د افغانستان او پاکستان د ګډې سوداګرۍ خونې مشر، خان جان الکوزي، افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل چې د لارو بندښت د افغانستان پر صادراتو، په ځانګړي ډول د تازه او وچو مېوو پر لېږد، بدې اغېزې کړې دي. د نوموړي په خبره د ټرانزیټ لګښتونه څو برابره لوړ شوي دي.
خان جان الکوزی وايي:« پخوا به افغانستان ته د پاکستان د کراچۍ بندر له لارې د ټرانزیټي توکو د لېږد لپاره د یوه کانټینر لګښت شاوخوا ۲۰۰۰ ډالره و او توکي به په لسو ورځو کې افغانستان ته رسېدل. خو اوس د بدیلو لارو له لارې د یوه کانټینر د لېږد لګښت تر ۱۰،۰۰۰ ډالرو پورې لوړ شوی او د توکو رسېدل نږدې دوه میاشتې وخت نیسي».
همدرانګه نوموړي ویلي چې له پاکستان سره د لارو بندښت له امله د افغانستان د تازه میوو صادراتو هم خورا زیان اوښتی او دوی نه شي کولی چې د افغانستان تازه میوې په اسانۍ سره د نړۍ تر بازارونو ورسوي. الکوزي وویل: «یوه برخه تازه میوې د هوايي دهلېز له لارې هند ته لېږدول کېږي او لږه اندازه یې د ایران له لارې هم صادریږي. ځینې مېوې د منځنۍ اسیا هېوادونو ته هم لېږدول کېږي. په روسیه او هند کې افغان مېوې په لوړه بیه پلورل کېږي، خو هلته یې د لېږد لګښت ډېر لوړ دی».
د الکوزي په وینا، د سوداګریزو لارو د بندښت له امله تر ټولو ډېر زیان بڼوالو او بزګرانو ته رسېدلی دی.
د افغانستان په بازارونو کې د بیو بدلون
د سوداګرو په وینا، هغه توکي چې له بهر څخه افغانستان ته واردېږي، د بیو له لوړېدو سره مخ شوي دي؛ خو په ورته وخت کې د افغانستان کورني صنعت هم یو څه پرمختګ کړی او تولیدات یې زیات شوي دي.
دوی وايي، د کرنیزو محصولاتو او خوراکي توکو کورنی تولید هم زیات شوی دی. د ځینو توکو، لکه غوړیو، بیې لوړې شوې، خو د اوړو بیې د قزاقستان او روسیې څخه د وارداتو له امله ټیټې دي.
خان جان الکوزي وویل، الکترونیکي توکي ګران شوي دي او د وارداتي توکو په بیو کې هم زیاتوالی راغلی دی. خو د هغه په وینا، افغانستان د پخوا په پرتله د ځینو توکو په تولید کې د ځانبسیاینې پر لور روان دی، پانګونه روانه ده او نوې فابریکې جوړېږي.
په پاکستان کې د لارو د بندښت اغېزې
د پېښور د سوداګرو د ګډې خونې پخوانی مشر، شاهد حسین، وايي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته پرتو سیمو اوسېدونکي د سوداګریزو لارو د بندښت له امله سخت اغېزمن شوي، نوموړي زياته کړه چې په تېره یوه کال کې سلګونه زره کسان بېکاره شوي دي.
هغه افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، د قبایلي سیمو، خیبر پښتونخوا نورو برخو او بلوچستان د خلکو روزګار هم له دغو سرحدي لارو سره تړلی و.
د شاهد حسین وویل:« د لارو بندښت د پاکستان او افغانستان ترمنځ سوداګري له سخت زیان سره مخ کړې، مزدوران او ترانسپورټران بېروزګاره شوي او سلګونه د ګمرکي تصفیې استازي (کلیرنګ ایجنټان) له خپلو کارکوونکو سره له یوه کال راهیسې بېکاره دي».
د رسمي شمېرو له مخې، د سوداګریزو لارو تر تړل کېدو مخکې هره ورځ له ۸۰۰ تر ۱۲۰۰ پورې لارۍ د تورخم، له ۵۰۰ تر ۸۰۰ پورې د چمن ـ سپین بولدک، او له ۳۰۰ تر ۵۰۰ پورې نورې لارۍ د خرلاڅۍ، غلام خان او انګور اډې له لارو تېرېدې او توکي یې لېږدول.
د راپورونو له مخې، اوس هغه پاکستانۍ ترانسپورټي کمپنۍ له درنو مالي زیانونو سره مخ دي چې له پاکستان څخه یې افغانستان ته سمنټ، درمل، اوړه، وریجې او نور توکي لېږدول.
د سوداګریزو لارو د پرانیستلو هڅې
خان جان الکوزي او شاهد حسین وايي، داسې نه ښکاري چې سوداګریزې لارې به په نږدې راتلونکي کې بېرته پرانیستل شي.
د سوداګرو د ګډو خونو وايي، له حکومتونو او چارواکو سره یې خپلې ستونزې او وړاندیزونه شریک کړې دي خو د حل په برخه کې یې ډېر هیلهمن نه دي. خان جان الکوزي وویل: «د افغانستان او پاکستان د ګډې سوداګرۍ خونه اوس نیمه فعاله ده؛ اړیکې یې یوازې تر سلام او احوالپوښتنې پورې محدودې پاتې دي».
د طالبانو او پاکستان ترمنځ د وسله والې شخړې له پراخېدو وروسته د ۲۰۲۵ کال په اکټوبر کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ټولې سوداګریزي او د تګ راتګ لارې وتړل شوي او د تېر کال راهیسې د دواړو لوریو ترمنځ د سوداګرۍ کچه سفر ته را ټیټه شوې ده.