• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

یونسکو د ناورینونو پر مهال د ښځینه ساینس‌پوهانو د ونډې ارزونې سروې پیل کړې

۱ لړم ۱۴۰۵ - ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۴:۳۳ GMT+۱تازه شوی: ۱ لړم ۱۴۰۵ - ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۶:۰۰ GMT+۱

د ملګرو ملتونو علمي، ښوونیز او کلتوري سازمان (یونسکو) او د «ډېټا پاپ الاینس» بنسټ د هغو ښځینه ساینس‌پوهانو د رول او ستونزو ارزولو لپاره نړیواله سروې پیل کړې، چې په ناورینونو او بېړنیو حالاتو کې فعالیت کوي.

یونسکو په یوه خپاره کړي مطلب کې ویلي، چې ښځینه ساینس‌پوهانې د بحرانونو پر مهال مهم رول لري، خو د هغوی ونډه او هغه ستونزې چې ورسره مخ دي، ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

د دې سروې موخه په بحراني او بېړنیو شرایطو کې د ښځینه ساینس‌پوهانو د فعالیتونو، ونډې او ننګونو په اړه د لا ډېرو معلوماتو راټولول دي.

یونسکو او د «ډېټا پاپ الاینس» بنسټ له اړوندو کسانو غوښتي، چې په دې نړیواله سروې کې ګډون وکړي.

ډېر لیدل شوي

د طالبانو مشر ملا هبت‌الله د سوداګریزو جوازونو د ورکړې په برخه کې ۸ شرطونه لغو کړل
۱

د طالبانو مشر ملا هبت‌الله د سوداګریزو جوازونو د ورکړې په برخه کې ۸ شرطونه لغو کړل

۲

ازبکستان ولې د قوش‌تیپې کانال پر سر له طالبانو سره د تقابل پر ځای د تعامل لار غوره کړې؟

۳

سنټرل ایشیا ټایمز: منځنۍ اسیا هېوادونه په افغانستان کې د داعـ .ـش له حضوره جدي اندېښه لري

۴

نېشن‌سول موسسې د افغان ښځو د حقونو فعالې زرقه یفتلي ته د «ممکن راتلونکي» جایزه ورکړې

۵

پخواني نظامیان: په کندهار کې د طالبانو د امر بالمعروف د محتسبانو له خوا تعقیبیږو

•
•
•

نور خبرونه

اروپايي پارلمان نړیوالې جنايي محکمې ته د ساخاروف د «فکري ازادۍ» جایزه ورکړه

۳۰ تله ۱۴۰۵ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۲:۴۸ GMT+۱
100%

اروپايي پارلمان نړیوالې جنايي محکمې او د دې ادارې د چارواکو هڅې د ساخاروف جایزې په ورکولو سره ستایلي دي. دا جایزه په داسې حال کې دغې محکمې ته ورکول کېږي، چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ حکومت په دې وروستیو کې پر یادې ادارې پراخ بندیزونه لګولي دي.

د اروپايي پارلمان مشرې روبېرټا مېڅولا د پنجشنبې په ورځ د فرانسې په ستراسبورګ ښار کې د سږ کال د جایزې ګټونکی اعلان کړ او ویې ویل، چې اروپايي ټولنه د څو اړخیزې همکارۍ او نړیوالو بنسټونو د درناوي پر اصولو ولاړه ده.

مېڅولا زیاته کړه، چې د ساخاروف سږنۍ جایزه د نړیوال قانون د ساتنې او د عدالت د تأمین په برخه کې د نړیوالې جنايي محکمې د هڅو د ستاینې په موخه دې ادارې ته ورکړل شوې ده.

