• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د سهیل اپرېدي او بابر سلیم سواتي د موندلو قضیه؛ محکمې د لسو ورځو مهلت ورکړی

۲۸ تله ۱۴۰۵ - ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۳:۴۸ GMT+۱

د پېښور عالي محکمې د خېبر پښتونخوا د لرې کړل شوي اعلی وزیر سهیل اپرېدي، د ایالتي اسمبلۍ د مشر بابر سلیم سواتي او د پاکستان تحریک انصاف ګوند د نورو مشرانو د موندلو په اړه د ثبت شویو غوښتنلیکونو اورېدنه کړې ده. محکمې له اړوندو لورو غوښتي چې خپل ځوابونه په لسو ورځو کې وړاندې کړي.

په خېبر پښتونخوا کې د اکتوبر په ۱۱مه د بېړني حالت او د والي د واکمنۍ له پلي کېدو وروسته د تحریک انصاف ګوند یو شمېر مشران د دغه ګوند د ایالتي څانګې مشر جنید اکبر، د ایالتي اسمبلۍ مشر بابر سلیم سواتي او سهیل اپرېدی په ادعايي ډول نیول شوي.
له دې پېښې دوه ورځې وروسته د سهیل اپرېدي ورور محمد عامر د هغه د ورکېدو او نیول کېدو په اړه د پېښور عالي محکمې ته عریضه وړاندې کړه او غوښتنه یې وکړه چې ورور یې پیدا او محکمې ته حاضر کړل شي.
محمد عامر په خپل غوښتنلیک کې ادعا کړې وه چې د اکتوبر په ۱۱مه د ورځې شاوخوا دوه بجې وسله‌والو او مخ‌پټو کسانو د پولیسو د چارواکو په شتون کې سهیل اپرېدی د پېښور د اعلی وزیر له استوګنځي څخه په زور له ځان سره بیولی دی.
د پېښور عالي محکمې دوه کسیز پلاوي چې مشري یې قاضي سید ارشد علي کوله او قاضي فرح جمشید یې هم غړې وه د ورکو کسانو د موندلو اړوند غوښتنلیکونه واورېدل.
د اورېدنې پر مهال د غوښتنلیک ورکوونکو وکیل وویل چې سهیل اپرېدی او بابر سلیم سواتي لس ورځې مخکې ورک شوي دي.
وکیل استدلال وکړ چې د اساسي قانون له مخې د ایالتي اسمبلۍ مشر قانوني مصونیت لري او باید له خپل استوګنځي څخه په دې ډول ونه نیول شي.
نوموړي محکمې ته وویل چې د پاکستان تحریک انصاف ګوند د خېبر پښتونخوا مشر جنید اکبر په ګډون ۱۱ نور کسان هم د ایالتي اسمبلۍ د مشر له استوګنځي څخه وړل شوي دي.
د وکیل په وینا مرکزي حکومت څو ځله ویلي چې دغه کسان د حکومت په ولکه کې دي.
د اورېدنې پر مهال قاضي سید ارشد علي وویل چې محکمه به له اړوندو لورو څخه ځوابونه وغواړي او له عریضه کوونکو یې وغوښتل چې د محکمې د پرېکړې لپاره زغم ولري.
وروسته محکمې اړوندو لورو ته خبرتیاوې ولېږلې او لارښوونه یې وکړه چې خپل ځوابونه دې په لسو ورځو کې وړاندې کړي.

ډېر لیدل شوي

طالبانو په کابل کې له ۱۱۵ ارزول شویو خصوصي روغتونونو یوازې دوه روغتونونه معیاري اعلان کړل
۱

طالبانو په کابل کې له ۱۱۵ ارزول شویو خصوصي روغتونونو یوازې دوه روغتونونه معیاري اعلان کړل

۲
ځانګړی

سرچینې: هبت الله په کابل کې د کابینې غونډې محدودې کړې او د وزیرانو واکونه یې کم کړي

۳

طالبان: پر افغانستان د نشه‌يي توکو د تولید او قاچاق په اړه د پاکستان ادعاوې دې وڅېړل شي

۴
د افراسیاب خټک لیکنه

په منځنۍ اسیا کې د یوې نوې جبهه‌ګیرۍ څرکونه

۵
ځانګړی

طالبانو په بدخشان کې د بې پېلوټه الوتکو دویم عملیاتي مرکز جوړ کړی

•
•
•

نور خبرونه

طالبان او پاکستان؛ ایا روسیه به په هغه کار کې بریالۍ شي چې څلور هېوادونه پکې پاتې راغلي؟

۲۸ تله ۱۴۰۵ - ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۳:۱۱ GMT+۱
•
جمشید یما امیري
100%

روسیې په داسې حال کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د منځګړیتوب وړاندیز کړی چې تر دې وړاندې د څو هېوادونو هڅو د دواړو لورو د ترینګلتیا په کمولو کې څرګنده پایله نه ده لرلې.

