• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

زاخارووا: د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر ۷مې برید پر وړاندې د افغانانو اراده نه ماتېدونکې وه

۱۶ تله ۱۴۰۵ - ۸ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۲:۳۵ GMT+۱

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا پر افغانستان د امریکا او ناټو د ۲۵ کاله وړاندې پوځي برید په اړه غبرګون کې دغه اقدام تېری بللی دی. هغې ویلي، چې لوېدیزو هېوادونو د دغو عملیاتو پر مهال د افغانانو اراده او ازادي غوښتنه سمه نه وه درک کړې.

زاخارووا پر اېکس خواله رسنۍ ویلي، چې که د افغان ولس زړورتیا، سرښندنه او نه ماتېدونکې اراده نه وای، ښایي د دغو هېوادونو استعماري واکمني به لا هم پر افغانستان مسلطه پاتې شوې وای.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ټینګار کړی، چې بهرنیو ځواکونو د دغه پوځي کمپاین د پيل پر مهال د سیمې او افغان ټولنې تاریخي واقعیتونه له پامه غورځولي وو. د هغې په خبره، همدې ناسمو محاسبو په افغانستان کې د بهرنیو لورو اوږدمهاله ناکامي حتمي کړه او د دوی شتون یې له خنډونو سره مخامخ کړ.

د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر پر ۷مه امریکا د بهرنیو وسله والو د له منځه وړلو او د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ د نسکورولو په موخه پر افغانستان برید وکړ. ۲۰ کلنه جګړه د بهرنیو ځواکونو په وتلو او کابل ته د طالبانو په بیا راتګ پای ته ورسېده.

ډېر لیدل شوي

امریکا څه ډول د طالبانو د نسکورولو لپاره له عبدالرشید دوستم سره اړیکه ونیوله؟
۱

امریکا څه ډول د طالبانو د نسکورولو لپاره له عبدالرشید دوستم سره اړیکه ونیوله؟

۲

د یوه بایللي نسل داستان؛ د ۲۰۰۱ کال افغان ماشومانو ۲۵ کاله څه تجربه کړل؟

۳

د اکتوبر اوومه؛ افغانان د طالبانو او امریکا ترمنځ د جګړې او سولې په منځ کې

۴

د بشري حقونو بنسټونو له طالبانو د عبدالمتین حکیمي د سملاسي خوشې کېدو غوښتنه کړې

۵

۲۵کاله وړاندې د اکتوبر ۷مه؛ پر کندهار د امریکا د برید شپه

•
•
•

نور خبرونه

سوداګر: د سوداګریزو لارو تړل کېدو د کرښې په دواړو غاړو کې ولسونو ته زیان اړولی

۱۶ تله ۱۴۰۵ - ۸ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۱:۱۲ GMT+۱
•
فضل عزیز
100%

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لارو تړل کېدو نږدې یو کال پوره کېږي. سوداګر وايي، د لارو تړل کېدو تر ټولو ډېر زیان د ډېورنډ کرښې په دواړو غاړو کې پرتو ولسونو، په ځانګړي ډول پښتنو ته اوښتی، کاروبارونه یې په ټپه درېدلي او سوداګري زیانمنه شوې ده.

د پاکستان د مرکزي او چمن د سوداګرۍ خونې پخواني مشر او سوداګر انجنیر دارو خان اڅکزي افغانستان انټرنشنل-پښتو ته وویل، چې په پاکستان کې پنجاب او سند ایالتونه هم کرنه او هم صنعت لري، خو په خېبر پښتونخوا او بلوچستان کې کرنه په ډېره کمه کچه ده او صنعت نږدې هېڅ نشته. دده په وینا، په دغو سیمو کې يوازينۍ سوداګري چې پاتې کېږي هغه له افغانستان سره تړلې ده.

هغه وویل: «له خدماتو راواخلئ، د رانیولو او خرڅلاو تر برخې پورې، او بیا تر هغه کس پورې چې مالونه منډیانو ته رسوي، د ټولو کار په ټپه درېدلی دی».

هغه زیاته کړه، چې د کرښې دواړو غاړو ته نږدې پرتو ټولو ولسونو اقتصادي ژوند هم پر کرښه له سوداګرۍ سره تړلی و، خو له نږدې یو کال راهیسې یې سوداګري او روزګارونه په ټپه ولاړ دي.

