بلوچستان کې د ترافیکي پېښې له امله ۱۲ کسان مړه شوي

د پاکستان د بلوچستان ایالت په لسبیله سیمه کې د دوو موټرو د ټکر له امله ۱۲ کسان مړه شوي او ۲۲ نور ټپیان دي.

د پاکستان د بلوچستان ایالت په لسبیله سیمه کې د دوو موټرو د ټکر له امله ۱۲ کسان مړه شوي او ۲۲ نور ټپیان دي.
د بلوچستان د ژغورنې ادارې ویلي چې یاده پېښه نن د جمعې په ورځ شوې او د پېښې په قربانیانو کې درې ښځې هم شاملې دي.
د بلوچستان چارواکو د ځینو ټپیان روغتیايي وضعیت د اندیښنې وړ بللی دی.
د بلوچستان پولیسو ویلي د ترافیکي پېښې د لامل معلومولو په اړه یې رسمي څېړنې پیل کړې دي.

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ د اوږدمهالې بندېدا له امله پاکستاني صادروونکي له درنو زیانونو سره مخ دي، توکي یې بند پاتې دي او د منځنۍ اسیا بازارونو ته بدیلې لارې هم خورا ګرانې پرېوځي.
د طالبانو او پاکستان ترمنځ تر خونړیو نښتو وروسته، تېر کال په اکټوبر میاشت کې د دواړو هېوادونو ترمنځ ټولې سوداګریزې لارې وتړل شوي.
د سوداګرو د اټکل لهمخې، چې د کابل او اسلام اباد ترمنځ د سوداګرۍ بندښت له امله په تېر یوه کال کې سوداګرۍ ته ۲،۵ میلیارده ډالر زیان اوښتی دی.
د پاکستاني رسنیو د راپورونو لهمخې، د کابل او اسلام اباد ترمنځ د سوداګرۍ بندښت له امله د پاکستان د درمل جوړولو صنعت سخت اغېزمن شوی، ځکه افغانستان یې د درملو تر ټولو لوی بازار دی.
د پېښور په حیات اباد کې د درملو یوې فابریکې مسوولان، چې لا هم پکې تولید دوام لري، د لارو تړل کېدو له امله اړ دې چې د خپلو تولیداتو پلور او لېږد له سره و ارزوي.
د دغې فاریکې ۷۰ سلنه بسته بندي شوي درمل د افغانستان او منځنۍ اسیا د بازارونو لپاره ځانګړي شوي وو، خو د فابریکې مسول جنید الطاف ویلي چې د لارو تړل کېدو له امله سخت زیانمن شوي دي.
الطاف زیاته کړې:« کله چې لار وتړل شوه، موږ لا له مخکې فرمایشونه ترلاسه کړي وو. د توکو یوه برخه چمتو وه او د یوې برخې تولید لا روان و.»
هغه زیاته کړه چې شرکت درانه زیانونه ګاللي دي. نوموړي زیاته کړې چې «د بستهبندۍ ځینې توکي په فارسي ژبه وو. د روسیې او ازبکستان لپاره بستهبندي په روسي ژبه وه. د بستهبندۍ دا ټول توکي وغورځول شول.»
د لارو بندښت له امله د خوراکي توکو او کرنیزو محصولاتو صادروونکي هم زیانمن شوي دي او د ډیورنډ کرښې پورې غاړې په سوداګرۍ کې د ښکېلو کارګرانو او سوداګریزو شرکتونو شبکه هم له ستونزو سره مخ شوې ده.
د وریژو، غوښې، مېوو او کچالو صادروونکي شرکت «اېم اېم الهي ټرېډرز» اجرایوي مشر او شریک مدیر منظور الهي وویل: «دا نه یوازې زما لپاره، بلکې د افغانستان او ازبکستان په سوداګرۍ کې د ټولو ښکېلو کسانو، د پېښور د سوداګریزې ټولنې، کارګرانو او د ګمرکي تصفیې د استازو لپاره ټکان ورکوونکی وضعیت و.»
د سوداګرۍ له ځنډېدو مخکې، د افغانستان او منځنۍ اسیا بازارونو د هغه د شرکت د عوایدو ۸۰ سلنه جوړوله، خو اوس دا ونډه پنځه سلنې ته راټیټه شوې ده.
اوږدې لارې او لوړ لګښتونه
په داسې حال کې چې له مهمو لارو څخه سوداګریزه لا هم بنده ده، د الهي په څېر صادروونکي د منځنۍ اسیا بازارونو ته د رسېدو لپاره د بدیلو لارو په لټه کې دي. په دغو لارو کې د ایران له لارې لېږد هم شامل دی، چې لګښتونه یې لوړ او سفرونه یې اوږده دي.
