بله اندېښنه دا ده چې که لویه جرګه د طالبانو تر واکمنۍ لاندې جوړه شي، ایا د دې جرګې پرېکړې به د ټولو افغانانو استازولي وکړي او عملي پایلې به ولري؟
دا اندېښنې د بحث وړ دي؛ خو د حل لارې په اړه باید د منفي قضاوت پر ځای، د واقعیتونو، ملي ګټو او عقلانیت پر بنسټ فکر وکړو.
که په تېرو کلونو کې د افغانستان د سیاسي بحران ټولو خواوو منطقي وړاندیزونه منلي وای، ښايي د هېواد ډېرې ستونزې تر دې دمه حل شوې وای. افغانستان په خپل تاریخ کې بریالۍ او ناکامې لویې جرګې تجربه کړې دي. اوس پوښتنه دا نه ده چې لویه جرګه په مطلق ډول ښه ده که بده؛ بلکې اصلي پوښتنه دا ده چې څنګه یوه داسې ملي جرګه جوړه کړو چې د ولس د ارادې استازولي وکړي او د افغانستان د روان بحران د حل لپاره عملي لاره پرانیزي.
د لویې جرګې په اړه باید له بېړې ډډه وشي
د هر سیاسي وړاندیز د ارزونې او منلو لپاره وخت ته اړتیا ده. ټولې خواوې باید د هېواد او سیمې وضعیت په ژوره توګه مطالعه کړي، د روانو بدلونونو په اړه فکر وکړي او دا وارزوي چې د افغانستان د ثبات لپاره د افغانانو د یوه ګډ او متحد غږ نشتوالی به څه پایلې ولري.
ایا نړۍواله انزوا او د افغانانو د یوې لویې برخې ناخوښي د دوامدار ثبات زمینه برابرولی شي؟
ایا د اوسني وضعیت دوام د افغانستان سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې ستونزې حل کولای شي؟ او که د بحران د حل لپاره یوه ملي او ګډه تګلاره رامنځته نه شي، د هېواد راتلونکی به کوم لوري ته ولاړ شي؟
دا هغه پوښتنې دي چې طالبان، د طالبانو سیاسي مخالفین او نور ملي او مدني جریانونه باید ورته جدي پام وکړي. د افغانستان ستونزې داسې عقلاني پرېکړو ته اړتیا لري چې د یوې ډلې یا یوه سیاسي جریان د ګټو پر ځای، د ټول هېواد او خلکو ګټې په پام کې ونیسي.
که طالبان وړاندیز ونه مني، بدیل څه دی؟
تر اوسه طالبانو د لویې جرګې د جوړېدو لپاره څرګنده لېوالتیا نه ده ښودلې. خو د دې امکان هم باید له پامه ونه غورځول شي چې د وخت په تېرېدو، د سیاسي بحثونو او د وضعیت د بدلون له امله، ښايي د دوی دریځ هم بدل شي.
که په پای کې طالبان د لویې جرګې وړاندیز رد کړي، د طالبانو ټول مخالف سیاسي، مدني او نور جریانونه باید د خپلو اختلافونو د کمولو او د یوه ګډ ملي دریځ د جوړولو لپاره هڅې زیاتې کړي. د لویې جرګې د جوړېدو غوښتنه کولای شي د همدې ګډ دریځ لپاره یو سیاسي او ملي چوکاټ برابر کړي.
البته، د دې جرګې د ملاتړ معنا دا نه ده چې د ټولو مخالفو جریانونو نظرونه به یو شان وي، یا به د هرې مسئلې په اړه سمدستي توافق رامنځته شي. مهمه دا ده چې د خبرو اترو لپاره یو ګډ بنسټ رامنځته شي، د اختلافونو د حل لارې ولټول شي او د افغانستان د راتلونکي په اړه یو داسې دریځ جوړ شي چې تر ممکنه حده پراخ ولسي او سیاسي ملاتړ ولري.
د پراګنده فعالیتونو پر ځای ګډ ملي غږ
په تېرو کلونو کې د طالبانو مخالف سیاسي او مدني جریانونو په بېلابېلو لارو فعالیت کړی دی؛ خو د دوی د فعالیتونو ترمنځ د همغږۍ او یوه متحد ملي دریځ نشتوالی یوه جدي ستونزه پاتې شوې ده. تر اوسه دغو پراګنده بحثونو او فعالیتونو د افغانستان د سیاسي بحران د حل لپاره د پام وړ پایله نه ده لرلې.
دلته باید له ځانه وپوښتو:
ایا موږ به همداسې پراګنده بحثونو او فعالیتونو ته دوام ورکوو، که د یوه بل بدیل لپاره به هڅې کوو چې د بېلابېلو جریانونو د راټولېدو او ګډ کار زمینه برابره کړي؟
د لویې جرګې د جوړېدو غوښتنه کولای شي د دې بدیل یوه برخه وي. دا به د هغو کسانو او جریانونو لپاره د ګډ بحث زمینه برابره کړي چې د افغانستان د ثبات، ملي تفاهم او د سیاسي بحران د حل په اړه ګډې موخې لري، که څه هم په نورو سیاسي موضوعاتو کې به اختلافونه موجود وي.
خو د یوه متحد غږ رامنځته کول یوازې د ګډې اعلامیې یا سیاسي ناستې خبره نه ده. دې کار ته د ګډو اصولو، روښانه موخو، د اختلافونو د مدیریت او د عملي اقداماتو اړتیا شته. که دا شرایط برابر نه شي، یوازې د جرګې د جوړېدو غوښتنه به هم په خپله د ستونزو د حل تضمین نه وي.
د بریالۍ جرګې لپاره څه ته اړتیا ده؟
که لویه جرګه جوړېږي، باید د هغې د جوړښت، استازولۍ، خپلواکۍ او د پرېکړو د عملي کېدو په اړه روښانه بحث وشي. تر ټولو مهمه پوښتنه دا ده چې څنګه ډاډ ترلاسه کېدای شي چې د هېواد د بېلابېلو قومونو، سیمو، ښځو، مدني ټولنې، سیاسي جریانونو او نورو ټولنیزو ډلو غږ پکې واورېدل شي.
همدارنګه، باید د جرګې د ګډونوالو د ټاکلو څرنګوالی، د بحثونو ازادي، د نظرونو د څرګندولو خوندیتوب او د پرېکړو د عملي کېدو میکانیزمونه مشخص شي. که جرګه د یوې خوا تر بشپړ کنټرول لاندې وي او نورې خواوې د خپل نظر د څرګندولو واقعي فرصت ونه لري، د هغې د ملي مشروعیت او اغېزمنتیا په اړه به جدي پوښتنې راپورته شي.
له همدې امله، د لویې جرګې ملاتړ باید له دې بحث سره مل وي چې جرګه څنګه رښتینې ولسي استازولي کولای شي، نه دا چې یوازې د هغې د جوړېدو پر نوم بسنه وشي.
د واقعبینانه پایلو تمه
افغانستان په تېرو پنځه پنځوسو کلونو کې د جګړو، سیاسي اختلافونو، بهرنیو لاسوهنو او ناکامو تجربو له امله له سختو ستونزو سره مخ شوی دی. که په دومره اوږده موده کې د یوه باثباته سیاسي نظام او ملي تفاهم لپاره د پام وړ او دوامداره پایله نه ده ترلاسه شوې، نو د لویې جرګې د وړاندیز له مطرح کېدو یوازې یوه اونۍ وروسته د وروستۍ پایلې تمه کول واقعبینانه نه دي.
ملي اجماع په یوه ورځ او یوه اعلامیه نه رامنځته کېږي. دې بهیر ته دوامدار بحث، متقابل درناوی، د باور جوړول او د اختلافونو د حل لپاره سیاسي ارادې ته اړتیا ده.
له همدې امله، د لویې جرګې د وړاندیز په اړه باید له وخت مخکې منفي قضاوت ونه کړو. پر ځای یې، د دې وړاندیز نیمګړتیاوې، امکانات او د عملي کېدو شرایط وارزوو او د هغو د ښه کولو لپاره رغنده بحث ته دوام ورکړو.
پایله
د افغانستان اوسنی وضعیت له ټولو خواوو د عقلانیت، زغم او د ملي ګټو پر بنسټ د پرېکړو غوښتنه کوي. طالبان باید د هېواد د سیاسي راتلونکي په اړه د پراخ ملي بحث اړتیا جدي وارزوي، او د طالبانو مخالفین هم باید له قومي، سمتي او افراطي دریځونو واټن واخلي او د یوه ګډ ملي هدف لپاره د همغږۍ لارې پیدا کړي.
لویه جرګه په خپله د افغانستان د ستونزو د حل تضمین نه دی؛ خو که د پراخې استازولۍ، ازاد بحث، ملي تفاهم او عملي پرېکړو پر بنسټ جوړه شي، د سیاسي بنبست د ماتولو لپاره یو مهم فرصت کېدای شي.
راځئ د منفي فکر پر ځای مثبت او رغنده فکر وکړو. د ستونزو د حل لپاره باید نوې ستونزې رامنځته نه کړو، بلکې د اختلافونو د کمولو، د ملي یووالي د پیاوړتیا او د افغانستان د ثبات لپاره عملي لارې ولټوو.
اصلي پوښتنه دا نه ده چې لویه جرګه به په یوه اونۍ کې نتیجه ورکړي که نه؛ اصلي پوښتنه دا ده چې ایا موږ د خپلو اختلافونو د مدیریت او د یوه ګډ ملي راتلونکي د جوړولو لپاره د یوه بل بدیل د لټولو اراده لرو که نه؟
په افغانستان کې افراطي بنسټپالان، که سلفیان دي، که اخوانیان او که طالبان، خپل ډېر فکري مخالفان، که دینداره وي او که بېدینه، د «سیکولر» په نوم معرفي کوي.
