• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملګري ملتونه: د نړۍ میلیاردونه وګړي پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري

۲۶ تله ۱۴۰۵ - ۱۸ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۳:۵۷ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د چاپېریال پروګرامپه وینا، په نړۍ کې ۲،۲ میلیارد وګړي د څښاک پاکو اوبو ته، ۳،۴ میلیارد د خوندي حفظ‌الصحې خدمتونو ته او ۱،۷ میلیارد نور په خپلو کورونو کې د لومړنیو حفظ‌الصحې اسانتیاوو ته لاسرسی نه لري.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، د نړۍ د کورنیو فاضله اوبو یوازې ۵۶ سلنه په خوندي ډول تصفیه کېږي او شاوخوا څلور میلیارد کسان د کال لږ تر لږه یوه میاشت د اوبو له شدید کمښت سره مخ وي. دغه راز، د نړۍ تر نیمايي ډېر لوی جهیلونه د ۱۹۹۰مې لسیزې له پیل راهیسې د اوبو له کمښت سره مخ شوي دي.

راپور ټینګار کوي چې د اوبو د ککړتیا کمول، د خطرناکو کیمیاوي موادو د خوشې کېدو مخنیوی، د فاضله اوبو تصفیه او د تازه اوبو د ایکوسیستمونو ساتنه د دې بحران د مهارولو لپاره اړین دي.

افغانستان هم د اوبو او حفظ‌الصحې له جدي ستونزو سره مخ دی

د ملګرو ملتونو د دوامدار پرمختګ د شپږم هدف د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې په ۲۰۲۴ کال کې یوازې ۳۱ سلنه وګړو د څښاک د خوندي مدیریت شویو اوبو خدمتونو ته لاسرسی درلود؛ دغه راز یوازې ۲۵ سلنه وګړي د خوندي مدیریت شویو حفظ‌الصحې خدمتونو څخه برخمن وو او ۵۲ سلنه خلکو په کورونو کې د صابون او اوبو لرونکي د لاس مینځلو اسانتیاوې درلودې.

یونیسف په خپل ۲۰۲۵ کالني بشري راپور کې هم ویلي چې په همدې کال کې یې له ۲،۱ میلیونو ډېرو کسانو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې کړې دي. د ادارې په وینا، وچکالۍ، سېلابونو، زلزلو او د راستنېدونکو کډوالو زیاتوالي د افغانستان پر کمزورو اوبو او حفظ‌الصحې سیستمونو فشار ډېر کړی دی.

د ملګرو ملتونو د ۲۰۲۵ کال د پایلو راپور له مخې، په افغانستان کې د کال په اوږدو کې شاوخوا ۸۴۰ زره کسانو د څښاک د لومړنیو اوبو خدمتونو او ۶۲۱ زره کسانو د حفظ‌الصحې خدمتونو ته لاسرسی موندلی دی. د راپور له مخې، د اوبو، حفظ‌الصحې او نظافت برخې ته د اړتیا وړ ۲۴۸،۸ میلیون ډالرو له ډلې یوازې ۴۱،۳ میلیون ډالر برابر شوي وو.

ډېر لیدل شوي

د شانګهای همکاریو سازمان: په افغانستان کې ټول‌شموله حکومت د تلپاتې سولې یوازینۍ لار ده
۱

د شانګهای همکاریو سازمان: په افغانستان کې ټول‌شموله حکومت د تلپاتې سولې یوازینۍ لار ده

۲

د همګټو ناپېیلو هېوادونو سازمان چارواکی: د افغانستان شمال د سیمې امنیت ته ګواښ دی

۳

عبداللطیف منصور: پاکستاني چارواکي د زلزلو او نورو طبیعي پېښو پړه هم پر افغانانو اچوي

۴

د پښتونخوا د اطلاعاتو سلاکاره طالبانو ته: زموږ دښمنانو او ټي‌ټي‌پي ته پناه مه‌ورکوئ

۵

د ګډو ګټو هېوادونو سرمنشي: د طالبانو منزوي کول به افغانستان د جګړې نوي پړاو ته ټېل وهي

•
•
•

نور خبرونه

ګارډین: د حوثیانو پر ضد د امارات او عربستان پوځي همکاري بیا پیلېږي

۲۶ تله ۱۴۰۵ - ۱۸ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۰:۲۴ GMT+۱
100%

د ګارډين د راپور له مخې، سعودي او امارات په يمن کې د ايران له ملاتړه د برخمنو حوثيانو پر ضد د پوځي همکاریو پر بيا پيل هوکړه کړې ده. د دې هوکړې پر بنسټ، امارات به په سویل کې د عمالقه ځواکونو مالي لګښتونه پر غاړه واخلي او رياض به د هغوی لپاره هوايي ملاتړ چمتو کړي.

