• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د علم په اړه د طالبانو د مشر وینا؛ د نجونو د زده‌کړو موضوع یو وار بیا له پامه غورځول شوې

۲۴ تله ۱۴۰۵ - ۱۶ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۷:۰۷ GMT+۱

د طالبانو ویاند مرستیال حمدالله فطرت د کندهار په یوه دیني مدرسه کې د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده د وینا یو متن خپور کړی، چې په‌کې د علم زده‌کړه او دیني زده‌کړې فرض او اړینې بلل شوې دي. خو په دغه وینا کې د نجونو د زده‌کړو هېڅ یادونه نه‌ده شوې.

ملاهبت الله اخوندزاده د پنجشنبې په ورځ (د تلې ۲۳مه) د کندهار په جهادي مدرسه کې د وینا پرمهال ویلي: «د دیني علم زده‌کړه جهاد دی او دا د الله پاک یو خوښ صفت دی». د وینا پرمهال هبت‌الله اخندزاده د «فساد» د له‌منځه وړلو او د «اصلاح» د رامنځته کولو لپاره د علم زده‌کړه فرض او اړینه بللې ده.
د هبت‌الله اخوندزاده ټوله وینا پر دین، زده‌کړو، د دیني عالمانو او استادانو پر درناوي، د شریعت پر پلي کولو او په ترسره کولو ورټوله وه. د طالبانو مشر ټینګار کړی، چې خلک او دیني عالمان باید د دیني علومو زده‌کړې او تدریس ته دوام ورکړي؛ څو دین ژوندی پاتې شي.
ملا هبت‌الله د خپلې وینا په یوه برخه کې ویلي: «دیني عالمان د پیغمبرانو وارثان دي؛ د الله احکام، پرېکړې او شریعت د دیني عالمانو له لارې خلکو ته رسېږي او د خلکو اصلاح هم د هغوی په وسیله کېږي».

د طالبانو مشر د دیني مدرسو له زده‌کوونکو غوښتي، چې خپلې زده‌کړې پرېنږدي، د خپلې پوهې د لوړولو لپاره هڅه وکړي، د علم په زده‌کړه کې پر نورو غرور ونه کړي او خپله پوهه له نورو ونه سپموي.

هبت‌الله د خپلې وینا په پای کې د خبرو په یوه برخه کې ویلي: «نن د ازموینې وخت دی؛ ډېر احتیاط وکړئ». سره له دې چې د طالبانو مشر د علم او زده‌کړې پر اهمیت ټینګار کړی؛ خو د هغه د وینا په خپور شوي متن کې د نجونو او ښځو پر زده‌کړو د بندیز په اړه هېڅ یادونه نه‌ده شوې.
طالبانو د ۲۰۲۱کال په اګست کې واک ته تر رسېدو وروسته د نجونو او ښځو پر زده‌کړو پراخ محدودیتونه ولګول. له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځیو ته له تګ څخه محرومې شوې او د ۲۰۲۲کال په ډسمبر کې طالبانو په دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې د ښځو پر لوړو زده‌کړو هم بندیز ولګاوه.
د دغه محدودیتونو تر لګېدو څو کاله وروسته هم په افغانستان کې نجونې او ښځې له منځنیو او لوړو زده‌کړو بې‌برخې دي.

ډېر لیدل شوي

راپور؛ د طالبانو ارزانه ډرونونو پاکستان ته نوی سرخوږی جوړ کړی
۱

راپور؛ د طالبانو ارزانه ډرونونو پاکستان ته نوی سرخوږی جوړ کړی

۲

ازادۍ او مقاومت جبهو پر ډیپلوماتیکو استازولیو د «احتمالي بریدونو» خبرداری ورکړی

۳
ځانګړی

د کلیوالو ښځو نړیواله ورځ؛ د هغو ښځو ستړی ژوند چې له چرګ بانګ سره له خوبه پاڅیږي

۴

اصف درانی: پاکستان د افغانستان په اړه ګڼې تېروتنې کړې دي

۵

د ملګرو ملتونو سازمان خبرداری: په ژمي کې به ۴۰ سلنه افغانان د خوړو له شدید کمښت سره مخ شي

•
•
•

نور خبرونه

راپور؛ په افغانستان کې ۱۹.۲ مېلیونه کسان د خوارځواکۍ او لوږې له جدي ګواښ سره مخ دي

۲۴ تله ۱۴۰۵ - ۱۶ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۵:۳۱ GMT+۱
100%

د خوړو د خوندیتوب پړاوونو د طبقه‌بندۍ (IPC) په تازه راپور کې ویل شوي، چې د ۲۰۲۶کال له نومبر څخه د ۲۰۲۷کال تر اپرېل میاشتې پورې به په افغانستان کې ۱۹.۲ مېلیونه کسان د خوړو د نه خوندیتوب له بحراني یا تر دې هم ناوړه وضعیت سره مخ شي.

