• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو په تېرو اتو میاشتو کې ۷۸ زغروال موټر او ټانکونه بېرته رغولي

۲۸ تله ۱۴۰۵ - ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۲:۴۲ GMT+۱تازه شوی: ۲۸ تله ۱۴۰۵ - ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۴:۳۳ GMT+۱

د طالبانو د دفاع وزارت د خپرو شویو شمېرو له مخې، دې ډلې په تېرو اتو میاشتو کې لږ تر لږه ۷۸ زغروال موټر او ټانکونه بېرته رغولي دي. وزارت د دغو وسایطو د خرابېدو لاملونه نه دي په ډاګه کړي، خو شنونکي یې د مراقبت نشتوالی او د طالبانو د سرتېرو بې‌احتیاطي ګڼي.

د طالبانو د ۲۰۱ خالد بن ولید قول‌اردو د معلوماتو له مخې، دغه پنځه امریکايي ډوله «اېم‌ار‌ای‌پي» (MRAP) زغروال موټر د ۱۰۱ پلي لوا د څلورم حمایوي کنډک تخنیکي او مسلکي ټیم ترمیم کړي او بېرته یې ګټې اخیستنې ته سپارلي دي.

یادې قول اردو ویلي چې دغه موټر د تېر حکومت له وخته په خراب حالت کې پاتې وو.

د طالبانو د خپرو شویو راپورونو له مخې، په تېرو اتو میاشتو کې لږ تر لږه ۷۸ زغروال وسایط او ټانکونه ترمیم یا بېرته فعال شوي دي.

د طالبانو په وینا، د دغو وسایطو ترمیم د پوځي تجهیزاتو د ساتنې، د بیت‌المال د خوندیتوب او له شته امکاناتو څخه د اغېزناکې ګټې اخیستنې په برخه کې د دوی د رهبرۍ ژمنتیا څرګندوي.

د طالبانو د دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد د ۲۰۲۶ کال په مې میاشت کې له روسیې سره د پوځي ـ تخنیکي همکارۍ یو تړون لاسلیک کړی و چې موخه یې د روسي‌ پوځي تجهیزاتو، په ځانګړې توګه د چورلکو، الوتکو او نورو پوځي وسایلو ترمیم او ساتنه بلل شوې وه. تراوسه ددغه تړون له مخې د ورته تخنیکي همکارۍ څرک نه لیدل کیږي.

د طالبانو دفاع وزارت د دغو وسایطو د خرابېدو مشخص لاملونه نه دي په ډاګه کړي او ډېری یې تېر حکومت ته راجع کوي، خو د پوځي چارو شنونکي وايي، پوځي وسایط ډېری د تخنیکي ستونزو، د پرزو د کمښت، د منظمې تخنیکي ساتنې نشتوالي او د چلوونکو د بې‌احتیاطۍ له امله له کاره لویږي.

طالبان د امریکايي وسایطو د پرزو او ترمیم په برخه کې هم له ستونزو سره مخ دي او په ډېرو مواردو کې یې غیر امریکايي او پخوانيو روسي وسایطو ته مخه کړې ده.

ډېر لیدل شوي

جرمني د افغانانو د قضیو له بیا ارزونې وروسته هم د ۳۲ کسانو د ویزو غوښتنې رد کړې
۱

جرمني د افغانانو د قضیو له بیا ارزونې وروسته هم د ۳۲ کسانو د ویزو غوښتنې رد کړې

۲

خوشال سادات: طالبان دې د دفاع پر ځای پر اسلام‌اباد او کراچۍ بریدونه وکړي

۳
د افراسیاب خټک لیکنه

په منځنۍ اسیا کې د یوې نوې جبهه‌ګیرۍ څرکونه

۴

برتانوۍ ورځپاڼه: بهرني سېلانیان د طالبانو مثبت او ګمراه کوونکی انځور وړاندې کوي

۵
ځانګړی

سرچینې: هبت الله په کابل کې د کابینې غونډې محدودې کړې او د وزیرانو واکونه یې کم کړي

