• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

نیوزیلنډۍ سیلانۍ: د افغانستان ښکلا د ښځو پر حقونو د طالبانو محدودیتونه نه شي پټولای

۳۰ تله ۱۴۰۵ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۵:۲۴ GMT+۱

د نیوزیلنډ یوه سیلانۍ مالي چې افغانستان ته د دوو نورو نارینه ملګرو سره تللې په یوه ویډیو کې ویلي، چې د افغانستان ښکلا او د خلکو مېلمه پالنه د ښخو پر حقونو د طالبانو محدودویتونه شي پټولای. هغه وایي هوټل، بانک او ځینو نورو ځایونو ته ځکه اجازه نه راکول کېده، چې «ښځه یمه».

مالي دغه ویډیو په افغانسان کې ثبت کړې او دغه هېواد ته له تلونکو سېلانیانو یې غوښتنه کړې، چې د طالبانو تر واک لاندې د خلکو او په ځانګړي ډول د مېرمنو د سخت ژوند انځور هم وړاندي کړي.

هغې په افغانستان کې د یو شمېر سېلانیانو ویډیو او عکسونو ته په اشارې ویلي: «هغه هلکان چې له طالبانو سره د عکسونو اخیستو پر مهال ځانونه په ځانګړو حالتونو کې نیسي، وسلې په لاس کې اخلي او له هغو کسانو سره خاندي چې د ښځو پر ژوند محدودیتونه لګوي، خو وروسته د هغو ښځو په اړه هېڅ نه وايي چې د دغو محدودیتونو تر سیوري لاندې ژوند کوي».

مالي ټنیګار کړی، چې دا ډول سفرونه یوازي د ښکلا او ښایست د کېسو فرصت نه دی بلکې دا مسولیت دی چې د خلکو روایتونه هم تر نورو ورسو.

هغه وايي: «زه پوهېدم، ان هغه پیسې چې د خپلې ویزې لپاره یې ورکوم، هغو طالب چارواکو ته رسېږي چې د ښځو د حقونو د محدودولو مسوول دي؛ خو زه باور لرم چې یو هېواد تر خپل حکومت ډېر څه لري او خلک یې باید د واکمنانو له امله هېر نه شي».

مالي اندېښنه ښودلې، چې بانک او هوټل ته ځکه نه پرېښودل کېدم، چې «ښځه یمه».

نوموړې ویلي، چې د دوو نارینه ملګرو سره د سفر دغه تجربې یې یو شان نه وې. هغه زیاتوي: « زه له دوو نیوزیلنډي نارینه وو سره سفر کوم. موږ له یوه سرحده تېرېږو، په هماغو سړکونو ګرځو او له هماغو خلکو سره مخ کېږو؛ خو په دغه هېواد کې زموږ تجربې یو شان نه دي. هغوی له کومې وېرې او اندېښنې پرته خبرې کوي، خو زه له ځانه پوښتم چې ایا اصلا د خبرو کولو اجازه لرم او که نه. همدا هغه څه وو چې تر ټولو ډېر یې ځورولم».

دغې سېلانۍ ویلي، چې د طالبانو د یو شمېر غړو ترڅنګ یې د خلکو رښتنې مهرباني هم تجریبه کړې خو ټینګار یې کړی، چې د ځینو طالبانو دغه ډول چلند د هغوی د حکومت واقعیت نه شي بدلولای.

مالي ویلي: «افغانستان ښکلی دی، خلک یې مېلمه‌پال دي او کیسې یې د اورېدو وړ دي؛ خو د هغو ښځو کیسې هم باید واورېدل شي چې د محدودیتونو په لومو کې بندې دي. موږ کولای شو د یوه هېواد ستاینه وکړو، پرته له دې چې د هغه هېواد د حکومت کړنې تایید کړو».