ډېری هغه کسان چې دا اصطلاح کاروي، د هغې روښانه تعریف نه لري، خو داسې ښکاري چې د دغو ډلو ځینې نظریهپردازان په قصدي ډول له داسې کلمې څخه کار اخلي چې د منطق د علم په اصطلاح «کلي مشکک» بلل کېږي او پر بېلابېلو او ناهمجنسو مصداقونو د تطبیق وړ وي.
په دې ادبیاتو کې سیکولر کله د کافر په معنا کارول کېږي، کله د داسې مؤمن په معنا چې ایمان یې نیمګړی وي، کله د فاسق په معنا او کله هم د داسې مسلمان لپاره چې د دین یا د هغه د یوې برخې په اړه متفاوت تفسیر لري. د دې کلمې همدا څوګونې معناوې هغه په یوې اغېزناکې وسیلې بدلوي. له یوې خوا، د دې کلمې په وسیله د خلکو په منځ کې د مخالفانو پر ایماني حیثیت برید کېدای شي او له بلې خوا، له ښکاره تکفیر څخه ډډه کېدای شي. په دې توګه، هم مطلوب پیغام مخاطب ته رسېږي او هم ویونکی اړ نه وي چې د یوه څرګند تکفیري حکم شرعي او ټولنیز مسوولیت پر غاړه واخلي.
ښکاره تکفیري چلند درانه لګښتونه لري. هم له شرعي پلوه له څرګندو خنډونو او دلایلو سره مخ دی چې دفاع ترې ستونزمنوي، او هم د اسلامي نړۍ په عامه افکارو کې تکفیري جریانونه له فکري پلوه مردود، له اخلاقي پلوه منفور او له امنیتي پلوه د سخت شک وړ دي. خو د مخالف «سیکولر» بلل، په ځانګړي ډول هغه مهال چې له ابهام او کنایې سره مل وي، کولای شي له لګښت پرته د هماغه کار یوه برخه ترسره کړي. دلته خبره یوازې د یوې اصطلاح پر کارولو نه ده، بلکې د داسې ګفتمان د جوړولو خبره ده چې موخه یې له ډګره د سیالانو ایستل او د دین د ویاندویۍ او د حقیقت د مالکیت ادعا په انحصار کې ساتل دي. لومړی باید دا تصور عام شي چې دین یوازې او یوازې یو سم تفسیر لري، او بیا باید هر تفسیر، پرته له هغه تفسیره چې دغه ډلې یې غواړي، ناسم وښودل شي. د نورو تفسیرونو د ردولو لپاره د پخوانیو فرقهییزو شخړو په زېرمتون کې ګڼ نومونه او ټاپې شته: مرجئي تفسیر، اعتزالي، شیعي، اشعري، باطني، عصري، لوېدیځپال او داسې نور. خو د «دین سیکولر تفسیر» تعبیر د سیکولر د کلمې د ابهام له امله د افغانستان په اوسنیو شرایطو کې اغېزناک تمامېدای شي. دا تعبیر له یوې خوا د طالبانو د واکمنۍ له رسمي ګفتمان سره ټکر نه رامنځته کوي او له بلې خوا، هغه کسان چې له تکفیري ګفتمان سره مخالفت لري او په افغانستان کې ژوند کوي یا دې هېواد ته تګ راتګ کوي، چوپتیا ته اړ کولای او بېوسلې کولای شي.
ټاپه لګول؛ یوه پخوانۍ حربه
پر خلکو ټاپه لګول د اسلام په تاریخ کې ډېره پخوانۍ سابقه لري او په فرقهییزو جګړو کې یوه عامه وسله وه. په بېلابېلو دورو کې، په سیاسي او مذهبي شخړو کې ښکېلو ډلو د خپلو سیالانو د بېاعتباره کولو لپاره داسې نومونه کارول چې دروند اعتقادي بار یې درلود. په لومړنیو شخړو کې د «مرجئي»، «رافضي» او «ناصبي» په څېر نومونه یوازې د یوه فکري تمایل د بېطرفه بیانولو لپاره نه کارېدل، بلکې په ډېرو مواردو کې په سیاسي او فرقهییزو شخړو کې وسلې وې.
د عباسي خلافت د واکمنۍ په هغو دورو کې چې معتزله د واکمنې دستګاه له غوسې سره مخ شول، خلکو ته د اعتزال د عقیدې منسوبول هم د فشار او شکنجې زمینه برابرولای شوه. د متوکل عباسي له وخته وروسته، د «اهل سنت» د مفهوم په برجسته کېدو سره، د «بدعت» اصطلاح هم په مذهبي شخړو کې لا مهمه شوه او فکري مخالفان به په اسانۍ د بدعتیانو په ډله کې شمېرل کېدل. د یوناني، هندي او فارسي اثارو د ژباړې او له نورو فکري مکتبونو او دودونو سره د مسلمانانو د بلدتیا له پراخېدو وروسته، د «زنديق» اصطلاح په پراخه کچه دود شوه. زندیق هم، د ډېرو ورته ټاپو په څېر، تل یوه دقیقه او ثابته معنا نه لرله او په فکري شخړو کې پر پراخې ډلې مخالفانو تطبیقېدای شوه.
د دې ذهنیت لمن کله ناکله له علمي او سیاسي کړیو څخه هم اوښتله او د عامو خلکو تر منځ رسېده. ابن جوزي په خپل کتاب «اخبار الحمقی والمغفلین» کې یوه کیسه راوړي چې د دغو ټاپو له امله رامنځته شوی رواني فضا په ښه توګه څرګندوي. یو صحرايي سړی ښار ته راغی او د لمانځه لپاره جومات ته ننوت. هلته یوه کس خپلو زدهکوونکو ته نحو ورښوده او د نکرې، معرفې، منصرف او غیرمنصرف په څېر اصطلاحات یې تشریح کول. صحرايي سړی چې له دغو اصطلاحاتو سره بلد نه و او په ښارونو کې یې د زنادقهوو د پیدا کېدو په اړه اورېدلي وو، خپله لکړه یې راواخیسته او پر هغوی یې د برید پر مهال چیغه کړه: «د خدای له کوره ووځئ، اې د خدای دښمنانو، اې زندیقانو!» د دې کیسې اهمیت، له طنزي اړخ څخه ورهاخوا، د ټاپه لګولو د ټولنیز میکانېزم په څرګندولو کې دی: یوه کلمه چې دروند اعتقادي بار لري، د خلکو په ذهنونو کې دومره ځای نیسي چې ان هغه څوک چې یې دقیقه معنا نه پېژني، هره نااشنا خبره د هغې مصداق ګڼلای شي.
په ورپسې دورو کې د «ملحد» اصطلاح هم ورته کارېدنه پیدا کړه. له دې امله چې دا اصطلاح هم په فرقهییزو شخړو کې تل له یوه جامع او مانع تعریف سره نه کارول کېده، ځینو جدلي لیکوالانو به خپل فکري مخالفان پرې تورنول. ابن تیمیه د دې جدلي دود له مشهورو څېرو څخه دی. هغه په خپلو بېلابېلو اثارو کې محیالدین ابن عربي په څرګنده پر الحاد تورنوي. د هغه په یوه اثر کې چې «بغیة المرتاد فی الرد علی المتفلسفة والقرامطة والباطنیة أهل الإلحاد» نومېږي، د بېلابېلو شخصیتونو او فکري جریانونو پر ضد بریدونه شوي او د دغو جدلونو په لړ کې د صدرالدین قونوي، ابن هود، تلمساني، ابن سبعین، ابن سینا، فخرالدین رازي، ابوحامد غزالي او ابوالحسن اشعري نومونه یاد شوي دي. البته، دا طریقه یوازې په ابن تیمیه یا یوه ځانګړي مکتب پورې محدوده نه وه. د ملل او نحل د شخړو تاریخ ته په کتلو سره لیدل کېدای شي چې په بېلابېلو دورو کې ګڼو ډلو د خپلو سیالانو لپاره نومونه جوړول یا به یې له شته نومونو داسې کار اخیست چې د اعتقادي قضاوت بڼه یې لرله. هر کله چې فرقهپالنه پیاوړې کېږي، د استدلال پر ځای د نوماېښودنې تمایل هم زیاتېږي. په داسې فضا کې ټاپه یوازې یوه کلمه نه وي؛ بلکې د سیال د مشروعیت له دایرې څخه د ایستلو مقدمه وي.
کله چې ټاپه د استدلال ځای نیسي
ولې پر خلکو ټاپه لګول دومره زړهراښکونکي دي؟ د مولانا په مشهوره وینا: «د استدلالیانو پښه د لرګي ده.» که څوک وغواړي له خپلو فکري مخالفانو سره د دلیل او منطق له لارې بحث وکړي او د هغوی د افکارو ناسموالی وښيي، دا کار تل اسانه نه وي. باید د مقابل لوري خبره په سمه توګه نقل کړي، دلایل یې واوري او بیا یې پر وړاندې پیاوړی استدلال وړاندې کړي. په ډېرو مواردو کې ښايي مناقشه برعکس پایله هم ولري او د نیوکه کوونکي د استدلال کمزوري تر نیوکې لاندې د فکر له کمزورۍ څخه ډېره څرګنده کړي. ښايي له همدې امله د اهل حدیث د پخواني مکتب ځینو مشرانو، لکه سفیان ثوري، سپارښتنه کوله چې ان د «اهل بدعت» د ردولو لپاره هم د هغوی خبرې نقل نه شي. اندېښنه دا وه چې مخاطب د مقابل لوري د استدلال په اورېدو سره ښايي هغه په زړه پورې یا معقول ومومي او د نیوکې منلو پر ځای خپله د هماغه فکر لور ته مایل شي.