•
•
•

نور خبرونه

د ازبکانو د قاشوغو نڅا؛ له نسلونو پاتې ولسي هنر

۲۸ تله ۱۴۰۵ - ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۹:۵۴ GMT+۱
100%

د قاشوغو نڅا د افغانستان د ازبکانو د کلتوري میراث یوه ځانګړې برخه ده. مینه‌وال یې وايي، دغه ولسي هنر د قاشوغو له غږونو، سیمه‌ییزې موسیقۍ او «نای نای» ترانې سره له یوه نسل څخه بل ته لېږدول شوی دی.

ازبکي ژبه بډایه ادبي او ولسي میراث لري. د یادې ژبې شعرونه، ترانې، متلونه او دودیز هنرونه د ازبکانو د تاریخ، هویت او ټولنیز ژوند څرګندونه کوي.
څو ازبکو مېرمنو افغانستان انټرنشنل – پښتو ته ویلي، چې د ازبکي کلتور له مهمو هنري بېلګو څخه یوه هم د قاشوغو نڅا ده. د دوی په وینا، دغه ولسي هنر د قاشوغو د غږونو، سیمه‌ییزې موسیقۍ او «نای نای» ترانې په ملتیا ترسره کېږي او له لسیزو راهیسې له یوه نسل څخه بل نسل ته لېږدول شوی دی. د قاشوغو نڅا د افغانستان د ازبکانو کلتوري هویت یوه مهمه برخه ګڼل کېږي.

100%

د یوې ازبک مېرمنې په خبره، دغه نڅا له پخوا راهیسې دود ده؛ خو د افغانستان دننه له هغه وخت وروسته ډېره مشهوره شوه کله چې په ۲۰۲۰کال کې پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د یوه فرمان له لارې عبدالرشید دوستم ته د مارشالۍ رتبه ورکړه او د ملي پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله د ځانګړو مراسمو پرمهال د هغه پر اوږه د مارشالۍ نښان وځړاوه.

عبدالرشید دوستم ته په همدې مناسبت په شبرغان کې د جوړو شویو مراسمو پرمهال د موسیقۍ، نڅا او د وزلوبې نندارې وړاندې شوې، چې په دغه نندارو کې د قاشوغو نڅا هم شامله وه. له دې وروسته د ازبکانو یادې نڅا د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د خلکو پام ځان ته واړوه او خورا مشهوره شوه.

100%

د قاشوغو نڅا څه ډول ترسره کېږي؟
د قاشوغو په نڅا کې ګډونوالې دوه قاشوغې په لاسونو کې نیسي او د هغو په یو بل وهلو د موسیقۍ له تال سره سم غږونه جوړوي. د قاشوغو د غږولو ترڅنګ، د لاسونو، مړوندونو او پښو حرکتونه همغږي کوي او د موسیقۍ له ریتم سره سم ګامونه اخلي.
نڅاګرې هڅه کوي، چې د قاشوغو غږونه او د بدن حرکتونه له موسیقۍ سره همغږي وساتي. د قاشوغو ځانګړي غږونه دې ولسي نڅا ته ځانګړی رنګ او ښکلا وربښي.

«نای نای» ترانه او ولسي موسیقي
د قاشوغو نڅا معمولاً له سیمه‌ییزې موسیقۍ او «نای نای» ترانې سره ترسره کېږي. په دودیزو محفلونو کې د دمبورې، دایرې او نورو سیمه‌ییزو موسیقي‌الو غږونه هم ورسره مل وي.
د قاشوغو غږونه د موسیقۍ له تال سره یوځای کېږي او د نڅا له حرکتونو سره همغږي رامنځته کوي. دغه نڅا د ازبکانو د ولسي موسیقۍ او شفاهي هنري دودونو له پېژندل شویو بڼو څخه ګڼل کېږي.

