• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
شننه

ایا له طالبانو سره د هند تعاملات د عملي سیاست له اجنډا سره سم دي؟

نیلاپو شانتي
نیلاپو شانتي

لیکواله او خبریاله او د نړیوالو چارو شنونکې

۴ لړم ۱۴۰۵ - ۲۶ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۶:۵۷ GMT+۰

ایا نړیوال شریکان او ګاونډیان لکه هند، پاکستان، چین، امریکا، روسیه، ایران او د منځنۍ اسیا هېوادونه د ټاکل شویو حکومتونو پر وړاندې کودتاوې او د غیردولتي ډلو له خوا د واک غیرقانوني نیول منلی شي؟ که نه، نو افغانان ولې داسې واکمني ومني چې نه یې ټاکلې او نه یې تایید کړې ده؟

د افغانستان د خلکو د هوساینې موضوع یوه ساده غوښتنه ده: خلک غواړي داسې حکومت یې استازیتوب کړي،چې د خلکو ګټې په پام کې ونیسي. په افغانستان کې باید د حکومت د واک بنسټ د خلکو اراده وي؛ حکومت باید د خلکو له خوا په سمه توګه وټاکل شي، نه دا چې په زور د هېواد واک ترلاسه کړي.

ایا دا بسنه کوي چې له طالبانو سره د هند اړیکې د ملي ګټو په چوکاټ کې توجیه شي او د عملي سیاست یوه اجنډا وګڼل شي؟

له بده مرغه، پر ځمکه واقعیتونه لا هم له دې موخې لرې دي، ځکه سږ کال د افغانستان د نفوس نږدې نیمايي، یعنې ۲۱.۹ میلیونه کسان، بشري مرستو ته اړتیا لري. له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته په لویه کچه د افغانانو بېرته ستنېدو هم بشري ستونزې لا زیاتې کړې دي. وضعیت د څه باندې دوو میلیونو افغان نجونو لپاره لا هم ترینګلی دی. هغوی ښوونځیو ته نه شي تلای او له منځنیو زده‌کړو بې‌برخې پاتې دي. د پاکستان او په افغانستان کې د طالبانو د چارواکو ترمنځ ترینګلتیاوې د ۲۰۲۵ کال له اکتوبر راهیسې دوام لري. په دغه وخت کې د پولې په اوږدو کې شخړې په څرګند ډول زیاتې شوې او په پراخو نښتو بدلې شوې، چې د ملکي وګړو د پام وړ مرګ‌ژوبلې او د سیمه‌ییزو ترینګلتیاوو د زیاتېدو لامل شوې دي.

د پرمختګ ډېر مهم عناصر، د ټول‌شموله حکومتولۍ په ګډون، د قانون د حاکمیت او د افغانستان د خلکو د بنسټیزو حقونو د ازادۍ ، لا هم نه دي عملي شوي.

د هغو شواهدو له مخې چې د روان کال په اګست کې د افغانستان د طالبانو د واکمنۍ د پنځمې کلیزې په مناسبت د امنیت شورا د غونډې پر مهال د شورا د مشرې او د ډنمارک سفیرې کریستینا مارکوس لاسن په ګډه اعلامیه کې وړاندې شول، په اعلامیه کې راغلي وو: «د ټول‌شموله حکومتولۍ نشتوالی لا هم د تلپاتې سولې او ثبات امکانات کمزوري کوي» او «ترهګرې ډلې لا هم افغانستان، سیمه‌ییز امنیت او نړیوال امنیت ګواښي.»

د شانګهای د همکارۍ سازمان (SCO) د ۲۵مې کلیزې په مناسبت د بشکیک په اعلامیه کې د هند لومړي وزیر نریندرا مودي د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په اړه د خپل هېواد دریځ یو ځل بیا څرګند کړ او ویې ویل: «د یوې سوله‌ییزې او خوندي اوراسیا لپاره زموږ ګډه هیله په افغانستان کې له سولې او ثبات سره هم نږدې اړیکه لري. هند د افغانستان د پرمختګ او د دغه هېواد له خلکو سره د بشري مرستو په برابرولو کې ونډه اخیستې او دې کار ته به دوام ورکړي.»

پوښتنه دا ده چې څنګه د یوې ترهګرې ډلې په وسیله د بلې ترهګرې ډلې پر وړاندې د مبارزې له لارې د ترهګرۍ ګواښ له منځه وړل کېدای شي؟ د افغانستان بریا او پرمختګ په دې پورې تړلی دی چې افغانستان د نیابتي جګړو لپاره ونه کارول شي، د افغانانو بنسټیزو بشري حقونو ته درناوی شي او د خلکو اراده ومنل شي.

بشري مرستې هغه لنډمهاله اقدامات دي چې د ناورینونو پر مهال د مرستې او ژغورنې لپاره وړاندې کېږي؛ دا د دې لپاره دایمي حل‌لاره نه ده چې افغانستان پر ځان بسیا هېواد شي. هند باید فکر وکړي، وضعیت درک کړي او د یوه پرمختللي افغانستان لپاره د لا ډېرو هڅو نوښت وکړي او تش شعار لرونکي سیاستونه شاته پرېږدي.

پر ځای یې باید پر اوږدمهاله هڅو تمرکز وشي، څو د پانګونې نوې ستراتیژۍ او سوداګریزې کړنلارې جوړې شي او د اقتصادي ودې او سوکالۍ لپاره مناسب چاپېریال رامنځته شي؛ داسې چاپېریال چې عادي افغانان پکې د خپل هېواد د جوړولو په بهیر کې ونډه ولري.

ایا هند په ملګرو ملتونو کې د هغو افغان کورنیو رښتینې ستونزې مطرح کړې چې له سختو حالاتو سره مخ دي؟

د سیمې هېوادونه څنګه کولای شي افغانستان د سیمه‌ییز اتصال د یوه پُل په توګه تصور کړي، په داسې حال کې چې بېرته ښوونځیو ته د افغان نجونو د ستنېدو لپاره سیاسي اراده نه څرګندوي او د دې موخې د عملي کولو لپاره لازم اقدامات نه کوي؟

خو هند له هغو اصولو او درک سره سم عمل نه دی کړی چې باید لارښود یې وای. کله چې له ۲۰۲۳ کال راهیسې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د خلکو د بنسټیزو بشري حقونو په اړه د رایې ورکولو خبره شوې، هند له رایې ورکولو ډډه کړې ده. برعکس، هند د ۲۰۲۵ کال په اکتوبر کې نوي ډیلي ته د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د سفر ملاتړ وکړ. هغه لا هم د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په لېست کې د نومول شویو ترهګرو په توګه شامل دی.

نو هند څنګه د ملګرو ملتونو د اصلاحاتو غوښتنه کولای شي، په داسې حال کې چې کړنې یې د تاریخ له سم لوري سره سمون نه لري؟

له طالبانو سره د هند د ژورېدونکو اړیکو په پایله کې افغانانو ته د کار او ژوند د سرچینو په برابرولو کې څه لاسته راوړنې شته؟ هند د افغانانو د حقونو د دفاع لپاره د لا ډېر مسوولیت پر بنسټ د نوښتونو د هڅولو په برخه کې څه اغېز کړی دی؟

ولې هند په ملګرو ملتونو کې د افغان ښځو د حقونو ملاتړ ونه کړ، په داسې حال کې چې ځان د «ناري شکتي» یا د ښځو د ځواکمنتیا د سمبول په توګه معرفي کوي؟

ستونزه یوازې طالبان نه دي؛ بلکې هغه ځواکونه او ملاتړي یې هم دي چې د دوی د پیاوړتیا زمینه برابروي او د جیوپولیټیکي ګټو په لټه کې دي. د دغو هڅو پایله دا شوې چې عادي افغانان له زده‌کړو او د ژوند له وسایلو بې‌برخې او بېوزلۍ ته ټېل وهل شوي دي.

د افغانستان په اړه هېڅ اندازه لوړې ویناوې، همکارۍ او ګډ فعالیتونه به تر هغه وخته ګټور نه وي، ترڅو چې د افغانانو اندېښنې یوازې د جوړجاړي په اړه په تشو سیاسي خبرو کې راڅرخي او د هغوی پر واقعي کړاوونو تمرکز ونه شي.

100%

د افغانستان په اړه د هند دریځ

هند د اګست په ۱۵مه په نوي ډیلي کې د افغانستان په سفارت کې د طالبانو د تش په نوم «بریا ورځ» په درنو مراسمو ونمانځله. په دې توګه یې د ۱۹۵۰ کال د دوستۍ تړون او د ۲۰۱۱ کال د هند او افغانستان د ستراتیژیک مشارکت تړون (SPA) ته شا کړه؛ هغه تړون چې په تېرو کلونو کې یې د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا لپاره د پرله‌پسې ګامونو زمینه برابره کړې وه.

د دې کار تناقض دا دی چې هند پوهېده دغه مراسم د طالبانو د کومې پوځي بریا نمانځنه نه وه، بلکې د امریکا او طالبانو د دوحې د تړون له خوا د جوړ شوي سیاسي جوړجاړي پایله وه. سره له دې، هندي چارواکو په دغو مراسمو کې ګډون وکړ او د طالبانو د یوې لاسته راوړنې په توګه یې ونمانځل.

په ۲۰۰۱ کال کې د هند په ولسي جرګه (لوک سبها) کې د افغانستان د حکومت د جوړېدو په اړه یوې پوښتنې (د پوښتنې شمېره ۲۲۶) کې ویل شوي وو: «دا منل شوې وه چې افغانستان ته د سولې او ثبات د بېرته راستنېدو لپاره اړینه ده چې یو پراخ‌بنسټه او خپلواک حکومت جوړ شي، چې د ټولو قومي ډلو استازیتوب پکې وشي.»

په ۲۰۲۱ کال کې د هند په مشرانو جرګه (راجیا سبها) کې د یوې پوښتنې (شمېره ۵۴۲) په ځواب کې، د بهرنیو چارو وزارت دولت وزیر وي. مورالیدهاران د ډیلي د سیمه‌ییز امنیتي خبرو اترو په اړه وویل: «ټولو خواوو د افغانانو لپاره د بشري مرستو د برابرولو پر اړتیا هوکړه وکړه، د ملګرو ملتونو مرکزي رول یې ومانه، په افغانستان کې یې د یوه رښتیني استازي او ټول‌شموله حکومت پر اړتیا ټینګار وکړ او یو ځل بیا یې وویل چې د افغانستان خاوره باید د ترهګرو ډلو په پناه‌ځای بدله نه شي.»

په ۲۰۲۳ کال کې د هند د ولسي جرګې (لوک سبها) د یوې پوښتنې (شمېره ۱۸۳) په ځواب کې د بهرنیو چارو وزیر اېس. جې شنکر وویل: «د افغانستان په اړه د هند چلند لا هم د دغه هېواد له تاریخي اړیکو، د افغانستان له خلکو سره له دوستۍ او د ملګرو ملتونو د اړوندو پرېکړه‌لیکونو، په ګډون د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له ۲۵۹۳م پرېکړه‌لیک سره سم کېږي.»

پوښتنه دا ده چې ایا هند د ملګرو ملتونو د پرېکړه‌لیکونو، په ګډون د امنیت شورا د ۲۵۹۳م پرېکړه‌لیک له مخې خپلې ژمنې عملي کړې دي؟ ایا هند د یوه ټول‌شموله، د خبرو اترو له لارې د سیاسي جوړجاړي غوښتنه کړې، چې ښځې پکې په بشپړ، برابر او مانادار ډول ګډون ولري؟

هند ولې د افغانانو په ګټه د ملګرو ملتونو له پرېکړه‌لیک څخه ځان لرې ساتلی دی؟ له فعالې ژمنتیا پرته، دا ډول دریځ به تر ډېره یوازې په ښو الفاظو کې پاتې شي.

