۲۵ کاله وړاندې، چې په افغانستان کې پر طالبانو د امریکا برید پیل شو، له تناقضونو ډک وضعیت و. تناقض له دې اړخه و چې هغه خلک چې د پردیو ضد په نوم مشهور وو او د شلمې پېړۍ په پیل او پای کې یې د دوو زبرځواکونو د ماتولو سابقه لرله، پر خپلې خاورې د یوه پردي هېواد له بریده خوښ وو.
په ځینو ښارونو کې دغه خوښي تر نڅا او اتڼ پورې رسېدلې وه او یو شمېر خلکو به چې د طالبانو پر اډو یې د هر برید غږ اورېده، شور او هلهله جوړوله او په ځانګړې توګه ځوانانو به نڅا کوله او ډېرو به یو بل ته مبارکي ورکوله؛ د یوه تور او تیاره پړاو د پای مبارکي.
څرګنده وه چې دا ډول شور او خوښي نه د پردیپالنې له امله وه او نه هم د بهرنیانو د برید له کبله، بلکې د دې لپاره وه چې د خلاصون پر لور یوه کړکۍ پرانیستل کېده. د طالبانو ځپونکې واکمني د دې ډلې د لومړۍ واکمنۍ په پنځه یا شپږو کلونو کې هېواد په یوه لوی زندان بدل کړی و چې په راتلونکي افق کې یې هېڅ هیله نه ښکارېده. په لویو ښارونو، په ځانګړې توګه د پلازمېنې په مرکز کې، د سوالګرو کتار د سړک له یوه سره تر بل سره پورې غځېدلی و. په عامه تمځایونو، د ترانسپورټ په ترمینلونو او هر هغه ځای کې چې به خلک راټولېدل، د وږو کسانو لښکر به ورمات شو. ښوونځي په بېځانه ارواوو بدل شوي وو او ماتې دروازې او کړکۍ او بېروحه ودانۍ د مړو له سکلېټونو سره ورته شوې وې. دولتي ادارو یوازې په نوم وې. روغتونونه د هر ډول لومړنیو امکاناتو له نشتوالي کړېدل. بېکاري د ټولنې له سر او اوږو پورته وه، او ناهیلي د هېواد تر ګوټ ګوټ پورې سیوري غوړولي وو. داسې انګېرل کېده چې دا د تاریخ رټلو خلکو خاوره ده؛ داسې ځای چې د مسلمان او نامسلمان دواړو له سترګو لوېدلی او ژوند او مرګ یې د هېچا لپاره مهم نه دی. ګواکې یو ملت یوې پرېښودل شوې او له ساه لوېدلې ټاپو ته تبعید شوی وي، څو د خپل ژوند وروستۍ ورځې په انزوا کې تېرې کړي.
په داسې مړه او بېجانه فضا کې د سپټمبر د یوولسمې پېښه رامنځته شوه او له ځان سره یې د افغانستان او سیمې په اړه د خبرونو او شننو یو سیلاب راوړ او بېلابېلې سناریوګانې هم مطرح شوې چې د دې وضعیت لپاره تصور کېدای شوې. خلکو به هره شېبه راډیوګانو ته پناه وړله او په ټول وجود به یې د خبریالانو غږ ته غوږ نیوه؛ په اروپا او امریکا کې د قدرت په مرکزونو کې د نړۍ د مشرانو له خبرونو نیولې، د ګاونډیو هېوادونو تر خبرونو او د طالبانو د مخالفو ډلو تر خوځښتونو او د هېواد د هغوی له منګولو څخه د بېرته نیولو تر چمتووالي پورې.
خلکو به له وېرې او هیلې، او کله ناکله له شور او احساساتو سره، دې خبرونو ته غوږ نیوه او د هغو په منځ کې به یې داسې راپورونه او شننې لټولې چې د دې پړاو د پای او د یوه بل پړاو د پیل زېری ورکړي. په همدې تاریخي بستر کې و چې د طالبانو پر اډو د امریکا برید پیل شو او ورسره هممهاله د هغوی د ځواکونو او جنګیالیو پر اندامونو لړزه راغله. ښايي یوازې هغه کسان چې لا یې د وضعیت پر دوام باور درلود او د جګړې دوام ته یې فکر کاوه، د القاعدې بهرني غړي او د طالبانو هغه لږ شمېر کسان وو چې له جهادي سلفیت سره یې تړاو درلود. هغوی تصور کاوه چې د اخرت د یوې سترې جګړې وخت رارسېدلی او د حق پر باطل د بریا لپاره د الهي وعدې د پوره کېدو شېبې را رسېدلې دي، او ډېر ژر به د عصر ستر طاغوت، امریکا، د توحید د ځواکونو پر وړاندې په ګونډو شي او هغوی به په بېلابېلو خاورو کې د نړیوال جهاديزم د بریا شپېلۍ وغږوي او د وروستۍ فتحې پر لور به خپل حرکت پیل کړي.
