• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د هند او روسیې ترمنځ د افغانستان او پاکستان په اړه د امنیتي سلامشورو ناسته ترسره شوه

۲۳ تله ۱۴۰۵ - ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۴:۴۸ GMT+۱تازه شوی: ۲۳ تله ۱۴۰۵ - ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۶:۰۶ GMT+۱

هند او روسیې د چهارشنبې په ورځ (د تلې ۲۲مه) په نوي ډیلي کې د افغانستان او پاکستان په اړه د ځانګړي میکانېزم په چوکاټ کې د خبرو اووم پړاو ترسره کړ او د خپلې ځانګړې او ستراتیژیکې ملګرتیا په چوکاټ کې یې د دوه‌اړخیزې همکارۍ پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي، ناسته د هند د ملي امنیت سلاکار د مرستیال پاون کپور او د روسیې د امنیت شورا مرستیال منشي الکساندر وینیدیکتوف په ګډه مشرۍ ترسره شوه.
د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، دواړه خواوو د افغانستان او پاکستان په ګډون پر هغه موضوعاتو خبرې کړې چې د سیمې او نړۍوال امنیت پر وضعیت اغېز لري.
هند او روسیې یو وار بیا د «هند ـ روسیې ځانګړې او ستراتیژیکې ملګرتیا» تر چتر لاندې د خپلو همکاریو پر دوام او پراختیا ټینګار کړی دی. دا په داسې حال کې ده، چې مسکو او نوي ډیلي په وروستیو کلونو کې د افغانستان، پاکستان او د سیمې د امنیتي وضعیت په اړه سلامشورې دوامداره ساتلې دي.
د افغانستان او پاکستان په اړه د امنیتي میکانیزم وروستۍ غونډه داسې مهال شوې، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ وروستۍ امنیتي ترینګلتیاوې، پر ډیورنډ کرښه د شخړو زیاتوالی او د سیمې د امنیت په اړه اندېښنې لاهم د سیمې د مهمو لوبغاړو د بحث موضوعات دي.

•
•
•

ډېر لیدل شوي

د کندهار زده‌کوونکي: د کتاب او ښوونکي پر ځای زموږ ظاهري بڼه مهمه ګڼل کېږي
۱

د کندهار زده‌کوونکي: د کتاب او ښوونکي پر ځای زموږ ظاهري بڼه مهمه ګڼل کېږي

۲
ځانګړی

د ۵۹۵ شمېرې افغان چورلکې ۱۵ کلن مزل او نسکورېدل

۳

د جرمني په توتلینګن کې افغان ځوان د «تشو مرمیو تومانچې» له امله وژل شوی

۴

سوداګرۍ خونه: یونیسف ته مو د افغان مېرمنو او ځوانانو لپاره د کار موندنې طرحې سپارلي

۵

طالبانو په کندهار کې د ښځینه جامو د ځینو خیاطانو دوکانونه تړلي

نور خبرونه

اېکس خواله رسنۍ تر ۱۳زره ډېر حسابونه ځنډولي دي

۲۳ تله ۱۴۰۵ - ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۴:۳۸ GMT+۱
100%

اېکس خواله رسنۍ خبر ورکړی، چې له ایران، روسیې او چین سره اړوند د درېیو بهرنیو نفوذي عملیاتو په تړاو یې تر ۱۳زره ډېر حسابونه ځنډولي دي. د یادې شبکې په وینا، دغه جعلي حسابونو د منځ‌مهاله ټاکنو په درشل کې د امریکا سیاسي خبرې په نښه کړې وې.

اېکس د چهارشنبې په ورځ (د تلې ۲۲مه) په یوه خبرپاڼه کې د ۲۰۲۶کال د امریکا د منځ‌مهاله ټاکنو پرمهال د سیاسي خبرو اترو فضا د خوندیتوب لپاره د خپلو اقداماتو په اړه ویلي، چې دغه حسابونه یې د څار او مخکېنیو څېړنو پرمهال پېژندلي دي.

د دغه شرکت په وینا، پېژندل شویو شبکو سیاسي مطالب خپرول، پراخول او د سیاسي ډګر په بېلابېلو برخو کې یې ټاکنیز نوماندان او پېژندل شوي شخصیتونه په نښه کول. اېکس د ایران، روسیې او چین اړوندو حسابونو شمېر په جلا توګه نه‌دی اعلان کړی. تر ۱۳زره ډېر حسابونه د ټولو درېیو نفوذي عملیاتو په تړاو د ځنډول شویو حسابونو ګډ شمېر دی.

