• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د سوداګرۍ او پانګونې خونې له اندونیزیايي سوداګرو غوښتي چې په افغانستان کې پانګونې وکړي

۲۳ تله ۱۴۰۵ - ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۲:۵۵ GMT+۱تازه شوی: ۲۴ تله ۱۴۰۵ - ۱۶ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۰:۵۸ GMT+۱

د طلبانو تر چتر لاندې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال حبیب‌الله عمر د یو سوداګریز پلاوي په مشرۍ د اندونېزیا په یو څلوېښتم نړیوال نندارتون کې ګډون کړی. دغه طالب پلاوي له اندونیزیايي سوداګرو غوښتي چې په افغانستان کې پانګونې وکړي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د پنجشنبې په ورځ (د تلې ۲۳مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د دغې خونې ۵۰ کسیز پلاوي د اندونیزیا د ۴۱م نړۍوال نندارتون له بېلابېلو برخو لیدنه وکړه او همداراز یې نندارې ته د وړاندې شویو محصولاتو په اړه معلومات ترلاسه کړل.

د دغه پلاوي مشر حبیب‌الله عمر د نندارتون ګډونوالو ته په افغانستان کې د پانګونې د شته فرصتونو او کورنیو نندارتونونو په اړه معلومات وړاندې کړل.

هغه د بېلابېلو برخو له سوداګرو او استازو یې وغوښتل چې د افغانستان په بېلابېلو سکټورونو کې پانګونې وکړي.

دغه ۵۰ کسیز پلاوی د پنجشنبې په ورځ په یاد نندارتون کې د ګډون په موخه د اندونیزیا پلازمېنې جارکارتا ښار ته رسېدلی دی.

اندونیزیا ته د تللي پلاوي موخه د افغانستان د سوداګریزو محصولاتو او پانګونې فرصتونو معرفي کول، د سیمه‌ییزو او نړۍوالو بازارونو په اړه د معلوماتو تبادله او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټورونو ترمنځ د همکاریو پیاوړتیا لپاره د مناسبو لارو موندل یاد شوي دي.

ډېر لیدل شوي

د ۵۹۵ شمېرې افغان چورلکې ۱۵ کلن مزل او نسکورېدل
۱
ځانګړی

د ۵۹۵ شمېرې افغان چورلکې ۱۵ کلن مزل او نسکورېدل

۲

د جرمني په توتلینګن کې افغان ځوان د «تشو مرمیو تومانچې» له امله وژل شوی

۳

ملګرو ملتونو د افغانستان خپلواک څېړنیز میکانېزم لپاره ۳،۲ میلیونه ډالر بودجه وړاندیز کړې

۴

د انګور باغ اوسېدونکي: طالبانو په زور خلک له خپلو کورونو اېستلي دي

۵

راپور؛ د طالبانو ارزانه ډرونونو پاکستان ته نوی سرخوږی جوړ کړی

•
•
•

نور خبرونه

ماشومانو د ساتنې بنسټ: راتلونکی کال به ۴ میلیونه ماشومان د خوارځواکۍ درملنې ته اړتیا ولري

۲۳ تله ۱۴۰۵ - ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۲:۴۲ GMT+۱
100%

د ماشومانو د ساتنې نړیوال بنسټ وايي، افغانستان کې به په ۲۰۲۷ کال کې تر پنځو کلونو کم عمر لرونکي شاوخوا ۴،۰۴ میلیونه ماشومان د خوارځواکۍ درملنې ته اړتیا ولري. دا شمېر د ۲۰۲۶ کال په پرتله ۹ سلنه زیاتوالی ښيي. همداراز د مرستو کمښت د روغتیا او تغذیې خدمتونه له جدي فشار سره مخ کړي دي.

د ماشومانو د ساتنې نړیوال بنسټ د پنجشنبې په ورځ، د اکتوبر په ۱۵مه، د خوړو د خوندیتوب د نړیوالې کچې د طبقه‌بندۍ (IPC) د نوې ارزونې پر بنسټ ویلي، په افغانستان کې د حادې خوارځواکۍ کچه به په ۲۰۲۷ کال کې تر بل هر ثبت شوي پړاو لوړه شي.

د راپور له مخې، په راتلونکي کال کې به نږدې ۱،۱ میلیونه ماشومان له شدیدې حادې خوارځواکۍ سره مخ وي، په داسې حال کې چې په ۲۰۲۶ کال کې دغه شمېر ۹۴۲ زره اټکل شوی و. دا د شدیدې خوارځواکۍ په پېښو کې ۱۶ سلنه زیاتوالی ښيي.

