• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
روغتیا او ژوند

د روغتیا نړۍوال سازمان: روان کال په افغانستان کې د ګوزڼ ۳۵ مثبتې پېښې ثبت شوې دي

۱۵ تله ۱۴۰۵ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۵:۱۹ GMT+۱

د روغتیا نړۍوال سازمان په خپل تازه راپور کې ویلي، افغانستان په ۲۰۲۶کال کې د ماشومانو د ګوزڼ (پولیو) د مثبتو پېښو له پلوه د نړۍ تر ټولو ډېر اغېزمن هېواد پاتې شوی دی. د راپور له مخې، تراوسه په افغانستان کې د ګوزڼ ۳۵ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

راپور زیاتوي، چې په پاکستان کې بیا پنځه پېښې ثبت شوې او د سیمې ټولې ۴۰ مثبتې پېښې یوازې همدغه دوو هېوادونو پورې تړاو لري. راپور کاږي، په افغانستان کې وروستۍ مثبته پېښه د ۲۰۲۶کال د اګست په ۳۱مه ثبت شوې ده.
د روغتیا نړۍوال سازمان د معلوماتو له مخې، د روان کال د ۳۵ مثبتو پېښو شمېر د ۲۰۲۵کال پرتله د پام وړ زیاتوالی ښيي؛ ځکه تېرکال په افغانستان کې ۲۱ مثبتې پېښې ثبت شوې وې.
راپور همداراز څرګندوي، چې په چاپېریالي نمونو کې هم په پراخه کچه د پولیو ویروس پېښې ثبت شوې دي. د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۶کال کې تراوسه د فاضله اوبو له ۹۱ چاپېریالي نمونو څخه د پولیو ویروس شتون تایید شوی دی.
په وروستي اوونیز راپور کې د هلمند ولایت د لښکرګاه ولسوالۍ یوه نوې چاپېریالي مثبته نمونه هم ثبت شوې، چې د اګست په ۲۴مه اخیستل شوې وه. د راپور له مخې، افغانستان او پاکستان لاهم د نړۍ هغه دوه هېوادونه دي چې په‌کې د پولیو ویروس لېږد نه دی درېدلی.
راپور کاږي، افغانستان د پولیو د څار پراخ سیستم لري او په روان کال کې تر ۵زره ډېر د ګوزڼ مشکوک موارد ارزول شوي دي؛ خو د ویروس دوامداره خپرېدا لاهم د ماشومانو روغتیا ته جدي ګواښ ګڼل کېږي.
د روغتیا نړۍوال سازمان او د پولیو نړۍوال شریکان د واکسیناسیون کمپاینونو پر دوام ټینګار کوي او خبرداری ورکوي، چې د پولیو ویروس لاهم ماشومان د ګوزڼ له ګواښ سره مخامخ ساتي.
د یادونې وړ ده، چې د خیبر پښتونخوا ایالت خیبر ولسوالۍ کې یوه تازه د ګوزڼ پېښه ثبت شوې او له دې سره په پاکستان کې د ګوزڼ مثبتو پېښو شمېر شپږو ته رسېدلی.

ډېر لیدل شوي

ایرانی چارواکی: لاهم له افغانستان نه ایران ته د نشه‌يي توکو سترې جوپې قاچاق کېږي
۱

ایرانی چارواکی: لاهم له افغانستان نه ایران ته د نشه‌يي توکو سترې جوپې قاچاق کېږي

۲
ځانګړی

د ایران او طالبانو یارانه؛ ستراتیژیک شراکت که له یو او بله ابزاري استفاده؟

۳

د جرمونو نړیوالې محکمې له لوري د نیولو حکمونه؛ څلور طالب چارواکي څوک او پر څه تورن دي؟

۴

د پاکستان استازي په افغانستان کې پر وسله والو د بریدونو د دوام خبر ور کړی

۵

د جرمونو نړیوالې محکمې د طالبانو د لوړو زده کړو او د پوهنې وزیرانو د نیولو حکم اعلان کړ

•
•
•

نور خبرونه

له مسکو ناستې یوه ورځ وروسته؛ لاوروف د طالبانو او پاکستان ترمنځ پر اختلافاتو اندېښنه ښودلې