خو له طالبانو سره د مسکو نږدې اړیکې، له امریکا سره د پاکستان اړیکې او د روسیې د فشار محدودې وسیلې دا پوښتنه راپورته کوي چې ایا مسکو کولای شي د طالبانو او اسلام‌اباد په محاسبو کې بدلون راولي؟

د طالبانو او پاکستان ترمنځ د ترینګلتیا له دوام سره، روسیې د دواړو لورو ترمنځ د منځګړیتوب هڅې پیل کړې دي. تېره اوونۍ د روسیې د بهرني استخباراتو ادارې مشر کابل ته او د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیر اسلام‌اباد ته سفرونه وکړل. له دغو لیدنو وروسته، په اسلام‌اباد کې د روسیې سفیر اعلان وکړ چې مسکو د پاکستان او طالبانو ترمنځ د ترینګلتیا د کمولو لپاره منځګړیتوب ته چمتو دی. د هغه په وینا، دا موضوع اسلام‌اباد ته د روسیې د کورنیو چارو وزیر د سفر پر مهال هم مطرح شوې وه.

د روسیې له خوا د منځګړیتوب لپاره د چمتووالي له اعلان سره سره، اسلام‌اباد تر اوسه د مسکو د منځګړیتوب د رسمي بهیر پیل نه دی تایید کړی. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند، سجاد حیدر خان، د پنجشنبې په ورځ، د میزان په ۲۴مه وویل چې د دواړو لورو ترمنځ د منځګړیتوب لپاره د روسیې له کوم رسمي نوښت څخه خبر نه دی.

هغه زیاته کړه چې پاکستان د ترینګلتیا د کمولو لپاره د خپلو ملګرو هېوادونو د هڅو هرکلی کوي، خو دا ډول هڅې باید د پام وړ پایلې ولري؛ په دې کې د طالبانو له خوا د هغو وسله‌والو ډلو پر وړاندې عملي او د تایید وړ اقدامات هم شامل دي چې د افغانستان له خاورې پر پاکستان بریدونه او فعالیتونه کوي.

دا هڅه په داسې وخت کې کېږي چې روسیې په دې وروستیو کې د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ غونډه کوربه‌توب کړې وه. دغه غونډه د طالبانو او پاکستان ترمنځ د ډیپلوماتیکو اختلافونو له امله بې‌پایلې پای ته ورسېده او ګډونوال یې ونه توانېدل چې ګډه اعلامیه خپره کړي.

سره له دې، د طالبانو په اړه د مسکو دریځ تر ډېره د دې ډلې له دریځ سره نږدې پاتې شوی دی. روسي چارواکو د هغه څه ستاینه کړې چې دوی یې د طالبانو له خوا د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه بولي، او له دې ډلې سره یې د ملاتړ او همکارۍ پر اړتیا ټینګار کړی دی.

د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي، آصف دراني، په یوه مقاله کې د مسکو فارمټ غونډې په پای کې د روسیې دریځ د طالبانو د نړیوال مشروعیت د پراخولو او په نړیوال ډګر کې د دې ډلې د دریځ د پیاوړتیا لپاره د مسکو د لېوالتیا نښه بللې ده.

روسیه اندېښنه لري چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د جګړو دوام به په افغانستان او سیمه کې ناامني پراخه کړي او د منځنۍ اسیا هېوادونو امنیت به هم له ګواښ سره مخ کړي. په ورته وخت کې، داسې ښکاري چې د دغو ترینګلتیاوو د ریښو په اړه د مسکو لیدلوری تر یوه بریده د طالبانو له دریځ سره نږدې دی. طالبان ادعا کوي چې پاکستان د لوېدیځو هېوادونو په ملاتړ هڅه کوي پر دې ډلې فشار راوړي، خو داسې روښانه شواهد نشته چې روسیه دې هم دا ادعا منلې وي.

د روسیې د منځګړیتوب هڅې وروسته له هغې پیل شوې چې د ترکیې، سعودي عربستان، قطر او چین هڅې د دواړو لورو ترمنځ د ترینګلتیا په کمولو کې د پام وړ پایلې ته ونه رسېدې. پوښتنه دا ده چې ایا مسکو کولای شي له خپلو سیاسي امکاناتو څخه په ګټې اخیستو دغه کړکېچ مات کړي، او که د روسیې نوې هڅه به هم له هغو خنډونو سره مخ شي چې پخواني منځګړي یې له بریا پاتې کړي دي؟

مسکو د طالبانو ترڅنګ

د روسیې د منځګړیتوب په اړه یوه اساسي پوښتنه دا ده چې دغه هېواد تر کومه بریده بې‌طرفه دی او څومره کولای شي د دواړو لورو پر محاسبو اغېز وکړي. مسکو له طالبانو سره خپلې اړیکې پراخې کړې دي او لومړنی هېواد دی چې د طالبانو اداره یې په رسمیت پېژندلې ده. دا نږدېوالی ښايي د طالبانو مشرانو ته د روسیې لاسرسی اسانه کړي، خو په ورته وخت کې د منځګړي په توګه د مسکو پر رول د پاکستان باور محدودولای شي.

په مسکو کې د معاصر افغانستان د مطالعاتو مرکز مشر، عمر نثار، وایي چې روسیه له طالبانو سره نږدې ده او هڅه کوي پر پاکستان فشار راوړي. هغه افغانستان انټرنشنل ته ویلي: «روسیې د طالبانو اړخ نیولی دی. د روسیې موخه پر پاکستان فشار راوړل دي».

نثار همداراز ویلي چې داسې ښکاري مسکو د پاکستان د لومړي وزیر، شهباز شریف، له دریځه ناخوښ دی. د هغه په وینا، شریف د امریکا د ملاتړ د ترلاسه کولو لپاره مسکو ته خپل سفر څو ځله ځنډولی دی.