له نسلونو پاتې دود

د ثمن په نوم یوې ازبکې مېرمنې له افغانستان انټرنشنل- پښتو سره په خبرو کې وویل، چې دغه دود له ډېر پخوا راهیسې د ازبکانو په منځ کې تر نن ورځې پورې پالل کېږي. د هغې په خبره، د قاشوغو نڅا او «نای نای» ترانه له پخوا راهیسې د خلکو په منځ کې دود دي او له یوه نسل څخه بل ته لېږدول شوي دي.

یوه بله ازبکه ښځه نبیله وايي، چې دوی ډېر مهال د قاشوغو نڅا په فرهنګي، د ژبې ملي ورځو، خوشحاليو، ودونو او ښادیو پروګرامونو کې ترسره کوي. د هغې په وینا، پخوا په ازبک مېشتو سیمو کې د ښځو ځینې داسې کوچنۍ ډلې هم وې، چې په بېلابېلو ګلتوري غونډو کې یې دغه ډول نڅاوې کولې؛ خو واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته دغه دلې ورکې شوې دي.

له کلیوالو محفلونو تر رسمي غونډو

دغه مېرمنې وايي، د قاشوغو نڅا پخوا تر ډېره په کلیوالو سیمو کې په ودونو، شخصي محفلونو او د خوښۍ په مراسمو کې ترسره کېدې. د دوی په خبره، د خلکو د لېوالتیا له امله دغه نڅاوې اوس په رسمي کلتوري غونډو کې هم نندارې ته وړاندې کېږي.

د یادې نڅا دوام ښيي، چې ولسي هنرونه د ټولنیزو مراسمو او د خلکو د ګډ ژوند له لارې ساتل کېدای شي. د ځوان نسل ګډون هم د دغه دود د دوام لپاره مهم دی.
د قاشوغو نڅا تاریخ
که څه هم د قاشوغو نڅا د تاریخ په اړه کره معلومات په لاس کې نه‌شته؛ خو ورته نڅاوې د منځنۍ اسیا په بېلابېلو سیمو کې دود دي. د ځینو کلتوري معلوماتو له مخې، د افغانستان د ازبکانو د قاشوغو نڅا له هغه دودیزو نڅاوو سره ورته والی لري، چې د ازبکستان په سوېلي سیمو، په ځانګړي ډول د سرخان‌دریا او قشقه‌دریا په سیمو کې دود دي.

د امریکا د جګړې وزارت له افغانستان نه د امریکایي ځواکونو د وتلو راپور 'خپروي'

۲۸ تله ۱۴۰۵ - ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۹:۲۲ GMT+۱
100%

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د دوشنبې په ورځ (د تلې ۲۷مه) راپور ورکړی، د امریکا یوشمېر اوسني او پخواني پوځي چارواکي باور او تمه لري چې پنټاګون ښايي تر منځ‌مهاله ټاکنو مخکې له افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د وتلو د ارزونې راپور خپور کړي. خو د دغه راپور د خپرېدو کره نېټه لا روښانه نه‌ده.