دد خوړو د خوندیتوب د نړیوالې کچې د طبقه‌بندۍد ارزونې له مخې، اوس مهال په افغانستان کې شاوخوا ۱۵،۹ میلیونه کسان، چې د ارزول شوې ټولنې ۳۲ سلنه جوړوي، د خوړو د نه‌خوندیتوب له بحراني یا تر دې هم ناوړه پړاو سره مخ دي. په دې ډله کې ۳،۴ میلیونه کسان د لوږې په بېړني پړاو کې دي.

د ژمي په رارسېدو د لوږې د پراخېدو اندېښنه

د راپور له مخې، د ۲۰۲۶ کال له نومبر څخه د ۲۰۲۷ کال تر اپرېل پورې به په افغانستان کې ۱۹،۲ میلیونه کسان، چې شاوخوا ۱۰ میلیونه یې ماشومان دي، د خوړو د نه‌خوندیتوب له بحراني یا تر دې لوړو پړاوونو سره مخ شي. دا شمېر د اوسني وضعیت په پرتله شاوخوا ۳،۳ میلیونه زیاتوالی ښيي.

تمه ده چې د ژمي په میاشتو کې د کرنیزو فعالیتونو او کاري فرصتونو کمښت، سړه هوا او لرې پرتو سیمو ته د لاسرسي ستونزې به د خلکو د خوړو وضعیت نور هم خراب کړي.

د ماشومانو د ژغورنې نړیوال بنسټ وايي، سره له دې چې سږ کال د ورښتونو وضعیت ښه شوی او حاصلات هم ښه وو، د بشري مرستو کمښت، د خلکو د پېرلو د ځواک کمزوري او بې‌کاري لا هم د کورنیو د خوړو د برابرولو وړتیا محدوده کړې ده.

د خوارځواکۍ له امله د ماشومانو روغتیا له ګواښ سره مخ ده

په راپور کې د ۲۵ کلن میرویس او ۲۳ کلنې اسما د کورنۍ بېلګه هم راوړل شوې ده. د راپور له مخې، دغه کورنۍ له خپلو درېیو ماشومانو سره د کار او اوبو موندلو لپاره له یوې سیمې بلې ته ځي. اسما او د هغې ۱۸ میاشتنی ماشومه، سمایه، دواړه د ماشومانو د ژغورنې نړیوال بنسټ په یوه روغتیايي کلینیک کې د حادې خوارځواکۍ درملنه شوي دي.

میرویس ویلي: «وچکالۍ په تېرو څو کلونو کې زموږ وضعیت ډېر خراب کړی دی. زموږ ژوند پر کرنه ولاړ دی، خو سږ کال هر څه وچ شول.»

هغه زیاته کړې: «که دا کلینیک نه وای، له ډېرو ستونزو سره به مخ شوي وو. پخوا به مو د درملنې لپاره ښار ته د تګ په موخه پیسې پور اخیستې. زموږ د اقتصادي وضعیت په پام کې نیولو سره، دغه لګښتونه زموږ پر کورنۍ دروند بار وو.»

د ماشومانو د ساتنې نړیوال بنسټ وايي، د بودجې د کمښت له امله یې په افغانستان کې ۴۰ روغتیايي مرکزونه، د تغذیې کلینیکونه او ګرځنده روغتیايي ډلې د روان کال په اوږدو کې د تړل کېدو له خطر سره مخ دي.

د دغه بنسټ په وینا، یاد مرکزونه او ګرځنده ډلې د افغانستان په لرې پرتو او سخت‌لاسرسي سیمو کې فعالیت کوي، په ځینو سیمو کې د ټولنو لپاره د میندو او نویو زېږېدلو ماشومانو د پاملرنې په ګډون بل روغتیايي خدمت هم نشته.

په افغانستان کې د ماشومانو د ژغورنې نړیوال بنسټ مشر، اشیش داملي، د وضعیت په اړه ویلي: «افغانستان د لوږې له یوې وژونکې کړکېچنې وضعې سره مخ دی او د پای نښې یې نه لیدل کېږي. اړتیاوې په چټکۍ زیاتېږي، خو مهمې مالي سرچینې مخ پر وچېدو دي.»