د ۲۰۱۸ او ۲۰۲۶ کلونو ترمنځ د مسکو په فارمټ کې د هند په چلند کې څرګند بدلون لیدل شوی. له «بد طالبان» څخه «ښه طالبان» ته. داسې انګېرل کېږي چې هند د طالبانو او پاکستان د ترینګلو اړیکو له وضعیت څخه ګټه پورته کوي. پاکستان له دوو لسیزو څخه د ډېر وخت لپاره د طالبانو پالنه کړې وه، څو په افغانستان کې د خپلې ستراتیژیکې نیابتي ونډې د پراخولو زمینه برابره کړي او د پولې هاخوا ترهګرۍ او افراطیت ته دوام ورکړي.

پوښتنه دا ده چې ایا هغه واکمن جوړښت چې ځان د یوه هېواد حکومت بولي، کولای شي په نوي ډیلي کې د یوه غیردولتي لوبغاړي، یعنې طالبانو، په څنګ ته کولو سره سفیر یا استازی وټاکي؟ د افغانستان د اسلامي جمهوریت درې‌رنګه بیرغ لا هم په نوي ډیلي کې د افغانستان د سفارت پر سر رپېږي او د مشروع استازیتوب د وروستي ښکاره سمبول په توګه پاتې دی؛ هغه مشروعیت چې لا هم نه دی تسلیم شوی.

د هند او طالبانو اړیکې؛ یو فرصت‌طلبانه تړاو

د ډګر جنرال پراکاش کاتوچ په یوه مقاله کې چې د ۲۰۲۵کال په اکتوبر کې د «ستراتیژیک لیدلوري» په خپرونه کې خپره شوې، راغلي دي: «متقي ویلي چې په افغانستان کې د پاکستان مېشتې ترهګرې ډلې فعالیت نه کوي. خو داعش او د داعش خراسان څانګه ، چې د لشکر طیبه او د پاکستان د استخباراتي ادارې عناصر پکې شته، په افغانستان کې فعالیت کوي. همدارنګه، القاعده د طالبانو ملاتړ کوي، خو طالبان پرې کنټرول نه لري او د القاعدې د هند نیمې وچې څانګه په سوېلي اسیا کې فعاله ده.

طالبان او تحریک طالبان پاکستان د یو بل سره تړلي غبرګوني جوړښتونه دي او دواړه د یوه نړیوال اسلامي امارت او د شریعت د واکمنۍ هدف لري. دا موضوع باید د هغه وضعیت په رڼا کې وکتل شي چې د سي‌ای‌اې په ملاتړ بنګله‌دېش او پاکستان د «غزوهٔ هند» لپاره چمتووالی ونیسي. په افغانستان کې د هند د حضور پراختیا به د امریکا او چین له هرکلي سره مخ نه شي، پاکستان خو لا پرېږده؛ داعش، د داعش خراسان څانګه (ISKP)، القاعده او د طالبانو په لیکو کې تر ټولو سختدریځي عناصر به هم د دې پراختیا هرکلی ونه کړي.

د نړیوال کړکېچ د ډلې ډونتي د الجزیرې په خپره شوې لیکنه کې، چې د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ په ۲۷مه خپره شوې، ویلي: «له افغانستان سره د پاکستان د اړیکو ترینګلتیا له امله، د «د دښمن دښمن» منطق د کابل او نوي ډیلي ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا وسیله ګرځېدلی دی.»

هغه زیاته کړې سره له دې چې د هند د بهارتیا جنتا ګوند (BJP) په مشرۍ حکومت د اسلامپالو سازمانونو مخالفت کوي، «د پاکستان پر وړاندې ستراتیژیکې اړتیاوې دې ته اړ کړی چې له طالبانو سره په فعاله توګه اړیکې ټینګې کړي.»

ځینې شنونکي په دې باور دي چې له طالبانو سره د هند تعامل به تر هغه وخته دوام وکړي چې له پاکستان سره د پولې نښتې روانې وي.

سفیر اېم. اشرف حیدري په خپل اېکس حساب کې لیکلي: «نږدې پنځه لسیزې کېږي چې د هند او پاکستان سیالي، او له لوېدیځ سره د ایران، چین او روسیې سیالې ایډیالوژیکې او ستراتیژیکې اجنډاوې نیابتي جګړې روانې ساتلې دي؛ په دې جګړو کې د جیوپولیټیکي سیالیو لپاره د افغانانو له ژوند، بدنونو او خاورې ګټه اخیستل شوې ده.»

په پرانیستو سرچینو کې راغلي چې په افغانستان کې د هند ستراتیژیکې ګټې له یوه باثباته او خوندي افغانستان سره تړلې دي؛، ځکه داسې افغانستان د ترهګرۍ او افراطیت د مخنیوي لپاره مهم ګڼل کېږي، څو سیمه بې‌ثباته نه کړي او هند ته ګواښ پېښ نه کړي. خو دا کار له القاعدې او طالبانو د متقابل ملاتړ او په افغانستان کې د داعش، د داعش خراسان څانګې او ګڼو نورو ترهګرو سازمانونو، په ځانګړي ډول د حقاني شبکې، د فعالیت په شتون کې اسانه نه دی.

یو باثباته او د ډیموکراتیکو اصولو پر لور روان افغانستان هند ته دا زمینه برابروي چې د سوېلي، لوېدیځې او منځنۍ اسیا په ستراتیژیکه مهمه سیمه کې پیاوړی حضور ولري او سیمه‌ییزې سوداګریزې اړیکې پراخې کړي. طالبان د ډیموکراتیکو ټاکنو له لارې نه دي ټاکل شوي او د افغانستان ثبات لا هم د پوښتنې وړ دی.

100%

د هند له لاسه ورکړل شوي فرصتونه او د عادي افغانانو کړاوونه

د افغانستان په اړه د هند سیاست له ډېرې مودې راهیسې د له لاسه ورکړل شویو فرصتونو نښه ګرځېدلې ده. په ۲۰۰۱ کال کې د امریکا له مداخلې مخکې، د هند هغه مهال لومړي وزیر اټل بهاري واجپایي د امریکا هغه وړاندیز رد کړ چې غوښتل یې هند د سپټمبر د ۱۱مې له بریدونو وروسته د «تلپاتې ازادۍ عملیاتو» په چوکاټ کې افغانستان ته ځمکني ځواکونه واستوي، څو له شمالي ټلوالې سره مرسته وکړي. دا هغه وړاندیز و چې منل یې ښايي د هند ستراتیژیک دریځ پیاوړی کړی وای.

هند د ملګرو ملتونو د سوله ساتو ځواکونو له مهمو ونډه‌اخیستونکو هېوادونو څخه دی او په څه باندې ۵۰ ماموریتونو کې یې خدمت کړی، چې له دې ډلې ۹ ماموریتونه لا هم فعال دي. نو ولې هند د افغانستان د جمهوریت له حکومت سره، هغه مهال چې تر ۲۰۲۱ کال مخکې یې د افراطیت او ترهګرو ډلو پر وړاندې مبارزه کوله، ورته ملاتړ ونه کړ؟

په دې وروستیو کې یوې هندي ښځې ته د ۲۰۲۶ کال لپاره د ملګرو ملتونو د سوله ساتو ماموریتونو په برخه کې د غوره فعالیت له امله د «ملګرو ملتونو د پوځي جنسیتي ملاتړ د کال جایزه» ورکړل شوه. څه شی د هند ښځینه سوله ساتونکي، چې د «ناري شکتي» یا د ښځو د ځواکمنتیا سمبولونه ګڼل کېږي، د افغان ښځو او نجونو له ملاتړ څخه منع کوي؟ که تر هغو ارزښتونو چې په اصولو کې بیان شوي، په عمل کې ملاتړ ونه شي او په رښتینې توګه پلي نه شي، وېره شته چې د یوه باثباته افغانستان د ملاتړ لپاره به زموږ دریځ ورځ تر بلې لږ قانع کوونکی شي.

عادي افغانانو تل هند د یوه باوري شریک په توګه لیدلی دی، خو دغه باور هغه مهال کمزوری شو چې نوي ډیلي له ۲۰۲۱ کال وروسته د افغان زده‌کوونکو ویزې لغوه کړې. په پایله کې ډېر افغان زده‌کوونکي په هند کې بند پاتې شول، ونه توانېدل خپلې زده‌کړې بشپړې کړي او ان په هند کې د خپلې قانوني مودې له پای ته رسېدو وروسته د پاتې کېدو له امله پرې فیسونه هم ولګول شول.

له پرله‌پسې غوښتنو وروسته، په ۲۰۲۳ کال کې افغان زده‌کوونکو ته د ویزو د مودې غځولو فرصتونه ډېر محدود وو. په همدې حال کې، له طالبانو سره د هند نږدېوالي د ارزښتونو پر ځای سیاسي مصلحت او ګټې تر لومړیتوب لاندې راوستې. د ډېرو افغانانو لپاره دا هغه مهم پړاو و چې پوه شول هند د ملاتړ لپاره لازم عزم نه لري. د عادي افغانانو په نظر، دا خیانت دی، داسې خیانت چې دوی به یې هېڅکله ونه بښي او نه به یې هېر کړي.

د دغو مهمو مسایلو په اړه اندېښنې یوازې له طالبانو وروسته پېښو نه سرچینه نه اخلي، بلکې له ګڼو هغو ننګونو سره هم تړاو لري چې د افغانستان ۴۰ میلیونه وګړي ورسره مخ دي.

هېوادونه د بېلابېلو فورمونو، تعاملاتو او همکاریو له لارې په افغانستان کې د امنیت، سوداګرۍ، انرژۍ او ترانزیټ په اړه خپلې ګټې څرګندوي. خو ډېر لږ د دې اړتیا په اړه اندېښنه ښيي چې افغانانو سره باید د خپلو حقونو، استازیتوب او حساب‌ورکونې د تضمین لپاره رښتینې او دوامداره همکاري وشي او عادي افغانانو ته د خوندي ژوند او سوکالۍ پر لور د تګ زمینه برابره شي.

په حقیقت کې، دې وضعیت نړیواله ټولنه له مهمو پوښتنو سره مخ کړې ده: ایا دا مسایل په قصدي ډول له پامه غورځول شوي، هېر شوي او که په بحثونو کې ورته ځای نه دی ورکړل شوی؟

د پام وړ پرمختګ نشتوالی او د نړیوالې ټولنې ناتواني چې د دوو مساوي مهمو موخو ترمنځ توازن رامنځته کړي، یعنې مشروعیت او د بنسټیزو حقونو او ازادیو د دفاع اغیزناکتیا، د عادي افغانانو لپاره یوازې یوه غمیزه ګڼل کېدای شي.

هند باید په یاد ولري چې د افغانستان له خلکو سره تاریخي، دوستانه او ورورګلويزې اړیکې یوازې د طالبانو په منلو نه شي پیاوړې کېدای. له طالبانو سره تر هغه وخته تعامل، چې هغوی د خلکو پر محور ولاړ حکومت جوړولو ته قانع نه شي، د عادي افغانانو پر وړاندې یو تریخ خیانت دی.

د افغانستان بریا په ښه حکومتولۍ او د قانون د حاکمیت په درناوي پورې تړلې ده. کله چې د سیمې هېوادونه او ګاونډیان د یوه باوري او د باور وړ مسیر په ټاکلو کې بریالي شي، افغانستان او خلک به یې د پرمختګ پر لور یو لوی ګام پورته کړی وي.

وروستۍ خبره دا ده چې کله هر افغان وګړی په سیاسي، اقتصادي، کلتوري او ټولنیزو برخو کې د خپل هېواد په راتلونکي کې رښتینې او دوامداره ونډه ولري، نو د افغانستان د خلکو د لاسته راوړنو لپاره به هېڅ محدودیت پاتې نه شي. افغانستان د کلتور، پرمختګ او زده‌کړو یوه پیاوړې او خوځنده تاریخي مخینه لري، چې ریښې یې د ۱۹۲۰مو کلونو تر دورې رسېږي.