واشنګټن پوسټ د څو باخبره سرچینو په حواله لیکلي، چې د دوی په باور د یادې ارزونې موندنې ښايي د امریکا تر منځ‌مهاله ټاکنو مخکې خپرې شي. دغه سرچینو ویلي، په راپور کې ښايي د هغه جنرالانو پر وړاندې د انضباطي اقداماتو وړاندیزونه هم شامل وي چې له افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د وتلو په بهیر کې ښکېل وو.
د سرچینو په وینا، که راپور تر ټاکنو وړاندې خپور شي نو د خپرېدو د وخت په ټاکلو کې ښايي سیاسي انګېزې هم رول ولري؛ خو ځینو نورو سرچینو ویلي، چې د راپور د موندنو د خپرولو لپاره له چمتووالي سره، سره د خپرېدو وروستۍ نېټه لاهم روښانه نه‌ده.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ۲۰۲۴کال د ټاکنیز کمپاین پرمهال په وار، وار له افغانستان نه په بیړه د امریکايي ځواکونو پر وتنې نیوکې کړې وې او ژمنه یې کړې وه، چې د جو بایډن حکومت هغه کسان به ځواب ویلو ته اړ باسي چې په دغه پرېکړه کې یې ونډه لرله.
د امریکا د جګړې وزیر پیټ هېګسټ د دغه بهیر د ارزونې امر کړی او ویلي یې دي، چې په دغه پېښه کې ښکېل کسان به ځواب ویلو ته اړ باسي. په دغه ارزونه کې له یوشمېر لوړپوړو پوځي افسرانو سره مرکې شاملې دي، چې د امریکايي ځواکونو د وتلو او د افغانستان د پخواني حکومت تر پرځېدو وروسته د تخلیې عملیاتو د ځینو برخو څار یې کاوه.
د امریکا د جګړې وزیر په اګست میاشت کې ویلي و، چې د روان زېږدیز کال تر پایه به د یادې ارزونې بشپړ راپور چمتو شي. هېګسټ د پنټاګون لوړپوړی ویاند شان پارنل د دغه بهیر د څار لپاره ټاکلی دی. پارنل تر دې وړاندې ویلي و، چې د ارزونې موخه د ۲۰۲۱کال د اګست د پېښو په اړه د هر اړخیزه، کره او رښتیني راپور چمتو کول او د پرېکړو په بهیر کې د نیمګړتیاوو پېژندل دي؛ څو د ورته پېښو د تکرار مخه ونیول شي.
د امریکايي ځواکونو د وتلو په وروستیو ورځو کې یوه خونړۍ پېښه د ۲۰۲۱کال د اګست په ۲۶مه د کابل هوايي ډګر ته څېرمه د داعش ډلې ځانمرګی برید و، چې په‌کې شاوخوا ۱۱۷۰ افغانان او ۱۳ امریکايي پوځیان ووژل شول.
واشنګټن پوسټ لیکلي، لا څرګنده نه‌ده چې د ټرمپ حکومت به څنګه هغه جنرالان ځواب ویلو ته اړ باسي چې په دغه بهیر کې ښکېل وو. د احتمالي اقداماتو په لړ کې ښايي متقاعد افسران د انضباطي څېړنو لپاره بېرته دندې ته راوغوښتل شي.
هغه شمېر جنرالان چې د یادې ارزونې په لړ کې ورسره مرکې شوې دي، لاهم په پوځ کې مهمې دندې لري. ورته مهال له افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د وتلو د پرېکړو مسوولیت په اړه بېلابېل نظرونه هم شته.
یوشمېر امریکايي جنرالانو ویلي، چې د ځواکونو له بشپړ وتلو مخکې یې د افغانستان د پخواني حکومت د پرځېدو ګواښ په اړه خبرداری ورکړی و. دوی د ټرمپ د لومړۍ دورې حکومت او طالبانو ترمنځ د دوحې تړون هم د افغانستان د پخواني حکومت د پرځېدو یو مهم لامل بللی دی. دغه تړون له افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه شوی و.
د جو بایډن حکومت چارواکو ویلي، چې له طالبانو سره د ټرمپ حکومت تر تړون وروسته د دوی د پرېکړو امکانات محدود شوي وو. هغوی همداراز له افغانستان نه د امریکا پوځي حضور د پای ته رسولو په اړه د بایډن له پرېکړې دفاع کړې ده.
واشنګټن پوسټ راپور ورکړی، چې د بایډن حکومت لوړپوړو چارواکو، د دفاع وزیر لوېډ اسټن، د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلنېکن او د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت پخواني سلاکار جک سلیوان د پنټاګون د نوې ارزونې په مرکو کې ګډون نه‌دی کړی.
ټاکل شوې، چې د امریکا منځ‌مهاله ټاکنې د ۲۰۲۶کال (د نومبر په ۳مه) د ۱۴۰۵کال د لړم په ۱۲مه ترسره شي.

