په ۹۰مه لسیزه کې په هرات کې د طالبانو پر ضد د ښځو لاریون
د اکټوبر ۷مه؛ هغه جګړه چې د ښځو لپاره نه وه
کله چې د ۲۰۰۱ کال د اکټوبر پر ۷مه د امریکا بریدونه پیل شول، د ډېرو افغان ښځو او نجونو لپاره د طالبانو سقوط د هغو دروازو د پرانیستل کېدو په مانا و چې کلونه تړل شوې پاتې وې.
میلیونونه نجونې بېرته ښوونځیو ته لاړې او ښځې پوهنتونونو، رسنیو، پارلمان، حکومت او د کار بازار ته ستنې شوې. نړیوالو سازمانونو او د افغانستان حکومت د ښځو پر زده کړو او ټولنیز حضور پراخه پانګونه وکړه.
دا ځل بیا هغه نسل چې د ۲۰۰۱ او ۲۰۲۱ کلونو ترمنځ لوی شوی و، هم له دې مقاومت سره یوځای شو.
افغان ښځې په کابل، هرات او نورو ښارونو کې سړکونو ته راووتلې؛ شعارونه یې ورکړل، اعتراضونه یې وکړل او د زدهکړې، کار او ازادۍ د حق غوښتونکې شوې. ډېری دا اعتراضونه له نیول کېدو، تاوتریخوالي او فشارونو سره مخ شول.
د طالبانو له بېرته راګرځېدو وروسته په متواتر ډول محدودیتونه نور هم پراخ شول. ښځې له پوهنتونونو واېستل شوې او د نجونو پر زده کړو، کار او ټولنیز ګډون سخت محدودیتونه ولګول شول. په ۲۰۲۶ کال کې هم په هرات کې د حجاب پر محدودیتونو د ښځو اعتراضونه د طالبانو د امنیتي ځواکونو له توند غبرګون سره مخ شول او ملګرو ملتونو د ښځو او نجونو د نیول کېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړه.
د ۲۰۲۶ کال په سېپټمبر کې هم د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي وویل چې د طالبانو تبعیضي تګلارې د ښځو او نجونو د ژوند پر ټولو اړخونو اغېز کړی او په عامه ژوند، زده کړو او ډېرو کاري برخو کې د هغوی بشپړ ګډون لا هم محدود دی.
هغه مبارزه چې ورځ تر بلې پراخیږي
لیکواله ملالۍ امین وایي ښايي د افغان ښځو د تاریخ په اړه یو له تر ټولو مهمو تېروتنو څخه دا وي چې دا تاریخ په دوو سیاسي نېټو تشریح کړو: ۱۹۹۶، هغه وخت چې طالبان واک ته ورسېدل؛ او ۲۰۰۱، هغه وخت چې د طالبانو حکومت نسکور شو.
او بله برخه یې نن، په کورونو، پټو او تر ځمکې لاندې پوهنتونونو، مجازي فضا او د افغانستان پر سړکونو لیکل کېږي؛ چېرې چې د افغان ښځو یو بل نسل، له شته محدودیتونو سره سره، لا هم هڅه کوي خپل غږ ژوندی وساتي.
له ۲۵ کلونو وروسته، دا مبارزه لا هم پای ته نه ده رسېدلې.
د طالبانو له واکمنېدو وروسته او په تېرو پنځو کلونو کې هم د افغان ښځو خوځښت په پیل کې په کابل، هرات او نورو ښارونو کې له سړکونو اعتراضونو پیل شو او ښځو د «ډوډۍ، کار، ازادۍ»، د تحصیل، کار او ټولنیز-سیاسي ګډون غوښتنه کوله خو د معترضانو په وهلو ټکولو، نیولو او ګواښلو سره، دا فعالیتونه په تدریج سره کوچنیو او پټو شبکو، محدودو اعتراضونو، پټو زده کړو، انلاین فعالیتونو او د کورونو دننه تنظیمېدو ته ولېږدول شول.
ښځو همدارنګه د نجونو د تحصیل پر ممانعت، له دندو او عامه فضا څخه د ښځو پر حذف او د تګراتګ پر محدودیتونو اعتراضونه وکړل او تر څنګ یې د ښځو ځینو شبکو زده کړو او مرستو رسولو ته دوام ورکړ. له هېواده بهر هم اوس مهال ښځې د «جنسیتي اپارټایډ پر ضد کمپاین» له لارې په نړیواله کچه د طالبانو پر ضد تر ټولو فعاله او متحرکه سیاسي ډله ده.