ګارډین ورځپاڼې د شنبې په ورځ (د تلې ۲۵مه) د باخبرو سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې متحده عربي امارات او سعودي عربستان په یمن کې د حوثيانو پر ضد د خپلو ګډو پوځي همکاریو د بیا پیلولو په اړه یوې نوې هوکړې ته رسېدلي دي.

دا پرېکړه داسې مهال کېږي، چې په یمن کې پر حساسو سیمو د حوثیانو بریدونه زیات شوي او دغه وسله واله ډله د ایران له پراخ ملاتړه برخمنه ده.
د ګارډین د راپور له مخې، په نوې هوکړه کې څرګنده شوې، چې متحده عربي امارات به د یمن د دولتي ځواکونو د یوې برخې او په ځانګړي ډول په سویل کې د «عمالقه لواګانو» مالي ملاتړ بېرته پر غاړه واخلي. په مقابل کې سعودي عربستان ژمنه کړې، چې د دغو ځمکنیو ځواکونو د عملیاتو لپاره به ټول اړین هوايي ملاتړ چمتو کړي او پر حوثي سنګرونو به بمبارۍ وکړي.
دغه نوې هوکړه لا په رسمي ډول نه‌ده اعلان شوې، خو شنونکي یې د ریاض او ابوظبۍ ترمنځ د ژورو پخوانیو اختلافاتو د کمېدو لومړنۍ څرګنده نښه بولي.

پر سعودي عربستان د حوثیانو د توغندیزو او ډرون بریدونو دوام او همدارنګه په ځینو سیمو کې د دوی وروستیو پرمختګونو، دواړه ګاونډي هېوادونه اړ کړي چې یو ځل بیا خپلمنځي همکارۍ پیاوړې کړي.
متحده عربي امارات د ۲۰۲۶ کال په جنورۍ کې وروسته له هغې په یمن کې خپل پوځي حضور او مالي مرستې وځنډولې چې د دوی او سعودي عربستان ترمنځ اختلافات اوج ته ورسېدل. دا تر هغې وروسته وو، چې د سعودي جنګي الوتکو په سویل کې د بېلتونپالو ځواکونو لپاره د امارات د وسلو پر استول شویو جوپو بریدونه وکړل.

دا نوې همکاري په داسې مهال رامنځته کېږي، چې د سعودي ملاتړ لرونکو ځواکونو د باب‌المندب تنګي شاوخوا او د مارب په ولایت کې د حوثیانو د شاتمبولو لپاره نوي پراخ پوځي عملیات پیل کړي دي.
د حوثي وسله والو له خوا پر سعودي عربستان د بریدونو لړۍ په تېرو میاشتو کې ډېره پراخه شوې ده. د یمن حوثیانو د سعودي پر ضد سمندري کلابندي اعلان کړې او د دغه هېواد د ارامکو تېلو پر تاسیساتو، په تېره بیا په جازان، بقیق، نجران او خمیس‌مشیط کې پر نفتي مرکزونو او نفت وړونکو بېړیو بریدونه کړي چې له امله یې جازان کې د ۴۰۰ زره بېرلو تصفیه‌خونه هم له فعالیت څخه لوېدلې وه. سعودي عربستان هم په صعده، الحدیده او مارب کې د حوثیانو پر پټنځایونو هوايي بریدونو ته دوام ورکړی دی.

له سپوږمکۍ د واخان تصویرونه؛ تر تړلې پولې غځېدلی سړک

۲۵ تله ۱۴۰۵ - ۱۷ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۳:۵۸ GMT+۱
•
جمشید یما امیري
100%

له سپوږمکۍ څخه د واخان اخیستل شوي تصویرونه ښيي، چې د دغه سړک د جوړېدو چارې له طالب واکمنۍ مخکې پيل شوې وې. د شنونکو په باور، چین د طالبانو د ادعا برعکس، دغه سړک ته خوښ نه دی، بلکې د یوه «ترهګریز ګواښ» په سترګه ورته ګوري او ورته څېرمه یې کلکې امنیتي تابیاوې نیولي دي.