دا لیدلوری ښيي چې د مسکو او اسلام‌اباد ترمنځ سیاسي اختلافونه ښايي د منځګړیتوب پر بهیر اغېز وکړي. روسیه له طالبانو سره نږدې اړیکې لري، خو د شهباز شریف حکومت له امریکا سره نږدې اړیکې ساتي. دا وضعیت ښايي د روسیې او پاکستان ترمنځ د همکارۍ زمینه محدوده کړي، که څه هم له واشنګټن سره د اسلام‌اباد اړیکې په یوازې ځان له مسکو سره د پاکستان دریځ نه ټاکي.

د افغانستان په چارو کې د پاکستان پخواني استازي، آصف دراني، هم په یوه مقاله کې د طالبانو په اړه د روسیې پر تګلارې نیوکه کړې ده. هغه لیکلي چې مسکو د افغانستان په اړه د خپلو غونډو په بهیر کې له خپلو لومړنیو موخو واټن اخیستی دی.

دراني د مسکو فارمټ غونډې پر بهیر د نیوکې پر مهال لیکلي چې دغه غونډه د سیمې د هېوادونو د امنیتي اندېښنو له څېړلو لرې شوې او د «له طالبانو سره د تعامل او جوړجاړي» پر یوې وسیلې بدله شوې ده.

دا نیوکه د پاکستان د سیاسي کړیو د یوې برخې اندېښنې څرګندوي؛ هغوی له طالبانو سره د روسیې نږدېوالی د اختلافونو د حل لاره نه، بلکې د دې ډلې د دریځ د پیاوړتیا یو عامل ګڼي. په ورته وخت کې، پاکستان په نړیوالو غونډو کې تل هڅه کړې چې طالبان د ترهګرۍ ملاتړي او د افغانستان خاوره یو نړیوال ګواښ وښيي او د طالبانو له ادارې سره د تعامل او د هغې د رسمیت پېژندلو مخه ونیسي.

په همدې حال کې، ځینې پاکستاني شنونکي باور لري چې له واشنګټن سره د شهباز شریف او عاصم منیر نږدې اړیکو د اسلام‌اباد پر سیمه‌ییزو محاسبو اغېز کړی دی. په پاکستان کې دا نظر هم مطرح شوی چې د دغه هېواد د پخواني لومړي وزیر عمران خان مسکو ته سفر، چې د اوکراین پر وړاندې د روسیې له برید لږ مخکې ترسره شوی و، له لوېدیځ سره د هغه د اړیکو په خرابېدو کې ونډه لرلې ده.

ولې ښايي روسیه د دواړو لورو په جوړجاړي کې بریالۍ نه شي؟

له طالبانو سره د روسیې سیاسي نږدېوالی په دې معنا نه دی چې مسکو به وکولای شي دا ډله د خپلو سیاستونو بدلون ته اړ کړي. د پاکستان په اړه هم ورته محدودیتونه شته. منځګړیتوب هغه وخت پایله ورکولای شي چې منځګړی له ښکېلو لورو سره د اړیکو ترڅنګ داسې وسیلې هم ولري چې هغوی همکارۍ ته وهڅوي یا د اختلافونو د دوام لګښت پرې لوړ کړي.

د افغانستان د پخواني حکومت یوه لوړپوړي چارواکي افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې «شونې نه ده روسیه د طالبانو او پاکستان په اوسنیو دریځونو کې د پام وړ بدلون راولي، ځکه د دواړو لورو پر وړاندې اغېزمنې وسیلې، لکه هڅوونکي امتیازونه، د فشار اهرمونه او د مخنیوي امکانات، په واک کې نه لري.»

دغه چارواکي، چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، د طالبانو او پاکستان ترمنځ اختلاف «ژور» او د دواړو لورو غوښتنې «متضادې» بللې دي.

د هغه په وینا، طالبان نه اراده لري او نه هم توان چې له خپلو پخوانیو متحدانو څخه لاس واخلي. په مقابل کې، پاکستان له طالبانو تمه لري چې لکه څنګه یې د افغانستان د اسلامي جمهوریت په نسکورولو کې ونډه لرله، چې پاکستان یې خپل سیال باله، اوس دې تحریک طالبان پاکستان هم له منځه یوسي؛ هغه ډله چې اسلام‌اباد یې خپل دښمن ګڼي.

دغه پخواني چارواکي ویلي: «دا به ډېره ستونزمنه وي چې روسیه د دواړو لورو په محاسبو او سیاستونو کې بنسټیز بدلون راولي».

د هغه په اند، د روسیې رول تر ډېره د سیاسي سپارښتنو او منځګړیتوب تر کچې محدود دی، نه دا چې د دواړو لورو ستراتیژیکې محاسبې بدلې کړي. هغه ویلي: «د روسیې رول به تر ډېره د یوه نصیحت کوونکي په کچه پاتې شي، نه د محاسبو د بدلوونکي په توګه.»

د طالبانو او پاکستان اختلاف یوازې د ډیپلوماتیکو ناسم‌پوهاویو پایله نه ده. اسلام‌اباد له طالبانو غواړي چې د تحریک طالبان پاکستان پر وړاندې اقدام وکړي، خو طالبانو تر اوسه د پاکستان د غوښتنو په اړه بل دریځ خپل کړی دی. تر هغه چې دواړه لوري د دې امنیتي مسئلې په اړه یوې هوکړې ته ونه رسېږي، یوازې ډیپلوماتیکې لیدنې ښايي د اړیکو مسیر بدل نه کړای شي.