د دارو خان اڅکزي په وینا، د هېوادونو په کچه ښايي دغه تاوان وزغمل شي، خو د ولسونو په کچه دا ډېر لوی زیان دی.

د نوموړي په وینا: «د خېبر پښتونخوا او بلوچستان ډېر خلک بې‌کاره شوي، د هغوی پیسې په افغانستان کې بندې پاتې دي او په افغانستان کې هم عام خلک بې‌کاره او بې‌روزګاره شوي او د نورو سوداګریزو لارو په لټه کې دي او د دې زیان کچه دومره زیاته ده چې په اسانۍ بېرته پوره کېدای نه شي».

هغه وویل، چمن په ځانګړي ډول د لارو د بندښت له امله ډېر اغېزمن شوی دی، ځکه د ده په وینا، «چمن یوازې له افغانستان سره نه، بلکې د منځنۍ اسیا د سوداګرۍ دروازه هم ده».

د سوداګرۍ د بېرته پر ځای کولو په اړوند هغه وویل،چې سوداګر کولی شي سوداګري په لږ وخت کې بېرته پر ځای کړي او که د سوداګرۍ په برخه کې د دواړو لوریو کومې ستونزې وي، پر هغو هم خبرې کېدای شي، خو دده په وینا، له بده مرغه، «دواړه هېوادونه د سوداګرو خبرې اورېدو ته تيار نه دي».

هغه وايي، «دواړه هېوادونه نه غواړي سیاست له سوداګرۍ جلا کړي».

د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او له دې لارې د ګټې ترلاسه کولو په اړه دارو خان اڅکزي وويل، چې پاکستان ته له افغانستان سره د تجارت له لارې نږدې یو نیم میلیارد ډالره عواید راتلل چې اوس نه راځي، او افغانستان ته هم په همدې ډول پنځه یا شپږ سوه میلیونه ډالره عواید ورتلل چې هغه هم نه ترلاسه کېږي.

هغه زیاته کړه، «په مطلقه کچه د پاکستان تاوان ډېر او د افغانستان کم دی، خو د سوداګرۍ د حجم په تناسب د افغانستان زیان ډېر زیات دی».

د اکټوبر ۷مه؛ د افغانستان د جګړې له پیل ۲۵ کاله وروسته افغانان لاهم د هغې بیه پرې کوي

۱۶ تله ۱۴۰۵ - ۸ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۹:۳۸ GMT+۱
100%

اسوشیټېډ پرېس په یوه راپور کې لیکلي، چې د ۲۰۰۱کال د اکتوبر له اوومې یعنې د امریکا په مشرۍ د افغانستان د جګړې له پیل ۲۵ کاله وروسته د یادې جګړې سیاسي، ټولنیزې او بشري پایلې لاهم د افغانانو پر ژوند اغېز لري.