دا په اکتوبر میاشت کې دویم ځل دی، چې د نړیوال عدالت په برخه کې فعالو شخصیتونو او بنسټونو ته د معتبرو جایزو په ورکولو سره درناوی کېږي. تر دې څه کمې دوې اوونۍ مخکې، د نړیوالې جنايي محکمې پخوانۍ قاضۍ او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو پخوانۍ عالي کمېشنرې ناوي پیلای د ۲۰۲۶ کال د نوبل د سولې جایزه ترلاسه کړې وه.

دا جایزې په داسې وخت کې ورکړل شوې دي، چې په هالنډ کې مېشت نړیواله جنايي محکمه د امریکا د حکومت له زیاتېدونکو فشارونو سره مخ ده.

د راپور له مخې، د ټرمپ حکومت د تلې میاشتې په ۱۷مه پر دې محکمې پراخ بندیزونه ولګول. دغه اقدام تر دې مخکې د محکمې پر یو شمېر قاضیانو او څارنوالانو د بندیزونو له لګولو وروسته ترسره شو او د محکمې مالي فعالیتونه او امریکايي خدماتو ته یې لاسرسی په نښه کړ.

د نتانیاهو د نیولو حکم د واشنګټن او محکمې ترمنځ کړکېچ زیات کړی

د امریکا او نړیوالې جنايي محکمې ترمنځ ترینګلتیا وروسته له هغې زیاته شوه، چې یادې محکمې په ۲۰۲۴ کال کې د اسراییل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او د دغه هېواد د دفاع د پخواني وزیر یوآو ګالانت د نیولو حکمونه صادر کړل.

دا حکمونه په غزه کې د جنګي جنایتونو او د بشریت پر ضد د جنایتونو په تورونو پورې تړاو لري.

د نړیوالې جنايي محکمې مشرې توموکو اکانه د ساخاروف جایزې له ورکړې هرکلی کړی او ویلي یې دي، چې دا جایزه په داسې وخت کې ځانګړی ارزښت لري، چې محکمه له بې‌ساري ننګونو سره مخ ده.

اکانې ټینګار کړی، چې د محکمې د خپلواکۍ او بې‌طرفۍ د ساتنې لپاره د نړیوالې همکارۍ او ملاتړ دوام اړین دی، څو دا اداره وکولای شي د تر ټولو درنو جرمونو څېړنې او د قربانیانو لپاره د عدالت تأمین ته دوام ورکړي.

هغې ویلي: «له عدالت پرته سوله نشته او له قانون پرته امنیت ناشونی دی».

د ساخاروف جایزه څه ده؟

د ساخاروف جایزه د شوروي اتحاد د ساینسپوه او د هغه وخت د حکومت د منتقد اندري ساخاروف په نوم نومول شوې ده.

اروپايي پارلمان له ۱۹۸۸ کال راهیسې هر کال هغو اشخاصو او سازمانونو ته دا جایزه ورکوي، چې د بشري حقونو او بنسټیزو ازادیو د دفاع لپاره هڅې کوي.

ټاکل شوې، چې د سږنۍ جایزې د ورکړې مراسم د ډسمبر په میاشت کې د فرانسې په ستراسبورګ ښار کې د اروپايي پارلمان په ودانۍ کې ترسره شي.

نېشن‌سول موسسې د افغان ښځو د حقونو فعالې زرقه یفتلي ته د «ممکن راتلونکي» جایزه ورکړې

۳۰ تله ۱۴۰۵ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۰:۴۰ GMT+۱
100%

افغانه فعاله زرقه یفتلي د امریکا د نېشن‌سول (NationSwell) موسسې د «ممکن راتلونکي» جایزه د مدافع په برخه کې ګټلې ده. نېشن‌سول د پنجشنبې په ورځ اعلان کړی، چې اغلې یفتلي یې د ښځو او ماشومانو د حقونو په برخه کې د هغې د هڅو او عدالت غوښتنې له امله د یادې جایزې ګټونکې ټاکلې ده.