سره له دې چې د مسکو امکانات محدود ښکاري، د منځګړیتوب بهیر ته د روسیې د ننوتلو څرنګوالی هم مهم دی. روسیې په تېر یوه کال کې څو ځله د طالبانو او پاکستان ترمنځ پر منځګړیتوب ټینګار کړی، خو دواړو لورو دغو غوښتنو ته پام نه دی کړی.

په کابل کې یوه لوړپوړي کارپوه افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې روسیه د طالبانو په غوښتنه دې بهیر ته ورګډه شوې ده. د هغه په وینا، طالبانو تر دې مخکې هم له ترکیې، چین او قطر څخه غوښتنه کړې وه چې له پاکستان سره د ترینګلتیا د کمولو او د اختلافونو د حل لپاره مرسته وکړي، خو دغو هڅو د دواړو لورو د اړیکو د ښه کېدو لامل نه شو.

په کابل کې د طالبانو یوې نږدې څېرې هم د روسیې د هڅو د پایله‌ورکوونکې کېدو په اړه شک څرګند کړی دی.

هغه افغانستان انټرنشنل ته ویلي: «فکر نه کوم چې د روسیې منځګړیتوب به پایله ورکړي. که روسیه اغېز لرلای، تر ټولو مخکې به یې په دې منځګړیتوب کې ګام اخیستی وای.»

دا څرګندونې ښيي چې ان د طالبانو ځینې نږدې کسان هم د اختلافونو په حل کې د روسیې پر وړتیا شک لري. خو له مسکو څخه د طالبانو غوښتنه ښايي دا وښيي چې دغه ډله غواړي له روسیې سره له خپلو نږدې اړیکو څخه په ګټې اخیستو د پاکستان فشار راکم کړي.

100%

اسلام‌اباد تر کومه بریده خبرو ته چمتو دی؟

د پاکستان د خبریال طاهر خان په اند، د طالبانو او پاکستان ترمنځ د ترینګلتیا حل په پای کې د کابل او اسلام‌اباد پر پرېکړو پورې تړلی دی، نه یوازې د بهرنیو قدرتونو پر نوښتونو. هغه په پاکستان کې سیاسي فضا ته په اشارې ویلي: «څه چې زه په پاکستان کې وینم، دا هېواد نور له طالبانو سره خبرو او غونډو ته لېوالتیا نه لري.»

د طاهر خان په وینا، طالبان او پاکستان د یو بل غوښتنو ته پام نه کوي او په پاکستان کې امنیتي وضعیت هم کړکېچن دی.

د امنیتي تشې په اړه د روسیې اندېښنه

د طالبانو او پاکستان ترمنځ د ترینګلتیا په اړه د روسیې اندېښنه یوازې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر اړیکو محدوده نه ده. مسکو په وروستیو کلونو کې د افغانستان او منځنۍ اسیا په هېوادونو کې د ناامنۍ د پراخېدو پر مخنیوي ټینګار کړی دی. د جګړو دوام ښايي په سیمه کې بې‌ثباتي زیاته او د روسیې په شاوخوا کې امنیتي وضعیت لا پېچلی کړي.

له بلې خوا، طالبانو په وار وار ادعا کړې چې پاکستان په افغانستان کې د ناامنۍ د رامنځته کولو پروژه له لوېدیځو هېوادونو څخه ترلاسه کړې ده. دا ادعا له اسلام‌اباد سره د اختلافونو د ریښو په اړه د طالبانو د سیاسي روایت یوه برخه ده.

په کابل کې یوه لوړپوړي کارپوه افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې «طالبانو په دې وروستیو کې د خپلو مخالفانو د مهارولو په اړه د ایران، روسیې او چین غوښتنې رد کړې او له پاکستان سره یې شخړه د پلمې په توګه وړاندې کړې ده.»

په حقیقت کې، د طالبانو او پاکستان اختلاف د مسکو لپاره یوازې د دوو لورو ترمنځ کړکېچ نه دی، بلکې په افغانستان کې د امنیتي ګواښونو په اړه له پراخو اندېښنو سره هم تړاو لري. روسیه ښايي وغواړي د منځګړیتوب له لارې هم د جګړې د پراخېدو مخه ونیسي او هم طالبان وهڅوي چې د سیمه‌ییز امنیت په برخه کې لا ډېره همکاري وکړي.

منځګړیتوب که د کړکېچ مدیریت؟

د روسیې او منځنۍ اسیا د چارو کارپوه، غوث جانباز، باور لري چې مسکو کولای شي د طالبانو او پاکستان ترمنځ د ترینګلتیا په کمولو کې رول ولوبوي، خو د دواړو لورو د جوړجاړي لپاره د هغوی د اړ کولو وړتیا او نفوذ محدود دی.

هغه ویلي: «د پاکستان پر امنیتي محاسبو او د کابل پر پوځي پرېکړو د روسیې نفوذ محدود دی».

