارولو امریکا د طالبانو د سیاسي، پوځي او رهبري مرکز کمزوری کول غوښتل.

د اکتوبر د اوومې د لومړنیو بریدونو د ټولو هدفونو لپاره د تلفاتو په اړه بېلابېل راپورونه خپاره شول، خو د کندهار د لومړۍ شپې د بریدونو لپاره کره او خپلواک شمېر نشته.

په کندهار کې د جګړې په لومړیو اونیو کې ملکي تلفات ثبت شول. د امریکا د بمبارۍ پر مهال د کندهار له ښار ختیځ لوري د دامان ولسوالۍ په سیمه کې د یوه برید له امله د دوو کورنیو ۲۶ غړي وژل شوي وو. واشنګټن پوسټ هغه مهال دا پېښه د جګړې له مهمو ملکي تلفاتو څخه بللې وه.

100%

لنډ پوځي عملیات څنګه په شل کلنه جګړه بدل شول؟

واشنګټن القاعده د سپټمبر د ۱۱مې بریدونو مسوله وبلله او غوښتل یې چې اسامه بن لادن او د القاعدې مشران ونیول شي. امریکا همداراز طالبان د القاعدې د مشرانو او روزنیزو کمپونو د کوربه‌توب له امله هدف وګرځول.

بوش په خپله وینا کې وویل چې طالبانو ته یې غوښتنې وړاندې کړې وې، خو د امریکا په وینا طالبان د دغو غوښتنو په منلو کې پاتې راغلل. له همدې وروسته د «تلپاتې ازادۍ» په نوم پوځي عملیات پیل شول.

د طالبانو لومړني رژیم د ۲۰۰۱ کال په وروستیو کې سقوط وکړ، خو طالبان له منځه نه لاړل. هغوی په پاکستان کې بیا منظم شول او د چریکي جګړې له لارې یې پر نوي افغان حکومت، امریکايي او ناټو ځواکونو بریدونه پیل کړل.

کندهار هم د دې اوږدې جګړې له مهمو میدانونو څخه پاتې شو. د طالبانو له رژیم وروسته د کندهار د نیولو او ساتلو لپاره د امریکا، ناټو او افغان ځواکونو حضور پراخ شو.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت د راپورونو له مخې، د ۲۰۰۱ کال په ډسمبر کې کندهار، چې د طالبانو وروستی لوی مرکز پاتې و د پرله‌ پسې بمبارۍ او د طالبانو ضد افغان ځواکونو د ځمکنیو عملیاتو تر فشار لاندې سقوط وکړ خو د طالبانو مشر ملا محمد عمر وتوانېد چې له سیمې ووځي.

د امریکا د راپور له مخي، جګړه یوازي‌ د طالبانو او امریکايي ځواکونو ترمنځ پاتې نه شوه، بلکې د افغان حکومت د جوړولو، د امنیتي ځواکونو د روزنې، د طالبانو د بغاوت، القاعدې او وروسته د داعش د فعالیتونو او د افغانستان د سیاسي راتلونکي پر سر په یوه اوږده شخړه بدله شوه.

همدا لامل و، چې د ۲۰۰۱ کال لنډ پوځي عملیات په شل کلنه جګړه بدل شول.

په همدې جګړه کې په زرګونه ملکي‌کسان، پوځيان، مخالفین او بهرني ځواکونه ووژل شول، ټپيان شول او ډېری معلول شوي دي.

100%

د شل کلنې جګړې پای

د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر اوومې شپې په اړه د کندهار د اوسېدونکو روایتونه ښيي چې د جګړې لومړنۍ اغېزه یوازې پر پوځي هدفونو نه وه. وېره، د کورونو پرېښودل، د شپې د څراغونو مړه کول او د نامعلوم راتلونکي اندېښنه هم د خلکو د ژوند برخه شوه.

څو اونۍ وروسته کندهار د طالبانو د وروستي ستر مرکز په توګه د جګړې اصلي میدان شو او د ۲۰۰۱ کال په ډسمبر کې د طالبانو له لاسه ووت. د دغه اوسېدونکو په خبره، هغه شپه چې د کندهار پر اسمان لومړنۍ امریکايي الوتکې راښکاره شوې، د افغانستان د یوې بلې اوږدې جګړې پیل و. جګړه چې نږدې شل کاله وروسته د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د امریکايي او ناټو ځواکونو په وتلو پای ته ورسېده.

100%
وروستی امریکایي سرتېری د افغانستان څخه د وتلو پر مهال

راپور؛ ښایي کابل تر ۲۰۳۰کال پورې د اوبو له سخت ناورين سره مخ شي

۱۵ تله ۱۴۰۵ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۸:۲۴ GMT+۱
100%

سي‌اېن‌اېن په یوه ځانګړي راپور کې ویلي، د افغانستان پلازمېنه کابل ښايي تر ۲۰۳۰کال پورې د اوبو له داسې ناورین سره مخ شي چې د ښار ګڼې برخې د څښاک اوبو له جدي کمښت سره مخامخ کړي. خو د راپور له مخې، د کابل یوشمېر اوسېدونکي لا له وړاندې د اوبو له نشتوالي سره مخ دي.