تجربې هم ښودلې چې کله خلک د دواړو لورو خبرې اوري، پایله یې تل هغه څه نه وي چې د یوه مکتب پلویان یې تمه لري. پر خلکو ټاپه لګول له دې ستونزې څخه د تېښتې لنډه لار ده. د یوه درانه تور په لګولو سره، په ځانګړي ډول داسې تور چې په یوه مؤمنه ټولنه کې له بېدینۍ سره تړاو ولري، د بحث له پیل مخکې د مخاطب او تورن شوي کس تر منځ رواني دېوال جوړېدای شي. مخاطب ښايي د هغه له خبرو سره تر دقیقې بلدتیا او د هغو تر ارزونې مخکې، هغه د داسې کسانو په ډله کې وشمېري چې بیخي باید خبرې یې وانهورېدل شي. دلته د عقلاني استدلال پر ځای یو رواني میکانېزم میدان ته راځي. موخه نور دا نه وي چې وښودل شي د سیال خبره ولې ناسمه ده، بلکې بسنه کوي چې د هغه هویت داسې تعریف شي چې خبره یې له مخکې بېاعتباره ښکاره شي.
دا طریقه د بازارموندنې له ځینو لارو چارو سره ورته والی لري؛ په هغو کې هڅه کېږي چې پېرودونکی د توکي د واقعي کیفیت له ارزولو مخکې، د رواني تخنیکونو له لارې د هغه پر انتخاب اغېز وشي. خو د علم او معرفت ډګر د سوداګرۍ بازار نه دی. د معرفت موخه، لږ تر لږه د ادعا له مخې، باید د حقیقت موندل وي، نه د پېرودونکو او پیروانو د شمېر زیاتول. په همدې تړاو ځینې جریانونه د خپلو مخاطبانو شمېر د خپل حقانیت دلیل ګڼي او په لوړ غږ اعلانوي چې د دوی د فکري مکتب اړوند فلانی شخصیت څومره تود هرکلی شوی یا د فلاني شخصیت په جنازه کې څومره خلک ګډون کړی دی. دا چلند انسان ته د قرآن کریم دا آیت ورپه یادوي: «أَلْهَاكُمُ التَّكَاثُرُ، حَتَّىٰ زُرْتُمُ الْمَقَابِرَ»؛ یعنې د ډېروالي سیالۍ بوخت کړي یاست، تر دې چې قبرونو ته ورسېدئ. خو د افکارو سموالی او ناسموالی د هغوی د پلویانو له ډېرښت یا کموالي سره تړاو نه لري. په تاریخ کې څو څو ځله داسې شوي چې یو علمي فکر د اوږدې مودې لپاره ناپېژندل شوی، نهمنل شوی یا څنډې ته پاتې شوی، په داسې حال کې چې خرافاتي او ان زیانرسوونکي باورونه د اوږدې مودې لپاره د میلیونونو انسانانو له خوا منل شوي دي. د یوه فکر د ارزونې لپاره باید د هغه دلایل وڅېړل شي، نه د پلویانو یا مخالفانو شمېر.
«سیکولر» د حذف او ګوښه کولو د وسیلې په توګه
د «سیکولر» د ټاپې اوسنۍ کارونه هم باید په همدې چوکاټ کې وکتل شي. خبره دا نه ده چې دا کلمه هېڅ علمي او سیاسي معنا نه لري. سیکولریزم په سیاسي فلسفه، ټولنپوهنه او د افکارو په تاریخ کې یوه پېژندل شوې موضوع ده او د هغې د تعریفونو، ډولونو او پایلو په اړه بحث کېدای شي. ستونزه له هغه ځایه پیلېږي چې دا اصطلاح له خپلې مشخصې معنا تشه شي او د پراخې ډلې مخالفانو لپاره په ټاپه بدله شي. په داسې کارونه کې نور مهمه نه وي چې اړوند کس ځان سیکولر ګڼي که نه، د دین او سیاست د اړیکې په اړه څه تصور لري، تر کومه بریده دینداره دی، یا له بنسټپال جریان سره یې اختلاف په دقیقه توګه پر څه دی. بسنه کوي چې هغه په یوه مهمه مسئله کې له غالب تفسیر سره مخالفت وکړي، څو د «سیکولر» نوم د مخاطب لپاره د خطر د نښې رول ولوبوي.
په دې توګه، د دین، سیاست، د ښځو د حقونو، ازادۍ، حکومت یا ټولنې په اړه فکري بحث د شخص د ایمان او هویت پر بحث بدلېږي. د دې پر ځای چې وپوښتل شي: «ایا د هغه استدلال سم دی؟» پوښتنه دا کېږي چې «هغه اصلاً څوک دی او له دین سره یې تړاو تر کومه بریده دی؟» دا هماغه ټکی دی چې د ټاپه لګولو منطق د تکفیري منطق له منطق سره یوځای کېږي، ان که ښکاره تکفیر هم نه وي شوی. تکفیري ګفتمان یوازې هغه مهال نه رامنځته کېږي چې څوک په ښکاره بل څوک کافر وبولي؛ د هغه زمینه هغه وخت هم برابرېدای شي چې فکري مخالف ورو ورو د دیني مشروعیت له دایرې وایستل شي او مخاطب دې پایلې ته ورسېږي چې د هغه خبرې د هغه د هویت او منسوبې عقیدې له امله بیخي د اورېدو وړ نه دي.
د ننني افغانستان وضعیت او د فکري مخالفانو لنډ دېوال
دا مساله د افغانستان په اوسنیو شرایطو کې دوه برابره اهمیت پیدا کوي؛ داسې ځای چې د منتقدانو ډېر غږونه خاموش شوي او د بېلابېلو نظرونو د ازاد بیان لپاره عامه فضا په سختۍ محدوده شوې ده. په داسې فضا کې د واک پر جوړښت نیوکه کول او د ټولنې د واقعي ستونزو په اړه خبرې کول لګښت لري. ګڼې داسې مسالې شته چې جدي بحث پرې اخلاقي زړورتیا غواړي: تبعیض او بېعدالتي، د ښځو محرومیت، قومي کړکېچونه، قبیلوي دښمنۍ، پراخه بېوزلي، دولتي دندو ته د ناوړ کسانو ګومارل، د کانونو او طبیعي سرچینو لوټ او چور، په دولتي قراردادونو کې فساد، خپلويپالنه، مذهبي تعصبونه، له سیمې او نړۍ سره ناسالمې اړیکې، او د افراطي او تاوتریخواليپالو ډلو شتون یا فعالیت. دا او لسګونه نورې بنسټیزې مسالې په مستقیم ډول د افغانستان د خلکو له ژوند او راتلونکي سره تړاو لري. خو د دغو مسایلو په اړه خبرې کول اسانه نه دي. د هغو کسانو لپاره چې له دې واقعیتونو سره د مخامخ کېدو جرئت نه لري، له خپلو فکري مخالفانو څخه کمزورې موخه نه پیدا کېږي، په ځانګړي ډول هغه مخالفان چې واکمنه دستګاه هم ورته په ښه نظر نه ګوري. په پایله کې، پر «سیکولرانو» برید کولای شي هم د محتوا تشه ډکه کړي او هم ډېر لګښت ونه لري. هغه څوک چې د واک پر جوړښت د نیوکې توان یا جرئت نه لري، کولای شي د یوه کمخطره فکري دښمن یا ان یوه خیالي دښمن په جوړولو سره ځان لا هم د دین د مدافع او د ټولنیز رسالت د خاوند په توګه وښيي. ان په دې لاره کولای شي په مستقیم یا غیرمستقیم ډول د واکمنانو رضایت هم ترلاسه کړي.
له همدې امله، اصلي ستونزه پخپله د «سیکولر» کلمه نه ده. څوک کولای شي له سیکولریزم سره موافق یا مخالف وي او د خپل دریځ لپاره دلیلونه وړاندې کړي. ستونزه هغه مهال پیلېږي چې دا کلمه د یوه تعریفېدونکي مفهوم په توګه نه، بلکې د مخالف د دیني حیثیت د تخریب او د خبرو اترو د لارې د تړلو لپاره د یوې حربې په توګه وکارول شي.
که څوک یو فکر ناسم ګڼي، سمه لار دا ده چې هغه فکر همغسې تشریح کړي لکه څرنګه چې د هغه خاوند بیان کړی وي، دلایل یې وڅېړي او بیا په استدلال وښيي چې ولې یې ناسم بولي. خو که د دې کار پر ځای لومړی د فکر خاوند ته داسې نوم وټاکل شي چې مخاطب یې د خبرو له اورېدو ووېرېږي، نو بیا له فکري نیوکې سره مخ نه یو، بلکې د ټاپې په وسیله د مخاطب د ذهن د مدیریت له هڅې سره مخ یو. همدلته باید د سیکولریزم د نقد او د مخالفانو د حذفولو لپاره د هغوی د سیکولر بللو تر منځ توپیر وشي. لومړی کار د یوه عادي فکري بحث برخه کېدای شي خو دویم، په ځانګړي ډول په داسې ټولنه کې چې د بحث ازادي او د مساوي دفاع امکان پکې نه وي، د حقیقت د انحصار، د متفاوت فکر لرونکو د چوپولو او د هماغه تکفیري ګفتمان د بیا تولید وسیله ګرځېدای شي چې دا ځل د ښکاره تکفیر پر ځای په مبهمه او لږ لګښت لرونکې ژبه خبرې کوي.
