• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د جرمني د بایرن ایالت لومړی وزیر: په «جرمونو» ککړ افغانان باید له خپل هېواده وشړو

۱ لړم ۱۴۰۵ - ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۳:۱۷ GMT+۱تازه شوی: ۲ لړم ۱۴۰۵ - ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۱:۱۵ GMT+۱

د جرمني د بایرن ایالت لومړي وزیر زودر افغانستان او سوریې ته د هغو کسانو د بېرته شړلو پر دوام ټینګار کړی، چې په باور یې په جرمونو ککړ دي او یا هم د دغه هېواد امنیت ته ګواښ ګڼل کېږي.

نوموړي د جمعې په ورځ (د لړم په لومړۍ) وویل، جرمني باید د دغو کسانو د اېستلو بهیر په جدي توګه وڅاري او په دې برخه کې به له هېڅ ډول نرمښت څخه کار وانه‌خیستل شي.

ښاغلي زودر په خپلو څرګندونو کې وویل، په دغه ایالت او په ټول جرمني کې ناقانونه کډوالي په بې‌ساري ډول راکمه شوې او د پناه غوښتنې د غوښتنلیکونو کچه هم ۵۰ سلنې ته را ټیټه شوې ده.

د هغه په خبره، د پناه غوښتونکو د منلو ظرفیت ۲۰ زره کسانو ته راکم شوی او ورسره د دوسیو د څېړلو چارې چټکې شوې دي.

هغه څرګنده کړه: «اوس به راتلونکي ګامونه په جدي توګه پورته کړو. زموږ په هېواد کې به له مجرمانو او امنیتي ګواښونو سره هېڅ ډول جوړجاړی ونه‌شي او دوی باید ان افغانستان او سوریې ته هم وشړل شي».

د بایرن د لومړي وزیر دا ټینګار په داسې حال کې دی، چې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ته په پام سره د پناه غوښتونکو بېرته لېږل لا هم له ګڼو حقوقي او سیاسي خنډونو سره مخ دي.

له دې سره سره، جرمني او یو شمېر نور اروپايي هېوادونه هڅه کوي، چې له طالبانو او د سیمې له هېوادونو سره د اړیکو له لارې د افغان کډوالو د اېستلو بهیر عملي او چټک کړي.

جرمني په وروستیو کلونو کې د کډوالۍ ضد سخت سیاستونه خپل کړي او پر هغو کسانو یې تمرکز ډېر کړی، چې د پناه غوښتنې اسناد یې رد شوي او یا جرمي مخینه لري.

برلین د دغو سختو سیاستونو له مخې، لومړی د هغو افغانانو شړل پیل کړل چې په جنايي جرمونو تورن وو او وروسته یې د رد شویو پناه غوښتونکو د بېرته لېږلو لړۍ هم پراخه کړه.

دا مهال د اروپايي هېوادونو له‌خوا شاوخوا ۲۲ زره افغان پناه غوښتونکو ته له اروپا څخه د وتلو رسمي امر ورکړل شوی دی.

له بلې خوا، تېر کال ۳ میلیونه افغانان له ایران، پاکستان او ترکیې څخه بېرته ستانه شوي چې ډېری یې په زوره اېستل شوي او د اروپايي ټولنې چارواکو هم د کډوالو د بېرته لېږلو پر لارو چارو د بحث لپاره د طالبانو د پلاوو کوربه‌توب کړی دی.

ډېر لیدل شوي

د طالبانو مشر ملا هبت‌الله د سوداګریزو جوازونو د ورکړې په برخه کې ۸ شرطونه لغو کړل
۱

د طالبانو مشر ملا هبت‌الله د سوداګریزو جوازونو د ورکړې په برخه کې ۸ شرطونه لغو کړل

۲

نېشن‌سول موسسې د افغان ښځو د حقونو فعالې زرقه یفتلي ته د «ممکن راتلونکي» جایزه ورکړې

۳

کېت کېلوګ: امریکا باید د طالبانو د واکمنۍ د بدیل لپاره افغان سیاسي جریانونه وارزوي

۴

د افغانستان له جګړې تر مکسیکو؛ د سي‌ای‌اې دوو وژل شوواجنټانو پټه کیسه

۵

د پاکستان د پوځ او استخباراتو چارواکو د طالبانو د مخالفو وسله‌والو ډلو له مشرانو سره لیدلي