ډېر لیدل شوي

طالبانو په کابل کې له ۱۱۵ ارزول شویو خصوصي روغتونونو یوازې دوه روغتونونه معیاري اعلان کړل
۱

طالبانو په کابل کې له ۱۱۵ ارزول شویو خصوصي روغتونونو یوازې دوه روغتونونه معیاري اعلان کړل

۲

طالبان او پاکستان؛ ایا روسیه به په هغه کار کې بریالۍ شي چې څلور هېوادونه پکې پاتې راغلي؟

۳

د ازبکانو د قاشوغو نڅا؛ له نسلونو پاتې ولسي هنر

۴

ازبکستان ولې د قوش‌تیپې کانال پر سر له طالبانو سره د تقابل پر ځای د تعامل لار غوره کړې؟

۵

د امریکا د جګړې وزارت له افغانستان نه د امریکایي ځواکونو د وتلو راپور 'خپروي'

•
•
•

نور خبرونه

راپور: په افغانستان کې د طالبانو ضد وسله‌والو ډلو فعالیتونه پراخ شوي

۳۰ تله ۱۴۰۵ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۳:۵۰ GMT+۱
100%

د انټرنیشنل پالیسي ډایجسټ د راپور له مخې، د طالبانو ضد وسله‌والو ډلو د ۲۰۲۶ کال په اګست او سپتمبر کې په ۲۶ ولایتونو کې د ۱۱۹ بریدونو ادعا کړې ده. د دوی په وینا، په دغو بریدونو کې ۲۵۶ طالبان وژل شوي او ۲۵۶ نور ټپیان شوي، خو دا شمېرې په خپلواکه توګه نه دي تایید شوې.

د راپور له مخې، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته وسله‌وال مخالفت تر ډېره په شمالي او شمال ختیځو ولایتونو کې محدود و، خو سږ کال مقاومتي ډلو په بدخشان، نورستان، بغلان، تخار، پنجشېر، کاپیسا او کابل، او همداراز د هېواد په ځینو جنوبي او لوېدیځو ولایتونو کې د عملیاتو ادعا کړې ده.

د ملي مقاومت جبهه، چې مشري یې احمد مسعود کوي، د افغانستان د ازادۍ جبهه، چې مشري یې د پخواني افغان پوځ لوی درستیز یاسین ضیا کوي، او د افغانستان متحده جبهه، چې مشري یې د پخواني جمهوري نظام د ۲۱۵ میوند قول اردو قوماندان جنرال سمیع سادات کوي، د راپور له مخې، د طالبانو پر ضد تر ټولو فعالې ډلې بلل شوې دي. د افغانستان متحده جبهې د ۲۰۲۶ کال په اګست کې وسله‌وال فعالیت پیل کړی دی.

راپور د دغو ډلو ترڅنګ د امرالله صالح په مشرۍ د زرغون بهیر د وسله‌والې څانګې او په بدخشان کې د «سپاهیان میهن» په نوم د یوې بلې ډلې فعالیتونو ته هم اشاره کړې ده.

د راپور له مخې، دغو ډلو د ۲۰۲۶ کال په اګست او سپتمبر کې په ۲۶ ولایتونو کې د ۱۱۹ بریدونو ادعا کړې ده. د دوی په وینا، په دغو بریدونو کې ۲۵۶ طالبان وژل شوي او ۲۵۶ نور ټپیان شوي دي. د افغانستان متحده جبهې د ۵۹، د ازادۍ جبهې د ۲۹ او د ملي مقاومت جبهې د ۱۱ بریدونو ادعا کړې ده. خو راپور ټینګار کوي چې دغه شمېرې په خپلواکه توګه نه دي تایید شوي.

ځینې بریدونه د طالبانو د ولایتي ادارو او حکومتي تاسیساتو پر ضد هم شوي دي. د افغانستان متحده جبهې ادعا کړې چې په غور ولایت کې یې د والي د دفتر په انګړ کې چاودنه کړې او د ازادۍ جبهې ویلي چې په بدخشان کې یې د والي پر دفتر راکټي برید کړی دی.

راپور د وسله‌وال مخالفت د پراختیا تر شا سیاسي او قومي نارضایتۍ هم یادوي. د طالبانو منتقدان ادعا کوي چې د حکومت په مهمو پرېکړو او لوړو دولتي پوستونو کې د کندهار د کړیو نفوذ ډېر دی او د تاجکانو، ازبکانو، هزاره‌ګانو او نورو قومونو ونډه محدوده ده.