په یمن کې د سعودي عربستان او حوثیانو ترمنځ د جګړې له بیا پراخېدو سره، پاکستان یو ځل بیا له یوې حساسې پوځي او ډېپلوماتیکې معادلې سره مخ شوی دی. اسلاماباد له یوې خوا له سعودي عربستان سره د ګډې دفاع تړون لري، خو له بلې خوا له ایران سره د اړیکو او د منځګړیتوب رول هم ساتل غواړي.
د پاکستان د مستقیمې ښکېلتیا په اړه په دې وروستیو ورځو کې متضاد راپورونه خپاره شوي دي. ځینې راپورونه وايي چې پاکستاني پوځي پرسونل او تجهیزات په سعودي عربستان کې د حوثیانو پر وړاندې د دفاعي عملیاتو په ملاتړ کې همکاري کوي، خو پاکستان تر اوسه په ښکاره ډول نه دي ویلي چې د دې هېواد جنګي الوتکو د یمن دننه د حوثیانو پر اهدافو بریدونه کړي دي.
د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف د سپټمبر په ۲۹مه وویل چې د سعودي د دفاع لپاره به د پاکستان «هر ډول موجودې وسیلې» کارول کېږي، خو هغه په مشخص ډول د پاکستاني ځواکونو په هوايي بریدونو کې ګډون تایید نه کړ.
وروسته د پاکستان د پوځ ویاند هم تایید کړه چې پاکستاني ځواکونه په سعودي عربستان کې حضور لري، خو د هغوی دقیق شمېر، دندې او عملیاتي جزییات یې محرم وبلل. د سي ان ان په راپور کې د پاکستان د پوځ ویاند ویلي چې پاکستاني ځواکونه له لسیزو راهیسې په سعودي کې په بېلابېلو برخو کې موجود دي.
تازه د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو وزارت د نیویارک ټایمز هغه راپور رد کړی چې پکې ادعا شوې وه، چې پاکستاني جنګي الوتکې د یمن پر حوثي ځواکونو په هوايي بریدونو کې کارول شوې دي. وزارت دغه راپور «جعلي او له ځانه جوړ شوی» بللی او له نړۍوالو رسنیو یې غوښتي چې د مکې د ګډ دفاعي تړون له مخې، د پاکستاني ځواکونو د کارولو په اړه له اټکلونو ډډه وکړي.
د وزارت په وینا، که د پاکستاني ځواکونو د هر ډول پوځي ځای پر ځای کولو یا عملیاتي رول اړتیا وي، جزییات به یې اړوند چارواکي په رسمي ډول اعلان کړي. اسلاماباد مخکې ویلي چې پاکستاني ځواکونه له اوږدې مودې راهیسې په سعودي عربستان کې حضور لري.
ولې پاکستان سعودي ته پوځي ملاتړ ورکوي؟
د پاکستان لپاره سعودي عربستان یوازې یو پوځي شریک نه دی. ریاض د پاکستان له مهمو اقتصادي او سیاسي شریکانو څخه دی او د دواړو هېوادونو ترمنځ اوږدې امنیتي او اقتصادي اړیکې شته. همدا مهال پاکستان د سعودي عربستان څه باندې پنځه میلیارده ډالره پوروړی هم دی.
د اګسټ په میاشت کې پاکستان، سعودي عربستان او ترکیې د ګډې دفاع تړون لاسلیک کړ. د تړون له مخې، پر یوه هېواد وسلهوال برید د ټولو پر وړاندې برید ګڼل کېږي. خو تازه د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې دا یوازې دفاعي تړون دی، که پر سعودي برید کیږي، دوی به یې دفاع کوي، خو متقابل برید نه کوي.
بل خوا د یمن له حوثیانو سره د جګړې پراخېدو دا تړون عملاً له خپل لومړي جدي امنیتي ازمېښت سره مخ کړی دی.
د سعودي عربستان سره پوځي همکاري د پاکستان لپاره څو ستراتیژیکې ګټې لرلی شي. اسلاماباد کولی شي له دې لارې له ریاض سره خپلې اوږدمهاله دفاعي او امنیتي اړیکې لا پیاوړې کړي، په خلیجي امنیتي معادلو کې خپل رول پراخ کړي او د پاکستان د پوځ او دفاعي صنعت لپاره د روزنې، ټېکنالوژۍ، ګډو پوځي پروژو او قراردادونو فرصتونه زیات کړي. له دې سره، نږدې امنیتي اړیکې کولی شي د سعودي د اقتصادي، پانګونې او سیاسي ملاتړ د دوام لپاره هم زمینه برابره کړي، په ځانګړي ډول په داسې مهال چې پاکستان د اقتصادي فشارونو له امله بهرني ملاتړ ته ځانګړې اړتیا لري.
خو د دغې همکارۍ ګټه تر ډېره د دوه طرفه اړیکو په حدودو پورې تړلې ده. که د پاکستان رول یوازې د سعودي د خاورې دفاع، هوايي دفاع، استخباراتي همکارۍ او پوځي روزنې پورې محدود وي، اسلاماباد کولی شي له ریاض سره نږدې اړیکې وساتي، پرته له دې چې په یمن کې د جګړې مستقیم اړخ وګرځي. له همدې امله د اسلاماباد لپاره مهمه مساله یوازې له سعودي سره همکاري نه، بلکې د دې همکارۍ د پوځي او جغرافیایي حدودو ټاکل دي.
خو دا همکاري بیا زیانونه هم لري، د یمن جګړې ته مستقیم داخلېدل د پاکستان لپاره له جدي خطرونو خالي نه دي.
لومړی، دا کار کولی شي پاکستان له ایران سره په مستقیمه تقابل کې ودروي. حوثیان د ایران نږدې متحدین دي او اسلاماباد په عین وخت کې هڅه کوي چې له تهران سره خپل ډېپلوماتیک چینلونه پرانیستي وساتي. رویټرز هم ویلي چې پاکستان د سعودي له دفاعي شریکوالۍ سره هممهاله له ایران سره د منځګړیتوب هڅې کوي.
دویم، د پاکستان دننه د سیاسي اختلافاتو د زیاتېدو احتمال شته. په ۲۰۱۵ کال کې د پاکستان پارلمان پرېکړه کړې وه چې هېواد یې باید د سعودي په مشرۍ د یمن له جګړې څخه بېطرفه پاتې شي، که څه هم د سعودي د خاورې د دفاع ملاتړ یې کړی و. اوسنی وضعیت له هغه وخت سره توپیر لري؛ رویټرز وايي چې د نوي تړون له عملي کېدو سره د پاکستان د پارلمان د مطلق رضایت پرته د پاکستان پوځي ښکېلتیا زیاته شوې ده. دا چاره کولی شي په کور دننه سیاسي اړی ګړی ایجاد کړي.
درېیم، که پاکستان له سعودي عربستان سره په یمن کې مستقیم پوځي عملیات پیل کړي، د پاکستاني ځواکونو د تلفاتو، د ترهګرو ډلو د احتمالي غبرګون او د پاکستان د امنیتي وضعیت د خرابېدو خطر هم شته.
ولې د پاکستان د چارواکو څرګندونې یو شان نه دي؟
د پاکستان د حکومت او پوځ په څرګندونو کې ظاهري توپیر تر ډېره «د سعودي دفاع» او «په یمن کې د بریدونو» ترمنځ د تفکیک له امله ښکاري.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د سپټمبر په میاشت کې وویل چې د مکې دفاعي تړون «صرف دفاعي» دی او هغه مهال یې د حوثیانو پر اهدافو د پاکستاني بریدونو موضوع رد کړه.
خو د دفاع وزیر یې وروسته وویل چې پاکستان د سعودي د دفاع لپاره هر ډول موجودې وسیلې کارولی شي. د اکټوبر په ۶مه بیا هغه وویل چې پاکستاني او ترکي ځواکونه د سعودي په ملاتړ کې ونډه لري، په ځانګړي ډول په کشف او ورته برخو کې، خو د یمن په دننه کې د ځمکنیو جګړو اصلي بار د سعودي او یمني ځواکونو پر غاړه دی.
له همدې امله، د چارواکو ترمنځ توپیر ښايي د دې لپاره هم وي چې اسلاماباد نه غواړي خپله ونډه د یمن دننه په مستقیم برید تعبیر کړي، په داسې حال کې چې غواړي سعودي ته دا ډاډ ورکړي چې د ګډ دفاعي تړون به عملي کېږي، خو ایران هم خفه کولی نه شي.
د رویټرز، اسوشیټډ پرېس، سي ان ان او الجزیرې وروستي راپورونه یو نسبتاً ګډ تصویر وړاندې کوي. پاکستان په سعودي عربستان کې پوځي حضور لري او د سعودي د دفاع لپاره یې د خپلو ځواکونو د کارولو ژمنه کړې، خو د یمن دننه د پاکستاني ځواکونو د مستقیمو جنګي عملیاتو په اړه لا هم بشپړ او رسمي تایید نشته.
په ورته وخت کې، رویټرز راپور ورکړی چې پاکستان سعودي ته نظامي تجهیزات لېږلي او پاکستاني پوځي سلاکاران له سعودي ځواکونو سره په ځینو برخو کې کار کوي. په دغه راپور کې ویل شوي چې پاکستان لا تر اوسه پرېکړه نه ده کړې چې خپل ځواکونه د یمن دننه د جګړې لپاره واستوي.
د پاکستان لپاره وروستی انتخاب
اسلاماباد اوس د دوو اړتیاوو ترمنځ توازن ساتلو ته اړ دی: له سعودي عربستان سره خپل دفاعي او ستراتیژیک تړون عملي کول او په عین حال کې له ایران سره د مستقیمې مقابلې مخنیوی هم کوي، ځکه ډار لري چې که له ایران سره مستقیم ښکېل شي، ښايي دفاع ورته سخته شي.