د دې موسسې په وینا، د «ممکن راتلونکي» جایزې په لومړي پړاو کې په ۱۰ برخو کې ۱۲ اغېزناکو شخصیتونو ته جایزې ورکړل شوې دي. په دغو برخو کې نوښت، عدالت غوښتنه، د ټولنې هڅونه، مشري او د دوامدارو بدلونونو رامنځته کول شامل دي.

نېشن‌سول ویلي، د جایزو ګټونکي د یوې انتخاباتي پروسې له لارې، د کارپوهانو او پېژندل شویو شخصیتونو په سلا مشوره ټاکل شوي دي. په دغو شخصیتونو کې د نوبل د سولې جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ، امریکايي لیکوال او ټولنیز ارواپوه جاناتن هایټ او د «اکوینګ ګرین» سازمان اجرایوي مشره شېرل ډورسي هم شامل وو.

یادې موسسې زرقه یفتلي د «مدافع» په برخه کې د جایزې ګټونکې معرفي کړې ده. د نیشن‌سول په وینا، دا جایزه هغو کسانو ته ورکول کېږي چې د مهمو ټولنیزو موضوعاتو په اړه د عامه پوهاوي په لوړولو، د ستونزو د حل پر اړتیا په ټینګار او د عدالت غوښنتې د وسیلو په کارولو سره د مثبتو بدلونونو لپاره هڅې کوي.

زرقه یفتلي د بدخشان ولایت اوسېدونکې ده او له کلونو راهیسې د ښځو او ماشومانو د حقونو او د افغان نجونو د زده‌کړو ته د لاسرسي په برخه کې فعالیت کوي. نوموړې اوس په کاناډا کې ژوند کوي.

تر دې وړاندې، د هغې د فعالیتونو په اړه جوړ شوي یوه فلم د فرانسې په کن ښار کې د رسنیو او ټلوېزیون د جایزو په سیالۍ کې د «سپینو زرو دولفین» جایزه ترلاسه کړې وه.

د نېشن‌سول موسسې بنسټګر او اجرایوي مشر ګریګ بهرمن ویلي، چې د ټولنیزو بدلونونو رامنځته کول د مخکښو فعالانو او هغو ډلو ګډو هڅو ته اړتیا لري چې د نوښت، مشارکت او په ټولنیزو او سیاسي جوړښتونو کې د بدلون له لارې د ټولنې ستونزو ته نوې حللارې وړاندې کوي.

ټاکل شوې، چې د نېشن‌سول د روان کال د جایزو له ګټونکو څخه د دې موسسې په کلنۍ غونډه کې د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر په ۲۷مه، چې د ۱۴۰۵ لمریز کال د لړم له ۵مې سره سمون خوري، د امریکا د پنسلوانیا ایالت په فلاډلفیا ښار کې ستاینه وشي.

نېشن‌سول په ۲۰۱۳ کال کې جوړه شوې امریکايي موسسه ده چې د ټولنیزو اغېزو په برخه کې فعالیت کوي. د دې موسسې د معلوماتو له مخې، له څه باندې ۲۰۰ لویو شرکتونو، خیریه بنسټونو او غیرانتفاعي سازمانونو سره همکاري کوي او موخه یې د ټولنیزو ستونزو د حل لپاره د اغېزناکو لارو چارو پراختیا او د بېلابېلو ادارو ترمنځ د همکارۍ پیاوړتیا ده.

ډېپلوماټ مجله: چین اوس‌ مهال په واخان دهلېز کې له طالبانو سره سوداګرۍ ته چمتو نه دی

۳۰ تله ۱۴۰۵ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۰:۰۳ GMT+۱
100%

ډېپلوماټ مجلې په یوې خپره کړې مقاله کې ویلي چې د واخان دهلېز له لارې له چین سره د نښلېدو په موخه د نوي جوړ شوي سړک فعالېدل له جدي امنیتي خنډونو سره مخ دي او پرې د سیمه‌ییزې سوداګرۍ پیل کېدل د اوس لپاره ممکن نه دي.