طالبان: پر افغانستان د نشه‌يي توکو د تولید او قاچاق په اړه د پاکستان ادعاوې دې وڅېړل شي

۲۸ تله ۱۴۰۵ - ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۷:۲۸ GMT+۱
100%

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیال عبدالرحمان منیر د نشه‌يي توکو د تولید او قاچاق په تړاو د پاکستان وروستۍ ادعاوې بې‌بنسټه بللې او په دې اړه یې د خپلواکې او بې‌پرې څېړنې غوښتنه کړې ده.

نوموړی همداراز ویلي، چې په دې برخه کې دوی د هر ډول اسانتیا برابرولو او مرستې ته چمتو دي. د یاد وزارت د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت سې‌شنبه (د تلې ۲۸مه) د عبدالرحمان منیر په حواله لیکلي، چې په پاکستان کې د نشه‌يي توکو تولید او قاچاق پراخ شوی. د هغه په وینا، د دغه هېواد پوځي رژیم هڅه کوي چې د خپلو کورنیو ستونزو پټولو لپاره افغانستان په دې برخه کې تورن کړي. هغه همداراز ویلي، دغه هېواد هڅه کړې چې بېلابیل تورونه په افغانستان پورې کړي. د نوموړي په وینا، یو ځل د ټي‌ټي‌پي د ملاتړ پړه پر طالبانو اچوي او بل ځل بله پلمه لټوي.

منیر ادعا کړې، چې د خیبر پښتونخوا په اورکزیو، خیبر او کورمه او د بلوچستان په قلات، سیف‌الله کلا، لورلایي، دوکي او د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې په ځینو نورو نږدې سیمو کې د بنګو او تریاکو کرکېله او تولید پراخ شوي دي.

د هغه په وینا، د پاکستان اوسنی حکومت له نشه‌يي توکو د تولید او قاچاق له فعالانو څخه خپله ټاکلې ونډه ترلاسه کوي او ځینې سوداګر د دولتي چارواکو په اجازه او ملاتړ دغه فعالیتونه ترسره کوي.

نوموړي د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د نشه‌يي توکو د قاچاق پراختیا د پاکستان د پوځي رژیم د هغه هڅو یوه برخه بللې، چې غواړي د نشه‌يي توکو د تولید او قاچاق پړه پر افغانستان واچوي.

هغه ویلي، چې طالبانو د نشه‌يي توکو د تولید او قاچاق اړوند فعالیتونه څاري او امنیتي او کشفي ادارې یې وخت په وخت له پاکستان نه افغانستان ته د راوړل کېدونکو نشه‌يي توکو بارونه کشف او ضبطوي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې معین له نړۍوالو بنسټونو او ازاده رسنیو غوښتي، چې د نشه‌يي توکو د تولید، زېرمه کولو، پلور او قاچاق اصلي سرچینو د معلومولو لپاره خپلواکې او هر اړخیزې څېړنې ترسره کړي.

هغه ویلي، طالبان چمتو دي چې د دغه څېړنو او سروې‌ګانو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي او له پاکستان نه یې هم غوښتي چې له نړۍوالو څېړونکو سره صادقانه همکاري وکړي. منیر په پای کې ټینګار کړی، چې یوازې ادعاوې د حقیقت ثابتولو لپاره بسنه نه‌کوي او هره ادعا باید د کره اسنادو، شواهدو او بې‌پرې څېړنو پر بنسټ وارزول شي.

تر دې وړاندې په اسلام‌اباد کې د امریکا سفارت هم ویلي و، امریکا او پاکستان په ګډه سریلانکا ته د افغانستان د نشه‌یي توکو د قاچاق مخه نیولې ده؛ خو طالبانو په دې اړه توند غبرګون ښودلی و او ویلي یې و، چې په افغانستان کې د نشه‌يي‌ توکو کښت او قاچاق په مطلق ډول بند دی او تر بندیز وروسته د دغه کښت تولید او قاچاق د ډیورنډ کرښې پورې غاړې ته په پراخه اندازه زیات شوي دي.

