• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په سویلي وزيرستان کې په یوه کور د هاوان مرمۍ لګېدو له امله د يوې کورنۍ درې غړي وژل شوي

۲۴ تله ۱۴۰۵ - ۱۶ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۵:۳۴ GMT+۱

د خیبر پښتونخوا په سوېلي وزیرستان کې پر یوه کور د هاوان مرمۍ لګېدو له امله د یوې کورنۍ ۳ غړي وژل شوي او لږ تر لږه ۵ نور ټپیان شوي دي. په وژل شویو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي، چې ټپیان د درملنې لپاره د واڼه مرکزي روغتون ته لېږدول شوي دي.

د سیمې ځایي اوسېدونکو په وینا، دغه پېښه تېر ماښام د زرملان په سیمه کې د کوټ غبرګ کلي کې رامنځته شوې، چې په‌کې د یوې کورنۍ غړي وژل شوي او ټپیان شوي دي.

پولیسو د پېښې پخلی کړی او ویلي یې دي، چې تر پېښې وروسته په سیمه کې د دوی د ځواکونو او تحریک طالبان پاکستان ترمنځ سخته جګړه روانه وه. ځایي اوسېدونکي بیا ادعا کوي، چې دغه مرګ ژوبله د امنیتي ځواکونو او د ټي‌ټي‌پي جنګیالیو ترمنځ د ډزو د تبادلې په ترڅ کې رامنځته شوې.
د دوی په وینا، د دواړو لورو ترمنځ سخته نښته روانه وه او په همدې ترڅ کې یوه هاوان مرمۍ پر کور ولګېده چې په پایله کې یې درې کسان ووژل شول او پنځه نور ټپیان شول؛ خو دا لاروښانه نه‌ده چې هاوان مرمۍ له کوم لوري څخه توغول شوې وه.

د یادونې وړ ده، چې په تېرو څو کلونو کې په قبایلي ولسوالیو، په ځانګړې توګه شمالي او سویلي وزیرستان او د پښتونخوا په سویلي ولسوالیو کې پر کورونو د هاوان مرمیو د لګېدو پېښې زیاتې شوې دي، چې ګڼو ملګي وګړو ته په‌کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

ډېر لیدل شوي

د هبت الله د استوګنځي په څو کیلومټرۍ کې ګڼې ښځې او ماشومـان سوالګري کوي
۱

د هبت الله د استوګنځي په څو کیلومټرۍ کې ګڼې ښځې او ماشومـان سوالګري کوي

۲

موندنې: اسټرالیایي ځواکونو د ملکي افغانانو تر وژلو وروسته د هغوی پر جسدونو وسلې ایښودلې

۳

فایق: د طالبانو سیاستونه نه له اسلامي لارښوونو سره سمون لري او نه له افغاني دودونو سره

۴

نرګس نهان او فوزیه کوفي د افغان نجونو د زده‌کړو په اړه د ذاکر نایک څرګندونې وغندلې

۵

ملګري ملتونه: په افغانستان کې د کوکنارو تولید تر پنځه برابره زیات شوی

•
•
•

نور خبرونه

منظور احمد پشتین: ترهګرې ډلې د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارو جوړې کړې او روزلې دي

۲۳ تله ۱۴۰۵ - ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۱:۳۲ GMT+۱
100%

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین د هاګ عدالت ډیالوګ کې ویلي، پاکستان پوځ او استخباراتي ادارې په پښتونخوا کې وسله‌والې ډلې جوړوي، تمویلوي، روزي او بیا د ترهګرۍ ضد عملیاتو په نامه خلک جبري بې‌ځایه کوي. د پشتین د خبرو پرمهال د اعتراض په توګه د پاکستان استازي له غونډې ووتل.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین د پنجشنبې په ورځ، د تلې پر ۲۳مه، د هاګ عدالت ډیالوګ په غونډه کې د پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې د پوځي عملیاتو، جبري بې‌ځایه کېدو، هدفي وژنو، جبري لادرکیو او د ځمکنیو ماینونو له امله د ملکي وګړو د زیانونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او له نړیوالې ټولنې، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له بنسټونو، د جرمونو نړیوالې محکمې او اروپايي ټولنې یې غوښتي چې د دغو پېښو په اړه بېړنۍ څېړنې وکړي.