همداراز، راپور د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یوناما) پخوانۍ موندنې یادوي، چې د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵مې څخه د ۲۰۲۳ کال د جون تر ۳۰مې پورې یې د پخوانیو دولتي کارکوونکو او امنیتي ځواکونو ۲۱۸ له محکمې پرته وژنې، ۴۲۴ خپل‌سرې نیونې، د شکنجې او ناوړه چلند ۱۴۴ پېښې او ۱۴ جبري ورکېدنې ثبت کړې وې. د راپور په وینا، د پخوانیو امنیتي ځواکونو پوځي تجربه او سیمه‌ییزې اړیکې د مقاومتي ډلو ظرفیت زیاتوي.

سره له دې، د راپور پای کې راغلي، چې د طالبانو ضد ډلې لا هم واحده قومانده، ګډ سیاسي پروګرام او د سیمو دوامداره کنټرول نه لري. له همدې امله، د بریدونو او فعالیتونو جغرافیوي پراختیا تر اوسه داسې نښه نه ګڼل کېږي چې د طالبانو واکمني له نږدې او جدي پوځي ګواښ سره مخ ده.

د قبایلي سیمو د سکرتریت ویاند ادعا: افغان طالبان او ټي‌ټي‌پي سره یو لاس دي

۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۲:۴۸ GMT+۱
100%

د خیبرپښتونخوا د ۱۲ قبایلي ولسوالیو د تازه جوړ شوي سکرتریت ویاند محمود جان بابر ادعا لري، چې افغان طالبان او تحریک طالبان پاکستان سره یو لاس دي. خو افغان طالبانو په وار وار دغه ادعا رد کړې، چې ګواکې له پاکستاني طالبانو سره یو لاسي دي.

په خیبرپښتونخوا کې د والي واکمنۍ او بېړني حالت له اعلانېدو وروسته د پښتونخوا د ۱۲ قبایلي ولسوالیو لپاره یو نوی سکرتریت جوړ شوی، څو د قبایلي سیمو د ښېرازۍ لپاره نوې تګلاره جوړه او په عملي کېدو سره یې د پرمختیا بهیر پيل شي.

د دغه نوي سکرتریت ویاند محمود جان بابر له افغانستان انټرنشنل- پښتو سره په ځانګړې مرکه کې ادعا کړې، چې افغان طالبان او د پاکستان طالبان سره یو لاس دي او په باور یې که افغان طالبان د ټي‌ټي‌پي مخه ونیسي، نو په قبایلي سیمو کې دوام نه‌شي راوړلای.

محمود جان بابر ادعا لري: «د تحریک طالبان افغانستان او تحریک طالبان پاکستان داسې ویل کېږي، چې سره یو دي. د اوس لپاره افغان طالبان یې نه‌ایساروي. که افغانستان یې ایسار کړي، نو دلته موږ ورته یو لاس شوي یو».

بابر څرګندوي، په خیبرپښتونخوا کې د تحریک انصاف ګوند د حکومت پر مهال پولیسو څرګنده اجازه نه‌درلوده، چې د وسله‌والو پر ضد د پاکستان د پوځ په عملیاتو کې ګډون ولري، خو اوس پولیس او پوځ به یو ځای په عملیاتو کې ونډه واخلي.

هغه زیاتوي: «که افغانستان همکاري وکړي، نو دوی [ټي‌ټي‌پي] له کرښې نه‌شي راتللای او په کوم کلي کې هم نه‌شي پټېدلای، ځکه مو ته بیا پته لګېږي».

هغه په پښتونخوا کې د افغان کډوالو په تړاو څرګنده کړه، چې د کډوالو په تړاو د پاکستان تګلاره د پښتونخوا لپاره هم ده او تر دې وروسته ناقانونه افغان کډوال په دغې صوبه کې د اوسېدو اجازه نه‌لري او باید خپل هېواد ته ستانه شي.