خو که سړی د غونډې په ټول جریان نظر وځغلوي، نو په دې خبره پوهېدل ګران نه دي چې په دې غونډه کې د افغانستان په اړه د سیمې د هېوادونو په دریځونو کې راغلي بدلونونه جوت او برجسته شول او اوس د دې خبرې امکان پاتې نه دی چې د سیمې هېوادونه به د افغانستان په تړاو د پاکستان تحلیل او دریځ له پوښتنو نه پرته تایید کړي.
که څه هم د طالبانو امارت هم هغسې غیرمشروع او منزوي پاتې دی، خو د پاکستان دغه هلې ځلې چې په سیمه کې د ترهګرۍ ټول مسوولیت په افغانستان واچوي او د دغه مسوولیت نه خپله اوږه خالي کړي، نتیجه نه ورکوي.
د مسکو فارمیټ په کال ۲۰۱۷ کې په دې موخه تاسیس شوی و چې په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو په پروسه کې د سیمې هېوادونو ګډون نه درلود، نو هغه وخت دا خبره ډېره مهمه وه چې یو داسې فورم جوړ کړی شي، چې د روسیې او چین په ګډون د سیمې ټول هېوادونه خپل نظرونه او تشویشونه پکې ووایي.
د مسکو فورم هم په دې موخه منځ ته راغلی و، او د دوحې د پروسې په خوا کې د سیمې د هېوادونو د غږ د اوچتېدلو ته د یوه بل فورم له لارې زمینه هواره کړې شوه. خو هغه وخت د نظر د اتفاق او یووالي وخت و، ځکه د سیمې ټول هېوادونه په دې پوهېدل چې له افغانستان څخه د امریکايي قواوو بېرته تګ یوازې د ټولو هېوادونو په همغږۍ عملي کېدلی شي.
که څه هم روس، چین او ایران له امریکا سره ژور اختلاف درلود او د طالبانو د امارت په باره کې هم د هغوی په زړونو کې تشویشونه موجود وو، خو هغه وخت د مسکو فورم د دوحې پروسه په دې وجه تایید کړه چې د دوحې د هوکړې له لارې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د بېرته تګ لاره هوارېده، او بالاخره دغه کار په ۲۰۲۱ کې ترسره هم شو.
د مسکو فارمټ غړو هېوادونو ترمنځ هم اوس هغه همغږي او اجماع پاتې شوې نه ده چې پخوا یې وجود درلود. د پاکستان جنرالواکۍ چې دېرش کاله یې د طالبانو په پروژه کې پانګونه په دې موخه کړې وه چې په افغانستان یو داسې غیرمشروع او منزوي نظام تحمیل کړی چې د نړۍ نور هېوادونه یې په رسمیت نه پېژني او بیا پاکستان افغانان په جبر او خشونت د پاکستان د تحتالحمایه سیمې حیثیت په منلو مجبور کړي، د خپلو بریدونو او تعرضونو د توجیه لپاره په پښتونخوا کې د ټي ټي پي د بریدونو پلمه جوړوي.
نو پوښتنه دا ده چې پنځلس کاله وړاندې هم چې کله په افغانستان کې د امریکا قواوې موجودې وې، دغه ټي ټي پي په پښتونخوا کې هم دغسې بریدونه کول، خو پاکستان هېڅکله په افغانستان بریدونه نه وو کړي. نو ځکه اوس که څه هم د مرکزي اسیا هېوادونه او د مسکو د فارمټ نور غړي که له یوې خوا د طالبانو د امارت تر چتر لاندې په افغانستان کې د ترهګرو سازمانونو د موجودیت نه خطر احساسوي، خو له بلې خوا هغوی د پاکستان شوم اهداف هم د سیمې د ثبات لپاره یو خطر ګڼي. هغوی نه غواړي چې د پوځي بریدونو له لارې ګاونډي هېوادونه په تحتالحمایه سیمو د بدلولو سیاست په سیمه کې یو معمول وګرځي.