منظور پشتین په خپله ثبت شوې وینا کې وویل چې په تېرو ۲۳ کلونو کې د پښتونخوا میلیونونه اوسېدونکي د جګړې له امله له سختو کړاوونو سره مخ شوي او په وینا یې، د سیمې په بېلابېلو برخو کې لا هم هدفي وژنې، جبري لادرکۍ، پوځي عملیات او جبري بې‌ځایه کېدل دوام لري.

پشتین د پاکستان پر پوځ تور ولګاوه چې د ترهګرۍ پر ضد د عملیاتو تر نامه لاندې د پښتونخوا د طبیعي زېرمو لرونکو سیمو اوسېدونکي له خپلو مېنو بې‌ځایه کوي. هغه زیاته کړه چې ترهګرې ډلې د پاکستان د پوځ او استخباراتي ادارو له لوري جوړې شوې، تمویل شوې او روزل شوې دي.

هغه زیاته کړه، « حقیقت دا دی چې په پښتونخوا کې هره ترهګره ډله د پاکستان د پوځ او د پاکستان د استخباراتي ادارو له خوا جوړېږي، تمویلېږي او روزل کېږي. د پاکستان د پوځ لوړپوړو چارواکو، لکه د پاکستان د پوځ مشر جنرال مشرف، د پاکستان د استخباراتي ادارې مشر جنرال حمید ګل، کرنل امام، جنرال عبدالقادر بلوچ او ګڼو نورو، ان په ژوندیو ټلویزیوني مرکو کې په ښکاره اعتراف کړی چې دا ترهګرې ډلې د دوی په خپلو لاسونو جوړې شوې دي».

د پشتین په وینا، لومړی دوی د خپلو نیابتي ترهګرو ډلو له لارې د ناامنۍ او ګډوډۍ په رامنځته کولو سره د پښتونخوا د کاني زېرمو لرونکې سیمې بې‌ثباته کوي، وروسته د ترهګرۍ ضد مبارزې تر نامه لاندې پوځي عملیات پیلوي او د دغو پوځي عملیاتو له لارې د پښتونخوا د کاني او قیمتي فلزاتو لرونکو سیمو اصلي او ځايي اوسېدونکي له خپلو سیمو وباسي.

هغه وویل، « پوځ له ۲۰۰۴ کال راهیسې لسګونه پراخ پوځي عملیات او زرګونه واړه هدفي عملیات کړي دي، خو د پښتونخوا په هېڅ ګوټ کې یې د سولې یوه نښه هم نه ده راوستې».

د پشتین په وینا، له ۲۰۰۴ کال راهیسې په پښتونخوا کې لسګونه لوی پوځي عملیات او زرګونه هدفي عملیات شوي، خو د سیمې خلکو ته یې سوله او امنیت نه دي ور په برخه کړي.

منظور پشتین همداراز وویل، چې د پوځي عملیاتو له امله د خلکو کورونه، بازارونه او بڼونه ویجاړ شوي او د بې‌ځایه شویو خلکو د بېرته ستنېدو پر مهال هغوی له ځمکنیو ماینونو، امنیتي پوستو او څارنې سره مخ شوي دي.

هغه زیاته کړه، چې د ځمکنیو ماینونو په چاودنو کې سلګونه پېښې ثبت شوې دي. د پشتین د وینا له مخې، په دغو چاودنو کې ۱۲۵۰ ملکي وګړي وژل شوي او ۲۷۸ نور د تل لپاره معیوب شوي دي.

د پشتین په وینا، په تېرو شاوخوا دوو لسیزو کې ۷۶ زره پښتانه ملکي وګړي وژل شوي، ۶ زره او ۷۰۰ پښتانه لا هم لادرکه دي، ۲۵۰ زره کورونه او ۳۵ زره دوکانونه ویجاړ شوي دي. نوموړي د دغو شمېرو لپاره د اسنادو، شواهدو او عیني شاهدانو د موجودیت یادونه هم وکړه.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر وویل چې د دغو ستونزو پر وړاندې د سوله‌ییز مبارزاتي حرکت په توګه د پښتون ژغورنې غورځنګ رامنځته شو، څو د هدفي وژنو، جبري لادرکیو، د ځمکنیو ماینونو او د طبیعي زېرمو د لوټلو پر ضد غږ پورته کړي.