اېکس بیان ازادي د یوې اغېزمنې ډیموکراسۍ بنسټ بللی او ویلي یې دي، چې دنده یې د بحث او خبرو اترو لپاره د یوې رښتینې، ازادې او خوندي فضا ساتل دي. دغه شرکت خپله شبکه د «نړۍ عامه ډګر» بللی، چې خلک په‌کې د ټاکنو په ګډون د بېلابېلو پېښو په اړه بحثونه کوي.

د خبرپاڼې له مخې، د اېکس خوندیتوب ډله په بېلابېلو لارو هغه فعالیتونه څاري چې د یادې شبکې له مقرراتو سرغړونه کوي. اېکس د «اصالت» تګلاره د سپم او نفوذي عملیاتو پر وړاندې د مبارزې له مهمو وسیلو بللې او ټینګار یې کړی، چې د هغه همغږو او جعلي فعالیتونو د پېژندلو او درولو هڅه کوي چې د دغه پلاټفورم اعتبار او فعالیت زیانمنوي.

د ټاکنیزو بهیرونو په اړه د ناسمو مطالبو پر وړاندې مبارزه

د اېکس خواله رسنۍ د خبرپاڼې یوه بله برخه د «مدني بهیرونو د سلامتیا» تګلارې ته ځانګړې شوې ده. دغه تګلاره هغه ګمراه کوونکي مطالب رانغاړي، چې په ټاکنو یا نورو مدني بهیرونو کې د خلکو پر ګډون اغېز کوي؛ لکه هغه خپرونې چې خلک د ګډون د وخت، ځای یا څرنګوالي په اړه مغشوشوي، یا د دې لپاره خپرېږي چې خلک په ټاکنو او نورو مدني بهیرونو کې له ګډون څخه زړه‌ توري کړي.

اېکس ویلي، چې د مطالبو د څار ترڅنګ، د «کاروونکو یادښتونو» له ځانګړتیا څخه هم کار اخلي؛ څو په خپرو شویو مطالبو کې نور وضاحتونه او باوري سرچینې ور زیاتې کړي. د خبرپاڼې له مخې، کاروونکي کولای شي په اپلکېشن کې د یوه مطلب د راپور ورکولو پرمهال د «مدني بهیرونو سلامتیا» انتخاب کړي؛ څو راپور یې د کاروونکو د یادښتونو غوښتنې اړوند بهیر ته ولېږدول شي.

دغه شرکت همدارنګه ویلي، په هغه حساسو مواردو کې چې ځانګړې څېړنې او پاملرنې ته اړتیا لري ښايي د مقرراتو خلاف خپرونو باندې د «مدني بهیرونو سلامتیا» نښه هم ولګوي.

راپور؛ د طالبانو ارزانه ډرونونو پاکستان ته نوی سرخوږی جوړ کړی

۲۳ تله ۱۴۰۵ - ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۴:۳۱ GMT+۱
100%

د فرانس۲۴ په یوه راپور کې راغلي، د طالبانو او پاکستان ترمنځ د روان کړکېچ له پیل راهیسې ډرونونه د دواړو خواوو د تقابل یوه نوې وسیله ګرځېدلې او اسلام‌اباد ادعا کوي چې یوازې د ۲۰۲۶کال په سپټمبر میاشت کې یې له افغانستان نه توغول شوي ۲۳ ځانمرګي ډرونونه شنډ کړي دي.