هغه خبرداری ورکړی چې ژمی یوازې څو اوونۍ لرې دی او د هغو ماشومانو لپاره به د ژوندي پاتې کېدو هڅې لا سختې شي چې له حادې خوارځواکۍ سره مبارزه کوي.

داملي ویلي، د دغه بنسټ ډاکټران او نرسان هره ورځ د لوږې د کړکېچ پایلې ویني: خوارځواکي ماشومان کلینیکونو ته راوړل کېږي، میندې د دې لپاره خپله لوږه زغمي چې کورنۍ یې خواړه ولري، او والدین د خپلو ماشومانو د خرابېدونکي روغتیايي وضعیت له امله د مرستې په لټه کې وي.

هغه زیاته کړې: «هیڅ مور او پلار باید اړ نه شي چې د خپل ماشوم د یوې درملنې وړ ناروغۍ کړاوونه وګوري، یوازې ځکه چې اړین روغتیايي خدمتونه ورته د لاسرسي وړ نه دي.»

د ماشومانو د ژغورنې نړیوال بنسټ له حکومتونو او مرستندویانو غوښتي چې د روغتیا او تغذیې اړین خدمتونه خوندي کړي، څو نور ماشومان د درملنې له اسانتیاوو بې‌برخې نه شي.

دغه بنسټ د ۲۰۲۶ او ۲۰۲۸ کلونو ترمنځ د ماشومانو د خوارځواکۍ د درملنې او مخنیوي لپاره د ۳۰۰ میلیونه ډالرو نړیوال نوښت هم پیل کړی دی.

د بنسټ د معلوماتو له مخې، دغه سازمان له ۱۹۷۶ کال راهیسې په افغانستان کې فعالیت کوي، اوس په نهو ولایتونو کې پروګرامونه لري او په نورو ۱۱ ولایتونو کې له شریکانو سره کار کوي. بنسټ وايي، تېر کال یې له دوو میلیونو زیاتو کسانو سره مرسته کړې چې نږدې نیمایي یې ماشومان وو. همداراز نږدې پنځه زره ماشومان یې له شدیدې حادې خوارځواکۍ درمل کړي دي.

محمد نبي عمري د طالبانو د پوستو ستاینه کوي؛ خو عام وګړي یې له ناوړه چلند شکایت لري

۲۳ تله ۱۴۰۵ - ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۱:۱۸ GMT+۱
100%

د طالبانو کورنیو چارو وزارت لومړي مرستیال محمد نبي عمري په لارو کې د تالاشیو پر مهال د طالب وسله‌والو د چلند ستاینه کړې؛ خو د بشري حقونو راپورونه او د افغانانو څرګندونې ښيي چې خلک په چیک ‌پواینټونو کې د بې‌ځایه پوښتنو، د موبایلونو د پلټنې او له دوی سره د ناوړه چلند شکایتونه لري.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستیال مولوي محمد نبي عمري د طالبانو د امنیتي پوستو د چلند په اړه د خپلو تجربو په بیانولو سره د طالب وسله‌والو ستاینه کړې ده. هغه ویلي، کله چې په لارو او کوڅو کې خپل سرتېري ویني، د الله شکر ادا کوي، ځکه د ده په وینا، هغوی ورسره په درناوي سلام کوي او د امنیتي تلاشي پر مهال ترې پوښتنې کوي.

عمري ویلي: «ما چې کله هم په لارو ګودو کې خپل پولیس لیدلي دي، نو شکر مې ویستی، ځکه په احترام سلام اچوي.»

هغه زیاته کړې، که د چا د موټر ښیښې تورې وي، وسله ورسره وي یا د موټر نمبرپلېټ ونه لري، امنیتي سرتېري یې پوښتنه کوي. نوموړي د دغو اقداماتو په اړه ویلي چې دوی بیا بیا د الله شکر ادا کوي.

عمري د طالبانو د مشر هبت‌الله اخوندزاده د تصفیوي او امنیتي غونډو یادونه هم کړې او ویلي یې دي چې د کورنیو چارو وزارت وزیر سراج‌الدین حقاني او ارشد معین ابراهیم صدر په دغو غونډو کې ګډون کوي، څو د طالبانو د لیکو د تصفیې او د امنیت د ټینګښت په اړه خبرې وکړي.

