• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

محمود خان اڅکزی: بهرني هېوادونه دې د افغانستان په چارو کې له لاسوهنې ډډه وکړي

۱۵ تله ۱۴۰۵ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۰:۵۱ GMT+۱تازه شوی: ۱۵ تله ۱۴۰۵ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۲:۳۸ GMT+۱

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي په ژوب کې د ګوند یوې غونډې ته په وینا کې ویلي، چې په افغانستان کې د روانو حالاتو په اړه باید د افغانانو قومي او ملي غوښتنو ته درناوی وشي او بهرني هېوادونه د افغانستان په چارو کې له لاسوهنې ډډه وکړي.

اڅکزي د روسیې د بهرنیو چارو وزیر له قوله وویل چې هغه چین ،پاکستان او نورو هېوادونو ته وويل چې د افغانستان اوسني واکمن په اوسني وضعیت کې د افغانستان «اصلي واکمن» دي.

نوموړي وویل، چې افغانانو په تېرو لسیزو کې د ناټو او نورو بهرنیو ځواکونو حضور او جګړو دروند قیمت ورکړی او افغانان نه غواړي چې هېواد یې یو ځل بیا د نړیوالو سیالیو او بهرنیو شخړو ډګر شي.

هغه ټینګار وکړ چې په افغانستان کې د روسیې، امریکا او نورو هېوادونو د پخوانیو پوځي او سیاسي مداخلو پایله د افغانانو لپاره جګړې، ویجاړۍ او کړاوونه وو.

نوموړي زیاته کړه چې پښتانه په افغانستان او پاکستان کې د خپلو ملي او قومي حقونو د ترلاسه کولو لپاره له اوږدې مودې راهیسې له ستونزو سره مخ دي او د دوی د برخلیک په اړه باید د هغوی غږ واورېدل شي.

د نوموړي په وینا، پښتانه د نړۍ له نورو ملتونو سره د درناوي او ګډ ژوند غوښتونکي دي، خو نه غواړي چې د دوی سیمې د جګړو، سیاسي سیالیو او بهرنیو لاسوهنو قرباني شي.اڅکزي د پښتنو د تاریخ او علمي میراث یادونه هم وکړه او ویې ویل چې د پښتنو تاریخ یوازې د جګړو تاریخ نه دی، بلکې په علم، فلسفه، ادب او تمدن کې هم د دوی ونډه څرګنده ده.

نوموړي د سکندر مقدوني او ارسطو یادونه وکړه او ویې ویل چې د سیمې او پښتنو په اړه په تاریخي او علمي اثارو کې ګڼ معلومات ثبت شوي دي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر ټینګار وکړ چې پښتانه باید خپل تاریخ، کتابونه، ژبه او فرهنګي میراث وساتي او راتلونکو نسلونو ته یې ولېږدوي.

اڅکزي همداراز وویل، چې د پښتنو ستونزې باید د ټوپک او جګړې له لارې نه، بلکې د سیاسي مبارزې، خبرو، جرګې او متقابل تفاهم له لارې حل شي.

هغه له پښتنو وغوښتل چې د خپلو حقونو لپاره په ګډه او منظم ډول مبارزه وکړي او د خپلو سیمو د سولې، عزت او راتلونکي لپاره یو موټی پاتې شي.

ډېر لیدل شوي

اسوشیټېد پرېس: افغان هنرمندان هڅه کوي چې له طالبانو په پټه دودیزه موسیقي ژوندۍ وساتي
۱

اسوشیټېد پرېس: افغان هنرمندان هڅه کوي چې له طالبانو په پټه دودیزه موسیقي ژوندۍ وساتي

۲

بریتانیا د طالبانو د تحریم شویو چارواکو په نوملړ کې سمون راوستی

۳

یونسیار: د افغانستان په ګډون څلورو هېوادونو کې ۹ میلیونه کسان ژمنیو مرستو ته اړتیا لري

۴

ملګري ملتونه: د افغانستان د تریاکو زیاتوالی د تاجکستان پر پوله د قاچاق ګواښ زیاتوي

۵

طالبانو په پنځو کلونو کې د «۴۵ میلیونه ډالرو» په ارزښت زمرد پلورلي دي

•
•
•

نور خبرونه

د تحریک انصاف ګوند پراخ لاریون؛ لاریونوال پېښور ته رسېدلي او نن خیبر ته روانېږي

۱۵ تله ۱۴۰۵ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۷:۳۲ GMT+۱
100%

سهیل اپریدي د پاکستان تحریک انصاف ګوند د بنسټګر عمران خان د خلاصون او د خپلو سیاسي غوښتنو لپاره د پراخ لاریون لومړی پړاو (یکشنبه د تلې ۱۲مه) له لکي مروت ولسوالۍ پیل کړ. دغه لاریون د پېښور متني سیمې ته رسېدلی او ټاکل شوې، چې د ماسپښین له درېیو بجو وروسته د خیبر په لور حرکت وکړي.

