• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
د ایران او منځني ختیځ کړکېچ

العربیه: په امریکا کې د لبنان او اسراییل خبرې له پرمختګ پرته پای ته ورسېدې

۳۰ تله ۱۴۰۵ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۲:۰۵ GMT+۱

العربیه شبکې د یوې امریکايي سرچینې په حواله راپور ورکړی، چې د لبنان او اسراییل ترمنځ په امریکا کې د ټمپا ښار غونډې، د دواړو لورو ترمنځ د اختلافاتو له امله، له کوم پرمختګ پرته پای ته رسېدلې دي.

العربیه د پنجشنبې په ورځ، د تلې میاشتې په ۳۰مه، د یوې امریکايي سرچینې په حواله ویلي، چې د لبنان او اسراییل ترمنځ د خبرو اترو په مهمو اختلافي موضوعاتو کې د حزب‌الله د پوځي تجهیزاتو د راټولولو د بهیر د څارنې څرنګوالی شامل و.

د یادې سرچینې په وینا، اسراییل ټینګار کوي چې د حزب‌الله د پوځي تجهیزاتو د راټولولو د بهیر په څارنه کې باید برخه ولري؛ خو لبنان له دې غوښتنې سره مخالفت کړی دی.

لبنان پر دې ټینګار کوي، چې د یادو پوځي تجهیزاتو د راټولولو د بهیر د څارنې او تایید لپاره باید یو خپلواک نړیوال میکانیزم رامنځته شي.

د راپور له مخې، د څارنې د میکانیزم پر څرنګوالي د دواړو لورو ترمنځ اختلاف د خبرو اترو د پرمختګ پر وړاندې له مهمو خنډونو څخه و.

تر اوسه د دغو خبرو اترو د راتلونکي پړاو او د اختلافاتو د حل لپاره د احتمالي اقداماتو په اړه په یاد راپور کې نور جزییات نه دي خپاره شوي.

ډېر لیدل شوي

ازبکستان ولې د قوش‌تیپې کانال پر سر له طالبانو سره د تقابل پر ځای د تعامل لار غوره کړې؟
۱

ازبکستان ولې د قوش‌تیپې کانال پر سر له طالبانو سره د تقابل پر ځای د تعامل لار غوره کړې؟

۲

سنټرل ایشیا ټایمز: منځنۍ اسیا هېوادونه په افغانستان کې د داعـ .ـش له حضوره جدي اندېښه لري

۳

پخواني نظامیان: په کندهار کې د طالبانو د امر بالمعروف د محتسبانو له خوا تعقیبیږو

۴

ملګري ملتونه: په افغانستان کې مېلیونونه کسان له قحطۍ یوازې یو ګام لرې دي

۵

ملګري ملتونه: د کندوز روغتون په شپږو میاشتو کې ۳۰زره ناروغانو ته وړیا خدمتونه وړاندې کړي

•
•
•

نور خبرونه

نېشن‌سول موسسې د افغان ښځو د حقونو فعالې زرقه یفتلي ته د «ممکن راتلونکي» جایزه ورکړې

۳۰ تله ۱۴۰۵ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۰:۴۰ GMT+۱
100%

افغانه فعاله زرقه یفتلي د امریکا د نېشن‌سول (NationSwell) موسسې د «ممکن راتلونکي» جایزه د مدافع په برخه کې ګټلې ده. نېشن‌سول د پنجشنبې په ورځ اعلان کړی، چې اغلې یفتلي یې د ښځو او ماشومانو د حقونو په برخه کې د هغې د هڅو او عدالت غوښتنې له امله د یادې جایزې ګټونکې ټاکلې ده.

د دې موسسې په وینا، د «ممکن راتلونکي» جایزې په لومړي پړاو کې په ۱۰ برخو کې ۱۲ اغېزناکو شخصیتونو ته جایزې ورکړل شوې دي. په دغو برخو کې نوښت، عدالت غوښتنه، د ټولنې هڅونه، مشري او د دوامدارو بدلونونو رامنځته کول شامل دي.