افغانستان انټرنشنل له سپوږمکۍ څخه د واخان اخیستل شوي تصویرونه ارزولي، چې ښيي د «واخجیر» پېچومي له لارې د چین او افغانستان ترمنځ د نښلوونکي سړک جوړولو چارې د طالبانو له بیا واکمنېدو کلونه وړاندې پیل شوې وې. د ۲۰۱۷ کال په اړوندو دغو تصویرونو کې ښکاري، چې د چین په خاوره کې د وسایطو او موټرو د تګ‌راتګ لپاره یو سړک چمتو شوی وو. د ۲۰۲۴ کال انځورونه بیا دا ښیي چې د چین په خاوره کې د دغه سړک ځینې برخې کرېړ شوې هم وې. په سپوږمکۍ کې، د ۲۰۲۵ کال د اخیستل شویو تصویرونو ارزونه څرګندوي، چې د چین پولې ته څېرمه له «واخجیر» پېچومي څخه په واخان کې تر «بزای ګنبد» پورې، د افغانستان لوري ته لږ تر لږه ۵۰ کیلومتره سړک جوړ شوی دی.

طالبان دا سړک د سیمه‌ییز اتصال او د افغانستان او چین ترمنځ د سیاسي او اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره حیاتي بولي، خو کارپوهان بیا وایي، چین داسې عملي اقدام نه‌دی کړی، چې د دغې لارې د پرانېستلو لپاره د هغوی لېوالتیا وښيي. چین تل د واخان او بدخشان امنیتي وضعیت، له سختو اندېښنو سره څارلی دی. سپوږمکيز تصویرونه دا هم ښيي، چې چین په خپله خاوره کې سختې امنیتي تابیاوې نیولي؛ د اغزنو تارونو غځول او د پولې په اوږدو کې د پوځي چمتووالي لوړول د دې تدابیرو یوه برخه ده.

د طالبانو هيله مندي

د طالبانو د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر عبداللطیف منصور وایي، د واخان دهلېز سړک جوړ شوی او کولای شي د افغانستان او سیمې د هېوادونو سوداګریزې لارې خورا لنډې کړي. چین د دغه سړک د پرانېستې غونډې ته خپل کوم استازی ونه‌لېږه او لا هم د بېجینګ له‌خوا د پولې پرانېستلو ته د چمتووالي هېڅ نښه نه لیدل کېږي. کارپوهان وايي، د چین امنیتي محاسبې او اندېښنې او د دغې لارې درانه اقتصادي لګښتونه د دې سبب شوي، چې د واخان له لارې د چین له بازار سره د افغانستان د وصلېدو راتلونکی ګونګ پاتې شي.

100%
د واخان سړک د پرانېستې مراسمو کې د طالب چارواکو ګډون

منصور په کابل کې له شمشاد ټلویزیون سره په مرکه کې وویل، چې د واخان سړک د جوړولو چارې بشپړې شوي او دا لاره اوس ګټې اخیستنې ته چمتو ده. نوموړي واخان د «افغانستان سر» یاد کړ او زیاته یې کړه، چې دا سیمه افغانانو ته خورا سیاسي او اقتصادي ارزښت لري او کولای شي تاجکستان، ازبکستان او ایران ته هم ډېره ګټه ورسوي. د هغه په وینا، دغه سړک کولای شي د انتقالاتو مسیر لنډ او د رسېدو وخت یې را کم کړي. منصور زیاته کړه، چې له اوسني مسیر څخه د توکو لېږد اوس ځینې وخت ډېرې ورځې وخت نیسي، خو د واخان له لارې ښایي دا موده دوه- درې ورځو ته را لنډه شي.

د طالبانو دغه وزیر دې لارې ته د چین لېوالتیا ته په اشارې سره وویل، هغه لارې چې تر واخان پورې رسېږي په‌خپله د چین له‌خوا جوړې شوې دي. هغه زیاته کړه، چې د طالبانو ادارې د سړک پرانېستلو غونډې ته د چین سفارت بللی وو، خو د دغه هېواد استازي په مراسمو کې حاضر نه‌شول. منصور د دغې غیرحاضرۍ لامل د چین د نوي سفیر تبادله او بدلون وباله.

100%
۲۰۲۲: په عکس کې د چین پولې او بزای ګنبد ترمنځ د واخجیر لارې یوه برخه ښکاري چې په هغه وخت کې د سړک جوړولو کار لا نه‌وو پیل شوی.

هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د واخان دهلېز د پاکستان د سوداګریزو لارو بدیل او د دغه هېواد لپاره سرخوږی کېدای شي وویل، دا لاره ګاونډیانو ته ګواښ نه‌ده، بلکې باید د فرصت په توګه ورته وکتل شي. منصور زیاته کړه، چې د افغانستان مخکیني حکومتونه د پېچلې جغرافیې، د اکسیجن کمښت او د واورو او توپانونو له امله نه‌وو توانېدلي دا لاره پرانیزي، خو د طالبانو حکومت له دې ټولو خنډونو سره سره د سړک کار پای ته ورساوه.

د چین اندېښنې

د طالبانو له هيله‌مندۍ سره سره، د چین چلند ښیي چې يوازې د سړک جوړول د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پیلولو لپاره کافي نه‌دي. چین د تلې پر ۱۲مه د دې لارې پرانېستې غونډې ته کوم استازی ونه‌لېږه او تر اوسه د دې سرحدي لارې د پرانېستلو په تړاو د بېجینګ له‌خوا د کومې رسمي پرېکړې نښه نه‌ده لیدل شوې. سپوږمکیز تصویرونه ښیي چې د افغانستان له‌خوا سړک د چین تر پولې پورې په څو متری فاصله کې غځېدلی دی، خو د چین لور ته، بیا له پولې څخه د څارنې لپاره اغزن تارونه غځول او ماشینګڼې درول شوي، پوځي پوستې، خندقونه او څارنیزې کمرې لګول شوې دي.

د بېجینګ پوهنتون د سیاسي علومو ډاکټر او د امریکا د پیټسبورګ پوهنتون څېړونکي رامین منصوري افغانستان انټرنشنل ته وویل، چین له افغانستان سره د مستقیم وصل او د واخجیر لارې د پرانېستل کېدو هرکلی نه‌کوي. د هغه په وینا، د بېجینګ اصلي اندېښنه د ترهګرۍ ګواښ او د سنکیانګ پر خلکو د طالبانو د فکر او نظريې احتمالي نفوذ او پراختیا ده.

منصوري بیا ویلي، چې چین له افغانستان سره خپله پوله یو اقتصادي دهلېز نه، بلکې د «ترهګرۍ» پر وړاندې د جګړې «لومړۍ کرښه» بولي او زیاته یې کړه، چې طالبانو د چین له مخالفت سربېره د دغه سړک په جوړولو سره بېجینګ ته یوه نوې ننګونه راټوکولې ده.

د منصوري په وینا، چینایي چارواکو له دې وړاندې هم د دې لارې له پرانېستلو سره هېڅ موافقه نه درلوده، خو خپل دا مخالفت یې په ښکاره توګه نه اعلاناوه. د ده په وینا، ځینې مخکیني چارواکي د دې لارې د پرانېستو د مخنیوي لپاره تطمیع کېدل او زیاته یې کړه، چې طالبانو د سړک د کار په غځولو سره چین له یوه ستونزمن حالت سره مخ کړی دی.

د هغه په وینا، بېجینګ د احتمالي خطرونو پر وړاندې د کرښې په اوږدو کې خپل پوځي او امنيتي تدابیر زيات کړي دي. هغه وویل: «چین د پولې په اوږدو کې اغزن تارونه غځولي او د نږدې کېدونکو کسانو د پیژندلو لپاره له مصنوعي استخباراتو (AI)، احساسوونکو غوږونو او پرمختللیو څارنیزو کمرو څخه کار اخلي».

د منصوري په وینا، دا پرمختللي سیسټمونه د کسانو د نږدې کېدو پر مهال په دري او پښتو ژبو غږیز پېغامونه خپروي او خبرداری ورکوي، چې نږدې نه‌شي. منصوري همدا راز وویل، چین په تاشقرغان کې د بلې اداري اکسیزن په جوړولو هڅه کړې چې سرحدي کنټرول او لوژستیکي اسانتیاوې لا سمبالې کړي او زیاته یې کړه، چې چین د هر ډول احتمالي امنیتي ګواښ مقابلې ته پوځي تیاری نیسي.

د چین په لانژو پوهنتون کې د افغانستان د مطالعاتي مرکز مشر ژو یونګ‌بیاو هم فردا راډیو ته ویلي، چې په نږدې راتلونکي کې د دغه غرني پېچومي د راپرانیستل کېدو احتمال «خورا کم» دی. د هغه په وینا، د چین له بازار سره د دې لارې د وصلېدو د احتمالي لګښتونو پرتله، له افغانستانه ترلاسه کېدونکې اقتصادي ګټې خورا کمې دي او یوازې اقتصادي ګټې نه‌شي کولای د بېجینګ درانه مالي لګښتونه او امنیتي ګواښونه توجیه کړي. چین ته د افغانستان سوداګریز صادرات تر ډېره ځڼغوزي، کشته او قیمتي ډبرې دي.