د راپور له مخې، د افغانستان د وګړو ۳۸ سلنه برخه به په دغه موده کې د خوړو د نه خوندیتوب د درېیم او څلورم پړاو له ستونزو سره مخ وي چې له دې ډلې به پنځه مېلیونه کسان د بېړني وضعیت په څلورم پړاو کې وي.
راپور چې (د تلې ۲۳مه) خپور شوی زیاتوي، چې د خوړو د نه خوندیتوب وضعیت د تېرکال د ورته مودې پرتله کړکېچن شوی او اوس شاوخوا ۱۵.۹ مېلیونه کسان له دغه ستونزې سره مخ دي.
د راپور له مخې، بې‌وزلي، بې‌کاري، د خلکو د پېرلو کمزوری ځواک، د خوراکي توکو او کرنیزو توکو د بیو لوړېدل، له پاکستان سره د سوداګرۍ ګډوډي او له ایران او پاکستان نه د افغان کډوالو پراخې ستنېدنې د خلکو پر ژوند او اقتصادي وضعیت فشار زیات کړی دی.
راپور کاږي، د ژمي په سوړ موسم کې د کرنیزو فعالیتونو او ورځني کار د فرصتونو کمښت به د خلکو د عاید کچه نوره هم راټیټه کړي. اټکل کېږي، چې په اوو ولایتونو کې به خلک د خوړو د نه خوندیتوب له بېړني وضعیت سره مخ شي. دغه ولایتونه دایکنډي، غزني، بدخشان، سمنګان، سرپل، بادغیس او غور یاد شوي دي.
په ۲۰۲۷کال کې د څه باندې څلور مېلیونه ماشومانو د خوارځواکۍ اټکل
د IPC په راپور کې اټکل شوی، چې د ۲۰۲۷کال په اوږدو کې به د شپږو میاشتو او پنځو کلونو ترمنځ عمر لرونکي شاوخوا ۴.۰۴ مېلیونه ماشومان د خوارځواکۍ درملنې ته اړتیا ولري.
د راپور له مخې، په دې ډله کې به نږدې ۱.۱ مېلیونه ماشومان له سختې خوارځواکۍ او ۲.۹۵ مېلیونه نور به له منځنۍ کچې خوارځواکۍ سره مخ وي. دغه شمېرې د ۲۰۲۶کال د اټکلونو پرتله په ترتیب سره ۱۶ او اته سلنه زیاتوالی ښيي.
همداراز اټکل کېږي، چې په ۲۰۲۷کال کې به ۱.۲۷ مېلیونه امېندوارې او شیدې ورکوونکې ښځې د خوارځواکۍ درملنې ته اړتیا ولري. راپور زیاتوي، چې د ۲۰۲۶کال له اګست څخه تر اکتوبر پورې په لسو ولایتونو کې د خوارځواکۍ وضعیت د بحراني حالت په څلورم پړاو کې و.
اټکل کېږي، چې د ۲۰۲۷کال له اپرېل څخه تر جولای پورې به د دغه وضعیت لرونکو ولایتونو شمېر ۱۴ ته لوړ شي.
د خوارځواکۍ مهم لاملونه
د راپور له مخې، د ماشومانو نامناسبه تغذیه، د خوراکي توکو کمښت، د نس ناستې او کولرا په څېر ناروغۍ، د څښاک اوبو او روغتیایي اسانتیاوو نشتوالی او روغتیايي خدمتونو ته محدود لاسرسی د خوارځواکۍ له مهمو لاملونو څخه دي.
راپور کاږي، د تغذیې خدمتونو د شاوخوا درېیمې برخې مرکزونو تړل کېدو یا د فعالیت ځنډېدو د ماشومانو، ښځو او نورو زیان‌منونکو ډلو وضعیت لا کړکېچن کړی دی. په راپور کې راغلي، چې یوازې یو پر درېیمه برخه افغان ماشومان اړین خواړه ترلاسه کوي؛ په داسې حال کې چې شاوخوا ۶۰ سلنه ماشومان غیرمغذي خواړه خوري.
د راپور د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۶کال اګست میاشتې پورې په افغانستان کې د نس ناستې ۳.۳ مېلیونه پېښې ثبت شوې وې.
د بشري مرستو کمښت
راپور ټینګار کوي، چې د خوړو خوندیتوب او د خوارځواکۍ له کړکېچن وضعیت مخنیوي لپاره باید بشري مرستې زیاتې او د ژمي له رارسېدو مخکې اړمنو کورنیو ته ورسول شي.
د راپور له مخې، د ۲۰۲۶کال له نومبر څخه د ۲۰۲۷کال تر اپرېل میاشتې پورې به هغه مرستې چې د خلکو د ورځنۍ اړتیاوو شاوخوا ۵۰ سلنه پوره کوي یوازې د نفوس یو سلنې ته ورسېږي.
راپور همداراز د روغتیايي او تغذیوي خدمتونو د پیاوړتیا، د څښاک اوبو او روغتیا ساتنې د اسانتیاوو د ښه‌والي او د راستنېدونکو کډوالو د ملاتړ غوښتنه کړې ده.

اعتراض کوونکي: په پاریس کې دې د افغانستان ډیپلوماتیکه استازولي طالبانو ته نه سپارل کېږي

۲۴ تله ۱۴۰۵ - ۱۶ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۳:۳۱ GMT+۱
100%

د بشري حقونو فعالانو له طالبانو سره د فرانسې د اړیکو پراختیا په اعتراض کې د یوې راټولېدنې پرمهال د دغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر څخه په یوه پرانیستي لیک کې غوښتي، چې په پاریس کې دې د افغانستان ډیپلوماتیکه استازولي د طالبانو استازو ته نه سپاري.

په دغه لیک کې له طالبانو سره د اړیکو عادي کولو د پایلو په اړه خبرداری ورکړل شوی دی. لاتراوسه د فرانسې حکومت په دغه هېواد کې طالبانو ته د افغانستان د سیاسي او کونسلي استازولۍ د سپارلو په اړه خپله پرېکړه نه‌ده اعلان کړې. په پاریس کې د افغانستان سفارت یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د فرانسې حکومت د سفارت د سپارلو په اړه پرېکړه نه‌ده کړې.
د لیک لاسلیک‌کوونکو ټینګار کړی، چې د کډوالۍ او امنیتي مسایلو د حل لپاره له طالب چارواکو سره د فرانسې محدودې او تخنیکي اړیکې باید د طالبانو د رسمیت پېژندنې یا ورسره د اړیکو د عادي کولو لامل نه‌شي.
هغوی همدارنګه د فرانسې له حکومت څخه غوښتي، چې په دغه هېواد کې د طالبانو د هر ډول رسمي استازولۍ له جوړېدو سره مخالفت وکړي او له طالب چارواکو سره په ټولو خبرو کې د افغان ښځو او نجونو حقونو ته لومړیتوب ورکړي.
په لیک کې راغلي، له زده‌کړو، کار او ټولنیز ژوند څخه د افغان ښځو او نجونو محرومول ایجابوي چې فرانسه د بشري حقونو په برخه کې خپلو ژمنو ته ژمنه پاتې شي او په خپلو پرېکړو کې هم دغه اصول په پام کې ونیسي.
د بشري حقونو فعالانو خبرداری ورکړی، چې په فرانسه کې د طالبانو د استازو رسمي حضور ښايي د افغان کډوالو، په ځانګړې توګه د بشري حقونو د مدافعانو، خبریالانو، هنرمندانو، د پوهنتون استادانو او مدني فعالانو امنیتي اندېښنې زیاتې کړي.
دغه لیک د نهو فعالانو او مدني څېرو له‌خوا لاسلیک شوی، چې په‌کې د فرانسې او افغانستان د کلب مشر فرانسوا هوستالیه، د فارسي کړۍ ټولنې مشره شکېبا داوود او په فرانسه کې د بښنې نړۍوال سازمان پخوانۍ مشره ژنوویو ګاریګوس شامل دي.
دوی په اعتراضي غونډه کې «په پاریس کې طالبانو ته نه»، «تخنیکي خبرې له طالبانو سره د اړیکو د عادي کولو په معنا دي» او «په پاریس کې د بشري حقونو د سرغړوونکو حضور د منلو وړ نه‌دی» شعارونه هم ورکړل.
فرانسې، جرمني او بلجیم د افغان کډوالو د بېرته اېستلو په اړه له طالبانو سره خبرې کړې دي. د اروپا ځینې نور هېوادونه هم له اروپايي ټولنې بهر هېوادونو ته د ناقانونه پناه‌غوښتونکو د بېرته لېږلو طرحه ارزوي.
تر دې وړاندې د قرغزستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي و، چې د افغان پناه‌غوښتونکو د منلو په اړه یې د اروپايي هېوادونو وړاندیز رد کړی دی.