نېشن‌سول ویلي، د جایزو ګټونکي د یوې انتخاباتي پروسې له لارې، د کارپوهانو او پېژندل شویو شخصیتونو په سلا مشوره ټاکل شوي دي. په دغو شخصیتونو کې د نوبل د سولې جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ، امریکايي لیکوال او ټولنیز ارواپوه جاناتن هایټ او د «اکوینګ ګرین» سازمان اجرایوي مشره شېرل ډورسي هم شامل وو.

یادې موسسې زرقه یفتلي د «مدافع» په برخه کې د جایزې ګټونکې معرفي کړې ده. د نیشن‌سول په وینا، دا جایزه هغو کسانو ته ورکول کېږي چې د مهمو ټولنیزو موضوعاتو په اړه د عامه پوهاوي په لوړولو، د ستونزو د حل پر اړتیا په ټینګار او د عدالت غوښنتې د وسیلو په کارولو سره د مثبتو بدلونونو لپاره هڅې کوي.

زرقه یفتلي د بدخشان ولایت اوسېدونکې ده او له کلونو راهیسې د ښځو او ماشومانو د حقونو او د افغان نجونو د زده‌کړو ته د لاسرسي په برخه کې فعالیت کوي. نوموړې اوس په کاناډا کې ژوند کوي.

تر دې وړاندې، د هغې د فعالیتونو په اړه جوړ شوي یوه فلم د فرانسې په کن ښار کې د رسنیو او ټلوېزیون د جایزو په سیالۍ کې د «سپینو زرو دولفین» جایزه ترلاسه کړې وه.

د نېشن‌سول موسسې بنسټګر او اجرایوي مشر ګریګ بهرمن ویلي، چې د ټولنیزو بدلونونو رامنځته کول د مخکښو فعالانو او هغو ډلو ګډو هڅو ته اړتیا لري چې د نوښت، مشارکت او په ټولنیزو او سیاسي جوړښتونو کې د بدلون له لارې د ټولنې ستونزو ته نوې حللارې وړاندې کوي.

ټاکل شوې، چې د نېشن‌سول د روان کال د جایزو له ګټونکو څخه د دې موسسې په کلنۍ غونډه کې د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر په ۲۷مه، چې د ۱۴۰۵ لمریز کال د لړم له ۵مې سره سمون خوري، د امریکا د پنسلوانیا ایالت په فلاډلفیا ښار کې ستاینه وشي.

نېشن‌سول په ۲۰۱۳ کال کې جوړه شوې امریکايي موسسه ده چې د ټولنیزو اغېزو په برخه کې فعالیت کوي. د دې موسسې د معلوماتو له مخې، له څه باندې ۲۰۰ لویو شرکتونو، خیریه بنسټونو او غیرانتفاعي سازمانونو سره همکاري کوي او موخه یې د ټولنیزو ستونزو د حل لپاره د اغېزناکو لارو چارو پراختیا او د بېلابېلو ادارو ترمنځ د همکارۍ پیاوړتیا ده.

ډېپلوماټ مجله: چین اوس‌ مهال په واخان دهلېز کې له طالبانو سره سوداګرۍ ته چمتو نه دی

۳۰ تله ۱۴۰۵ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۰:۰۳ GMT+۱
100%

ډېپلوماټ مجلې په یوې خپره کړې مقاله کې ویلي چې د واخان دهلېز له لارې له چین سره د نښلېدو په موخه د نوي جوړ شوي سړک فعالېدل له جدي امنیتي خنډونو سره مخ دي او پرې د سیمه‌ییزې سوداګرۍ پیل کېدل د اوس لپاره ممکن نه دي.

طالبانو د اکټوبر پر څلورمه نېټه په بدخشان ولایت کې د واخان ۱۲۱ کیلومتره ترانزیټي سړک تر درې کلنو هڅو وروسته پرانیست. که څه هم د طالبانو چارواکي دا پروژه د نړیوالو بازارونو او منځنۍ اسیا سره د هېواد د نښلېدو لپاره ستر ګام بولي، خو چین او طالبان د دغه دهلېز په اړه بېلابېل لیدلوري لري.