د ایران له لارې بدیله لاره د پاکستان د بلوچستان ایالت له سیمو تېرېږي، چې امنیتي ګواښونه پکې لوړ دي، او نږدې شپږ اونۍ وخت نیسي.
صادروونکي محمد نعیم وویل: «پخوا به د تورخم له لارې بار په یوه اونۍ کې ازبکستان ته رسېده او د لېږد لګښتونه به له دوه زره تر درې زره امریکايي ډالرو پورې وو. اوس د ایران له لارې د لېږد لګښت شاوخوا له ۱۰ زره تر ۱۳ زره ډالرو پورې دی».
هغه زیاته کړه: «که کوم توکی تاریخ تېر شي یا خراب شي، یوازینۍ حللاره یې غورځول دي.»
اسلاماباد ویلي، تر هغه به له افغانستان سره سوداګري بېرته پیل نه کړي، څو د طالبانو اداره په خپله خاوره کې د فعالو وسلهوالو پر وړاندې اقدام ونه کړي.
شنونکي خبرداری ورکوي چې د پاکستان دا پرېکړه ښايي برعکس پایلې ولري، په داسې حال کې چې د دغه هېواد د ټولې سوداګرۍ کسر لا هم پراخېږي. دوی ټینګار کوي چې اقتصاد باید سیاسي نه شي.
د اقتصادي پالیسۍ د مشارکت بنسټ د څېړنو مشر وقار احمد د چین او هند ترمنځ سوداګرۍ ته په اشاره وايي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوږدمهالو سیاسي او پوځي ترینګلتیاوو سربېره دوام لري. هغه د پاکستان د صادراتو د وضعیت په اړه هم خبرداری ورکړ او ویې ویل چې دغه هېواد اړتیا لري د پیسو نړیوال صندوق د پروګرام په چوکاټ کې د خپلو بهرنیو اسعارو زېرمې پیاوړې کړي. هغه زیاته کړه: «دا چې د پاکستان صادرات نه زیاتېږي، ډېر د اندېښنې وړ دي.»
نوموړي زیاته کړې«که دا پروګرام بریالی شي، نو د پاکستان د بهرنیو اسعارو زېرمې باید زیاتې شي.»
پاکستاني سوداګریزو ډلو له اسلاماباد او کابل نه غوښتي چې خپل اختلافونه د خبرو له لارې حل کړي، خو داسې نښې نشته چې دغه کړکېچ به په نږدې راتلونکي کې پای ته ورسېږي.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ روانه شخړه، چې د ۲۰۲۶ کال په فبرورۍ کې د پاکستان له لوري د «پرانیستې جګړې» تر اعلان وروسته سخته شوه، لا هم دوام لري. راپورونه ښيي چې دواړه لوري په زیاتېدونکي ډول پر نیابتي وسلهوالو ډلو تکیه کوي او دې وضعیت د شخړې د لا پراخېدو اندېښنې راپارولي دي.
د نیویارک ټایمز د راپور له مخې، چین، روسیې، ترکیې، سعودي عربستان او قطر د کابل او اسلاماباد ترمنځ د منځګړیتوب هڅې کړي؛ خو تر اوسه یې کومه عملي پایله نه ده لرلې.
راپور لیکي ، چې د شنبې ورځې په وروستیو نښتو کې د پاکستان پوځ ادعا وکړه چې د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې یې د افغان ځواکونو یو پوځي مرکز له منځه وړی او یو شمېر افغان سرتېري یې وژلي دي. خو د طالبانو تر واک لاندې سیمهییزو چارواکو دغه ادعا رد کړه او ویې ویل چې په نښته کې ۱۳ پاکستاني سرتېري وژل شوي دي.
د بحران نړیوالې ډلې شنونکي ابراهیم بهیس نیویارک ټایمز ته ویلي، د شخړې تر ټولو خطرناک اړخ دا دی چې دواړه خواوې نیابتي ډلو ته مخه کوي. د هغه په وینا، پر طالبانو تور دی چې د پاکستان ضد وسلهوال نه مهاروي او په ورته وخت کې پاکستان د طالبانو له مخالفو وسلهوالو ډلو سره د اړیکو پراخولو لېوالتیا ښيي.
راپور وايي، طالبانو د سپټمبر په ۲۷مه ادعا وکړه چې ۲۸ وسلهوال یې وژلي او ۳۲ نور یې نیولي چې له پاکستان څخه افغانستان ته اوښتي وو. پاکستان دا ادعاوې رد کړې او بېاساسه یې بللې دي.