د زنبق چاودنې اوږد سیوری؛ د مرګ او ژوند ترمنځ د یوې کونډې مور د لوږې کیسه

۲۴ تله ۱۴۰۵ - ۱۶ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۳:۱۲ GMT+۱
•
محبوب‌ شاه محبوب
100%

د کابل په ارزان‌قیمت کې یوه کونډه مور د ورځې په ۱۵۰ افغانیو د خپلو درېیو ماشومانو د مړولو هڅه کوي.

مېړه یې نهه کاله وړاندې د زنبق په خونړۍ چاودنه کې ووژل شو، له هغه وروسته ورته ټاکل شوې دولتي مرسته هم بنده شوه او اوس یې نهه کلن زوی کله ناکله د بازار له غورځول شویو سبزیو د کور لپاره ماښامنۍ برابروي. د شبانې ژوند د هغو میلیونونو افغانانو د برخلیک یوه بېلګه ده چې جګړو یې د کورنۍ غړي ترې اخیستي او بې‌وزلۍ یې لا هم ژوند تریخ کړی دی.

د کابل په ختیځ کې، د ارزان‌قیمت یا احمدشاه بابا مېنې په یوه څنډه کې، د ماښام له رارسېدو سره د کوڅو شور ورو ورو کمېږي. خلک له بازارونو کورونو ته ستنېږي، د ځینو کورونو له تنورونو او پخلنځیو د تودې ډوډۍ او پخېدونکو خوړو بوی پورته کېږي او له ورځنیو لوبو ستړي ماشومان د کورونو په لور منډې وهي. څوک د مور او پلار د ناز په تمه وي، څوک د تازه پخې شوې ډوډۍ او څوک هم په دې هیله چې کور ته به یې کومه مېوه یا خوږه راوړل شوې وي.

خو د شبانې د کور ماښام له دې ټولو سره توپیر لري. هغه د هرې ورځې په پای کې له هماغې پوښتنې سره مخ وي چې سهار یې هم په اندېښنه کې له کوره ایستلې وي: ماشومان به نن شپه څه خوري؟

۵۱ کلنه شبانه له خپلو درېیو ماشومانو سره په یوې وړې کوټې کې ژوند کوي چې شاوخوا دولس متره مربع مساحت لري. پر غولي زوړ فرش غوړېدلی، په یوه څنډه کې زنګ وهلې بخارۍ ولاړه ده او د کور لږ وسایل په تنګ ځای کې سره راټول شوي دي.

د هغې لاسونه د خپل کور په پاکولو نه، بلکې د نورو خلکو په کورونو کې په سخت کار تڼاکې شوي دي. د چا فرشونه وینځي، څوک یې د کور صفايۍ ته غواړي، د چا تنور بلوي او کله د چا د غوا، غوجلې یا باغچې په سمبالولو بوخته وي. له سهاره تر ماښامه د کار په لټه کې ګرځي، خو چې کار هم پیدا کړي، د ټولې ورځې مزدوري یې ایله ۱۵۰ افغانۍ کېږي.

د شبانې لپاره هغه ورځ د اختر غوندې وي چې څوک یې کار ته وغواړي. ډېرې ورځې بیا همدا کار هم نه پیدا کېږي او هغه د کار تر ورځو لا ډېره ستړې او اندېښمنه وي؛ ځکه باید د خپلو ماشومانو لپاره څو وچې ډوډۍ پیدا کړي، چې په تریخ چای، د ګرمو اوبو او پیازو په یوه کاسه پیاوه یا په څو ایشول شویو کچالو یې ماښام تېر کړي.

100%

هغه هر سهار له دې وېرې له کوره وځي چې که د چا کور یې پاک نه کړ او مزدوري یې ترلاسه نه کړه، ماښام به د خپلو ماشومانو سترګو ته څنګه ګوري. داسې ورځې هم پرې راځي چې په کور کې له ګرمو اوبو پرته د خوړلو لپاره بل څه نه وي.

د شبانې څوارلس کلنه لور، دولس کلنه لور او نهه کلن زوی لا د ماشومتوب په عمر کې دي، خو د کور تش دسترخوان او سپېره غولي له اوسه د لویانو له اندېښنو سره اشنا کړي دي.

شبانه پخوا له دغو اندېښنو سره دومره بلده نه وه. د مېړه په معاش یې د کور وچه او لمده مړۍ برابرېده. مېړه یې د پوهنې وزارت کارکوونکی و او د کابل د زرګونو نورو مامورینو په څېر به هر سهار خپلې دندې ته روانېده.

د ۲۰۱۷ کال د مې پر ۳۱مه هم له کوره د کار لپاره ووت، خو بېرته راستون نه شو.

هغه سهار چې د شبانې ژوند یې بدل کړ

د ۲۰۱۷ کال د مې ۳۱مه، د روژې میاشت وه. د کابل په واټونو کې د سهار ګڼه ګوڼه روانه وه او دولتي کارکوونکي خپلو دفترونو ته رسېدل.

سهار شاوخوا اته بجې او پنځه ویشت دقیقې، د وزیر اکبرخان سیمې د زنبق څلورلارې ته نږدې، له چاودېدونکو توکو ډک د فاضله اوبو یو ټانکر والوزول شو.