د راپور له مخې، د سپټمبر په ۲۳مه پاکستاني پوځ ویلي و چې د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې یې له افغانستان نه توغول شوي اته ډرونونه شنډ کړي دي. که څه هم دغه ډرونونه محدود ویجاړونکی ځواک لري؛ خو کشف یې ستونزمن دی او د دوی سره مقابله د پاکستان پوځ ته د دروند لګښت لامل کېدای شي.
فرانس۲۴ وایي، د ۲۰۲۶کال له فبرورۍ راهیسې طالبانو د پاکستان پر وړاندې د اېف‌پي‌وي او همداراز د ثابت وزر لرونکو ډرونونو کارول زیات کړي دي. راپور کاږي، چې دغه کوچني ډرونونه د هاوان مرمۍ او نور چاودېدونکي توکي لېږدولای شي؛ په داسې حال کې چې لوی ثابت وزر لرونکي ډرونونه د سلګونه کیلومټرو واټن وهلو وړتیا لري.
د سپټمبر په ۲۸مه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي و، چې په دغه میاشت کې یې د افغانستان له خاورې د پاکستان هوايي حریم ته د توغول شویو ۲۳ ډرونونو په اړه طالبانو ته رسمي اعتراض‌لیک سپارلی دی.
راپور د بې‌پیلوټه الوتکو د چارو کارپوه مارک ګروزل په حواله لیکي، چې دغه ډرونونه شاوخوا دوه متره اوږدوالی لري او کولای شي له نیم کیلوګرام څخه تر یو کیلوګرام پورې چاودېدونکي توکي ولېږدوي.
د هغه په وینا، د دغه ډرونونو نظامي اغېز محدود دی؛ ځکه ورو الوځي او په اسانۍ سره په نښه کېدای شي، خو کشف یې ستونزمن وي. نوموړي زیاته کړې، چې د دغه ډول ډرونونو جوړول اوس ډېر پېچلي کار نه‌دی.
راپور زیاتوي، د پاکستان له‌خوا د خپرو شویو انځورونو تر ارزولو وروسته داسې ښکاري چې په دغه ډرونونو کې د «ډي‌اېل‌اې ۵۵» ډوله انجنونه کارول شوي چې په نړۍوالو سوداګریزو بازارونو کې په اسانۍ موندل کېږي.
د ګروزل په وینا، د دغه ډرونونو اصلي ځواک د هغوی رواني اغېز دی نه پوځي وړتیا. هغه ویلي: «د دغه ډرونونو کمه بیه هغوی د هرې ډلې لپاره د لاسرسي وړ ګرځوي او مخالف لوري ته دا پیغام رسوي، چې هر وخت یې زېربناوو ته ګواښ پېښولای شي».
پاکستان د دغه کړکېچ لامل په افغانستان کې د ټي‌ټي‌پي پټنځایونه او له هغه ځایه پر پاکستان د بریدونو پلانول یادوي. راپور یادونه کوي، چې په پاکستان کې د ټي‌ټي‌پي بریدونه د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته په چټکۍ زیات شوي دي. د دغه راپور د معلوماتو له مخې، د ټي‌ټي‌پي او پاکستاني امنیتي ځواکونو ترمنځ نښتې له ۲۰۲۱کال د ۹۸ پېښو څخه په ۲۰۲۴کال کې ۴۷۰ پېښو ته لوړې شوې دي. راپور لیکي، چې د پاکستان هوايي بریدونه، د افغان طالبانو ځوابي اقدامات، د ټي‌ټي‌پي فعالیتونه او د مېلیونونو افغان کډوالو اېستل د دواړه خواوو ترمنځ کړکېچ نور هم ژور کړی او د سیمې امنیتي وضعیت یې له نوو ننګونو سره مخامخ کړی دی.

ملګري ملتونه: په ۲۰۲۵کال کې ۲۲.۹ مېلیونه افغانانو بشري مرستو ته اړتیا لرله

۲۳ تله ۱۴۰۵ - ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۴:۰۶ GMT+۱
100%

د روغتیا نړۍوال سازمان د روغتیايي خدمتونو د همغږۍ څانګې په کلني راپور کې راغلي، چې په ۲۰۲۵کال کې ۲۲.۹ مېلیونه افغانانو بشري مرستو ته اړتیا لرله؛ په داسې حال کې چې له ایران او پاکستان نه د څه باندې ۲.۲۳ مېلیونه افغانانو ستنېدو د افغانستان پر روغتیايي سیستم بې‌ساری فشار راوستی و.