د مسکو فارمټ غړي هېوادونه په غربي اسیا کې د امریکا او ایران د جګړې نه په تشویش کې دي. هغوی د دغې روانې جګړې د پراخېدلو او په نړیوال اقتصاد د هغې د منفي اغیزو نه هم وېره لري. په داسې شرایطو کې هغوی نه غواړي چې افغانستان دې یو ځل بیا د نیابتي جګړو په مرکز بدل شي او د غربي اسیا د جګړو اور دې مرکزي اسیا ته داخل شي.
د مسکو د فارمټ د اتمې غونډې له جریان څخه د نتیجه ګیرۍ مهم ټکی دا دی چې د افغانستان په باره کې د سیمې د هېوادونو ترمنځ هغه پخوانۍ همغږي او اتفاق د نظر پاتې نه دی او دا چې د هند او افغانستان سره په ړنده دښمنۍ اخته د پاکستان د جنرالواکۍ نوې ماجراجویي نوره د سیمې د هېوادونو له خوا د تایید وړ نه ده.
د ایران او طالبانو اړیکې د افغانستان د معاصر سیاست له تر ټولو پېچلو او له تناقضونو ډکو اړیکو څخه دي.
دا اړیکې په داسې حال کې له ژور بدلون سره مخ شوې چې طالبان د ۱۹۹۰مې لسیزې په وروستیو کې د ایران له ستراتیژیکو او مذهبي متحدانو سره په جګړه کې وو، په مزارشریف کې ایراني ډېپلوماتان ووژل شول او تهران د طالبانو پر ضد د پوځي اقدام تر پولې ورسېد.
خو څو کاله وروسته همدغه ایران له طالبانو سره پټې اړیکې پراخې کړې، د هغوی له استازو سره یې ناستې وکړې، د افغانستان د جمهوریت پر مهال یې د طالبانو له استازو سره خبرې ومنلې او په پای کې، په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د کابل کې د طالبانو له نوي نظام سره یې اړیکې تر بل هر وخت رسمي او پراخې کړې.
پوښتنه دا ده چې ایا تهران او طالبان د یوه اوږدمهاله ستراتیژیک شراکت پر لور تللي، که دواړه لوري یوازې د خپلو اړتیاوو له مخې یو له بل څخه استفاده کوي؟
د موجودو نښو له مخې، د دواړو اړیکې تر ډېره پر ګډو لنډمهالو او منځمهالو امنیتي، اقتصادي او جیوپولیټیکو اړتیاوو ولاړې دي؛ خو د دوی ترمنځ د ایډیولوژیک، مذهبي او ستراتیژیکو اختلافاتو له امله د یوه بشپړ او ژور اتحاد ادعا له احتیاط پرته نه شي کېدای.
له مزارشریف څخه تر تهران؛ د دښمنۍ لومړۍ لویه ازموینه
د طالبانو په منځ کې له ایران سره د اړیکو لپاره له لومړنیو دلایلو څخه یو دا و چې ایران د امریکا مخالف هېواد و.
د طالبانو یوې برخې فکر کاوه چې که ایران له امریکا سره په تقابل کې وي او طالبان هم د امریکا مخالفت کوي، نو د دواړو ترمنځ د ګډې ګټې زمینه شته، خو د اړیکو تر شا یوازې د امریکا ضد دریځ نه و.
طالبان د افغانستان له اوږدو تنظیمي جګړو وروسته په داسې وخت کې راڅرګند شول چې د خلکو یوه لویه برخه له جګړو ستړې شوې وه. ایران هم په چټکۍ سره درک کړه چې طالبان نور یوازې یوه محلي مذهبي ډله نه ده، بلکې د پاکستان، سعودي عربستان، عرب جنګیالیو او وروسته القاعدې په څېر پراخو شبکو سره یې اړیکې جوړې کړې دي.
د ایران لپاره دا مهمه وه چې د افغانستان د نوي قدرت ماهیت، اړیکې او احتمالي ګواښونه وپېژني، نو همدغه اړتیا تهران اړ کړ چې له طالبانو سره د مستقیمې دښمنۍ ترڅنګ د اړیکو لپاره هم یوه دروازه پرانیستې وساتي.
القاعده؛ د ایران لپاره ګډه او متناقضه معادله
د طالبانو د لومړۍ دورې پر مهال د اسامه بن لادن او القاعدې حضور د افغانستان معادله لا پېچلې کړه.