په ټانکر کې نږدې دوه زره کیلوګرامه چاودېدونکي توکي ځای پر ځای شوي وو. چاودنې د سړک په منځ کې شاوخوا پنځه متره پلنه او له درېیو مترو ژوره کنده جوړه کړه. د نږدې سفارتونو، دفترونو او استوګنیزو ودانیو ښیښې ماتې شوې او د چاودنې ټکان د پېښې له ځایه څو کیلومتره لرې هم محسوس شو.

د ملګرو ملتونو مرستندوی پلاوي، یوناما، په خپل کلني راپور کې د دې برید له امله د ۹۲ ملکي وګړو وژل کېدل او د ۴۹۱ نورو ټپي کېدل ثبت کړي دي. یوناما دا له ۲۰۰۹ کال راهیسې په افغانستان کې تر ټولو خونړی انفرادي برید بللی و.

د پېښې په لومړیو ساعتونو کې د مرګ‌ژوبلې شمېر تر دې ټیټ اعلان شوی و، خو د قربانیانو د پېژندلو او د ټپیانو د وضعیت له روښانه کېدو سره شمېرې لوړې شوې. ځینو رسنیو د وژل شویو شمېر تر ۱۵۰ کسانو پورې هم رسولی و.

د برید مسؤلیت کومې وسله‌والې ډلې په رسمي ډول ونه مانه. د هغه وخت افغان امنیتي ادارو د حقاني شبکه تورنه کړه، خو طالبانو په برید کې لاس لرل رد کړل.

د شبانې لپاره د برید د مسؤلیت پر سر اختلاف د هغې د ژوند تر ټولو مهمه پوښتنه نه وه. هغې خپل مېړه له لاسه ورکړی و؛ هغه سړی چې د کور د لګښت بار یې پر اوږو و او د ماشومانو د راتلونکي لپاره یې کار کاوه.

د زنبق چاودنې یوازې د یوې ورځې لپاره کابل ونه لړزاوه. د شبانې په کور کې یې د ژوند ټول حساب بدل کړ. د میاشتې معاش بند شو، خو د کور کرایه، د ماشومانو خوراک او نورې اړتیاوې پر خپل ځای پاتې شوې. د درېیو کوچنیانو د پالنې ټول مسؤلیت هم د یوې مور پر اوږو ولوېد.

د مېړه له وژل کېدو وروسته، د هغه وخت حکومت نوموړی د وژل شویو دولتي کارکوونکو په اسنادو کې ثبت کړ او کورنۍ ته یې یوه محدوده میاشتنی نفقه وټاکله.

دغه پیسې د کور ټول لګښت نه شو پوره کولای، خو لږ تر لږه یې د کرایې، وچې ډوډۍ او د ماشومانو د ځینو اړتیاوو په برابرولو کې مرسته کوله.

شبانه پوهېده چې د میاشتې په پای کې به یو څه پیسې ترلاسه کړي، خو دا لږ ډاډ هم وروسته له منځه ولاړ.

د یوې مړۍ ډوډۍ لپاره، د ډېرو دروازو ترشا

د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه طالبان بیا کابل ته ننوتل او جمهوري نظام ړنګ شو. له دې سیاسي بدلون وروسته د شبانې په ګډون د هغو کورنیو د مالي حقونو او اسنادو وضعیت هم له ستونزو سره مخ شو چې د پخواني حکومت له لارې یې مرسته ترلاسه کوله.

شبانه وايي، د مېړه د وژل کېدو له امله ورته ټاکل شوې نفقه هم ودرېده.

هغې د پیسو د بیا ترلاسه کولو لپاره هرې خوا ته منډې ووهلې، د ډېرو ادارو دروازو ته ودرېده او د خپلې دوسیې د برخلیک پوښتنه یې وکړه، خو دغو هڅو یې تر اوسه پایله نه ده ورکړې.

د طالبانو د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت یوه مرستیال، چې په سختۍ یې د موضوع په اړه له افغانستان انټرنشنل- پښتو سره خبرو ته غاړه ایښې، ویلي چې د پخوانۍ ادارې د شهیدانو او معلولینو د ثبت او راجستر بهیر د فساد او ناسمو شمېرو له امله بیاکتنې ته اړتیا درلوده.

دغه چارواکي ادعا کړې چې په پخواني نظام کې د ثبت شویو کسانو د اسنادو د څېړنې لپاره د ډېرو خلکو د مرستو ورکړه درول شوې او د فساد او درغلیو د ادعاوو له څېړلو وروسته به مستحقینو ته په شفاف ډول امتیازات ورکړل شي.

خو د شبانې د نفقې د بندېدو څرګند اداري دلیل، د هغې د دوسیې وروستی وضعیت او دا چې د پیسو ورکړه به یې کله بېرته پیلېږي، لا نه دي روښانه شوي.

د دې کورنۍ لپاره د اسنادو د څېړنې اوږدېدل یوازې اداري ستونزه نه ده. هره میاشت چې بې‌پیسو تېرېږي، د کوټې کرایه، د ماشومانو خوراک او نور لګښتونه پر خپل ځای پاتې کېږي.

د شبانې د کورنۍ د لومړنیو اړتیاوو میاشتنی لګښت لږ تر لږه اته زره افغانۍ اټکل شوی دی. په دې کې د کوټې کرایه، ډوډۍ، درمل او د ورځني ژوند نور اړین توکي شامل دي.

که شبانه د میاشتې دېرش ورځې هم کار وکړي او هره ورځ ۱۵۰ افغانۍ وګټي، ټول عاید یې یوازې ۴۵۰۰ افغانۍ کېږي؛ یعنې د کور له اټکلي لګښت څخه ۳۵۰۰ افغانۍ کم.

خو هغه هره ورځ کار نه لري. که په میاشت کې شل ورځې کار پیدا کړي، عاید یې درې زره افغانیو ته راټیټېږي او د کور د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره پنځه زره افغانۍ کمېږي.

دا هغه حساب دی چې شبانه یې د کاغذ پر مخ نه، بلکې د خپل کور په ورځني ژوند کې تجربه کوي. کله د کرایې پیسې پاتې کېږي، کله د ډوډۍ او کله د ماشومانو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره هېڅ نه وي.

د عاید همدغه کمښت د کور ماشومان هم د خوراک د پیدا کولو په هڅو کې ښکېل کړي دي.

له غورځول شویو سبزیو ماښامنۍ

د ارزان‌قیمت په بازار کې، هر ماښام دوکانداران خوسا شوې سبزۍ او مېوې له نورو توکو بېلوي. ځینې یې نور د پلور وړ نه وي او یوې خوا ته غورځول کېږي.