نو په دې عملي اجنډا کې د هند دریځ چېرته دی؛ هغه اجنډا چې د افغانستان د خلکو د بقا او سوکالۍ برخلیک پرې تړلی دی؟

ډېر لیدل شوي

راپور: قوش‌تیپه کانال د منځنۍ اسیا د اوبو پر سر د نوې سیالۍ اندېښنې راپارولي
۱

راپور: قوش‌تیپه کانال د منځنۍ اسیا د اوبو پر سر د نوې سیالۍ اندېښنې راپارولي

۲

قوماندان عبدالحق او په توره بوړه کې د بهرنیو جنګیالیو د را غونډېدو طرح

۳

ماتې پوزې او ټپي بدنونه؛ د ایران او ترکیې پر پوله د افغان ځوانانو ربړول

۴

اصف درانی: د روسیې او طالبانو نږدېوالی ښايي د افغانستان په اړه سیمه‌ییز توازن بدل کړي

۵

د کورنیو چارو پخوانی وزیر: د ملګرو ملتونو تګلارو د طالبانو پر سیاستونو اغېز نه‌دی‌ کړی

•
•
•

نور خبرونه

له پښتونخوا نه ۱۲ ولسوالۍ ولې وشوکول شوې؟

۴ لړم ۱۴۰۵ - ۲۶ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۴:۳۳ GMT+۰
•
افراسیاب خټک
100%

د اکتوبر په درېیمه اونۍ کې د پاکستان د جنرالواکۍ تر سیوري لاندې مرکزي حکومت په پښتونخوا کې بېړنی حالت اعلان کړ. د بېړني حالت اعلان په پښتونخوا کې ایالتي اسمبلۍ وځنډوله او د عمران خان د ګوند « پاکستان تحریک انصاف» حکومت یې، چې د لومړي وزیر سهیل اپریدي په مشرۍ فعال و، ړنګ کړ.

ایالتي والي (ګورنر) فیصل کریم کنډي ته، چې په پېښور کې د مرکزي حکومت استازی دی، د ایالت اداري او اجرایوي واک وسپارل شو. تر ټولو مهمه دا ده چې د پښتونخوا دولس ولسوالۍ د مرکزي حکومت د یوه اجرایوي امر له مخې له دغه ایالت څخه بېلې او سملاسي د مرکزي حکومت په واک کې ورکړل شوې.

دا همغسې ده لکه څنګه چې تر ۲۰۱۹ کال مخکې، د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې پرتې اووه قبایلي ولسوالۍ د انګرېزي استعمار د واکمنۍ له زمانې څخه، لومړی د هندوستان او وروسته د پاکستان د مرکزي حکومتونو تر واک لاندې وې.

د نوي تصمیم له مخې به دغه دولس ولسوالۍ یا ضلعې نورې د ایالت د اعلی وزیر تر واک لاندې نه وي، بلکې له دې وروسته به یې واک د مرکزي حکومت د استازي او د ایالت د والي (ګورنر)، په لاس کې وي؛ لکه څنګه چې د انګرېزانو په استعماري حکومت کې معمول و.

د پخوانیو قبایلي سیمو تر ادارې لاندې اووه ضلعې دا وې: باجوړ، مومند، خیبر، اورکزی، کورمه، شمالي وزیرستان او جنوبي وزیرستان. په ۲۰۱۹ کال کې د پاکستان د اساسي قانون د پنځه‌ویشتم تعدیل له مخې دغه ولسوالۍ د پښتونخوا له ایالت سره مدغم شوې وې او له تېرو اوو کلونو راهیسې د دغه ایالت برخه ګرځېدلې وې.

خو د دغو اوو ولسوالیو شمېر ځکه له اوو څخه اتو ته ورسېد چې ایالتي حکومت د جنوبي وزیرستان ولسوالي په دوو برخو، یعنې کوز وزیرستان او پاس وزیرستان ووېشله، څو پر دې پراخې تاریخي سیمې دولتي کنټرول سخت کړای شي.

خو مرکزي حکومت دا ځل د پښتونخوا په جنوبي سیمو کې پرتې څلور ولسوالۍ هم له پخوانیو قبایلي ضلعو سره یوځای کړې. دا څلور ضلعې بنو، لکي مروت، ټانک او ډېره اسماعیل خان دي.

جالبه دا ده چې په ۲۰۱۹ کال کې، چې پخوانۍ اووه ولسوالۍ له خیبر پښتونخوا سره مدغم کېدې، نو دا کار د پاکستان د اساسي قانون د یوه تعدیل (ترمیم) له لارې شوی و، چې د پنځه‌ویشتم تعدیل په نوم پېژندل کېږي. خو اوس، چې دغه ضلعې له پښتونخوا څخه بېرته شوکول کېږي، یوازې یو اجرایوي امر کافي ګڼل کېږي.

ایا له قانوني پلوه دا کار سم دی؟ نه، سم نه دی. خو اوس په پاکستان کې جنرالواکي دومره پیاوړې شوې ده چې پر اساسي قانون پښه ږدي.

د پاکستان په دولتي واکمنۍ کې د قواوو توازن او تناسب اوس داسې دی چې نه لاسپوڅی پارلمان، نه چاکرصفته اجرایه قوه او نه هم تش په نوم قضایه قوه د جنرالواکۍ د امر د مقاومت توان لري.

خو بیا هم قانون دا دی چې که هرکله په پاکستان کې فضا د جنرالانو له کنټروله ووځي، نو د دې کار مسوولان مجازات کېدای شي. له همدې امله، دا امکان شته چې جنرالواکي د قانون له نظره د خپلو پښو د خلاصولو په موخه په اساسي قانون کې اړین تعدیل هم راولي. ځکه نن د لاسبري‌توب باوجود، که سبا په ناڅاپي توګه د قواوو تناسب او توازن بدل شي، نو په هغه صورت کې اوسني واکمن جنرالان محکمې ته راکش کېدای شي، لکه څنګه چې جنرال مشرف په تېر وخت کې د اساسي قانون د تر پښو لاندې کولو په تور د محکمې له خوا په اعدام محکوم شوی و.

که څه هم جنرالانو مشرف زور د اعدام د سزا له پلي کېدو وژغوره، خو د عالي محکمې له خوا د اعدام د سزا حکم، په بهر کې د مشرف د اوسېدو او د ناروغۍ له امله، تر مرګه پورې پر خپل ځای پاتې شو.

دلته مهمه پوښتنه دا ده چې پاکستانۍ جنرالواکي دغه دوولس ضلعې ولې له پښتونخوا څخه وشوکولې؟

دغه کار ډېرې موخې لري. لومړۍ موخه یې دا ده چې په پاکستان کې دننه له شپېتو میلیونو څخه ډېر پښتانه د هغو کرښو له امله چې انګرېزي استعمار راکښلې وې، په دریو برخو کې وېشل شوي پاتې واوسي. په ۲۰۱۹ کال کې له پښتونخوا سره د قبایلي سیمو په ادغام د انګرېزي استعمار له خوا د راکښل شویو دریو کرښو څخه یوه کرښه له منځه تللې وه. د نوي تصمیم له مخې، د وېش هغه کرښه بېرته راژوندۍ شوه، څو د استعماري دودونو له مخې د پښتنو ځواک کم کړای شي.

دویمه موخه دا ده چې د پښتونخوا د طبیعي کاني زېرمو زیاته برخه په همدې دوولسو ضلعو کې ده، چې د جنرالواکۍ په مټ له پښتونخوا څخه شوکول شوې دي. همدا لامل دی، چې د پښتونخوا والي فیصل کریم کنډي، د ایالت د واک له تر ترلاسه کولو وروسته، د نړۍ له هېوادونو وغوښتل چې د پښتونخوا د طبیعي زېرمو په پراختیا کې پانګونه وکړي.

خو تر ټولو مهمه درېیمه موخه ده، چې له مخې یې هغه تش په نوم قبایلي سیمه، یعنې یاغستان بېرته احیا کېدای شي، چې په تېرو پنځوسو کلونو کې په افغانستان کې د پرله‌پسې نااعلان شوې جګړې د ټوپ‌تختې په توګه پاتې شوې ده.

دا په افغانستان او منځنۍ اسیا کې د بدنامې «لویې لوبې» بله مرحله ده. دا د یوریشیا پر زړه د زبرځواکونو ترمنځ د هژمونۍ د سیالۍ په لړ کې جګړو ته د زمینې برابرول دي.

په تېرو پنځوسو کلونو کې دا خبره جوته شوې ده چې په دغو جګړو کې د پاکستان جنرالواکي ګټه کوي او د افغانانو او پښتنو وینه د جګړو د خاشاک په توګه کارول کېږي.

په اسلامي ټولنو کې د تاوتریخوالي ریښې؛ سلفیت د عقیدې او ایمان پر دوه‌لارې

۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۱:۰۰ GMT+۱
100%

د سلفي ډلو په فکري ډېسکورس کې عقیده د هر څه په مرکز کې ځای لري او دغه ډلې د عقیدې پر اهمیت او له ککړتیاوو څخه د هغې پر پاکولو په خورا ټینګار سره، د نورو مذهبي ډلو په پرتله ځان ته ځانګړی هویت جوړوي.

همدارنګه، دغو ډلو د عقیدې په اړه د خپل تعریف پر بنسټ، له هغې یوه کرښه جوړه کړې ده چې په وسیله یې د نورو مسلمانانو ایمان او دینداري ارزوي او د همدې معیار له مخې ټاکي چې د چا عقیده سمه او دینداري یې د منلو وړ ده او د کومې ډلې عقیده کږه او ایمان یې نیمګړی دی.

د دغو ډلو له خوا پر عقیده دوامداره او شدید ټینګار د دې لامل کېږي چې د نورو فکري مکتبونو ډېر مسلمان ځوانان داسې وانګیري، چې د دې ډلې بلنه هغه څه ته چې «د عقیدې سمون» بلل کېږي، یوه ډېره مهمه دیني چاره او د ایمان د شوایبو د پاکولو هڅه ده.

دا په داسې حال کې ده چې که څوک د اسلام په تاریخ کې د کلامي مسایلو له مخینې سره بلد وي، نو درک به کړي چې د سلفي فکر په بهیر کې څو سترې مغالطې شته. لومړۍ یې د عقیدې او ایمان یو شی ګڼل دي، په داسې حال کې چې دا دواړه یو شان نه دي. دویمه یې د عقیدې په اړه افراطي ټینګار دی، هغه هم د دې ډلې د ځانګړي تعریف له مخې، چې د پټې بت‌پرستۍ یو ډول په ځان کې رانغاړي؛ لکه هغه څه چې په دیني روایتونو کې د «شرک خفي» په اړه راغلي دي.

په دوام کې به یاد شوي ټکي تشریح شي.

ایمان او عقیده یو شی نه دي

د ایمان کلمه، چې د قرآن کریم له بنسټیزو کلمو څخه ده او د معنا له پلوه ژور مفهوم لري، له مشتقاتو سره یوځای په قرآن کریم کې شاوخوا ۸۱۲ ځله راغلې ده. دا شمېر پخپله د قرآني مفاهیمو په نظام کې د دې مفهوم د مقام څرګندونه کوي. سربېره پر دې، له دې کلمې څخه استنباط شوي اخلاقي او کلامي مفاهیمو د اسلام له لومړیو وختونو راهیسې د اسلامي ټولنې د فکري مخکښانوپام ځان ته اړولی او د مسلمانانو د بېلابېلو فکري جریانونو ترمنځ یې تودې او پراخې مناقشې راپارولې دي. دغه بحثونه تر نن ورځې پورې دوام لري.

برعکس، د «عقیدې» کلمه ان یو ځل هم په قرآن مجید کې نه ده راغلې. د دې کلمې همرېښه الفاظ چې په قرآن کې اووه ځله راغلي، د تړون کولو، غوټه کولو او ورته چارو په اړه دي او د عقیدې له اصطلاحي معنا سره تړاو نه لري. همدا موضوع د اسلام د پیغمبر په نوم منسوبو احادیثو او روایتونو په اړه هم صدق کوي؛ یعنې د ایمان کلمه او مشتقات یې په دغو روایتونو کې په پراخه کچه راغلي، خو د «عقیدې» کلمه د یوهې مستقلې او عامې اصطلاح په توګه د حدیثو په مشهورو سرچینو کې هېڅ نه لیدل کېږي. که دې موضوع ته د سلفیانو له خپلو معیارونو سره سم مراجعه وکړو، نو دې پایلې ته رسېدای شو چې د عقیدې او ایمان یو شان ګڼل یوه بدعت‌اچونه ده چې د دیني اصطلاحاتو په نظام کې ورزیاته شوې ده.