د راپور له مخې، په وروستیو میاشتو کې د پاکستان پوځي او استخباراتي چارواکو د طالبانو ضد وسلهوالو ډلو له مشرانو سره لیدلي دي. سرچینې وایي، په دغو لیدنو کې د احتمالي ملاتړ موضوع هم مطرح شوې ده.
روانې شخړه د دواړو هېوادونو پر ملکي وګړو هم دروند اغېز کړی دی. راپور وايي، د جګړې له پراخېدو راهیسې لږ تر لږه ۱۱۰۰ افغان ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. بل لور ته، د سویلي اسیا د ترهګرۍ د څار مرکز د معلوماتو له مخې، سږ کال په پاکستان کې د وسلهوالو بریدونو له امله تر ۷۳۰ زیات ملکي وګړي وژل شوي یا ټپیان شوي دي.
د راپور په وینا ،د سولې او ډیپلوماسۍ وروستۍ هڅې هم بېپایلې پاتې شوې دي. چین د ۲۰۲۶ کال په اپرېل کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د خبرو کوربه و، خو پرمختګ پکې ونه شو.
همدارنګه د اکتوبر په پنځمه په مسکو کې د افغانستان د امنیت په اړه د لسو هېوادونو غونډه د افغان او پاکستاني استازو د اختلافونو له امله له ګډې اعلامیې پرته پای ته ورسېده.
پاکستان د شخړې اصلي لامل د تحریک طالبان پاکستان (ټيټيپي) فعالیتونه بولي. اسلاماباد ادعا کوي چې د دغې ډلې زرګونه غړي د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد بریدونه کوي. طالبان بیا دا تورونه په وار وار رد کړي او ویلي یې دي چې د پاکستان پر ضد د هېڅ وسلهوالې ډلې ملاتړ نه کوي.
سره له دې چې دواړه لوري په ښکاره د خبرو اترو ملاتړ کوي، پاکستان ټینګار لري چې تر هغو به له طالبانو سره مذاکرات ونه کړي، څو هغوی د پاکستان ضد وسلهوالو ډلو د فعالیتونو مخه نه وي نیولې.
شنونکي خبرداری ورکوي چې د پوځي فشارونو او نیابتي جګړې پراخېدل ښايي شخړه لا اوږده او پېچلې کړي او تر ټولو ستر زیان به یې بیا هم ملکي وګړو ته ورسېږي.
د خیبرپښتونخوا د ۱۲ قبایلي ولسوالیو د تازه جوړ شوي سکرتریت ویاند محمود جان بابر ادعا لري، چې افغان طالبان او تحریک طالبان پاکستان سره یو لاس دي. خو افغان طالبانو په وار وار دغه ادعا رد کړې، چې ګواکې له پاکستاني طالبانو سره یو لاسي دي.
په خیبرپښتونخوا کې د والي واکمنۍ او بېړني حالت له اعلانېدو وروسته د پښتونخوا د ۱۲ قبایلي ولسوالیو لپاره یو نوی سکرتریت جوړ شوی، څو د قبایلي سیمو د ښېرازۍ لپاره نوې تګلاره جوړه او په عملي کېدو سره یې د پرمختیا بهیر پيل شي.
د دغه نوي سکرتریت ویاند محمود جان بابر له افغانستان انټرنشنل- پښتو سره په ځانګړې مرکه کې ادعا کړې، چې افغان طالبان او د پاکستان طالبان سره یو لاس دي او په باور یې که افغان طالبان د ټيټيپي مخه ونیسي، نو په قبایلي سیمو کې دوام نهشي راوړلای.
محمود جان بابر ادعا لري: «د تحریک طالبان افغانستان او تحریک طالبان پاکستان داسې ویل کېږي، چې سره یو دي. د اوس لپاره افغان طالبان یې نهایساروي. که افغانستان یې ایسار کړي، نو دلته موږ ورته یو لاس شوي یو».
بابر څرګندوي، په خیبرپښتونخوا کې د تحریک انصاف ګوند د حکومت پر مهال پولیسو څرګنده اجازه نهدرلوده، چې د وسلهوالو پر ضد د پاکستان د پوځ په عملیاتو کې ګډون ولري، خو اوس پولیس او پوځ به یو ځای په عملیاتو کې ونډه واخلي.
هغه زیاتوي: «که افغانستان همکاري وکړي، نو دوی [ټيټيپي] له کرښې نهشي راتللای او په کوم کلي کې هم نهشي پټېدلای، ځکه مو ته بیا پته لګېږي».