خو د هغه په وینا، د غورځنګ سوله‌ییزې غوښتنې له ځپنې، رسنیز بندیز، منفي تبلیغاتو، قضایي فشارونو او د فعالانو له نیولو سره مخ شوې دي. نوموړي د غورځنګ د یو شمېر غړو د زنداني کېدو او لادرکه کېدو یادونه هم وکړه او د هغوی د خوشې کېدو غوښتنه یې وکړه.

پشتین د ۲۰۱۸ کال د جون په درېیمه په واڼه، د ۲۰۱۹ کال د مې په ۲۶مه په خړ کمر او د ۲۰۲۴ کال د اکتوبر په اتمه په خیبر کې پېښې یادې کړې. هغه وویل، چې په دغو پېښو کې پر سوله‌ییزو لاریونوالو ډزې شوې دي. د نوموړي په وینا، د ۲۰۲۴ کال د اکتوبر د اتمې په پېښه کې ۲۲ تنه وژل شوي او ۱۰۸ نور ټپیان شوي دي.

نوموړي همداراز وویل چې د خیبر د تیرا درې، مرکزي کورمې او د شمالي وزیرستان د شوال سیمو اوسېدونکي لا هم له جبري بې‌ځایه کېدو سره مخ دي.

د پشتین د وینا له مخې، یوازې په ۲۰۲۵ او ۲۰۲۶ کلونو کې د پاکستان د بې‌پیلوټه الوتکو او جنګي الوتکو په څه باندې ۳۰۰ بریدونو کې ۸۰۰ ملکي وګړي وژل شوي، چې ۷۲ تنه یې تر یوه کال کم عمره ماشومان وو.

هغه د پاکستان پر پوځي او سیاسي چارواکو تور ولګاوه چې د ترهګرۍ پر ضد د جګړې او بیارغونې لپاره له نړیوالې ټولنې ترلاسه شوې مرستې یې په سمه توګه نه دي لګولې او د سیمې د طبیعي زېرمو د لوټلو له امله یې ګټې ترلاسه کړې دي.

منظور پشتین له نړیوالې ټولنې، د جرمونو نړیوالې محکمې، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له بنسټونو او اروپايي ټولنې وغوښتل چې د پښتونخوا د وضعیت په اړه بېړنۍ څېړنې وکړي. هغه له اروپايي ټولنې وغوښتل چې د پاکستان لپاره خپلې مرستې، په ځانګړي ډول د عمومي ترجیحي تعرفو (جي ایس پي) اړوند امتیازات وځنډوي.

نوموړي د پښتون ژغورنې غورځنګ د زنداني غړو د خوشې کېدو غوښتنه وکړه او د پښتنو او بلوڅو د حقونو د فعالانو د وضعیت په اړه یې د نړیوالې ټولنې د پاملرنې غوښتنه وکړه.

د منظور پشتین د خبرو پرمهال د اعتراض په توګه د پاکستان استازي اصف درانی او محمد جنید له غونډې ووتل.

د پېښور نرښځیانو د پولیسو له‌خوا له ځورونو شکایت کړی دی

۱۹ تله ۱۴۰۵ - ۱۱ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۰:۵۲ GMT+۱
•
جواد شينواری
100%

په پېښور کې یو شمېر نرښځیانو ادعا کړې، چې د کوتوالۍ پولیسو مرکز د کورونو پر مالکانو د فشار په راوړلو سره هڅې کوي، چې دوی له کرایي کورونو وباسي. دوی د پېښور عالي محکمې ته عریضه کړې او غوښتنه یې کړې، چې د هویت پر بنسټ باید هېڅوک له خپل کور څخه ونه‌اېستل شي.