د عامو خلکو تجربه؛ د پوستو له چلنده شکایتونه

خو د عمري د شخصي تجربې او د امنیتي پوستو په اړه د عامو خلکو د شکایتونو ترمنځ څرګند توپیر لیدل کېږي. د کابل، ننګرهار او کندوز اوسېدونکي په چیک ‌پواینټونو کې د طالب وسله‌والو له چلند شکایت لري.

د راپور له مخې، ځینو اوسېدونکو د امنیتي کسانو له خوا د بې‌ځایه پوښتنو، له خلکو سره د غوسې ډک چلند، د موبایلونو د پلټنې او د امنیتي کسانو د یونیفورم او پېژندنې د ستونزو یادونه کړې.

د کابل یوه اوسېدونکي د نوم د نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل- پښتو سره په خبرو کې وویل، چې طالبان د تلاشي پر مهال د اعتراض په صورت کې له عامو خلکو سره تاوتریخجن چلند کوي.

نوموړي وویل: «څو ځل رانه د تالاشئ پر مهال د مبایل غوښتنه شوې، مبایل زما شخصي حریم دی، که یې ورکوم نو زما شخصي حریم ته سپکاوی دی او که یې نه ورکوم نو بد رد او سل ډوله نومونه راباندې کېښودل شوي، یو قانون باید وي چې دوی ته وویل چې څنګه برخورد له خلکو سره وشي.»

د بشري حقونو د څار سازمان هم په خپل ۲۰۲۶ کال نړیوال راپور کې ویلي چې د طالبانو اړوندو ادارو د ګرځنده ټیلیفونونو د پلټنې او د موټرو د سپرلیو او پلي کسانو د پوښتنو لپاره پوستې جوړې کړې دي. راپور د ښځو پر ازادۍ د محدودیتونو او د ادعا شویو سرغړونو په تړاو د خلکو د نیولو یادونه هم کوي.

د امنیتي تلاشي او د خلکو د حقونو ترمنځ کرښه

په پوستو کې د مشکوکو موټرو، وسلو او اسنادو په اړه پوښتنې د امنیتي چارو یوه برخه کېدای شي؛ خو دا پوښتنه پر ځای ده چې دغه اقدامات د کومو اصولو له مخې ترسره کېږي، د خلکو له شخصي حریم سره څومره درناوی کېږي او د امنیتي کسانو د ناوړه چلند پر وړاندې د شکایت لپاره کوم اغېزمن میکانیزم شته.

د عمري په خبرو کې د ده او د طالبانو د چارواکو له تجربو څخه یادونه شوې، خو هغه په ورکړل شوې وینا کې د عامو خلکو له تجربو، د پوستو پر مهال د هغوی له شکایتونو او د ناوړه چلند د مخنیوي له لارو چارو سره مشخصه ارزونه نه ده وړاندې کړې.

د خلکو د شکایتونو او د بشري حقونو د راپورونو له مخې، د پوستو د فعالیت ارزونه یوازې د امنیتي چارواکو د شخصي تجربو پر بنسټ نه شي کېدای، د عادي مسافرو، موټرچلوونکو، ښځو او نورو خلکو تجربې هم باید وارزول شي.

د چیک ‌پواینټونو په اړه د شکایتونو د پراخوالي د معلومولو لپاره د ټول افغانستان په کچه د خلکو د تجربو یوه باوري او تازه احصایه نه ده وړاندې شوې. له همدې امله، موجود راپورونه د ستونزو د بېلګو او مستندو اندېښنو په توګه ارزښت لري، خو په یوازې ځان نه شي ثابتولای چې د هېواد اکثریت خلک له دغو پوستو په کومه کچه شکایت لري.

د سراج‌الدین حقاني خبرداری؛ د پولیسو له قانون څخه سرغړونکو ته به «لازمه» جزا ورکړل شي

۲۳ تله ۱۴۰۵ - ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۰:۰۲ GMT+۱
100%

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر د پولیسو د قانون لارښودیزه غونډه کې خبرداری ورکړی، چې د دغه قانون سرغړونکو ته به «لازمه» جزا ورکړل شي. هغه څرګنده کړې، چې له دغه قانون سره د ټولو دندې مشخصې شوې دي. پر دغه قانون او په ځانګړې توګه د لاریونونو پر منع کېدو ګڼې نیوکې لا هم پر خپل ځای دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني د پنجشنبې په ورځ (د تلې ۲۳مه) د کورنیو چارو وزارت د ټولو برخو استازو ته د «شُرطې قانون» د تشرېح او لارښودېزه غونډه کې وویل، په دغه نوي قانون کې د ټولو دندې مشخصې شوې دي.