هغه په پښتونخوا کې د افغان کډوالو په تړاو څرګنده کړه، چې د کډوالو په تړاو د پاکستان تګلاره د پښتونخوا لپاره هم ده او تر دې وروسته ناقانونه افغان کډوال په دغې صوبه کې د اوسېدو اجازه نهلري او باید خپل هېواد ته ستانه شي.
هغه د کرښې د دواړو غاړو قومونو په تړاو وویل، کېدای شي د یادو سیمو لپاره داسې یوه کړنلاره جوړه شي، چې د کرښې د دواړه غاړو اوسېدونکي له ویزو پرته سره لیده کاته او تګ راتګ وکړي او زیاته یې کړه: «کېدای شي داسې حل لاره جوړه شي، خو تر اوسه تایید نهده. په دې حل لارې سره به د کرښې دواړو غاړو ته خلک سره په اسانۍ او پرته له ویزې وګوري».
د نوموړي دغه څرګندونې په داسې حال کې دي، چې افغان طالبان د پاکستان امنیتي ستونزې او وسلهوالې ډلې د دغه هېواد کورنۍ ستونزه ګڼي او په دې برخه کې هر ډول لاس لرل یې په کلکه رد کړي او د افغان کډوالو تر څنګ افغان طالبانو د پاکستان په ګډون د افغان کډوالو له نورو کوربه هېوادونو غواړي، چې د نړۍوالو قوانینو او اصولو لهمخې له کډوالو سره چلند وکړي او په زور او جبر سره یې له اېستلو په کلکه ډډه وکړي.
د پاکستان د لومړي وزیر د سیاسي چارو سلاکار رانا ثناءالله له اپوزېسیون ګوندونو غوښتي چې نورې غوښتنې دې یوه خوا ته پرېږدي او د خیبر پښتونخوا د وضعیت او ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په اړه دې له حکومت سره خبرې وکړي.
د پاکستان د لومړي وزیر د سیاسي چارو سلاکار رانا ثناءالله د سنا مجلس په غونډه کې د وینا پر مهال د پاکستان تحریک انصاف ګوند په ګډون له اپوزېسیون ګوندونو سره د خبرو اترو لپاره د حکومت چمتووالی څرګند کړی او ویلي یې دي چې هېواد له ترهګرۍ سره مخ دی او په دې برخه کې د ټولو سیاسي ګوندونو ګډ دریځ ته اړتیا ده.
هغه وویل، د ضرب عضب عملیات په تېر کې د ټولو په سلا پیل شوي وو او د دغو عملیاتو له لارې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه شوې وه.
د نوموړي په وینا، اوس هم اړینه ده چې ټول سیاسي ګوندونه د ترهګرۍ پر وړاندې په ګډه مبارزه وکړي.
هغه زیاته کړه چې په ترهګریزو پېښو کې هره ورځ د امنیتي ځواکونو سرتېري وژل کېږي. نوموړي د یوه پوځي افسر د وژل کېدو یادونه هم وکړه او ویې ویل چې د ځینو وژل شویو سرتېرو د واده نېټې ټاکل شوې وې او ځینې یې د کوچنیو ماشومانو پلرونه وو.
د پاکستان د لومړي وزیر سلاکار وویل چې حکومت چمتو دی د ترهګرۍ د ستونزې د حل لپاره له اپوزېسیون سره ګډې خبرې وکړي.
د نوموړي په وینا، لومړی وزیر هم چمتو دی چې د دې ستونزې د حل لپاره ټول سیاسي اړخونه خبرو ته راوبولي.
رانا ثناءالله د اپوزېسیون پر اعتراضونو نیوکه وکړه او ویې ویل چې د خبرو اترو بلنې ته له مثبت ځواب ورکولو پرته اعتراض کول د هېواد په ګټه نه دي.
هغه د لومړي وزیر د دفتر مخې ته د اپوزېسیون د ناستې یادونه هم وکړه او ویې ویل چې د اعتراض پر مهال د لومړي وزیر د راایستلو ګواښونه شوي وو.
نوموړي د خیبر پښتونخوا د سولې او امنیت په اړه د لوړې کچې کمېټې د غونډو موضوع هم راپورته کړه او ادعا یې وکړه چې په تېرو ۱۱ میاشتو کې په خیبر پښتونخوا ایالت کې یوازې یوه غونډه شوې ده.
رانا ثناءالله د اپوزېسیون له مشر محمود خان اڅکزي څخه هم وپوښتل چې که د مرکزي اسمبلۍ د رییس دفتر ته نه ورځي نو بیا ولې د هغه له لوري ورکړل شوې سیاسي او پارلماني اسانتیاوې مني.
نوموړي وویل چې محمود خان اڅکزي د رییس په لاسلیک د اپوزېسیون مشر ټاکل شوی خو د رئیس په دفتر کې له لیدنې سره چمتووالی نه ښيي.
