• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د فساد کمولو هڅه؛ طالبان وایي هلمند کې د ترانسپورټي عوایدو را ټولول بانکي بڼې ته اړوي

۱ لړم ۱۴۰۵ - ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۹:۰۳ GMT+۱تازه شوی: ۱ لړم ۱۴۰۵ - ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۱:۰۸ GMT+۱

د طالبانو په عایداتي ادارو کې د پراخ فساد د موجودیت له ادعاوو سره هم‌مهاله؛ په هلمند کې طالب چارواکو په بانکي بڼه د ترانسپورټي عوایدو د راټولولو له هڅو خبر ورکړی دی. یو شمېر موټر چلوونکي خوښ دي، چې دا کار به ترې د طالب جنګیالیو د ناقانونه پیسو اخیستلو فشار را کم کړي.

په هلمند کې د طالبانو د والي رسنیز دفتر ویلي، چې د بار وړونکو موټرو د عوایدو د برېښنایي کولو هڅه یې پيل کړې ده.

د خبرپاڼې له مخې، په دې تړاو د اړوندو ادارو غونډه کې پرېکړه شوې، چې له موټر چلوونکو څخه دې د نغدي پیسو اخیستل بند شي او ټول ترانسپورټي عواید دې د بانک له لارې ترلاسه شي.

د پرېکړې له مخې، ټاکل شوې چې په راتلونکې اونۍ کې پر موټر چلوونکو ځانګړي بانکي کارټونه ووېشل شي.

یو شمېر موټر چلوونکو له افغانستان انټرنشنل- پښتو سره خبرو کې له دې اعلان څخه هرکلی کړی او ویلي یې دي، هیله‌من دي چې دا پرېکړه په سمه توګه عملي شي او ورسره به پر دوی د طالب جنګیالیو او چارواکو له‌خوا د ناقانونه پیسو اخیستلو فشارونه هم کم شي.

د طالبانو په عایداتي ادارو کې د پراخ فساد د موجودیت ادعاوې شوي، خو طالب چارواکي یې ردوي.

د طالبانو مشر ملاهبت‌الله اخوندزاده تازه د دوی د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني په مشرۍ د فساد پر ضد د مبارزې یوه کمېټه ټاکلې، خو د حقاني لومړي مرستیال محمد نبي عمري ادعا کړې، چې طالب چارواکي او کارکوونکي ملایان یا د مدرسو زده‌کوونکي او له فساده «پاک» دي.

ډېر لیدل شوي

د طالبانو مشر ملا هبت‌الله د سوداګریزو جوازونو د ورکړې په برخه کې ۸ شرطونه لغو کړل
۱

د طالبانو مشر ملا هبت‌الله د سوداګریزو جوازونو د ورکړې په برخه کې ۸ شرطونه لغو کړل

۲

نېشن‌سول موسسې د افغان ښځو د حقونو فعالې زرقه یفتلي ته د «ممکن راتلونکي» جایزه ورکړې

۳

د افغانستان له جګړې تر مکسیکو؛ د سي‌ای‌اې دوو وژل شوواجنټانو پټه کیسه

۴

کېت کېلوګ: امریکا باید د طالبانو د واکمنۍ د بدیل لپاره افغان سیاسي جریانونه وارزوي

۵

راپور: په افغانستان کې د طالبانو ضد وسله‌والو ډلو فعالیتونه پراخ شوي

•
•
•

نور خبرونه

ملګري ملتونه: په افغانستان او ۱۱ اسیايي هېوادونو کې د واورین پړانګانو ژوند ګواښل کېږي

۱ لړم ۱۴۰۵ - ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۵:۱۵ GMT+۱
100%

ملګري ملتونه وايي، په افغانستان او د منځنۍ او سوېلي اسیا په ۱۱ نورو هېوادونو کې د واورین پړانګانو شمېر له ۳۵۰۰ تر ۷۵۰۰ پورې اټکل شوی، خو ناقانونه ښکار، د استوګنځایونو تخریب او د اقلیم بدلون یې ژوند ګواښي.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، واورین پړانګان په افغانستان، بوتان، چین، هند، قزاقستان، قرغزستان، منګولیا، نیپال، پاکستان، روسیه، تاجکستان او ازبکستان کې د لوړو او سختو غرنیو سیمو اوسېدونکي دي. د دوی د ژوند سیمې شاوخوا ۱،۹ میلیون کیلومتره مربع پراخوالی لري، خو د دې پراخې جغرافیې په اوږدو کې یې یوازې څو زره پاتې دي.