د شبانې څوارلس کلنه لور او نهه کلن زوی، د مور په وینا، کله ناکله د بازار له کمې ګڼه ګوڼې وروسته هلته ورځي او د غورځول شویو سبزیو له منځه هغه څه راټولوي چې لا یې یوه برخه د خوړلو وړ وي.

کله چې کور ته راستنه شي، مور یې خوسا شوې برخې په چاقو پرې کوي، پاتې سبزي پاکوي او له هغې څخه چکني یا ساده ایشولې سبزي جوړوي.

په ځینو شپو کې د دې کورنۍ ماښامنۍ همدا سبزي او وچه ډوډۍ وي. ځینې وخت بیا دومره خواړه هم نه پیدا کېږي.

د شبانې مشره لور څوارلس کلنه ده. د طالبانو له خوا له شپږم ټولګي پورته د نجونو د زده‌کړو د بندیز له امله نه شي کولای خپلو لوړو ټولګیو ته ولاړه شي. په داسې عمر کې چې باید د درسونو، ازموینو او راتلونکي په اړه فکر وکړي، د کور د ډوډۍ پیدا کول هم د هغې د ژوند یوه برخه ګرځېدلې ده.

دولس کلنه خور او نهه کلن ورور یې هم د کور له اقتصادي ستونزو بې‌اغېزې نه دي پاتې. د دوی د خوړو، جامو، زده‌کړو او درملنې اړتیاوې د مور له ناثابت عاید سره تړلې دي.

شبانه هڅه کوي ماشومان یې وږي پاتې نه شي، خو د هغې د کار مزدوري او د کور اړتیاوې یو له بله ډېرې لرې دي.

د دې کورنۍ د ژوند کیسه یوازې د کابل د یوې کونډې ستونزه نه ده. د افغانستان د میلیونونو نورو کورنیو په څېر، دلته هم د خوراک د پیدا کولو مسئله د ورځني ژوند تر ټولو ستره اندېښنه ګرځېدلې ده.

د شبانې له دسترخوانه د میلیونونو افغانانو تر لوږې

د خوراکي خوندیتوب د پړاوونو د مدغمې ډلبندۍ د ۲۰۲۵ کال د ډسمبر پر ۱۶مه خپرې شوې ارزونې له مخې، د ۲۰۲۵ کال له نومبر څخه د ۲۰۲۶ کال تر مارچ پورې شاوخوا ۱۷.۴ میلیونه افغانان د خوراکي ناامنۍ په درېیم یا تر هغه په لوړ پړاو کې وو.

دا د ارزول شوي نفوس نږدې ۳۶ سلنه جوړوي. له دې ډلې شاوخوا ۴.۷ میلیونه کسان په څلورم، یا بېړني پړاو کې شمېرل شوي وو؛ هغه وضعیت چې خلک پکې د خوراک له جدي کمښت سره مخ وي او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

د همدې ارزونې د وړاندوېنې له مخې، د ۲۰۲۶ کال د اپرېل او سپټمبر ترمنځ د غنمو د حاصلاتو او موسمي کارونو د زیاتېدو له امله د وضعیت د یو څه ښه کېدو تمه وه، خو بیا هم شاوخوا ۱۳.۸ میلیونه کسان د سختې خوراکي ناامنۍ له خطر سره مخ پاتې کېدل.

له دې ډلې نږدې ۲.۹ میلیونه کسان په بېړني څلورم پړاو کې اټکل شوي وو.

د دې شمېرې معنا دا نه ده چې په افغانستان کې خواړه نه پیدا کېږي. د ډېرو کورنیو لپاره اصلي ستونزه دا ده چې په بازار کې د موجودو خوړو د اخیستلو وس نه لري.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان په خپلو ارزونو کې بې‌کاري، د خلکو د عاید کمښت، د نړیوالو مرستو راټیټېدل او د سوداګریزو لارو محدودیتونه د خوراکي ناامنۍ له مهمو لاملونو بللي دي.

د پاکستان له لوري د سوداګریزو لارو بندېدو د خوراکي توکو پر لېږد او بیو فشار راوړی دی. د اقلیمي بدلونونو اغېزې، وچکالي او د کرنیز تولید ستونزې هم د خلکو د ژوند پر لګښت اغېز کوي.

له بلې خوا، له ایران او پاکستان څخه د میلیونونو افغانانو راستنېدو د کار، کور، روغتیايي خدمتونو او نورو لومړنیو امکاناتو پر محدودو سرچینو فشار زیات کړی دی.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام د ۲۰۲۶ کال لپاره اټکل کړی چې نږدې ۳.۷ میلیونه ماشومان او ۱.۲ میلیونه امیندواره او شیدې ورکوونکې مېرمنې به له حادې خوارځواکۍ سره مخ شي او درملنې ته به اړتیا ولري.

په دې توګه، د خوارځواکۍ له خطر سره د مخ ماشومانو او میندو ټول اټکلي شمېر ۴.۹ میلیونو ته رسېږي.

د خوړو نړیوال پروګرام وايي، د نړیوالو مالي مرستو د کمېدو له امله یې د مرستو رسولو توان محدود شوی دی. دغه سازمان چې تېر ژمی یې شاوخوا څلور میلیونه افغانانو ته خوراکي مرسته رسولې وه، د شته بودجې له مخې په میاشت کې یوازې دوو میلیونو کسانو ته د مرستې رسولو توان لري.

دغه سازمان د ۲۰۲۷ کال تر جنورۍ پورې د خپلو بېړنیو خوراکي او تغذیوي پروګرامونو د دوام لپاره ۵۴۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.

د دغو مرستو کمېدل په ځانګړي ډول هغه کورنۍ اغېزمنوي چې ثابت عاید، سپما او د ژوند د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو بله سرچینه نه لري. د شبانې کورنۍ هم په همدې حالت کې ده.

ډک بازارونه او تش جېبونه

په افغانستان کې د خوراکي توکو د بیو لوړېدل د هغو کورنیو لپاره چې ثابت عاید لري، د لګښت د زیاتېدو معنا لري؛ خو د شبانې په څېر د بې‌ثباته عاید لرونکو کورنیو لپاره کله ناکله دا د خوراک د پرېښودو معنا پیدا کوي.