د مقالې له مخې، طالبانو د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري پر دغه سړک شاوخوا ۳۶۵ میلیونه افغانۍ چې کابو ۵.۶ میلیونه امریکایي ډالر کېږي، لګولي دي. د طالبانو د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر عبداللطیف منصور د پرانیستې په مراسمو کې وویل چې دا سړک سیاسي، اقتصادي او ستراتیژیک اهمیت لري او د بهرنیو انجینرانو له شتون پرته د افغان متخصصانو له خوا جوړ شوی دی. دغه راز د بدخشان والي رحمت‌الله نجیب ټینګار وکړ چې له ۴۵ کلونو جګړې وروسته خلک د هېواد په تر ټولو لرې سیمه کې د داسې لویې پروژې د بشپړېدو شاهدان دي.

د طالبانو د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت ادعا کړې چې دا دهلېز د چین لپاره د توکو د لېږد تر ټولو نږدې، خوندي او باوري لاره ده او کولی شي چین د عربي نړۍ، ترکیې، ایران او اروپا سره وتړي. ډېپلوماټ مجله لیکي چې دا ادعا له شکونو سره مخ ده، ځکه چین اوس هم له قزاقستان، قرغزستان او تاجکستان سره مستقیمې پولې او پرمختللې پټلۍ لري او خورګوس بندر هم د چین او قزاقستان پر پوله فعال دی. خو د افغانستان لپاره دا پروژه ځکه حیاتي بلل کېږي چې د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ روان تاوتریخوالی د سوداګرۍ د بندېدو لامل شوی او طالبان غواړي د پاکستان له اقتصادي فشارونو او د کراچۍ او ګوادر له لارو خپله ټرانزیټي تکیه کمه کړي.

سره له دې چې سړک بشپړ شوی، خو چین تر اوسه خپله پوله نه ده پرانیستې او د اکټوبر د څلورمې نېټې د پرانیستې په مراسمو کې یې هم استازي ګډون نه و کړی. چین څه باندې یوه لسیزه وړاندې د واخان پر پوله پوځي سړک یوازې د خپلو ګزمو او امنیتي څارنې لپاره جوړ کړی و او چینایي رسنۍ دا پوله د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې لومړۍ کرښه ګڼي. بیجینګ په افغانستان کې د ختیځ ترکستان د اسلامي غورځنګ (ETIM) له شتون او شاوخوا ۳ زره ایغور وسله‌والو له فعالیتونو سخته اندېښنه لري او له طالبانو یې غوښتي چې دا ډلې بې‌وسلې او چین ته وسپاري، څو دا دهلېز د سین‌کیانګ پر ضد ونه کارول شي.

ټرمپ مکلف شوی چې د بي‌بي‌سي پر ضد د ۱۰ میلیارد ډالرو دعوې په تړاو پوښتنو ته ځواب ووايي

۳۰ تله ۱۴۰۵ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۷:۵۰ GMT+۱
100%

یوه امریکايي فدرالي قاضي د پنجشنبې په ورځ امر کړی چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ باید د ډسمبر تر ۱۱مې نېټې پورې د بي‌بي‌سي پر ضد د ۱۰ میلیارد ډالرو د افترا دعوې په تړاو د دې رسنۍ د وکیلانو پوښتنو ته ځوابونه ورکړي.

اسوشیټېډ پرېس راپور ورکړی چې بي‌بي‌سي ټرمپ تورن کړی چې د قانوني پوښتنو له ځوابولو څخه د ځان ساتلو لپاره په قصدي ډول بهیر ځنډوي.

ټرمپ د بریتانیا پر عامه تمویل کېدونکې رسنۍ دعوه کړې او لږ تر لږه ۱۰ میلیارد ډالره تاوان غواړي. نوموړی ادعا کوي چې بي‌بي‌سي د هغه د یوې وینا ویډیو په ناسمه توګه ایډیټ کړې، څو داسې ښکاره شي چې ګواکې ده خپل پلویان د امریکا پر کانګرس د برید لپاره هڅولي دي. دا قضیه د هغو څو حقوقي دعوو له ډلې ده چې ټرمپ د هغو رسنیو پر ضد ثبت کړې چې د ده په وینا، د هغه په اړه ناسم یا ناخوښ راپورونه خپروي.