راپور وايي، واورین پړانګ د طبیعت د ایکولوژیک توازن په ساتلو کې مهم رول لري؛ ځکه د ښکارېدونکو حیواناتو شمېر تنظیموي او د لوړو غرنیو سیمو د طبیعي چاپېریال په سالم ساتلو کې مرسته کوي. د راپور په وینا، د دې پړانګانو ساتنه د نورو ژوو، لکه خړ لېوه او یوریشیايي سیاه‌ګوش، د ژوند د سیمو په خوندي کولو کې هم مرسته کوي. له همدې امله، واورین پړانګ د «چترۍ ډول» یا داسې ژوي په توګه پېژندل کېږي چې ساتنه یې د ګڼو نورو ژوو د ساتنې لپاره هم ګټوره ده.

د واورین پړانګانو پر وړاندې ګواښونه

د راپور له مخې، په قرغزستان او تاجکستان کې د غرنیو کلیوالو ټولنو ډېری خلک د څارویو په ساتلو او څرولو بوخت دي. د څارویو د شمېر زیاتوالی په ځینو سیمو کې څړځایونه او د وحشي ژوو د ژوند چاپېریال خرابوي او د هغو حیواناتو شمېر کموي چې واورین پړانګان یې ښکار کوي.

راپور زیاتوي، کله چې واورین پړانګان پر کورنیو څارویو بریدونه وکړي، د انسانانو او وحشي ژوو ترمنځ شخړې رامنځته کېږي او په ځینو مواردو کې خلک د غچ اخیستنې په موخه پړانګان وژني. ناقانونه ښکار، د ژوو او د هغوی د ښکارېدونکو حیواناتو غیرمنظم تجارت، د کانونو کیندنه، د سړکونو او کټارو جوړول هم د دې ژوي د ژوند سیمې ټوټه ټوټه کوي.

د اقلیم بدلون هم د واورین پړانګانو پر راتلونکي د فشار یو بل عامل بلل شوی دی.

د راپور له مخې، اټکلونه ښيي چې د دې پړانګانو لپاره مناسبې سیمې به په راتلونکي کې د اسیا شمال ته واوړي او هغوی به لا لرې او لوړو غرنیو سیمو ته وشړل شي.

واورین پړانګ د طبیعت د ساتنې نړیوالې ټولنې (IUCN) په سور نوملړ کې د «زیان‌منونکي» ډول په توګه ثبت دی او د وحشي ژوو او نباتاتو د نړیوال تجارت کنوانسیون (CITES) د لومړۍ ضمیمې له مخې هم تر ساتنې لاندې دی.

د راپور له مخې، د ملګرو ملتونو د «ورکېدونکو خزانو» پروګرام اوس په قرغزستان او تاجکستان کې د واورین پړانګانو پر ساتنه تمرکز کوي. اټکل کېږي چې په قرغزستان کې شاوخوا ۱۵۰ او په تاجکستان کې له ۲۵۰ تر ۲۸۰ پورې واورین پړانګان ژوند کوي.

نېشن‌سول موسسې د افغان ښځو د حقونو فعالې زرقه یفتلي ته د «ممکن راتلونکي» جایزه ورکړې

۳۰ تله ۱۴۰۵ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۰:۴۰ GMT+۱
100%

افغانه فعاله زرقه یفتلي د امریکا د نېشن‌سول (NationSwell) موسسې د «ممکن راتلونکي» جایزه د مدافع په برخه کې ګټلې ده. نېشن‌سول د پنجشنبې په ورځ اعلان کړی، چې اغلې یفتلي یې د ښځو او ماشومانو د حقونو په برخه کې د هغې د هڅو او عدالت غوښتنې له امله د یادې جایزې ګټونکې ټاکلې ده.

د دې موسسې په وینا، د «ممکن راتلونکي» جایزې په لومړي پړاو کې په ۱۰ برخو کې ۱۲ اغېزناکو شخصیتونو ته جایزې ورکړل شوې دي. په دغو برخو کې نوښت، عدالت غوښتنه، د ټولنې هڅونه، مشري او د دوامدارو بدلونونو رامنځته کول شامل دي.