۱۵ تله ۱۴۰۵ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۵:۱۹ GMT+۱
100%

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د سې‌شنبې په ورځ (د تلې ۱۴مه) د مسکو فارمټ ۸مې ناستې د ګډې اعلامیې د نه خپرېدو په اړه د طالبانو او پاکستان ترمنځ پر اختلافاتو اندېښنه څرګنده کړې.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر په مسکو کې د ختیځ تیمور د بهرنیو چارو له وزیر سره په ګډه خبري ناسته کې ټینګار کړی، چې د بیان د خپرولو او توپیرونو د ناکامۍ سره، سره دا باید په یوه تراژیدي بدله نه‌شي؛ ځکه د دغه ننګونو ریښې د وړاندوینې وړ وې.

د لاوروف په وینا، اوس‌مهال د طالبانو او پاکستان ترمنځ جدي کړکېچ لاهم پرځای دی چې اصلي لامل یې د داعش ډلې او د هغې د اړوندو څانګو حضور دی. هغه وویل، چې دغه ډلې په افغانستان او پاکستان کې بریدونه او ناامني رامنځته کوي.

لاوروف زیاته کړه، د دغه وضعیت تر ټولو مهم درس دا دی چې له سیمې بهر هېوادونه باید د دغه جیوپولیټیک چارو کې له لاسوهنې ډډه وکړي. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د داعش د رامنځته کېدو موضوع په تېر وخت کې پر عراق د امریکا له برید سره هم وتړله او ویې ویل، چې دغه ترهګریزه ډله وروسته د نړۍ نورو سیمو ته هم پراخه شوه.
هغه همداراز ادعا وکړه، چې په لیبیا کې د ناټو له مداخلې وروسته هم نوې ترهګرې ډلې رامنځته شوې دي. لاوروف د خپلو خبرو پر دوام ډاډ څرګند کړ، چې هم طالبان او هم پاکستان د خپلو اړیکو عادي کولو ته لېواله دي او مسکو هم د دغه بهیر ملاتړ کوي.

تر دې وړاندې د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف اعلان کړی و، چې د مسکو فارمټ ۸مه غونډه د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اختلافاتو له امله د ګډې اعلامیې له تصویب پرته پای ته ورسېده او مسکو په دې اړه خواشینې څرګنده کړه.

کابلوف څرګنده کړه، چې د ګډې اعلامیې د وروستي متن چمتو کولو پرمهال د طالبانو او پاکستان د پلاوو ترمنځ اختلاف رامنځته شو؛ ځکه طالبانو باور درلود چې د سږکال په متن کې افغانستان د «ترهګرۍ په برخه کې» له حده ډېر یاد شوی دی.

د نوموړي په وینا، د طالبانو دغه دریځ مسکو ته د حیرانتیا وړ و؛ ځکه د تېرکال د ناستې په وروستۍ اعلامیه کې هم ورته عبارتونه کارول شوي وو. خو طالبانو استدلال کاوه، چې د افغانستان او پاکستان د دوه‌اړخیزو اړیکو وضعیت له تېرکال راهیسې بدل شوی او له همدې امله د اعلامیې په سږني متن کې د دغه برخې شاملول نور ورته د منلو وړ نه‌دي.

سره له دې روسي چارواکو ټینګار کړی، چې د ګډې اعلامیې نه تصویبېدل به د مسکو فارمټ د فعالیت مخه ونه نیسي او دغه میکانیزم به د سیمه‌ییزې همکارۍ د همغږۍ لپاره د یوه چوکاټ په توګه خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.

د مسکو فارمټ ۸مه ناسته کې د روسیې، پاکستان، ایران، هند، چین، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ازبکستان ځانګړو استازو او چارواکو ګډون کړی و. بلاروس او مصر هم په دغه ناسته کې د مېلمنو په توګه ګډون کړی و.

راپور؛ د طالبانو نړۍوالې انزوا د مېلیونونه افغانانو پر ژوند مستقیم اغېز کړی

۱۵ تله ۱۴۰۵ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۴:۲۵ GMT+۱
100%

اېن‌پي‌ار رسنۍ په یوه راپور کې ویلي، د طالبانو له بیا واکمنېدو پنځه کاله وروسته لاهم کوم لوېدیځ هېواد د یادې ډلې حکومت په رسمیت نه‌دی پېژندلی او دغه وضعیت د افغانستان پر اقتصاد او د خلکو پر ژوند ژور اغېز کړی دی.