ملګري ملتونه: د سوداګرۍ خنډونو او د تېلو لوړو بیو د افغانانو د پېرلو ځواک کمزوری کړی

۲۸ تله ۱۴۰۵ - ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۵:۲۶ GMT+۱
100%

د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام (WFP) وايي، د نړۍوالو بیو لوړوالي، د سیمې ناڅرګند وضعیت، د سوداګرۍ خنډونو او د تېلو د بیو زیاتوالي په افغانستان کې د کورنیو پر اقتصادي وضعیت او د پېرلو پر ځواک فشار زیات کړی دی.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام د سپټمبر میاشتې د بازار وضعیت په راپور کې ویلي، چې د کورنۍ تقاضا او هېواد ته د ګڼ شمېر افغانانو د بېرته ستنېدو له امله د افغانستان اقتصاد د رغېدو په حال کې دی؛ خو د نفوسو چټکه وده د خلکو د عاید او د ژوند کچې د ښه کېدو مخه نیسي.

د راپور له مخې، محدود کاري فرصتونو، کمزورې پانګونه او د کار له بازار څخه د ښځو محرومیت د کورنیو عاید او د اقتصادي پراختیا وړتیا محدوده کړې. پراخه بې‌وزلي، د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو ستونزې او اساسي خدمتونو ته محدود لاسرسی هم د اقتصادي ځوړ پر وړاندې د کورنیو مقاومت کمزوری کوي.

له پاکستان سره د سوداګریزو لارو د تړل کېدو اغېز

د خوړو نړۍوال پروګرام ویلي، پر ډیورنډ کرښه د لارو اوږدمهاله تړل کېدو د سوداګرۍ بهیر ګډوډ کړی او د توکو رسول یې ستونزمن کړي دي. د راپور له مخې، اوس بازارونه تر ډېره له ایران او منځنۍ اسیا څخه پر وارداتو تکیه کوي، چې له امله یې د توکو د لېږد وخت او ترانسپورټي لګښتونه زیات شوي دي. د تېلو د بیو لوړوالی، سیمه‌ییز سوداګریز ناڅرګند وضعیت او پر وارداتي توکو تکیه هم پر بیو فشار زیاتوي.

د راپور د شمېرو له مخې، د افغانیو ارزښت د سپټمبر په میاشت کې د تېرې میاشتې پرتله ۱.۲ سلنه لوړ شوی او د یوه امریکايي ډالر پر وړاندې په منځني ډول ۶۴.۶ افغانۍ تبادله شوې دي.

راپور زیاتوي، چې د افغانیو ارزښت د تېر کال د ورته مودې پرتله ۴.۸ سلنه لوړ پاتې شوی او د تېرو درېیو کلونو له منځني ارزښت څخه ۱۱ سلنه لوړ دی.

د خوړو نړۍوال پروګرام وايي، د افغانیو د ارزښت لوړوالی د وارداتي توکو د بیو د زیاتوالي اغېز تر یوې اندازې راکموي؛ خو بلخوا، د تېلو لوړ لګښتونه، د سوداګرۍ خنډونه او په نړۍوالو بازارونو کې د بیو لوړوالی د دې ګټې کچه محدودوي.
د راپور له مخې، د ۲۰۲۶کال په اګست میاشت کې په افغانستان کې کلنی عمومي انفلاسیون ۷.۸ سلنه و. په همدې موده کې د خوراکي توکو بیې ۸ سلنه او د غیرخوراکي توکو بیې ۷.۷ سلنه لوړې شوې وې.