نېشن‌سول ویلي، د جایزو ګټونکي د یوې انتخاباتي پروسې له لارې، د کارپوهانو او پېژندل شویو شخصیتونو په سلا مشوره ټاکل شوي دي. په دغو شخصیتونو کې د نوبل د سولې جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ، امریکايي لیکوال او ټولنیز ارواپوه جاناتن هایټ او د «اکوینګ ګرین» سازمان اجرایوي مشره شېرل ډورسي هم شامل وو.

یادې موسسې زرقه یفتلي د «مدافع» په برخه کې د جایزې ګټونکې معرفي کړې ده. د نیشن‌سول په وینا، دا جایزه هغو کسانو ته ورکول کېږي چې د مهمو ټولنیزو موضوعاتو په اړه د عامه پوهاوي په لوړولو، د ستونزو د حل پر اړتیا په ټینګار او د عدالت غوښنتې د وسیلو په کارولو سره د مثبتو بدلونونو لپاره هڅې کوي.

زرقه یفتلي د بدخشان ولایت اوسېدونکې ده او له کلونو راهیسې د ښځو او ماشومانو د حقونو او د افغان نجونو د زده‌کړو ته د لاسرسي په برخه کې فعالیت کوي. نوموړې اوس په کاناډا کې ژوند کوي.

تر دې وړاندې، د هغې د فعالیتونو په اړه جوړ شوي یوه فلم د فرانسې په کن ښار کې د رسنیو او ټلوېزیون د جایزو په سیالۍ کې د «سپینو زرو دولفین» جایزه ترلاسه کړې وه.

د نېشن‌سول موسسې بنسټګر او اجرایوي مشر ګریګ بهرمن ویلي، چې د ټولنیزو بدلونونو رامنځته کول د مخکښو فعالانو او هغو ډلو ګډو هڅو ته اړتیا لري چې د نوښت، مشارکت او په ټولنیزو او سیاسي جوړښتونو کې د بدلون له لارې د ټولنې ستونزو ته نوې حللارې وړاندې کوي.

ټاکل شوې، چې د نېشن‌سول د روان کال د جایزو له ګټونکو څخه د دې موسسې په کلنۍ غونډه کې د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر په ۲۷مه، چې د ۱۴۰۵ لمریز کال د لړم له ۵مې سره سمون خوري، د امریکا د پنسلوانیا ایالت په فلاډلفیا ښار کې ستاینه وشي.

نېشن‌سول په ۲۰۱۳ کال کې جوړه شوې امریکايي موسسه ده چې د ټولنیزو اغېزو په برخه کې فعالیت کوي. د دې موسسې د معلوماتو له مخې، له څه باندې ۲۰۰ لویو شرکتونو، خیریه بنسټونو او غیرانتفاعي سازمانونو سره همکاري کوي او موخه یې د ټولنیزو ستونزو د حل لپاره د اغېزناکو لارو چارو پراختیا او د بېلابېلو ادارو ترمنځ د همکارۍ پیاوړتیا ده.

ډېپلوماټ مجله: چین اوس‌ مهال په واخان دهلېز کې له طالبانو سره سوداګرۍ ته چمتو نه دی

۳۰ تله ۱۴۰۵ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۰:۰۳ GMT+۱
100%

ډېپلوماټ مجلې په یوې خپره کړې مقاله کې ویلي چې د واخان دهلېز له لارې له چین سره د نښلېدو په موخه د نوي جوړ شوي سړک فعالېدل له جدي امنیتي خنډونو سره مخ دي او پرې د سیمه‌ییزې سوداګرۍ پیل کېدل د اوس لپاره ممکن نه دي.

طالبانو د اکټوبر پر څلورمه نېټه په بدخشان ولایت کې د واخان ۱۲۱ کیلومتره ترانزیټي سړک تر درې کلنو هڅو وروسته پرانیست. که څه هم د طالبانو چارواکي دا پروژه د نړیوالو بازارونو او منځنۍ اسیا سره د هېواد د نښلېدو لپاره ستر ګام بولي، خو چین او طالبان د دغه دهلېز په اړه بېلابېل لیدلوري لري.