د راپور له مخې، افغانستان د جګړو، اقتصادي ځوړ، طبیعي پېښو، د ناروغیو د خپرېدو او د کډوالو د پراخې ستنېدنې له امله د نړۍ له سترو بشري ناورینونو څخه ترټولو ډېر اغېزمن هېواد پاتې شوی دی.
راپور زیاتوي، د بودجې د کمښت له امله په ۲۰۲۵کال کې شاوخوا ۴۴۵ روغتیايي مرکزونه تړل شوي یا یې فعالیتونه په ټپه درېدلي چې له امله یې ۳.۷۹ مېلیونه کسانو روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی له لاسه ورکړی دی.
د روغتیا نړۍوال سازمان د روغتیايي خدمتونو د همغږۍ څانګې ویلي، چې د ټاکل شوي ۹.۳ مېلیونه کسانو د هدف ۷.۹ مېلیونه کسانو یعنې ۸۵ سلنې ته روغتیايي خدمتونه رسېدلي دي. راپور کاږي، دغه خدمتونه د ۷۱ همکارو موسسو او ۱۵۸۷ روغتیايي مرکزونو له لارې وړاندې شوي دي. د راپور له مخې، د مرستو ترلاسه کوونکو ۶۲ سلنه یې ښځې او نجونې وې.
د روغتیايي خدمتونو د همغږۍ څانګې ویلي، چې د ۲۰۲۵کال په اوږدو کې یې د هېواد په کچه ۸۷ ملي او سیمه‌ییزې همغږۍ غونډې ترسره کړې او د روغتیايي خدمتونو، د ناروغیو د څار، چمتووالي او بیړني غبرګون چارې یې همغږې کړې دي. راپور د ښځو پر طبي زده‌کړو د محدودیتونو په اړه هم اندېښنه څرګندوي او وايي، چې د ۲۰۲۴کال د فرمان له امله ۱۶۴ طبي او نیمه طبي ښوونیز بنسټونه اغېزمن شوي دي.
د راپور له مخې، له ۴۵زره ښځینه محصلانو څخه یوازې ۴۶۰۰ تنه فارغې شوې او شاوخوا ۹۸۰۰ نورې چې د فراغت په درشل کې وې ونه توانېدې خپلې زده‌کړې بشپړې کړي. د روغتیايي خدمتونو د همغږۍ څانګه خبرداری ورکوي، چې د ښځینه روغتیايي کارکوونکو کمښت به په راتلونکو کلونو کې د مېندو، ماشومانو او نجونو پر روغتیايي خدمتونو منفي اغېز ولري.
د راپور له مخې، په ۲۰۲۵کال کې له ۲.۵ مېلیونه ډېر افغانان له ایران او پاکستان نه بېرته هېواد ته ستانه شوي او دا د افغانستان د روغتیايي سیستم لپاره له لویو ننګونو څخه وه.
راپور زیاتوي، د کډوالو د روغتیا د کاري ډلې له لارې ۴۴۴زره او ۱۹۲ ستنېدونکو ته په سرحدي سیمو کې روغتیايي مشورې او درملنه برابره شوې ده؛ همداراز ۱۲۸زره او ۹۴۵ ماشومان د خوارځواکۍ له پلوه ارزول شوي دي.
راپور ښیي، چې ۳۴زره او ۱۹۷ امېندواره ښځو روغتیايي خدمتونه ترلاسه کړي، ۱۰زره او ۶۰۹ مېندو ته تر زېږون وروسته روغتیايي پاملرنه ورکړل شوې او له ۸۰۳ ډېر خوندي زېږونونه ثبت شوي دي.
د راپور له مخې، د ۲۰۲۵کال د جنورۍ او نومبر ترمنځ د نس‌ناستي ۱۴۸زره او ۶۷۱ مشکوکې پېښې او ۷۳ مړینې ثبت شوې دي. د روغتیايي خدمتونو د همغږۍ څانګه ویلي، چې د ۲۰۲۵کال لپاره یې ۲۷۹.۷ مېلیونه ډالرو ته اړتیا لرله؛ خو یوازې ۴۴.۸ سلنه بودجه یې ترلاسه کړې ده.
راپور خبرداری ورکوي، چې د روغتیايي مرکزونو تړل کېدل، د ښځینه روغتیايي کارکوونکو کمښت، د راستنېدونکو دوامداره زیاتوالی، د ناروغیو خپرېدل او د بودجې کمښت به په ۲۰۲۶کال کې هم د افغانستان روغتیايي سکتور له جدي ننګونو سره مخ کړي.

په تېرو ۵ میاشتو کې؛ غزني کې د ۲۳ ښځو په ګډون ۲۰۴ کسان د بېلابېلو جرمونو په تړاو نیول شوي

۲۳ تله ۱۴۰۵ - ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۱:۰۱ GMT+۱
100%

د غزني لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیریت وايي، چې په تېرو پنځو میاشتو کې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ۲۳ ښځو په ګډون ۲۰۴ کسان د جنايي جرمونو او په ځانګړې توګه د غلاوو په تړاو نیول شوي دي.

د غزني ولایت لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ د جنايي جرمونو د کشف مدیریت له لوري د ورکړل شویو معلوماتو له‌مخې، په تېرو پنځو میاشتو کې د غزني ښار او ولسوالیو په بېلابېلو سیمو کې د عملیاتو په لړ کې ۲۰۴ کسان د جنايي جرمونو په تړاو لکه؛ د غلاوو، قاچاق، د نشه‌يي توکو د لېږد او کاروبار او نورو ورته جرمونو په تړاو نیول شوي دي. په دې نیول شویو کسانو کې ۲۳ تنه یې ښځې دي.