حقاني وویل: «دغه قانون چې په رسمي جریده کې نشر شوی، موږ پر دې مکلف شو. د هر چا دنده معلومه شوه».

طالبانو په دې وروستیو کې د پولیسو نوم په شُرطه بدل کړی دی او د پولیسو قانون د شُرطې د قانوم په نوم یادوي.

هغه خبرداری ورکړ، چې د دغه قانون سرغړونکي ته به «لازمه» سزا ورکړل شي او زیاته یې کړه: «له نن څخه وروسته که چا له دغه قانون څخه تخلف وکړ، موږ به یې د اګاهۍ او تنبیې لپاره خامخا پرې یو غږ وکړو، خو که بیا تکرار شو بیا نو هر مافوق مسوول مکلف دی، چې د دغه قانون د نه‌عملي کولو له امله د قانون مطابق لازمه جزا ورکړي».

طالبانو د پولیسو چې دوی یې اوس شُرطه بولي نوی قانون د روان کال د زمري میاشتې په ۳۱مه خپور کړی، چې د نیولو، تلاشي او د مظنونانو د څارنې واکونه په‌کې مشخص شوي؛ خو ملګري ملتونه د طالبانو د امنیتي ځواکونو د حساب ورکونې او خپل‌سرو نیونو په اړه لا هم اندېښنې لري.

د طالبانو د عدلیې وزارت وايي، دغه قانون یوه سریزه، دوه بابونه، پنځه څپرکي او ۵۳ مادې لري او د امنیت ساتنې، د سرحدونو امنیت، د ترافیک تنظیم، د بندیانو، نشه‌يي توکو، اختطاف او انساني قاچاق د مخنیوي په ګډون د پولیسو دندو او صلاحیتونو ته چوکاټ ټاکي.

په قانون کې د اشخاصو د هویت تثبیت، جلب او احضار، د مجرمینو نیول، د مظنونانو تر څارنې لاندې ساتل او تلاشي او د پولیسو له لوري د وسایلو د کارونې صلاحیتونه هم مشخص شوي دي.

د دغه قانون ۵۰ مه ماده وايي، چې د افغانستان په قلمرو کې هر نوع مظاهرې منع دي.

د قانون ۳۷مه ماده پولیسو ته د ځینو مشخصو وسایلو د کارولو اجازه ورکوي، چې د اوبو شیندلو او رنګ شیندلو وسایل، برېښنايي او ربړي ډنډې، ډال او وسلې په‌کې شامل دي.

د دغو وسایلو یادونه په داسې قانون کې چې په ورته وخت کې هر ډول مظاهرې منع کوي، پر لاریونونو د پولیسو د کنټرول او د عامه غونډو د مدیریت په برخه کې د زور له کارولو سره تړاو لري.

قانون په ورته وخت کې پولیس مکلفوي چې د شرعي محکمې له حکم پرته څوک په لښته، دُره یا کېبل ونه‌وهي او د مجرم د سزا پر مهال انځور یا ویډیو وانه‌خلي.

د قانون ۳۳مه ماده پولیس مکلفوي چې په څلورلارو او واټونو کې د طالبانو د «امر بالمعروف او نهی عن المنکر» له محتسبانو سره د انځورونو او ویډیوګانو د اخیستلو او ثبتولو په مخنیوي کې همکاري وکړي.

دا حکم له هغه محدودیت سره تړاو لري چې طالبانو مخکې هم د امر بالمعروف او نهی عن المنکر په قانون کې د ژونديو موجوداتو د انځورونو او فلمونو په اړه وضع کړی دی.

له دې سره سم، د بشري حقونو اړوندو نړۍوالو سازمانونو په هغه وخت کې د طالبانو د پولیسو په نوي قانون کې د هر ډول لاریونونو بندیز غندلی او دا یې د طالبانو له‌خوا د مخالفتونو د ځپلو د هڅو یوه برخه بللې ده.

دا ټول په داسې حال کې دي، چې همدا نن په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت (یوناما) د بشري حقونو څانګې په خپل تازه درې میاشتني راپور کې ویلي، چې د ۲۰۲۶ کال د جولای له لومړۍ نېټې څخه د سپټمبر تر ۳۰مې پورې د طالبانو د امربالمعروف مامورانو ۴۴۳ کسان په خپلسرې توګه نیولي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد بیا د یوناما پر وروستي راپور نیوکه کړې او تور یې لګولی، چې دغه دفتر په افغانستان کې د دوی پر ضد پر «پروپاګند» بوخت دی.