که پاکستان یوازې د سعودي د خاورې په دفاع، هوايي دفاع، کشف، روزنې او لوژستیک کې مرسته وکړي، د ریاض د ملاتړ تر څنګ د مستقیمې جګړې خطر یې نسبتاً محدود پاتې کېږي. خو که پاکستاني ځواکونه په یمن کې د حوثیانو پر ضد په مستقیمو بریدونو کې شامل شي، د پاکستان د سیمهییزې پالیسۍ بڼه به بدله شي او د ایران، حوثیانو او د سیمې د نورو لوبغاړو له کلک غبرګون سره به مخ شي.
له همدې امله، د پاکستان د اوسني سیاست تر ټولو مهمه پوښتنه دا نه ده چې ایا پاکستان له سعودي سره ولاړ دی که نه؟ بلکې دا ده چې د سعودي د دفاع لپاره د پاکستان د پوځي ملاتړ کرښه به تر کومه ځایه د یمن خاورې ته وغځېږي؟
تر دې دمه شته شواهد ښيي چې اسلاماباد هڅه کوي دغه کرښه د سعودي د دفاع تر کچې محدوده وساتي؛ خو د جګړې د پراخېدو او د حوثیانو د بریدونو د دوام په صورت کې به دا دریځ تر ډېرو فشارونو لاندې راشي او له ایران سره د پاکستان موجوده اړیکې به زیانمنې کړي.
دا هم باید له یاده ونه ویستل شي چې له ایران سره د اړیکو خړ پړتیا به په کور دننه د پاکستان امنیتي او سیاسي وضعیت لا وخیم او کړکېچن کړي.
په ۹۰مه لسیزه کې په هرات کې د طالبانو پر ضد د ښځو لاریون
د اکټوبر ۷مه؛ هغه جګړه چې د ښځو لپاره نه وه
کله چې د ۲۰۰۱ کال د اکټوبر پر ۷مه د امریکا بریدونه پیل شول، د ډېرو افغان ښځو او نجونو لپاره د طالبانو سقوط د هغو دروازو د پرانیستل کېدو په مانا و چې کلونه تړل شوې پاتې وې.
میلیونونه نجونې بېرته ښوونځیو ته لاړې او ښځې پوهنتونونو، رسنیو، پارلمان، حکومت او د کار بازار ته ستنې شوې. نړیوالو سازمانونو او د افغانستان حکومت د ښځو پر زده کړو او ټولنیز حضور پراخه پانګونه وکړه.
دا ځل بیا هغه نسل چې د ۲۰۰۱ او ۲۰۲۱ کلونو ترمنځ لوی شوی و، هم له دې مقاومت سره یوځای شو.
افغان ښځې په کابل، هرات او نورو ښارونو کې سړکونو ته راووتلې؛ شعارونه یې ورکړل، اعتراضونه یې وکړل او د زدهکړې، کار او ازادۍ د حق غوښتونکې شوې. ډېری دا اعتراضونه له نیول کېدو، تاوتریخوالي او فشارونو سره مخ شول.
د طالبانو له بېرته راګرځېدو وروسته په متواتر ډول محدودیتونه نور هم پراخ شول. ښځې له پوهنتونونو واېستل شوې او د نجونو پر زده کړو، کار او ټولنیز ګډون سخت محدودیتونه ولګول شول. په ۲۰۲۶ کال کې هم په هرات کې د حجاب پر محدودیتونو د ښځو اعتراضونه د طالبانو د امنیتي ځواکونو له توند غبرګون سره مخ شول او ملګرو ملتونو د ښځو او نجونو د نیول کېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړه.
د ۲۰۲۶ کال په سېپټمبر کې هم د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي وویل چې د طالبانو تبعیضي تګلارې د ښځو او نجونو د ژوند پر ټولو اړخونو اغېز کړی او په عامه ژوند، زده کړو او ډېرو کاري برخو کې د هغوی بشپړ ګډون لا هم محدود دی.
هغه مبارزه چې ورځ تر بلې پراخیږي
لیکواله ملالۍ امین وایي ښايي د افغان ښځو د تاریخ په اړه یو له تر ټولو مهمو تېروتنو څخه دا وي چې دا تاریخ په دوو سیاسي نېټو تشریح کړو: ۱۹۹۶، هغه وخت چې طالبان واک ته ورسېدل؛ او ۲۰۰۱، هغه وخت چې د طالبانو حکومت نسکور شو.
او بله برخه یې نن، په کورونو، پټو او تر ځمکې لاندې پوهنتونونو، مجازي فضا او د افغانستان پر سړکونو لیکل کېږي؛ چېرې چې د افغان ښځو یو بل نسل، له شته محدودیتونو سره سره، لا هم هڅه کوي خپل غږ ژوندی وساتي.
له ۲۵ کلونو وروسته، دا مبارزه لا هم پای ته نه ده رسېدلې.
د طالبانو له واکمنېدو وروسته او په تېرو پنځو کلونو کې هم د افغان ښځو خوځښت په پیل کې په کابل، هرات او نورو ښارونو کې له سړکونو اعتراضونو پیل شو او ښځو د «ډوډۍ، کار، ازادۍ»، د تحصیل، کار او ټولنیز-سیاسي ګډون غوښتنه کوله خو د معترضانو په وهلو ټکولو، نیولو او ګواښلو سره، دا فعالیتونه په تدریج سره کوچنیو او پټو شبکو، محدودو اعتراضونو، پټو زده کړو، انلاین فعالیتونو او د کورونو دننه تنظیمېدو ته ولېږدول شول.
ښځو همدارنګه د نجونو د تحصیل پر ممانعت، له دندو او عامه فضا څخه د ښځو پر حذف او د تګراتګ پر محدودیتونو اعتراضونه وکړل او تر څنګ یې د ښځو ځینو شبکو زده کړو او مرستو رسولو ته دوام ورکړ. له هېواده بهر هم اوس مهال ښځې د «جنسیتي اپارټایډ پر ضد کمپاین» له لارې په نړیواله کچه د طالبانو پر ضد تر ټولو فعاله او متحرکه سیاسي ډله ده.
خو که سړی د غونډې په ټول جریان نظر وځغلوي، نو په دې خبره پوهېدل ګران نه دي چې په دې غونډه کې د افغانستان په اړه د سیمې د هېوادونو په دریځونو کې راغلي بدلونونه جوت او برجسته شول او اوس د دې خبرې امکان پاتې نه دی چې د سیمې هېوادونه به د افغانستان په تړاو د پاکستان تحلیل او دریځ له پوښتنو نه پرته تایید کړي.
که څه هم د طالبانو امارت هم هغسې غیرمشروع او منزوي پاتې دی، خو د پاکستان دغه هلې ځلې چې په سیمه کې د ترهګرۍ ټول مسوولیت په افغانستان واچوي او د دغه مسوولیت نه خپله اوږه خالي کړي، نتیجه نه ورکوي.
د مسکو فارمیټ په کال ۲۰۱۷ کې په دې موخه تاسیس شوی و چې په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو په پروسه کې د سیمې هېوادونو ګډون نه درلود، نو هغه وخت دا خبره ډېره مهمه وه چې یو داسې فورم جوړ کړی شي، چې د روسیې او چین په ګډون د سیمې ټول هېوادونه خپل نظرونه او تشویشونه پکې ووایي.
د مسکو فورم هم په دې موخه منځ ته راغلی و، او د دوحې د پروسې په خوا کې د سیمې د هېوادونو د غږ د اوچتېدلو ته د یوه بل فورم له لارې زمینه هواره کړې شوه. خو هغه وخت د نظر د اتفاق او یووالي وخت و، ځکه د سیمې ټول هېوادونه په دې پوهېدل چې له افغانستان څخه د امریکايي قواوو بېرته تګ یوازې د ټولو هېوادونو په همغږۍ عملي کېدلی شي.
که څه هم روس، چین او ایران له امریکا سره ژور اختلاف درلود او د طالبانو د امارت په باره کې هم د هغوی په زړونو کې تشویشونه موجود وو، خو هغه وخت د مسکو فورم د دوحې پروسه په دې وجه تایید کړه چې د دوحې د هوکړې له لارې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د بېرته تګ لاره هوارېده، او بالاخره دغه کار په ۲۰۲۱ کې ترسره هم شو.
د مسکو فارمټ غړو هېوادونو ترمنځ هم اوس هغه همغږي او اجماع پاتې شوې نه ده چې پخوا یې وجود درلود. د پاکستان جنرالواکۍ چې دېرش کاله یې د طالبانو په پروژه کې پانګونه په دې موخه کړې وه چې په افغانستان یو داسې غیرمشروع او منزوي نظام تحمیل کړی چې د نړۍ نور هېوادونه یې په رسمیت نه پېژني او بیا پاکستان افغانان په جبر او خشونت د پاکستان د تحتالحمایه سیمې حیثیت په منلو مجبور کړي، د خپلو بریدونو او تعرضونو د توجیه لپاره په پښتونخوا کې د ټي ټي پي د بریدونو پلمه جوړوي.
نو پوښتنه دا ده چې پنځلس کاله وړاندې هم چې کله په افغانستان کې د امریکا قواوې موجودې وې، دغه ټي ټي پي په پښتونخوا کې هم دغسې بریدونه کول، خو پاکستان هېڅکله په افغانستان بریدونه نه وو کړي. نو ځکه اوس که څه هم د مرکزي اسیا هېوادونه او د مسکو د فارمټ نور غړي که له یوې خوا د طالبانو د امارت تر چتر لاندې په افغانستان کې د ترهګرو سازمانونو د موجودیت نه خطر احساسوي، خو له بلې خوا هغوی د پاکستان شوم اهداف هم د سیمې د ثبات لپاره یو خطر ګڼي. هغوی نه غواړي چې د پوځي بریدونو له لارې ګاونډي هېوادونه په تحتالحمایه سیمو د بدلولو سیاست په سیمه کې یو معمول وګرځي.