د مقالې له مخې، طالبانو د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري پر دغه سړک شاوخوا ۳۶۵ میلیونه افغانۍ چې کابو ۵.۶ میلیونه امریکایي ډالر کېږي، لګولي دي. د طالبانو د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر عبداللطیف منصور د پرانیستې په مراسمو کې وویل چې دا سړک سیاسي، اقتصادي او ستراتیژیک اهمیت لري او د بهرنیو انجینرانو له شتون پرته د افغان متخصصانو له خوا جوړ شوی دی. دغه راز د بدخشان والي رحمت‌الله نجیب ټینګار وکړ چې له ۴۵ کلونو جګړې وروسته خلک د هېواد په تر ټولو لرې سیمه کې د داسې لویې پروژې د بشپړېدو شاهدان دي.

د طالبانو د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت ادعا کړې چې دا دهلېز د چین لپاره د توکو د لېږد تر ټولو نږدې، خوندي او باوري لاره ده او کولی شي چین د عربي نړۍ، ترکیې، ایران او اروپا سره وتړي. ډېپلوماټ مجله لیکي چې دا ادعا له شکونو سره مخ ده، ځکه چین اوس هم له قزاقستان، قرغزستان او تاجکستان سره مستقیمې پولې او پرمختللې پټلۍ لري او خورګوس بندر هم د چین او قزاقستان پر پوله فعال دی. خو د افغانستان لپاره دا پروژه ځکه حیاتي بلل کېږي چې د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ روان تاوتریخوالی د سوداګرۍ د بندېدو لامل شوی او طالبان غواړي د پاکستان له اقتصادي فشارونو او د کراچۍ او ګوادر له لارو خپله ټرانزیټي تکیه کمه کړي.

سره له دې چې سړک بشپړ شوی، خو چین تر اوسه خپله پوله نه ده پرانیستې او د اکټوبر د څلورمې نېټې د پرانیستې په مراسمو کې یې هم استازي ګډون نه و کړی. چین څه باندې یوه لسیزه وړاندې د واخان پر پوله پوځي سړک یوازې د خپلو ګزمو او امنیتي څارنې لپاره جوړ کړی و او چینایي رسنۍ دا پوله د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې لومړۍ کرښه ګڼي. بیجینګ په افغانستان کې د ختیځ ترکستان د اسلامي غورځنګ (ETIM) له شتون او شاوخوا ۳ زره ایغور وسله‌والو له فعالیتونو سخته اندېښنه لري او له طالبانو یې غوښتي چې دا ډلې بې‌وسلې او چین ته وسپاري، څو دا دهلېز د سین‌کیانګ پر ضد ونه کارول شي.

د ملګرو ملتونو کارپوهان اروپا ته: افغانان مه شړئ او طالبانو ته مشروعیت هم مه ورکوئ

۳۰ تله ۱۴۰۵ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۹:۲۴ GMT+۱
100%

د ملګرو ملتونو کارپوهانو له طالبانو سره د اړیکو عادي کولو او دې ډلې ته د مشروعیت ورکولو لپاره د ځینو اروپايي هېوادونو هڅې وغندلې. دوی د اروپايي ټولنې له غړو هېوادونو غوښتې چې د افغان پناه غوښتونکو له شړلو ډډه وکړي.

هغوی د اروپايي ټولنې له غړو هېوادونو وغوښتل چې د افغان پناه غوښتونکو له شړلو ډډه وکړي او خبرداری یې ورکړ چې بېرته لېږل شوي کسان ښايي له شکنجې، خپل‌سري نیونو او د بشري حقونو له نورو جدي سرغړونو سره مخ شي.

د ملګرو ملتونو دغو کارپوهانو د پنجشنبې په ورځ د تلې په ۳۰مه، له اروپايي هېوادونو څخه د افغان وګړو د ایستلو په اړه په یوه اعلامیه کې خپله اندېښنه څرګنده کړه. هغوی ټینګار وکړ چې د نړیوالو بشري حقونو او د کډوالو د حقونو د قوانینو له مخې، د اروپايي ټولنې غړي هېوادونه مکلف دي چې ناامنو هېوادونو ته د خلکو د بېرته لېږلو د منع اصل رعایت کړي.