راپور د ډاکټرې نګار ننګرهارۍ کیسه را اخلي، چې د ۲۰۰۱کال د اکتوبر په اوومې د شپه له‌خوا د کابل په یوه روغتون کې پر دندې بوخته وه، کله چې د امریکا په مشرۍ اېتلاف پر افغانستان بریدونه پیل کړل.
هغې ویلي، بله ورځ کله چې له روغتونه کور ته روانه وه، په کابل کې یې ولیدل چې یوشمېر خلک د طالبانو له غړو غچ اخلي او ځینې یې وژني. د نوموړې په وینا، د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پرمهال د ښځو پر ژوند سخت محدودیتونه لګېدلي وو او په عام محضر کې د سنګسار او د غړو د پرې کولو پېښې هم ډېرې وې.
نګار ننګرهارۍ ویلي، د طالبانو له پرځېدو وروسته ښځو ته ځینې ازادۍ برابرې شوې؛ خو په باور یې هغه بدلونونه د افغانستان له ټولنیز واقعیت سره بشپړ سمون نه درلود.
هغې ویلي: «ازادي راکړل شوه، خو داسې ازادي نه وه چې افغانان ترې په بشپړ ډول ګټه واخلي».
د راپور له مخې، د امریکا په مشرۍ جګړه د القاعده ډلې د له‌منځه وړلو او د اسامه بن لادن د شبکې ماتولو په موخه پیل شوه؛ خو شل کاله یې دوام وکړ.
اسوشیټېډ پرېس لیکي، په دغه موده کې لسګونه زره افغانان، زرګونه بهرني پوځیان، قراردادیان، مرستندویان او خبریالان ووژل شول. د بشري مرستو د یوې موسسې مشر او شنونکي معین ګل څمکني ویلي، د امریکا له‌خوا اعلان شوي اهداف، لکه ښه حکومتولي، د نشه‌یي توکو مخنیوی او د ترهګرۍ له‌منځه وړل عملي نه شول. هغه ویلي: «پایله د اعلان شویو موخو برعکس وه».
راپور کاږي، د شل کلن نړۍوال حضور پرمهال په افغانستان کې ښځو د زده‌کړو، کار او رسنیزو فعالیتونو فرصتونه ترلاسه کړل؛ خو اداري فساد او ځینې سخت پوځي اقدامات د خلکو د ناراضۍ لامل شول.
څمکني یادونه کړې، چې د ۲۰۰۱ کال د بریدونو پر ورځ یې د خپل هېواد بمبار لیده او د دغه وضعیت له امله سخت غوسه شوی و.
د راپور له مخې، نن د امریکا له وتلو پنځه کاله وروسته، طالبان یو ځل بیا پر افغانستان واکمن دي. اسوشیټېډ پرېس لیکي، که څه هم د طالبانو اوسنی حکومت د خپل لومړي پړاو په څېر نه‌دی؛ خو د ښځو او نجونو پر ژوند یې بیا هم سخت محدودیتونه لګولي دي.
راپور زیاتوي، چې امنیت د طالبانو له مهمو لاسته راوړنو بلل کېږي او تر ۲۰۲۱کال وروسته پراخې چاودنې او وسله‌وال بریدونه تر ډېره کم شوي دي. د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت ویلي، افغانانو له اوږدې مبارزې وروسته خپل هېواد له بهرني حضور ازاد کړی دی.
هغه د ۲۰۰۱کال د اکتوبر اوومه د افغانستان په تاریخ کې «توره ورځ» بللې او ویلي یې دي، چې د جګړې په پایله کې زرګونه افغانان وژل شوي، ټپیان شوي او بې‌کوره شوي وو.
خو د راپور له مخې، د هغه افغانانو لپاره چې د جمهوري نظام پرمهال لوی شوي وو، د شخصي ازادیو له‌منځه تګ سخت اغېز درلود.
۳۳ کلنې تهمینې منګل ویلي، د نجونو پر زده‌کړو بندیز د هغې هیلې له‌منځه یووړې او نور یې پوهنتون ته د تګ فرصت پیدا نه‌کړ. هغې ویلي: «محدودیتونه ورو، ورو پراخ شوي او هغه عادي ژوند چې موږ پېژانده، له موږ واخیستل شو».
تهمینه اوس په کابل کې د ښځو د افغاني جامو یوه هټۍ چلوي. د راپور له مخې، که څه هم ښځې له ډېرو دندو منع دي؛ خو د سوداګرۍ وزارت لاهم ښځو ته د کاروبار جوازونه ورکوي.
تهمینې خبرداری ورکړی، که د نجونو پر زده‌کړو بندیز دوام وکړي، افغانستان به په راتلونکي کې له جدي ستونزو سره مخ شي. هغې ویلي: «که ښځې زده‌کړې ونه کړي، افغانستان به ډاکټرانې، ښوونکې او لوستې مېندې ونه لري».
ډاکټرې نګار ننګرهارۍ هم ویلي، چې د طالبانو له‌خوا د زېربناوو جوړولو هڅې مهمې دي؛ خو زده‌کړې تر هر څه ډېر ارزښت لري. هغې ټینګار کړی: «سړکونه او ودانۍ مهمې دي؛ خو هغه ټولنه چې زده‌کړې ونه لري، صفر ده».
د راپور په پای کې تهمینه منګل افغان نجونو ته وایي: «هیله مه بایلئ، زده‌کړو ته دوام ورکړئ، مسلکي مهارتونه ترلاسه کړئ او د ښه راتلونکي لپاره ځان چمتو کړئ».