د اسوشیټېډ پرېس د راپور له مخې، د امریکا فدرالي مجسټریټ قاضي اېنژولیک لېټ د پنجشنبې په ورځ د محکمې په غونډه کې له محکمې څخه امر وکړ چې ټرمپ باید د بي‌بي‌سي د وکیلانو پوښتنو ته د لوړې تر مراسمو لاندې ځوابونه ورکړي. ټرمپ په اکتوبر کې د خپلې استماعیه ناستې له ترسره کولو ډډه کړې وه او د ولسمشرۍ د دندو له امله یې د وخت د نه لرلو خبره کړې وه.

د ټرمپ د حقوقي ډلې او بي‌بي‌سي استازو د نظر غوښتنې په اړه سملاسي ځواب نه دی ورکړی.

ټرمپ د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ د شپږمې نېټې د وینا د ویډیو د ایډیټ کولو له امله د تېر کال په ډسمبر کې د فلوریډا په فدرالي محکمه کې دعوه ثبت کړه. هغه ادعا کوي چې بي‌بي‌سي د وینا بېلابېلې برخې سره نښلولې، څو لیدونکي دې پایلې ته ورسېږي چې ګواکې نوموړي خپل پلویان د امریکا پر کانګرس د برید لپاره هڅولي دي.

بي‌بي‌سي منلې چې د ویډیو ایډیټ کول یې ګمراه کوونکي وو او له ټرمپ څخه یې بښنه غوښتې، خو دا ردوي چې د افترا په تور قانوني مسوولیت لري.

بي‌بي‌سي په محکمه کې په ثبت شویو اسنادو کې ټرمپ او د هغه وکیلان تورن کړي چې د اسنادو او نورو معلوماتو د سپارلو په برخه کې ځنډ کوي. دغه بهیر، چې د دعوې د دواړو خواوو ترمنځ د شواهدو او معلوماتو تبادله پکې کېږي، د حقوقي اصطلاح له مخې «د شواهدو راټولولو پړاو» بلل کېږي.

بي‌بي‌سي د ټرمپ د مارالاګو کلب او له هغه سره د تړلو سوداګریزو شرکتونو د مالي اسنادو غوښتنه کړې او وايي، دغه معلومات د ټرمپ د تاوان غوښتنې پر وړاندې د دفاع لپاره اړین دي.

د ټرمپ وکیلان بیا وايي، د بي‌بي‌سي غوښتنې ډېرې پراخې دي او له قضیې سره مستقیم تړاو نه لري. هغوی دا ادعا هم رد کړې چې ټرمپ له استماعیه ناستې څخه تېښته کوي او ټینګار کوي چې د ولسمشرۍ دندې او امنیتي اړتیاوې باید لومړیتوب ولري.

د وینا ایډیټ شوې ویډیو د ۲۰۲۴ کال د ولسمشرۍ ټاکنو له ترسره کېدو لږ مخکې د بي‌بي‌سي د «پانوراما» په مستنده خپرونه کې ښودل شوې وه.

کېت کېلوګ: امریکا باید د طالبانو د واکمنۍ د بدیل لپاره افغان سیاسي جریانونه وارزوي

۳۰ تله ۱۴۰۵ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۴:۴۴ GMT+۱
100%

د امریکا د پوځ متقاعد جنرال او د ملي امنیت پخواني چارواکي کېت کېلوګ په یوه مقاله کې د طالبانو د یوې مخالفې جبهې له یوه غړي سره د خپلې لیدنې یادونه کړې او ویلي یې دي چې امریکا باید د طالبانو د واکمنۍ د بدیل په لټه کې له باوري افغان سیاسي جریانونو سره اړیکې وساتي.

کېلوګ واشنګټن پوسټ ته په یوه مقاله کې چې د پنجشنبې په ورځ خپره شوې، لیکلي چې افغانستان د ازادۍ حرکت غړی الیاس فیضي غوریاني واشنګټن ته تللی و، څو د افغانستان د راتلونکي په اړه د خپل حرکت لیدلوری ورسره شریک کړي.

د کېلوګ په وینا، د افغانستان د ازادۍ حرکت هڅه کوي چې د افغان سیاسي او مخالفو جریانونو غږونه د یوې ګډې سیاسي تګلارې تر چتر لاندې سره راټول کړي. د هغه په لیکنه کې د دې تګلارې مهم محورونه مشروع حکومتولي، اقتصادي فرصتونه او د طالبانو له واکمنۍ وروسته د افغانستان راتلونکی بلل شوي دي.

