هغه دغه ایراني مسوول ته په خطاب کې ویلي: «جناب سردار! دوی ټول، د زړه له تله، د ایران پر اسلامي جمهوریت ځانونه قربانوي.تاسې ته ډاډ درکوم، چې دوی ټول پر ایران ځانونه قربانوي.که خدای مه کړه، جګړه وشي، دوی ټول ځانونه قربانوي».
قیصاري، له دې خبرې وروسته له خپلو پلویانو څخه، د دغې خبرې تایید غواړي، چې د غونډې له منځه د تایید ډېر غږونه اورېدل کیږي.
نوموړي، دغه ایراني چارواکي ته، چې ملکي درېشي یې اغوستې او بشپړ نوم او دنده یې نه ده ښودل شوې، دا هم ویلي، چې په غونډه کې ناست پلویان یې ټول عادي کارګران او په خپلو لګښتونو یې نننۍ غونډه جوړه کړې ده.
قیصاري، له ایران څخه د خپلو پلویانو د قربانېدو خبره په داسې مهال کړې، چې ایران له پخوا راهیسې د خپلو نیابتي موخو لپاره، د افغان کډوالو په کارولو تورن دی.
د فاطمیون ډله چې په سوریه کې یې د ایران په پلوۍ سختې جګړې کړې وې، په ایران کې له مېشتو افغان شیعه مذهبو جوړه ډله وه، چې د ایران د بهرنیو چارو پخواني وزیر جواد ظریف یې له افغان کډوالو په رامنځته کېدو اعتراف هم کړی وو.
د طالبانو د واکمنۍ یو شمېر منتقدان، دوی تورنوي چې په افغانستان کې د نامشروع واکمنۍ او ځپونکو تګلارو له واکمنولو سره یې، پر میلیونونه افغانانو د ژوند کړۍ تنګه کړې او اړ شوي، چې کډوال او د بهرنیو نیابتي موخو قرباني شي.
طالب چارواکي ادعا لري، چې افغانستان یې د ټولو افغانانو لپاره «خوندي کور» ګرځولی، خو منتقدان یې نظام الدین قیصاري د یوې بېلګې په توګه یادوي، چې د دوی په باور، افغانستان ته له ستنېدو وروسته یې هم له طالبانو سره ژوند ونهشو او بېرته هېواد پرېښودو ته اړ وت.
نظام الدین قیصاري چې د تېر جمهوري نظام پر مهال د فاریاب په قیصار ولسوالۍ کې د طالبانو پر ضد د سیمهییزو پاڅونوالو او دغه راز د قیصار ولسوالۍ امنیه قومندان پاتې شوی و، د جمهوري نظام لهخوا په باج اخیستو او انسان تښتونو هم تورن وو.
قیصاري د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته له افغانستانه ایران ته تللی و، چې د ۱۴۰۰ لمریز کال په تلې میاشت کې یې د ایراني ځواکونو له لوري د «اسنادو د جعل» په تور د نیول کېدو خبر هم ورکړل شوی وو.
قیصاري د ۱۴۰۱ کال په چنګاښ کې، د طالبانو په بلنه کابل ته ستون او د دوی له واکمنۍ ملاتړ اعلان کړ، خو وروسته بیرته ایران ته لاړ او د تېر کال د لړم په ۱۶مه په تهران ښار کې د دغه ګوند د رهبرۍ په نه حضور کې په یوې غونډه کې ځان د جنبش ګوند رييس اعلان کړ، په داسې حال کې چې عبدالرشید دوستم د جنبش ګوند رهبر او بنسټګر دی، خو د هغه دغه خوځښت ته یې څه غبرګون نهدی ښودلی.
ډیپلوماټ مجلې په یوه تازه تحلیلي راپور کې ویلي، طالبانو که څه هم له ایډیالوژیک پلوه بدلون نهدی کړی، خو واک ته له بیا رسېدو پنځه کاله وروسته یې د خپلې «لومړۍ دورې» له تېروتنو درس اخیستی او د ټولنې د کنټرول او مدیریت چارې یې لا پیاوړې کړې دي.
د ملګرو ملتونو یوه چارواکي دې مجلې ته ویلي، طالبان په بنسټیزه توګه هماغه پخواني کسان دي، خو اوس مهال د واک ساتلو او پیغام رسولو په برخو کې هوښیار شوي دي. د دغه راپور پر بنسټ، له دې هېواد څخه د ناټو او امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته، که څه هم د طالبانو حکومت امنیت تامین کړی، خو دغه وضعیت د خلکو پر فردي ازادیو د سختو بندیزونو او پراخې څارنې په بیه تمام شوی دی.
په دغه راپور کې راغلي، چې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په هوټلونو او عامه ځایونو کې د مېلمنو د هویت او تګراتګ ثبتول جبري کړي او د هېواد په کچه د پلټنې بېشمېره پوستې یې جوړې کړې دي.