هغه د کرښې د دواړو غاړو قومونو په تړاو وویل، کېدای شي د یادو سیمو لپاره داسې یوه کړنلاره جوړه شي، چې د کرښې د دواړه غاړو اوسېدونکي له ویزو پرته سره لیده کاته او تګ راتګ وکړي او زیاته یې کړه: «کېدای شي داسې حل لاره جوړه شي، خو تر اوسه تایید نه‌ده. په دې حل لارې سره به د کرښې دواړو غاړو ته خلک سره په اسانۍ او پرته له ویزې وګوري».

د نوموړي دغه څرګندونې په داسې حال کې دي، چې افغان طالبان د پاکستان امنیتي ستونزې او وسله‌والې ډلې د دغه هېواد کورنۍ ستونزه ګڼي او په دې برخه کې هر ډول لاس لرل یې په کلکه رد کړي او د افغان کډوالو تر څنګ افغان طالبانو د پاکستان په ګډون د افغان کډوالو له نورو کوربه هېوادونو غواړي، چې د نړۍوالو قوانینو او اصولو له‌مخې له کډوالو سره چلند وکړي او په زور او جبر سره یې له اېستلو په کلکه ډډه وکړي.

سنټرل ایشیا ټایمز: منځنۍ اسیا هېوادونه په افغانستان کې د داعـ .ـش له حضوره جدي اندېښه لري

۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۰:۴۵ GMT+۱
100%

سنټرل ایشیا ټایمز رسنۍ په یو تحلیل کې ویلي، که څه هم د منځنۍ اسیا هېوادونو له طالبانو سره سوداګریزې او اقتصادي اړیکې پراخې کړې دي، خو په افغانستان کې د داعـ .ـش خراسان او نورو وسله‌والو ډلو د شتون له امله امنیتي اندېښنې لا هم پر ځای پاتې دي.

مسکو د روان کال د اکټوبر پر ۱۶مه د شانګهای، ډله‌ییز امنیت او ګډو ګټو سازمان په ګډه غونډه کې خبرداری ورکړ چې افراطي ډلې هڅه کوي له افغان خاورې منځنۍ اسیا او روسیې ته نفوذ وکړي. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وویل، وسله‌وال د تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان پر پوله په پرتو افغان ولایتونو کې د پام وړ حضور لري او داعش خراسان څانګه د سیمې پر وړاندې تر ټولو ستر ګواښ دی.

روسیې او چین له طالبانو غوښتي چې د خپلو پولو د امنیت او د بهرنیو وسله‌والو د مهارولو لپاره تضمینونه ورکړي. د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي د اکټوبر پر ۱۵مه د «سیکا» په غونډه کې پر طالبانو غږ وکړ چې په خپله خاوره کې د ترهګرو ډلو د له منځه وړلو لپاره عملي ګامونه واخلي. بېجینګ اندېښنه لري چې د داعش او القاعده ترڅنګ د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ او تحریک طالبان پاکستان فعالیتونه د چینايي وګړو او سوداګریزو لارو خوندیتوب له خطر سره مخامخ کوي. په ورته وخت کې د شانګهای همکارۍ سازمان مرستیال احمد سیدمرادزاده اعلان کړی چې له کابل سره د دغه سازمان د تماس ډلې کارونه ځنډول شوي دي.

تحلیل کې راغلي، ملګرو ملتونو په افغانستان کې د ۲۰۲۶ کال د مۍ او جولای میاشتو ترمنځ په امنیتي پېښو کې د ۱۱ سلنه زیاتوالي راپور ورکړی دی. په دغه موده کې د طالبانو وسله‌والو مخالفانو، لکه د احمد مسعود په مشرۍ د ملي مقاومت جبهې او د یاسین ضیا اړوند د افغانستان د ازادۍ جبهې، د ۸۸ بریدونو ادعا کړې چې ۵۵ یې د ملګرو ملتونو له خوا تایید شوي دي. سنترل ایشیا ټایمز لیکي، خو دا بریدونه له نړیوالو ترهګریزو فعالیتونو سره توپیر لري او اصلي موخه یې د افغانستان په داخل کې له طالبانو سره مخالفت دی. بل خوا واشنګټن طالبان ترهګرو ته د پټنځایونو پر برابرولو تورنوي، خو د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد له القاعده او نورو ډلو سره هر ډول اړیکې ردوي.