د مسکو فارمټ غړي هېوادونه په غربي اسیا کې د امریکا او ایران د جګړې نه په تشویش کې دي. هغوی د دغې روانې جګړې د پراخېدلو او په نړیوال اقتصاد د هغې د منفي اغیزو نه هم وېره لري. په داسې شرایطو کې هغوی نه غواړي چې افغانستان دې یو ځل بیا د نیابتي جګړو په مرکز بدل شي او د غربي اسیا د جګړو اور دې مرکزي اسیا ته داخل شي.
د مسکو د فارمټ د اتمې غونډې له جریان څخه د نتیجه ګیرۍ مهم ټکی دا دی چې د افغانستان په باره کې د سیمې د هېوادونو ترمنځ هغه پخوانۍ همغږي او اتفاق د نظر پاتې نه دی او دا چې د هند او افغانستان سره په ړنده دښمنۍ اخته د پاکستان د جنرالواکۍ نوې ماجراجویي نوره د سیمې د هېوادونو له خوا د تایید وړ نه ده.
د ایران او طالبانو اړیکې د افغانستان د معاصر سیاست له تر ټولو پېچلو او له تناقضونو ډکو اړیکو څخه دي.
دا اړیکې په داسې حال کې له ژور بدلون سره مخ شوې چې طالبان د ۱۹۹۰مې لسیزې په وروستیو کې د ایران له ستراتیژیکو او مذهبي متحدانو سره په جګړه کې وو، په مزارشریف کې ایراني ډېپلوماتان ووژل شول او تهران د طالبانو پر ضد د پوځي اقدام تر پولې ورسېد.
خو څو کاله وروسته همدغه ایران له طالبانو سره پټې اړیکې پراخې کړې، د هغوی له استازو سره یې ناستې وکړې، د افغانستان د جمهوریت پر مهال یې د طالبانو له استازو سره خبرې ومنلې او په پای کې، په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د کابل کې د طالبانو له نوي نظام سره یې اړیکې تر بل هر وخت رسمي او پراخې کړې.
پوښتنه دا ده چې ایا تهران او طالبان د یوه اوږدمهاله ستراتیژیک شراکت پر لور تللي، که دواړه لوري یوازې د خپلو اړتیاوو له مخې یو له بل څخه استفاده کوي؟
د موجودو نښو له مخې، د دواړو اړیکې تر ډېره پر ګډو لنډمهالو او منځمهالو امنیتي، اقتصادي او جیوپولیټیکو اړتیاوو ولاړې دي؛ خو د دوی ترمنځ د ایډیولوژیک، مذهبي او ستراتیژیکو اختلافاتو له امله د یوه بشپړ او ژور اتحاد ادعا له احتیاط پرته نه شي کېدای.
له مزارشریف څخه تر تهران؛ د دښمنۍ لومړۍ لویه ازموینه
د طالبانو په منځ کې له ایران سره د اړیکو لپاره له لومړنیو دلایلو څخه یو دا و چې ایران د امریکا مخالف هېواد و.
د طالبانو یوې برخې فکر کاوه چې که ایران له امریکا سره په تقابل کې وي او طالبان هم د امریکا مخالفت کوي، نو د دواړو ترمنځ د ګډې ګټې زمینه شته، خو د اړیکو تر شا یوازې د امریکا ضد دریځ نه و.
طالبان د افغانستان له اوږدو تنظیمي جګړو وروسته په داسې وخت کې راڅرګند شول چې د خلکو یوه لویه برخه له جګړو ستړې شوې وه. ایران هم په چټکۍ سره درک کړه چې طالبان نور یوازې یوه محلي مذهبي ډله نه ده، بلکې د پاکستان، سعودي عربستان، عرب جنګیالیو او وروسته القاعدې په څېر پراخو شبکو سره یې اړیکې جوړې کړې دي.
د ایران لپاره دا مهمه وه چې د افغانستان د نوي قدرت ماهیت، اړیکې او احتمالي ګواښونه وپېژني، نو همدغه اړتیا تهران اړ کړ چې له طالبانو سره د مستقیمې دښمنۍ ترڅنګ د اړیکو لپاره هم یوه دروازه پرانیستې وساتي.
القاعده؛ د ایران لپاره ګډه او متناقضه معادله
د طالبانو د لومړۍ دورې پر مهال د اسامه بن لادن او القاعدې حضور د افغانستان معادله لا پېچلې کړه.
اسامه بن لادن، چې له سعودي عربستان سره د اختلافاتو وروسته افغانستان ته راغلی و، د طالبانو له مشرۍ سره نږدې شو. د طالبانو او القاعدې اړیکو وروسته نړیواله بڼه پیدا کړه.
د القاعدې د امریکا ضد دریځ له یوې خوا ایران ته د پام وړ و، خو له بلې خوا د القاعدې سلفي او جهادي ایډیالوژي د ایران له مذهبي او ستراتیژیکو لیدلورو سره ژور اختلاف درلود.
ایران په همدې دلیل هڅه کوله چې د طالبانو، القاعدې او نورو افغان او سیمهییزو وسلهوالو ډلو ترمنځ اړیکې درک کړي او د افغانستان د احتمالي راتلونکو تحولاتو لپاره له بېلابېلو لورو سره خپل تماسونه وساتي.
د طالبانو د لومړۍ دورې پر مهال پاکستان، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو د طالبانو امارت په رسمیت پېژانده. دا درې واړه د ایران لپاره مهم سیمهییز لوبغاړي او په ځینو برخو کې سیالان وو.
له همدې کبله د طالبانو اړیکې له دغو هېوادونو سره د ایران د افغانستان د پالیسۍ یوه مهمه برخه وه.
اقتصاد؛ هغه دروازه چې سیاست یې پرانیست
سره له دې چې ملګرو ملتونو د طالبانو د لومړي امارت پر وړاندې بندیزونه لګولي وو، ایران له افغانستان سره سوداګریزې اړیکې پرې نه کړې او همداراز یې د افغانستان بازار ته خپل تېل، ګاز، خوراکي توکي او صنعتي محصولات صادرول.
افغانستان د ایران لپاره یو نږدې او د پام وړ بازار و؛ له بلې خوا د افغانستان لوېدیځې او سوېلي سیمې له ایران سره له پخوا اقتصادي او بشري اړیکې لرلې.
د هلمند، فراه، نیمروز، هرات او کندهار ګڼو اوسېدونکو له کلونو راهیسې ایران ته د کار لپاره سفرونه کول. همدې بشري اړیکو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي تعامل لپاره طبیعي زمینه برابره کړې وه.
د ایران لپاره له طالبانو سره اړیکو په دې برخه کې عملي ګټه هم لرله. په هغو سیمو کې چې طالبان پوځي نفوذ درلودل، له هغوی سره تماس د سوداګرۍ او سرحدي فعالیتونو د خوندي کولو یوه وسیله وه.
بل لورتهد ایران او افغانستان په اړیکو کې د هلمند سیند اوبه له مهمو مسایلو څخه دي او تهران تل اندېښمن و چې د افغانستان د بندونو او اوبو مدیریت به د ایران پر سیستان او بلوچستان اغېز وکړي.
د طالبانو د لومړۍ دورې پر مهال هم ایران هڅه وکړه چې د هلمند د اوبو د وضعیت په اړه له طالبانو سره خبرې وکړي.
د وحید مژده د روایت له مخې، ایران غوښتل یو تخنیکي پلاوی افغانستان ته واستوي څو د کجکي بند او د هلمند سیند وضعیت له نږدې وګوري.
وروسته د افغانستان د جمهوري نظام پر مهال د اوبو مسئله لا حساسه شوه، په ځانګړي ډول هغه مهال چې د افغانستان حکومت د اوبو د مهار او نویو بندونو پر جوړولو ټینګار وکړ.
د طالبانو د دوهمې واکمنۍ له راتګ وروسته ایران هڅه وکړه چې له نوي حکومت سره د اوبو په مسئله کې تفاهم ته ورسېږي.
خو د ایران لپاره د اوبو مسئله یوازې د اوبو مسئله نه ده؛ دا د سرحدي امنیت، اقتصاد، کډوالۍ او د افغانستان د سیاسي ثبات له مسئلو سره تړلې ده.
امریکا؛ د ایران او طالبانو د نږدې کېدو تر ټولو مهم عامل
د ایران او طالبانو د اړیکو په تحول کې ښايي تر ټولو مهم جیوپولیټیک عامل د امریکا حضور وي.
له ۲۰۰۱ کال وروسته امریکايي او ناټو ځواکونه افغانستان ته راغلل. ایران له یوې خوا د طالبانو د لومړي امارت د سقوط هرکلی وکړ، خو له بلې خوا یې ولیدل چې د امریکا پوځي حضور اوس د ایران ختیځ سرحد ته نږدې شوی او د ایران لپاره یو ستر امنیتي تحول و.
امریکايي ځواکونو په افغانستان کې اډې، هوايي ځواک، استخباراتي مرکزونه او پراخ پوځي حضور درلود. وروسته په ۲۰۰۳ کال کې د امریکا د عراق جګړې وضعیت لا پیچلی کړ.
په داسې حالت کې ایران ځان د امریکا د پوځي حضور ترمنځ محاصره احساساوه، له لوېدیځه عراق او له ختیځه افغانستان. له همدې ځایه د ایران د سیمهییز امنیت محاسبه بدله شوه.