راپور؛ په افغانستان کې د امېندواره ښځو لپاره روغتیايي پاملرنه ورځ تر بلې ستونزمنېږي

۱۶ تله ۱۴۰۵ - ۸ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۹:۰۷ GMT+۱
100%

د افغانستان د څېړونکو شبکې (AAN) په یوه راپور کې د زرغونې په نوم د یوې ۳۸ کلنې افغانې کیسه خپره کړې، چې ښيي په افغانستان کې د اقتصادي ستونزو، د روغتیايي خدمتونو کمښت او د ښځو پر تګ‌راتګ د محدودیتونو له امله د امېندوارۍ موده د ګڼو ښځو لپاره له جدي ستونزو سره مل ده.

زرغونه چې د کابل د ده‌سبز ولسوالۍ اوسېدونکې ده، له خپلو څلورو ماشومانو سره ژوند کوي. د هغې مېړه د جمهوري نظام پرمهال د یوه خصوصي ښوونځي مدیر و؛ خو د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته یې دنده له لاسه ورکړه او د کار موندلو لپاره لومړی ایران او وروسته دوبۍ ته ولاړ.
د راپور له مخې، هغې د امېندوارۍ پرمهال د مېړه د نشتوالي او اقتصادي ستونزو له امله په پیل کې روغتیايي مرکز ته مراجعه ونه کړه؛ خو وروسته د کمزورۍ، سرګرځېدو او دوامداره ستړیا له امله اړه شوه ډاکټر ته ولاړه شي.
هغې ویلي، د ده‌سبز په سیمه کې نږدې کلینیک کې د نسایي برخې ډاکټره نه وه او اړ شوه چې د کابل ښار مرکز ته د ښځینه ډاکټرې د لیدنې لپاره ولاړه شي. زرغونه وایي، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې نه‌شي کولای یوازې سفر وکړي او د ښار مرکز ته د تګ لپاره یې د یوه نارینه خپلوان ملتیا ته اړتیا لرله.
د راپور له مخې، لومړنۍ معاینې ښودلې وه چې زرغونه په سختې کم‌خونۍ اخته ده او د ماشوم شاوخوا مایعات هم کم شوي دي. ډاکټرې هغې ته درمل ورکړي او سپارښتنه یې کړې وه، چې هره میاشت د معاینې لپاره ورشي.
خو زرغونه وايي، د پیسو نشتوالی، د ماشومانو ساتنه او د نارینه خپلوانو د پیدا کولو ستونزې د دې لامل شوې چې څو میاشتې ډاکټر ته ولاړه نه‌شي. کله چې د امېندوارۍ په اوومه میاشت کې بېرته روغتون ته ولاړه، ډاکټرې ورته ویلي و که لږ نوره هم ځنډېدلې وای، ښايي ماشوم یې له خطر سره مخ شوی وای.
د راپور له مخې، زرغونه وروسته هره ورځ نږدې کلینیک ته د درملنې لپاره تلله؛ خو د امېندوارۍ په وروستیو میاشتو کې یې روغتیايي وضعیت نور هم خراب شو. هغې ویلي، د زېږون پرمهال د سخت درد له امله دولتي روغتون ته ولېږدول شوه؛ خو هلته د اوږد انتظار او د روغتیايي کارکوونکو له ناسم چلند سره مخ شوه.
د راپور له مخې، ډاکټرانو زرغونې ته ویلي و چې د ماشوم د ژغورلو لپاره باید سیزرین عملیات ترسره شي. زرغونه وایي، د عملیاتو د لګښتونو له امله یې اندېښنه لرله؛ ځکه د خصوصي روغتون وس یې نه لاره او حتی د معاینو لپاره یې هم له خپل لېور پور اخیستی و.
هغې ویلي، چې بالاخره یې عملیات ترسره شول او ماشوم یې په سلامتیا وزېږېد. زرغونه په راپور کې شکایت کوي، چې په دولتي روغتونونو کې ناروغانو ته درناوی نه کېږي او ډېری خدمات، درمل او طبي معاینات بیا هم د ناروغانو له جېب څخه ورکول کېږي.
هغې ویلي: «کله کله فکر کوم که روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی اسانه وای، ښايي د امېندوارۍ موده مې دومره ستونزمنه نه وای تېره شوې». د افغانستان د څېړونکې شبکې په پای کې ویلي، چې د اقتصادي ستونزو، د ښځو د تګ‌راتګ محدودیتونو، د ښځینه روغتیايي کارکوونکو د کمښت او د روغتیايي خدمتونو د لاسرسي ستونزو له امله په افغانستان کې ګڼې امېندواره ښځې له ورته ننګونو سره مخ دي.

