ایران وايي د نږدې ۱۰ زره پخوانیو افغان نظامیانو لپاره یې لنډمهاله ملاتړ چمتو کړی
د ایران کورنیو چارو وزارت د بهرنیو وګړو او کډوالو چارو مشر د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنر برهم صالح سره په لیدنه کې ویلي، ایران د نږدې ۱۰ زره پخوانیو افغان نظامیانو لپاره لنډمهاله ملاتړ برابر کړی.
هغه د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د لا زیاتو مرستو غوښتنه کړې.
ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې د ایران د کورنیو چارو وزارت د بهرنیو وګړو مشر نادر یاراحمدي په جېنوا کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنر برهم صالح سره په لیدنه ویلي، ایران شاوخوا ۷۷۰ زره کډوال کوربه دی او هغوی ته یې د روغتیايي بیمې او روغتیايي خدمتونو هغه امکانات برابر کړي چې د دغه هېواد وګړي ترې برخمن دي.
نوموړي زیاته کړې، ایران شاوخوا ۱۱۰ زره ښځینه سرپرستانو ته د استوګنې اسناد ورکړي دي او همدارنګه د افغانستان دپخواني نظام ۱۰ زرو پوځیانو ته یې هم د لنډ مهال ملاتړ زمینه برابره کړې ده.
هغه ټینګار کړی چې د کډوالو دوامداره بېرته ستنېدل په اصلي هېوادونو کې د مناسبو شرایطو برابرېدو پورې تړلي دي او په دې برخه کې سیمهییزه همکاري، کافي سرچینې، د کډوالو پیاوړتیا او د هغوی د انتخاب حق ساتل مهم دي.
بلخوا، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنر برهم صالح د ایران له لوري د څو لسیزو کډوالپالنې او له ملګرو ملتونو سره د همکارۍ ستاینه کړې ده. صالح د افغانستان او د سیمې له هېوادونو سره د تعامل پر دوام ټینګار کړی او ویلي یې دي چې له تعامل څخه واټن نیول د ستونزو حل نه دی.
مېړه یې نهه کاله وړاندې د زنبق په خونړۍ چاودنه کې ووژل شو، له هغه وروسته ورته ټاکل شوې دولتي مرسته هم بنده شوه او اوس یې نهه کلن زوی کله ناکله د بازار له غورځول شویو سبزیو د کور لپاره ماښامنۍ برابروي. د شبانې ژوند د هغو میلیونونو افغانانو د برخلیک یوه بېلګه ده چې جګړو یې د کورنۍ غړي ترې اخیستي او بېوزلۍ یې لا هم ژوند تریخ کړی دی.
د کابل په ختیځ کې، د ارزانقیمت یا احمدشاه بابا مېنې په یوه څنډه کې، د ماښام له رارسېدو سره د کوڅو شور ورو ورو کمېږي. خلک له بازارونو کورونو ته ستنېږي، د ځینو کورونو له تنورونو او پخلنځیو د تودې ډوډۍ او پخېدونکو خوړو بوی پورته کېږي او له ورځنیو لوبو ستړي ماشومان د کورونو په لور منډې وهي. څوک د مور او پلار د ناز په تمه وي، څوک د تازه پخې شوې ډوډۍ او څوک هم په دې هیله چې کور ته به یې کومه مېوه یا خوږه راوړل شوې وي.
خو د شبانې د کور ماښام له دې ټولو سره توپیر لري. هغه د هرې ورځې په پای کې له هماغې پوښتنې سره مخ وي چې سهار یې هم په اندېښنه کې له کوره ایستلې وي: ماشومان به نن شپه څه خوري؟
۵۱ کلنه شبانه له خپلو درېیو ماشومانو سره په یوې وړې کوټې کې ژوند کوي چې شاوخوا دولس متره مربع مساحت لري. پر غولي زوړ فرش غوړېدلی، په یوه څنډه کې زنګ وهلې بخارۍ ولاړه ده او د کور لږ وسایل په تنګ ځای کې سره راټول شوي دي.