هغه د پخوانیو سیاسي خبرو اترو یادونه هم وکړه او ویې ویل چې د اسمبلۍ د ړنګولو په تېرو پړاوونو کې هم له اپوزېسیون سره خبرې شوې وې.
د نوموړي په وینا، د سپټمبر په لومړۍ اوونۍ کې د عمومي ټاکنو په اړه پرېکړه شوې وه خو وروسته شاه محمود قریشي د عمران خان سره د خبرو غوښتنه وکړه او بیا له خپل دریځه واوښت.
رانا ثناءالله پر پاکستان تحریک انصاف ګوند تور ولګاوه چې په ټولنیزو رسنیو کې د دولتي ادارو او د هغوی د مشرانو پر ضد تبلیغاتي کمپاینونه کوي.
هغه وویل چې په ټولنیزو رسنیو کې سپکې سپورې او د تورونو لګول سیاسي وضعیت خرابوي.
نوموړي زیاته کړه چې که له زندان څخه د داسې کمپاینونو د پرمخ وړلو هڅې وشي نو د اړوندو اصولو له مخې د بندیانو پر لیدنو هم محدودیتونه لګېدای شي.
روسیې په داسې حال کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د منځګړیتوب وړاندیز کړی چې تر دې وړاندې د څو هېوادونو هڅو د دواړو لورو د ترینګلتیا په کمولو کې څرګنده پایله نه ده لرلې.
خو له طالبانو سره د مسکو نږدې اړیکې، له امریکا سره د پاکستان اړیکې او د روسیې د فشار محدودې وسیلې دا پوښتنه راپورته کوي چې ایا مسکو کولای شي د طالبانو او اسلاماباد په محاسبو کې بدلون راولي؟
د طالبانو او پاکستان ترمنځ د ترینګلتیا له دوام سره، روسیې د دواړو لورو ترمنځ د منځګړیتوب هڅې پیل کړې دي. تېره اوونۍ د روسیې د بهرني استخباراتو ادارې مشر کابل ته او د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیر اسلاماباد ته سفرونه وکړل. له دغو لیدنو وروسته، په اسلاماباد کې د روسیې سفیر اعلان وکړ چې مسکو د پاکستان او طالبانو ترمنځ د ترینګلتیا د کمولو لپاره منځګړیتوب ته چمتو دی. د هغه په وینا، دا موضوع اسلاماباد ته د روسیې د کورنیو چارو وزیر د سفر پر مهال هم مطرح شوې وه.
د روسیې له خوا د منځګړیتوب لپاره د چمتووالي له اعلان سره سره، اسلاماباد تر اوسه د مسکو د منځګړیتوب د رسمي بهیر پیل نه دی تایید کړی. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند، سجاد حیدر خان، د پنجشنبې په ورځ، د میزان په ۲۴مه وویل چې د دواړو لورو ترمنځ د منځګړیتوب لپاره د روسیې له کوم رسمي نوښت څخه خبر نه دی.
هغه زیاته کړه چې پاکستان د ترینګلتیا د کمولو لپاره د خپلو ملګرو هېوادونو د هڅو هرکلی کوي، خو دا ډول هڅې باید د پام وړ پایلې ولري؛ په دې کې د طالبانو له خوا د هغو وسلهوالو ډلو پر وړاندې عملي او د تایید وړ اقدامات هم شامل دي چې د افغانستان له خاورې پر پاکستان بریدونه او فعالیتونه کوي.
دا هڅه په داسې وخت کې کېږي چې روسیې په دې وروستیو کې د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ غونډه کوربهتوب کړې وه. دغه غونډه د طالبانو او پاکستان ترمنځ د ډیپلوماتیکو اختلافونو له امله بېپایلې پای ته ورسېده او ګډونوال یې ونه توانېدل چې ګډه اعلامیه خپره کړي.
سره له دې، د طالبانو په اړه د مسکو دریځ تر ډېره د دې ډلې له دریځ سره نږدې پاتې شوی دی. روسي چارواکو د هغه څه ستاینه کړې چې دوی یې د طالبانو له خوا د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه بولي، او له دې ډلې سره یې د ملاتړ او همکارۍ پر اړتیا ټینګار کړی دی.
د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي، آصف دراني، په یوه مقاله کې د مسکو فارمټ غونډې په پای کې د روسیې دریځ د طالبانو د نړیوال مشروعیت د پراخولو او په نړیوال ډګر کې د دې ډلې د دریځ د پیاوړتیا لپاره د مسکو د لېوالتیا نښه بللې ده.