پر اوکراین د روسیې تازه بریدونه؛ زېلنسکي وایي ۲۸ کسان وژل شوي او تر ۱۰۰ ډېر نور ټپیان دي

۱۶ تله ۱۴۰۵ - ۸ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۰:۴۷ GMT+۱
100%

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلنسکي اعلان وکړ، چې د روسیې په تازه پراخو توغندیزو او ډرون بریدونو کې ۲۸ کسان وژل شوي او تر ۱۰۰ ډېر ټپیان دي. د چارواکو په وینا، د چهارشنبې ورځې د دغو بریدونو پر مهال د هېواد په بېلابېلو برخو کې صنعتي او د برېښنا بنسټیز تاسیسات سخت زیانمن شوي دي.

زېلنسکي دا بریدونه د مسکو له خوا تر ټولو ناوړه ګوزارونه وبلل او زیاته یې کړه چې په وژل شویو کې ماشومان هم شامل دي.

د اوکراین د کورنیو چارو وزیر ایوان ویهیفسکي تایید کړه، چې د هېواد په کچه د وژل شویو کسانو شمېر ۲۸ ته رسېدلی دی. تر ټولو درنه مرګ‌ژوبله د چرنیهیف سیمې په پرلوکي ښار کې اوښتې، چې هلته د روسیې د یوه توغندي د لګېدو له امله د استوګنې یوه پنځه پوړیزه ودانۍ په بشپړه توګه ویجاړه شوه او لږ تر لږه ۲۰ کسان، چې پنځه پکې ماشومان وو، ووژل شول. همدارنګه د پرلوکي د ښاروال مرستیال دانیلو ساوینکو وویل، په دغه ښارګوټي کې شاوخوا ۵۵ کسان ټپیان شوي او ژغورونکو ډلو وتوانېدل چې تر خاورو لاندې ۱۵ ژوندي پاتې شوي کسان وژغوري.

د اوکراین ولسمشر په خپله ویډیویي وینا کې وویل، مسکو پر اوکراین ټولټال ۷۰ توغندي، چې ډېری یې بالستیک وو، او لسګونه شاهد ډرونونه وتوغول. زېلنسکي زیاته کړه، دغه بریدونه د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د زوکړې له ورځې سره برابر وو او هغه دا د ځان لپاره یوه ترخه تحفه وګرځوله. د پلازمېنې کییف څارنوالانو هم خبر ورکړی، چې د ښار په یوه څنډه کې د نسکور شوي ډرون د پاتې شونو د راپرېوتلو له امله دوه ملکي وګړي وژل شوي او په ورته وخت کې د الکساندریا او کرمنچوک په مرکزي ښارونو کې هم ملکي مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د اوکراین هوایي ځواکونو اعلان وکړ، چې د روسیې له خوا د توغول شویو ۴۶ جیټ ډرونونو څه باندې ۸۰ سلنه یې په هوا کې ویشتي او شنډ کړي دي. بل خوا د روسیې دفاع وزارت ادعا وکړه، چې دوی د اوکراین په کییف، چرنیهیف او نورو سیمو کې پر پوځي او صنعتي مرکزونو، په ځانګړي ډول د فایر پواینټ پر وسله‌والو تاسیساتو، کره او ډله‌ییز بریدونه کړي دي. زلنسکي ټینګار وکړ چې بالستیک توغندي د هېواد د هوایي دفاع لپاره تر ټولو ستر ګواښ دی او دوی هره ورځ د پاتریوت دفاعي سیسټمونو د ترلاسه کولو هڅه کوي، په داسې حال کې چې د اوکراین لومړي وزیر سېرګي کورتسکي هم له اروپایي ټولنې څخه د ۱.۲ میلیارده یورو مالي مرستې د ترلاسه کولو پخلی کړی دی.

دا خونړي بریدونه په داسې حال کې کېږي، چې تر دې وړاندې هم پر اوکراین د روسیې په پرله‌پسې توغندیزو او ډرون بریدونو کې لسګونه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی و. ولودیمیر زلنسکي په خپلو پخوانیو څرګندونو کې ویلي وو، چې د روسیې په بریدونو کې د هېواد صنعتي او زیربنایي شبکې په نښه شوې دي او د ماشومانو په ګډون تر ۲۴ زیات کسان پکې وژل شوي وو. اوکرایني ځواکونو هم په دې وروستیو کې په سامارا او استراخان سیمو کې د روسیې پر تېلو او پوځي مرکزونو د ځوابي ګوزارونو خبر ورکړی دی.