روسیه ښايي د ډیپلوماتیکو اړیکو له لارې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د ترینګلتیا په کمولو او د خبرو اترو په دوام کې مرسته وکړي، خو یوې تلپاتې هوکړې ته رسېدل د دواړو لورو په امنیتي دریځونو کې بدلون ته اړتیا لري. تر اوسه د داسې بدلون نښې نه لیدل کېږي او د طالبانو او پاکستان ترمنځ جګړې او اختلافونه لا هم مخ په زیاتېدو دي.

100%

د قطر، ترکیې، چین او سعودي عربستان د پخوانیو هڅو تجربه هم ښيي چې یوازې د یوه بهرني منځګړي شتون د اختلافونو د حل لپاره بسنه نه کوي. دغو څلورو هېوادونو له طالبانو او پاکستان سره نږدې اړیکې لري.

اصف درانی: روسیه او هند هڅه کوي چې طالبان نړیوال مشروعیت ترلاسه کړي

۲۸ تله ۱۴۰۵ - ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۱:۱۴ GMT+۱
100%

د افغانستان لپاره د پاکستان پخوانی ځانګړی استازی اصف درانی وايي، له طالبانو سره د روسیې او هند د اړیکو نږدېوالی ښايي د دې ډلې د نړیوال مشروعیت د زیاتېدو او پر طالبانو د پاکستان د فشار د وسیلو د کمزوري کېدو لامل شي.

د دراني په باور د طالبانو په اړه د مسکو د دریځ بدلون د دغې ډلې په ګټه دی.

دراني په هغې مقاله کې چې د سې‌شنبې په ورځ د «عرب نیوز» وېب‌پاڼې خپره کړې، لیکلي چې د مسکو فارمټ په پیل کې په افغانستان کې د سیاسي توافق د ترلاسه کولو او د سیمې د هېوادونو د امنیتي اندېښنو د حل لپاره جوړ شوی و، خو «اوس داسې ښکاري چې د یوه بل هدف پر لور روان دی؛ یعنې د طالبانو له رژیم سره جوړجاړی او ورسره همغږي کوي».

هغه د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف څرګندونو ته اشاره کړې، چې طالبان یې «ملي حکومت» بللی او د حکومتولۍ په برخه کې یې د هغوی د کړنو په اړه مثبت نظر څرګند کړی دی.

دراني لیکلي چې روسیه لومړنی هېواد دی چې د طالبانو حکومت یې په رسمیت پېژندلی او اوس پوښتنه دا ده چې مسکو تر کومه حده چمتو دی چې د طالبانو د حکومت د پیاوړتیا لپاره ګامونه پورته کړي.

هغه همداراز له طالبانو سره د هند د اړیکو پراختیا ته اشاره کړې او لیکلي یې دي: «نوي ډیلي په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته په دې هېواد کې د پام وړ ډیپلوماټیکې لاسته راوړنې لرلې او په تدریجي ډول یې له دغه رژیم سره خپلې ډیپلوماټیکې او سیاسي اړیکې بېرته پیل او پراخې کړې دي.»

د دراني په باور، روسیه او هند، سره له دې چې په خپلو ګټو او تګلارو کې توپیرونه لري، ښايي په پای کې یوې ورته پایلې ته د رسېدو زمینه برابره کړي؛ یعنې د طالبانو پراخ نړیوال حضور او د دې ډلې د مشروعیت زیاتېدل.

دراني د سیمې د امنیتي اندېښنو په اړه لیکلي: «مسکو د افغانستان له امنیتي وضعیت څخه ښه خبر دی. روسیه له هغو وسله‌والو ډلو سره د مقابلې اوږد تاریخ لري چې د افغانستان له خاورې فعالیت کوي یا یې دغه هېواد د تګ راتګ د لارې په توګه کارولی دی. دې هېواد څو ځله منځنۍ اسیا ته د ترهګرۍ د پراختیا په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.»

هغه په دې برخه کې د پاکستاني طالبانو تحریک، د بلوچستان د ازادۍ پوځ، د داعش خراسان څانګې او القاعدې په څېر ډلو حضور ته اشاره کړې ده.

دراني لیکلي چې د پاکستاني طالبانو تحریک د اسلام‌اباد تر ټولو لویه امنیتي اندېښنه ده، خو له ډیپلوماټیکو هڅو سره سره، طالبانو هغه اقدامات نه دي کړي چې پاکستان یې د افغانستان له خاورې د دغې ډلې د بریدونو د مخنیوي لپاره اړین بولي.

هغه د افغانستان په خاوره کې د ترهګرو ډلو د حضور او فعالیت په اړه د ملګرو ملتونو راپورونو ته هم اشاره کړې او دا پوښتنه یې راپورته کړې چې ولې روسیې په امنیت شورا کې له خپل دریځ څخه د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې پر طالبانو د فشار زیاتولو لپاره ګټه نه ده اخیستې.

د مسکو چوکاټ د کمزوري کېدو په اړه خبرداری

دراني د تلې د ۱۳مې نېټې د مسکو فارمټ غونډې له ګډې اعلامیې پرته پای ته رسېدل، د سیمې له هېوادونو سره د طالبانو د امنیتي ژمنو په اړه د اختلاف نښه بللې ده.

د هغه په لیکنه، طالبانو په اعلامیه کې د ترهګرۍ او د ګاونډیو هېوادونو پر وړاندې د افغانستان د مسؤلیتونو په اړه د ځینو عبارتونو له شاملولو سره مخالفت کړی دی. د دراني په باور، طالبان غواړي له سیمه‌ییزو هېوادونو سره د ډیپلوماټیکو اړیکو له ګټو برخمن شي، خو د روښانه سیاسي او امنیتي ژمنو له منلو ډډه کوي.