د هغې لاسونه د خپل کور په پاکولو نه، بلکې د نورو خلکو په کورونو کې په سخت کار تڼاکې شوي دي. د چا فرشونه وینځي، څوک یې د کور صفايۍ ته غواړي، د چا تنور بلوي او کله د چا د غوا، غوجلې یا باغچې په سمبالولو بوخته وي. له سهاره تر ماښامه د کار په لټه کې ګرځي، خو چې کار هم پیدا کړي، د ټولې ورځې مزدوري یې ایله ۱۵۰ افغانۍ کېږي.
د شبانې لپاره هغه ورځ د اختر غوندې وي چې څوک یې کار ته وغواړي. ډېرې ورځې بیا همدا کار هم نه پیدا کېږي او هغه د کار تر ورځو لا ډېره ستړې او اندېښمنه وي؛ ځکه باید د خپلو ماشومانو لپاره څو وچې ډوډۍ پیدا کړي، چې په تریخ چای، د ګرمو اوبو او پیازو په یوه کاسه پیاوه یا په څو ایشول شویو کچالو یې ماښام تېر کړي.
هغه هر سهار له دې وېرې له کوره وځي چې که د چا کور یې پاک نه کړ او مزدوري یې ترلاسه نه کړه، ماښام به د خپلو ماشومانو سترګو ته څنګه ګوري. داسې ورځې هم پرې راځي چې په کور کې له ګرمو اوبو پرته د خوړلو لپاره بل څه نه وي.
د شبانې څوارلس کلنه لور، دولس کلنه لور او نهه کلن زوی لا د ماشومتوب په عمر کې دي، خو د کور تش دسترخوان او سپېره غولي له اوسه د لویانو له اندېښنو سره اشنا کړي دي.
شبانه پخوا له دغو اندېښنو سره دومره بلده نه وه. د مېړه په معاش یې د کور وچه او لمده مړۍ برابرېده. مېړه یې د پوهنې وزارت کارکوونکی و او د کابل د زرګونو نورو مامورینو په څېر به هر سهار خپلې دندې ته روانېده.
د ۲۰۱۷ کال د مې پر ۳۱مه هم له کوره د کار لپاره ووت، خو بېرته راستون نه شو.
د شبانې لپاره د برید د مسؤلیت پر سر اختلاف د هغې د ژوند تر ټولو مهمه پوښتنه نه وه. هغې خپل مېړه له لاسه ورکړی و؛ هغه سړی چې د کور د لګښت بار یې پر اوږو و او د ماشومانو د راتلونکي لپاره یې کار کاوه.
د مېړه له وژل کېدو وروسته، د هغه وخت حکومت نوموړی د وژل شویو دولتي کارکوونکو په اسنادو کې ثبت کړ او کورنۍ ته یې یوه محدوده میاشتنی نفقه وټاکله.
دغه پیسې د کور ټول لګښت نه شو پوره کولای، خو لږ تر لږه یې د کرایې، وچې ډوډۍ او د ماشومانو د ځینو اړتیاوو په برابرولو کې مرسته کوله.
شبانه پوهېده چې د میاشتې په پای کې به یو څه پیسې ترلاسه کړي، خو دا لږ ډاډ هم وروسته له منځه ولاړ.
د یوې مړۍ ډوډۍ لپاره، د ډېرو دروازو ترشا
د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه طالبان بیا کابل ته ننوتل او جمهوري نظام ړنګ شو. له دې سیاسي بدلون وروسته د شبانې په ګډون د هغو کورنیو د مالي حقونو او اسنادو وضعیت هم له ستونزو سره مخ شو چې د پخواني حکومت له لارې یې مرسته ترلاسه کوله.
شبانه وايي، د مېړه د وژل کېدو له امله ورته ټاکل شوې نفقه هم ودرېده.
هغې د پیسو د بیا ترلاسه کولو لپاره هرې خوا ته منډې ووهلې، د ډېرو ادارو دروازو ته ودرېده او د خپلې دوسیې د برخلیک پوښتنه یې وکړه، خو دغو هڅو یې تر اوسه پایله نه ده ورکړې.
د طالبانو د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت یوه مرستیال، چې په سختۍ یې د موضوع په اړه له افغانستان انټرنشنل- پښتو سره خبرو ته غاړه ایښې، ویلي چې د پخوانۍ ادارې د شهیدانو او معلولینو د ثبت او راجستر بهیر د فساد او ناسمو شمېرو له امله بیاکتنې ته اړتیا درلوده.