د اکتوبر ۷مه؛ انس حقاني وايي سره له ډېرو ناخوالو د امریکا د «یرغل» پای «خوږ» وو

۱۶ تله ۱۴۰۵ - ۸ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۰:۰۲ GMT+۱
100%

د طالبانو لوړپوړي غړي انس حقاني پر افغانستان د امریکا د بریدونو ۲۵مې کلیزي په مناسبت ویلي، د امریکا برید له ډېرو ماشومانو ښکلې شېبې واخېستې او په هماغه معصومیت کې له نړۍ وکوچېدل. داسې حال کې چې په تېرو ۲۵کالونو کې طالبانو په خپلو بریدونو کې لسګونه زره ماشومان او نور افغانان وژلي.

د امریکا په مشرۍ د ناټو غړو هېوادونو د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر پر ۷مې د طالبانو پر لومړۍ واکمنۍ د القاعده مشر اسامه بن لادن ته د پناه‌ ورکړې او نورو سیاسي ناندریو له امله پر افغانستان هوايي بریدونه پیل کړل او د امریکا په ګډون د ناټو غړي هېوادونه شاوخوا ۲۰ کاله په افغانستان کې له طالبانو سره په جګړه کې ښکېل پاتې شول او بالاخره د ۲۰۲۱ کال په اګست کې له افغانستان څخه په وتلو د جمهوري نظام د رانسکورېدو زمینه برابره کړه او ورسره طالبان بیا ځلي واک ته ورسېدل.

د طالبانو یو لوړ پوړی غړی انس حقاني پر افغانستان د امریکا د بریدونو په تړاو د چهارشنبې په ورځ (د تلې ۱۵مه) په خپله اېکس‌پاڼه په یوه یادښت کې ویلي: «٧ اكتوبر كله چې پر افغانستان د امریکا یرغل پیل شو، ماشوم وم. ډېر څه مې نه درک کول، خو د ب ۵۲ الوتکې سپینې کرښې مې په اسمان کې لیدې. دې تجاوز د ډېرو ماشومانو ښکلې شېبې ترې واخېستې، ډېر ماشومان ستر نه شول، په هماغه معصومیت کې له نړۍ وکوچېدل».

د نوموړي په وینا، په دې جګړو کې ډېرو افغانانو خپل ژوند بایلود او زیاتوي: «افغانان چې لا یې د شوروي د یرغل زخمونه روغ نه و، یو بل خړ سېلاب په مخه کړل. د دې داستان پای که څه هم په ډېرو دردونو، اوښکو او وینو ولیکل شو، خو خوږ وو».

انس حقاني د طالبانو له واکمنېدو مخکې د حقاني شبکې د رهبرۍ غړی او په ځانګړې توګه مالي مسوول وو او دغې شبکې ته یې د مالي مرستو د راټولولو لپاره تل عربي او خلیج هېوادونو ته سفرونه کړي وو.

حقاني شبکې د جمهوري نظام په تېر شل کلن مزل کې په افغانستان کې د ډېرو لویو او مرګونو بریدونو مسوولیت پر غاړه اخیستی او په هغو کې ډېری یې ولسي وګړي او په ځانګړې توګه ښځې او ماشومان وژل شوي وو. انس حقاني، چې د حقاني د کورنۍ تر ټولو ځوان غړی دی، د ۱۳۹۳ کال د تلې میاشتې په ۲۴مه د جمهوري نظام د ملي امنیت ځواکونو له‌خوا ونیول شو.

د تېر جمهوري نظام د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل ویلي وو، چې «حکومت باید د انس حقاني حکم چې په ثلاثه محکمو کې په اعدام محکوم شوی»، عملي کړي.

خو هغه د اعدام پر ځای له نیول کېدو شاو خوا ۵ کاله وروسته د ۱۳۹۸ کال د لړم په میاشت کې د امریکایي پوهنتون له دوو استادانو سره تبادله او ورسره نېغ په نېغه په دوحه کې د طالبانو د مرکچي پلاوي غړی شو.