د خوړو نړۍوال پروګرام دغه راپور وايي، د خوراکي توکو، کورونو، روغتیايي خدمتونو او د ترانسپورټ لوړو لګښتونو د کورنیو پر بودجې فشار راوړی دی. همدارنګه، په سپټمبر میاشت کې د ډیزلو بیه ۴.۷ سلنه لوړه شوې او د یو لېټر بیه ۸۰.۳ افغانۍ ته رسېدلې ده. دغه بیه د تېر کال د ورته مودې پرتله ۱۴ سلنه او د تېرو درېیو کلونو له منځنۍ بیې څخه ۱۹ سلنه لوړه ده.
د خوړو نړۍوال پروګرام په وینا، د ډیزلو د بیو لوړوالی د ترانسپورټ او په بازارونو کې د فعالیتونو لګښتونه زیاتوي. یادې ادارې په خپل وروستي راپور کې چې د سپتمبر د وروستۍ اوونۍ موده یې رانغښتې وه ویلي و، چې د وارداتي توکو د لېږد لپاره د اوږدو او بدیلو لارو کارول او د سون‌توکو د بیو لوړوالي د ترانسپورټ او توکو رسولو لګښتونه زیات کړي.

اسټرالیا افغان قربانیانو ته د تاوان له ورکړې «ډډه کوي»

۲۸ تله ۱۴۰۵ - ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۴:۰۹ GMT+۱
100%

دوه کاله وروسته له هغې چې اسټرالیا د افغانستان جګړې د قربانیانو د تاوان ورکړې پروګرام پیل کړ، افغان دعوه کوونکو ته هیڅ تاوان نه‌دی ورکړل شوی. اسټرالیایي رسنۍ سټرډې پېپر راپور ورکړی، چې تر ۱۰۰ ډېرې ادعاوې ثبت شوې؛ خو لسګونه یې په شرایطو برابرې نه‌دي ګڼل شوې او یا هم رد شوې دي.

اسټرالیا په ۱۴۰۳کال کې د هغه کورنیو لپاره د تاوان د ورکړې څرنګوالی مشخص کړ، چې غړي یې په افغانستان کې د دغه هېواد د ځواکونو له‌خوا په «ناقانونه» ډول وژل شوي یا زیانمن شوي دي. د راپور له مخې، د ۲۰۰۵ او ۲۰۱۶ کلونو ترمنځ په افغانستان کې لږ تر لږه ۳۹ ملکي وګړي د اسټرالیایي ځواکونو له‌خوا وژل شوي دي.

د افغان قربانیانو لپاره د تاوان د ورکړې طرحه د اسټرالیا د پوځ څېړنیز راپور تر خپرېدو وروسته جوړه شوه. دغه راپور چې د «برېټن راپور» په نوم پېژندل کېږي، داسې باوري شواهد وړاندې کړي چې له مخې یې د اسټرالیا ځانګړو ځواکونو په ۲۳ جلا پېښو کې د ۳۹ افغانانو په ناقانونه وژنو کې لاس درلود.

دغه څېړنې سپارښتنه کړې وه، چې قربانیانو او د هغوی کورنیو ته دې تاوان ورکړل شي او د غوښتنلیکونو ارزونه دې د تورنو پوځيانو د جزایي مسوولیت له معلومولو سره تړاو ونه لري.

د اسټرالیا د دفاع وزیر د ۱۴۰۲کال د غبرګولي په میاشت کې ویلي و، چې هېواد یې په افغانستان کې د ادعا شویو جنګي جنایتونو د قربانیانو کورنیو ته د تاوان د ورکړې لپاره د یوې لارې په لټه کې دی.

خو «سټرډې پېپر» اونیزې لیکلي، چې د رسمي اسنادو له مخې د ۲۰۲۵کال له اګست راهیسې لږ تر لږه شپږ دوسیې د نیو ساوت وېلز ایالت د سترې محکمې پخواني قاضي او د تاوان غوښتنلیکونو د ارزونې مسوول روټ مکال ته د څېړنې لپاره سپارل شوې دي؛ خو تر اوسه هېڅ یوه غوښتونکي ته تاوان نه دی ورکړل شوی.

