شهیم له افغانستان انټرنشنل سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، دغه جریانونه هم دې پایلې ته رسېدلي چې د طالبانو پر وړاندې د مبارزې یوازینۍ لار وسلهوال مقاومت دی.
د هغه په وینا، د خلکو د پوهاوي زیاتوالی او د طالبانو د «اصلي څېرې بربنډېدل» د مقاومت جبهې د هیلهمندۍ له نورو لاملونو څخه دي. نوموړي زیاته کړې چې د طالبانو داخلي اختلافات او له مقاومت جبهې سره د خلکو همکاري هم د وسله والو فعالیتونو د پراخېدو زمینه برابره کړې ده.
شهیم وايي، د مقاومت جبهې ځواکونه د بغلان، پنجشېر، سمنګان، نورستان او لغمان په ځینو برخو کې حضور لري او په ځینو سیمو کې د ځایي خلکو له مرستې هم برخمن دي.
هغه د بدخشان په اړه ادعا کړې چې د دغه ولایت ۹۵ سلنه خلک له طالبانو څخه مخ اړولي او شاوخوا ۸۵ سلنه ځایي طالب ځواکونه هم له دغې ډلې څخه واټن نیولی دی.
د شهیم په وینا، طالبانو له بدخشان څخه بهر شاوخوا څلور زره ځواکونه دغه ولایت ته لېږلي دي. د هغه په خبره، دغه ځواکونه د بدخشان په بېلابېلو برخو کې ځای پر ځای شوي، خو ډېری یې په فیضاباد او سرحدي سیمو کې مېشت دي.
شهیم ویلي، دغه ځواکونه له دودیزو وسلو، لکه کلاشینکوفونو، څخه کار اخلي او په وروستیو میاشتو کې یې یو شمېر بېپیلوټه الوتکې هم ترلاسه کړې دي. هغه د طالبانو له لوري د بېپیلوټه الوتکو کارول «خورا ابتدايي» بللي او ویلي یې دي چې ځینې «بهرني ترهګر» د ټکنالوژۍ په برخه کې له دې ډلې سره مرسته کوي.
د ملي مقاومت جبهې عمومي قوماندان همداراز ویلي، د ازادۍ جبهې په بدخشان کې د زیباک ولسوالۍ پر طالبانو برید کړی او دا بریدونه لا هم وخت ناوخت دوام لري. هغه د طالبانو پر وړاندې د دغې جبهې له فعالیتونو ستاینه کړې ده.
د طالبانو په جوړښت کې بدخشاني چارواکي «صلاحیت نه لري»
شهیم د طالبانو په جوړښت کې د بدخشاني چارواکو د موقف په اړه ویلي چې د دغه ډلې د دفاع وزارت اصلي واک د ملا یعقوب په لاس کې دی او د طالبانو د پوځ لوی درستیز فصیحالدین فطرت اجرایي صلاحیت نه لري.
هغه په بدخشان کې له طالبانو سره د جمعهخان فاتح د نښتو په اړه ویلي، د مقاومت جبهې د هغه د ملاتړ لپاره اقدام کړی و، خو پر نوموړي یې بشپړ باور نه درلود. د شهیم په وینا، د مقاومت جبهه اندېښمنه وه چې که خپل ټول معلومات او د امکاناتو جزئیات له فاتح سره شریک کړي، ښايي دغه معلومات وروسته د طالبانو لاس ته ولوېږي.
شهیم ویلي، د مقاومت جبهې د امکاناتو او ملاتړ له کمښت سره سره خپل فعالیتونه ۲۲ ولایتونو ته غځولي دي. هغه همداراز ویلي چې د دې جبهې لاسته راوړنې د ملګرو ملتونو په ګڼو راپورونو کې مستندې شوې دي.
هغه د مقاومت جبهې د یوه قوماندان حسیب پنجشیري د وژل کېدو په اړه ویلي، پنجشیري د جمهوري نظام له سقوط وروسته پنځه کاله په افغانستان کې پاتې شوی و او په بېلابېلو سیمو کې یې د طالبانو پر وړاندې فعالیت کاوه.
د افغانستان ملي مقاومت جبهې په ۱۴۰۰ کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د احمد مسعود په مشرۍ خپل فعالیت پیل کړ. دې جبهې په تېرو پنځو کلونو کې څو ځله د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې پر طالبانو د بریدونو خبر ورکړی دی.