له دې سربېره، د اسلام په تاریخ کې هم د «عقیدې» د کلمې کارول د لومړیو دوو یا دریو پېړیو په اوږدو کې د علماوو ترمنځ دود نه و. د اعتقادي موضوعاتو اړوند بحثونه د «الایمان»، «التوحید» او کله ناکله د «السنة» په څېر سرلیکونو لاندې مطرح کېدل. د اعتقادي بحثونو له تر ټولو پخوانیو اثارو څخه یو هغه رساله ده چې امام ابوحنیفه ته منسوبه ده او د «الفقه الاکبر» په نوم یادېږي. په هغې کې هم د عقیدې پر ځای د فقهې کلمه کارول شوې ده. ښايي تر ټولو پخوانی اثر چې په کلامي لیکنو کې د «عقیدې» اصطلاح څرګندوي، د څلورمې هجري پېړۍ د پیل یوه رساله وي، چې د حنفي محدث ابو جعفر طحاوي (وفات: ۳۲۱ هجري) له خوا لیکل شوې او د «العقیدة الطحاویة» په نوم مشهوره ده. له هغې وروسته، ورو ورو دغه اصطلاح ډېره دود شوه، د عقیدې یا عقایدو تر سرلیکونو لاندې نور آثار هم ولیکل شول او د وخت په تېرېدو سره د مسلمانانو د دیني علومو په یوه څانګه بدله شوه.

د محتوا له پلوه هم ایمان او عقیده مترادف او یو شان نه دي. عقیده معمولاً هغه باور ته ویل کېږي چې د یوه شي په اړه د پوهې او خبرتیا پر بنسټ رامنځته شوی وي. که دغه پوهه پر قطعي دلایلو او عقلاني اثبات ولاړه وي، د ځینو پوهانو په نظر، هغه د عقیدې په ډله کې نه راځي؛ لکه د ریاضیاتو او طبیعي علومو قطعي فورمولونه. یعنې دا سمه نه ده چې څوک ووایي: «زه عقیده لرم چې دوه ضرب دوه څلور کېږي.» عقیده هغو باورونو ته ویل کېږي چې له داسې قطعیت څخه برخمن نه وي. خو دا چې دغه ډول باور ایمان ګڼل کېږي که نه، د اختلاف وړ موضوع ده.

د اسلام د تاریخ له لومړیو پېړیو راهیسې، ځینو متکلمانو ایمان له معرفت یا قلبي تصدیق سره مترادف ګاڼه، ځینو نورو له ژبني اقرار سره، او ځینو بیا د دغو دواړو مجموعه ایمان بلله. همدارنګه، ځینو نورو قلبي تصدیق، ژبنی اقرار او عملي عمل ټول د ایمان مترادف عناصر ګڼل.

د قرآن کریم له ځینو آیتونو څخه څرګندېږي چې یوازې په یوه شي یقین لرل ایمان نه ګڼل کېږي. د بېلګې په توګه، د نمل سورت په ۱۴م آیت کې راغلي دي:

«وَجَحَدُوا بِهَا وَاسْتَيْقَنَتْهَا أَنْفُسُهُمْ ظُلْمًا وَعُلُوًّا»

ژباړه: «هغوی له ظلم او ځان‌لوړ ګڼلو څخه انکار ترې وکړ، په داسې حال کې چې زړونو یې پر هغې یقین درلود.»

دا څرګندوي چې یوازې یقین لرل د ایمان لپاره کافي نه دي.

همدارنګه، یوازې د یوه شي پېژندل هم د ایمان په معنا نه دي. د بېلګې په توګه، د قرآن د روایت له مخې، ابلیس د الله تعالی په اړه کافي پېژندنه لرله، خو د قصدي سرغړونې له امله کافر شو او خپل ایمان یې له لاسه ورکړ. دلته د ایمان له لاسه ورکول د الله تعالی په اړه د معرفت او پېژندنې له لاسه ورکولو په معنا نه دي.

په همدې ترتیب، یوازې په ژبه اقرار کول هم ایمان نه ګڼل کېږي. لکه څنګه چې د حجرات سورت په ۱۴م آیت کې راغلي دي:

«قَالَتِ الْأَعْرَابُ آمَنَّا قُلْ لَمْ تُؤْمِنُوا وَلَٰكِنْ قُولُوا أَسْلَمْنَا وَلَمَّا يَدْخُلِ الْإِيمَانُ فِي قُلُوبِكُمْ»

ژباړه: «اعرابو وویل: موږ ایمان راوړی دی. ورته ووایه: تاسو ایمان نه دی راوړی، بلکې ووایئ چې موږ تسلیم شوي یو، ځکه ایمان لا تر اوسه ستاسو زړونو ته نه دی ننوتی.»

طبعاً، دلته د ایمان د بحث پېچلتیاوو ته د ننوتلو او په دې اړه د بېلابېلو کلامي لیدلورو د بیانولو فرصت نشته. خو له دې موضوع څخه چې په لنډه توګه څه درک کولای شو، هغه دا دي چې ایمان تر عقیدې ډېر پېچلی مفهوم دی. له همدې امله، د دغو دواړو مترادف ګڼل یوه څرګنده مغالطه ده. د سلفیانو هڅه چې ایمان او عقیده یو شان وښيي او د دواړو د اهمیت د برابرۍ تصور رامنځته کړي، یوه ایډیالوژیکه تګلاره ده.

عقیده‌پرستي «بت‌پرستي» ده

اوس دویم ټکي ته راځو، هغه دا چې د سلفیانو تګلاره «د پټې بت‌پرستۍ» یو ډول په ځان کې رانغاړي. ښايي دا ادعا په ظاهره یو دروند تور ښکاره شي، په ځانګړې توګه د هغې ډلې لپاره چې ځان تر بلې هرې ډلې ډېر د توحید او یووالي دعوه‌کونکې ګڼي. خو د هغه وضاحت له مخې چې وړاندې کېږي، ښايي څرګنده شي چې دا تور هم په بشپړه توګه بې‌بنسټه نه دی. خو تر دې وړاندې اړینه ده چې یادونه وکړم، لیکوال تکفیري تمایل نه لري، د دیني پلورالیزم یا تکثرپالنې پلوی دی او هېڅ ډله کافره نه بولي. له همدې امله، د سلفیانو په کړنو کې د پټې بت‌پرستۍ شتون د هغوی د تکفیر په معنا نه ګڼي، بلکې له دې نیوکې سره سره یې مومنان بولي.

عقیده‌پرستي څنګه په بت‌پرستۍ بدلېږي؟

د دې پوښتنې د ځواب موندلو لپاره باید وګورو چې عقیده څه ده. عقیده یا باور له هغو انځورونو څخه عبارت دی چې موږ یې په خپل ذهن کې له ذهني نړۍ څخه د باندې د موجودو شیانو په اړه لرو. له ذهن څخه بهر موجود شیان، که بې‌سا وي او که ژوندي، له موږ څخه بهر خپل ذاتي حقیقت لري او موږ د خپلو حواسو له لارې د هغوی په اړه پوهه ترلاسه کوو.

په ذهن کې رامنځته شوې پوهه پر هغو معلوماتو ولاړه ده چې د دغو شیانو په اړه د معلوماتو ځینې برخې رانغاړي، خو دا معلومات د هغوی د وجود له یوې ځانګړې کچې سره تړاو لري چې هغې ته د «نمودي» یا «پدیداري» کچه ویل کېږي. یعنې موږ د دغو شیانو له ظاهره درک کولای شو، نه دا چې د هغوی اړوند ټول حقیقتونه مو کشف کړي وي.

ایمانویل کانت د دغو دوو کچو ترمنځ په توپیر کولو او د دې په څرګندولو سره چې د انسان پوهه د پدیدو تر کچې محدوده ده او د شیانو ذاتي وجود یا «فی‌ذاته» کچې ته لاسرسی ناشونی دی، د انساني معرفت په بنسټ کې یوه مهمه خښته کېښوده.

له دې وروسته موږ پوه شوو، چې د ذهن او عین ترمنځ یوه نه ډکېدونکې فاصله شته؛ یعنې موږ هېڅکله د یوه شي بشپړ حقیقت نه شو درک کولای، مګر دا چې له هغه سره د یووالي او اتحاد کچې ته ورسېږو، چې د شیانو په نړۍ کې دا کار ناشونی دی.

دا موضوع یوازې په فزیکي شیانو پورې محدوده نه ده، بلکې مفاهیم او ماوراءالطبیعي چارې، لکه روح، پرښته، خدای او ټول غیبي مسایل هم رانغاړي. یعنې د ذهن او عین ترمنځ واټن تل موجود وي او زموږ پوهه د دغو شیانو په اړه یوازې پر هغو معلوماتو ولاړه وي چې زموږ په واک کې راکړل شوي دي.

دغه معلومات که د حواسو له لارې ترلاسه شي، که د تعقل، خیال یا وهم له لارې، په پای کې یوې پروسې ته داخلېږي. زموږ ذهن د خپل ادراکي ظرفیت، د هوښیارۍ د کچې، د تجربې د اندازې، د زده‌کړو د کچې، د رواني جوړښت، د کلتوري کوډونو، د نښانه لرونکي نظام او ورته نورو عواملو په تناسب دغه معلومات پروسس کوي او په ذهني زېرمتون کې د انځورونو په جوړولو سره یې ساتي.

انځور، ژبه او واقعیت

له دې نظره، زموږ ټولې پوهې، د هرې موضوع په اړه چې وي، د انځورونو له نړۍ سره تړاو لري. ویټګنشتاین هم په خپله فلسفه کې د ژبې او نړۍ ترمنځ په اړیکه کې د انځور رول ته پام کړی دی. د هغه په اند، انځورونه او ژبني جوړښتونه کولای شي پر واقعیت باندې زموږ د پوهېدو پر څرنګوالي اغېز وکړي.

موږ د خپل ځان، خپلو شاوخوا خلکو، نړۍ او ژوند په اړه انځورونه لرو او د همدې انځورونو پر بنسټ پرېکړې کوو، انتخابونه کوو یا د مینې او کرکې په بهیر کې ښکېلېږو. مینه، کینه، خواخوږي او زموږ نور رواني او رفتاري غبرګونونه له دغو انځورونو څخه زېږي او سرچینه ترې اخلي.

ویټګنشتاین په خپل اثر «فلسفي څېړنې» کې د داسې انځور یادونه کوي چې موږ په خپل بند کې راګیر کړي؛ هغه انځور چې زموږ په ژبه کې ځای نیسي او د لیدلو او پوهېدو نورې لارې راباندې تړي. (ویټګنشتاین، فلسفي څېړنې، ۱۱۵مه فقره)

د سلفیانو له خوا د عقیدې پر اهمیت د ټینګار له بحث سره په تړاو، زموږ د پوهې هغه درک چې پورته تشریح شو، دا څرګندوي چې هغه څه چې موږ یې عقیده بولو، په حقیقت کې د هغو انځورونو یوه ټولګه ده چې زموږ په ذهن کې رامنځته شوې ده؛ که دغه انځورونه د ابن تیمیه او ابن قیم له کتابونو څخه راغلي وي، که د یوه طریقت د مرشد په نزد له زده‌کړې ترلاسه شوي وي او که د عامو خلکو ترمنځ له دودیزو باورونو سرچینه اخلي. دا ټول په پای کې زموږ په ذهن کې انځورونه دي.

کله چې موږ ګومان کوو چې زموږ عقیدې بې‌نیمګړتیا دي او هېڅ عیب نه لري، په حقیقت کې د خپل ذهن موجود انځورونه مطلق او بې‌نقصه ګڼو او هغوی ته تقدس ورکوو. همدا د بت‌پالنې یا د بت په څېر د یوه شي د مقدس ګڼلو حالت دی.