100%
۲۰۲۵: د واخجیر لارې هغه برخه د چین د پولې او بزای ګنبد ترمنځ ښکاري چې خامه سړک یې جوړ شوی.

د نظر خاوندان وایي، د چین اساسي اندېښنه په افغانستان کې د اسلامپالو وسله‌والو ډلو حضور او د سنکیانګ سیمې امنیت ته احتمالي ګواښونه دي. چین په ځانګړي ډول د ختیځ ترکستان د اسلامي غورځنګ (ETIM) له فعالیتونو او په ځانګړې توګه د ایغور د هغو وسله‌والو ډلو په تړاو اندېښنه څرګنده کړې، چې په سنکیانګ کې د یوه اسلامي حکومت غوښتونکي دي.

د ملګرو ملتونو د ۲۰۲۶ کال راپور هم په بدخشان کې د دې ډلې موجودیت او تحرکاتو ته اشاره کړې ده. ژو یونګ‌بیاو وایي، د طالبانو ادارې تر اوسه د دې ډلې په اړه د چین هېڅ غوښتنه نه ده پوره کړې او له همدې امله لرې ښکاري چې بېجینګ په نږدې راتلونکي کې طالبانو ته ستر امتیازونه ورکړي.

چین په تېرو کلونو کې د افغانستان په پوله خپلې امنیتي تابیاوې غښتلې کړې دي. راپورونه وایي، هغه تاسیسات چې د چین له‌خوا جوړې شوې دي، د څارنې له پیاوړتیا سربېره د هغوی د وسله‌والو ځواکونو د ګزمو د اسانتیاوو لپاره طرحه شوې دي. چینایي رسنیو له افغانستان سره خپله سرحدي کرښه د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې مهم سنګر بللی دی.

د واخان د سړک د جوړولو پروژه په ۲۰۱۹ کال کې د افغانستان د مخکیني حکومت پر مهال پیل شوې وه، خو په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د څه وخت لپاره په ټپه ودرېده. د سړک د جوړېدو لړۍ په ۲۰۲۳ کال کې بیا پیل شوه. راپورونه د دغه سړک د رغولو لګښت شاوخوا ۵،۶ میلیونه ډالره ښیي.

ژو یونګ‌بیاو وايي، د دغه سړک پایته رسول کولای شي د لرې پرتو سیمو د رغولو په برخه کې د طالبانو د توان یو سمبولیک پیغام وي، خو دا لاسته راوړنه الزاماً د چین له بازار سره د افغانستان د نښلېدو معنا نه‌ورکوي.

یوه چینایي شنونکي په هغې لیکنه کې چې د تلې پر ۱۸مه په «سوهو» وېب‌پاڼه کې خپره شوې، د واخان پېچومي نږدې ۴۸۰۰ متره لوړوالي او د هغې د سخت چاپیریالي او بادي هوا حالاتو ته اشاره کړې ده. د هغه په وینا، په دغې لاره کې د موټرو د شوني تګ‌راتګ توان به په کال کې یوازې تر درېیو میاشتو محدود وي. دغه شنونکي دا پوښتنې هم راپورته کړي، چې ایا طالبان د افغانستان پر ټولې خاورې واکمن دي، ایا د وسله‌والو ډلو روزنیز کمپونه لا هم فعال دي او ایا له پولې د جنګیالیو د تېرېدو مخنیوی شوی دی که نه؟ د هغه په اند، تر څو چې دغه اندېښنې لرې نه‌شي، لرې ده، چې چین خپل سخت سرحدي تدابیر یوې خوا ته کړي.

100%
۲۰۲۶: په عکس کې له واخجیر څخه تر بزای ګنبد پورې جوړ شوی سړک ښکاري چې شاوخوا ۵۰ کیلومتره اوږدوالی لري.