روسیه اندېښنه لري چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د جګړو دوام به په افغانستان او سیمه کې ناامني پراخه کړي او د منځنۍ اسیا هېوادونو امنیت به هم له ګواښ سره مخ کړي. په ورته وخت کې، داسې ښکاري چې د دغو ترینګلتیاوو د ریښو په اړه د مسکو لیدلوری تر یوه بریده د طالبانو له دریځ سره نږدې دی. طالبان ادعا کوي چې پاکستان د لوېدیځو هېوادونو په ملاتړ هڅه کوي پر دې ډلې فشار راوړي، خو داسې روښانه شواهد نشته چې روسیه دې هم دا ادعا منلې وي.
د روسیې د منځګړیتوب هڅې وروسته له هغې پیل شوې چې د ترکیې، سعودي عربستان، قطر او چین هڅې د دواړو لورو ترمنځ د ترینګلتیا په کمولو کې د پام وړ پایلې ته ونه رسېدې. پوښتنه دا ده چې ایا مسکو کولای شي له خپلو سیاسي امکاناتو څخه په ګټې اخیستو دغه کړکېچ مات کړي، او که د روسیې نوې هڅه به هم له هغو خنډونو سره مخ شي چې پخواني منځګړي یې له بریا پاتې کړي دي؟
مسکو د طالبانو ترڅنګ
د روسیې د منځګړیتوب په اړه یوه اساسي پوښتنه دا ده چې دغه هېواد تر کومه بریده بېطرفه دی او څومره کولای شي د دواړو لورو پر محاسبو اغېز وکړي. مسکو له طالبانو سره خپلې اړیکې پراخې کړې دي او لومړنی هېواد دی چې د طالبانو اداره یې په رسمیت پېژندلې ده. دا نږدېوالی ښايي د طالبانو مشرانو ته د روسیې لاسرسی اسانه کړي، خو په ورته وخت کې د منځګړي په توګه د مسکو پر رول د پاکستان باور محدودولای شي.
په مسکو کې د معاصر افغانستان د مطالعاتو مرکز مشر، عمر نثار، وایي چې روسیه له طالبانو سره نږدې ده او هڅه کوي پر پاکستان فشار راوړي. هغه افغانستان انټرنشنل ته ویلي: «روسیې د طالبانو اړخ نیولی دی. د روسیې موخه پر پاکستان فشار راوړل دي».
نثار همداراز ویلي چې داسې ښکاري مسکو د پاکستان د لومړي وزیر، شهباز شریف، له دریځه ناخوښ دی. د هغه په وینا، شریف د امریکا د ملاتړ د ترلاسه کولو لپاره مسکو ته خپل سفر څو ځله ځنډولی دی.
دا لیدلوری ښيي چې د مسکو او اسلاماباد ترمنځ سیاسي اختلافونه ښايي د منځګړیتوب پر بهیر اغېز وکړي. روسیه له طالبانو سره نږدې اړیکې لري، خو د شهباز شریف حکومت له امریکا سره نږدې اړیکې ساتي. دا وضعیت ښايي د روسیې او پاکستان ترمنځ د همکارۍ زمینه محدوده کړي، که څه هم له واشنګټن سره د اسلاماباد اړیکې په یوازې ځان له مسکو سره د پاکستان دریځ نه ټاکي.
د افغانستان په چارو کې د پاکستان پخواني استازي، آصف دراني، هم په یوه مقاله کې د طالبانو په اړه د روسیې پر تګلارې نیوکه کړې ده. هغه لیکلي چې مسکو د افغانستان په اړه د خپلو غونډو په بهیر کې له خپلو لومړنیو موخو واټن اخیستی دی.
دراني د مسکو فارمټ غونډې پر بهیر د نیوکې پر مهال لیکلي چې دغه غونډه د سیمې د هېوادونو د امنیتي اندېښنو له څېړلو لرې شوې او د «له طالبانو سره د تعامل او جوړجاړي» پر یوې وسیلې بدله شوې ده.
دا نیوکه د پاکستان د سیاسي کړیو د یوې برخې اندېښنې څرګندوي؛ هغوی له طالبانو سره د روسیې نږدېوالی د اختلافونو د حل لاره نه، بلکې د دې ډلې د دریځ د پیاوړتیا یو عامل ګڼي. په ورته وخت کې، پاکستان په نړیوالو غونډو کې تل هڅه کړې چې طالبان د ترهګرۍ ملاتړي او د افغانستان خاوره یو نړیوال ګواښ وښيي او د طالبانو له ادارې سره د تعامل او د هغې د رسمیت پېژندلو مخه ونیسي.