هغه خبرداری ورکړی چې که د سیمې هېوادونه د ګډ دریځ پر ځای، هر یو له طالبانو سره د خپلو دوه‌اړخیزو ګټو پر بنسټ اړیکې پراخې کړي، د مسکو فارمټ به د خپل لومړني اهمیت یوه مهمه برخه له لاسه ورکړي.

دراني یادونه کړې چې د دغه چوکاټ یو اساسي اصل دا و چې د افغانستان خاوره باید د ګاونډیو هېوادونو د امنیت د ګواښلو لپاره ونه کارول شي.

پر طالبانو د پاکستان د فشار د وسیلو کمزوري کېدل

د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي خبرداری ورکړی چې له کابل سره د هند د اړیکو پراختیا او د طالبانو لپاره د روسیې د سیاسي ملاتړ زیاتوالی ښايي د دې ډلې مشران دې پایلې ته ورسوي چې د اسلام‌اباد د فشارونو پر وړاندې د مقاومت لپاره نورې سیمه‌ییزې لارې هم لري.

هغه لیکلي چې که طالبان د پاکستاني طالبانو تحریک او نورو هغو وسله‌والو ډلو د مهارولو لپاره اغېزمن اقدامات ونه کړي چې پاکستان په نښه کوي، اسلام‌اباد به اړ شي چې له دې ډلې سره خپله تګلاره له سره وارزوي.

دراني په پای کې ټینګار کړی چې د روسیې د تګلارې بدلون ښايي د مسکو او طالبانو تر اړیکو پراخې پایلې ولري او په سیمه کې د ځواک انډول بدل کړي. د هغه په باور، دا ډول بدلون به پاکستان اړ کړي چې په نوي سیمه‌ییز رقابتي چاپېریال کې خپل دریځ او سیاستونه له سره وارزوي.

راپورونه: د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري ۷۴ سلنه کمه شوې

۲۷ تله ۱۴۰۵ - ۱۹ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۲:۲۱ GMT+۱
100%

راپورونه ښیي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري ۷۴ سلنه کمه شوې او له ۱،۳ میلیارد ډالرو ۳۵۸ میلیون ډالرو ته راټیټه شوې ده. په داسې حال کې چې د ډيورنډ کرښې تړل کېدو د پاکستان سوداګرو ته زیان اړولی، خو افغانستان خپلې سوداګریزې لارې د ایران او منځنۍ اسیا پر لور اړولې دي.

د راپورونو له مخې، د تورخم، چمن، خرلاڅي، غلام‌خان او انګور اډې په ګډون د مهمو سوداګریزو لارو تړل کېدو د دواړو هېوادونو د سوداګرو، لېږد رالېږد شرکتونو او ډیورنډ کرښې ته څېرمه سیمو پر اقتصاد منفي اغېز کړی دی.

پاکستاني چارواکي د سوداګرۍ د کړکېچ یو مهم لامل امنیتي ستونزې بولي. اسلام‌اباد ادعا کوي چې د طالبانو حکومت باید د هغو وسله‌والو ډلو پر وړاندې جدي اقدامات وکړي چې د پاکستان په وینا، له افغان خاورې فعالیت کوي. پاکستان وايي، تر هغه چې په دې برخه کې د دوی اندېښنې حل نه شي، د سوداګریزو اړیکو عادي کېدل ستونزمن دي.

د طالبانو حکومت بیا د پاکستان دا تورونه رد کړي دي.

د نړیوال بانک د راپور له مخې، افغانستان د پاکستان له لارې د سوداګرۍ د خنډونو په غبرګون کې د ایران او منځنۍ اسیا له لارو د وارداتو کچه لوړه کړې ده. د راپور د شمېرو له مخې، د افغانستان ۴۸ سلنه واردات د منځنۍ اسیا له دهلېزونو او ۴۶ سلنه د ایران له لارو ترسره کېږي، په داسې حال کې چې د پاکستان ونډه نږدې صفر ته راټیټه شوې ده.

ایران د افغانستان د وارداتو د ۳۱،۴ سلنې په برابرولو سره د دغه هېواد تر ټولو لوی وارداتي شریک بلل شوی او د چابهار بندر د سوداګریزو توکو په لېږد کې مهم رول لري.

د سوداګرۍ د لارو بدلون د افغانستان لپاره د بدیلو مسیرونو د پراختیا په معنا دی، خو د نړیوال بانک په وینا، پر محدود شمېر سوداګریزو شریکانو او لارو تکیه هم اقتصادي خطرونه لري.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ کمښت د پاکستان د درملو، کرنیزو محصولاتو او ترانسپورټ پر برخو هم اغېز کړی دی. د پاکستان د شمېرو له مخې، دغه هېواد په ۲۰۲۳–۲۰۲۴ مالي کال کې افغانستان ته نږدې ۱۳۰ میلیون ډالرو په ارزښت درمل صادر کړي وو؛ خو د سوداګریزو اړیکو له ګډوډېدو سره یې د دغو محصولاتو بازار زیانمن شوی دی.

