اسټرالیا په ۱۴۰۳کال کې د هغه کورنیو لپاره د تاوان د ورکړې څرنګوالی مشخص کړ، چې غړي یې په افغانستان کې د دغه هېواد د ځواکونو لهخوا په «ناقانونه» ډول وژل شوي یا زیانمن شوي دي. د راپور له مخې، د ۲۰۰۵ او ۲۰۱۶ کلونو ترمنځ په افغانستان کې لږ تر لږه ۳۹ ملکي وګړي د اسټرالیایي ځواکونو لهخوا وژل شوي دي.
د افغان قربانیانو لپاره د تاوان د ورکړې طرحه د اسټرالیا د پوځ څېړنیز راپور تر خپرېدو وروسته جوړه شوه. دغه راپور چې د «برېټن راپور» په نوم پېژندل کېږي، داسې باوري شواهد وړاندې کړي چې له مخې یې د اسټرالیا ځانګړو ځواکونو په ۲۳ جلا پېښو کې د ۳۹ افغانانو په ناقانونه وژنو کې لاس درلود.
دغه څېړنې سپارښتنه کړې وه، چې قربانیانو او د هغوی کورنیو ته دې تاوان ورکړل شي او د غوښتنلیکونو ارزونه دې د تورنو پوځيانو د جزایي مسوولیت له معلومولو سره تړاو ونه لري.
د اسټرالیا د دفاع وزیر د ۱۴۰۲کال د غبرګولي په میاشت کې ویلي و، چې هېواد یې په افغانستان کې د ادعا شویو جنګي جنایتونو د قربانیانو کورنیو ته د تاوان د ورکړې لپاره د یوې لارې په لټه کې دی.
خو «سټرډې پېپر» اونیزې لیکلي، چې د رسمي اسنادو له مخې د ۲۰۲۵کال له اګست راهیسې لږ تر لږه شپږ دوسیې د نیو ساوت وېلز ایالت د سترې محکمې پخواني قاضي او د تاوان غوښتنلیکونو د ارزونې مسوول روټ مکال ته د څېړنې لپاره سپارل شوې دي؛ خو تر اوسه هېڅ یوه غوښتونکي ته تاوان نه دی ورکړل شوی.
د یوه افغان قرباني د تاوان غوښتنلیک رد شوی
غلام جیلاني چې د تاوان غوښتنلیک یې وړاندې کړی ویلي دي، چې په ۲۰۰۶کال کې د اسټرالیايي ځواکونو د عملیاتو پرمهال په روزګان ولایت کې خپله یوه سترګه له لاسه ورکړه او څو مرمۍ یې پر سینه ولګېدې. نوموړی او یوشمېر ځايي اوسېدونکي وايي، چې اسټرالیايي سرتېرو د دغه عملیاتو پرمهال پر کلیوالو ډزې کړې وې.
جیلاني د تاوان له غوښتنې وروسته د افغانستان د قضیو ارزونې له کمېټې څخه یو لیک ترلاسه کړ. په لیک کې راغلي و، چې د اسټرالیا حکومت د پېښې په اړه د هغه روایت نه ردوي؛ خو د تاوان غوښتنلیک یې نه دی منلی، ځکه چې دغه پېښه د برېټن په راپور کې نه وه ثبت شوې.
په لیک کې دا هم ویل شوي و، چې د جیلاني ټپونه جدي او د اندېښنې وړ دي؛ خو قضیه یې د تاوان د ورکړې د طرحې له مخې د ارزونې لپاره اړین شرایط نه پوره کوي.
د علي جان، احمدالله او محمد عیسی کورنۍ هم د هغه کسانو له ډلې دي، چې د تاوان غوښتنلیکونو ته د رسېدنې په تمه دي. دغه درې کسان په هغه پېښو کې وژل شوي وو، چې د اسټرالیا د پخواني پوځي او د دغه هېواد د یوه تر ټولو ډېر ستایل شوي سرتېري بن رابرتس ـ سمیت، د احتمالي لاس لرلو په اړه تورونه مطرح شوي دي.
د مطرح شویو ادعاوو له مخې علي جان په ۲۰۱۲کال کې په روزګان ولایت کې وژل شوی و. احمدالله چې یوه مصنوعي پښه یې لرله او د هغه پلار محمد عیسی هم په ۲۰۰۹کال کې د یوه پوځي عملیاتو پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکړی و.
رابرتس ـ سمیت د روان کال د اپرېل په اوومه ونیول شو او د جنګي جنایتونو په چوکاټ کې د قتل له پنځو تورونو سره مخ دی. نوموړي دا تورونه رد کړي دي.
د نړۍوالو بشري حقونو وکیله کیمبرلي ماتلي چې د علي جان د کورنۍ په ګډون د یوشمېر افغان غوښتونکو استازیتوب کوي ویلي، د تاوان غوښتنلیکونو ته د رسېدنې بهیر ورو او ناڅرګند دی او تر اوسه یې هېڅ پایله نه ده ورکړې.
لسګونه افغانانو ته د تاوان غوښتنلیکونه رد شوي
د اسټرالیايي رسنۍ د راپور له مخې، د دغه هېواد د دفاع وزارت اسناد ښيي چې د تاوان د ورکړې طرحې د وېبپاڼې له پرانیستلو د ۲۰۲۴کال له نومبر څخه د روان کال د جون تر ۲۹مې پورې د انلاین فورم له لارې ۱۰۵ غوښتنلیکونه ثبت شوي، چې له دې ډلې ۴۵ غوښتنلیکونه د شرایطو وړ نه دي بلل شوي.
د یادې طرحې پر وړاندې یوه نیوکه دا ده، چې ارزونه یې یوازې هغه پېښو ته محدوده ده چې د برېټن په راپور کې ثبت شوې دي. وکیلان او کارپوهان وايي، ښايي نور قربانیان هم وي چې پېښې یې په دغه راپور کې نهدي شاملې شوې؛ خو بیا هم غواړي قضیې یې وڅېړل شي او تاوان ترلاسه کړي.