نوموړي د دره ادم خېل په بازار کې د لاریون ګډونوالو ته په وینا کې ویلي، دوی د هغه پالیسیو پر ضد درېږي چې د خیبر پښتونخوا او د خلکو پر ضد پلي کېږي. سهیل اپریدي وویل، دوی نه وېریږي او د هرې هغې تګلارې مخالفت به کوي چې د خلکو د وینې تویېدو لامل کېږي.
هغه حکومت تورن کړ، چې د عمران خان د درملنې او قانوني حقونو په اړه د محکمو پرېکړې نه عملي کوي. د نوموړي په وینا، د پاکستان سترې محکمې د عمران خان د درملنې په اړه حکم صادر کړی؛ خو «ځینې ځواکمنې کړۍ» د محکمې پرېکړو ته درناوی نه‌کوي.
اپریدي وویل، عمران خان کوم جرم نه‌دی کړی او د پاکستان د راتلونکي لپاره مبارزه کوي. هغه له خلکو غوښتي، چې د عمران خان په ملاتړ له لاریون سره یوځای شي.
نوموړي وویل: «دا یوازې د یوه ایالت موضوع نه‌ده؛ بلکې د هر پاکستاني مسله ده». بل لور ته، د جمعیت علمای اسلام (ف) مشر مولانا فضل‌الرحمان حکومت ته سپارښتنه کړې، چې د پی‌ټي‌ای د لاریون مخه ونه نیسي.
هغه له رسنیو سره په خبرو کې وویل، چې سوله‌ییز احتجاج د ټولو سیاسي ګوندونو ډیموکراتیک حق دی او حکومت باید د تحریک انصاف د سوله‌ییز لاریون په اړه د هغوی پر خبرو باور وکړي.
تحریکت انصاف ګوند په اسلام‌اباد کې د هر ډول غونډو د مخنیوي لپاره د مرکزي حکومت له خبرداري او اقداماتو سره، سره خپل لاریون ته دوام ورکړی. لاریون کوونکي له زندانه د تحریک انصاف ګوند بنسټګر او د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان د خلاصون غوښتنه کوي.
مولانا فضل‌الرحمان زیاته کړه، چې سیاسي ستونزې باید د خبرو له لارې حل شي او د هېواد ټول سیاسي ځواکونه باید د یوه ګډ ملي اجنډا لپاره کار وکړي.
د سنا د اپوزېسیون مشر علامه راجا ناصر عباس هم ویلي، چې پاکستان له سختو ستونزو سره مخ دی او سیاسي ګوندونه باید د هېواد د کړکېچونو د حل لپاره ګډ دریځ غوره کړي.
د سهیل اپریدي په مشرۍ کاروان هڅه کوي د اکتوبر تر ۸مې پورې خیراباد ته ورسېږي. خیراباد له پنجاب سره پر پوله پروت دی. ټاکل شوې، چې د خیبر پښتونخوا سر وزیر به هلته د لاریون د راتلونکو اقداماتو په اړه اعلان وکړي.
په همدې حال کې د پاکستان تحریک انصاف مخکښ اسد قیصر ویلي، ګوند به خپل احتجاج په سوله‌ییز ډول روان ساتي او تر هغې به دوام ورکړي چې اساسي قانوني غوښتنې یې ونه منل شي.
اسد قیصر ادعا کړې، چې په بند کې د عمران خان، د هغه د مېرمنې او خویندو د ساتلو ترڅنګ د ګوند تر ۲زره ډېر غړي هم په زندانونو کې دي. هغه همداراز فدرالي حکومت تورن کړی، چې خیبر پښتونخوا ته د اساسي قانون له مخې ټاکل شوې مالي او اداري ونډه نه ورکوي او د امنیتي ستونزو په حل کې خپل مسوولیتونه نه ترسره کوي.
قیصر ټینګار کړی، چې پی‌ټي‌ای د پاکستان د پرمختګ مخالفه نه‌دی؛ بلکې غواړي هېواد د قانون، اساسي قانون او ولسي واکمنۍ پر اساس اداره شي.