د راپور له مخې، کله چې طالبان په ۲۰۲۱کال کې واک ته ورسېدل، امریکا او نور لوېدیځ هېوادونه هیله‌من وو چې د سیاسي او اقتصادي فشارونو له لارې به طالبان خپلې تګلارې بدلې کړي؛ خو تر اوسه د نجونو د زده‌کړو او د ښځو د حقونو په ګډون د طالبانو په مهمو پالیسیو کې بدلون نه‌دی راغلی.
راپور د کالیفورنیا ایالت د کانګرس د افغان الاصله غړې عایشه وهاب وروستیو څرګندونو ته اشاره کړې چې ویلي یې و، امریکا باید له افغانستان سره ډیپلوماټیک تعامل ته دوام ورکړي که څه هم طالبان په واک کې دي.
د راپور له مخې، د امریکا پخوانی سفیر رونالډ نېومن باوري دی چې واشنګټن باید د ترهګرۍ ضد همکارۍ په څېر موضوعاتو کې له طالبانو سره د خبرو لاره پرانېستې وساتي. نوموړي ویلي: «تاسو کولای شئ ووایئ، چې زه مو په رسمیت نه پېژنم، خو درسره خبرې کوم».
راپور کاږي، تر اوسه یوازې روسیې د طالبانو حکومت په رسمیت پېژندلی؛ خو په کابل کې د چین، هند، سعودي عربستان او یوشمېر نورو هېوادونو ډیپلوماټیک ماموریتونه فعال دي.
د راپور له مخې، ځینې اروپايي هېوادونه هم د هغه افغانانو د بېرته ستنولو له امله له طالبانو سره محدود تماسونه لري چې له اروپا اېستل کېږي. د راپور په ټکو، طالبان د هر ډول بهرني تماس او لیدنو خبرونه د خپلو لاسته‌راوړنو د یوې برخې په توګه خپروي او هڅه کوي د نړۍوال مشروعیت انځور وړاندې کړي.
څېړونکی او لیکوال هدايت‌الله ذهېب ویلي، طالبانو ته د نړۍوال مشروعیت تر ټولو لوی خنډ د دوی خپله اېډیالوژي ده او امکان نه‌لري چې طالبان ترې لاس واخلي.
بلخوا د افغانستان د امریکایي پوهنتون استاد عبیدالله بهیر ویلي، چې طالبانو په ډیپلوماټیکه برخه کې ځینې بریاوې لرلې دي؛ خو د دوی کورنۍ او ټولنیزه پالیسي د نړۍوال مشروعیت لپاره مهمه ستونزه ده. د هغه په وینا، د طالبانو د قدرت د متمرکز جوړښت له امله بدلونونه ورو روان دي؛ خو دی لا هم د راتلونکي بدلون هیله لري.
راپور ټینګار کوي، چې د طالبانو او نړۍوالې ټولنې اړیکې یوازې سیاسي موضوع نه‌ده؛ بلکې د افغانستان پر ۴۰ مېلیونه وګړو مستقیم اغېز لري. د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، نږدې ۹۰ سلنه افغانان د بې‌وزلۍ تر کرښې لاندې یا هغې ته نږدې ژوند کوي.
راپور زیاتوي، افغانستان د نړۍوالو مرستو تر کمښت وروسته د خوړو، درملو، سرپناه او برېښنا له کمښت سره مخ شوی او مېلیونونه کسان د اقتصادي ستونزو له امله سخت اغېزمن شوي دي.
هدايت‌الله ذهېب وايي، چې ستونزه یوازې د مرستو د بېرته پیل موضوع نه‌ده؛ بلکې هغه پرمختګونه چې د ۲۰۰۱ او ۲۰۲۱ کلونو ترمنځ رامنځته شوي وو، د دوامداره بنسټونو پر ځای په چټکۍ رامنځته شوي وو او اوس د دوام وړ نه‌دي.
د هغه په وینا، د اوسنیو شرایطو پر دوام طالبان نه‌شي کولای د خلکو ټولې اړتیاوې پوره کړي. د‌ راپور په وینا، د طالبانو نړۍواله انزوا یوازې د کابل پر واکمنانو نه؛ بلکې د مېلیونونه افغانانو پر ورځني ژوند اغېز کړی او د افغانستان د راتلونکي په اړه د نړۍوالې ټولنې او طالبانو ترمنځ د اړیکو پوښتنه لا هم پر ځای پاتې ده.