د «بت» کلمه یوازې د ډبرو او فلزاتو مجسمو ته نه ویل کېږي، بلکې هر هغه څه هم رانغاړي چې د مخلوقاتو له نړۍ سره تړاو لري، خو د انسانانو لپاره مقدس ګرځي.

مولانا ویلي دي:

«د بتانو مور ستاسو د نفس بت دی.»

بت‌پالنه او د صورتونو تقدیس:

په عامیانه برداشت کې بت‌پالنه دې ته وايي چې ګواکې یو څوک د انسان په لاس جوړه شوې مجسمه د کایناتو خالق، روزي ورکوونکی او د هر ډول تصرف څښتنه وګڼي. دا عامیانه برداشت له واقعیت سره سمون نه لري. د بت‌پالنې په ډېرو بڼو کې مجسمې د یوه سپېڅلي امر نښې یا د هغه د ترلاسه کولو وسیلې ګڼل کېږي او لازمه نه ده چې خپله د ډبرې او فلز څیز خالق او روزي ورکوونکی وګڼل شي. دا خبره د حضرت عمر هغې مشهورې وینا ته ورته ده چې د حجرالاسود د لیدلو پر مهال یې منسوبا ویلي وو: «پر خدای قسم، زه پوهېږم چې ته له یوې ډبرې پرته بل څه نه یې او نه کومه ګټه رسولای شې او نه زیان او که د اسلام پیغمبر ښکل کړې نه وای، ما به هېڅکله نه وای ښکل کړې.» (صحیح بخاري)

هغه څوک چې بت‌پرست وي، په خپل ذهن کې د یوه څیز یا مفهوم انځور لري، هغه انځور ورته مهم وي او چمتو نه وي چې په هغه کې شک وکړي. د بېلګې په توګه، په ځینو دودونو کې غوا حرمت او سپېڅلی اهمیت لري، خو هغه څوک چې د هغې پر تقدس باور لري، غوا خالق او روزي ورکوونکې نه ګڼي؛ بلکې په خپل ذهن کې یې یو داسې مفهوم لري چې په اړه یې شک کولو ته چمتو نه وي. یعنې هغه تر دې چې خپله غوا ورته مهمه وي، د هغې هغه انځور او باور ورته ډېر مهم وي چې په خپل ذهن کې یې لري؛ د هغه په وړاندې تعصب کوي او کله چې مذهبي شخړې راوپارېږي، چمتو وي چې د غوا د بې‌حرمتۍ له امله د نورو انسانانو وینه پر ځمکه توی کړي. په حقیقت کې، هغه دا کړنې د غوا لپاره نه، بلکې د هغې لپاره ترسره کوي چې په خپل ذهن کې یې د غوا په اړه کوم انځور جوړ کړی دی. همدا د بت‌پالنې اصلي جوهر دی: کله چې یوه نښه یا ذهني انځور د حقیقت ځای ونیسي او له هر ډول پوښتنې څخه خوندي او له نیوکې پورته وګڼل شي.

د سلفیانو د عقیدې‌پالنې حالت هم له همدې ډول څخه دی. په هغو موضوعاتو کې چې څو بېلابېل انځورونه لرلای شي، یو انځور چې د سلفي کتابونو او سرچینو له لارې دې ډلې ته رسېږي، دومره تقدس پیدا کوي چې په هغه کې هر ډول شک او تردید عقیدوي انحراف او د سپېڅلي امر خلاف ګڼل کېږي او پر سر یې شخړې راپورته کېږي. ښايي لاندې بېلګه دا موضوع نوره هم روښانه کړي.

پر عرش استواء؛ د بېلابېلو انځورونو د اختلاف یوه بېلګه:

د سلفیانو او د مسلمانانو د نورو ډلو ترمنځ د تودو بحثونو یوه موضوع هغه مسئله ده چې د دوی له نظره د الهي نومونو او صفتونو د توحید یوه برخه ګڼل کېږي او د الله تعالی په عرش پورې اړوند ده. په قرآن مجید کې په اوو ایتونو کې د الله تعالی پر عرش د استواء، یعنې پر هغه د قرار نیولو، یادونه شوې ده. په دغو ایتونو کې تر ټولو مشهور دا دی: «الرَّحْمَٰنُ عَلَى الْعَرْشِ اسْتَوَى»؛ یعنې «رحمان پر عرش قرار ونیو». دا عبارت د مسلمانانو د بېلابېلو فرقو ترمنځ د بحث او اختلاف موضوع پاتې شوې ده.

د اهل حدیثو او سلفیانو یوه ډله د استواء پر ظاهري معنا ټینګار کوي او د تاویل له کولو پرته یې اثباتوي. دوی د «بلاکیف» له مبهم او ګونګ تعبیر څخه کار اخلي او وايي چې د دې څرنګوالی نه معلومیږي. د مسلمانانو نورې فرقې، لکه اشاعره، ماتریدیه، معتزله، جهمیه او نور، داسې نظر نه لري.

ځینو ویلي دي: «أَمِرُّوهَا كَمَا جَاءَتْ»؛ یعنې دا عبارتونه همغسې پرېږدئ لکه څنګه چې راغلي دي. د دوی موخه دا ده چې په دې عبارتونو کې هېڅ ډول تاویل ته لاره ورنه کړل شي. ځینو نورو ویلي چې دا ایتونه «تفویض» کړئ؛ یعنې د دې آیتونو د موخې درک د انسان له وسې پورته دی او باید د هغو علم الله تعالی ته وسپارل شي.

بله ډله وايي چې د وینا موخه له مخاطب سره د کلامي اړیکې ټینګول دي. که ویونکی له پیله داسې اراده ولري چې مخاطب یې له وینا څخه هېڅ شی درک نه کړي، نو دا کار وینا بې‌معنا کوي. له همدې امله دوی وايي چې له مناسب تاویل پرته بله چاره نشته.

هغه کسان چې غواړي الله تعالی له مخلوقاتو سره له هر ډول ورته‌والي څخه منزّه وګڼي، وايي چې د دغو عبارتونو ظاهري معنا الله تعالی د داسې فزیکي موجود په توګه معرفي کوي چې په زمان او مکان پورې تړلی وي او هغه ځانګړنې ورته منسوبوي چې د حادثو او تاریخي موجوداتو ځانګړنې دي. دوی د دې ستونزې د حل لپاره وړاندیز کوي چې پر عرش د کېناستو او په هغه کې د قرار نیولو موضوع په ظاهري معنا تفسیر نه شي، بلکې استعاري معنا ورکړل شي.

ځینې یې استواء د «استیلاء» په معنا ژباړي. د دوی له نظره، پر عرش د استواء تعبیر همغه ډول دی لکه د پاچاهانو په اړه چې کارول کېږي او ویل کېږي چې فلانی پاچا په یوه ټاکلي وخت کې پر تخت کېناست. د دې عبارت معنا په لفظي ډول پر تخت کېناستل نه دي، بلکې د یوه پېر د پیل او د یوه واکمن د اقتدار د ټینګېدو څرګندونه کوي. د دې تفسیر له مخې، د «عَلَى الْعَرْشِ اسْتَوَى» عبارت د خبرو په سیاق یا کانټکسټ کې د نړۍ د پیدایښت په اړه راغلی او غواړي ووايي چې کله الله تعالی نړۍ پیدا کړه، د هغې واکمني هم د هغه په اختیار کې وه؛ بل څوک په دې نړۍ د چلولو کې شریک نه و او نه به وي.

که څوک دې موضوع ته له مذهبي کړکېچونو او د یوې ځانګړې ډلې له پلویتوب پرته وګوري، نو وبه ویني چې په دې برخه کې تنزیهي تفسیر منطقي‌تر دی او د الله تعالی د تنزیهي معرفي کولو په اړه د قرآن له تګلارې سره ډېر سمون لري. دا ډول تفسیر نه یوازې له نورو قرآني ایتونو سره هېڅ ټکر نه لري، بلکې د الله تعالی سپېڅلي ذات ته هم هېڅ ډول سپکاوی نه دی؛ برعکس، دا هڅه ده چې الهي ذات له هغو نسبتونو څخه پاک وګڼل شي چې له ازلي او تلپاتې ذات سره مناسب نه دي.

خو د ډېرو سلفیانو له نظره دا تفسیر ناسم ګڼل کېږي، ځکه چې د ایت له لفظي ژباړې او ظاهري معنا سره مخالف دی. دوی د تاریخ په اوږدو کې په دې اړه سختې شخړې راپورته کړې دي او کله ناکله یې خبره د نورو د تکفیر تر پولې هم رسولې ده.

دا سخت‌دریځي او تعصب له کومه سرچینه اخلي؟ ریښه یې همغې د ذهني انځورونو مسئلې ته ورګرځي، یعنې هغو انځورونو ته چې د دوی په ذهنونو کې تقدس پیدا کوي. دوی نه پوهېږي چې د دوی په ذهن کې موجود انځور پخپله د نورو عواملو د یوې ټولګې زېږنده دی؛ لکه د ژبې په اړه مخکیني فرضونه، د وحې د ژبې په اړه تصورات، او دا انګېرنې چې الله تعالی له انسانانو سره څنګه خبرې کوي.

دا مخکیني فرضونه انسان جوړ کړي دي او د معرفتي تحولاتو محصول دي، نه سپېڅلي حقایق. خو دوی له دې مسئلې سره داسې چلند کوي لکه دا چې مطلق امور او له شک څخه خوندي حقایق وي، او ګواکې په دې مسئلو کې هر ډول بیاکتنه انسان له سمې لارې څخه انحراف ته بیايي. د انساني باورونو په وړاندې دا ډول تعصب او د دیني متن په اړه د خپل فهم سپېڅلی ګڼل د بت‌پالنې له یوه ډول سره برابر دي.

مسلمانې ټولنې په دې برخه کې لا ډېرې پوهاوي ته اړتیا لري، څو له تعصبونو څخه خلاصې شي، د بېلابېلو ډلو ترمنځ د سوله‌ییز ګډ ژوند لپاره لاره هواره شي او د تاوتریخوالي او شخړو مخه ونیول شي.

یادښت: په افغانستان انټرنشنل کې خپرېدونکې لیکنې د لیکوالو د نظرونو ښکارندويي کوي.

په منځنۍ اسیا کې د یوې نوې جبهه‌ګیرۍ څرکونه

۲۷ تله ۱۴۰۵ - ۱۹ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۴:۲۴ GMT+۱
100%

د اکتوبر په پنځلسمه او شپاړسمه نېټه په مسکو کې د منځنۍ اسیا او افغانستان د امنیت په اړه د (CSTO, CIS & SCO) له خوا یو ګډ کنفرانس جوړ شوی و. په دغه کنفرانس کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف یوه مهمه وینا درلوده.

په خپله وینا کې هغه پر دې خبرې ټینګار وکړ چې باید په یوریشیا کې د برابرۍ او له وېش څخه د لرې ګډ امنیت پر اساس یو نوی جوړښت منځته راشي، چې په دې وچه کې د اوږدې مودې لپاره د ثبات او ارامۍ د ټینګولو وسیله وګرځي.

لاوروف په خپله وینا کې داعش خراسان د سیمې سولې او ثبات ته تر ټولو لوی خطر وباله او زیاته یې کړه چې داعش غواړي په افغانستان کې په دې موخه سرایت وکړي چې بیا له هغه ځایه د منځنۍ اسیا نورو هېوادونو ته د بې‌ثباتۍ د خپرولو لپاره نفوذ وکړي.