طالبانو د اکټوبر پر څلورمه نېټه په بدخشان ولایت کې د واخان ۱۲۱ کیلومتره ترانزیټي سړک تر درې کلنو هڅو وروسته پرانیست. که څه هم د طالبانو چارواکي دا پروژه د نړیوالو بازارونو او منځنۍ اسیا سره د هېواد د نښلېدو لپاره ستر ګام بولي، خو چین او طالبان د دغه دهلېز په اړه بېلابېل لیدلوري لري.

د مقالې له مخې، طالبانو د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري پر دغه سړک شاوخوا ۳۶۵ میلیونه افغانۍ چې کابو ۵.۶ میلیونه امریکایي ډالر کېږي، لګولي دي. د طالبانو د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر عبداللطیف منصور د پرانیستې په مراسمو کې وویل چې دا سړک سیاسي، اقتصادي او ستراتیژیک اهمیت لري او د بهرنیو انجینرانو له شتون پرته د افغان متخصصانو له خوا جوړ شوی دی. دغه راز د بدخشان والي رحمت‌الله نجیب ټینګار وکړ چې له ۴۵ کلونو جګړې وروسته خلک د هېواد په تر ټولو لرې سیمه کې د داسې لویې پروژې د بشپړېدو شاهدان دي.

د طالبانو د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت ادعا کړې چې دا دهلېز د چین لپاره د توکو د لېږد تر ټولو نږدې، خوندي او باوري لاره ده او کولی شي چین د عربي نړۍ، ترکیې، ایران او اروپا سره وتړي. ډېپلوماټ مجله لیکي چې دا ادعا له شکونو سره مخ ده، ځکه چین اوس هم له قزاقستان، قرغزستان او تاجکستان سره مستقیمې پولې او پرمختللې پټلۍ لري او خورګوس بندر هم د چین او قزاقستان پر پوله فعال دی. خو د افغانستان لپاره دا پروژه ځکه حیاتي بلل کېږي چې د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ روان تاوتریخوالی د سوداګرۍ د بندېدو لامل شوی او طالبان غواړي د پاکستان له اقتصادي فشارونو او د کراچۍ او ګوادر له لارو خپله ټرانزیټي تکیه کمه کړي.

سره له دې چې سړک بشپړ شوی، خو چین تر اوسه خپله پوله نه ده پرانیستې او د اکټوبر د څلورمې نېټې د پرانیستې په مراسمو کې یې هم استازي ګډون نه و کړی. چین څه باندې یوه لسیزه وړاندې د واخان پر پوله پوځي سړک یوازې د خپلو ګزمو او امنیتي څارنې لپاره جوړ کړی و او چینایي رسنۍ دا پوله د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې لومړۍ کرښه ګڼي. بیجینګ په افغانستان کې د ختیځ ترکستان د اسلامي غورځنګ (ETIM) له شتون او شاوخوا ۳ زره ایغور وسله‌والو له فعالیتونو سخته اندېښنه لري او له طالبانو یې غوښتي چې دا ډلې بې‌وسلې او چین ته وسپاري، څو دا دهلېز د سین‌کیانګ پر ضد ونه کارول شي.

د ملګرو ملتونو کارپوهان اروپا ته: افغانان مه شړئ او طالبانو ته مشروعیت هم مه ورکوئ

۳۰ تله ۱۴۰۵ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۹:۲۴ GMT+۱
100%

د ملګرو ملتونو کارپوهانو له طالبانو سره د اړیکو عادي کولو او دې ډلې ته د مشروعیت ورکولو لپاره د ځینو اروپايي هېوادونو هڅې وغندلې. دوی د اروپايي ټولنې له غړو هېوادونو غوښتې چې د افغان پناه غوښتونکو له شړلو ډډه وکړي.