اروپايي ټولنه: د ښځو پر وړاندې محدودیتونو په افغانستان کې د بشري مرستو اغېز کم کړی

۱۵ تله ۱۴۰۵ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۳:۵۴ GMT+۱
100%

د اروپايي ټولنې د بشري مرستو او ملکي خوندیتوب ادارې ویلي، د ۲۰۲۰ او ۲۰۲۴ کلونو ترمنځ یې په افغانستان کې شاوخوا ۷۷۱ مېلیونه یورو بشري مرستې لګولې؛ خو د طالبانو تر واک لاندې د ښځو او نجونو پر وړاندې محدودیتونو د مرستو رسولو او د بشري پروګرامونو اغېز له جدي ننګونو سره مخ کړی دی.

د راپور له مخې، افغانستان په یاده موده کې له پرله‌پسې ناورینونو سره مخ و؛ د کووېډ-۱۹ وبا، د ۲۰۲۱کال سیاسي بدلون، پراخه بې‌ځایه کېدنه، وچکالي، اقتصادي ځوړ، طبیعي پېښې او له پاکستان او ایران نه د افغان کډوالو جبري ستنېدا د دغه ستونزو مهم لاملونه بلل شوي دي.
ارزونه ښيي، چې اروپايي ټولنه په افغانستان کې د بشري مرستو له سترو تمویلوونکو څخه وه او د ۳۳ شریکو بنسټونو له لارې یې د خوړو خوندیتوب، روغتیا، تغذیې، زده‌کړو، د اوبو او روغتیا ساتنې، نغدي مرستو او خوندیتوب په برخو کې پروګرامونه عملي کړي دي.
د راپور د شمېرو له مخې، په ۲۰۲۰کال کې په افغانستان کې د بشري مرستو اړمنو کسانو شمېر له ۱۴ مېلیونو څخه په ۲۰۲۳ کال کې ۲۸.۳ مېلیونو ته لوړ شوی و او بیا په ۲۰۲۴کال کې ۲۳.۷ مېلیونو ته راکم شوی دی. همداراز هرکال د ۱۴.۸ او ۲۴ مېلیونو ترمنځ افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخامخ وو.
ارزونه ټینګار کوي، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د ښځو پر کار، زده‌کړو او تګ‌راتګ محدودیتونو د بشري مرستو پر رسولو مستقیم اغېز کړی دی. د راپور له مخې، مرستندویه ادارو د «ښځو له‌خوا ښځو ته» تګلاره غوره کړې، کور په کور خدمتونه او د ښځو لپاره ځانګړي پروګرامونه یې پراخ کړي؛ خو دغه اقدامات نه دي توانېدلي چې د ښځو او نجونو پر وړاندې شته محدودیتونه په بشپړه توګه جبران کړي.
راپور زیاتوي، چې د طالبانو له واکمنېدو وړاندې پراخ روغتیايي، ښوونیز او د خوندیتوب پروګرامونه فعال وو؛ خو وروسته د ښځو پر کار بندیز، د نجونو پر منځنیو او لوړو زده‌کړو محدودیتونو او د خوندیتوب خدماتو کمښت په ځانګړي ډول د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي د قربانیانو پر وضعیت منفي اغېز کړی دی.
د بودجې له پلوه د ۲۰۲۰ او ۲۰۲۴ کلونو ترمنځ د خوراکي خوندیتوب او معیشت برخې ته نږدې ۲۲۱ مېلیونه یورو، روغتیايي خدمتونو ته ۱۵۸ مېلیونه یورو او د تغذیې پروګرامونو ته تر ۹۹ مېلیونه یورو ډېرې مرستې ځانګړې شوې دي.
راپور د اروپايي ټولنې د «بشري هوايي پل» پروګرام هم مهم بللی او وایي، له ۲۰۲۱کال راهیسې افغانستان ته لسګونه بشري الوتنې ترسره شوې دي چې د درملو او نورو حیاتي توکو په رسولو کې یې مهم رول لوبولی دی.
ارزونه څرګندوي، چې په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د استازو دوامداره حضور د مرستو د اغېزمنتیا له مهمو لاملونو څخه وو او همدا حضور یې د مرستندویه بنسټونو لپاره د لاسرسي او همغږۍ په برخه کې اغېزناک بللی دی.
راپور کې راغلي، چې اروپايي ټولنې د افغانستان د بشري اړتیاوو په وړاندې انعطاف منونکی او اغېزمن غبرګون ښودلی؛ خو د ښځو او نجونو پر وړاندې جوړښتي محدودیتونه، د پراختیايي مرستو کمښت او د نړۍوالې بودجې کمښت لاهم د بشري مرستو د دوام او اغېزمنتیا پر وړاندې ستر خنډونه ګڼل کېږي.