نرښځه زهره چې د پېښور اوسېدونکې ده، افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې
هر ځای کرایي کور ونیسي پولیس ورشي او د کور له مالک څخه وغواړي چې دوی له کوره وباسي.
هغه د پوښتنې په توګه وايي: «موږ چېرته لاړ شو؟ موږ ستاسو څه کړي دي؟ کله چې چا زموږ پر ضد شکایت هم نه‌وي کړی نو ولې مو له کورونو وباسئ».
د زهرې په وینا د پېښور د کوتوالۍ پولیسو مرکز یې ځوروي او د کورونو پر مالکانو فشار راوړي چې نرښځیان له خپلو کرایي کورونو وباسي.
نرښځې ریحانه او زهرا هم له ورته شکایتونو سره د پېښور عالي محکمې ته تللې دي. د دوی په وینا، تر دې مخکې هم هڅه شوې چې دوی له سیمې واېستل شي، خو اوس د کورونو پر مالکانو د فشار له لارې هڅه کېږي چې له کرایي کورونو یې وباسي.
دوی وايي، د نورو وګړو په څېر غواړي په خوندي کورونو کې ژوند وکړي.
د دوی غوښتنه دا ده، چې له کوم قانوني دلیل پرته دې نه‌ځورول کېږي، شکایتونو ته دې یې غوږ ونیول شي او که د چا پر ضد شکایت موجود وي نو د قانون له مخې دې ورسره چلند وشي.

100%

د نرښځیانو د ټولنې مشره فرزانې افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې
دا ټولنه یوازې د استوګنې له ستونزو سره نه، بلکې له تاوتریخوالي، وژنو، له کورونو څخه اېستلو او د پولیسو له ناسم چلند سره هم مخ ده.
د هغې په وینا، د پېژندپاڼو په جوړولو کې ستونزې هم د دوی ورځنی ژوند ستونزمنوي. د پېژندپاڼو د نه لرلو یا د هغو د ترلاسه کولو پر مهال د خنډونو له امله د دوی ډېر بنسټیز کارونه اغېزمن کېږي.
فرزانه له اړوندو ادارو غواړي چې د نرښځیانو ستونزو ته جدي پاملرنه وکړي، څو دوی وکولای شي له وېرې پرته په عزت او خوندي چاپېریال کې ژوند وکړي.
د عریضه کوونکو وکیل عمران خان افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې
نرښځیان د پاکستان وګړي دي او د دغه هېواد د اساسي قانون له مخې بنسټیز حقونه لري.
د هغه په وینا، د اساسي قانون څوارلسمه ماده د انسان وقار او د کور شخصي ژوند ته درناوی او خوندیتوب ورکوي په داسې حال کې چې پنځه ویشتمه ماده د قانون پر وړاندې د ټولو وګړو برابري او مساوي قانوني خوندیتوب تضمینوي.
عمران وايي، که پولیس له قانوني دلیل یا شکایت پرته د کورونو پر مالکانو فشار راوړي چې نرښځیان له خپلو کورونو وباسي نو دا موضوع باید له قانوني پلوه وڅېړل شي.
هغه زیاتوي، چې اړوندې ادارې باید د نرښځیانو شکایتونه واوري او د پېژندپاڼو او نورو ستونزو په حل کې خپل رول ولوبوي.
زهره، ریحانه او زهرا غوښتنه کوي، چې هېڅوک دې یوازې د خپل هویت له امله له کور څخه وتلو ته نه اړ کېږي. د دوی په وینا، خوندي استوګنځی د هر انسان بنسټیزه اړتیا ده.

د پېښور پولیسو او په ځانګړې توګه د کوتوالۍ پولیسو مرکز د دغو نرښخیانو د ادعاوو په تړاو تر اوسه څه سپیناوی نه‌دی کړی.

100%

د نرښځیانو پر وړاندې تاوتریخوالی
د نرښځیانو ستونزې یوازې تر استوګنې محدودې نه‌دي، بلکې د دوی پر وړاندې د تاوتریخوالي او وژنو پېښې هم ثبت شوې دي.
د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون د «۲۰۲۵ کال د بشري حقونو وضعیت» په نوم راپور له مخې، تېر کال په ټول پاکستان کې لږ تر لږه ۱۹ نرښځې وژل شوي، پر دوو کسانو تېزاب شیندل شوي او لږ تر لږه ۱۳ نور د جنسي تاوتریخوالي ښکار شوي دي.
د راپور له مخې، له دغو وژنو څخه لس په خیبر پښتونخوا کې ثبت شوې وې چې د نورو ایالتونو پر تله تر ټولو د لوړ شمېر ښکارندويي کوي.