د ملګرو ملتونو سازمان خبرداری: په ژمي کې به ۴۰ سلنه افغانان د خوړو له شدید کمښت سره مخ شي

۲۳ تله ۱۴۰۵ - ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۸:۳۵ GMT+۱
100%

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (ایف‌ای‌او) او د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو‌ایف‌‌ ‌پي) خبرداری ورکړی چې د روان کال په ژمي کې به د افغانستان شاوخوا ۴۰ سلنه وګړي د خوړو له شدید ناورین سره مخ شي.

د ملګرو ملتونو دغو دوو بنسټونو د پنجشنبې په ورځ، د تلې په ۲۳مه، په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي چې په افغانستان کې د خوړو د خوندیتوب وضعیت مخ په خرابېدو دی او اټکل کېږي چې په ۲۰۲۷ کال کې به د شدیدې خوارځواکۍ پېښې هم د پام وړ زیاتې شي.

د اعلامیې له مخې، د خوړو د خوندیتوب د پړاوونو د مدغمې ډلبندۍ (ای پي ایس) وروستۍ ارزونې ښيي چې د روان کال له نومبر څخه د ۲۰۲۷ کال تر اپرېل پورې به، چې د ژمي موسم هم پکې شامل دی، شاوخوا ۱۹ میلیونه افغانان د خوړو له شدید کمښت سره مخ شي.

دغه شمېر د تېر کال د ورته مودې له ۱۷.۴ میلیونه کسانو سره په پرتله زیاتوالی ښيي.

د خوړو او کرنې سازمان او د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې له دې ډلې به شاوخوا پنځه میلیونه کسان د لوږې له بېړني حالت سره مخ شي، چې د خوړو د خوندیتوب د ډلبندۍ څلورم پړاو بلل کېږي.

د دغو بنسټونو په وینا، دا شمېر د ۲۰۲۶ کال د اپرېل او سپټمبر میاشتو ترمنځ د شوې وړاندوینې په پرتله دوه برابره دی.

په ګډه اعلامیه کې راغلي چې د خوړو د خوندیتوب تر ټولو خراب وضعیت به په بدخشان، بادغیس، دایکندي، غور، سمنګان، سرپل او د غزني په کلیوالو سیمو کې وي.

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې په دغو سیمو کې د انساني تلفاتو او د خلکو د معیشت د بشپړ له منځه تلو د مخنیوي لپاره بېړنیو خوراکي مرستو او کرنیز ملاتړ ته جدي اړتیا ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان استازي ریچارډ ټرېنچارډ ویلي چې د بشري ناورین د پراخېدو د مخنیوي لپاره باید له وړاندې عملي اقدامات وشي.

نوموړي زیاته کړې: «موږ باید همدا اوس عملي حل‌لارې پراخې کړو، د اټکل کېدونکو ناورینونو له رامنځته کېدو مخکې اقدام وکړو او د کرنیزو محصولاتو د پروسس او سیمه‌ییزو کرنیزو کاروبارونو په برخه کې پانګونه وکړو، څو کروندګر له بازارونو سره ونښلول شي او کاري فرصتونه رامنځته شي».

هغه ټینګار کړی چې افغان کورنۍ د ژمي د تېرولو لپاره ملاتړ او د باور وړ عایداتي فرصتونو ته اړتیا لري، څو د راتلونکو اقتصادي او اقلیمي ستونزو پر وړاندې مقاومت وکړای شي.

په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام د دفتر مسوول جان آیلف هم خبرداری ورکړی چې لوږه او خوارځواکي د افغان کورنیو ژوند ورځ تر بلې ستونزمنوي.

نوموړي ویلي: «لوږه او خوارځواکي پر افغان کورنیو فشار زیاتوي او په داسې حال کې چې د دې وضعیت د مخنیوي لپاره مالي سرچینې کمېږي، لا ډېر خلک د ناورین تر پولې رسېږي».

هغه زیاته کړې چې د افغانستان د روان بشري ناورین یوه مهمه ځانګړنه د زیاتېدونکو اړتیاوو او کمېدونکو مالي سرچینو ترمنځ د واټن پراخېدل دي.