د ژمي په رارسېدو سره په هېواد کې بشري او اقتصادي کړکېچ هم زیات شوی دی. د خوړو نړیوال پروګرام او د خوړو او کرنې سازمان اټکل کړی چې د ۲۰۲۶ کال د نوامبر او ۲۰۲۷ کال د اپرېل ترمنځ به ۱۹ اعشاریه ۲ میلیونه افغانان د خوړو له سخت کمښت سره مخامخ شي او ۵ میلیونه وګړي به له بېړنۍ لوږې سره لاس او ګرېوان وي. پر دې سربېره، په ۲۰۲۶ کال کې له ایران او پاکستان څخه د ۱ اعشاریه ۲ میلیونو افغان کډوالو جبري شړلو او د پاکستان او طالبانو ترمنځ نښتو د خلکو ستونزې او سوداګریز خنډونه نور هم زیات کړي دي، که څه هم مسکو ویلي چې د نشه‌يي توکو په تولید کې ۹۰ سلنه کموالی د کابل د هڅو مثبته پایله ده.

له بلې خوا، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا اعلان کړی چې مسکو غواړي له طالبانو سره خپلو دفاعي همکاریو ته پراختیا ورکړي. هغې ویلي چې دا همکارۍ به د ترهګرۍ ضد مبارزې، د نشه‌يي توکو د قاچاق د مخنیوي او ګډو دفاعي چارو پر پیاوړتیا متمرکزې وي. دغه ګام په داسې حال کې اخیستل کېږي چې سیمه‌ییز هېوادونه لا هم په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعالیتونو په هکله سختې اندېښنې لري او د عملي مخنیوي غوښتنه یې کوي.

ځایي سرچینې: د کابل په لویدیځ کې کورنۍ د خپلو کورونو د ژغورلو لپاره طالبانو ته پیسې ورکوي

۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۰:۲۲ GMT+۱
100%

ځايي سرچینې وايي، د طالبانو مامورینو د کابل په لوېدیځ کې، په ځانګړي ډول دشت برچي او شهرک اتفاق کې، د بې‌جوازه ودانیو په پلمه د یو شمېر کورونو د ویجاړولو او د اوسېدونکو د ایستلو اقدام کړی دی. سرچینې وايي، ځینې کورنۍ د کورونو د ژغورلو لپاره طالب چارواکو ته د پیسو ورکولو ته اړ شوي.

د سرچینو په وینا، د طالبانو مامورین د ښاروالۍ له انجنیرانو، پولیسو او جنایي کارکوونکو سره یوځای د دغو سیمو د اوسېدونکو کورونو ته ورځي. سرچینې ادعا کوي، چې ځینې کورنۍ د خپلو کورونو د ویجاړېدو د مخنیوي لپاره اړ شوې دي چې طالب چارواکو ته پیسې ورکړي.

د شهرک اتفاق یوه اوسېدونکي افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې شاوخوا یوه میاشت مخکې طالب ځواکونه له ښځینه پولیسو سره د دوی کور ته ورننوتل، ښځې او ماشومان یې له کوره وایستل او د ودانۍ یوه برخه یې ویجاړه کړه.

د دغه اوسېدونکي په وینا، د دوی کور قانوني اسناد لرل او کورنۍ یې له کلونو راهیسې په کې اوسېدله.

ځايي سرچینې ادعا کوي، چې طالبانو چارواکي په دغو سیمو کې د ودانیو د جوړولو د جوازونو له صادرولو او د کورونو د ویجاړولو د مخنیوي په بدل کې له خلکو د پیسو له اخیستو عاید ترلاسه کوي. د سرچینو په وینا، هغه اوسېدونکي چې د طالبانو له خوا تایید شوی جواز نه لري، اړ کېږي چې پیسې ورکړي؛ که نه، د خپلو کورونو د ویجاړېدو یا تړل کېدو له خطر سره مخ کېږي.

د سیمې مشران وايي، چې په تېرو درېیو کلونو کې د کابل د دیارلسمې ناحیې لږ تر لږه ۱۰۰ شخصي ملکیتونه ویجاړ شوي یا تړل شوي دي. د هغوی په وینا، په ډېرو مواردو کې د ملکیتونو خاوندانو یوازې د سیمه‌ییزو مخورو په منځګړیتوب او د پیسو له ورکړې وروسته خپلو ملکیتونو ته د بېرته لاسرسي زمینه موندلې ده.