لاوروف اعلان وکړ چې هغه به د اکتوبر په نولسمه نېټه تهران ته سفر وکړي او هلته به د ایران د بهرنیو چارو له وزیر عباس عراقچي سره لیدل‌کتل او خبرې اترې وکړي. دا لومړی ځل نه دی چې د روسیې د حکومت له خوا داعش د تر ټولو مهم ترهګریز خطر په توګه یاد شوی وي. څو ورځې وړاندې د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ په غونډه کې هم د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ورته نظرونه څرګند کړي وو او د مسکو فارمټ د غونډې په پای کې ګډه اعلامیه ځکه خپره نه شوه چې پاکستان د ټي‌ټي‌پي د ترهګریزو فعالیتونو پر غندلو ټینګار کاوه او طالبانو ټینګار کاوه چې باید د داعش له خوا د دوی د امارت پر ضد د فعالیتونو غندنه وشي او په دې دریځ کې روسیې او طالبانو ګډ نظر درلود.

که څه هم پر سیمه او نړۍ د امریکا او ایران د روانې جګړې د پراخې اغېزې له امله د نړیوالو پام پر لوېدیزې اسیا متمرکز دی، خو د روسیې له خوا د سیمې د هېوادونو پام د داعش خطر ته راګرځول او د دغه خطر پر ضد د ګډې مبارزې کمپاین کول، د افغانستان په شاوخوا کې د تاوتریخوالي په لړ کې د دویمې ترهګرۍ ضد جبهې د راڅرګندېدو نښه ده.

امریکا، بریتانیا او ځینې عربي هېوادونه په افغانستان کې د رهبرۍ په کچه موجوده ټي‌ټي‌پي، القاعده او ځینې نور ترهګریز سازمانونه د سیمې امنیت او ثبات ته تر ټولو لوی ګواښ بولي. له بلې خوا، روسیه، ایران او د طالبانو امارت د سیمې هېوادونه د داعش د مخنیوي لپاره ګډې مبارزې ته رابولي. دا نوې جبهه‌ګیري په سیمه کې په عمومي توګه او په ځانګړې توګه په افغانستان کې نوې جګړې پیلولی شي.

د پاکستان جنرالواکي د تل په څېر اوس هم دوه‌مخې، درې‌مخې او څلورمخې لوبې کوي.

هغه له یوې خوا د ټي‌ټي‌پي د ملاتړ په تور پر افغانستان بیا بیا هوايي بریدونه کوي چې ډېری وخت پکې ملکي خلک په نښه کېږي او له بلې خوا یې په اصطلاح په پاکستان کې د ټي‌ټي‌پي د مېشتولو دولتي پروګرام پر مخ بیايي. د ټي‌ټي‌پي په غوښتنه په پښتونخوا کې ورسره یوځای شوې قبایلي سیمې د اضطراري وضعیت د اعلان تر پردې لاندې بیا جلا کوي او په دې ډول ټي‌ټي‌پي ته د پټنځایونو د جوړولو لپاره سیمه برابروي.

په پاکستان کې د امریکا د استخباراتي معلوماتو پر اساس د داعش د مشرتابه د غړو نیول کېدل هم د داعش د موجودیت نښې رابرسېره کوي. له دې سره سره، پاکستان د خپل دوست چین پر ضد له کوم علني فعالیت څخه ډډه کوي، خو په منځنۍ اسیا کې د پخوا په څېر یو ځل بیا د روسیې پر ضد د فعالیت لپاره له لوېدیځ سره همغږۍ ته زړه ښه کوي.

امریکا، بریتانیا او د هغوی اروپايي متحدین اوس په افغانستان کې تر کافي اندازې نفوذ لري. امریکا له طالبانو سره د دوحې تړون لاسلیک کړی دی، چې له لارې یې د طالبانو امارت په افغانستان کې واک ترلاسه کړی دی. که څه هم لوېدیزو هېوادونو په افغانستان کې د طالبانو امارت په رسميت نه دی پېژندلی، خو د لوېدیزو هېوادونو او د طالبانو د امارت ترمنځ غیررسمي اړیکې موجودې دي.

له بلې خوا، د افغانستان د مدني ټولنې فعالان په لوېدیځ کې د مېشتې افغان ډایاسپورا فعاله برخه ده. د افغانستان د ښځو د حقونو لپاره مبارزه کوونکې فعالانې د لوېدیزو هېوادونو له مدني ټولنو سره ژوندۍ اړیکې لري. چین د افغانستان په داخل کې او له هېواده بهر مېشتو سیاسي یا ټولنیزو فعالانو سره کومې ځانګړې اړیکې نه لري. هغه د سیمې په هېوادونو کې د برحاله حکومتونو سره د اړیکو ساتلو د خپلې عنعنوي پالیسۍ پر اساس د طالبانو له امارت سره هم دوستانه اړیکې لري.

چین په افغانستان کې د پانګونې له لارې د خپل نفوذ د پراخولو هڅې کوي. هغه دا هڅه هم کوي چې د پاکستان او د طالبانو د امارت ترمنځ د شخړو د هواري لپاره د اورمچي د پروسې له لارې مرسته وکړي، خو پاکستان په افغانستان کې د پرله‌پسې هوايي بمباردونو په کولو سره د فضا د ښه کېدو مخه نیسي.

په داسې شرایطو کې روسیه فکر کوي چې که په افغانستان کې د داعش د نفوذ مخنیوی ونه کړي، نو دغه ترهګریز سازمان به په منځنۍ اسیا کې هرج‌ومرج جوړ کړي او د روسیې جنوبي سرحدونه به بې‌ثباته کړي. د همدې تحلیل پر اساس، روسیه لومړنی هېواد دی چې د طالبانو امارت یې په رسمیت پېژندلی دی او هغه دا هیله هم لري چې که هرکله د امریکا او ایران جګړه پای ته ورسېږي، نو ایران به په لا فعاله توګه په افغانستان او د منځنۍ اسیا په نورو برخو کې د ثبات د ساتلو لپاره له روسیې سره همغږي وکړي.

له سیاسي وهمونو تر عملي چوکاټه؛ لویه جرګه او د افغانستان د سیاسي بن‌بست د حل لارې

۲۲ تله ۱۴۰۵ - ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۶:۴۷ GMT+۱
•
شاه محمود میاخېل
100%

په افغانستان کې د لویې جرګې د جوړېدو د وړاندیز په اړه د خلکو ترمنځ بېلابېل نظرونه او اندېښنې شته. ځینې افغانان باور لري چې د لویې جرګې د جوړېدو غوښتنه یو منطقي او ملي وړاندیز دی، خو اندېښنه لري چې طالبان به یې ونه مني.

بله اندېښنه دا ده چې که لویه جرګه د طالبانو تر واکمنۍ لاندې جوړه شي، ایا د دې جرګې پرېکړې به د ټولو افغانانو استازولي وکړي او عملي پایلې به ولري؟

دا اندېښنې د بحث وړ دي؛ خو د حل لارې په اړه باید د منفي قضاوت پر ځای، د واقعیتونو، ملي ګټو او عقلانیت پر بنسټ فکر وکړو.

که په تېرو کلونو کې د افغانستان د سیاسي بحران ټولو خواوو منطقي وړاندیزونه منلي وای، ښايي د هېواد ډېرې ستونزې تر دې دمه حل شوې وای. افغانستان په خپل تاریخ کې بریالۍ او ناکامې لویې جرګې تجربه کړې دي. اوس پوښتنه دا نه ده چې لویه جرګه په مطلق ډول ښه ده که بده؛ بلکې اصلي پوښتنه دا ده چې څنګه یوه داسې ملي جرګه جوړه کړو چې د ولس د ارادې استازولي وکړي او د افغانستان د روان بحران د حل لپاره عملي لاره پرانیزي.

د لویې جرګې په اړه باید له بېړې ډډه وشي

د هر سیاسي وړاندیز د ارزونې او منلو لپاره وخت ته اړتیا ده. ټولې خواوې باید د هېواد او سیمې وضعیت په ژوره توګه مطالعه کړي، د روانو بدلونونو په اړه فکر وکړي او دا وارزوي چې د افغانستان د ثبات لپاره د افغانانو د یوه ګډ او متحد غږ نشتوالی به څه پایلې ولري.

ایا نړۍواله انزوا او د افغانانو د یوې لویې برخې ناخوښي د دوامدار ثبات زمینه برابرولی شي؟

ایا د اوسني وضعیت دوام د افغانستان سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې ستونزې حل کولای شي؟ او که د بحران د حل لپاره یوه ملي او ګډه تګلاره رامنځته نه شي، د هېواد راتلونکی به کوم لوري ته ولاړ شي؟

دا هغه پوښتنې دي چې طالبان، د طالبانو سیاسي مخالفین او نور ملي او مدني جریانونه باید ورته جدي پام وکړي. د افغانستان ستونزې داسې عقلاني پرېکړو ته اړتیا لري چې د یوې ډلې یا یوه سیاسي جریان د ګټو پر ځای، د ټول هېواد او خلکو ګټې په پام کې ونیسي.

که طالبان وړاندیز ونه مني، بدیل څه دی؟

تر اوسه طالبانو د لویې جرګې د جوړېدو لپاره څرګنده لېوالتیا نه ده ښودلې. خو د دې امکان هم باید له پامه ونه غورځول شي چې د وخت په تېرېدو، د سیاسي بحثونو او د وضعیت د بدلون له امله، ښايي د دوی دریځ هم بدل شي.

سیاسي تفاهم وخت، حوصله او د ټولو خواوو ذهني چمتووالي ته اړتیا لري. لکه څنګه چې د طالبانو په دریځ کې د بدلون لپاره وخت او سیاسي فشار ته اړتیا لیدل کېږي، د دوی ځینې مخالفین هم باید د خپلو افراطي، قومي او سمتي لیدلورو په اړه له سره فکر وکړي. ملي تفاهم هغه مهال رامنځته کېدای شي چې ټولې خواوې د خپلو محدودو سیاسي محاسبو پر ځای، د افغانستان ګډو ګټو ته لومړیتوب ورکړي.

که په پای کې طالبان د لویې جرګې وړاندیز رد کړي، د طالبانو ټول مخالف سیاسي، مدني او نور جریانونه باید د خپلو اختلافونو د کمولو او د یوه ګډ ملي دریځ د جوړولو لپاره هڅې زیاتې کړي. د لویې جرګې د جوړېدو غوښتنه کولای شي د همدې ګډ دریځ لپاره یو سیاسي او ملي چوکاټ برابر کړي.

البته، د دې جرګې د ملاتړ معنا دا نه ده چې د ټولو مخالفو جریانونو نظرونه به یو شان وي، یا به د هرې مسئلې په اړه سمدستي توافق رامنځته شي. مهمه دا ده چې د خبرو اترو لپاره یو ګډ بنسټ رامنځته شي، د اختلافونو د حل لارې ولټول شي او د افغانستان د راتلونکي په اړه یو داسې دریځ جوړ شي چې تر ممکنه حده پراخ ولسي او سیاسي ملاتړ ولري.

د پراګنده فعالیتونو پر ځای ګډ ملي غږ

په تېرو کلونو کې د طالبانو مخالف سیاسي او مدني جریانونو په بېلابېلو لارو فعالیت کړی دی؛ خو د دوی د فعالیتونو ترمنځ د همغږۍ او یوه متحد ملي دریځ نشتوالی یوه جدي ستونزه پاتې شوې ده. تر اوسه دغو پراګنده بحثونو او فعالیتونو د افغانستان د سیاسي بحران د حل لپاره د پام وړ پایله نه ده لرلې.

دلته باید له ځانه وپوښتو:

ایا موږ به همداسې پراګنده بحثونو او فعالیتونو ته دوام ورکوو، که د یوه بل بدیل لپاره به هڅې کوو چې د بېلابېلو جریانونو د راټولېدو او ګډ کار زمینه برابره کړي؟

د لویې جرګې د جوړېدو غوښتنه کولای شي د دې بدیل یوه برخه وي. دا به د هغو کسانو او جریانونو لپاره د ګډ بحث زمینه برابره کړي چې د افغانستان د ثبات، ملي تفاهم او د سیاسي بحران د حل په اړه ګډې موخې لري، که څه هم په نورو سیاسي موضوعاتو کې به اختلافونه موجود وي.

