هغوی د اروپايي ټولنې له غړو هېوادونو وغوښتل چې د افغان پناه غوښتونکو له شړلو ډډه وکړي او خبرداری یې ورکړ چې بېرته لېږل شوي کسان ښايي له شکنجې، خپلسري نیونو او د بشري حقونو له نورو جدي سرغړونو سره مخ شي.
د ملګرو ملتونو دغو کارپوهانو د پنجشنبې په ورځ د تلې په ۳۰مه، له اروپايي هېوادونو څخه د افغان وګړو د ایستلو په اړه په یوه اعلامیه کې خپله اندېښنه څرګنده کړه. هغوی ټینګار وکړ چې د نړیوالو بشري حقونو او د کډوالو د حقونو د قوانینو له مخې، د اروپايي ټولنې غړي هېوادونه مکلف دي چې ناامنو هېوادونو ته د خلکو د بېرته لېږلو د منع اصل رعایت کړي.
دوی په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت کړکېچن وباله او ویې ویل چې ښځې او نجونې په پراخه او سیستماتیکه توګه له جنسیتي ځورونې او تعقیب سره مخ دي. د دغو کارپوهانو په وینا، دا ډول کړنې ښايي د بشریت پر ضد د جرمونو مصداق وګرځي.
د ملګرو ملتونو کارپوهانو همداراز خبرداری ورکړ چې قومي او مذهبي لږکي، د بشري حقونو مدافعان، خبریالان، د بېلابېلو جنسي تمایلاتو یا جنسیتي هویت لرونکي کسان، د پخوانیو امنیتي او دفاعي ځواکونو غړي او د افغانستان د پخواني حکومت یو شمېر کارکوونکي هم د شکنجې، خپلسري نیونو، له قانوني بهیر پرته وژنو او د بشري حقونو له نورو جدي سرغړونو سره مخ کېدای شي.
هغوی ټینګار وکړ چې د نړیوالو قوانینو له مخې، هېڅ هېواد باید یو څوک داسې ځای ته بېرته ونه لېږي چې هلته د شکنجې، جبري ورکېدو، خپلسري نیونې، وژنې یا د بشري حقونو د نورو جدي سرغړونو له خطر سره مخ وي.
د ملګرو ملتونو کارپوهانو له اروپايي هېوادونو وغوښتل چې د هر چا تر شړلو مخکې د هغه د شخصي شرایطو په پام کې نیولو سره احتمالي خطرونه وارزوي او د عادلانه محاکمې حق رعایت کړي. هغوی ټینګار وکړ چې ان د مقصد هېواد له لوري د ډیپلوماټیکو تضمینونو ترلاسه کول هم شړونکي هېوادونه له خپلو نړیوالو مکلفیتونو څخه نه شي معاف کولای.
له طالبانو سره د اړیکو عادي کولو په اړه خبرداری
د ملګرو ملتونو کارپوهانو خبرداری ورکړ چې د بشري حقونو د وضعیت د ښه کولو لپاره د روښانه شرایطو له ټاکلو پرته له طالبانو سره د اړیکو پراخول، د بشري حقونو د پراخو سرغړونو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د جنسیتي ځورونې او تعقیب، د عادي کېدو لامل کېدای شي.
هغوی وویل چې ځینې اروپايي هېوادونه د افغان وګړو د ایستلو د اسانتیا لپاره له طالبانو سره «تخنیکي» خبرې اترې روانې ساتي او د دې ډلې قونسلګري استازو ته یې هم په خپله خاوره کې د فعالیت اجازه ورکړې ده.
د ملګرو ملتونو دغو کارپوهانو له اروپايي هېوادونو وغوښتل چې په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت د ښه کولو لپاره خپلې ډیپلوماټیکې هڅې زیاتې کړي. هغوی ټینګار وکړ چې تر هغو باید له طالبانو سره د اړیکو له عادي کولو او دې ډلې ته له مشروعیت ورکولو ډډه وشي، څو د پام وړ بدلونونه رامنځته شوي نه وي؛ په دغو بدلونونو کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د زدهکړو او د ښځو د لوړو زدهکړو د بندیزونو لغوه کول هم شامل دي.
د اعلامیې له مخې، د ملګرو ملتونو کارپوهانو خپلې اندېښنې په رسمي توګه له اروپايي ټولنې او د دې ټولنې د څو غړو هېوادونو له حکومتونو سره شریکې کړې دي.
له طالبانو سره د اروپايي هېوادونو د همکارۍ پراخېدل
د ملګرو ملتونو د کارپوهانو دغه خبرداری په داسې حال کې ورکول کېږي چې یو شمېر اروپايي هېوادونو د افغان وګړو د ایستلو د اسانتیا لپاره له طالبانو سره خپلې اړیکې او تخنیکي همکارۍ پراخې کړې دي.
د روان کال د سرطان په دویمه، د طالبانو یوه پنځه کسیزه پلاوي په بروکسل کې د اروپايي کمېسیون او د اروپايي ټولنې د ۱۵ غړو هېوادونو له استازو سره افغانستان ته د افغان وګړو د بېرته لېږلو په اړه خبرې وکړې. اروپايي کمېسیون دغه لیدنه «تخنیکي» وبلله او ټینګار یې وکړ چې دا د طالبانو د په رسمیت پېژندلو په معنا نه ده؛ خو د طالبانو د پلاوي مشر دغه لیدنه «تاریخي» وبلله.
جرمني افغانستان ته د افغان وګړو د شړلو بهیر بېرته پیل کړی او د دې بهیر د اسانتیا لپاره یې د طالبانو له استازو سره همکاري کړې ده. د خپرو شویو شمېرو له مخې، د روان کال د سنبلې تر ۲۵مې پورې، د جرمني د اوسني حکومت له واک ته رسېدو راهیسې ۲۶۳ افغان وګړي افغانستان ته شړل شوي دي.
اتریش هم افغانستان ته د افغان وګړو د شړلو د زمینې برابرولو لپاره له طالبانو سره تخنیکي اړیکې ټینګې کړې دي. ناروې هم د افغانستان د قونسلګریزو چارو او ډیپلوماټیکو استازولیو په برخه کې له دې ډلې سره تعامل کړی دی.
فرانسې هم د میزان په میاشت کې تایید کړه چې د ځینو هغو افغان وګړو د بېرته لېږلو لپاره یې له طالبانو سره تخنیکي خبرې پیل کړې دي چې په دغه هېواد کې قانوني استوګنه نه لري، او همداراز د هغو کسانو د ایستلو لپاره چې د فرانسوي چارواکو په اند امنیتي ګواښ ګڼل کېږي. د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په دې بهیر کې پناه غوښتونکي او ښځې شاملې نه دي.
دا همکارۍ په داسې حال کې پراخې شوې دي چې یادو هېوادونو طالبان د افغانستان د قانوني حکومت په توګه نه دي په رسمیت پېژندلي. خو منتقدان خبرداری ورکوي چې د افغانانو د شړلو لپاره له طالبانو سره همکاري ښايي په اروپا کې د دې ډلې د نفوذ او عملي مشروعیت د زیاتېدو لامل شي.