اسامه بن لادن، چې له سعودي عربستان سره د اختلافاتو وروسته افغانستان ته راغلی و، د طالبانو له مشرۍ سره نږدې شو. د طالبانو او القاعدې اړیکو وروسته نړیواله بڼه پیدا کړه.
د القاعدې د امریکا ضد دریځ له یوې خوا ایران ته د پام وړ و، خو له بلې خوا د القاعدې سلفي او جهادي ایډیالوژي د ایران له مذهبي او ستراتیژیکو لیدلورو سره ژور اختلاف درلود.
ایران په همدې دلیل هڅه کوله چې د طالبانو، القاعدې او نورو افغان او سیمهییزو وسلهوالو ډلو ترمنځ اړیکې درک کړي او د افغانستان د احتمالي راتلونکو تحولاتو لپاره له بېلابېلو لورو سره خپل تماسونه وساتي.
د طالبانو د لومړۍ دورې پر مهال پاکستان، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو د طالبانو امارت په رسمیت پېژانده. دا درې واړه د ایران لپاره مهم سیمهییز لوبغاړي او په ځینو برخو کې سیالان وو.
له همدې کبله د طالبانو اړیکې له دغو هېوادونو سره د ایران د افغانستان د پالیسۍ یوه مهمه برخه وه.
اقتصاد؛ هغه دروازه چې سیاست یې پرانیست
سره له دې چې ملګرو ملتونو د طالبانو د لومړي امارت پر وړاندې بندیزونه لګولي وو، ایران له افغانستان سره سوداګریزې اړیکې پرې نه کړې او همداراز یې د افغانستان بازار ته خپل تېل، ګاز، خوراکي توکي او صنعتي محصولات صادرول.
افغانستان د ایران لپاره یو نږدې او د پام وړ بازار و؛ له بلې خوا د افغانستان لوېدیځې او سوېلي سیمې له ایران سره له پخوا اقتصادي او بشري اړیکې لرلې.
د هلمند، فراه، نیمروز، هرات او کندهار ګڼو اوسېدونکو له کلونو راهیسې ایران ته د کار لپاره سفرونه کول. همدې بشري اړیکو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي تعامل لپاره طبیعي زمینه برابره کړې وه.
د ایران لپاره له طالبانو سره اړیکو په دې برخه کې عملي ګټه هم لرله. په هغو سیمو کې چې طالبان پوځي نفوذ درلودل، له هغوی سره تماس د سوداګرۍ او سرحدي فعالیتونو د خوندي کولو یوه وسیله وه.
بل لورتهد ایران او افغانستان په اړیکو کې د هلمند سیند اوبه له مهمو مسایلو څخه دي او تهران تل اندېښمن و چې د افغانستان د بندونو او اوبو مدیریت به د ایران پر سیستان او بلوچستان اغېز وکړي.
د طالبانو د لومړۍ دورې پر مهال هم ایران هڅه وکړه چې د هلمند د اوبو د وضعیت په اړه له طالبانو سره خبرې وکړي.
د وحید مژده د روایت له مخې، ایران غوښتل یو تخنیکي پلاوی افغانستان ته واستوي څو د کجکي بند او د هلمند سیند وضعیت له نږدې وګوري.
وروسته د افغانستان د جمهوري نظام پر مهال د اوبو مسئله لا حساسه شوه، په ځانګړي ډول هغه مهال چې د افغانستان حکومت د اوبو د مهار او نویو بندونو پر جوړولو ټینګار وکړ.
د طالبانو د دوهمې واکمنۍ له راتګ وروسته ایران هڅه وکړه چې له نوي حکومت سره د اوبو په مسئله کې تفاهم ته ورسېږي.
خو د ایران لپاره د اوبو مسئله یوازې د اوبو مسئله نه ده؛ دا د سرحدي امنیت، اقتصاد، کډوالۍ او د افغانستان د سیاسي ثبات له مسئلو سره تړلې ده.
امریکا؛ د ایران او طالبانو د نږدې کېدو تر ټولو مهم عامل
د ایران او طالبانو د اړیکو په تحول کې ښايي تر ټولو مهم جیوپولیټیک عامل د امریکا حضور وي.