په همدې حال کې، ځینې پاکستاني شنونکي باور لري چې له واشنګټن سره د شهباز شریف او عاصم منیر نږدې اړیکو د اسلاماباد پر سیمهییزو محاسبو اغېز کړی دی. په پاکستان کې دا نظر هم مطرح شوی چې د دغه هېواد د پخواني لومړي وزیر عمران خان مسکو ته سفر، چې د اوکراین پر وړاندې د روسیې له برید لږ مخکې ترسره شوی و، له لوېدیځ سره د هغه د اړیکو په خرابېدو کې ونډه لرلې ده.
ولې ښايي روسیه د دواړو لورو په جوړجاړي کې بریالۍ نه شي؟
له طالبانو سره د روسیې سیاسي نږدېوالی په دې معنا نه دی چې مسکو به وکولای شي دا ډله د خپلو سیاستونو بدلون ته اړ کړي. د پاکستان په اړه هم ورته محدودیتونه شته. منځګړیتوب هغه وخت پایله ورکولای شي چې منځګړی له ښکېلو لورو سره د اړیکو ترڅنګ داسې وسیلې هم ولري چې هغوی همکارۍ ته وهڅوي یا د اختلافونو د دوام لګښت پرې لوړ کړي.
د افغانستان د پخواني حکومت یوه لوړپوړي چارواکي افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې «شونې نه ده روسیه د طالبانو او پاکستان په اوسنیو دریځونو کې د پام وړ بدلون راولي، ځکه د دواړو لورو پر وړاندې اغېزمنې وسیلې، لکه هڅوونکي امتیازونه، د فشار اهرمونه او د مخنیوي امکانات، په واک کې نه لري.»
دغه چارواکي، چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، د طالبانو او پاکستان ترمنځ اختلاف «ژور» او د دواړو لورو غوښتنې «متضادې» بللې دي.
د هغه په وینا، طالبان نه اراده لري او نه هم توان چې له خپلو پخوانیو متحدانو څخه لاس واخلي. په مقابل کې، پاکستان له طالبانو تمه لري چې لکه څنګه یې د افغانستان د اسلامي جمهوریت په نسکورولو کې ونډه لرله، چې پاکستان یې خپل سیال باله، اوس دې تحریک طالبان پاکستان هم له منځه یوسي؛ هغه ډله چې اسلاماباد یې خپل دښمن ګڼي.
دغه پخواني چارواکي ویلي: «دا به ډېره ستونزمنه وي چې روسیه د دواړو لورو په محاسبو او سیاستونو کې بنسټیز بدلون راولي».
د هغه په اند، د روسیې رول تر ډېره د سیاسي سپارښتنو او منځګړیتوب تر کچې محدود دی، نه دا چې د دواړو لورو ستراتیژیکې محاسبې بدلې کړي. هغه ویلي: «د روسیې رول به تر ډېره د یوه نصیحت کوونکي په کچه پاتې شي، نه د محاسبو د بدلوونکي په توګه.»
د طالبانو او پاکستان اختلاف یوازې د ډیپلوماتیکو ناسمپوهاویو پایله نه ده. اسلاماباد له طالبانو غواړي چې د تحریک طالبان پاکستان پر وړاندې اقدام وکړي، خو طالبانو تر اوسه د پاکستان د غوښتنو په اړه بل دریځ خپل کړی دی. تر هغه چې دواړه لوري د دې امنیتي مسئلې په اړه یوې هوکړې ته ونه رسېږي، یوازې ډیپلوماتیکې لیدنې ښايي د اړیکو مسیر بدل نه کړای شي.
سره له دې چې د مسکو امکانات محدود ښکاري، د منځګړیتوب بهیر ته د روسیې د ننوتلو څرنګوالی هم مهم دی. روسیې په تېر یوه کال کې څو ځله د طالبانو او پاکستان ترمنځ پر منځګړیتوب ټینګار کړی، خو دواړو لورو دغو غوښتنو ته پام نه دی کړی.
په کابل کې یوه لوړپوړي کارپوه افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې روسیه د طالبانو په غوښتنه دې بهیر ته ورګډه شوې ده. د هغه په وینا، طالبانو تر دې مخکې هم له ترکیې، چین او قطر څخه غوښتنه کړې وه چې له پاکستان سره د ترینګلتیا د کمولو او د اختلافونو د حل لپاره مرسته وکړي، خو دغو هڅو د دواړو لورو د اړیکو د ښه کېدو لامل نه شو.
په کابل کې د طالبانو یوې نږدې څېرې هم د روسیې د هڅو د پایلهورکوونکې کېدو په اړه شک څرګند کړی دی.