د خیبرپښتونخوا په لنډي کوتل کمپ کې افغان کډوال له ګڼو ستونزو سره مخ دي

۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۰:۵۰ GMT+۱
•
جواد شينواری
100%

د پاکستان او افغانستان ترمنځ د تورخم له لارې د افغان کډوالو د ستنېدو لړۍ روانه ده. د پښتونخوا په لنډي کوتل لنډمهالي کمپ کې هره ورځ له ۵۰۰ تر ۱۰۰۰ پورې افغانان د قانوني چارو تر بشپړېدو وروسته افغانستان ته لېږل کېږي. کډوال وايي، په کمپ کې د ګڼې‌ګوڼې تر څنګ له جدي ستونزو سره مخ دي.

په خیبر پښتونخوا کې د افغان کډوالو د ستنېدو لپاره له شپږو تر اوو مرکزونو فعالیت لري، خو د لنډي کوتل لنډمهالی کمپ تر ټولو ګڼ‌مېشته او بوخت بلل کېږي.
د افغان کډوالو لپاره په لنډي کوتل لنډمهالي کمپ کې هره ورځ شاوخوا ۸۰۰ کسانو ته د اسانتیاوو د برابرولو وړتیا شته، خو د کډوالو په وینا، د ګڼې ګوڼې له امله د نوم لیکنې د ټوکن ترلاسه کولو لپاره ساعتونه انتظار کوي.
د لوګر ولایت اوسېدونکي سید محمد چې په لاهور کې یې خپله سوداګري کوله افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې د پولیسو او امنیتي ادارو د سختو فشارونو او ځورونو له امله مجبور شو له خپلې کورنۍ سره د لنډي کوتل هولډنګ کمپ ته راشي خو اوس له ګڼو ستونزو او د لومړنیو اسانتیاوو له نشتوالي سره مخ دی.
سید محمد څرګنده کړه، چې د راجستر کېدو او بېرته ستنېدو پروسه بې‌حده سسته روانه ده او په وینا یې، لسګونه کډوال په ګرمۍ او تر شنه اسمان لاندې له کوم سیوري او خوندیتوب پرته د خپلو نومونو لیکلو ته په تمه ناست دي.
سید محمد زیاتوي، چې د لنډي کوتل په کمپ کې د څښاک پاکې اوبه، له لمر څخه ساتونکي سیوري او د تشنابونو په څېر خورا لومړنۍ انساني اسانتیاوې هم نه‌شته چې دې حالت د هغوی کړاو څو برابره زیات کړی دی.
نوموړي له اړوندو ادارو او حکومت څخه غوښتنه وکړه، چې د ستنېدونکو کډوالو انسان دوستۍ او عزت ته په پام سره دې د راجستر کولو پروسه ګړندۍ کړي او په دغه کمپ کې دې سمدستي اړینې اسانتیاوې برابرې کړي.

په کمپ کې مېشت افغان کډوال وايي، چې د پاکستان حکومت له لوري د کډوالو د اېستلو د بهیر له سختېدو وروسته د نیول کېدو او قانوني ستونزو له وېرې ډېرې کورنۍ افغانستان ته ستنېدو ته اړ شوې دي.
د دوی په وینا، په بېلابېلو ښارونو کې د پولیسو او امنیتي ادارو له خوا د کډوالو د نیولو او پلټنو لړۍ هم زیاته شوې ده.
عبدالله چې د خیبر پښتونخوا له هریپور ولسوالۍ څخه تورخم ته نږدې لنډي کوتل هولډنګ کمپ ته رسېدلی افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې لا هم د نوم‌لیکنې او راجستر کېدو لپاره ټوکن نه‌دی ورکړل شوی.
هغه ټینګار وکړ، چې هېڅکله افغانستان ته نه‌دی تللی او د هېواد په داخل کې له خپلو ملګرو او کورنۍ سره هېڅ ډول اړیکه او د استوګنې ځای نه‌لري.