زرداري له ګوترېش سره لیدنه کې: د افغانستان خاوره باید د پاکستان پر ضد ونه کارول شي

۱۴ تله ۱۴۰۵ - ۶ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۲:۵۹ GMT+۱
100%

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري د سې شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش سره اسلام‌اباد کې د لیدنې پر مهال وویل، په افغانستان کې مېشتې ترهګرې ډلې لا هم پاکستان په نښه کوي. هغه زیاته کړې چې اسلام‌اباد د دې ډلو د بهرني ملاتړ په اړه شواهد له اړوندو لورو سره شریک کړي دي.

زرداري زیاته کړه، پاکستان لا هم د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې ته ژمن دی او په دې برخه کې یې «سترې قربانۍ» ورکړې دي. هغه ټینګار وکړ چې د افغانستان خاوره باید د پاکستان یا د بل هر هېواد پر ضد د بریدونو لپاره ونه کارول شي.

د پاکستان ولسمشر زیاته کړه چې هېواد یې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې ترڅنګ، خبرو اترو او سیمه‌ییزې همکارۍ ته هم ژمن دی؛ خو د نړیوالو قوانینو له مخې به له خپلو خلکو او خپلې خاورې دفاع کوي.

پاکستان په وروستیو میاشتو کې څو ځله طالبان تورن کړي چې په افغانستان کې د دغه هېواد مخالفو وسله‌والو ډلو، په ځانګړي ډول تحریک طالبان پاکستان، ته پناه ورکړې او د فعالیت اجازه ورکوي.

طالبانو دغه تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې اجازه نه ورکوي د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکارول شي. د طالبانو چارواکو هم په مقابل کې پاکستان تورن کړی چې د افغانستان د بې‌ثباته کولو هڅه کوي او له داعش او د طالبانو له مخالفو وسله‌والو ډلو ملاتړ کوي.

په وروستیو میاشتو کې د پاکستان او طالبانو ترمنځ تاوتریخوالی زیات شوی دی. د دواړو هېوادونو پر پوله د وسله‌والو ډلو د فعالیتونو پر سر اختلافات د پوځي نښتو او د پاکستان له خوا د افغانستان دننه د هوايي بریدونو لامل هم شوي دي.

ګوترېش ته د « امتیاز نښان» ورکول

په همدې لیدنه کې زرداري انتونیو ګوترېش ته د پاکستان له تر ټولو لوړو ملکي نښانونو څخه «امتیاز نښان» ورکړ.

د پاکستان د ولسمشرۍ دفتر ویلي، دغه نښان ګوترېش ته د هغه د نړیوالو خدمتونو، په ملګرو ملتونو کې د رهبرۍ او د نړیوالې سولې او پراختیا لپاره د هڅو له امله ورکړل شوی دی.

د دغه دفتر په وینا، دا لومړی ځل دی چې «امتیاز نښان» د ملګرو ملتونو یوه سرمنشي ته ورکول کېږي. دغه نښان په اسلام‌اباد کې د ولسمشرۍ ماڼۍ دننه په ځانګړو مراسمو کې ګوترېش ته ورکړل شو.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف، د ملي شورا رییس ایاز صادق، د پاکستان مرستیال لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار، د کابینې یو شمېر غړو او د بهرنیو هېوادونو استازو هم په دې مراسمو کې ګډون کړی و.