هغوی د اروپايي ټولنې له غړو هېوادونو وغوښتل چې د افغان پناه غوښتونکو له شړلو ډډه وکړي او خبرداری یې ورکړ چې بېرته لېږل شوي کسان ښايي له شکنجې، خپل‌سري نیونو او د بشري حقونو له نورو جدي سرغړونو سره مخ شي.

د ملګرو ملتونو دغو کارپوهانو د پنجشنبې په ورځ د تلې په ۳۰مه، له اروپايي هېوادونو څخه د افغان وګړو د ایستلو په اړه په یوه اعلامیه کې خپله اندېښنه څرګنده کړه. هغوی ټینګار وکړ چې د نړیوالو بشري حقونو او د کډوالو د حقونو د قوانینو له مخې، د اروپايي ټولنې غړي هېوادونه مکلف دي چې ناامنو هېوادونو ته د خلکو د بېرته لېږلو د منع اصل رعایت کړي.

دوی په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت کړکېچن وباله او ویې ویل چې ښځې او نجونې په پراخه او سیستماتیکه توګه له جنسیتي ځورونې او تعقیب سره مخ دي. د دغو کارپوهانو په وینا، دا ډول کړنې ښايي د بشریت پر ضد د جرمونو مصداق وګرځي.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو همداراز خبرداری ورکړ چې قومي او مذهبي لږکي، د بشري حقونو مدافعان، خبریالان، د بېلابېلو جنسي تمایلاتو یا جنسیتي هویت لرونکي کسان، د پخوانیو امنیتي او دفاعي ځواکونو غړي او د افغانستان د پخواني حکومت یو شمېر کارکوونکي هم د شکنجې، خپل‌سري نیونو، له قانوني بهیر پرته وژنو او د بشري حقونو له نورو جدي سرغړونو سره مخ کېدای شي.

هغوی ټینګار وکړ چې د نړیوالو قوانینو له مخې، هېڅ هېواد باید یو څوک داسې ځای ته بېرته ونه لېږي چې هلته د شکنجې، جبري ورکېدو، خپل‌سري نیونې، وژنې یا د بشري حقونو د نورو جدي سرغړونو له خطر سره مخ وي.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو له اروپايي هېوادونو وغوښتل چې د هر چا تر شړلو مخکې د هغه د شخصي شرایطو په پام کې نیولو سره احتمالي خطرونه وارزوي او د عادلانه محاکمې حق رعایت کړي. هغوی ټینګار وکړ چې ان د مقصد هېواد له لوري د ډیپلوماټیکو تضمینونو ترلاسه کول هم شړونکي هېوادونه له خپلو نړیوالو مکلفیتونو څخه نه شي معاف کولای.

له طالبانو سره د اړیکو عادي کولو په اړه خبرداری

د ملګرو ملتونو کارپوهانو خبرداری ورکړ چې د بشري حقونو د وضعیت د ښه کولو لپاره د روښانه شرایطو له ټاکلو پرته له طالبانو سره د اړیکو پراخول، د بشري حقونو د پراخو سرغړونو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د جنسیتي ځورونې او تعقیب، د عادي کېدو لامل کېدای شي.

هغوی وویل چې ځینې اروپايي هېوادونه د افغان وګړو د ایستلو د اسانتیا لپاره له طالبانو سره «تخنیکي» خبرې اترې روانې ساتي او د دې ډلې قونسلګري استازو ته یې هم په خپله خاوره کې د فعالیت اجازه ورکړې ده.

د ملګرو ملتونو دغو کارپوهانو له اروپايي هېوادونو وغوښتل چې په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت د ښه کولو لپاره خپلې ډیپلوماټیکې هڅې زیاتې کړي. هغوی ټینګار وکړ چې تر هغو باید له طالبانو سره د اړیکو له عادي کولو او دې ډلې ته له مشروعیت ورکولو ډډه وشي، څو د پام وړ بدلونونه رامنځته شوي نه وي؛ په دغو بدلونونو کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د زده‌کړو او د ښځو د لوړو زده‌کړو د بندیزونو لغوه کول هم شامل دي.