هممهاله د بشري حقونو د څار سازمان په خپل وروستي راپور کې په ډاګه کړې، چې پر رسنیو سانسور او د بیان پر ازادۍ محدودیتونه سخت شوي او خبریالان، پوهنتونوال او مدني فعالان له نیونو، شکنجو او ګواښونو سره مخ دي.
له دې سربېره، د کوکنارو کښت ۹۶ سلنه کم شوی او روږدي کسان په زوره تداوۍ ته بېول شوي، خو له بلې خوا ښځې تر شپږم ټولګي پورته له زدهکړو بېبرخې دي او په عامه ځایونو کې د ښځو پر حضور او اړیکو سخت «غیر انساني» بندیزونه لګول شوي دي.
ډیپلوماټ مجله لیکي، چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان له یوه ویجاړونکي اقتصادي وضعیت او بېوزلۍ سره لاس او ګرېوان دی. د ملګرو ملتونو د ارقامو له مخې، تر ۱۷ میلیونو ډېر افغانان چې د هېواد د ټول نفوس شاوخوا ۴۰ سلنه جوړوي، د خوراکي توکو له سخت کمښت سره مخامخ دي.
د نړیوالو مرستندویه ادارو او ډیپلوماتیکو ماموریتونو په وتلو سره زرګونه کاري فرصتونه له منځه تللي او ښځې له کاري ډګره اېستل شوې دي. دغه اقتصادي بحران په داسې حال کې مخ پر خرابېدو دی چې کډوال هم له بهرنیو هېوادونو په جبري توګه شړل کېږي.
په راپور کې راغلي، چې له ایران او پاکستان څخه د میلیونونو افغان کډوالو جبري شړلو او دغه راز له اروپایي هېوادونو څخه د پناه غوښتونکو بېرته ستنولو پر محدودو سرچینو او ښاري زېربناوو بېساری دروند فشار راوړی دی.
دا مجله زیاتوي، دغه وضعیت، د لوېدیځوالو له ناکامۍ او له هېواده له وتلو وروسته، داسې مهال رامنځته شوی چې سیمهییز هېوادونه لکه چین او روسیه له نوي واقعیت سره جوړجاړي ته رسېدلي او له طالبانو سره تعامل کوي.
هغه افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، د قبایلي سیمو، خیبر پښتونخوا نورو برخو او بلوچستان د خلکو روزګار هم له دغو سرحدي لارو سره تړلی و.
د شاهد حسین وویل:« د لارو بندښت د پاکستان او افغانستان ترمنځ سوداګري له سخت زیان سره مخ کړې، مزدوران او ترانسپورټران بېروزګاره شوي او سلګونه د ګمرکي تصفیې استازي (کلیرنګ ایجنټان) له خپلو کارکوونکو سره له یوه کال راهیسې بېکاره دي».
د رسمي شمېرو له مخې، د سوداګریزو لارو تر تړل کېدو مخکې هره ورځ له ۸۰۰ تر ۱۲۰۰ پورې لارۍ د تورخم، له ۵۰۰ تر ۸۰۰ پورې د چمن ـ سپین بولدک، او له ۳۰۰ تر ۵۰۰ پورې نورې لارۍ د خرلاڅۍ، غلام خان او انګور اډې له لارو تېرېدې او توکي یې لېږدول.
د راپورونو له مخې، اوس هغه پاکستانۍ ترانسپورټي کمپنۍ له درنو مالي زیانونو سره مخ دي چې له پاکستان څخه یې افغانستان ته سمنټ، درمل، اوړه، وریجې او نور توکي لېږدول.
د سوداګریزو لارو د پرانیستلو هڅې
خان جان الکوزي او شاهد حسین وايي، داسې نه ښکاري چې سوداګریزې لارې به په نږدې راتلونکي کې بېرته پرانیستل شي.
د سوداګرو د ګډو خونو وايي، له حکومتونو او چارواکو سره یې خپلې ستونزې او وړاندیزونه شریک کړې دي خو د حل په برخه کې یې ډېر هیلهمن نه دي. خان جان الکوزي وویل: «د افغانستان او پاکستان د ګډې سوداګرۍ خونه اوس نیمه فعاله ده؛ اړیکې یې یوازې تر سلام او احوالپوښتنې پورې محدودې پاتې دي».
د طالبانو او پاکستان ترمنځ د وسله والې شخړې له پراخېدو وروسته د ۲۰۲۵ کال په اکټوبر کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ټولې سوداګریزي او د تګ راتګ لارې وتړل شوي او د تېر کال راهیسې د دواړو لوریو ترمنځ د سوداګرۍ کچه سفر ته را ټیټه شوې ده.