•
•
•

نور خبرونه

هبت‌الله اخوندزاده د پولیسو روغتونونو ته د محتسبانو او کورنیو د «امتیازي درملنې» امر کړی

۱ لړم ۱۴۰۵ - ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۲:۲۵ GMT+۱
100%

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت روغتیایي رییس وايي، چې هبت‌الله اخوندزاده د پولیسو په روغتونونو کې د امربالمعروف وزارت د محتسبانو، نورو کارکوونکو او د هغوی د کورنیو د امتیازي درملنې امر کړی. د هغه په وینا، له دې امله یې مراجعین زیات شوي او شته روغتیايي کارکوونکي یې بسنه نه‌کوي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د روغتیایي چارو رییس صدیق‌الله بدر په کابل کې له یوه ځايي ټلویزیون سره په مرکه کې چې د جمعې په ورځ (د لړم لومړۍ) خپره شوې وویل، چې د دوی مشر ملاهبت‌الله اخوندزاده د کورنیو چارو وزارت له تشکیلاتو بهر ۶ نور قشرونه هم د پولیسو لپاره له ځانګړو شویو روغتیایي خدمتونو برخمن کړي دي.

صدیق‌الله بدر په دې مرکه کې د ټولو دغو قشرونو یا برخو نومونه وانه‌خیستل، خو څو ځلې یې د طالبانو د امربالمعروف وزارت او یو ځل د بندیانو او ګمرکي قطعاتو یادونه وکړه.

د طالبانو په کورنیو چارو وزارت کې یوې باوري سرچینې افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وویل، چې د پولیسو له روغتیایي خدمتونو څخه په نورو برخمن شویو ډلو کې خپله د ملا هبت‌الله اخوندزاده د ځانګړو قطعاتو او وفادارو کړیو منسوبین او د هغوی کورنۍ هم شامل دي.

دغه طالب روغتیایي چارواکي په دې اړه چې د هبت‌لله په امر د دغو «امتیازي روغتیایي خدمتونو» له ترسره کولو سره له څومره فشارونو سره مخ دي، په روښانه توګه څه ونه‌ویل، خو دا یې ومنله چې له دې اړخه د پولیسو لپاره پر جوړو شویو روغتیایي مرکزونو فشار زیات شوی او دوی په دغو روغتونونو کې اضافي تشکیلاتو ته اړتیا لري.

د افغانستان انټرنشنل- پښتو د موندنو له مخې، د طالبانو امربالمعروف وزارت له اته نیمو تر لس زرو پورې کارکوونکي لري، چې له څلور نیمو زرو تر پنځه نیمو زرو یې یوازې د دوی میداني کارکوونکي یا محتسبان دي.

د طالب چارواکي په وینا، له دغو امتیازي خدمتونو څخه برخمن کسان کولای شي، چې د خپلې مېرمنې او اولادونو ترڅنګ، خپل مور او پلار او همداراز ان نیا او نیکه هم دغو روغتونونو ته د درملنې لپاره راوړي.

طالب چارواکي له دې سره ادعا وکړه، چې عام خلک هم د دوی له روغتیايي خدمتونو برخمنېدای شي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د روغتیایي چارو رییس چې د اکثریت نورو طالب چارواکو په شان په اړونده دنده کې مسلکي زده کړې نه‌لري او یوازې ملا دی ادعا وکړه، چې د ماسټرۍ تر کچې یې له جمهوري نظام څخه مخکې پاکستان کې زده‌کړې کړې وې.

د هغه په وینا، د طالبانو د ۲۰ کلنې جګړې پر مهال د سراج‌الدین حقاني له نږدې کسانو او مالي مسوولینو څخه وو، چې د هماغې پېژندنې پر بنسټ، له دوو کلونو راهیسې پر اوسنۍ دندې ټاکل شوی دی.

د نړیوالو روغتیایي سازمانونو د وروستیو شمېرو له مخې، په روان ۲۰۲۶ کال کې شاوخوا ۲۳ میلیونه افغانان بیړنیو روغتیایي مرستو ته اړتیا لري، چې طالبان یې د بهرنیو مرستو له شدید کمښت سره د برابرولو وس نه‌لري.