د اعلامیې له مخې، د ملګرو ملتونو کارپوهانو خپلې اندېښنې په رسمي توګه له اروپايي ټولنې او د دې ټولنې د څو غړو هېوادونو له حکومتونو سره شریکې کړې دي.

له طالبانو سره د اروپايي هېوادونو د همکارۍ پراخېدل

د ملګرو ملتونو د کارپوهانو دغه خبرداری په داسې حال کې ورکول کېږي چې یو شمېر اروپايي هېوادونو د افغان وګړو د ایستلو د اسانتیا لپاره له طالبانو سره خپلې اړیکې او تخنیکي همکارۍ پراخې کړې دي.

د روان کال د سرطان په دویمه، د طالبانو یوه پنځه کسیزه پلاوي په بروکسل کې د اروپايي کمېسیون او د اروپايي ټولنې د ۱۵ غړو هېوادونو له استازو سره افغانستان ته د افغان وګړو د بېرته لېږلو په اړه خبرې وکړې. اروپايي کمېسیون دغه لیدنه «تخنیکي» وبلله او ټینګار یې وکړ چې دا د طالبانو د په رسمیت پېژندلو په معنا نه ده؛ خو د طالبانو د پلاوي مشر دغه لیدنه «تاریخي» وبلله.

جرمني افغانستان ته د افغان وګړو د شړلو بهیر بېرته پیل کړی او د دې بهیر د اسانتیا لپاره یې د طالبانو له استازو سره همکاري کړې ده. د خپرو شویو شمېرو له مخې، د روان کال د سنبلې تر ۲۵مې پورې، د جرمني د اوسني حکومت له واک ته رسېدو راهیسې ۲۶۳ افغان وګړي افغانستان ته شړل شوي دي.

اتریش هم افغانستان ته د افغان وګړو د شړلو د زمینې برابرولو لپاره له طالبانو سره تخنیکي اړیکې ټینګې کړې دي. ناروې هم د افغانستان د قونسلګریزو چارو او ډیپلوماټیکو استازولیو په برخه کې له دې ډلې سره تعامل کړی دی.

فرانسې هم د میزان په میاشت کې تایید کړه چې د ځینو هغو افغان وګړو د بېرته لېږلو لپاره یې له طالبانو سره تخنیکي خبرې پیل کړې دي چې په دغه هېواد کې قانوني استوګنه نه لري، او همداراز د هغو کسانو د ایستلو لپاره چې د فرانسوي چارواکو په اند امنیتي ګواښ ګڼل کېږي. د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په دې بهیر کې پناه غوښتونکي او ښځې شاملې نه دي.

دا همکارۍ په داسې حال کې پراخې شوې دي چې یادو هېوادونو طالبان د افغانستان د قانوني حکومت په توګه نه دي په رسمیت پېژندلي. خو منتقدان خبرداری ورکوي چې د افغانانو د شړلو لپاره له طالبانو سره همکاري ښايي په اروپا کې د دې ډلې د نفوذ او عملي مشروعیت د زیاتېدو لامل شي.

ټرمپ مکلف شوی چې د بي‌بي‌سي پر ضد د ۱۰ میلیارد ډالرو دعوې په تړاو پوښتنو ته ځواب ووايي

۳۰ تله ۱۴۰۵ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۷:۵۰ GMT+۱
100%

یوه امریکايي فدرالي قاضي د پنجشنبې په ورځ امر کړی چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ باید د ډسمبر تر ۱۱مې نېټې پورې د بي‌بي‌سي پر ضد د ۱۰ میلیارد ډالرو د افترا دعوې په تړاو د دې رسنۍ د وکیلانو پوښتنو ته ځوابونه ورکړي.