له مسکو ناستې یوه ورځ وروسته؛ لاوروف د طالبانو او پاکستان ترمنځ پر اختلافاتو اندېښنه ښودلې

۱۵ تله ۱۴۰۵ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۵:۱۹ GMT+۱
100%

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د سې‌شنبې په ورځ (د تلې ۱۴مه) د مسکو فارمټ ۸مې ناستې د ګډې اعلامیې د نه خپرېدو په اړه د طالبانو او پاکستان ترمنځ پر اختلافاتو اندېښنه څرګنده کړې.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر په مسکو کې د ختیځ تیمور د بهرنیو چارو له وزیر سره په ګډه خبري ناسته کې ټینګار کړی، چې د بیان د خپرولو او توپیرونو د ناکامۍ سره، سره دا باید په یوه تراژیدي بدله نه‌شي؛ ځکه د دغه ننګونو ریښې د وړاندوینې وړ وې.

د لاوروف په وینا، اوس‌مهال د طالبانو او پاکستان ترمنځ جدي کړکېچ لاهم پرځای دی چې اصلي لامل یې د داعش ډلې او د هغې د اړوندو څانګو حضور دی. هغه وویل، چې دغه ډلې په افغانستان او پاکستان کې بریدونه او ناامني رامنځته کوي.

لاوروف زیاته کړه، د دغه وضعیت تر ټولو مهم درس دا دی چې له سیمې بهر هېوادونه باید د دغه جیوپولیټیک چارو کې له لاسوهنې ډډه وکړي. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د داعش د رامنځته کېدو موضوع په تېر وخت کې پر عراق د امریکا له برید سره هم وتړله او ویې ویل، چې دغه ترهګریزه ډله وروسته د نړۍ نورو سیمو ته هم پراخه شوه.
هغه همداراز ادعا وکړه، چې په لیبیا کې د ناټو له مداخلې وروسته هم نوې ترهګرې ډلې رامنځته شوې دي. لاوروف د خپلو خبرو پر دوام ډاډ څرګند کړ، چې هم طالبان او هم پاکستان د خپلو اړیکو عادي کولو ته لېواله دي او مسکو هم د دغه بهیر ملاتړ کوي.

تر دې وړاندې د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف اعلان کړی و، چې د مسکو فارمټ ۸مه غونډه د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اختلافاتو له امله د ګډې اعلامیې له تصویب پرته پای ته ورسېده او مسکو په دې اړه خواشینې څرګنده کړه.

کابلوف څرګنده کړه، چې د ګډې اعلامیې د وروستي متن چمتو کولو پرمهال د طالبانو او پاکستان د پلاوو ترمنځ اختلاف رامنځته شو؛ ځکه طالبانو باور درلود چې د سږکال په متن کې افغانستان د «ترهګرۍ په برخه کې» له حده ډېر یاد شوی دی.

د نوموړي په وینا، د طالبانو دغه دریځ مسکو ته د حیرانتیا وړ و؛ ځکه د تېرکال د ناستې په وروستۍ اعلامیه کې هم ورته عبارتونه کارول شوي وو. خو طالبانو استدلال کاوه، چې د افغانستان او پاکستان د دوه‌اړخیزو اړیکو وضعیت له تېرکال راهیسې بدل شوی او له همدې امله د اعلامیې په سږني متن کې د دغه برخې شاملول نور ورته د منلو وړ نه‌دي.

سره له دې روسي چارواکو ټینګار کړی، چې د ګډې اعلامیې نه تصویبېدل به د مسکو فارمټ د فعالیت مخه ونه نیسي او دغه میکانیزم به د سیمه‌ییزې همکارۍ د همغږۍ لپاره د یوه چوکاټ په توګه خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.

د مسکو فارمټ ۸مه ناسته کې د روسیې، پاکستان، ایران، هند، چین، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ازبکستان ځانګړو استازو او چارواکو ګډون کړی و. بلاروس او مصر هم په دغه ناسته کې د مېلمنو په توګه ګډون کړی و.