سرچینې د کابل د دیارلسمې ناحیې په خیراباد سیمه کې هم د ورته پېښې خبر ورکوي. د هغوی په وینا، شاوخوا څلور میاشتې مخکې طالب ځواکونه یوه استوګنیز کور ته ورننوتل او د کورنۍ غړي یې وایستل. د سیمې د مشرانو په منځګړیتوب لانجه پای ته ورسېده، خو کورنۍ اړ شوه چې پیسې ورکړي.

د سیمې اوسېدونکي وايي، چې ډېری کورنۍ د طالبانو له غبرګون څخه د وېرې له امله رسمي شکایت نه ثبتوي. د هغوی په ادعا، د طالبانو په ادارو کې له هزاره‌ګانو سره تبعیضي چلند د دې ډول قضیو تعقیب ستونزمن کړی دی.

په امید سبز ښارګوټي کې هم د کورونو د تخلیې فشار

په کابل کې د امید سبز ښارګوټي اوسېدونکي هم په وروستیو میاشتو کې د طالبانو له لوري د کورونو د تخلیې له فشارونو شکایت لري.

د دغه ښارګوټي اوسېدونکي وايي، چې د ملکیت د قبالو او رسمي اسنادو له لرلو سره سره، د طالبانو مامورینو یو شمېر کورنۍ له خپلو کورونو ایستلې او د ځینو هغو کورونو دروازې یې تړلې دي چې خاوندان یې حاضر نه وو.

د طالبانو د عدلیې وزارت د دغه ښارګوټي له ۱۵۰۰ جریبه ډېره ځمکه «امارتي» اعلان کړې ده؛ خو د ښارګوټي مالک محمدنبي خلیلي وايي، چې دغه مجموعه د شرعي قبالو، رسمي ملکیتي اسنادو او قانوني جوازونو پر بنسټ جوړه شوې ده.

په کابل کې د کورونو ویجاړول او د بشري حقونو اندېښنې

په کابل کې د کورونو ویجاړولو او د ځمکو پاکولو اقدامات تر دې مخکې هم د اوسېدونکو د اعتراضونو لامل شوي دي.

د «افغان ویتنس» په نوم بنسټ د ۱۴۰۳ کال د لړم په میاشت کې په یوه راپور کې ویلي وو، چې د طالبانو د بیا واکمنېدو په لومړیو درېیو کلونو کې یې د کابل په ۱۵ ناحیو کې د ودانیو ویجاړول او د ځمکو پاکول مستند کړي دي.

د دغه راپور له مخې، د کابل لوېدیځ هغه سیمه وه چې تر ټولو ډېره ځمکه په کې پاکه شوې وه او په دې برخه کې د ویجاړولو ډېری موارد استوګنیز کورونه وو. د راپور په وینا، دغه اقدامات تر ډېره د سړکونو د پراختیا او د ښاري پلانونو د پلي کولو په نوم ترسره شوي دي.

بشري حقونو بنسټونو هم د اوسېدونکو د جبري ایستلو او د ځمکو د شخړو په اړه د طالبانو د چلند په تړاو اندېښنې څرګندې کړې دي.

د بښنې نړیوال سازمان په خپل ۲۰۲۵ کالني راپور کې د بامیان د پنجاب ولسوالۍ د رشک کلي د هزاره اوسېدونکو د جبري ایستلو موضوع ثبت کړې ده.

د دغه سازمان په وینا، طالبانو د ۱۴۰۴ کال په اوړي کې، د کوچیانو په ګټه د ځمکې د یوې شخړې په اړه د خپلې محکمې له پرېکړې وروسته، د کلي اوسېدونکو ته ۱۵ ورځې وخت ورکړی و چې سیمه پرېږدي.

د بښنې نړیوال سازمان وايي، چې د اوسېدونکو له مقاومت وروسته طالب ځواکونو هغوی په زور له کلي وایستل، پرته له دې چې بدیل سرپناه یا تاوان ورکړل شي.