څارونکي باور لري، چې د طالب چارواکو له‌خوا د شته روغتیايي خدمتونو انحصاري کول او خپلو پلویانو ته ځانګړي کول به افغان ناروغان له لا بد وضعیت سره مخ کړي.

د کنډي ادعا: له افغانستان څخه د بهرنیانو تر وتلو وروسته پاتې وسلې د ترهګرو لاسونو ته ورغلي

۱ لړم ۱۴۰۵ - ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۰:۲۱ GMT+۱
100%

د خیبر پښتونخوا والي فیصل کریم کنډي ادعا کړې، چې له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته پاتې شوې ځینې وسلې د «ترهګرو» لاسونو ته ورغلې دي. هغه همداراز وویل، چې پخوانی اعلی وزیر سهیل اپریدی خوندي دی، خو د هغه د راتلونکي په اړه څوک معلومات نه‌لري.

د خیبر پښتونخوا والي فیصل کریم کنډي د جمعې په ورځ (د لړم لومړۍ) په پېښور کې په یوې خبري غونډه کې په پښتونخوا کې د وسله‌والو فعالیتونو ته په اشارې سره د هغو د مهارولو لپاره یوازینۍ حل لاره د اغېزناکو عملیاتو ترسره کول په ګوته کړل، خو ځايي اوسېدونکي له پرلپسې عملیاتو تر پوزې راغلي او هغه د وسله‌والو د مهارولو په برخه کې چندانې اغېزناک نه‌ګڼي.
هغه همداراز د افغانستان په تړاو څرګنده کړه، چې له دغه هېواد څخه د نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته هلته پاتې شوې ځينې وسلې د وسله‌والو لاسونو ته ورغلې دي، خو طالبانو په وار وار ویلي، چې له بهرنیو ځواکونو پاتې وسلې خوندي دي او د اړتیا پر مهال به له افغانستان څخه د دفاع لپاره وکارول شي.

فیصل کریم کنډي څرګنده کړه، چې له افغانستان سره ډیورند کرښه ډېره اوږده ده، نو له همدې امله په ځینو سیمو کې د څارنې په بهیر کې تشې رامنځته کېدای شي.

هغه د عاصم منیر د څرګندونو په حواله له خلکو وغوښتل، چې له وسله‌والو واټن وساتي او هغوی ته په خپلو سیمو کې پناه ورنه‌کړي او زیاته یې کړه، د وسله‌والو ضد عملیاتو پر مهال ملکي وګړي هم زیانمنېدای شي، نو د دې ستونزې د مخنیوي لپاره د خلکو همکاري اړینه ده.

نوموړي ادعا وکړه، چې د وسله‌والو پر ضد جګړې لپاره خیبر پښتونخوا ته ۸۰۰ اربه کلدارې ورکړل شوې وې، خو دا پیسې ونه‌لګول شوې.

هغه پر پخواني صوبايي حکومت نیوکه وکړه او ویې ویل، چې هغه حکومت د وسله‌والو او له افغانستان سره د تړلو موضوعاتو په اړه له دریځ نیونې هم ډډه کوله.

هغه زیاته کړه، له هغو کسانو سره چې د پاکستان مخالف وي او اساسي قانون نه‌مني، باید خبرې اترې ونه‌شي او نه هم ورسره کومه نرمي وشي.

د خیبرپښتونخوا والي د پخواني اعلی وزیر سهیل اپریدي د برخلیک په اړه څرګنده کړه، چې هغه خوندي دی، خو د هغه د راتلونکي په اړه څوک معلومات نه‌لري.

د پخوانی اعلی وزیر سهیل اپريدي ورور پېښور عالي محکمې ته عریضه کړې او ادعا یې کړې، چې ورور یې د خیبرپښتونخوا له ماڼۍ څخه تښتول شوی دی. د عریضې له‌مخې، نوموړی د پولیسو تر څارنې لاندې وړل شوی او هلته موجودو کسانو خپل مخونه پټ کړي وو.

پېښور عالي محکمې د سهیل اپریدي د نیول کېدو په اړه د عریضې د اورېدنې پر مهال اړوندو چارواکو ته لارښوونه کړې، چې په همدې تړاو په ۱۰ ورځو کې خپل راپور وړاندې کړي. محکمې د قضیې اورېدنه د نومبر تر درېیمې ځنډولې ده.