ایمل ولي خان مریم نواز ته: د څلوېښت کلنې امنیتي پالیسۍ پایلې پر خیبر پښتونخوا مه اچوئ

۱۵ تله ۱۴۰۵ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۱:۳۶ GMT+۱
100%

د عوامي نېشنل ګوند مرکزي مشر ایمل ولي خان د پنجاب پر اعلیٰ وزیرې مریم نواز نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د پاکستان د تېرو څو لسیزو د امنیتي او افغان پالیسۍ پایلې باید پر خیبر پښتونخوا ونه تپل شي.

ایمل ولي خان د مریم نواز د هغو دریځونو په غبرګون کې چې د خیبر پښتونخوا له امنیتي وضعیت سره تړاو لري، پوښتنه کړې چې کله د جنرال ضیاالحق د واکمنۍ پر مهال «دولت» د افغان جهاد لپاره د بنسټونو او جوړښتونو په رامنځته کولو بوخت و، ایا د دغې ملي پالیسۍ پرېکړې خیبر پښتونخوا کولې؟

هغه په خپلو څرګندونو کې د پاکستان د پنجاب ایالت د جهنګ ولسوالۍ یادونه کړې او ویلي یې دي، کله چې په ۱۹۸۵ کال کې د «سپاه صحابه پاکستان» ډله په جهنګ کې جوړه شوه، ایا جهنګ هغه مهال د خیبر پښتونخوا برخه وه؟

د اروپايي ټولنې د پناه غوښتنې ادارې د ۲۰۲۶ کال په راپور کې هم راغلي چې «سپاه صحابه پاکستان» په ۱۹۸۵ کال کې د پنجاب په جهنګ ولسوالۍ کې جوړه شوې وه. د راپور له مخې، وروسته له دې ډلې سره تړلې «لشکر جهنګوي» هم رامنځته شوه.

ایمل ولي خان پوښتنه کړې چې کله له سپاه صحابه څخه «لشکر جهنګوي» رامنځته شوه، ایا دا د خیبر پښتونخوا د خلکو «جوړښت» و؟

هغه همداراز د پنجاب پر ځینو سیاستوالو نیوکه کړې او پوښتنه یې کړې چې کله دغو سیاستوالو له ممنوعه وسله‌والو ډلو له مشرانو سره انتخاباتي تفاهمونه کول، ایا په دغو پرېکړو کې د چارسدې خلکو کوم رول درلود؟

د امریکا د سولې انسټیټیوټ په یوه راپور کې هم راغلي چې سپاه صحابه پاکستان په ۱۹۸۵ کال کې په جهنګ کې رامنځته شوه او وروسته ترې «لشکر جهنګوي» په ۱۹۹۰مو کلونو کې د وسله‌والې څانګې په توګه راووته. په دغه راپور کې د ځینو پنجاب مېشتو سیاستوالو او د دغې ډلې د مشرانو ترمنځ د انتخاباتي اړیکو ادعاوې هم شوې دي.

ایمل ولي خان ویلي، کله چې د پاکستان د تېرو شاوخوا څلوېښتو کلونو د ملي امنیتي پالیسیو پایلې د پنجاب تر پولو ورسېدې، نو دا پوښتنه مطرح کېږي چې ولې باید خیبر پښتونخوا د دغو ستونزو د اصلي ګواښ په توګه وبلل شي.

هغه ټینګار کړی چې د ناامنۍ په اړه باید د پاکستان د تېرې امنیتي تګلارې او د بېلابېلو سیمو د خلکو د ونډې ترمنځ توپیر وشي، او د یوې سیمې ټول خلک باید د هغو پرېکړو مسوول ونه بلل شي چې په ملي کچه شوې دي.

ایمل ولي خان د خیبر پښتونخوا د امنیتي وضعیت په اړه له دې وړاندې هم څرګندونې کړې دي. د روان کال په جولای کې هغه له د جمعیت علما اسلام مشر مولانا فضل الرحمان سره په لیدنه کې د خیبر پښتونخوا او بلوچستان د امنیتي وضعیت په اړه خبرې کړې وې او دواړو لورو د وضعیت د ښه کولو لپاره د اغېزمنو اقداماتو پر اړتیا ټینګار کړی و.

د ملګرو ملتونو سرمنشي: د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې د پاکستان ترڅنګ درېږو

۱۴ تله ۱۴۰۵ - ۶ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۰:۱۲ GMT+۱
100%

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش اسلام‌اباد ته د سفر پر مهال ویلي، چې دغه سازمان د ترهګرۍ د ګواښ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د پاکستان ترڅنګ درېږي. هغه د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه او د پاکستان مشروع امنیتي اندېښنو ته رسېدنه اړینه بللې ده.