د غزني د جنايي جرمونو لپاره د طالبانو د کشف مدیریت وايي: «د ۱۴۴۸ کال راهیسې [پنځو میاشتو راهیسې] د غزني د ولس په همکارۍ موږ ۲۰۴ مجرمین نیولي دي. په دې کې ۱۸۱ یې نارینه او ۲۳ یې ښځينه دي. نیول شوي کسان عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوي دي».

د دغه مدیریت په وینا، په تېرو پنځو میاشتو کې ۱۳۰ پېښې دغه مدیریت ته رسېدلي او له ۱۶ پېښو پرته نورو ټولو ته رسېدنه شوې ده.

دغه مدیریت زیاتوي، له دغو غلو د ۷ میلیونه افغانیو په ارزښت سره زر او نور توکي هم ترلاسه شوي او بېرته یې مالکانو ته سپارل شوي دي.

د غزني د جنايي جرمونو لپاره د طالبانو د کشف مدیریت وايي: «په غزني کې په دې کال کې [۱۴۴۸ کال] ۱۳۰ واقعات رارسېدلي دي، چې په دې کې ۱۱۶ ته یې رسېدنه شوې او پاتې نور یې تر کشف لاندې دي. همدارنګه په روان کال کې له غلو ۲۲ موټرسایکلونه، د شاوخوا ۵ میلیونه افغانیو په ارزښت جواهرات او د ۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د هټیو خوراکي او غیر خوراکي توکي هم ترلاسه شوي دي».

د سرچینې په وینا، یاد ترلاسه شوي توکي بېرته خپلو مالکانو ته سپارل شوي دي.

د افغانستان انټرنشنل- پښتو د موندنو له‌مخې، په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته او د میلیونونو ګډوالو له راستنېدو او په ځانګړې توګه د کاري زمینو د کمښت، فقر او د افغان کارګرو پر مخ د ګاونډيو هېوادونو د دروازو په تړل کېدو سره په هېواد کې د غلاوو او نورو جنايي پېښو ګراف ډېر لوړ شوی دی.

د طالبانو اړوندې ادارې یوازې د نیول شویو غلو او د نورو جنايي پېښو د عاملینو د نیول کېدو په اړه څرګندونې کوي، خو د غلاوو کچه له دغو څرګندونو لوړه ده، ځکه طالبان د ثبت شویو پېښو راپورونه نه رسنیز کوي.

له دې سره سم، یونېسف بیا په افغانستان کې د اقتصادي ناورین له امله خبرداری ورکړی او په ډاګه کړې یې ده، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې په دغه هېواد کې د افغانانو ژوند لا سخت شوی دی. د پخوانیو نړیوالو مرستو بندېدل، اوږدمهاله جګړې، فساد او طبیعي افتونو د افغانستان بشري وضعیت نور هم خراب کړی دی.

د یادې نړۍوالې ادارې په وینا، په هېواد کې داسې پېښې هم ثبت شوي چې ځینې کورنیو د بې‌وزلۍ له امله د خپلو ماشومانو پلور یا ودولو اړې شوې دي.

روسي څېړونکی سلیمانوف: نړۍ باید افغانستان هېر نه کړي

۲۳ تله ۱۴۰۵ - ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۰:۱۸ GMT+۱
100%

خپلواک روسی خبریال او د منځني ختیځ د چارو څېړونکي روسلان سلیمانوف په هالنډ کې د «هاګ عدالت د خبرو اترو» دویم پړاو غونډه کې وویل، افغانستان د نړۍ د پاملرنې له مرکز څخه بیخي لرې شوی دی. هغه زیاته کړې چې نړۍ باید افغانستان هېر نه کړي.

سلیمانوف چې د روان کال په زمري کې یې افغانستان ته سفر کړی و، وویل چې په دغه سفر کې یې له خلکو او د طالبانو د چارواکو په ګډون د دغې ډلې له ویاند ذبیح‌الله مجاهد سره په کندهار کې لیدلي وو.

د هغه په وینا، د افغانستان خلک احساس کوي چې نړیوالې ټولنې په ځانګړي ډول لوېدیځو هېوادونو دغه هېواد هېر کړی دی. هغه زیاته کړه چې نړیوالو کړکېچونو د نړۍ د پام په لومړیتوبونو کې د افغانستان پخوانی ځای کم کړی دی.