له ۲۰۰۱ کال وروسته امریکايي او ناټو ځواکونه افغانستان ته راغلل. ایران له یوې خوا د طالبانو د لومړي امارت د سقوط هرکلی وکړ، خو له بلې خوا یې ولیدل چې د امریکا پوځي حضور اوس د ایران ختیځ سرحد ته نږدې شوی او د ایران لپاره یو ستر امنیتي تحول و.
امریکايي ځواکونو په افغانستان کې اډې، هوايي ځواک، استخباراتي مرکزونه او پراخ پوځي حضور درلود. وروسته په ۲۰۰۳ کال کې د امریکا د عراق جګړې وضعیت لا پیچلی کړ.
په داسې حالت کې ایران ځان د امریکا د پوځي حضور ترمنځ محاصره احساساوه، له لوېدیځه عراق او له ختیځه افغانستان. له همدې ځایه د ایران د سیمهییز امنیت محاسبه بدله شوه.
د بن کنفرانس او د نوي افغانستان جوړېدل
د طالبانو د لومړي امارت له سقوط وروسته ایران د افغانستان د نوي سیاسي نظام په جوړېدو کې فعال رول ولوباوه.
د ۲۰۰۱ کال د بن کنفرانس د افغانستان د نوي سیاسي جوړښت لپاره د مهمو پرېکړو مرکز و.
ایران د نوي نظام له جوړېدو ملاتړ وکړ او د حامد کرزي له حکومت سره یې اړیکې پراخې کړ،. خو په عین حال کې ایران نه غوښتل چې افغانستان په بشپړه توګه د امریکا تر نفوذ لاندې پاتې شي.
له همدې کبله د ایران سیاست دوه اړخیزه بڼه درلوده، له یوه لوري له نوي افغان حکومت سره رسمي او دیپلوماتیکې اړیکې او له بلې خوا له هغو ډلو سره تماسونه چې د امریکا د حضور مخالفې وې.
د ایران له نظره دا اړیکې د افغانستان د راتلونکي د اټکل لپاره یوه وسیله وه.
تهران نه غوښتل چې که طالبان بېرته واک ته ورسېږي، ایران له هغوی سره هېڅ اړیکه ونه لري.
همدا لامل و چې د جمهوریت په وروستیو کلونو کې د طالبانو د سیاسي استازو سفرونه او د ایران له چارواکو سره ناستې په تدریجي ډول علني شوې.
د ایران له لوري د طالبانو د استازو منل د دې نښه وه چې تهران نور طالبان یوازې د یوه وسلهوال مخالف په توګه نه، بلکې د افغانستان د راتلونکي یوه مهمه سیاسي برخه ګڼي.
ایران، روسیه او طالبان؛ د امریکا پر وړاندې ګډه محاسبه
ایران یوازې نه و، بلکې روسیې هم په تدریجي ډول له طالبانو سره اړیکې پراخې کړې.
دواړو هېوادونو اندېښنه لرله چې د افغانستان له لارې به د امریکا او ناټو حضور په سیمه کې اوږدمهاله شي او وروسته چین هم د افغانستان په معادله کې فعال شو. له همدې امله طالبانو له سیمهییزو قدرتونو سره د اړیکو په جوړولو کې فرصت وموند.
د مسکو او تهران ناستو طالبانو ته دوه مهمې ګټې ورکړې:
لومړی، له سیمهییزو قدرتونو سره یې رسمي تماسونه زیات شول.
دویم، طالبان ورو ورو له یوه صرفاً وسلهوال حرکت څخه داسې سیاسي لوري ته واوښتل چې سیمهییز قدرتونه ورسره مذاکراتو ته حاضر وو.
پاکستان او سعودي؛ د ایران او طالبانو د اړیکو بل مهم اړخ
ایران او پاکستان دواړه په افغانستان کې مهم نفوذ لري، خو د دواړو ترمنځ سیالي هم اوږد تاریخ لري.
پاکستان د طالبانو د لومړي امارت له اصلي ملاتړ کوونکو څخه و، خو ایران په افغانستان کې د طالبانو مخالف شمالي ائتلاف ته نږدې و. سره له دې، ایران له طالبانو سره اړیکې هم وساتلې.