دوی په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت کړکېچن وباله او ویې ویل چې ښځې او نجونې په پراخه او سیستماتیکه توګه له جنسیتي ځورونې او تعقیب سره مخ دي. د دغو کارپوهانو په وینا، دا ډول کړنې ښايي د بشریت پر ضد د جرمونو مصداق وګرځي.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو همداراز خبرداری ورکړ چې قومي او مذهبي لږکي، د بشري حقونو مدافعان، خبریالان، د بېلابېلو جنسي تمایلاتو یا جنسیتي هویت لرونکي کسان، د پخوانیو امنیتي او دفاعي ځواکونو غړي او د افغانستان د پخواني حکومت یو شمېر کارکوونکي هم د شکنجې، خپل‌سري نیونو، له قانوني بهیر پرته وژنو او د بشري حقونو له نورو جدي سرغړونو سره مخ کېدای شي.

هغوی ټینګار وکړ چې د نړیوالو قوانینو له مخې، هېڅ هېواد باید یو څوک داسې ځای ته بېرته ونه لېږي چې هلته د شکنجې، جبري ورکېدو، خپل‌سري نیونې، وژنې یا د بشري حقونو د نورو جدي سرغړونو له خطر سره مخ وي.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو له اروپايي هېوادونو وغوښتل چې د هر چا تر شړلو مخکې د هغه د شخصي شرایطو په پام کې نیولو سره احتمالي خطرونه وارزوي او د عادلانه محاکمې حق رعایت کړي. هغوی ټینګار وکړ چې ان د مقصد هېواد له لوري د ډیپلوماټیکو تضمینونو ترلاسه کول هم شړونکي هېوادونه له خپلو نړیوالو مکلفیتونو څخه نه شي معاف کولای.

له طالبانو سره د اړیکو عادي کولو په اړه خبرداری

د ملګرو ملتونو کارپوهانو خبرداری ورکړ چې د بشري حقونو د وضعیت د ښه کولو لپاره د روښانه شرایطو له ټاکلو پرته له طالبانو سره د اړیکو پراخول، د بشري حقونو د پراخو سرغړونو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د جنسیتي ځورونې او تعقیب، د عادي کېدو لامل کېدای شي.

هغوی وویل چې ځینې اروپايي هېوادونه د افغان وګړو د ایستلو د اسانتیا لپاره له طالبانو سره «تخنیکي» خبرې اترې روانې ساتي او د دې ډلې قونسلګري استازو ته یې هم په خپله خاوره کې د فعالیت اجازه ورکړې ده.

د ملګرو ملتونو دغو کارپوهانو له اروپايي هېوادونو وغوښتل چې په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت د ښه کولو لپاره خپلې ډیپلوماټیکې هڅې زیاتې کړي. هغوی ټینګار وکړ چې تر هغو باید له طالبانو سره د اړیکو له عادي کولو او دې ډلې ته له مشروعیت ورکولو ډډه وشي، څو د پام وړ بدلونونه رامنځته شوي نه وي؛ په دغو بدلونونو کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د زده‌کړو او د ښځو د لوړو زده‌کړو د بندیزونو لغوه کول هم شامل دي.

د اعلامیې له مخې، د ملګرو ملتونو کارپوهانو خپلې اندېښنې په رسمي توګه له اروپايي ټولنې او د دې ټولنې د څو غړو هېوادونو له حکومتونو سره شریکې کړې دي.

له طالبانو سره د اروپايي هېوادونو د همکارۍ پراخېدل

د ملګرو ملتونو د کارپوهانو دغه خبرداری په داسې حال کې ورکول کېږي چې یو شمېر اروپايي هېوادونو د افغان وګړو د ایستلو د اسانتیا لپاره له طالبانو سره خپلې اړیکې او تخنیکي همکارۍ پراخې کړې دي.

د روان کال د سرطان په دویمه، د طالبانو یوه پنځه کسیزه پلاوي په بروکسل کې د اروپايي کمېسیون او د اروپايي ټولنې د ۱۵ غړو هېوادونو له استازو سره افغانستان ته د افغان وګړو د بېرته لېږلو په اړه خبرې وکړې. اروپايي کمېسیون دغه لیدنه «تخنیکي» وبلله او ټینګار یې وکړ چې دا د طالبانو د په رسمیت پېژندلو په معنا نه ده؛ خو د طالبانو د پلاوي مشر دغه لیدنه «تاریخي» وبلله.