سلیمانوف همدارنګه وویل چې درې کاله وړاندې په کابل کې د ښځو د یوه لاریون د انځور اخیستو پر مهال د طالبانو د استخباراتو له خوا ونیول شو او درې ورځې یې په زندان کې تېرې کړې.

د هغه په وینا، طالبانو ګومان کاوه چې دی د لوېدیځو رسنیو لپاره کار کوي او غواړي د دې ډلې منفي انځور وړاندې کړي. هغه زیاته کړه چې په خپل وروستي سفر کې یې نور هېڅ ښځه یا نجلۍ ونه لیدله چې په واټونو کې د طالبانو پر ضد لاریون وکړي.

سلیمانوف، سره له دې چې طالبان یې یوه افراطي ډله وبلله، ویې ویل چې اوس مهال د دې ډلې لپاره روښانه بدیل نه شته. هغه خبرې اترې د افغانستان د خلکو لپاره یوازینۍ موجوده لار وبلله.

د ملا عمر په اړه د کتاب لیکواله: د افغانستان د جګړې روایتونه باید له سره وڅېړل شي

د ملا عمر په اړه د یوه کتاب لیکواله او څېړونکې بټي ډم په دې غونډه کې وویل، په افغانستان کې د جګړې ښکېلو لوریو هڅه کړې چې خپل روایتونه نړۍ ته وړاندې کړي.

نوموړې وایي، خبریالانو کولای شول د جګړې د ښکېلو لوریو د ادعاوو په رښتیا معلومولو کې اغېزناک رول ولوبوي، خو د هغې په باور، ډېرو خبریالانو تر اړتیا زیاته دا انګېرله چې د ناټو روایت سم دی.

ډم زیاته کړه چې ناټو په افغانستان کې د بریا لپاره پراخ پلان درلود، خو د جګړې واقعیت تر دې ډېر پېچلی و او په دغه هېواد کې بېلابېلو لوریو بریدونه کول.

د هغې په خبره، د حامد کرزي د شاوخوا کسانو په اړه د څېړنې پر مهال ورته څرګنده شوې وه چې د هغه ځینې نږدې کسان په بریدونو کې لاس لري. دې موضوع وهڅوله چې په افغانستان کې د طالبانو رول نور هم وڅېړي.

ډم د ملا عمر په اړه د خپلې څېړنې په هکله وویل چې غوښتل یې د رسنیو د خپرو شویو روایتونو او هغو واقعیتونو ترمنځ توپیر وڅېړي چې د پنځو کلونو ساحوي څېړنو په ترڅ کې یې ترلاسه کړي وو.

د نوموړې په وینا، ملا عمر یو کلیوال سړی و، دیني زده‌کړې یې محدودې وې او ډېر سخت دریځي نظرونه یې لرل.

‌ډم زیاته کړه چې د ملا عمر په شاوخوا کې د طالبانو داسې کسان هم وو چې له امریکا سره د تعامل مخالفت یې نه کاوه. د هغې په وینا، نن هم په کابل کې د طالبانو داسې کسان شته چې له لوېدیځو هېوادونو سره د تعامل مخالف نه دي.

دغه څېړونکې د ملا عمر د راڅرګندېدو د شرایطو په اړه وویل چې د افغانستان کورنیو جګړو په کندهار کې قبایلي جوړښتونه کمزوري کړي وو. د هغې په وینا، په داسې شرایطو کې د ځینو پخوانیو قبایلي مشرانو او قاچاق‌وړونکو پرېکړه وکړه چې ملا عمر د ګډوډۍ او کورنۍ جګړې پر وړاندې د یوه سمبولیک شخصیت په توګه مطرح کړي.

ډم په ورته وخت کې وویل چې د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ او اوسني وضعیت ترمنځ توپیرونه شته، که څه هم د نن ورځې په افغانستان کې نجونې هم له شپږم ټولګي وروسته په ښوونځیو کې له زده‌کړو بې‌برخې دي.

ډم په افغانستان کې د لوېدیځو هېوادونو تجربې ته په اشارې وویل چې دغو هېوادونو په تېرو شلو کلونو کې د افغانستان پر خلکو ډېر کړاوونه تېر کړل، ځکه د هغې په باور، د افغانستان واقعیتونه یې په سمه توګه نه وو درک کړي.

هغې د افغانستان اوسنی وضعیت یوه تریخ بن‌بست وباله.