د خیبرپښتونخوا او پاکستان حکومت لا تر اوسه د افغان کډوالو د دغو څرګندونو په تړاو څه سپیناوی نه‌دی کړی.

د تحریک انصاف ګوند د اوږد لاریون لاریونوال چارسدې ته رسېدلي

۱۷ تله ۱۴۰۵ - ۹ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۱:۳۹ GMT+۱
100%

د خیبرپښتونخوا د اعلی وزیر سهېل اپریدي په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند اوږد لاریون د جمعې په ماښام (د تلې ۱۷مه) چارسدې ولسوالۍ ته ورسېد. سهېل اپریدي خپلو پلویانو ته په وینا کې وویل، چې د ټول پاکستان کاروانونه به د اکټوبر پر ۱۱مه او ۱۳مه په «صوابۍ انټرچېنج» کې سره یو ځای شي.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند اوږد لاریون چې د اکتوبر پر ۴مه له لکي مروت څخه پیل شوی تر اوسه یې څو ځلې خپله لاره بدله کړې ده.
د نوې اعلان شوې تګلارې له‌مخې، د اکتوبر پر ۱۱مه نېټه د ټول پاکستان او د اکتوبر پر ۱۳مه د پېښور، ملاکنډ، هزاره، کوهاټ، بنو او دېره اسماعیل خان د لاریون کاروانونه به په صوابۍ انټرچېنج کې سره یو ځای شي. سهېل اپریدي ادعا کړې، چې دا به د پاکستان په تاریخ کې تر ټولو لوی ولسي راټولېدنه او لاریون وي.
د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر محمد سهېل اپریدي خپلو پلویانو ته په وینا کې وویل، له یوه ښاره بل ته د سفر پر مهال د خلکو په جوش او جذبې کې هېڅ کمی نه‌دی راغلی.
هغه زیاته کړه: «کېدای شي موږ له لږ ستړیا او سختۍ سره مخ شو خو دا سختۍ د هغه درد پرتله هېڅ نه‌دي چې عمران خان یې زموږ لپاره په زندان کې زغمي».
سهېل اپریدي د پاکستان پر نظام او واکمنو نیوکه وکړه او ویې ویل، د بندو دروازو تر شا د پرېکړو او «رژیم چېنج» عملیاتو له لارې د پاکستان د پرمختګ مخه ډب شوې او د ناامنیو مخ په زیاتېدونکي حالت ته په اشارې سره یې وویل، چې له ۲۰۰۴ څخه تر ۲۰۲۶ کال پورې په پاکستان کې ۱۴ زره استخباراتي او ۲۲ لوی پوځي عملیات شوي، خو موخه یې د ترهګرۍ ختمول نه، بلکې د پاکستان تحریک انصاف ګوند او د هغه د بنسټګر عمران خان ځپل وو.
نوموړي تاریخي موضوعاتو ته په نغوتې سره زیاته کړه، چې په ۱۹۷۰ لسیزه کې په بلوچستان کې د ذوالفقار علي له دورې د پوځي عملیاتو ناپایله لړۍ پیل شوې ده.
د سهېل اپریدي په وینا، په پاکستان کې د وسله‌والو ۲۲۹ روزنیز کمپونه جوړ شوي وو چې ۲۱۹ یې په پنجاب کې وو په داسې حال کې چې هغه مهال د پاکستان تحریک انصاف ګوند نه‌وو جوړ شوی.
د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر ټینګار وکړ، چې د دغې سیاسي او ټولنیزې مبارزې موخه هېواد ته د ثبات او خپلواکۍ راګرځول دي او له ټولو طبقو یې وغوښتل چې د دغه تحرک ملاتړ وکړي.
د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر څرګنده، چې هېڅکله یې له نړیوالو رسنیو سره په مرکو کې پاکستان د یوې ناوړه لوبې برخه نه‌دی بللی، خو اوس په واک کې ناستو کسانو داسې څرګندونې کړې دي.
سهېل اپریدي ویلي، د انقلاب لپاره د میلیونونو خلکو حضور اړین نه‌دی. د چین په انقلاب کې لس زره، د ایران په انقلاب کې لس زره او د روسیې په انقلاب کې ۲۳ زره کسانو برخه اخیستې وه.