د پاکستان کرنیز سوداګر هم د کچالو او سبزیجاتو د صادراتو د درېدلو له امله له ستونزو سره مخ شوي دي. د راپور له مخې، تر پخوا هره ورځ لسګونه لارۍ کچالو او سبزیجات افغانستان ته لېږدول کېدل، خو د لارو تړل کېدو دا بهیر ګډوډ کړی او په پاکستان کې یې د دغو محصولاتو پر بیو فشار زیات کړی دی.

د پاکستان حکومت هم د کچالو د بیو د راټیټېدو ستونزه منلې او د اضافي محصولاتو لپاره یې د بدیلو بازارونو او صادراتي لارو د موندلو هڅې پیل کړې دي.

د لېږد رالېږد په برخه کې هم ګڼو موټرچلوونکو او د باروړونکو موټرو مالکانو د فعالیتونو د درېدو له امله زیانونه ګاللي دي. د سوداګرو په وینا، د ډيورند کرښې تړل کېدو په ځانګړې توګه د خیبر پښتونخوا په هغو سیمو کې اقتصادي فعالیتونه اغېزمن کړي چې د افغانستان له بازار سره تړلي دي.

د سوداګرۍ د کړکېچ په اړه د پاکستان د سوداګرۍ د خونې د استازو او سوداګرو نظرونه سره توپیر لري. د خیبر پښتونخوا د سوداګرۍ خونې استازي د سوداګریزو فعالیتونو د بیا پیل لپاره د خوندي لارو او قانوني سوداګرۍ پر اړتیا ټینګار کوي.

خو په پېښور کې ځینې سوداګر وايي، ملي امنیت باید تر سوداګریزو ګټو لومړیتوب ولري او تر هغو چې امنیتي اندېښنې نه وي حل شوې، اقتصادي ملاحظات باید پر امنیت مقدم ونه ګڼل شي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ دغه کمښت په داسې حال کې رامنځته شوی چې افغانستان په زیاتېدونکي ډول له ایران او منځنۍ اسیا سره د سوداګریزو اړیکو د پراختیا هڅه کوي او پاکستان د خپل پخواني بازار د له لاسه ورکولو له اقتصادي پایلو سره مخ دی.

له ایران سره د سوداګریزو لارو بندېدو په پاکستان کې د اوبلنو ګازو بیې لوړې کړې

۲۷ تله ۱۴۰۵ - ۱۹ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۲:۰۷ GMT+۱
•
جواد شينواری
100%

له ایران سره د پاکستان د سوداګریزو لارو له بندېدو وروسته په دغه هېواد کې د اوبلنو ګازو د یوه کیلوګرام بیه په تېره یوه اوونۍ کې ۱۰۰ پاکستانۍ کلدارې لوړه شوې ده. د اوبلنو ګازو سوداګر وايي، له ۴۵۰۰ ټنو څخه پر زیاتو ګازو بار لارۍ د ایران په خاوره کې بند پاتې دی.

د مایع ګازو د بازارموندنې ټولنې مرستیال مشر محمد علي حیدر افغانستان انټرنشنل – پښتو ته ویلي چې د سوداګریزو لارو تړل کېدو او د وارداتو په تګلاره کې بدلونونو د مایع ګازو پر وارداتو او بازار ته پر رسولو اغېز کړی دی.
نوموړي ویلي، د ګازو د رسد د کمېدو له امله په بازار کې د بیو د لوړېدو اندېښنې زیاتې شوې دي.
د محمد علي حیدر په وینا، د پاکستان د سوداګرۍ وزارت د اکتوبر په ۱۶مه له ایران سره د سوداګرۍ په اړه د پخوانیو اسانتیاوو د بېرته اخیستو پرېکړه وکړه. له دې وروسته د ایران سره د مهمو سرحدي لارو سوداګري ودرول شوه.
د ګازو د سوداګرو په وینا، که سرحدي لارې ژر بېرته خلاصې نه شي او د ګازو واردات عادي حالت ته راونه ګرځي، د مایع ګازو بیې ښايي نورې هم لوړې شي. دوی په ځانګړي ډول د ژمي له رارسېدو سره د ګازو د تقاضا د زیاتېدو او په بازار کې د کمښت د رامنځته کېدو په اړه اندېښنه ښيي.
محمد علي حیدر له حکومته غوښتي چې د مایع ګازو نرخونه دې د میاشتني نرخ‌ ټاکلو پر ځای هره اوونۍ اعلان کړي.
د هغه په وینا، په دې توګه به د نړیوالو بازارونو د بیو بدلون او د وارداتو د لګښتونو زیاتوالی یا کموالی په وخت په نرخونو کې حساب شي.
اوس مهال د پاکستان د تېلو او ګازو تنظیموونکې ادارې د مایع ګازو رسمي نرخونه په میاشتني ډول اعلانوي. د سوداګرو په باور د نرخونو د اعلان دا طریقه د نړیوالو بیو او د رسد د لګښتونو له چټکو بدلونونو سره سمون نه خوري.
د صنعت د اړوندو سرچینو د اټکل له مخې، پاکستان په کال کې نږدې دوه میلیونه ټنه مایع ګازو کاروي او د اړتیا یوه لویه برخه یې له وارداتو پوره کېږي.
د ایران له لارې د ګازو د لېږد ګډوډېدل له همدې امله د پاکستان د انرژۍ پر رسد مستقیم اغېز لرلای شي.
په پاکستان کې ډېری کورنۍ، هوټلونه او واړه کاروبارونه د پخلي او نورو اړتیاوو لپاره مایع ګازو کاروي په ځانګړي ډول هغه سیمې چې د طبیعي ګازو د نلونو شبکه نه لري. د دې مایع ګازو د بیو لوړېدل د دغو کورنیو او کاروبارونو پر لګښتونو نور فشار هم زیاتوي.
تر اوسه حکومت د مایع ګازو د نرخونو د ورځني یا اوونیز اعلانولو په اړه د سوداګرو غوښتنې ته رسمي ځواب نه دی ورکړی.
سوداګر وايي، د سرحدي لارو پرانیستل او د وارداتو عادي کول د رسد د ثبات او د بیو د کنټرول لپاره مهم دي.