انتونیو ګوترېش د سې شنبې په ورځ په اسلام‌اباد کې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره په ګډ خبري کنفرانس کې وویل، چې ملګري ملتونه د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې د پاکستان ملاتړ کوي.

خو نوموړي ټینګار وکړ چې امنیتي اقدامات هغه مهال ډېر اغېزمن او دوامدار وي، چې له نړیوال قانون، بشري حقونو او د قانون له حاکمیت سره سمون ولري.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ ویلي، چې د پاکستان په هوايي بریدونو کې پر افغانستان ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده. خو پاکستان د ویډیوګانو په خپرولو سره ادعا کړې چې په دغو بریدونو کې یوازې وسله‌وال او د هغوی پټنځایونه په نښه شوي دي.

ګوترېش همداراز له افغان کډوالو څخه د څو لسیزو د کوربه‌توب له امله د پاکستان مننه وکړه او ویې ویل، چې د جګړو او بې‌ثباتۍ پر مهال میلیونونه افغانان دې هېواد ته پناه وړي او د پاکستان خلکو خپلې اسانتیاوې له هغوی سره شریکې کړې دي.

هغه زیاته کړه، چې ملګري ملتونه به له پاکستان سره همکاري وکړي، څو د کډوالو د ملاتړ اصول مراعات شي او افغانستان ته د افغانانو ستنېدل په خپله خوښه، خوندي او له عزت سره ترسره شي.

پاکستان په تېرو دوو کلونو کې د افغان کډوالو د ایستلو بهیر چټک کړی دی. یو شمېر هغه کسان چې له پاکستانه ایستل شوي، لسګونه کاله یې په دغه هېواد کې ژوند کړی و.

د افغانستان په اړه د پاکستان امنیتي اندېښنې

د ګوترېش څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې پاکستاني چارواکي وايي، په افغانستان کې د وسله‌والو ډلو فعالیت د دغه هېواد پر یوه مهمه امنیتي اندېښنه بدل شوی دی.

اسلام‌اباد څو ځله طالبان تورن کړي چې تحریک طالبان پاکستان او یو شمېر نورې پاکستان‌ضدې وسله‌والې ډلې په افغانستان کې پټنځایونه لري او له هغه ځایه په پاکستان کې دننه بریدونه تنظیموي.

پاکستان همداراز ادعا کوي چې ځینې بلوڅ بېلتون‌پالې ډلې هم د افغانستان له خاورې فعالیت کوي.

پاکستاني چارواکي وايي، چې په تېرو درېیو کلونو کې د وسله‌والو ډلو په بریدونو کې څه باندې څلور زره او ۵۰۰ امنیتي ځواکونه او ملکي وګړي وژل شوي دي.

طالبانو دغه تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې اجازه نه ورکوي د افغانستان له خاورې د نورو هېوادونو پر ضد استفاده وشي.

په وروستیو میاشتو کې د پاکستان او طالبانو ترمنځ تاوتریخوالی زیات شوی، چې له امله یې سرحدي نښتې رامنځته شوې او پاکستاني جنګي الوتکو د افغانستان بېلابېلې سیمې بمبار کړې دي.

د پاکستان کورنیو چارو وزیر:که په لاریونونو کې یو کس هم ووژل شي مسوول به یې سهیل اپریدی وي

۱۲ تله ۱۴۰۵ - ۴ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۱:۰۸ GMT+۱
100%