د خوړو نړیوال پروګرام دغه چارواکي ټینګار کړی چې د اقدام لپاره فرصت محدود دی او په چټکۍ سره له لاسه وځي.

نوموړي ویلي: «د بېړني ملاتړ په ترلاسه کولو سره کورنۍ کولای شي ژمی په عزت تېر کړي، خو له مرستو پرته به ډېرې کورنۍ له داسې سختو انتخابونو سره مخ شي چې هېڅ مور او پلار باید ورته اړ نه شي».

د افغانستان بشري ناورین ولې پراخ شوی؟

افغانستان په ۲۰۲۱ کال کې واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته له پراخ بشري او اقتصادي ناورین سره مخ شوی چې له امله یې میلیونونه وګړي نړیوالو بشري مرستو ته اړتیا لري.

په وروستیو کلونو کې له ګاونډیو هېوادونو څخه د میلیونونو افغان کډوالو جبري ستنېدو، سختو وچکالیو، ناڅاپي سېلابونو، ویجاړوونکو زلزلو او د نړیوالو مرستو کمېدو دغه وضعیت نور هم خراب کړی دی.

سربېره پر دې، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لارو تړل کېدو او د هرمز تنګي له لارې د سوداګریزو توکو په لېږد کې ګډوډیو هم د افغانستان پر اقتصادي او بشري وضعیت منفي اغېزې کړې دي.

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې که د ژمي له رارسېدو مخکې بېړنۍ مرستې برابرې نه شي، میلیونونه افغانان به د لوږې، خوارځواکۍ او د ژوند د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو له لا سختو ستونزو سره مخ شي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي نوې استازې په روانه اونۍ کې افغانستان ته ځي

۲۳ تله ۱۴۰۵ - ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۶:۵۷ GMT+۱
100%

افغانستان انټرنشنل ته باخبره سرچینو ویلي، چې ټاکل شوې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي نوې ځانګړې استازې او د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت (یوناما) مشره رباب فاطمې روانه اونۍ افغانستان ته لاړه شي او خپله دنده په رسمي ډول پیل کړي.

افغانستان انټرنشنل ته د ملګرو ملتونو لوړپوړو سرچینو ویلي، چې د یوناما نوې مشره به تر راتلونکو دریو ورځو کابل ته ورسېږي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د چنګاښ میاشتې پر ۲۵مه په رسمي ډول بنګله‌دېشۍ لوړپوړې ډیپلوماټه رباب فاطمه د افغانستان لپاره د خپلې نوې ځانګړې استازې او د یوناما د مشرې په توګه وټاکله.

رباب فاطمې له دې وړاندې په نړیوالو غونډو کې ګډون کړی او د بېلابېلو هېوادونو له چارواکو سره یې مهمې لیدنې کړې دي.

ملګرو ملتونو په تېرو څو کلونو کې افغانستان ته درې ښځینه استازې ټاکلې دي.

لومړۍ ښځه چې ملګرو ملتونو د افغانستان د ځانګړې استازې په توګه وټاکله، ډیبورا لاینز کاناډایۍ ډیپلوماټه وه، چې له اوږدې نړیوالې تجربې وروسته یې په ۲۰۲۰ کال کې دیوناما مشري پرغاړه واخېسته. هغې د افغانستان د جمهوریت د وروستیو کلونو، د سولې خبرو او د سیاسي بدلونونو په یوه خورا حساس وخت کې د ملګرو ملتونو استازیتوب وکړ.

له هغې وروسته د قرغیزستان پخوانۍ ولسمشره او د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیره روزا اوتونبایوا په ۲۰۲۲ کال کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازې په توګه کابل ته لاړه.

اوتونبایوا په خپلو راپورونو او څرګندونو کې په افغانستان کې پر ښځو د محدودیتونو په اړه اندېښنې څرګندې کړې.

رباب فاطمه داسې مهال کابل ته ځي، چې افغان ښځې او نجونې د زده‌کړو، کار او عامه ژوند په برخو کې له سختو محدودیتونو سره مخ دي.

رباب فاطمه څوک ده؟

رباب فاطمه یوه بنګله‌دېشۍ مسلکي ډیپلوماټه او د ملګرو ملتونو لوړپوړې چارواکې ده.