د سرچینو په وینا، تر اوسه د سهیل اپرېدي کورنۍ ته له هغه سره د لیدو فرصت نه‌دی ورکړل شوی او نه یې هم ورسره اړیکه نیولې ده.

څېړونکي: افغانستان کې روان سیاسي کړکېچ سیمه کې د امریکا ستراتېژیکو پلانونو ته لوی خنډ دی

۱ لړم ۱۴۰۵ - ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۰:۲۰ GMT+۱
100%

د نشنل انټرېسټ ویب‌پانې یوه مقاله کې راغلي، منځنۍ اسیا ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وروستی سفر د سیمې له هېوادونو سره د سوداګرۍ او پانګونې پراخ فرصتونه رامنځته کوي، خو په افغانستان کې روان سیاسي او امنیتي کړکېچ د واشنګټن د ستراتیژیکو پلانونو پر وړاندې لوی خنډ دی.

مارکو روبیو د تېرې یکشنبې په ورځ (د تلې ۲۶مه) د ازبکستان سمرقند ښار ته لاړ او د «C5+1» چوکاټ په ترڅ کې یې د قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان له استازو سره د مهمو کانونو، د انرژۍ زېرمو او ټرانسپورټي لارو په اړه خبرې اترې وکړې.
دغه امریکایي پلاوي ټینګار وکړ، چې د ډونالډ ټرمپ اداره د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د اقتصادي او امنیتي اړیکو د پراخولو لپاره نوی پړاو پیلوي.
د دغې مقالې د لیکوالانو زلمي نشاط او کرېس بلک‌برن په وینا، د امریکا دغه سترې هیلې په مستقیم ډول د افغانستان له ناڅرګند برخلیک سره غوټه دي، ځکه په دې سیمه کې اقتصادي وده او ملي امنیت له یوه بله نه‌شي بېلېدای.
منځنۍ اسیا له افغانستان، ایران، روسیې او چین سره ګډې پولې لري او سیمه‌ییز هېوادونه اړ دي چې د خپلو سوداګریزو پلانونو تر څنګ د نشه‌يي توکو د قاچاق او د وسله‌والو ډلو د ګواښونو مخه هم ونیسي. که څه هم واشنګټن غواړي، چې په منځنۍ اسیا کې د چین او روسیې نفوذ مهار کړي، خو د کاسا-۱۰۰۰ په څېر د برېښنا لویې سیمه‌ییزې پروژې هم تر هغو عملي کېدای نه‌شي چې د افغانستان د برخې د غځولو کار او امنیت یې ډاډمن شوی نه‌وي.
له بلې خوا، په مقاله کې راغلي، چې مسکو په افغانستان کې خپلې ځانګړې محاسبې پر مخ وړي او د ۲۰۲۵ کال په جولای میاشت کې یې طالبان په رسمیت وپېژندل، چې وروسته په ۲۰۲۶ کال کې د دوی ترمنځ پټې پوځي او همداراز ښکاره تخنیکي هوکړې لاسلیک شوې.
دا نږدې اړیکې د اسلام‌اباد لپاره نوې اندېښنې راولاړوي، ځکه پاکستان چې تمه یې درلوده کابل ته د طالبانو په ستنېدو سره به یې لوېدیځې پولې خوندي شي اوس د تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) د بریدونو او د ډیورند کرښې په اوږدو کې پرلپسې نښتو له امله له سختو ننګونو سره مخ دی.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف هم د اکټوبر په پنځمه د مسکو په غونډه کې ادعا وکړه، چې له ترهګرۍ او نشه‌يي توکو سره د طالبانو مبارزه د دوی له دوامدارې پوځي همکارۍ سره تړلې ده.

شنونکي ټینګار کوي، چې واشنګټن نه‌شي کولای د افغانستان له سیاسي ثبات پرته د منځنۍ اسیا هوساینه یقیني کړي او دا چاره د طالبانو د انحصاري واکمنۍ، پر نجونو او ښځو د بندیزونو او د ملي مشروعیت د نشتوالي له امله لا پېچلې شوې ده. لیکوالان وړاندیز کوي، چې د افغانستان د ګاونډیو، د منځنۍ اسیا جمهوریتونو، هند، پاکستان، روسیې، چین، ترکیې او سعودي عربستان په ګډون یو سیمه‌ییز ډیالوګ رامنځته شي، څو د افغانانو په مشرۍ د یوې تلپاتې سیاسي حل‌لارې او اقتصادي یووالي ملاتړ وکړي.