د پاکستان کورنیو چارو وزیر محسن نقوي، له تحریک انصاف ګوند سره د مذاکراتو ناکامۍ وروسته پيل شویو لاریونونو ته په اشارې ویلي، که څوک پکې ووژل شي، مسوول به یې اپریدی وي. یاد ګوند بیا حکومت پړ ګڼلی او ویلي یې دي، عمران خان یې هم خوشې نه کړ او هم یې پلاوی ورسره لیدنې ته پرې نه ښود.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د یکشنبې په ورځ د خیبر پښتونخوا حکومت او په ځانګړي ډول د دغه ایالت اعلی وزیر سهیل اپریدی د حکومت او اپوزیسیون ترمنځ د خبرو اترو په شنډولو تورن کړ. هغه وویل چې دواړه لوري د مسودې پر ۹۹ سلنه متن هوکړې ته رسېدلي وو، خو دغه بهیر د ترهګرۍ اړوندو مسایلو پر سر له خنډ سره مخ شو. دا څرګندونې وروسته له هغې وشوې چې د پاکستان تحریک انصاف ګوند له اعلان شوي اوږده لاریون وړاندې د دواړو خواوو ترمنځ اوږدې خبرې اترې بې له کومې هوکړې پای ته ورسېدې.
محسن نقوي په لاهور کې یوې خبري غونډې ته وینا کې د اپوزیسیون د مذاکره کوونکي پلاوي د غړو، علام ناصر عباس، اسد قیصر، بیرسټر ګوهر، سلمان اکرم راجا او عامر ډوګر، هڅې وستایلې خو څرګنده یې کړه چې د دغه پلاوي پرېکړې د خیبر پښتونخوا د حکومت او په ځانګړي توګه د اعلی وزیر له خوا ناکامې شوې. هغه زیاته کړه چې د ۱۲ ساعتونو په جریان کې مسوده څلور ځله بدله شوه او په داسې حال کې چې د اپوزیسیون استازو ته د پرېکړې واک ورکړل شوی و، خو ناڅاپه د ایالت مشرتابه ورسره مخالفت وښود. نقوي وویل که سهیل اپریدي خپله پرېکړه کوله، باید په خپله په خبرو کې حاضر شوی وای.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ټینګار وکړ چې له اپوزیسیون سره د حکومت ستونزه سیاسي نه، بلکې بشپړه ترهګرۍ پورې اړونده وه. هغه څرګنده کړه چې حکومت غوښتل د خیبر پښتونخوا اداره په دغه ایالت کې د تحریک طالبان پاکستان، د پولیسو د قانون، تښتونو او د ترهګرۍ ضد ملي کارکړنې پلان اړوند برخو کې له فدرالي حکومت سره همکاري وکړي. نقوي پر دې خبره نیوکه وکړه چې په ایالت کې د امنیتي بحران پر مهال وزیران د پوځ پر ضد څرګندونې کوي او د سرتېرو جنازو ته نه ځي، او خبرداری یې ورکړ که په راتلونکي لاریون کې ان یو کس هم خپل ژوند له لاسه ورکړي، مسوول به یې سهیل اپریدی وي.
له بلې خوا، د پاکستان تحریک انصاف ګوند پر اېکس ټولنیزې شبکې په یوه اعلامیه کې د دغو خبرو د ناکامېدو له امله خواشیني څرګنده کړه او له حکومته یې وغوښتل چې د ناکامۍ لاملونه وڅېړي او باوري خبرو ته لېوالتیا وښيي. تحریک انصاف وویل چې د خبرو اصلي موخه د سیاسي ثبات، د اساسي قانون او ډیموکراسۍ د حاکمیت او په خیبر پښتونخوا کې د خرابېدونکي امنیتي وضعیت حل و. د دغه ګوند په وینا، د خبرو اصلي خنډ دا و چې حکومت د ګوند بندي بنسټګر عمران خان ته د ګوند د مشرتابه د فوري لاسرسي غوښتنه ونه منله ترڅو ورسره پر مهمو مسایلو مشوره وشي.

د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل اپریدي د مذاکراتو له ناکامۍ وروسته وویل، چې دوی به د تحریک انصاف ګوند د بنسټګر عمران خان د خوشې کېدو او د خپلو سیاسي غوښتنو لپاره د اوږد لاریون لومړی پړاو د یکشنبې ورځې په ماسپښین، د لکي مروت ولسوالۍ له ګنډي چوک څخه پیل کړي.

د پاکستان حکومت د دغه لاریون د لغوه کېدو غوښتنه کړې وه، خو د اپوزیسیون یوه مشر محمود خان اڅکزي ویلي وو، چې دا پرېکړه یوازې په زندان کې بندي عمران خان کولای شي.

هغه له عمران خان سره د تحریک انصاف ګوند پلاوي سره د لیدنې غوښتنه هم کړې وه.

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف اوړمه ورځ تور پورې کړ، چې دا لاریون له ټي ټي پي سره په همغږۍ د «خطرناک تاوتریخوالي» په نیت پلان شوی او دوی به یې د تاوتریخجنو کړنو له لیدو سره پر وړاندې داسې چلند وکړي، لکه له «ترهګرو» سره یې چې کوي.