هغه په ملي او نړیوال ملکي خدمت کې له دریو لسیزو زیاته تجربه لري. د رباب کاري تجربه دوه اړخیزه او څو اړخیزه ډیپلوماسي، پالیسۍ جوړونه، د پراختیایي پروګرامونو طرحه او پلي کول او د نړیوالو سازمانونو رهبري او مدیریت رانغاړي.

هغې د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې د اجرایوي بورډ مشري کړې، د سولې د ټینګښت کمېسیون لومړنۍ ښځینه مشره پاتې شوې او د نړیوالو پراختیايي پروګرامونو په رهبرۍ کې یې رول لوبولی دی.

100%

نوموړې د ۲۰۲۲ کال له اګست میاشتې راهیسې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله او د لږ پرمختللو هېوادونو، په وچه کې ښکیلو مخ پروده هېوادونو او کوچنیو ټاپوګانو پرمختیايي هېوادونو عالي استازې پاتې شوې. په دې دنده کې یې د نړۍ د تر ټولو زیانمنو هېوادونو لپاره د نړیوال ملاتړ د جلب، د دوامدارې پراختیا موخود پلي کېدو، د لږ پرمختللو هېوادونو د ۲۰۲۲–۲۰۳۱ کاري پروګرام د عملي کولو او یو شمېر نړیوالو کنفرانسونو د چمتووالي مشري کړې ده.

رباب د لږ پرمختللو هېوادونو لپاره د ملګرو ملتونو د ټکنالوژۍ بانک د شورا د سرمنشي د استازې په توګه هم دنده ترسره کړې ده.

له ۲۰۱۹ څخه تر ۲۰۲۲ کال پورې نوموړې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په مقر کې د بنګله‌دېش سفیره او دایمي استازې وه. د همدې مودې پر مهال یې د لږ پرمختللو هېوادونو د پنځم نړیوال کنفرانس (LDC5) د چمتووالي کمېټې ګډه مشري وکړه او په ملګرو ملتونو کې یې د مشرتابه ګڼ مهم رولونه ترسره کړل، چې د ۲۰۲۲ کال د سولې د ټینګښت کمېسیون د مشرې په توګه ټاکل کېدل، د همدې کال دملګرو ملتونود ښځود اجرایوي بورډ ریاست، د ۲۰۲۱ کال د ملګرو ملتونو د دریو ادارو د اجرایوي بورډ مرستیالي، د ۲۰۲۰ کال د یونیسف د اجرایوي بورډ ریاست، د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د ۷۶مې دورې مرستیالي پکې شامل دي.

دغې کاري مخینې او تجربو ته په پام، د افغانستان لپاره د هغې ټاکل، چې له بشري ناورین او د ښځو او نجونو د حقونو محدودیت له ننګونې سره مخ دی، مهم ګڼل کیږي.

رباب فاطمه په ۱۹۸۹ کال کې خپله ډیپلوماتیکه دنده پیل کړه او په نیویارک، کلکته، جنیوا او بېجینګ کې یې د بنګلس دېش په ډیپلوماتیکو استازولیو کې په بېلابېلو دندو خدمت کړی دی.

نوموړې د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو لپاره د بنګله‌دېش د دایمي استازې دنده پر غاړه واخیسته.

تر دې وړاندې، نوموړې له ۲۰۱۶ څخه تر ۲۰۱۹ کال پورې په جاپان کې د بنګله‌دېش سفیره، له ۲۰۱۵ څخه تر ۲۰۱۶ کال پورې د بنګله‌دېش د بهرنیو چارو وزارت عمومي رییسه، له ۲۰۰۷ څخه تر ۲۰۱۱ کال پورې د کډوالۍ نړیوال سازمان د سویلي اسیا سیمه‌ییزه استازې او له ۲۰۱۲ څخه تر ۲۰۱۵ کال پورې د جنوبي او سوېل لوېدیزې اسیا او د اقلیم بدلون او کډوالۍ سیمه‌ییزه سلاکاره وه. هغه همدارنګه له ۲۰۰۶ څخه تر ۲۰۰۷ کال پورې په لندن کې د کامن‌وېلت دارالانشا د بشري حقونو د څانګې مشره هم پاتې شوې ده.

رباب فاطمه د امریکا له توفت پوهنتون څخه د نړیوالو اړیکو او ډیپلوماسۍ په برخه کې د ماسټرۍ سند او د اسټرالیا له کانبیرا پوهنتون څخه د ټولنیزو علومو د لیسانس سند ترلاسه کړی دی.