د افغانستان د بشري وضعیت د څار د خپلواک بنسټ مشر، احسان‌الله پتمن، له افغانستان انټرنشنل پښتو سره د خبرو پر مهال، د خلکو د پېرلو د توان کمښت د اوسني بحران اساسي ستونزه بللې ده.

د هغه په ارزونه، د اقلیمي بدلونونو له امله د کرنې زیانمنېدل او له پاکستان سره د تورخم او سپین‌بولدک په څېر د سوداګریزو لارو تکراري بندېدل د لومړنیو خوراکي توکو پر بیو فشار زیاتوي.

د ده په باور، کله چې د سبزیو او نورو خوراکي توکو بیې لوړې شي، هغه کورنۍ چې لا له وړاندې کافي عاید نه لري، ورو ورو د بازار د پېرودونکو له ډلې وځي.

د شبانې په کور کې دا حالت په ښکاره لیدل کېږي. د هغې کورنۍ کله ناکله د بازار له دوکاندار څخه د تازه سبزیو د اخیستلو پر ځای، د ورځې په پای کې له غورځول شویو سبزیو خوراک برابروي.

د شبانې لپاره د یوې سېر سبزۍ بیه، د اوړو د یوې بورۍ قیمت او د کوټې کرایه بېلې اقتصادي شمېرې نه دي؛ دا ټول د هماغو ۱۵۰ افغانیو په حساب کې راځي چې د یوې ورځې له کاره یې ترلاسه کوي.

هغې څو ځله هڅه کړې چې د نړیوالو مرستندویو ادارو د مستحقینو په نوملړونو کې شامله شي، خو د هغې په وینا، تر اوسه یې داسې مرسته نه ده ترلاسه کړې چې د کورنۍ د ژوند ستونزې پرې په دوامداره توګه کمې شي.

د دې کورنۍ لپاره خوراکي مرسته د څو ورځو لوږه کمولای شي، خو د ستونزې اوږدمهاله حل د عاید له ثابتې سرچینې سره تړلی دی.

که د مېړه د وژل کېدو له امله ورسره کېدونکې مرسته بېرته فعاله شي، که ورته منظم کار پیدا شي او یا د ښځینه سرپرستو کورنیو د ملاتړ په یوه دوامداره پروګرام کې شامله شي، د کورنۍ د لګښت یوه برخه به یې له اوسني فشار څخه ووځي.

خو تر اوسه د شبانې په ژوند کې دا بدلون نه دی راغلی.

نهه کاله وروسته؛ د زنبق سیوری لا هم پر دې کور پروت دی

د ۲۰۱۷ کال د مې د ۳۱مې چاودنه د کابل د جګړې د کلونو یوه تر ټولو خونړۍ پېښه وه. هغه ورځ لسګونه کسان ووژل شول، سلګونه ټپیان شول، کورنۍ وپاشل شوې او ګڼ ماشومان بې‌پلاره پاتې شول.

د پېښې له تېرېدو نهه کاله وروسته، د هغې د قربانیانو ځینې کورنۍ لا هم د خپلو له لاسه ورکړو عزیزانو د نشتوالي اقتصادي او ټولنیز زیانونه زغمي.

د شبانې مېړه په یوه سهار کې ووژل شو، خو د هغه له مرګ وروسته د کورنۍ ستونزې په یوه ورځ پای ته ونه رسېدې.

د ماشومانو د پالنې مسؤلیت د شبانې پر غاړه پاتې شو. هغې د لږ دولتي لاسنیوي په مرسته ژوند پر مخ بېوه، خو د هغه لاسنیوي له بندېدو وروسته یې د کور ټول لګښت د خپل کار له لارې برابرولای نه شو.

اوس یې یوه لور د بازار له غورځول شویو سبزیو د خوړو د پیدا کولو هڅه کوي، دوه نور ماشومان یې د کور له اقتصادي کمښت سره لویېږي او مور یې د سبا د کار په تمه ژوند کوي.

د افغانستان د خوراکي ناامنۍ په ملي شمېرنو کې شبانه یوازې یوه مېرمن ده، خو د هغې د کورنۍ په ژوند کې دغه بحران د یوې بشپړې ورځې، یوې بشپړې میاشتې او د ماشومانو د راتلونکي بڼه لري.

د کابل په ارزان‌قیمت کې شپه رارسېږي. د کوڅو ګڼه ګوڼه کمېږي او کورنۍ د ماښام لپاره سره راټولېږي.

شبانه هم له خپلو درېیو ماشومانو سره په وړې کوټې کې ده. د هغې د سبا لپاره لا کوم ډاډمن کار نه شته او د مېړه په نوم د کېدونکې مرستې د بېرته ترلاسه کولو څرک هم نه دی څرګند.

نهه کاله وړاندې د زنبق چاودنې د دې کورنۍ د عاید اصلي سرچینه له منځه یوړه. نن د هغې د ماشومانو پر دسترخوان د هماغې پېښې سیوری لا پروت دی.

د ورځې په پای کې د شبانې هیله ډېره لویه نه ده. نه د شتمنۍ خوب ویني او نه د هوسا ژوند غوښتنه کوي. یوازې غواړي سبا یې څوک کار ته وغواړي، څو د ماښام لپاره څو ډوډۍ کور ته یوسي.

د هغې په ژوند کې د سبا ټولې هیلې په همدې یوې دعا کې راټولې شوې دي: خدای دې وکړي چې کار پیدا شي او ماشومان نهر ویده نه شي.

طالبانو بامیان ولایت په بشپړ ډول له ماینونو او ناچاوده توکو څخه پاک اعلان کړ

۲۴ تله ۱۴۰۵ - ۱۶ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۰:۲۶ GMT+۱
100%

د طالبانو له پېښو سره د مبارزې ادارې د پنجشنبې په ورځ بامیان ولایت په بشپړ ډول له ماینونو او ناچاوده توکو څخه پاک اعلان کړ. د دغې ادارې د ویاند په وینا، په دغه ولایت کې په تېرو څه باندې ۳۰ کلونو کې د ماینونو او ناچاودو توکو د چاودونو له امله ۳۳۰ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د طالبانو له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ادارې د پنجشنبې په ورځ (د تلې ۲۳مه) د دغه ولایت په یکاولنګ ولسوالۍ کې د یوې غونډې په ترڅ کې له ۳۶ کلونو وروسته د بامیان ولایت له ماینونو او ناچاودو توکو څخه پاک اعلان کړ.