خو د یوه متحد غږ رامنځته کول یوازې د ګډې اعلامیې یا سیاسي ناستې خبره نه ده. دې کار ته د ګډو اصولو، روښانه موخو، د اختلافونو د مدیریت او د عملي اقداماتو اړتیا شته. که دا شرایط برابر نه شي، یوازې د جرګې د جوړېدو غوښتنه به هم په خپله د ستونزو د حل تضمین نه وي.

د بریالۍ جرګې لپاره څه ته اړتیا ده؟

که لویه جرګه جوړېږي، باید د هغې د جوړښت، استازولۍ، خپلواکۍ او د پرېکړو د عملي کېدو په اړه روښانه بحث وشي. تر ټولو مهمه پوښتنه دا ده چې څنګه ډاډ ترلاسه کېدای شي چې د هېواد د بېلابېلو قومونو، سیمو، ښځو، مدني ټولنې، سیاسي جریانونو او نورو ټولنیزو ډلو غږ پکې واورېدل شي.

همدارنګه، باید د جرګې د ګډونوالو د ټاکلو څرنګوالی، د بحثونو ازادي، د نظرونو د څرګندولو خوندیتوب او د پرېکړو د عملي کېدو میکانیزمونه مشخص شي. که جرګه د یوې خوا تر بشپړ کنټرول لاندې وي او نورې خواوې د خپل نظر د څرګندولو واقعي فرصت ونه لري، د هغې د ملي مشروعیت او اغېزمنتیا په اړه به جدي پوښتنې راپورته شي.

له همدې امله، د لویې جرګې ملاتړ باید له دې بحث سره مل وي چې جرګه څنګه رښتینې ولسي استازولي کولای شي، نه دا چې یوازې د هغې د جوړېدو پر نوم بسنه وشي.

د واقع‌بینانه پایلو تمه

افغانستان په تېرو پنځه پنځوسو کلونو کې د جګړو، سیاسي اختلافونو، بهرنیو لاسوهنو او ناکامو تجربو له امله له سختو ستونزو سره مخ شوی دی. که په دومره اوږده موده کې د یوه باثباته سیاسي نظام او ملي تفاهم لپاره د پام وړ او دوامداره پایله نه ده ترلاسه شوې، نو د لویې جرګې د وړاندیز له مطرح کېدو یوازې یوه اونۍ وروسته د وروستۍ پایلې تمه کول واقع‌بینانه نه دي.

ملي اجماع په یوه ورځ او یوه اعلامیه نه رامنځته کېږي. دې بهیر ته دوامدار بحث، متقابل درناوی، د باور جوړول او د اختلافونو د حل لپاره سیاسي ارادې ته اړتیا ده.

له همدې امله، د لویې جرګې د وړاندیز په اړه باید له وخت مخکې منفي قضاوت ونه کړو. پر ځای یې، د دې وړاندیز نیمګړتیاوې، امکانات او د عملي کېدو شرایط وارزوو او د هغو د ښه کولو لپاره رغنده بحث ته دوام ورکړو.

پایله

د افغانستان اوسنی وضعیت له ټولو خواوو د عقلانیت، زغم او د ملي ګټو پر بنسټ د پرېکړو غوښتنه کوي. طالبان باید د هېواد د سیاسي راتلونکي په اړه د پراخ ملي بحث اړتیا جدي وارزوي، او د طالبانو مخالفین هم باید له قومي، سمتي او افراطي دریځونو واټن واخلي او د یوه ګډ ملي هدف لپاره د همغږۍ لارې پیدا کړي.

لویه جرګه په خپله د افغانستان د ستونزو د حل تضمین نه دی؛ خو که د پراخې استازولۍ، ازاد بحث، ملي تفاهم او عملي پرېکړو پر بنسټ جوړه شي، د سیاسي بن‌بست د ماتولو لپاره یو مهم فرصت کېدای شي.

راځئ د منفي فکر پر ځای مثبت او رغنده فکر وکړو. د ستونزو د حل لپاره باید نوې ستونزې رامنځته نه کړو، بلکې د اختلافونو د کمولو، د ملي یووالي د پیاوړتیا او د افغانستان د ثبات لپاره عملي لارې ولټوو.

اصلي پوښتنه دا نه ده چې لویه جرګه به په یوه اونۍ کې نتیجه ورکړي که نه؛ اصلي پوښتنه دا ده چې ایا موږ د خپلو اختلافونو د مدیریت او د یوه ګډ ملي راتلونکي د جوړولو لپاره د یوه بل بدیل د لټولو اراده لرو که نه؟

د تکفیریانو بحث رامنځته کول او د مخالفانو سیکولر بلل

۲۲ تله ۱۴۰۵ - ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۶:۰۵ GMT+۱
•
محمد محق
100%

په افغانستان کې افراطي بنسټپالان، که سلفیان دي، که اخوانیان او که طالبان، خپل ډېر فکري مخالفان، که دینداره وي او که بې‌دینه، د «سیکولر» په نوم معرفي کوي.

ډېری هغه کسان چې دا اصطلاح کاروي، د هغې روښانه تعریف نه لري، خو داسې ښکاري چې د دغو ډلو ځینې نظریه‌پردازان په قصدي ډول له داسې کلمې څخه کار اخلي چې د منطق د علم په اصطلاح «کلي مشکک» بلل کېږي او پر بېلابېلو او ناهمجنسو مصداقونو د تطبیق وړ وي.

په دې ادبیاتو کې سیکولر کله د کافر په معنا کارول کېږي، کله د داسې مؤمن په معنا چې ایمان یې نیمګړی وي، کله د فاسق په معنا او کله هم د داسې مسلمان لپاره چې د دین یا د هغه د یوې برخې په اړه متفاوت تفسیر لري. د دې کلمې همدا څوګونې معناوې هغه په یوې اغېزناکې وسیلې بدلوي. له یوې خوا، د دې کلمې په وسیله د خلکو په منځ کې د مخالفانو پر ایماني حیثیت برید کېدای شي او له بلې خوا، له ښکاره تکفیر څخه ډډه کېدای شي. په دې توګه، هم مطلوب پیغام مخاطب ته رسېږي او هم ویونکی اړ نه وي چې د یوه څرګند تکفیري حکم شرعي او ټولنیز مسوولیت پر غاړه واخلي.

ښکاره تکفیري چلند درانه لګښتونه لري. هم له شرعي پلوه له څرګندو خنډونو او دلایلو سره مخ دی چې دفاع ترې ستونزمنوي، او هم د اسلامي نړۍ په عامه افکارو کې تکفیري جریانونه له فکري پلوه مردود، له اخلاقي پلوه منفور او له امنیتي پلوه د سخت شک وړ دي. خو د مخالف «سیکولر» بلل، په ځانګړي ډول هغه مهال چې له ابهام او کنایې سره مل وي، کولای شي له لګښت پرته د هماغه کار یوه برخه ترسره کړي. دلته خبره یوازې د یوې اصطلاح پر کارولو نه ده، بلکې د داسې ګفتمان د جوړولو خبره ده چې موخه یې له ډګره د سیالانو ایستل او د دین د ویاندویۍ او د حقیقت د مالکیت ادعا په انحصار کې ساتل دي. لومړی باید دا تصور عام شي چې دین یوازې او یوازې یو سم تفسیر لري، او بیا باید هر تفسیر، پرته له هغه تفسیره چې دغه ډلې یې غواړي، ناسم وښودل شي. د نورو تفسیرونو د ردولو لپاره د پخوانیو فرقه‌ییزو شخړو په زېرمتون کې ګڼ نومونه او ټاپې شته: مرجئي تفسیر، اعتزالي، شیعي، اشعري، باطني، عصري، لوېدیځ‌پال او داسې نور. خو د «دین سیکولر تفسیر» تعبیر د سیکولر د کلمې د ابهام له امله د افغانستان په اوسنیو شرایطو کې اغېزناک تمامېدای شي. دا تعبیر له یوې خوا د طالبانو د واکمنۍ له رسمي ګفتمان سره ټکر نه رامنځته کوي او له بلې خوا، هغه کسان چې له تکفیري ګفتمان سره مخالفت لري او په افغانستان کې ژوند کوي یا دې هېواد ته تګ راتګ کوي، چوپتیا ته اړ کولای او بې‌وسلې کولای شي.

ټاپه لګول؛ یوه پخوانۍ حربه

پر خلکو ټاپه لګول د اسلام په تاریخ کې ډېره پخوانۍ سابقه لري او په فرقه‌ییزو جګړو کې یوه عامه وسله وه. په بېلابېلو دورو کې، په سیاسي او مذهبي شخړو کې ښکېلو ډلو د خپلو سیالانو د بې‌اعتباره کولو لپاره داسې نومونه کارول چې دروند اعتقادي بار یې درلود. په لومړنیو شخړو کې د «مرجئي»، «رافضي» او «ناصبي» په څېر نومونه یوازې د یوه فکري تمایل د بې‌طرفه بیانولو لپاره نه کارېدل، بلکې په ډېرو مواردو کې په سیاسي او فرقه‌ییزو شخړو کې وسلې وې.

د عباسي خلافت د واکمنۍ په هغو دورو کې چې معتزله د واکمنې دستګاه له غوسې سره مخ شول، خلکو ته د اعتزال د عقیدې منسوبول هم د فشار او شکنجې زمینه برابرولای شوه. د متوکل عباسي له وخته وروسته، د «اهل سنت» د مفهوم په برجسته کېدو سره، د «بدعت» اصطلاح هم په مذهبي شخړو کې لا مهمه شوه او فکري مخالفان به په اسانۍ د بدعتیانو په ډله کې شمېرل کېدل. د یوناني، هندي او فارسي اثارو د ژباړې او له نورو فکري مکتبونو او دودونو سره د مسلمانانو د بلدتیا له پراخېدو وروسته، د «زنديق» اصطلاح په پراخه کچه دود شوه. زندیق هم، د ډېرو ورته ټاپو په څېر، تل یوه دقیقه او ثابته معنا نه لرله او په فکري شخړو کې پر پراخې ډلې مخالفانو تطبیقېدای شوه.

د دې ذهنیت لمن کله ناکله له علمي او سیاسي کړیو څخه هم اوښتله او د عامو خلکو تر منځ رسېده. ابن جوزي په خپل کتاب «اخبار الحمقی والمغفلین» کې یوه کیسه راوړي چې د دغو ټاپو له امله رامنځته شوی رواني فضا په ښه توګه څرګندوي. یو صحرايي سړی ښار ته راغی او د لمانځه لپاره جومات ته ننوت. هلته یوه کس خپلو زده‌کوونکو ته نحو ورښوده او د نکرې، معرفې، منصرف او غیرمنصرف په څېر اصطلاحات یې تشریح کول. صحرايي سړی چې له دغو اصطلاحاتو سره بلد نه و او په ښارونو کې یې د زنادقه‌وو د پیدا کېدو په اړه اورېدلي وو، خپله لکړه یې راواخیسته او پر هغوی یې د برید پر مهال چیغه کړه: «د خدای له کوره ووځئ، اې د خدای دښمنانو، اې زندیقانو!» د دې کیسې اهمیت، له طنزي اړخ څخه ورهاخوا، د ټاپه لګولو د ټولنیز میکانېزم په څرګندولو کې دی: یوه کلمه چې دروند اعتقادي بار لري، د خلکو په ذهنونو کې دومره ځای نیسي چې ان هغه څوک چې یې دقیقه معنا نه پېژني، هره نااشنا خبره د هغې مصداق ګڼلای شي.