ملګري ملتونه: په افغانستان او ۱۱ اسیايي هېوادونو کې د واورین پړانګانو ژوند ګواښل کېږي

۱ لړم ۱۴۰۵ - ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۵:۱۵ GMT+۱
100%

ملګري ملتونه وايي، په افغانستان او د منځنۍ او سوېلي اسیا په ۱۱ نورو هېوادونو کې د واورین پړانګانو شمېر له ۳۵۰۰ تر ۷۵۰۰ پورې اټکل شوی، خو ناقانونه ښکار، د استوګنځایونو تخریب او د اقلیم بدلون یې ژوند ګواښي.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، واورین پړانګان په افغانستان، بوتان، چین، هند، قزاقستان، قرغزستان، منګولیا، نیپال، پاکستان، روسیه، تاجکستان او ازبکستان کې د لوړو او سختو غرنیو سیمو اوسېدونکي دي. د دوی د ژوند سیمې شاوخوا ۱،۹ میلیون کیلومتره مربع پراخوالی لري، خو د دې پراخې جغرافیې په اوږدو کې یې یوازې څو زره پاتې دي.

راپور وايي، واورین پړانګ د طبیعت د ایکولوژیک توازن په ساتلو کې مهم رول لري؛ ځکه د ښکارېدونکو حیواناتو شمېر تنظیموي او د لوړو غرنیو سیمو د طبیعي چاپېریال په سالم ساتلو کې مرسته کوي. د راپور په وینا، د دې پړانګانو ساتنه د نورو ژوو، لکه خړ لېوه او یوریشیايي سیاه‌ګوش، د ژوند د سیمو په خوندي کولو کې هم مرسته کوي. له همدې امله، واورین پړانګ د «چترۍ ډول» یا داسې ژوي په توګه پېژندل کېږي چې ساتنه یې د ګڼو نورو ژوو د ساتنې لپاره هم ګټوره ده.

د واورین پړانګانو پر وړاندې ګواښونه

د راپور له مخې، په قرغزستان او تاجکستان کې د غرنیو کلیوالو ټولنو ډېری خلک د څارویو په ساتلو او څرولو بوخت دي. د څارویو د شمېر زیاتوالی په ځینو سیمو کې څړځایونه او د وحشي ژوو د ژوند چاپېریال خرابوي او د هغو حیواناتو شمېر کموي چې واورین پړانګان یې ښکار کوي.

راپور زیاتوي، کله چې واورین پړانګان پر کورنیو څارویو بریدونه وکړي، د انسانانو او وحشي ژوو ترمنځ شخړې رامنځته کېږي او په ځینو مواردو کې خلک د غچ اخیستنې په موخه پړانګان وژني. ناقانونه ښکار، د ژوو او د هغوی د ښکارېدونکو حیواناتو غیرمنظم تجارت، د کانونو کیندنه، د سړکونو او کټارو جوړول هم د دې ژوي د ژوند سیمې ټوټه ټوټه کوي.

د اقلیم بدلون هم د واورین پړانګانو پر راتلونکي د فشار یو بل عامل بلل شوی دی.

د راپور له مخې، اټکلونه ښيي چې د دې پړانګانو لپاره مناسبې سیمې به په راتلونکي کې د اسیا شمال ته واوړي او هغوی به لا لرې او لوړو غرنیو سیمو ته وشړل شي.

واورین پړانګ د طبیعت د ساتنې نړیوالې ټولنې (IUCN) په سور نوملړ کې د «زیان‌منونکي» ډول په توګه ثبت دی او د وحشي ژوو او نباتاتو د نړیوال تجارت کنوانسیون (CITES) د لومړۍ ضمیمې له مخې هم تر ساتنې لاندې دی.

د راپور له مخې، د ملګرو ملتونو د «ورکېدونکو خزانو» پروګرام اوس په قرغزستان او تاجکستان کې د واورین پړانګانو پر ساتنه تمرکز کوي. اټکل کېږي چې په قرغزستان کې شاوخوا ۱۵۰ او په تاجکستان کې له ۲۵۰ تر ۲۸۰ پورې واورین پړانګان ژوند کوي.