دغه چارواکي ادعا کړې چې په پخواني نظام کې د ثبت شویو کسانو د اسنادو د څېړنې لپاره د ډېرو خلکو د مرستو ورکړه درول شوې او د فساد او درغلیو د ادعاوو له څېړلو وروسته به مستحقینو ته په شفاف ډول امتیازات ورکړل شي.
خو د شبانې د نفقې د بندېدو څرګند اداري دلیل، د هغې د دوسیې وروستی وضعیت او دا چې د پیسو ورکړه به یې کله بېرته پیلېږي، لا نه دي روښانه شوي.
د دې کورنۍ لپاره د اسنادو د څېړنې اوږدېدل یوازې اداري ستونزه نه ده. هره میاشت چې بېپیسو تېرېږي، د کوټې کرایه، د ماشومانو خوراک او نور لګښتونه پر خپل ځای پاتې کېږي.
د شبانې د کورنۍ د لومړنیو اړتیاوو میاشتنی لګښت لږ تر لږه اته زره افغانۍ اټکل شوی دی. په دې کې د کوټې کرایه، ډوډۍ، درمل او د ورځني ژوند نور اړین توکي شامل دي.
که شبانه د میاشتې دېرش ورځې هم کار وکړي او هره ورځ ۱۵۰ افغانۍ وګټي، ټول عاید یې یوازې ۴۵۰۰ افغانۍ کېږي؛ یعنې د کور له اټکلي لګښت څخه ۳۵۰۰ افغانۍ کم.
خو هغه هره ورځ کار نه لري. که په میاشت کې شل ورځې کار پیدا کړي، عاید یې درې زره افغانیو ته راټیټېږي او د کور د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره پنځه زره افغانۍ کمېږي.
دا هغه حساب دی چې شبانه یې د کاغذ پر مخ نه، بلکې د خپل کور په ورځني ژوند کې تجربه کوي. کله د کرایې پیسې پاتې کېږي، کله د ډوډۍ او کله د ماشومانو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره هېڅ نه وي.
د عاید همدغه کمښت د کور ماشومان هم د خوراک د پیدا کولو په هڅو کې ښکېل کړي دي.
له غورځول شویو سبزیو ماښامنۍ
د ارزانقیمت په بازار کې، هر ماښام دوکانداران خوسا شوې سبزۍ او مېوې له نورو توکو بېلوي. ځینې یې نور د پلور وړ نه وي او یوې خوا ته غورځول کېږي.
د شبانې څوارلس کلنه لور او نهه کلن زوی، د مور په وینا، کله ناکله د بازار له کمې ګڼه ګوڼې وروسته هلته ورځي او د غورځول شویو سبزیو له منځه هغه څه راټولوي چې لا یې یوه برخه د خوړلو وړ وي.
کله چې کور ته راستنه شي، مور یې خوسا شوې برخې په چاقو پرې کوي، پاتې سبزي پاکوي او له هغې څخه چکني یا ساده ایشولې سبزي جوړوي.
په ځینو شپو کې د دې کورنۍ ماښامنۍ همدا سبزي او وچه ډوډۍ وي. ځینې وخت بیا دومره خواړه هم نه پیدا کېږي.
د شبانې مشره لور څوارلس کلنه ده. د طالبانو له خوا له شپږم ټولګي پورته د نجونو د زدهکړو د بندیز له امله نه شي کولای خپلو لوړو ټولګیو ته ولاړه شي. په داسې عمر کې چې باید د درسونو، ازموینو او راتلونکي په اړه فکر وکړي، د کور د ډوډۍ پیدا کول هم د هغې د ژوند یوه برخه ګرځېدلې ده.
دولس کلنه خور او نهه کلن ورور یې هم د کور له اقتصادي ستونزو بېاغېزې نه دي پاتې. د دوی د خوړو، جامو، زدهکړو او درملنې اړتیاوې د مور له ناثابت عاید سره تړلې دي.
شبانه هڅه کوي ماشومان یې وږي پاتې نه شي، خو د هغې د کار مزدوري او د کور اړتیاوې یو له بله ډېرې لرې دي.