په دې غونډه کې د یادې ادارې د مالي او اداري رییس محمد عالم علمیار د ماین پاکۍ د همغږۍ له برخې، مؤسسو او ټولو همکارو بنسټونو څخه له مننې سربېره وویل، دا اقدام د اقتصاد د ودې او د پراختیايي پروژو د پلي کېدو په برخه کې ډېر مهم رول لرلی شي.

د یادې ادارې د ماین پاکۍ د انسجام او همغږۍ رییس نورالدین رستم‌خېل وویل: «نن د ۳۶ کلونو د ماین پاکۍ له فعالیتونو وروسته، په ویاړ سره د بامیان ولایت له ماینونو او ناچاوده توکو څخه د پاکېدو اعلان کوو».

نوموړي زیاته کړه: «د ثبت شویو معلوماتو له‌مخې، له ۱۹۹۰ څخه تر ۲۰۲۶ میلادي کلونو پورې، په ټولیز ډول ۸۴٬۹۷۰٬۴۵۵٫۷۴ متره مربع هغه سیمې چې د پرسونل ضد او وسایطو ضد ماینونو، جګړه‌ییزو ناچاوده توکو او پوځي تمریناتو له امله ککړې وې، له ماینونو او ناچاوده توکو څخه پاکې شوې دي. همدارنګه، ۲۹۶٬۷۶۵ متره مربع ساحه هم د ککړو سیمو له ډیټابیس څخه پاکه شوې ده».

له دې سره سم، د دغې ادارې لپاره د طالبانو ویاند محمد یوسف حماد وايي، په بامیان کې په دې ۳۶ کلونو کې د همکارو موسسو په همکاریو سره زرګونه ماینونه کشف او له‌منځه وړل شوي، خو په دې موده کې د ماینونو او ناچاودو توکو د چاودونو له امله ۳۳۰ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

حماد زیاتوي: «د دغو فعالیتونو په پایله کې ۴۱۴۹ د پرسونل ضد ماینونه، ۵۵ د وسایطو ضد ماینونه، ۵۰ زره او ۵۸۱ ناچاوده توکي، ۱۱ زره او ۸۵۲ کوچني زغروال ماینونه او ۵۴ خوشه‌يي ناچاوده توکي کشف او له‌منځه وړل شوي دي. په یاده موده کې د ماینونو او ناچاودو توکو ۲۶۲ پېښې رامنځته شوي چې په پایله کې یې ۳۳۰ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې او ډېری قربانیان یې هم ماشومان دي».

د یو شمېر هېوادوالو په وینا، په هېواد کې د ماینونو پر تله د طالبانو په لاس جوړ شوي بوشکه‌يي ماینونه ډېر دي. طالبانو له ۲۰۰۱ تر ۲۰۲۱ کال پورې د جمهوري نظام او بهرنیو ځواکونو پر وړاندې په لاس له جوړو شویو بوشکه‌يي ماینونو ډېره استفاده کوله او اوس د ماین پاکۍ موسسې تر ډېره د دغو بوشکه‌يي (زېړو بوشکو) ماینونو پر موندلو او شنډولو بوخت دي.

د ملګرو ملتونو د ماین‌پاکۍ پروګرام ویلي، چې د جګړو زیاتوالي او د بشري مرستو کمښت، په افغانستان، سوریې او غزه کې د ماین‌پاکۍ چارې له جدي ستونزو سره مخ کړې دي. د یاد سازمان د شمېرو له مخې، په افغانستان کې هره ورځ یو ماشوم د جګړې له پاتې شویو چاودېدونکو توکو له امله وژل کېږي او یا هم معلولېږي.

نرګس نهان: له طالبانو سره تعامل باید د ښځو د حقونو له ښه کېدو سره مشروط وي

۲۳ تله ۱۴۰۵ - ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۳:۱۴ GMT+۱
100%

د افغانستان د کانونو او پټرولیم پخوانۍ وزیرې نرګس نهان له اروپايي ټولنې غوښتي چې له طالبانو سره خپل تعامل د بشري حقونو په برخه کې د څرګند او عملي پرمختګ پورې مشروط کړي او د ښځو د حقونو سرغړونې د دې تعامل په څنډه کې نه پرېږدي.

نهان د اکتوبر په ۱۵مه د اروپايي پارلمان په یوه غونډه کې، چې د اروپا د افغان کډوالو د سازمانونو شبکې له خوا د «اقدام پر لور» تر سرلیک لاندې جوړه شوې وه، وویل چې له پنځو کلونو ډېر وخت کېږي چې طالبان ښځې په تدریجي ډول له زده‌کړو، کار، عامه ژوند او سیاسي مشارکت څخه محروموي.

هغې د ښځو له حقونو د سرغړونو په اړه وویل: «دا وضعیت یوازې تبعیض نه دی؛ بلکې د هېواد د نیمایي نفوس له ټولنیز ژوند څخه سیستماتیک حذف دی.»

نرګس نهان زیاته کړه، سره له دې چې په افغانستان کې ښځې له پراخو محدودیتونو سره مخ دي، تسلیم شوې نه دي؛ په هېواد کې دننه د شخصي خطرونو په منلو مقاومت ته دوام ورکوي او په بهر کې مېشتې ښځې د بشري حقونو د سرغړونو په مستند کولو، د حساب‌ورکونې په غوښتلو او د عدالت لپاره په هڅو بوختې دي.

هغې نیوکه وکړه چې ډېرو هېوادونو بشري حقونو ته د خپلو امنیتي او جیوپولیټیکي ګټو په پرتله لږ اهمیت ورکړی او له طالبانو سره یې تعامل ته مخه کړې، چې په وینا یې، له دې سره افغان ښځې یوازې پاتې شوې دي.

نهان وویل، د ښځو د حقونو د دوامدارو سرغړونو سربېره، له طالبانو سره د اروپايي ټولنې تعامل په ځینو برخو کې پراخ شوی، چې د کډوالۍ په برخه کې همکاري او د افغانستان د دیپلوماتیکو استازولیو سپارل پکې شامل دي.

هغې ټینګار وکړ چې که څه هم د دې ډول ترتیباتو موخه ښايي د طالبانو رسمي په رسمیت پېژندل نه وي، خو سیاسي او سمبولیکې پایلې یې له پامه نه شي غورځول کېدای.