نېشن‌سول موسسې د افغان ښځو د حقونو فعالې زرقه یفتلي ته د «ممکن راتلونکي» جایزه ورکړې

۳۰ تله ۱۴۰۵ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۰:۴۰ GMT+۱
100%

افغانه فعاله زرقه یفتلي د امریکا د نېشن‌سول (NationSwell) موسسې د «ممکن راتلونکي» جایزه د مدافع په برخه کې ګټلې ده. نېشن‌سول د پنجشنبې په ورځ اعلان کړی، چې اغلې یفتلي یې د ښځو او ماشومانو د حقونو په برخه کې د هغې د هڅو او عدالت غوښتنې له امله د یادې جایزې ګټونکې ټاکلې ده.

د دې موسسې په وینا، د «ممکن راتلونکي» جایزې په لومړي پړاو کې په ۱۰ برخو کې ۱۲ اغېزناکو شخصیتونو ته جایزې ورکړل شوې دي. په دغو برخو کې نوښت، عدالت غوښتنه، د ټولنې هڅونه، مشري او د دوامدارو بدلونونو رامنځته کول شامل دي.

نېشن‌سول ویلي، د جایزو ګټونکي د یوې انتخاباتي پروسې له لارې، د کارپوهانو او پېژندل شویو شخصیتونو په سلا مشوره ټاکل شوي دي. په دغو شخصیتونو کې د نوبل د سولې جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ، امریکايي لیکوال او ټولنیز ارواپوه جاناتن هایټ او د «اکوینګ ګرین» سازمان اجرایوي مشره شېرل ډورسي هم شامل وو.

یادې موسسې زرقه یفتلي د «مدافع» په برخه کې د جایزې ګټونکې معرفي کړې ده. د نیشن‌سول په وینا، دا جایزه هغو کسانو ته ورکول کېږي چې د مهمو ټولنیزو موضوعاتو په اړه د عامه پوهاوي په لوړولو، د ستونزو د حل پر اړتیا په ټینګار او د عدالت غوښنتې د وسیلو په کارولو سره د مثبتو بدلونونو لپاره هڅې کوي.

زرقه یفتلي د بدخشان ولایت اوسېدونکې ده او له کلونو راهیسې د ښځو او ماشومانو د حقونو او د افغان نجونو د زده‌کړو ته د لاسرسي په برخه کې فعالیت کوي. نوموړې اوس په کاناډا کې ژوند کوي.

تر دې وړاندې، د هغې د فعالیتونو په اړه جوړ شوي یوه فلم د فرانسې په کن ښار کې د رسنیو او ټلوېزیون د جایزو په سیالۍ کې د «سپینو زرو دولفین» جایزه ترلاسه کړې وه.

د نېشن‌سول موسسې بنسټګر او اجرایوي مشر ګریګ بهرمن ویلي، چې د ټولنیزو بدلونونو رامنځته کول د مخکښو فعالانو او هغو ډلو ګډو هڅو ته اړتیا لري چې د نوښت، مشارکت او په ټولنیزو او سیاسي جوړښتونو کې د بدلون له لارې د ټولنې ستونزو ته نوې حللارې وړاندې کوي.

ټاکل شوې، چې د نېشن‌سول د روان کال د جایزو له ګټونکو څخه د دې موسسې په کلنۍ غونډه کې د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر په ۲۷مه، چې د ۱۴۰۵ لمریز کال د لړم له ۵مې سره سمون خوري، د امریکا د پنسلوانیا ایالت په فلاډلفیا ښار کې ستاینه وشي.

نېشن‌سول په ۲۰۱۳ کال کې جوړه شوې امریکايي موسسه ده چې د ټولنیزو اغېزو په برخه کې فعالیت کوي. د دې موسسې د معلوماتو له مخې، له څه باندې ۲۰۰ لویو شرکتونو، خیریه بنسټونو او غیرانتفاعي سازمانونو سره همکاري کوي او موخه یې د ټولنیزو ستونزو د حل لپاره د اغېزناکو لارو چارو پراختیا او د بېلابېلو ادارو ترمنځ د همکارۍ پیاوړتیا ده.