خو د طالبانو هغه مشران او قوماندانان چې واقعبین وو او دې رجزخوانۍ یې وېرې نه شوای له منځه وړلای، په پټه لاسوپښې وهل چې د پاکستان د استخباراتو، د انګلیستان د استخباراتو او د خپلو نورو لابيکوونکو د چینلونو له لارې له سي ای اې سره معاملې ته داخل شي او ځانونه له هغې ویجاړوونکې بلا څخه وژغوري. دا هڅې ان د ملا عمر تر مرستیال اختر محمد عثماني پورې هم رسېدلې وې، او لکه څنګه چې رابرت ګرینییر په خپل کتاب «کندهار ته تر اتیاوو ورځو» کې لیکلي دي، هغه او د ډلې یو شمېر نورو مشرانو، په دې باور چې له امریکا سره مقابله بېګټې ده او په دې جګړه کې یې په شرموونکې ماتې یقین درلود، څو ځله د ملا عمر د ګوښه کولو او حتا د هغه د وژلو په اړه خبرې وکړې او یو شمېر هغو یې د دې کار لپاره چمتووالی هم نیوه.
خلک له هغه څه څخه چې د پردې شاته تېرېدل، خبر نه وو او یوازې یې د خبرونو سرلیکونه او د کارپوهانو شننې تعقیبولې. ډېرو وېره لرله چې هسې نه د طالبانو او امریکا ترمنځ د اسامه بن لادن د سپارلو په اړه کومه هوکړه وشي، امریکایان د دې ډلې د واکمنۍ دوام ومني او هغه توره ورځ چې د پای ته رسېدو یې هیله پیدا شوې وه، په یوه دایمي وضعیت بدله شي.
په هغو ورځو کې به چې په کندهار کې د ملایانو د راټولېدو او په دې اړه د هغوی د مشورو په هکله هر خبر خپرېده، د خلکو ویره او اندېښنه دوه برابره کېده او هر هغه راپور چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د هوکړې د نه کېدو په اړه خپرېده، بیا به یې د ټولنې په رګونو کې د ژوند هیله تازه کوله.
د ۲۰۰۱ کال پر مهال کندهار د طالبانو اصلي مرکز او د هغوی معنوي پلازمېنه بلل کېده. د طالبانو مشر ملا محمد عمر او ډېرو طالب مشرانو خپلې چاري له همدې سیمې رهبري کولې. د ګارډڼ د راپور له مخې، د ښار په شاوخوا کې د طالبانو د مشرتابه مهم مرکزونه او د القاعدې له شبکې سره تړلي مهم تاسیسات هم د کندهار په سیمه کې موجود وو.
له همدې امله د کندهار په بمبارولو امریکا د طالبانو د سیاسي، پوځي او رهبري مرکز کمزوری کول غوښتل.
د طالبانو لومړني رژیم د ۲۰۰۱ کال په وروستیو کې سقوط وکړ، خو طالبان له منځه نه لاړل. هغوی په پاکستان کې بیا منظم شول او د چریکي جګړې له لارې یې پر نوي افغان حکومت، امریکايي او ناټو ځواکونو بریدونه پیل کړل.
کندهار هم د دې اوږدې جګړې له مهمو میدانونو څخه پاتې شو. د طالبانو له رژیم وروسته د کندهار د نیولو او ساتلو لپاره د امریکا، ناټو او افغان ځواکونو حضور پراخ شو.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت د راپورونو له مخې، د ۲۰۰۱ کال په ډسمبر کې کندهار، چې د طالبانو وروستی لوی مرکز پاتې و د پرله پسې بمبارۍ او د طالبانو ضد افغان ځواکونو د ځمکنیو عملیاتو تر فشار لاندې سقوط وکړ خو د طالبانو مشر ملا محمد عمر وتوانېد چې له سیمې ووځي.
د امریکا د راپور له مخي، جګړه یوازي د طالبانو او امریکايي ځواکونو ترمنځ پاتې نه شوه، بلکې د افغان حکومت د جوړولو، د امنیتي ځواکونو د روزنې، د طالبانو د بغاوت، القاعدې او وروسته د داعش د فعالیتونو او د افغانستان د سیاسي راتلونکي پر سر په یوه اوږده شخړه بدله شوه.
د پيبياېس نیوز په یوه راپور کې راغلي، چې له ایران او پاکستان نه د مېلیونونه افغان کډوالو بېرته ستنېدل د افغانستان پر روان کمزوري اقتصاد او بشري وضعیت دروند فشار راوستی او ګڼې کورنۍ له بېوزلۍ، بېکارۍ او ناروښانه برخلیک سره مخامخ دي.