زرداري د سولې، خبرو اترو او د شخړو د سوله‌ییز حل لپاره د ګوترېش له هڅو مننه وکړه او ویې ویل، پاکستان د ملګرو ملتونو د سرمنشي له هغو هڅو ملاتړ کوي چې د مخ پر ودې هېوادونو اندېښنو ته د پاملرنې لپاره یې کوي.

ګوترش پاکستان ته په رسمي سفر تللی او له پاکستاني چارواکو سره یې د ترهګرۍ، افغانستان، د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو او د سیمې د وروستیو تحولاتو په اړه خبرې کړې دي.

ایراني چارواکي له طالبانو سره د افغان کانونو پر استخراج غږېدلي

۱۴ تله ۱۴۰۵ - ۶ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۹:۵۱ GMT+۱
100%

له هغې وروسته، چې یوه ایراني مقام افغانستان د دغه هېواد د « دفاعي کمربند» یوه برخه وګڼله، د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر کابل ته د سفر پر مهال، د افغانستان د کانونو په استخراج کې د خپل هېواد د چمتووالي خبر ورکړی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي ډیپلوماسۍ مرستیال حمید قنبري او په کابل کې د دغه هېواد سفیر علي‌رضا بېګدلي د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت له مرستیال سره د افغان کانونو د استخراج په تړاو غږیدلي. د طالبانو د خبرپاڼې له مخې، دا لیدنه د سه‌شنبې په ورځ (د تلې په ۱۴مه) شوې او دواړو لورو د اقتصادي همکاریو پر پراختیا او د کانونو په برخه کې د پانګونې پر فرصتونو خبرې کړي.
خبرپاڼه زیاتوي، دې ناسته کې د کانونو د استخراج او په ځانګړي ډول د نفتو او ګازو په زېرمو کې د ایراني پانګوالو پر ونډې بحث شوی. د طالبانو مرستیال وزیر عبدالرحمن قانت په دې لیدنه کې ادعا کړې، چې دوی د کورنیو او بهرنیو پانګوالو لپاره مناسب چاپېریال برابر کړی او ایراني پانګوال کولای شي د افغانستان د طبیعي زېرمو په برخه کې له شته فرصتونو ګټه پورته کړي.
په دې خبرو کې د هرات - مزارشریف د ریل پټلۍ پروژې او د دواړو لورو ترمنځ د ترانزیټي لارو پر پراختیا هم ټینګار شوی. طالب چارواکي ویلي، هغه هوکړه‌لیکونه چې ایران ته د طالبانو د رییس الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا برادر د سفر پر مهال شوي وو باید عملي شي، څو د اقتصادي پروژو په چارو کې د هر ډول ځنډ مخنیوی وشي.

کابل ته د ایران د دغه لوړپوړي دیپلوماتیک پلاوي سفر په داسې مهال دی، چې څه موده مخکې په کابل کې د ایران مرستیال سفیر بلخ او کندهار ولایتونو ته د سفر پر مهال د دغو ولایتونو له والیانو سره ولیدل. دواړه والیان، د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده د ځانګړې ډلې غړي دي.

تېره اوونۍ، د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواک قومندان قاآني، افغانستان د خپل هېواد د « دفاعي کمربند» یوه برخه یاده کړه.

د ایران مرستیال سفیر، د طالبانو د بلخ او کندهار والیانو سره د خپلو لیدنو یوه موخه د « اسلامي امت» د ګټو د تامین په تړاو د هڅو همغږي یاده کړې وه.

څارونکي باور لري، چې ایراني چارواکي د طالبانو د واکمنۍ له نه مشروعیت او تنګلاسۍ څخه په ګټې اخیستو، په افغانستان کې خپلې استخباراتي، اقتصادي او نورې ګټې د « اسلامي امت» د دفاع او نورو مذهبي شعارونو تر چتر لاندې تعقیبوي.

د دوی په باور، طالبان له داسې کړنو سره په همکارۍ، افغانستان د بهرنیو ټکرونو په مرکز بدلوي، خو طالبان د ناپېیلي او متوازن بهرني سیاست ادعا لري.

د طالبانو رژیم، د کانونو په استخراج کې هم په نه روڼتیا او نا مسلکي چلند تورن دي، خو دوی دا تورونه نه مني.