راپور د شازیې په نوم د یوې ښځې کیسه بیانوي، چې د کابل په خیرخانه سیمه کې ژوند کوي. د هغې په کور کې د اوبو نلونه وچ دي او له ټانکرونو د اوبو د پېرلو وس هم نه‌لري. د راپور له مخې، شازیه هره ورځ له خپلو ماشومانو سره نږدې جومات ته ځي، ساعتونه د اوبو لپاره انتظار باسي او بیا د اوبو ډک لوښي بېرته کور ته وړي.
راپور کاږي، کابل د هندوکش د غرونو په لمنه کې پروت دی او د ښار ډېره برخه اوبه د ځمکې لاندې زېرمو څخه ترلاسه کېږي. شاوخوا ۸۰ سلنه اوسېدونکي په همدې سرچینو تکیه لري، په داسې حال کې چې یوازې پنځمه برخه خلک د نلونو له شبکې اوبه ترلاسه کوي. د راپور له مخې، په تېرو لسو کلونو کې د کابل د ځمکې لاندې اوبو کچه نږدې ۱۰۰ فوټه راټیټه شوې ده.
راپور زیاتوي، چې اوس له ځمکې څخه د اوبو اېستل د هغې د طبیعي بیارغېدو تر کچې ډېر شوي او د اوبو کلنی کسر تر ۱.۵۵ میلیارد مکعب فوټو اوښتی دی. د راپور له مخې، د کابل نږدې نیمایي ژورې څاګانې وچې شوې دي او په ډېرو سیمو کې خلک له جدي ستونزو سره مخامخ دي.
کارپوه نجیب‌الله سدید ویلي، دا یوازې لنډمهاله ناورین نه بلکې د «اوبو افلاس» دی؛ ځکه د اوبو هغه سرچینې چې له‌منځه ځي، بېرته په اسانۍ نه شي راژوندي کېدای.
راپور کاږي، د کابل نفوس له ۲۰۰۱کال راهیسې له یو مېلیون څخه شاوخوا شپږو مېلیونو ته لوړ شوی دی. د نفوس زیاتوالی، ښاري پراختیا او له ایران او پاکستان نه د افغان کډوالو ستنېدل د اوبو پر سرچینو فشار نور هم زیات کړی دی.
د راپور له مخې، یوشمېر کورنۍ اوس د شخصي شرکتونو له اوبو ګټه اخلي او هره ورځ د اوبو لپاره د خپل عاید لویه برخه مصرفوي. اسدالله احمدي چې د اووه کسیزې کورنۍ سرپرست دی ویلي، د دوو کلونو راهیسې هره ورځ لږترلږه ۱۵۰ افغانۍ د اوبو لپاره ورکوي.
راپور زیاتوي، چې په ځینو سیمو کې تر ۸۰ سلنه پورې د ځمکې لاندې اوبه د فاضله اوبو او ځینو طبیعي زیانمنو موادو له امله ککړې شوې دي. د اوبو متخصص جلال ناصر فقیر یار ویلي، د اوبو ککړتیا د کابل د اوبو له ناورين سره یو بل پټ ګواښ دی.
راپور وايي، د ستونزې د حل لپاره د شاه‌توت بند او د پنجشېر سیند څخه کابل ته د اوبو د لېږد پروژه تر بحث لاندې ده. د شاه‌توت بند پروژه کولای شي څه باندې دوه مېلیونه کسانو ته اوبه برابرې کړي؛ خو د ۲۰۲۱کال له سیاسي بدلون وروسته یې چارې درېدلې دي.
د پنجشېر له سیند څخه کابل ته د ۱۲۴ میله اوږدې نل‌لیکې پروژه هم تراوسه د سروې او ډیزاین په پړاو کې ده.
د طالبانو د انرژۍ او اوبو وزارت ویاند مطیع‌الله عابد ویلي، حکومت د بندونو پر جوړولو، د ځمکې لاندې اوبو پر تغذیه او د اوبو د مدیریت پر پروګرامونو کار کوي؛ خو دغه ډول پروژې وخت او مالي سرچینو ته اړتیا لري.
د راپور په ټکو، که د اوبو د کمښت ستونزې ته جدي پاملرنه ونه شي، کابل ښايي د جګړو او بې‌ثباتۍ ترڅنګ د اوبو د نشتوالي له امله هم د پراخ بشري ناورین شاهد شي. د کابل یوه اوسېدونکي سعیداغا ویلي: «کلونه وړاندې موږ له بمونو او راکټونو تښتېدو، اوس ښايي د اوبو د نشتوالي له امله خپل کورونه پرېږدو».