نرګس نهان له اروپايي ټولنې او غړو هېوادونو وغوښتل چې ډاډ ترلاسه کړي، له طالبانو سره تعامل د بشري حقونو په برخه کې له مانادار پرمختګ پرته د دې ډلې د دریځ د پیاوړتیا لامل نه شي.

هغې وویل: «د ښځو حقونه باید له طالبانو سره د تعامل یو اساسي شرط وي، نه یوه فرعي موضوع چې مطرح شي او بیا هېره کړل شي.»

د افغانستان د کانونو او پټرولیم پخوانۍ وزیرې د کډوالۍ په اړه د اروپايي ټولنې اندېښنې ومنلې، خو ویې ویل چې د افغانانو د وتلو اصلي لاملونه هم باید وڅېړل شي.

هغې وپوښتل چې ولې افغانان لا هم اړ کېږي خپل هېواد پرېږدي او خپل ژوند په خطرناکو لارو کې له خطر سره مخ کړي. د هغې په وینا، یو اساسي لامل دا دی چې خلک په خپل هېواد کې د ځان او خپلو ماشومانو لپاره راتلونکی نه ویني.

نهان وویل، د افغان ښځو وضعیت تر دې هم ستونزمن دی، ځکه هغوی له زده‌کړو، د معیشت له فرصتونو، د تګ راتګ له ازادۍ او په هغو پرېکړو کې له ګډون څخه محرومې شوې دي چې پر ژوند یې اغېز لري.

هغې زیاته کړه: «تاسو نه شئ کولای یوازې د پولو په تړلو یا له طالبانو سره د کډوالو د بېرته ستنولو په اړه د خبرو اترو له لارې خلک دې ته قانع کړئ چې په خپل هېواد کې پاتې شي.»

د هغې په وینا، که اروپايي هېوادونه غواړي افغانان په خپل هېواد کې پاتې شي، باید د داسې افغانستان په جوړولو کې مرسته وکړي چې خلک پکې له عزت، ازادۍ، امنیت او تر ټولو مهمه، راتلونکي ته له هیلې سره ژوند وکړای شي.

هغې همداراز ټینګار وکړ چې افغان ښځې او نجونې باید هغو شرایطو ته بېرته ونه لېږل شي چې هلته له ځورونې او سیستماتیک تبعیض سره مخ کېږي. نهان له اروپايي ټولنې وغوښتل چې د کډوالۍ تګلارې یې د کډوالو د ساتنې له نړیوالو ژمنو، په ځانګړي ډول هغو سیمو ته د خلکو د نه ستنولو له اصل سره سمون ولري چې هلته د ځورونې او تعقیب له خطر سره مخ وي.

نهان وویل، بشري مرستې حیاتي ارزښت لري، خو د سیاسي حل‌لارې ځای نه شي نیولی. د هغې په باور، افغانستان یوه باوري او ټول‌شموله سیاسي لاره غواړي چې د داسې سیاسي نظام د رامنځته کېدو لامل شي چې استازیتوب او حساب‌ورکونه ولري، د افغان ټولنې تنوع منعکس کړي او د ښځو برابر حقونه او مانادار ګډون تضمین کړي.

نرګس نهان له اروپايي ټولنې وغوښتل چې د ښځو حقونه له طالبانو سره د تعامل اساسي شرط وګرځوي، د داسې یوه ټول‌شموله سیاسي بهیر ملاتړ وکړي چې د افغانستان دننه او بهر ښځې، مدني ټولنه او سیاسي استازي پکې ونډه ولري، او افغان ښځې یوازې د سمبولیک حضور پر ځای د پرېکړو په کولو کې اساسي رول ولري.

هغې همداراز ټینګار وکړ چې اروپايي ټولنه باید د ښځو تر مشرۍ لاندې سازمانونو مالي ملاتړ وکړي، د ښځینه بشري حقونو د مدافعانو ساتنې ته پام وکړي او له هغو ښځو سره مرسته وکړي چې له خطرونو سره مخ دي. د نهان په وینا، افغان ښځې یوازې د پیوستون څرګندولو ته اړتیا نه لري، بلکې د رهبرۍ د رول د ترسره کولو لپاره مالي سرچینو او مناسب سیاسي چاپېریال ته هم اړتیا لري.

د افغانستان د کانونو او پټرولیم پخوانۍ وزیرې د عدالت او حساب‌ورکونې پر تامین هم ټینګار وکړ او له اروپايي ټولنې یې وغوښتل چې د افغانستان د قضیې په اړه د جرمونو نړیوالې محکمې او د عدالت نړیوالې محکمې له بهیرونو، او همداراز د خپلواک تحقیقاتي میکانیزم له هڅو ملاتړ وکړي. هغې همدارنګه وغوښتل چې جنسیتي اپارتاید د بشریت ضد جرم په توګه په رسمیت وپېژندل شي او ویې ویل چې له عدالت پرته سوله دوامداره ثبات نه شي تضمینولای.

نهان ټینګار وکړ چې له عدالت پرته سوله دوامداره ثبات نه شي تضمینولای.

د وینا په پای کې، نرګس نهان وویل چې اروپايي ټولنې څو ځله ټینګار کړی چې د ښځو او نجونو له حقونو پرته افغانستان سوکاله راتلونکی نه شي لرلای؛ خو په وینا یې، اوس اړتیا ده چې دا اصل په عملي او دوامدارو اقداماتو بدل شي.

هغې وویل: «افغان ښځې یوازې د دې بحران قربانیانې نه دي. موږ رهبرانې، متخصصانې، فعالانې او هغه ښاریانې یو چې د خپل هېواد د راتلونکي په جوړولو کې د ونډې اخیستو هوډ لرو.»

نهان زیاته کړه چې افغان ښځې د یوه متفاوت افغانستان په جوړولو کې د ونډې اخیستو لیدلوری، وړتیا او اراده لري، خو داسې سیاسي فضا ته اړتیا لري چې غږ یې اغېز ولري او حقونه یې خوندي وي.

هغې د خپلې وینا په وروستۍ برخه کې وویل چې د اروپا پر وړاندې انتخاب یوازې دا نه دی چې له طالبانو سره تعامل وکړي او که نه؛ بلکې دا هم مهمه ده چې دغه تعامل د یوه ټول‌شموله افغانستان په جوړولو کې مرسته کوي، که د ښځو له ټولنیز ژوند څخه د هغوی د لا زیات حذف کېدو لامل کېږي.