د تحریک انصاف ګوند پراخ لاریون؛ لاریونوال نن صوابۍ ته روانېږي

سهیل اپریدي د پاکستان تحریک انصاف ګوند د بنسټګر عمران خان د خلاصون لپاره د پراخ لاریون لومړی پړاو (یکشنبه د تلې ۱۲مه) له لکي مروت ولسوالۍ پیل کړ. دغه لاریون چې شپې خیبر ولسوالۍ ته رسېدلی و، نن صوابۍ ته روانېږي.
د خیبر پښتونخوا سر وزیر سهیل اپریدي ویلي، چې هغه به په صوابۍ کې خپل راتلونکی کاري پلان اعلان کړي. سربېره پر دې، د لاریون له امله په پېښور کې د مخابراتي او انټرنېتي شرکتونو خدمتونه هم ځنډول شوي دي او په ښار کې ګڼ ښوونځي تړل شوي دي.
د خیبر پښتونخوا سر وزیر سهیل اپریدي په وینا، دغه پراخ لاریون به د پنجشنبې په ماسپښین د موټروې پر لور روان شي او په لاره کې به له بېلابېلو سیمو څخه لاریونونه ورسره یوځای شي. نوموړي تیره شپه له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي و، چې هغه به صوابۍ ته له رسېدو وروسته راتلونکی اقدام اعلان کړي. د هغه په وینا، «اساسي قانون موږ ته اجازه راکوي، چې په سولهییزه توګه احتجاج وکړو؛ که څوک له اساسي قانون سرغړونه وکړي، موږ به د اساسي قانون په چوکاټ کې ځواب ورکړو».
سهیل اپریدي زیاته کړه: «هغه څوک چې اساسي قانون ماتوي، موږ به د اساسي قانون په چوکاټ کې ځواب ورکړو. موږ سولهییز خلک یو، موږ ۱۲۶ ورځې پرلت کړی او یو لوښی مو هم نهدی مات کړی؛ خو برعکس موږ ځورول شوي یو».
تحریک انصاف ګوند په اسلاماباد کې د هر ډول غونډو د مخنیوي لپاره د مرکزي حکومت له خبرداري او اقداماتو سره، سره خپل لاریون ته دوام ورکړی. لاریون کوونکي له زندانه د تحریک انصاف ګوند بنسټګر او د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان د خلاصون غوښتنه کوي.
د سهیل اپریدي په مشرۍ کاروان هڅه کوي د اکتوبر تر ۸مې پورې خیراباد ته ورسېږي. خیراباد له پنجاب سره پر پوله پروت دی. ټاکل شوې، چې د خیبر پښتونخوا سر وزیر به هلته د لاریون د راتلونکو اقداماتو په اړه اعلان وکړي.