طالبانو تر دې مخکې ویلي وو، چې د واخان دهلېز پرانېستل کولای شي پر پاکستاني سوداګریزو لارو د افغانستان تکیه او تړاو کم کړي. طالب چارواکو له پاکستان سره د سرحدي لارو پر پرله‌پسې بندېدو او د کراچۍ او ګوادر بندرونو پر ستونزو کلکې نیوکې کړي او زیاتوي، چې دا حالت افغان سوداګرو ته درانه تاوانونه رسوي. سره له دې، کارپوهان ټینګار کوي، چې د افغانستان په خاوره کې د سړک جوړول کله هم د چین د سیاسي او امنیتي پرېکړو ځای نه‌شي نیولی، څو چې بېجینګ خپله پوله خلاصه نه‌کړي، دا سړک به د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو توکو د لېږد عملي بڼه خپله نه‌کړي.

امریکا پر روسیې لګول کېدونکي بندیزونه وځنډول خو اوکراین دا چاره «تېروتنه» بولي

۲۵ تله ۱۴۰۵ - ۱۷ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۲:۰۳ GMT+۱
100%

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلېنسکي د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر هغې پرېکړې سختې نیوکې کړي، چې له‌مخې یې پر روسیې د نویو اقتصادي بندیزونو او تعرفو لګول وځنډول شول. ټرمپ بیا ویلي، چې د بندیزونو دا معافیت د امریکا د متحده ایالاتو ملي ګټې رانغاړي.

ولادیمیر زیلېنسکي د شنبې په ورځ (د تلې ۲۵مه) وویل، چې د بندیزونو بېرته اخیستل او درول یوه لویه «تېروتنه» ده او دا پرېکړه یوازې له روسیې سره مرسته کوي او د مسکو تېري لا زیاتوي. د ټرمپ دغه اجراییوي فرمان داسې مهال صادر شوی، چې ټاکل شوې وه نوي بندیزونه راتلونکې اونۍ پلي شي.

د ولسمشر ټرمپ د لاسلیک شوي فرمان له‌مخې، پر هغو هېوادونو او شرکتونو لګول کېدونکي بندیزونه وځنډول شول چې د روسیې تېل او ګاز پېري او یا هم له دغه هېواده توکي واردوي. ټرمپ ویلي، چې د بندیزونو دا معافیت د امریکا د متحده ایالاتو ملي ګټې رانغاړي، خو زیلېنسکي بیا ویلي، چې دغه اقدام د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین زړور کوي او مسکو نور هم د خلکو وژلو ته هڅوي، په داسې حال کې چې روسیې د جمعې په ورځ د اوکراین د برېښنا د تولید او لېږد پر پنځلسو مرکزونو بریدونه کړي دي.

د روسیې د پانګونې استازي کیریل دیمیتریف د ټرمپ دا پرېکړه «یو ریښتینی تاریخي پړاو» بللی او ویلي یې دي، چې د بندیزونو په عملي کېدو سره به د واشنګټن او مسکو ترمنځ ټولې اقتصادي همکارۍ په بشپړه توګه درېدلې وای.

له بلې‌خوا د امریکا د ډیموکرات ګوند استازي ډان بایر پر ولسمشر ټرمپ په نیوکو سره ویلي، چې ټرمپ یو ځل بیا د پوتین پر وړاندې «تسلیم» شو او د اوکراین له ملګرو سره یې «جفا» وکړه. چین او هند هم تر دې مخکې د امریکا له لوري د پراخو تعرفو د لګول کېدو په تړاو خبرداری ورکړی وو.

دا قانون چې د سناتور لینډسي ګراهام په نوم یادېږي ولسمشر ته دا واک ورکوي، چې د ملي ګټو په پام کې نیولو سره بندیزونه وځنډوي. زیلېنسکي د سناتور لینډسي ګراهام د مړینې یادونه کړې او ویلي یې دي، چې د هغه له نشتوالي سره مبارزه خورا ستونزمنه شوې ده. د اوکراین ولسمشر همدارنګه خبرداری ورکړی، چې د ټرمپ اداره ښایي د ډیزل تر وروستي تړون او د ګراهام قانون تر ځنډولو وروسته هم له روسیې سره اقتصادي اسانتیاوو ته دوام ورکړي.

دغه پرمختګونه داسې مهال کېږي، چې په منځني ختیځ کې د امریکا او ایران ترمنځ مستقیمې پوځي نښتې او د امریکا سمندري کلابندي روانه ده، چې له امله یې د انرژۍ او تېلو بیې په نړیواله کچه لوړې شوې دي. کارپوهان وایي، چې د امریکا د کانګرس له منځمهاله ټاکنو مخکې، د ټرمپ اداره اندېښمنه وه، چې پر روسي نفتو او ګازو نوې تعرفې به د تېلو بیې لا لوړې کړي او امریکایي وګړو ته به نور مالي زیانونه واړوي.