کېلوګ ویلي چې له غوریاني سره یې خبرې لومړنۍ وې، خو هغه د دې فرصت هرکلی کړی چې د عملي سیاسي برنامې په بڼه د افغانستان د ازادۍ حرکت د موخو په اړه واوري.

هغه زیاته کړې چې د افغانانو په مشرۍ او د پراخ ایتلاف پر جوړولو د دغه حرکت ټینګار داسې پوښتنې راپورته کوي چې د لا ارزونې وړ دي.

د امریکا دغه پخوانی امنیتي چارواکی وايي، د افغانستان د ازادۍ حرکت د بریا معیار، د نورو نوظهورو سیاسي جریانونو په څېر، په افغانستان کې د خلکو د ملاتړ ترلاسه کول، د بېلابېلو ټولنو د یوځای کولو وړتیا او د حکومتولۍ لپاره د یوه باوري بدیل وړاندې کول دي.

کېلوګ په مقاله کې له واشنګټن غوښتي چې له هغو افغان سیاسي څېرو او جریانونو سره تعامل وکړي چې د طالبانو د واکمنۍ لپاره د یوه مشروع بدیل په لټه کې دي. د هغه په باور، امریکا باید د دغو جریانونو مشرتابه او د ملاتړ د جلبولو وړتیا وارزوي او په ورته وخت کې د ډیپلوماټیکو، اقتصادي او مالي ابزارو له لارې پر طالبانو فشار وساتي.

هغه ټینګار کړی چې دا ډول تعامل افغانستان ته د امریکايي ځواکونو د بیا لېږلو، د ملت‌جوړونې د نوې پروژې پیلولو یا د امریکايي مالیه ورکوونکو پر اوږو د نویو مالي لګښتونو د اچولو غوښتنه نه کوي. د کېلوګ په وینا، په افغانستان کې هر دوامدار بدلون باید د افغانانو له خوا رامنځته شي.

د افغانستان د ازادۍ حرکت له استازي سره د کېلوګ د لیدنې یادونه په داسې حال کې کېږي چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د افغانستان د راتلونکي سیاسي جوړښت او د یوه بدیل نظام د رامنځته کېدو پر څرنګوالي بحثونه روان دي.

کېلوګ په خپله مقاله کې له افغانستان سره د امریکا د اړیکو پر بیا ارزولو او د افغان سیاسي جریانونو پر ارزونې ټینګار کړی، خو د افغانستان د ازادۍ حرکت د ملاتړ، په رسمیت پېژندلو یا ورسره د رسمي همکارۍ اعلان یې نه دی کړی.

کیلوګ د ټرمپ په دویمه اداره کې د اوکراین لپاره ځانګړی استازی و، چې په ۲۰۲۵ کال کې یې دنده پای ته رسېدلی ده.

روغتیا نړیوال سازمان: د سختې ګرمۍ له امله د وخت مخکې زېږون خطر ۲۶ سلنه زیاتېږي

۳۰ تله ۱۴۰۵ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۶:۳۰ GMT+۱
100%

د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې سخته ګرمي د امیندوارو ښځو او ماشومانو روغتیا ګواښي او د وخت مخکې زېږون احتمال ۲۶ سلنه زیاتوي. په افغانستان کې هم د یونیسف د راپور له مخې، له ۸،۸ میلیونو ډېر ماشومان له وچکالۍ، سېلابونو او تودوخې څپو په ګډون له څو اقلیمي ګواښونو سره مخ دي.

د روغتیا نړیوال سازمان، د هوا پېژندنې نړیوال سازمان، یونیسف او د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق د چهارشنبې په ورځ، د اکتوبر په ۲۱مه، د سختې ګرمۍ له امله د امیندوارو ښځو، نویو زېږېدلو ماشومانو او کوچنیانو د روغتیايي خطرونو د څارنې لپاره نوی نړیوال چوکاټ پیل کړ. دغه چوکاټ له هېوادونو سره مرسته کوي چې د ګرمۍ روغتیايي اغېزې وڅاري، د خطرونو پر وړاندې چمتووالی پیاوړی کړي او پر وخت اقدامات وکړي.