د نجونو د زده‌کړو مخالف ندا محمد ندیم: هېواد د علم په واسطه ابادېدای او پرمختګ کولای شي

۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۹:۱۳ GMT+۱
100%

د نجونو د زده‌کرو په اړه د «امر ثاني» یو صادرونکی ندا محمد ندیم وايي، هېواد د علم په واسطه ابادېدای او پرمختګ کولای شي. د چارو یو شمېر څارونکي وايي، د علم د ارزښت په تړاو د ندیم اعتراف په داسې حال کې دی، چې نجونې له شپږم ټولګي او له پوهنتوني زده‌کړو بې‌برخې دي.

طالبانو له بیاواکمنېدو شاوخوا یوه میاشت وروسته نجونې له شپږم ټولګي پورته له زده‌کړو منع کړې او شاوخوا یو کال وروسته یې په پوهنتونونو کې هم د نجونو پر زده‌کړو بندیز ولګاوه.

د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته عبدالباقي حقاني د لوړو زده‌کړو وزارت سرپرست وو او هغه د طالبانو د مشرتابه له فشارونو سره سره نجونو زده‌کړیالانو ته په پوهنتونونو کې د زده‌کړو د دوام زمینه برابره کړې وه. هغه نجونو محصلینو ته په پوهنتونونو کې په نوبتي ډول د زده‌کړو د دوام زمینه برابره کړې وه، خو بالاخره حقاني د طالبانو د مشر هبت‌الله اخوندزاده له لوري له دندې ګوښه کړای شو او پر ځای یې د کابل لپاره د دغې ډلې پخوانی والي ندا محمد ندیم د لوړو زده‌کړو د وزیر په توګه وټاکه.

ندا محمد ندیم د خپلې دندې په لومړۍ ورځ د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر کې په پوهنتونونو کې د نجونو پر زده‌کړو تر «امر ثاني» په نوم یو مخیز بندیز ولګاوه او دا دی څلورم کال پوره کېدونکی دی، چې نجونې له پوهنتوني زده‌کړو منع کړای شوې دي.

د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزیر ندا محمد ندیم د چهارشنبې په ورځ (د تلې ۲۹مه) د لوګر پوهنتون محصلانو په فراغت‌غونډه کې د علم د ارزښت په تړاو ویلي، چې هېواد د علم په واسطه ابادېدای او پرمختګ کولای شي.

هغه زیاته کړه: «اسلامي امارت د ټولو افغانانو ګډ نظام دی، ټول یې د خدمت او ساتنې حق او مسوولیت لري او د علم په واسطه ابادېدای او پرمختګ کولی شي».

د چارو یو شمېر څارونکي وایي، د علم د ارزښت په تړاو د ندیم اعتراف په داسې حال کې دی، چې له څلورو کلونو راهیسې نجونې له پوهنتوني زده‌کړو بې‌برخې دي. د دوی په وینا، یو هېواد له نارینه کدر سربېره ښځینه کدر ته هم جدي اړتیا لري، خو دا چې د زده‌کړو د دوام مخه یې نیول شوې، ښايي په راتلونکو څو کلونو کې افغانستان د طبابت او نورو څانګو کې نور ښځينه کدر ونه‌لري.

ندا محمد ندیم په یاده غونډه کې محصلینو ته په خطاب کې وویل: «که د فوق لېسانس لوړو زده کړو توان نه لرئ، نو په خپل مسلک کې کار وکړئ، خو په هېڅ وجه له افغانستان څخه د تېښتې لار ونه ټاکئ».

نوموړي د خپلو تکراري خبرو په بیا تکرار سره له محصلینو یو ځل بیا وغوښتل چې د «دښمنانو» د تبلیغاتو تر اغېزو لاندې رانه‌شي.

د یادونې وړ ده، چې په دغې فراغتغونډه کې د لوګر پوهنتون درېیو شرعیاتو، کرنې او ښوونې او روزنې پوهنځيو له بېلا بېلو څانګو څانګو څخه له نجونو پرته ۱۴۴ کسان فارغ شوي دي.