نظام‌الدین قیصاري: ټول پلویان مې د ایران لپاره ځانونه قربانوي

۲۵ تله ۱۴۰۵ - ۱۷ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۰:۲۹ GMT+۱
100%

نظام‌الدین قیصاري چې ځان د جنبش ګوند مشر بولي، په ایران کې د خپلو لسګونه پلویانو په ګډون یوه غونډه کې یوه ایراني مقام ته خطاب کې ویلي، په دغه هېواد کې مېشت ټول پلویان یې د ایران لپاره ځانونه قربانوي. ایران له‌پخوا راهیسې د خپلو نیابتي موخو لپاره د افغانانو په کارولو تورن دی.

نظام‌الدین قیصاري د شنبې په ورځ (د تلې ۲۵مه) په خپله‌ فېسبوک‌پاڼه د ازبکي ژبې د ملي ورځې د نمانځغونډې مراسمو ویډيو او خپله وینا خپره کړې ده. په دې ویډیو کې یو ایرانی هم لیدل کېږي، چې قیصاري یې «سردار صاحب» بولي، خو د هغه د دولتي موقف په تړاو څه وضاحت نه‌دی ورکړل شوی.

هغه دغه ایراني مسوول ته په خطاب کې ویلي: «جناب سردار! دوی ټول، د زړه له تله، د ایران پر اسلامي جمهوریت ځانونه قربانوي.تاسې ته ډاډ درکوم، چې دوی ټول پر ایران ځانونه قربانوي.که خدای مه کړه، جګړه وشي، دوی ټول ځانونه قربانوي».

قیصاري، له دې خبرې وروسته له خپلو پلویانو څخه، د دغې خبرې تایید غواړي، چې د غونډې له منځه د تایید ډېر غږونه اورېدل کیږي.

نوموړي، دغه ایراني چارواکي ته، چې ملکي درېشي یې اغوستې او بشپړ نوم او دنده یې نه ده ښودل شوې، دا هم ویلي، چې په غونډه کې ناست پلویان یې ټول عادي کارګران او په خپلو لګښتونو یې نننۍ غونډه جوړه کړې ده.

قیصاري، له ایران څخه د خپلو پلویانو د قربانېدو خبره په داسې مهال کړې، چې ایران له پخوا راهیسې د خپلو نیابتي موخو لپاره، د افغان کډوالو په کارولو تورن دی.

د فاطمیون ډله چې په سوریه کې یې د ایران په پلوۍ سختې جګړې کړې وې، په ایران کې له مېشتو افغان شیعه مذهبو جوړه ډله وه، چې د ایران د بهرنیو چارو پخواني وزیر جواد ظریف یې له افغان کډوالو په رامنځته کېدو اعتراف هم کړی وو.

د طالبانو د واکمنۍ یو شمېر منتقدان، دوی تورنوي چې په افغانستان کې د نامشروع واکمنۍ او ځپونکو تګلارو له واکمنولو سره یې، پر میلیونونه افغانانو د ژوند کړۍ تنګه کړې او اړ شوي، چې کډوال او د بهرنیو نیابتي موخو قرباني شي.

طالب چارواکي ادعا لري، چې افغانستان یې د ټولو افغانانو لپاره «خوندي کور» ګرځولی، خو منتقدان یې نظام الدین قیصاري د یوې بېلګې په توګه یادوي، چې د دوی په باور، افغانستان ته له ستنېدو وروسته یې هم له طالبانو سره ژوند ونه‌شو او بېرته هېواد پرېښودو ته اړ وت.

نظام الدین قیصاري چې د تېر جمهوري نظام پر مهال د فاریاب په قیصار ولسوالۍ کې د طالبانو پر ضد د سیمه‌ییزو پاڅونوالو او دغه راز د قیصار ولسوالۍ امنیه قومندان پاتې شوی و، د جمهوري نظام له‌خوا په باج اخیستو او انسان تښتونو هم تورن وو.

قیصاري د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته له افغانستانه ایران ته تللی و، چې د ۱۴۰۰ لمریز کال په تلې میاشت کې یې د ایراني ځواکونو له لوري د «اسنادو د جعل» په تور د نیول کېدو خبر هم ورکړل شوی وو.