اسوشیټېډ پرېس راپور ورکړی چې بي‌بي‌سي ټرمپ تورن کړی چې د قانوني پوښتنو له ځوابولو څخه د ځان ساتلو لپاره په قصدي ډول بهیر ځنډوي.

ټرمپ د بریتانیا پر عامه تمویل کېدونکې رسنۍ دعوه کړې او لږ تر لږه ۱۰ میلیارد ډالره تاوان غواړي. نوموړی ادعا کوي چې بي‌بي‌سي د هغه د یوې وینا ویډیو په ناسمه توګه ایډیټ کړې، څو داسې ښکاره شي چې ګواکې ده خپل پلویان د امریکا پر کانګرس د برید لپاره هڅولي دي. دا قضیه د هغو څو حقوقي دعوو له ډلې ده چې ټرمپ د هغو رسنیو پر ضد ثبت کړې چې د ده په وینا، د هغه په اړه ناسم یا ناخوښ راپورونه خپروي.

د اسوشیټېډ پرېس د راپور له مخې، د امریکا فدرالي مجسټریټ قاضي اېنژولیک لېټ د پنجشنبې په ورځ د محکمې په غونډه کې له محکمې څخه امر وکړ چې ټرمپ باید د بي‌بي‌سي د وکیلانو پوښتنو ته د لوړې تر مراسمو لاندې ځوابونه ورکړي. ټرمپ په اکتوبر کې د خپلې استماعیه ناستې له ترسره کولو ډډه کړې وه او د ولسمشرۍ د دندو له امله یې د وخت د نه لرلو خبره کړې وه.

د ټرمپ د حقوقي ډلې او بي‌بي‌سي استازو د نظر غوښتنې په اړه سملاسي ځواب نه دی ورکړی.

ټرمپ د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ د شپږمې نېټې د وینا د ویډیو د ایډیټ کولو له امله د تېر کال په ډسمبر کې د فلوریډا په فدرالي محکمه کې دعوه ثبت کړه. هغه ادعا کوي چې بي‌بي‌سي د وینا بېلابېلې برخې سره نښلولې، څو لیدونکي دې پایلې ته ورسېږي چې ګواکې نوموړي خپل پلویان د امریکا پر کانګرس د برید لپاره هڅولي دي.

بي‌بي‌سي منلې چې د ویډیو ایډیټ کول یې ګمراه کوونکي وو او له ټرمپ څخه یې بښنه غوښتې، خو دا ردوي چې د افترا په تور قانوني مسوولیت لري.

بي‌بي‌سي په محکمه کې په ثبت شویو اسنادو کې ټرمپ او د هغه وکیلان تورن کړي چې د اسنادو او نورو معلوماتو د سپارلو په برخه کې ځنډ کوي. دغه بهیر، چې د دعوې د دواړو خواوو ترمنځ د شواهدو او معلوماتو تبادله پکې کېږي، د حقوقي اصطلاح له مخې «د شواهدو راټولولو پړاو» بلل کېږي.

بي‌بي‌سي د ټرمپ د مارالاګو کلب او له هغه سره د تړلو سوداګریزو شرکتونو د مالي اسنادو غوښتنه کړې او وايي، دغه معلومات د ټرمپ د تاوان غوښتنې پر وړاندې د دفاع لپاره اړین دي.

د ټرمپ وکیلان بیا وايي، د بي‌بي‌سي غوښتنې ډېرې پراخې دي او له قضیې سره مستقیم تړاو نه لري. هغوی دا ادعا هم رد کړې چې ټرمپ له استماعیه ناستې څخه تېښته کوي او ټینګار کوي چې د ولسمشرۍ دندې او امنیتي اړتیاوې باید لومړیتوب ولري.

د وینا ایډیټ شوې ویډیو د ۲۰۲۴ کال د ولسمشرۍ ټاکنو له ترسره کېدو لږ مخکې د بي‌بي‌سي د «پانوراما» په مستنده خپرونه کې ښودل شوې وه.