د بن کنفرانس او د نوي افغانستان جوړېدل
د طالبانو د لومړي امارت له سقوط وروسته ایران د افغانستان د نوي سیاسي نظام په جوړېدو کې فعال رول ولوباوه.
د ۲۰۰۱ کال د بن کنفرانس د افغانستان د نوي سیاسي جوړښت لپاره د مهمو پرېکړو مرکز و.
ایران د نوي نظام له جوړېدو ملاتړ وکړ او د حامد کرزي له حکومت سره یې اړیکې پراخې کړ،. خو په عین حال کې ایران نه غوښتل چې افغانستان په بشپړه توګه د امریکا تر نفوذ لاندې پاتې شي.
له همدې کبله د ایران سیاست دوه اړخیزه بڼه درلوده، له یوه لوري له نوي افغان حکومت سره رسمي او دیپلوماتیکې اړیکې او له بلې خوا له هغو ډلو سره تماسونه چې د امریکا د حضور مخالفې وې.
د ایران له نظره دا اړیکې د افغانستان د راتلونکي د اټکل لپاره یوه وسیله وه.
تهران نه غوښتل چې که طالبان بېرته واک ته ورسېږي، ایران له هغوی سره هېڅ اړیکه ونه لري.
همدا لامل و چې د جمهوریت په وروستیو کلونو کې د طالبانو د سیاسي استازو سفرونه او د ایران له چارواکو سره ناستې په تدریجي ډول علني شوې.
د ایران له لوري د طالبانو د استازو منل د دې نښه وه چې تهران نور طالبان یوازې د یوه وسلهوال مخالف په توګه نه، بلکې د افغانستان د راتلونکي یوه مهمه سیاسي برخه ګڼي.
ایران، روسیه او طالبان؛ د امریکا پر وړاندې ګډه محاسبه
ایران یوازې نه و، بلکې روسیې هم په تدریجي ډول له طالبانو سره اړیکې پراخې کړې.
دواړو هېوادونو اندېښنه لرله چې د افغانستان له لارې به د امریکا او ناټو حضور په سیمه کې اوږدمهاله شي او وروسته چین هم د افغانستان په معادله کې فعال شو. له همدې امله طالبانو له سیمهییزو قدرتونو سره د اړیکو په جوړولو کې فرصت وموند.
د مسکو او تهران ناستو طالبانو ته دوه مهمې ګټې ورکړې:
لومړی، له سیمهییزو قدرتونو سره یې رسمي تماسونه زیات شول.
دویم، طالبان ورو ورو له یوه صرفاً وسلهوال حرکت څخه داسې سیاسي لوري ته واوښتل چې سیمهییز قدرتونه ورسره مذاکراتو ته حاضر وو.
پاکستان او سعودي؛ د ایران او طالبانو د اړیکو بل مهم اړخ
ایران او پاکستان دواړه په افغانستان کې مهم نفوذ لري، خو د دواړو ترمنځ سیالي هم اوږد تاریخ لري.
پاکستان د طالبانو د لومړي امارت له اصلي ملاتړ کوونکو څخه و، خو ایران په افغانستان کې د طالبانو مخالف شمالي ائتلاف ته نږدې و. سره له دې، ایران له طالبانو سره اړیکې هم وساتلې.
وحید مژده په خپلو لیکنو کې د ایران او پاکستان د اقتصادي او سیاسي رقابت یادونه کوي او د اسلامکلا بندر پرانیستل د دې سیالۍ یوه بېلګه بولي.
د ایران لپاره د افغانستان لوېدیځ بازار اهمیت درلود، پاکستان بیا غوښتل چې د افغانستان سوداګریز بازار تر ډېره د خپل نفوذ لاندې وي.
په همدې توګه افغانستان د ایران او پاکستان ترمنځ د پراخې جیوپولیټیکې سیالۍ یوه برخه شو.
بل لورتهد ایران او طالبانو اړیکې له سعودي عربستان سره د دواړو لوریو د مناسباتو له وضعیت څخه هم اغېزمنې شوې دي.
سعودي عربستان د طالبانو د لومړي امارت له درېیو رسمي پېژندونکو هېوادونو څخه و، خو د اسامه بن لادن مسئله د ریاض او طالبانو ترمنځ د اختلاف اصلي موضوع شوه.
ایران په همدې وخت کې د سعودي عربستان او طالبانو ترمنځ اختلافات له نږدې څارل.
د ایران لپاره دا مهمه وه چې طالبان له سعودي عربستان او د هغه له سلفي شبکو څخه څومره لرې یا نږدې دي.
د ایران لپاره دا یو مهم مثبت ټکی و؛ ځکه تهران د داعش او سلفي جهادي ډلو په وړاندې ژوره امنیتي اندېښنه لري.
داعش؛ د تهران او طالبانو د ګډې اندېښنې یوه برخه
د طالبانو او ایران ترمنځ د اړیکو په نوي پړاو کې داعش یوه مهمه موضوع ده.
داعش خراسان د طالبانو له اصلي وسلهوالو مخالفانو څخه دی او طالبانو د دې ډلې پر وړاندې پراخ امنیتي عملیات کړي دي.
ایران هم داعش د خپل امنیت لپاره جدي ګواښ ګڼي. په همدې دلیل د داعش پر وړاندې د طالبانو جګړه د تهران لپاره د اړیکو د دوام یوه عملي زمینه برابروي.
خو دا ګډه اندېښنه په دې معنا نه ده چې د دواړو لوریو امنیتي لیدلوري په بشپړه توګه یو شان دي.
د طالبانو د بیا ظهور پر مهال د ایران احتمالي ملاتړ
د طالبانو د دوهمې جګړې پر مهال د ایران له خوا د طالبانو د احتمالي وسلوال ملاتړ په اړه ګڼ راپورونه خپاره شوي.
په ځینو مواردو کې له طالبانو سره د ایراني وسلو، مهماتو او نورو تجهیزاتو د موندل کېدو ادعاوې مطرح شوې.
ایراني چارواکو په عمومي ډول له طالبانو سره د اړیکو درلودل رد نه کړل، خو د وسلوال ملاتړ ادعاوې یې په بېلابېلو وختونو کې رد کړې یا پرې چوپ پاتې شول.
د ایران لپاره د طالبانو د جګړې ملاتړ، که هره کچه یې وه، له یوه پراخ جیوپولیټیک منطق سره تړل کېدای شو او هغه دا چې د افغانستان له لارې د امریکا د نفوذ کمول.
د ایران او طالبانو د اړیکو په بحث کې د طالبانو دوهم مشر ملا اختر محمد منصور ځانګړی ځای لري.
منصور په ۲۰۱۶ کال کې د پاکستان په بلوچستان کې د امریکا د بېپیلوټه برید له لارې ووژل شو، په داسې حال کې چې راپورونه ښيي نوموړی له ایران څخه پاکستان ته روان و.
د هغه د سفر څرنګوالي او په ایران کې د پاتې کېدو په اړه له هغه وخت راهیسې ګڼې پوښتنې مطرح شوې دي.
د منصور د ایران سفر یو مهم پیغام درلود او هغه دا چې د طالبانو او ایران اړیکې تر هغه ځایه رسېدلې وې چې د طالبانو لوړپوړي مشر کولی شول له ایران سره تماس ولري او له هغه هېواد څخه تېر شي. دا اړیکه د طالبانو او ایران ترمنځ د اعتماد د کچې په اړه د پام وړ نښه وه.
اقتصادي ګټې؛ د اړیکو تر ټولو قوي ستن
د ایران او طالبانو ترمنځ د اړیکو په دوام کې اقتصاد تر ټولو عملي عامل ګڼل کېدای شي.
ایران د افغانستان له مهمو سوداګریزو شریکانو څخه دی.
خو د دغو هڅو اصلي ګټه طالبانو ته ورسېده؛ ځکه هغوی له سیمهییزو قدرتونو سره پراخ سیاسي تماسونه پیدا کړل.
په دې توګه د طالبانو نړیوال انزوا په تدریجي ډول کمېده او بلاخیره د طالبانو د بیا واکمنېدو بهیر د ایران او طالبانو اړیکو ته نوی فصل پرانیست.
د ۲۰۲۱ کال په جولای کې اسلامکلا بندر د طالبانو لاس ته ولوېد او وروسته د نیمروز د سقوط او د افغانستان د نورو سیمو د چټک سقوط بهیر پیل شو خو ایران بیا هم د افغانستان له وضعیت سره هممهاله خپل دیپلوماتیک حضور وساته.
د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته ایران د هغو لږو هېوادونو له ډلې شو چې خپل سفارت یې په کابل کې پرانیستی وساته.
دا اقدام مهم و؛ ځکه ډېرو هېوادونو خپل دیپلوماتیک حضور محدود یا په بشپړه توګه ختم کړی و.
د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د افغان کډوالو نوې څپه ایران ته ولاړه. په دې ډله کې د جمهوریت دولتي چارواکي، پوځیان، سیاستوال، قومي مشران او عادي افغانان شامل وو.
ایران له طالبانو سره د اړیکو له پراخېدو سره سره د طالبانو د مخالفینو لپاره هم د تګ راتګ او استوګنې زمینه په بشپړه توګه ونه تړله.
دا سیاست ښيي چې تهران هڅه کوي له یوه لوري له واکمنو طالبانو سره اړیکې وساتي او له بلې خوا د افغانستان د احتمالي راتلونکو سیاسي بدلونونو لپاره له نورو لورو سره هم خپل ارتباط له لاسه ورنه کړي.
د طالبانو دوهم امارت؛ د اړیکو نوی توازن
د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د ایران او افغانستان سوداګري پراخه شوه. د دواړو هېوادونو ترمنځ د انرژۍ، ترانزیټ، نفتو، خوراکي توکو او نورو برخو اړیکې زیاتې شوې، خو د دې نږدېوالي ترڅنګ اختلافات هم موجود دي.