راپور د امیر په نوم د یوه افغان کډوال کیسه را اخلي، چې په جبري توګه له ایران نه اېستل شوی او له خپلې خور او د هغې له ماشومانو سره بېرته افغانستان ته ستون شوی دی. امیر ویلي: «زه په خپله خوښه افغانستان ته نه یم راغلی. دلته نه کور لرم، نه کار او نه هم د ژوند کومه وسیله». د راپور له مخې، امیر شل کاله په ایران کې ژوند کړی و او د ورځنۍ لاسباړې له لارې یې د خپلې کورنۍ لګښتونه برابرول؛ خو د ایران د اقتصادي ستونزو او د کډوالو پر ضد د سختو اقداماتو له امله ونیول شو او بېرته افغانستان ته واستول شو. هغه وایي، اوس یې تر ټولو لویه اندېښنه دا ده چې له کومه به د ژوند لګښتونه برابر کړي. راپور کاږي، د ایران لهخوا اېستل شوي ډېری افغانان هغه ځوانان دي چې د افغانستان له ناوړه اقتصادي وضعیت څخه د خلاصون لپاره ایران ته تللي وو. د وکیل په نوم یو بل افغان ویلي، چې له خپلو ملګرو سره د قاچاق کوونکو په مرسته ایران ته روان و؛ خو تر پولې د اوښتو لږ وروسته ونیول شول. هغه ادعا کړې، چې ایراني امنیتي ځواکونو دوی وهلي، تر لمر لاندې یې درولي او وروسته یې بېرته افغانستان ته ستانه کړي دي. د راپور له مخې، وکیل او د هغه ملګري ټپیان شوي او ادعا کوي چې د هغوی پیسې او نور شخصي توکي هم ترې اخیستل شوي دي. وکیل ویلي: «مېلیونونه ځوانان د بېوزلۍ له امله پولو ته ځي. دوی د یوې مړۍ ډوډۍ لپاره خپل ژوند له ګواښ سره مخ کوي». راپور زیاتوي، چې د نړۍوالو مرستو کمښت د راستنېدونکو وضعیت نور هم ستونزمن کړی دی. د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې بودجه چې په ۲۰۲۲کال کې ۲۴۰ مېلیون ډالره وه، سږکال یو پر درېیمه راکمه شوې ده. د راپور له مخې، پخوا هر راستنېدونکی کس ۳۵۰ ډالر نغدي مرسته ترلاسه کوله؛ خو اوس یوې بشپړې کورنۍ ته یوازې ۱۷۰ ډالر ورکول کېږي. راپور وايي، په ځینو سرحدي سیمو کې افغانان د ایران له پولې د اوښتو پرمهال د ډزو له ګواښ سره هم مخ دي. د احمد په نوم یو ځوان ویلي، چې د ایران پولې ته نږدې د ډزو پرمهال ټپي شوی و؛ خو یو وار بیا غواړي ایران ته د تګ هڅه وکړي. هغه ویلي: «زه بله لار نهلرم. دلته ډوډۍ نهشته، کار نهشته. مجبور یم بېرته لاړ شم». راپور زیاتوي، د هېواد په ختیځ کې له پاکستان نه د افغانانو ستنېدل هم په چټکۍ روان دي. د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، په تېرو درېیو کلونو کې تر شپږ مېلیونه ډېر افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شوي او یوازې سږکال ۶۰۰زره کسان د پاکستان له لارې هېواد ته داخل شوي دي. د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې یوه چارواکي چارلي ګوډلېک ویلي، راستنېدونکي په ډېرو سختو شرایطو کې ژوند کوي، په خېمو کې اوسېږي او د راتلونکي په اړه له جدي اندېښنو سره مخ دي. په راپور کې د جمیلې په نوم د یوې ښځې کیسه هم راغلې، چې له خپلو نهو ماشومانو سره له پاکستان نه اېستل شوې ده. هغې ویلي، چې په میاشتو میاشتو یې له پولیسو ځان پټاوه او د پاکستاني پولیسو له چاپو او نیولو یې وېره درلوده. د هغې په وینا، پولیسو به افغان کورنیو ته ویل که له هېواده ونه وځي، کورونه او شتمنۍ به یې وسوځول شي. جمیلې ویلي: «پخوا مو ژوند ښه و او خپل کور مو درلود؛ خو اوس هېڅ نهلرو». راپور همداراز د لیلا او د هغې د لوڼو وضعیت بیانوي، چې په جبري توګه له پاکستان نه افغانستان ته ستنې کړای شوې دي. د لیلا ۱۴ کلنه لور مریم وایي، غوښتل یې زدهکړې وکړي او ډاکټره شي؛ خو اوس نه ښوونځی لري او نه معلومه ده چې راتلونکی به یې څنګه وي. مریم ویلي: «غواړم ښوونځي ته ولاړه شم او ښه ژوند ولرم؛ خو اوس نه کور لرو او نه د اوسېدو ځای». د «پيبياېس نیوز» د راپور له مخې، د روان کال تر پایه ښايي دوه مېلیونه نور افغانان هم بېرته هېواد ته ستانه شي. راپور کې راغلي، چې راستنېدونکي افغانان د لوږې، بېکارۍ او د سرپناه له سختو ستونزو سره مخ دي او ډېری یې نه پوهېږي چې په افغانستان کې به خپل ژوند څنګه له سره پیل کړي.