سوداګر: د سوداګریزو لارو تړل کېدو د کرښې په دواړو غاړو کې ولسونو ته زیان اړولی

۱۶ تله ۱۴۰۵ - ۸ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۱:۱۲ GMT+۱
•
فضل عزیز
100%

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لارو تړل کېدو نږدې یو کال پوره کېږي. سوداګر وايي، د لارو تړل کېدو تر ټولو ډېر زیان د ډېورنډ کرښې په دواړو غاړو کې پرتو ولسونو، په ځانګړي ډول پښتنو ته اوښتی، کاروبارونه یې په ټپه درېدلي او سوداګري زیانمنه شوې ده.

د پاکستان د مرکزي او چمن د سوداګرۍ خونې پخواني مشر او سوداګر انجنیر دارو خان اڅکزي افغانستان انټرنشنل-پښتو ته وویل، چې په پاکستان کې پنجاب او سند ایالتونه هم کرنه او هم صنعت لري، خو په خېبر پښتونخوا او بلوچستان کې کرنه په ډېره کمه کچه ده او صنعت نږدې هېڅ نشته. دده په وینا، په دغو سیمو کې يوازينۍ سوداګري چې پاتې کېږي هغه له افغانستان سره تړلې ده.

هغه وویل: «له خدماتو راواخلئ، د رانیولو او خرڅلاو تر برخې پورې، او بیا تر هغه کس پورې چې مالونه منډیانو ته رسوي، د ټولو کار په ټپه درېدلی دی».

هغه زیاته کړه، چې د کرښې دواړو غاړو ته نږدې پرتو ټولو ولسونو اقتصادي ژوند هم پر کرښه له سوداګرۍ سره تړلی و، خو له نږدې یو کال راهیسې یې سوداګري او روزګارونه په ټپه ولاړ دي.

د دارو خان اڅکزي په وینا، د هېوادونو په کچه ښايي دغه تاوان وزغمل شي، خو د ولسونو په کچه دا ډېر لوی زیان دی.

د نوموړي په وینا: «د خېبر پښتونخوا او بلوچستان ډېر خلک بې‌کاره شوي، د هغوی پیسې په افغانستان کې بندې پاتې دي او په افغانستان کې هم عام خلک بې‌کاره او بې‌روزګاره شوي او د نورو سوداګریزو لارو په لټه کې دي او د دې زیان کچه دومره زیاته ده چې په اسانۍ بېرته پوره کېدای نه شي».

هغه وویل، چمن په ځانګړي ډول د لارو د بندښت له امله ډېر اغېزمن شوی دی، ځکه د ده په وینا، «چمن یوازې له افغانستان سره نه، بلکې د منځنۍ اسیا د سوداګرۍ دروازه هم ده».

د سوداګرۍ د بېرته پر ځای کولو په اړوند هغه وویل،چې سوداګر کولی شي سوداګري په لږ وخت کې بېرته پر ځای کړي او که د سوداګرۍ په برخه کې د دواړو لوریو کومې ستونزې وي، پر هغو هم خبرې کېدای شي، خو دده په وینا، له بده مرغه، «دواړه هېوادونه د سوداګرو خبرې اورېدو ته تيار نه دي».

هغه وايي، «دواړه هېوادونه نه غواړي سیاست له سوداګرۍ جلا کړي».

د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او له دې لارې د ګټې ترلاسه کولو په اړه دارو خان اڅکزي وويل، چې پاکستان ته له افغانستان سره د تجارت له لارې نږدې یو نیم میلیارد ډالره عواید راتلل چې اوس نه راځي، او افغانستان ته هم په همدې ډول پنځه یا شپږ سوه میلیونه ډالره عواید ورتلل چې هغه هم نه ترلاسه کېږي.

هغه زیاته کړه، «په مطلقه کچه د پاکستان تاوان ډېر او د افغانستان کم دی، خو د سوداګرۍ د حجم په تناسب د افغانستان زیان ډېر زیات دی».