د هلمند اوبه لا هم د ایران له مهمو اندېښنو څخه دي او د افغان کډوالو مسئله هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د فشار یوه موضوع ده.
د سرحدي شخړو، قاچاق، د اوبو د حق او د افغان کډوالو د وضعیت په اړه وخت ناوخت اختلافات راپورته کېږي او له همدې امله د دواړو اړیکې له بشپړ ثبات څخه لرې دي.
ایران ولې طالبان نه پرېږدي؟
د ایران لپاره طالبان څو مهمې ګټې لري.
لومړی؛ امریکا: طالبان د امریکا له پوځي حضور سره د اوږدې جګړې سابقه لري.
انرژي: افغانستان له ایران څخه نفت، ګاز او برېښنا اخلي.
دیپلوماتیک ملاتړ: ایران د طالبانو له هغو سیمهییزو شریکانو څخه دی چې له هغوی سره یې اړیکې ساتلې دي.
سیاسي مشروعیت: د تهران په څېر د یوه سیمهییز قدرت تعامل له طالبانو سره د هغوی د نړیوالې انزوا په کمولو کې مرسته کوي.
خو ولې دا لا هم ستراتیژیک اتحاد نه شي بلل کېدای؟ سره له دې چې د ایران او طالبانو ترمنځ اړیکې پراخې شوې، د دواړو ترمنځ ژور اختلافات هم شته.
ایران شیعه اسلامي جمهوریت دی، طالبان سني او د حنفي مذهب پر بنسټ د اسلامي امارت نظام لري.
د دواړو مذهبي او سیاسي نظامونه یو شان نه دي.
د ایران لپاره د افغانستان د شیعه هزاره ټولنې وضعیت مهم دی، په داسې حال کې چې طالبان د خپل داخلي امنیتي او سیاسي لیدلوري له مخې له ټولو افغانانو سره د تعامل ځانګړی سیاست لري.
له بلې خوا طالبان د ایران د سیمهییزو متحدانو له شبکې سره په بشپړه توګه تړاو نه لري.
طالبان له پاکستان سره تاریخي اړیکې لري، له قطر سره سیاسي اړیکې لري، له روسیې او چین سره هم تعامل کوي او د سعودي عربستان او نورو عربي هېوادونو لپاره هم د اړیکو دروازې خلاصې ساتي.
نو طالبان نه غواړي چې د ایران په ځانګړي محور کې شامل شي او همداشان ایران هم نه غواړي خپل ټول کارتونه یوازې پر طالبانو وتړي.
د ایران دوه اړخیز سیاست؛ له طالبانو سره اړیکه، له مخالفانو سره تماس
د تهران یوه مهمه ځانګړتیا دا ده چې هڅه کوي په افغانستان کې له یوه وخت څخه د یوه لوري پر ځای له څو لورو سره اړیکې وساتي.
له طالبانو سره یې رسمي اړیکې دي، خو د طالبانو مخالفو افغان څېرو سره هم د ایران اړیکې په بشپړه توګه نه دي پرې شوې.
د ۱۹۹۸ کال د مزارشریف پېښه د ایران او طالبانو په اړیکو کې داسې موضوع ده چې له منځه نه ده تللې.
که څه هم د دواړو لوریو اړیکې له هغې وروسته ډېرې بدلې شوې، خو ایران لا هم د خپلو وژل شویو دیپلوماتانو موضوع ته د تاریخ د یوې تړل شوې دوسیې په توګه نه ګوري.
دا موضوع ښيي چې د ایران او طالبانو اړیکې یوازې د دوستۍ پر بنسټ نه دي؛ بلکې د محاسبې، اړتیا، شک او متقابل احتیاط پر بنسټ هم ولاړې دي.
له اسراییل او امریکا سره د ایران شخړه؛ د طالبانو اهمیت
په سیمه کې د ایران له امریکا او اسرائیلو سره د شخړو پراخېدو د افغانستان جغرافیایي اهمیت بیا زیات کړی دی.
ایران غواړي د افغانستان له خاورې داسې امنیتي ګواښ رامنځته نه شي چې د تهران پر ضد وکارول شي.
طالبانو هم هڅه کړې چې ایران ته ډاډ ورکړي چې د افغانستان خاوره به د ایران پر ضد د وسلهوالو یا بهرنیو ځواکونو د عملیاتو لپاره نه کارول کېږي او همدا ژمنه د دواړو لوریو د امنیتي اړیکو مهمه برخه ده.
له یارانې تر ابزاري اړیکو
د ایران او طالبانو اړیکې که له تاریخي زاویې وکتل شي، له درېیو لویو پړاوونو تېرې شوې دي:
لومړی پړاو؛ دښمني او شک
د طالبانو د لومړي امارت پر مهال د ایران او طالبانو اړیکې د مذهبي اختلاف، د شمالي ټلوالې د ملاتړ او د مزارشریف د پېښې له امله سختې ترینګلې وې.
دویم پړاو؛ پټه همکاري
د جمهوریت پر مهال ایران له کابل سره رسمي اړیکې لرلې، خو په تدریجي ډول یې له طالبانو سره پټې او وروسته علني اړیکې هم پراخې کړې.
درېیم پړاو؛ عملي تعامل
د ۲۰۲۱ کال وروسته طالبان د افغانستان واکمن شول او ایران اړ شو چې له نوي واقعیت سره مستقیم تعامل وکړي.
په دې پړاو کې اړیکې له سیاسي تماس څخه اقتصادي، امنیتي، سرحدي او دیپلوماتیک تعامل ته وغځېدې.
پایله؛ ستراتیژیک شراکت که ابزاري یارانه؟
د ایران او طالبانو ترمنځ د اړیکو له تاریخي بهیر څخه داسې ښکاري چې دواړه لوري د یو بل دایمي او بېقیدوشرطه متحدان نه دي. د دوی ترمنځ ګډې ګټې شته، خو ګډې ایډیولوژۍ نه لري.
دواړه د امریکا له نفوذ سره مخالفت لري، خو د امریکا پر وړاندې د دوی د مبارزې تعریفونه یو شان نه دي.
دواړه د داعش له پراختیا اندېښمن دي، خو د امنیتي ګواښونو په اړه یې ټول لیدلوري یو شان نه دي.
دواړه اقتصادي اړتیاوې لري، خو اقتصادي اړیکې د سیاسي اختلافاتو د له منځه وړلو ضمانت نه شي کېدای.
ایران غواړي په افغانستان کې داسې حکومت ولري چې د دغه هېواد امنیت، سرحد او د اوبو مسئله یې د تهران لپاره د کنټرول وړ وي، خو په عین حال کې نه غواړي ټول سیاسي کارتونه یوازې پر طالبانو وتړي.
طالبان بیا له ایران څخه اقتصادي، ترانزیټي او دیپلوماتیکې ګټې اخلي، خو نه غواړي د یوه ځانګړي سیمهییز محور برخه شي.
له همدې کبله د ایران او طالبانو اړیکې تر ډېره «د اړتیا پر بنسټ ستراتیژیک تعامل»بلل کېدای شي، نه یو بشپړ ستراتیژیک اتحاد.
د دواړو ترمنځ اړیکه داسې ده چې هر لوری یې د بل لوري له کمزوریو او اړتیاوو څخه د خپلې ګټې لپاره استفاده کوي.
ایران طالبانو ته اړتیا لري، ځکه نه غواړي په ختیځ کې یې یو دښمنه افغانستان رامنځته شي، د امریکا نفوذ بېرته پراخ شي او د سرحد، اوبو، داعش او کډوالۍ ستونزې لا پېچلې شي.
طالبان بیا ایران ته اړتیا لري، ځکه د نړیوالې انزوا، اقتصادي فشار او سیاسي محدودیتونو په شرایطو کې تهران د دوی لپاره د اقتصاد، سوداګرۍ، ترانزیټ او سیمهییزو اړیکو یوه مهمه دروازه ده.
له همدې امله د ایران او طالبانو یارانه د مینې پر ځای د محاسبې یارانه ده؛ د باور پر ځای د اړتیا یارانه ده؛ او د دایمي اتحاد پر ځای د متقابلو ګټو معامله ده. خو د دې اړیکې راتلونکی لا هم روښانه نه دی.
که په ایران کې د نظام یا بهرني سیاست په کچه لوی بدلون رامنځته شي، د طالبانو په اړه د تهران محاسبه هم بدلېدای شي. همداراز که طالبان له امریکا، لوېدیځ یا نورو سیمهییزو قدرتونو سره د اړیکو په برخه کې نوی ستراتیژیک مسیر غوره کړي، د ایران لپاره به د هغوی اهمیت هم له سره وارزول شي.
په افغانستان کې د طالبانو د مخالفو خوځښتونو راتلونکی، د داعش خراسان فعالیتونه، د ایران او پاکستان اړیکې، د هلمند د اوبو لانجه او د افغانستان د اقتصاد وضعیت هم هغه عوامل دي چې د دواړو لوریو اړیکې به پرې اغېزمنېږي.
په پای کې، د ایران او طالبانو د اړیکو اصلي پوښتنه دا نه ده چې «ایا دوی دوستان دي؟»
اصلي پوښتنه دا ده:
«تر کومه ځایه پورې د دواړو متقابلې اړتیاوې له یو بل سره همغږې پاتې کېږي؟»
تر هغه چې دا اړتیاوې ګډې وي، یارانه به دوام ولري؛ خو که د دواړو ستراتیژیکې محاسبې سره واوړي، همدا یارانه ښايي په لنډ وخت کې له سختې سیالۍ سره بدله شي.