قیصاري د ۱۴۰۱ کال په چنګاښ کې، د طالبانو په بلنه کابل ته ستون او د دوی له واکمنۍ ملاتړ اعلان کړ، خو وروسته بیرته ایران ته لاړ او د تېر کال د لړم په ۱۶مه په تهران ښار کې د دغه ګوند د رهبرۍ په نه حضور کې په یوې غونډه کې ځان د جنبش ګوند رييس اعلان کړ، په داسې حال کې چې عبدالرشید دوستم د جنبش ګوند رهبر او بنسټګر دی، خو د هغه دغه خوځښت ته یې څه غبرګون نه‌دی ښودلی.

ډيپلوماټ مجله: د طالبانو فکري تګلاره کې هېڅ بدلون نه‌دی راغلی

۲۵ تله ۱۴۰۵ - ۱۷ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۸:۳۷ GMT+۱
100%

ډیپلوماټ مجلې په یوه تازه تحلیلي راپور کې ویلي، طالبانو که څه هم له ایډیالوژیک پلوه بدلون نه‌دی کړی، خو واک ته له بیا رسېدو پنځه کاله وروسته یې د خپلې «لومړۍ دورې» له تېروتنو درس اخیستی او د ټولنې د کنټرول او مدیریت چارې یې لا پیاوړې کړې دي.

د ملګرو ملتونو یوه چارواکي دې مجلې ته ویلي، طالبان په بنسټیزه توګه هماغه پخواني کسان دي، خو اوس مهال د واک ساتلو او پیغام رسولو په برخو کې هوښیار شوي دي. د دغه راپور پر بنسټ، له دې هېواد څخه د ناټو او امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته، که څه هم د طالبانو حکومت امنیت تامین کړی، خو دغه وضعیت د خلکو پر فردي ازادیو د سختو بندیزونو او پراخې څارنې په بیه تمام شوی دی.

په دغه راپور کې راغلي، چې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په هوټلونو او عامه ځایونو کې د مېلمنو د هویت او تګ‌راتګ ثبتول جبري کړي او د هېواد په کچه د پلټنې بې‌شمېره پوستې یې جوړې کړې دي.

هم‌مهاله د بشري حقونو د څار سازمان په خپل وروستي راپور کې په ډاګه کړې، چې پر رسنیو سانسور او د بیان پر ازادۍ محدودیتونه سخت شوي او خبریالان، پوهنتونوال او مدني فعالان له نیونو، شکنجو او ګواښونو سره مخ دي.

له دې سربېره، د کوکنارو کښت ۹۶ سلنه کم شوی او روږدي کسان په زوره تداوۍ ته بېول شوي، خو له بلې خوا ښځې تر شپږم ټولګي پورته له زده‌کړو بې‌برخې دي او په عامه ځایونو کې د ښځو پر حضور او اړیکو سخت «غیر انساني» بندیزونه لګول شوي دي.

ډیپلوماټ مجله لیکي، چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان له یوه ویجاړونکي اقتصادي وضعیت او بې‌وزلۍ سره لاس او ګرېوان دی. د ملګرو ملتونو د ارقامو له مخې، تر ۱۷ میلیونو ډېر افغانان چې د هېواد د ټول نفوس شاوخوا ۴۰ سلنه جوړوي، د خوراکي توکو له سخت کمښت سره مخامخ دي.

د نړیوالو مرستندویه ادارو او ډیپلوماتیکو ماموریتونو په وتلو سره زرګونه کاري فرصتونه له منځه تللي او ښځې له کاري ډګره اېستل شوې دي. دغه اقتصادي بحران په داسې حال کې مخ پر خرابېدو دی چې کډوال هم له بهرنیو هېوادونو په جبري توګه شړل کېږي.

په راپور کې راغلي، چې له ایران او پاکستان څخه د میلیونونو افغان کډوالو جبري شړلو او دغه راز له اروپایي هېوادونو څخه د پناه غوښتونکو بېرته ستنولو پر محدودو سرچینو او ښاري زېربناوو بې‌ساری دروند فشار راوړی دی.

د ملګرو ملتونو د چارواکو په حواله، د افغانستان نفوس اوس مهال نږدې ۴۵ میلیونو ته رسېدلی او یوازې په وروستیو پنځو کلونو کې ۵ میلیونه کسان ورزیات شوي دي.

دا مجله زیاتوي، دغه وضعیت، د لوېدیځوالو له ناکامۍ او له هېواده له وتلو وروسته، داسې مهال رامنځته شوی چې سیمه‌ییز هېوادونه لکه چین او روسیه له نوي واقعیت سره جوړجاړي ته رسېدلي او له طالبانو سره تعامل کوي.