جرمني افغانستان ته د افغان وګړو د شړلو بهیر بېرته پیل کړی او د دې بهیر د اسانتیا لپاره یې د طالبانو له استازو سره همکاري کړې ده. د خپرو شویو شمېرو له مخې، د روان کال د سنبلې تر ۲۵مې پورې، د جرمني د اوسني حکومت له واک ته رسېدو راهیسې ۲۶۳ افغان وګړي افغانستان ته شړل شوي دي.

اتریش هم افغانستان ته د افغان وګړو د شړلو د زمینې برابرولو لپاره له طالبانو سره تخنیکي اړیکې ټینګې کړې دي. ناروې هم د افغانستان د قونسلګریزو چارو او ډیپلوماټیکو استازولیو په برخه کې له دې ډلې سره تعامل کړی دی.

فرانسې هم د میزان په میاشت کې تایید کړه چې د ځینو هغو افغان وګړو د بېرته لېږلو لپاره یې له طالبانو سره تخنیکي خبرې پیل کړې دي چې په دغه هېواد کې قانوني استوګنه نه لري، او همداراز د هغو کسانو د ایستلو لپاره چې د فرانسوي چارواکو په اند امنیتي ګواښ ګڼل کېږي. د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په دې بهیر کې پناه غوښتونکي او ښځې شاملې نه دي.

دا همکارۍ په داسې حال کې پراخې شوې دي چې یادو هېوادونو طالبان د افغانستان د قانوني حکومت په توګه نه دي په رسمیت پېژندلي. خو منتقدان خبرداری ورکوي چې د افغانانو د شړلو لپاره له طالبانو سره همکاري ښايي په اروپا کې د دې ډلې د نفوذ او عملي مشروعیت د زیاتېدو لامل شي.

تازه څیړنه: افغانستان ته شاوخوا ۱،۴ میلیارده ډالره مرستې له «محرمانه» لارو لېږدول شوې

۳۰ تله ۱۴۰۵ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۵:۴۹ GMT+۱
100%

کابل څېړنیز انسټیټیوټ په خپل تازه راپور کې ویلي، چې افغانستان ته د بشري مرستو شاوخوا ۱،۴ میلیارده ډالره له هغو لارو له لارې لېږدول شوي چې په مالي اسنادو کې «محرمانه» ثبت شوې دي. دغه بنسټ ټینګار کړی چې د معلوماتو نه عام کېدل په دې معنا نه دي چې له مرستو ناوړه ګټه اخیستل شوې ده.

د دغه انسټیټیوټ مسوول نوید کاووسي د پنجشنبې په ورځ، د تلې په ۳۰مه، د خپل بنسټ د څېړنیز راپور د خپرېدو په خبري غونډه کې وویل، چې مرستندوی هېوادونه د ورکړل شویو پیسو او د هغو د ترلاسه کوونکو بنسټونو په اړه معلومات خپروي، خو د لومړنیو ترلاسه کوونکو له خوا د دغو پیسو تر حصول وروسته د هغو د برخلیک په اړه ډېر لږ معلومات شته.

هغه وویل: «د افغانستان هر وګړی حق لري پوه شي چې افغانستان ته څومره پیسې مرسته کېږي او دا پیسې چېرته ځي.»

نوموړي زیاته کړه چې د مرستو د لګښت په اړه د پلي کېدونکو پروګرامونو په کچه هېڅ داسې معلومات په عامه سرچینو کې نه دي خپاره شوي چې د کمپیوټري پروګرامونو له لارې د تحلیل وړ وي.

د کابل انسټیټیوټ مسوول ټینګار وکړ چې د دې څېړنې موندنې په دې معنا نه دي چې له مرستو اختلاس، حیف‌ومیل یا ناوړه ګټه اخیستنه شوې ده. د هغه په وینا، د راپور موخه د پیسو د لېږد په بهیر کې د روڼتیا د نشتوالي څرګندول دي.

کابل انسټیټیوټ د دې موضوع د څېړلو لپاره «افغانستان ته د مرستو د تعقیب» په نوم یو انلاین سیسټم جوړ کړی دی.