د دې کورنۍ د ژوند کیسه یوازې د کابل د یوې کونډې ستونزه نه ده. د افغانستان د میلیونونو نورو کورنیو په څېر، دلته هم د خوراک د پیدا کولو مسئله د ورځني ژوند تر ټولو ستره اندېښنه ګرځېدلې ده.
د شبانې له دسترخوانه د میلیونونو افغانانو تر لوږې
د خوراکي خوندیتوب د پړاوونو د مدغمې ډلبندۍ د ۲۰۲۵ کال د ډسمبر پر ۱۶مه خپرې شوې ارزونې له مخې، د ۲۰۲۵ کال له نومبر څخه د ۲۰۲۶ کال تر مارچ پورې شاوخوا ۱۷.۴ میلیونه افغانان د خوراکي ناامنۍ په درېیم یا تر هغه په لوړ پړاو کې وو.
دا د ارزول شوي نفوس نږدې ۳۶ سلنه جوړوي. له دې ډلې شاوخوا ۴.۷ میلیونه کسان په څلورم، یا بېړني پړاو کې شمېرل شوي وو؛ هغه وضعیت چې خلک پکې د خوراک له جدي کمښت سره مخ وي او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
د همدې ارزونې د وړاندوېنې له مخې، د ۲۰۲۶ کال د اپرېل او سپټمبر ترمنځ د غنمو د حاصلاتو او موسمي کارونو د زیاتېدو له امله د وضعیت د یو څه ښه کېدو تمه وه، خو بیا هم شاوخوا ۱۳.۸ میلیونه کسان د سختې خوراکي ناامنۍ له خطر سره مخ پاتې کېدل.
د دې شمېرې معنا دا نه ده چې په افغانستان کې خواړه نه پیدا کېږي. د ډېرو کورنیو لپاره اصلي ستونزه دا ده چې په بازار کې د موجودو خوړو د اخیستلو وس نه لري.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان په خپلو ارزونو کې بېکاري، د خلکو د عاید کمښت، د نړیوالو مرستو راټیټېدل او د سوداګریزو لارو محدودیتونه د خوراکي ناامنۍ له مهمو لاملونو بللي دي.
د پاکستان له لوري د سوداګریزو لارو بندېدو د خوراکي توکو پر لېږد او بیو فشار راوړی دی. د اقلیمي بدلونونو اغېزې، وچکالي او د کرنیز تولید ستونزې هم د خلکو د ژوند پر لګښت اغېز کوي.
له بلې خوا، له ایران او پاکستان څخه د میلیونونو افغانانو راستنېدو د کار، کور، روغتیايي خدمتونو او نورو لومړنیو امکاناتو پر محدودو سرچینو فشار زیات کړی دی.
د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام د ۲۰۲۶ کال لپاره اټکل کړی چې نږدې ۳.۷ میلیونه ماشومان او ۱.۲ میلیونه امیندواره او شیدې ورکوونکې مېرمنې به له حادې خوارځواکۍ سره مخ شي او درملنې ته به اړتیا ولري.
په دې توګه، د خوارځواکۍ له خطر سره د مخ ماشومانو او میندو ټول اټکلي شمېر ۴.۹ میلیونو ته رسېږي.
شبانه هم له خپلو درېیو ماشومانو سره په وړې کوټې کې ده. د هغې د سبا لپاره لا کوم ډاډمن کار نه شته او د مېړه په نوم د کېدونکې مرستې د بېرته ترلاسه کولو څرک هم نه دی څرګند.
نهه کاله وړاندې د زنبق چاودنې د دې کورنۍ د عاید اصلي سرچینه له منځه یوړه. نن د هغې د ماشومانو پر دسترخوان د هماغې پېښې سیوری لا پروت دی.
د ورځې په پای کې د شبانې هیله ډېره لویه نه ده. نه د شتمنۍ خوب ویني او نه د هوسا ژوند غوښتنه کوي. یوازې غواړي سبا یې څوک کار ته وغواړي، څو د ماښام لپاره څو ډوډۍ کور ته یوسي.
د هغې په ژوند کې د سبا ټولې هیلې په همدې یوې دعا کې راټولې شوې دي: خدای دې وکړي چې کار پیدا شي او ماشومان نهر ویده نه شي.