میاں افتخار حسین: عوامي نشنل ګوند د چا سیاسي لارښوونې نه مني

۲۷ تله ۱۴۰۵ - ۱۹ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۹:۴۹ GMT+۱
100%

د عوامي نېشنل ګوند د پښتونخوا مشر میاں افتخار حسین وايي، ګوند به یې د هېچا سیاسي لارښوونې ونه مني او د پښتنو د حقونو، د ایالت د خپلواکۍ او د تلپاتې سولې لپاره به پر خپل اصولي دریځ ولاړ وي.

د عوامي نېشنل ګوند د خېبر پښتونخوا مشر میا افتخار حسین وايي چې عوامي نېشنل ګوند یې د هېچا سیاسي لارښوونې او فشارونه نه مني او د واک، دولتي څوکیو یا امتیازونو د ترلاسه کولو لپاره به له خپلو نظریاتو او اصولي دریځ څخه لاس وانخلي.
هغه څرګنده کړه چې د عوامي نېشنل ګوند د سیاست اساسي موخه د پښتنو د حقونو ساتنه، په خېبر پښتونخوا کې د تلپاتې سولې ټینګښت، د خلکو د عزت او درناوي بېرته راګرځول او د اساسي قانون له مخې د خپلواک واک دفاع ده.
میاں افتخار حسین ویلي، د اوسنیو سیاسي حالاتو په اړه د عوامي نېشنل ګوند د مرکزي مشر سناتور ایمل ولي خان څرګند دریځ د دغه ګوند د سل کلن تاریخ، فکري تګلاره او د پښتنو د حقونو لپاره د اوږدې مبارزې دوام دی.
د هغه په وینا، عوامي نېشنل ګوند تل د ولسواکۍ ارزښتونو، اصولو او ملي مسؤلیتونو ته لومړیتوب ورکړی او د فشارونو یا سیاسي ګټو لپاره یې په خپل دریځ کې بدلون نه دی راوستی.
د عوامي نېشنل ګوند د خېبر پښتونخوا مشر ویلي هېڅوک باید دا تمه ونه لري چې دغه عوامي نېشنل ګوند به د نورو په لارښوونه خپله سیاسي تګلاره وټاکي.
هغه زیاته کړې عوامي نېشنل ګوند به د واک ترلاسه کولو یا د چا د خوشحالولو لپاره له خپلو سیاسي نظریاتو لاس وانخلي.
د نوموړي په وینا، د دغه ګوند د سیاسي مبارزې موخه د څوکۍ او امتیازاتو ترلاسه کول نه دي بلکې د خلکو د حقونو ساتنه ده.
میاں افتخار حسین وویل د عوامي نېشنل ګوند تاریخ له سیاسي قربانیو، زندانونو او ستونزو سره تړلی دی.
د هغه په وینا، په تېرو وختونو کې فشارونو، مخالفتونو او لالچونو هم دا ګوند له خپلو نظریاتو څخه نه دی اړولی.
هغه زیاته کړه چې عوامي نېشنل ګوند پر ولسواکۍ او د هغې پر اصولو باور لري او د څوکۍ یا امتیازاتو په بدل کې له خپلو ملي مسوولیتونو څخه تېرېدل ورته د منلو وړ نه دي.
د خېبر پښتونخوا د اساسي قانوني او مالي حقونو په اړه میاں افتخار حسین وویل د دې ایالت د اساسي قانون له مخې د واکونو ترلاسه کول د ملي مالي کمېسیون د پرېکړې له مخې د ایالت د پاتې پیسو ترلاسه کول د مالي حقونو تأمین او د تلپاتې سولې ټینګښت د پښتنو اساسي غوښتنې دي.
د هغه په وینا، دا حقونه د هېڅ حکومت یا ادارې احسان نه دی بلکې د خېبر پښتونخوا د ایالت او د خلکو قانوني او اساسي حقونه دي.
هغه وویل د دغو موضوعاتو په اړه د خبرو او همکارۍ لپاره د دوی دروازې پرانیستې دي خو خبرې اترې په دې معنا نه دي چې ګوند به له خپل اصولي دریځ څخه تېر شي.
نوموړي زیاته کړه عوامي نېشنل ګوند به د خېبر پښتونخوا د حقونو د ساتنې لپاره خپلې هڅې روانې ساتي.
هغه د خپل دریځ په بیا څرګندولو سره وویل، چې د باچا خان فکر د عوامي نېشنل ګوند سل کلنه سیاسي مبارزه او د ولسواکۍ اصول لا هم د دې ګوند د سیاست بنسټ جوړوي.