کاووسي وویل، چې دغه سیسټم د مرستندویو هېوادونو او مرستې ترلاسه کوونکو بنسټونو پر خپرو شویو معلوماتو ولاړ دی او په هغه کې اټکلي شمېرې نه دي کارول شوې.

د نوموړي په وینا، دغه سیسټم افغان وګړو، خبریالانو او څېړونکو ته دا زمینه برابروي چې د افغانستان لپاره د ژمنه شویو، تعهد شویو او ورکړل شویو مرستو کچه وڅېړي او د پیسو د لېږد بهیر تر هغه ځایه تعقیب کړي چې په اړه یې معلومات موجود وي.

کابل انسټیټیوټ همدارنګه موندلې چې د روان لمریز کال لپاره افغانستان ته له ژمنه شویو ۳،۷۸ میلیارده ډالرو مرستو څخه تر اوسه هېڅ اندازه پیسې افغانانو ته نه دي رسېدلې.

په کاناډا او فرانسه کې د افغانستان پخواني سفیر عمر صمد په دې انلاین غونډه کې وویل، چې افغانستان ته بشري مرستې د ۲۰۲۲ کال د اوج په پرتله شاوخوا ۸۰ سلنه کمې شوې دي، په داسې حال کې چې د خلکو اړتیاوې لا هم پراخې دي.

هغه د افغانستان اقتصادي او سیاسي وضعیت ته په اشارې وویل، چې د پراختیايي پروژو لپاره بهرنۍ مرستې نږدې په بشپړ ډول درېدلې دي او طالبان تر ډېره پر کورنیو عوایدو تکیه کوي.

صمد زیاته کړه چې افغانستان ته د پیسو د لېږد او د نړیوالو مرستو د لګښت څرنګوالی پوښتنې راپورته کوي.

د هغه په وینا، د بشري مرستو د لګښت په برخه کې د روڼتیا نشتوالی د خلکو باور کموي او افغانستان ته د نورو مرستو برابرول ستونزمنوي.

په استرالیا کې د اقتصاد او سولې انسټیټیوټ څېړونکي محب اقبال هم په دې انلاین غونډه کې وویل، چې افغانستان ته نړیوالې مرستې په پراخه کچه کمې شوې او پراختیايي پروګرامونه عملاً درېدلي دي.

د هغه په وینا، اوسني مرستندوی پروګرامونه تر ډېره د خوړو، لومړنیو روغتیايي خدمتونو او د خلکو د بېړنیو اړتیاوو پر پوره کولو متمرکز دي.

نوموړي زیاته کړه چې مرسته کوونکو هېوادونو په ۲۰۲۱، ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کلونو کې هم هڅه کوله چې د افغانستان خلکو ته لومړني روغتیايي او د تغذیې خدمات برابر کړي، خو په ورپسې کلونو کې د دغو مرستو کچه نوره هم راټیټه شوې ده.

دغه څېړونکي خبرداری ورکړ چې د مالي سرچینو کمښت روغتیايي خدمات هم له ګواښ سره مخ کوي. د هغه په وینا، په تېرو یوه یا دوو کلونو کې داسې راپورونه خپاره شوي چې د بودجې د پرې کېدو له امله سلګونه روغتیايي کلینیکونه تړل شوي دي.

د بشري مرستو کارپوهې لیمې مرتضی ویلي، چې په افغانستان کې د مرستو په ډېرو پروګرامونو کې لوی نړیوال بنسټونه د منځګړو رول لوبوي او مرستې په عملي توګه د سیمه‌ییزو بنسټونو له لارې اړو کورنیو ته رسېږي.

مېرمن مرتضی وویل، چې د مرستو بهیر ډېری له مرستندویو هېوادونو پیلېږي او تر څو بنسټونو له تېرېدو وروسته اړو کورنیو ته رسېږي.

هغې څرګنده کړه چې د امریکا، جرمني او بریتانیا په څېر هېوادونه ملګرو ملتونو یا نورو لویو نړیوالو بنسټونو ته پام وړ پیسې ور کوي او دغه بنسټونه د پیسو یوه برخه سیمه‌ییزو ادارو ته لېږدوي، چې د مرستو د مستقیم وېش مسوولیت پر غاړه لري.