هغه افغانستان انټرنشنل ته ویلي: «فکر نه کوم چې د روسیې منځګړیتوب به پایله ورکړي. که روسیه اغېز لرلای، تر ټولو مخکې به یې په دې منځګړیتوب کې ګام اخیستی وای.»
دا څرګندونې ښيي چې ان د طالبانو ځینې نږدې کسان هم د اختلافونو په حل کې د روسیې پر وړتیا شک لري. خو له مسکو څخه د طالبانو غوښتنه ښايي دا وښيي چې دغه ډله غواړي له روسیې سره له خپلو نږدې اړیکو څخه په ګټې اخیستو د پاکستان فشار راکم کړي.
اسلاماباد تر کومه بریده خبرو ته چمتو دی؟
د پاکستان د خبریال طاهر خان په اند، د طالبانو او پاکستان ترمنځ د ترینګلتیا حل په پای کې د کابل او اسلاماباد پر پرېکړو پورې تړلی دی، نه یوازې د بهرنیو قدرتونو پر نوښتونو. هغه په پاکستان کې سیاسي فضا ته په اشارې ویلي: «څه چې زه په پاکستان کې وینم، دا هېواد نور له طالبانو سره خبرو او غونډو ته لېوالتیا نه لري.»
د طاهر خان په وینا، طالبان او پاکستان د یو بل غوښتنو ته پام نه کوي او په پاکستان کې امنیتي وضعیت هم کړکېچن دی.
د امنیتي تشې په اړه د روسیې اندېښنه
د طالبانو او پاکستان ترمنځ د ترینګلتیا په اړه د روسیې اندېښنه یوازې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر اړیکو محدوده نه ده. مسکو په وروستیو کلونو کې د افغانستان او منځنۍ اسیا په هېوادونو کې د ناامنۍ د پراخېدو پر مخنیوي ټینګار کړی دی. د جګړو دوام ښايي په سیمه کې بېثباتي زیاته او د روسیې په شاوخوا کې امنیتي وضعیت لا پېچلی کړي.
له بلې خوا، طالبانو په وار وار ادعا کړې چې پاکستان په افغانستان کې د ناامنۍ د رامنځته کولو پروژه له لوېدیځو هېوادونو څخه ترلاسه کړې ده. دا ادعا له اسلاماباد سره د اختلافونو د ریښو په اړه د طالبانو د سیاسي روایت یوه برخه ده.
په کابل کې یوه لوړپوړي کارپوه افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې «طالبانو په دې وروستیو کې د خپلو مخالفانو د مهارولو په اړه د ایران، روسیې او چین غوښتنې رد کړې او له پاکستان سره یې شخړه د پلمې په توګه وړاندې کړې ده.»
په حقیقت کې، د طالبانو او پاکستان اختلاف د مسکو لپاره یوازې د دوو لورو ترمنځ کړکېچ نه دی، بلکې په افغانستان کې د امنیتي ګواښونو په اړه له پراخو اندېښنو سره هم تړاو لري. روسیه ښايي وغواړي د منځګړیتوب له لارې هم د جګړې د پراخېدو مخه ونیسي او هم طالبان وهڅوي چې د سیمهییز امنیت په برخه کې لا ډېره همکاري وکړي.
منځګړیتوب که د کړکېچ مدیریت؟
د روسیې او منځنۍ اسیا د چارو کارپوه، غوث جانباز، باور لري چې مسکو کولای شي د طالبانو او پاکستان ترمنځ د ترینګلتیا په کمولو کې رول ولوبوي، خو د دواړو لورو د جوړجاړي لپاره د هغوی د اړ کولو وړتیا او نفوذ محدود دی.
هغه ویلي: «د پاکستان پر امنیتي محاسبو او د کابل پر پوځي پرېکړو د روسیې نفوذ محدود دی».
روسیه ښايي د ډیپلوماتیکو اړیکو له لارې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د ترینګلتیا په کمولو او د خبرو اترو په دوام کې مرسته وکړي، خو یوې تلپاتې هوکړې ته رسېدل د دواړو لورو په امنیتي دریځونو کې بدلون ته اړتیا لري. تر اوسه د داسې بدلون نښې نه لیدل کېږي او د طالبانو او پاکستان ترمنځ جګړې او اختلافونه لا هم مخ په زیاتېدو دي.
د قطر، ترکیې، چین او سعودي عربستان د پخوانیو هڅو تجربه هم ښيي چې یوازې د یوه بهرني منځګړي شتون د اختلافونو د حل لپاره بسنه نه کوي. دغو څلورو هېوادونو له طالبانو او پاکستان سره نږدې اړیکې لري.