په ورپسې دورو کې د «ملحد» اصطلاح هم ورته کارېدنه پیدا کړه. له دې امله چې دا اصطلاح هم په فرقه‌ییزو شخړو کې تل له یوه جامع او مانع تعریف سره نه کارول کېده، ځینو جدلي لیکوالانو به خپل فکري مخالفان پرې تورنول. ابن تیمیه د دې جدلي دود له مشهورو څېرو څخه دی. هغه په خپلو بېلابېلو اثارو کې محی‌الدین ابن عربي په څرګنده پر الحاد تورنوي. د هغه په یوه اثر کې چې «بغیة المرتاد فی الرد علی المتفلسفة والقرامطة والباطنیة أهل الإلحاد» نومېږي، د بېلابېلو شخصیتونو او فکري جریانونو پر ضد بریدونه شوي او د دغو جدلونو په لړ کې د صدرالدین قونوي، ابن هود، تلمساني، ابن سبعین، ابن سینا، فخرالدین رازي، ابوحامد غزالي او ابوالحسن اشعري نومونه یاد شوي دي. البته، دا طریقه یوازې په ابن تیمیه یا یوه ځانګړي مکتب پورې محدوده نه وه. د ملل او نحل د شخړو تاریخ ته په کتلو سره لیدل کېدای شي چې په بېلابېلو دورو کې ګڼو ډلو د خپلو سیالانو لپاره نومونه جوړول یا به یې له شته نومونو داسې کار اخیست چې د اعتقادي قضاوت بڼه یې لرله. هر کله چې فرقه‌پالنه پیاوړې کېږي، د استدلال پر ځای د نوم‌اېښودنې تمایل هم زیاتېږي. په داسې فضا کې ټاپه یوازې یوه کلمه نه وي؛ بلکې د سیال د مشروعیت له دایرې څخه د ایستلو مقدمه وي.

کله چې ټاپه د استدلال ځای نیسي

ولې پر خلکو ټاپه لګول دومره زړه‌راښکونکي دي؟ د مولانا په مشهوره وینا: «د استدلالیانو پښه د لرګي ده.» که څوک وغواړي له خپلو فکري مخالفانو سره د دلیل او منطق له لارې بحث وکړي او د هغوی د افکارو ناسم‌والی وښيي، دا کار تل اسانه نه وي. باید د مقابل لوري خبره په سمه توګه نقل کړي، دلایل یې واوري او بیا یې پر وړاندې پیاوړی استدلال وړاندې کړي. په ډېرو مواردو کې ښايي مناقشه برعکس پایله هم ولري او د نیوکه کوونکي د استدلال کمزوري تر نیوکې لاندې د فکر له کمزورۍ څخه ډېره څرګنده کړي. ښايي له همدې امله د اهل حدیث د پخواني مکتب ځینو مشرانو، لکه سفیان ثوري، سپارښتنه کوله چې ان د «اهل بدعت» د ردولو لپاره هم د هغوی خبرې نقل نه شي. اندېښنه دا وه چې مخاطب د مقابل لوري د استدلال په اورېدو سره ښايي هغه په زړه پورې یا معقول ومومي او د نیوکې منلو پر ځای خپله د هماغه فکر لور ته مایل شي.

تجربې هم ښودلې چې کله خلک د دواړو لورو خبرې اوري، پایله یې تل هغه څه نه وي چې د یوه مکتب پلویان یې تمه لري. پر خلکو ټاپه لګول له دې ستونزې څخه د تېښتې لنډه لار ده. د یوه درانه تور په لګولو سره، په ځانګړي ډول داسې تور چې په یوه مؤمنه ټولنه کې له بې‌دینۍ سره تړاو ولري، د بحث له پیل مخکې د مخاطب او تورن شوي کس تر منځ رواني دېوال جوړېدای شي. مخاطب ښايي د هغه له خبرو سره تر دقیقې بلدتیا او د هغو تر ارزونې مخکې، هغه د داسې کسانو په ډله کې وشمېري چې بیخي باید خبرې یې وانه‌ورېدل شي. دلته د عقلاني استدلال پر ځای یو رواني میکانېزم میدان ته راځي. موخه نور دا نه وي چې وښودل شي د سیال خبره ولې ناسمه ده، بلکې بسنه کوي چې د هغه هویت داسې تعریف شي چې خبره یې له مخکې بې‌اعتباره ښکاره شي.

دا طریقه د بازارموندنې له ځینو لارو چارو سره ورته والی لري؛ په هغو کې هڅه کېږي چې پېرودونکی د توکي د واقعي کیفیت له ارزولو مخکې، د رواني تخنیکونو له لارې د هغه پر انتخاب اغېز وشي. خو د علم او معرفت ډګر د سوداګرۍ بازار نه دی. د معرفت موخه، لږ تر لږه د ادعا له مخې، باید د حقیقت موندل وي، نه د پېرودونکو او پیروانو د شمېر زیاتول. په همدې تړاو ځینې جریانونه د خپلو مخاطبانو شمېر د خپل حقانیت دلیل ګڼي او په لوړ غږ اعلانوي چې د دوی د فکري مکتب اړوند فلانی شخصیت څومره تود هرکلی شوی یا د فلاني شخصیت په جنازه کې څومره خلک ګډون کړی دی. دا چلند انسان ته د قرآن کریم دا آیت ورپه یادوي: «أَلْهَاكُمُ التَّكَاثُرُ، حَتَّىٰ زُرْتُمُ الْمَقَابِرَ»؛ یعنې د ډېروالي سیالۍ بوخت کړي یاست، تر دې چې قبرونو ته ورسېدئ. خو د افکارو سم‌والی او ناسم‌والی د هغوی د پلویانو له ډېرښت یا کموالي سره تړاو نه لري. په تاریخ کې څو څو ځله داسې شوي چې یو علمي فکر د اوږدې مودې لپاره ناپېژندل شوی، نه‌منل شوی یا څنډې ته پاتې شوی، په داسې حال کې چې خرافاتي او ان زیان‌رسوونکي باورونه د اوږدې مودې لپاره د میلیونونو انسانانو له خوا منل شوي دي. د یوه فکر د ارزونې لپاره باید د هغه دلایل وڅېړل شي، نه د پلویانو یا مخالفانو شمېر.

«سیکولر» د حذف او ګوښه کولو د وسیلې په توګه

د «سیکولر» د ټاپې اوسنۍ کارونه هم باید په همدې چوکاټ کې وکتل شي. خبره دا نه ده چې دا کلمه هېڅ علمي او سیاسي معنا نه لري. سیکولریزم په سیاسي فلسفه، ټولنپوهنه او د افکارو په تاریخ کې یوه پېژندل شوې موضوع ده او د هغې د تعریفونو، ډولونو او پایلو په اړه بحث کېدای شي. ستونزه له هغه ځایه پیلېږي چې دا اصطلاح له خپلې مشخصې معنا تشه شي او د پراخې ډلې مخالفانو لپاره په ټاپه بدله شي. په داسې کارونه کې نور مهمه نه وي چې اړوند کس ځان سیکولر ګڼي که نه، د دین او سیاست د اړیکې په اړه څه تصور لري، تر کومه بریده دینداره دی، یا له بنسټپال جریان سره یې اختلاف په دقیقه توګه پر څه دی. بسنه کوي چې هغه په یوه مهمه مسئله کې له غالب تفسیر سره مخالفت وکړي، څو د «سیکولر» نوم د مخاطب لپاره د خطر د نښې رول ولوبوي.

په دې توګه، د دین، سیاست، د ښځو د حقونو، ازادۍ، حکومت یا ټولنې په اړه فکري بحث د شخص د ایمان او هویت پر بحث بدلېږي. د دې پر ځای چې وپوښتل شي: «ایا د هغه استدلال سم دی؟» پوښتنه دا کېږي چې «هغه اصلاً څوک دی او له دین سره یې تړاو تر کومه بریده دی؟» دا هماغه ټکی دی چې د ټاپه لګولو منطق د تکفیري منطق له منطق سره یوځای کېږي، ان که ښکاره تکفیر هم نه وي شوی. تکفیري ګفتمان یوازې هغه مهال نه رامنځته کېږي چې څوک په ښکاره بل څوک کافر وبولي؛ د هغه زمینه هغه وخت هم برابرېدای شي چې فکري مخالف ورو ورو د دیني مشروعیت له دایرې وایستل شي او مخاطب دې پایلې ته ورسېږي چې د هغه خبرې د هغه د هویت او منسوبې عقیدې له امله بیخي د اورېدو وړ نه دي.

د ننني افغانستان وضعیت او د فکري مخالفانو لنډ دېوال

دا مساله د افغانستان په اوسنیو شرایطو کې دوه برابره اهمیت پیدا کوي؛ داسې ځای چې د منتقدانو ډېر غږونه خاموش شوي او د بېلابېلو نظرونو د ازاد بیان لپاره عامه فضا په سختۍ محدوده شوې ده. په داسې فضا کې د واک پر جوړښت نیوکه کول او د ټولنې د واقعي ستونزو په اړه خبرې کول لګښت لري. ګڼې داسې مسالې شته چې جدي بحث پرې اخلاقي زړورتیا غواړي: تبعیض او بې‌عدالتي، د ښځو محرومیت، قومي کړکېچونه، قبیلوي دښمنۍ، پراخه بېوزلي، دولتي دندو ته د ناوړ کسانو ګومارل، د کانونو او طبیعي سرچینو لوټ او چور، په دولتي قراردادونو کې فساد، خپلوي‌پالنه، مذهبي تعصبونه، له سیمې او نړۍ سره ناسالمې اړیکې، او د افراطي او تاوتریخوالي‌پالو ډلو شتون یا فعالیت. دا او لسګونه نورې بنسټیزې مسالې په مستقیم ډول د افغانستان د خلکو له ژوند او راتلونکي سره تړاو لري. خو د دغو مسایلو په اړه خبرې کول اسانه نه دي. د هغو کسانو لپاره چې له دې واقعیتونو سره د مخامخ کېدو جرئت نه لري، له خپلو فکري مخالفانو څخه کمزورې موخه نه پیدا کېږي، په ځانګړي ډول هغه مخالفان چې واکمنه دستګاه هم ورته په ښه نظر نه ګوري. په پایله کې، پر «سیکولرانو» برید کولای شي هم د محتوا تشه ډکه کړي او هم ډېر لګښت ونه لري. هغه څوک چې د واک پر جوړښت د نیوکې توان یا جرئت نه لري، کولای شي د یوه کم‌خطره فکري دښمن یا ان یوه خیالي دښمن په جوړولو سره ځان لا هم د دین د مدافع او د ټولنیز رسالت د خاوند په توګه وښيي. ان په دې لاره کولای شي په مستقیم یا غیرمستقیم ډول د واکمنانو رضایت هم ترلاسه کړي.

له همدې امله، اصلي ستونزه پخپله د «سیکولر» کلمه نه ده. څوک کولای شي له سیکولریزم سره موافق یا مخالف وي او د خپل دریځ لپاره دلیلونه وړاندې کړي. ستونزه هغه مهال پیلېږي چې دا کلمه د یوه تعریفېدونکي مفهوم په توګه نه، بلکې د مخالف د دیني حیثیت د تخریب او د خبرو اترو د لارې د تړلو لپاره د یوې حربې په توګه وکارول شي.

که څوک یو فکر ناسم ګڼي، سمه لار دا ده چې هغه فکر همغسې تشریح کړي لکه څرنګه چې د هغه خاوند بیان کړی وي، دلایل یې وڅېړي او بیا په استدلال وښيي چې ولې یې ناسم بولي. خو که د دې کار پر ځای لومړی د فکر خاوند ته داسې نوم وټاکل شي چې مخاطب یې د خبرو له اورېدو ووېرېږي، نو بیا له فکري نیوکې سره مخ نه یو، بلکې د ټاپې په وسیله د مخاطب د ذهن د مدیریت له هڅې سره مخ یو. همدلته باید د سیکولریزم د نقد او د مخالفانو د حذفولو لپاره د هغوی د سیکولر بللو تر منځ توپیر وشي. لومړی کار د یوه عادي فکري بحث برخه کېدای شي خو دویم، په ځانګړي ډول په داسې ټولنه کې چې د بحث ازادي او د مساوي دفاع امکان پکې نه وي، د حقیقت د انحصار، د متفاوت فکر لرونکو د چوپولو او د هماغه تکفیري ګفتمان د بیا تولید وسیله ګرځېدای شي چې دا ځل د ښکاره تکفیر پر ځای په مبهمه او لږ لګښت لرونکې ژبه خبرې کوي.