د راپور له مخې، په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۱،۵ میلیارده ماشومان له هغو تودوخې څپو سره مخ دي چې تکرار، موده یا شدت یې زیات شوی دی. څېړنې ښيي چې د سختې ګرمۍ اغېزې د امیندوارۍ له پړاو څخه تر ماشومتوبه روغتیا ته زیان رسولی شي.

د روغتیا نړیوال سازمان د چاپېریال، اقلیم بدلون، یوې روغتیا او کډوالۍ څانګې سرپرست مشر، بروس ګورډن، ویلي: «لکه څنګه چې زموږ نړۍ ورځ تر بلې تودېږي، روغتیا ته نوي خطرونه رامنځته کوي او زاړه کسان، امیندواره ښځې، نوي زېږېدلي ماشومان او کوچنیان له هغو ډلو څخه دي چې له دې خطرونو څخه د ځان ژغورلو لږ توان لري.»

هغه زیاته کړې، روغتیايي نظامونه داسې معلوماتو ته اړتیا لري چې د ګرمۍ د خطرونو په پېژندلو او د خلکو په ساتنه کې مرسته وکړي، او اقلیمي خطرونه په ورځنیو روغتیايي خدمتونو کې هم په پام کې ونیول شي.

د افغانستان په اړه د یونیسف د ۲۰۲۶ کال د اقلیمي خطرونو راپور ښيي چې د دغه هېواد له شاوخوا ۲۱ میلیونه ماشومانو څخه تر ۸،۸ میلیونو ډېر، یعنې ۴۱ سلنه، له لږ تر لږه درېیو اقلیمي ګواښونو سره مخ دي. په دغو ګواښونو کې سخته ګرمي، د تودوخې څپې، وچکالي، سېلابونه او د شګو او دوړو توپانونه شامل دي.

د یونیسف په وینا، په افغانستان کې له ۵۰ سلنې ډېر ماشومان له اوږدو او ډېر تکرارېدونکو تودوخې څپو سره مخ دي. دغه خطرونه د خوړو او پاکو اوبو پر لاسرسي هم اغېز کوي او د ماشومانو د خوارځواکۍ خطر زیاتوي.

د روغتیا نړیوال سازمان په نوي چوکاټ کې سپارښتنه کړې چې هېوادونه د سختې ګرمۍ پر مهال د وخت مخکې زېږون، مړو زېږونونو، د کم وزن ماشومانو، د امیندوارۍ پر مهال د لوړ فشار، د ماشومانو د مړینې او روغتیايي مرکزونو ته د مراجعې شمېر وڅاري. د ښوونځیو د زده‌کوونکو حاضري هم د دې معلومولو لپاره مهمه ده چې ګرمي د ماشومانو پر ورځني ژوند څه اغېز کوي.

د سازمان د جنسي، تولیدي، میندو، ماشومانو او تنکیو ځوانانو د روغتیا او زړښت څانګې مشرې، پاسکال الوټي ویلي: «ګرمي لا له وړاندې زموږ پر تر ټولو زیان‌منونکو ډلو، په ګډون د امیندوارو ښځو، نویو زېږېدلو ماشومانو او کوچنیانو، اغېز کوي. خو هغه څه چې روغتیايي نظامونه یې نه شمېري، پر وړاندې یې اقدام هم نه شي کولای.»

د راپور له مخې، د روغتیايي معلوماتو او د هوا د تودوخې د کچې یوځای څارنه کولی شي له چارواکو سره مرسته وکړي چې د ګرمۍ پر مهال غیرعادي بدلونونه وپېژني، روغتیايي مرکزونه د مراجعینو د زیاتېدو لپاره چمتو کړي، امیندوارو ښځو او کورنیو ته خبرداری ورکړي او تر ټولو زیان‌منې ټولنې په نښه کړي.

د روغتیا نړیوال سازمان له هېوادونو غوښتي چې د خپلو شرایطو له مخې د ګرمۍ د روغتیايي خطرونو د مدیریت پلانونه جوړ او پلي کړي، د وختي خبرداریو سیستمونه پیاوړي کړي او د امیندوارو ښځو، نویو زېږېدلو ماشومانو او کوچنیانو د ساتنې لپاره پر وخت اقدامات وکړي.