د یوه افغان قرباني د تاوان غوښتنلیک رد شوی

غلام جیلاني چې د تاوان غوښتنلیک یې وړاندې کړی ویلي دي، چې په ۲۰۰۶کال کې د اسټرالیايي ځواکونو د عملیاتو پرمهال په روزګان ولایت کې خپله یوه سترګه له لاسه ورکړه او څو مرمۍ یې پر سینه ولګېدې. نوموړی او یوشمېر ځايي اوسېدونکي وايي، چې اسټرالیايي سرتېرو د دغه عملیاتو پرمهال پر کلیوالو ډزې کړې وې.

جیلاني د تاوان له غوښتنې وروسته د افغانستان د قضیو ارزونې له کمېټې څخه یو لیک ترلاسه کړ. په لیک کې راغلي و، چې د اسټرالیا حکومت د پېښې په اړه د هغه روایت نه ردوي؛ خو د تاوان غوښتنلیک یې نه دی منلی، ځکه چې دغه پېښه د برېټن په راپور کې نه وه ثبت شوې.

په لیک کې دا هم ویل شوي و، چې د جیلاني ټپونه جدي او د اندېښنې وړ دي؛ خو قضیه یې د تاوان د ورکړې د طرحې له مخې د ارزونې لپاره اړین شرایط نه پوره کوي.

د علي جان، احمدالله او محمد عیسی کورنۍ هم د هغه کسانو له ډلې دي، چې د تاوان غوښتنلیکونو ته د رسېدنې په تمه دي. دغه درې کسان په هغه پېښو کې وژل شوي وو، چې د اسټرالیا د پخواني پوځي او د دغه هېواد د یوه تر ټولو ډېر ستایل شوي سرتېري بن رابرتس ـ سمیت، د احتمالي لاس لرلو په اړه تورونه مطرح شوي دي.

د مطرح شویو ادعاوو له مخې علي جان په ۲۰۱۲کال کې په روزګان ولایت کې وژل شوی و. احمدالله چې یوه مصنوعي پښه یې لرله او د هغه پلار محمد عیسی هم په ۲۰۰۹کال کې د یوه پوځي عملیاتو پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکړی و.

رابرتس ـ سمیت د روان کال د اپرېل په اوومه ونیول شو او د جنګي جنایتونو په چوکاټ کې د قتل له پنځو تورونو سره مخ دی. نوموړي دا تورونه رد کړي دي.

د نړۍوالو بشري حقونو وکیله کیمبرلي ماتلي چې د علي جان د کورنۍ په ګډون د یوشمېر افغان غوښتونکو استازیتوب کوي ویلي، د تاوان غوښتنلیکونو ته د رسېدنې بهیر ورو او ناڅرګند دی او تر اوسه یې هېڅ پایله نه ده ورکړې.

لسګونه افغانانو ته د تاوان غوښتنلیکونه رد شوي

د اسټرالیايي رسنۍ د راپور له مخې، د دغه هېواد د دفاع وزارت اسناد ښيي چې د تاوان د ورکړې طرحې د وېب‌پاڼې له پرانیستلو د ۲۰۲۴کال له نومبر څخه د روان کال د جون تر ۲۹مې پورې د انلاین فورم له لارې ۱۰۵ غوښتنلیکونه ثبت شوي، چې له دې ډلې ۴۵ غوښتنلیکونه د شرایطو وړ نه دي بلل شوي.

د یادې طرحې پر وړاندې یوه نیوکه دا ده، چې ارزونه یې یوازې هغه پېښو ته محدوده ده چې د برېټن په راپور کې ثبت شوې دي. وکیلان او کارپوهان وايي، ښايي نور قربانیان هم وي چې پېښې یې په دغه راپور کې نه‌دي شاملې شوې؛ خو بیا هم غواړي قضیې یې وڅېړل شي او تاوان ترلاسه کړي.