وحید مژده په خپلو لیکنو کې د ایران او پاکستان د اقتصادي او سیاسي رقابت یادونه کوي او د اسلامکلا بندر پرانیستل د دې سیالۍ یوه بېلګه بولي.
د ایران لپاره د افغانستان لوېدیځ بازار اهمیت درلود، پاکستان بیا غوښتل چې د افغانستان سوداګریز بازار تر ډېره د خپل نفوذ لاندې وي.
په همدې توګه افغانستان د ایران او پاکستان ترمنځ د پراخې جیوپولیټیکې سیالۍ یوه برخه شو.
بل لورتهد ایران او طالبانو اړیکې له سعودي عربستان سره د دواړو لوریو د مناسباتو له وضعیت څخه هم اغېزمنې شوې دي.
سعودي عربستان د طالبانو د لومړي امارت له درېیو رسمي پېژندونکو هېوادونو څخه و، خو د اسامه بن لادن مسئله د ریاض او طالبانو ترمنځ د اختلاف اصلي موضوع شوه.
ایران په همدې وخت کې د سعودي عربستان او طالبانو ترمنځ اختلافات له نږدې څارل.
د ایران لپاره دا مهمه وه چې طالبان له سعودي عربستان او د هغه له سلفي شبکو څخه څومره لرې یا نږدې دي.
د ایران لپاره دا یو مهم مثبت ټکی و؛ ځکه تهران د داعش او سلفي جهادي ډلو په وړاندې ژوره امنیتي اندېښنه لري.
داعش؛ د تهران او طالبانو د ګډې اندېښنې یوه برخه
د طالبانو او ایران ترمنځ د اړیکو په نوي پړاو کې داعش یوه مهمه موضوع ده.
داعش خراسان د طالبانو له اصلي وسلهوالو مخالفانو څخه دی او طالبانو د دې ډلې پر وړاندې پراخ امنیتي عملیات کړي دي.
ایران هم داعش د خپل امنیت لپاره جدي ګواښ ګڼي. په همدې دلیل د داعش پر وړاندې د طالبانو جګړه د تهران لپاره د اړیکو د دوام یوه عملي زمینه برابروي.
خو دا ګډه اندېښنه په دې معنا نه ده چې د دواړو لوریو امنیتي لیدلوري په بشپړه توګه یو شان دي.
د طالبانو د بیا ظهور پر مهال د ایران احتمالي ملاتړ
د طالبانو د دوهمې جګړې پر مهال د ایران له خوا د طالبانو د احتمالي وسلوال ملاتړ په اړه ګڼ راپورونه خپاره شوي.
په ځینو مواردو کې له طالبانو سره د ایراني وسلو، مهماتو او نورو تجهیزاتو د موندل کېدو ادعاوې مطرح شوې.
ایراني چارواکو په عمومي ډول له طالبانو سره د اړیکو درلودل رد نه کړل، خو د وسلوال ملاتړ ادعاوې یې په بېلابېلو وختونو کې رد کړې یا پرې چوپ پاتې شول.
د ایران لپاره د طالبانو د جګړې ملاتړ، که هره کچه یې وه، له یوه پراخ جیوپولیټیک منطق سره تړل کېدای شو او هغه دا چې د افغانستان له لارې د امریکا د نفوذ کمول.
د ایران او طالبانو د اړیکو په بحث کې د طالبانو دوهم مشر ملا اختر محمد منصور ځانګړی ځای لري.
منصور په ۲۰۱۶ کال کې د پاکستان په بلوچستان کې د امریکا د بېپیلوټه برید له لارې ووژل شو، په داسې حال کې چې راپورونه ښيي نوموړی له ایران څخه پاکستان ته روان و.
د هغه د سفر څرنګوالي او په ایران کې د پاتې کېدو په اړه له هغه وخت راهیسې ګڼې پوښتنې مطرح شوې دي.
د منصور د ایران سفر یو مهم پیغام درلود او هغه دا چې د طالبانو او ایران اړیکې تر هغه ځایه رسېدلې وې چې د طالبانو لوړپوړي مشر کولی شول له ایران سره تماس ولري او له هغه هېواد څخه تېر شي. دا اړیکه د طالبانو او ایران ترمنځ د اعتماد د کچې په اړه د پام وړ نښه وه.
اقتصادي ګټې؛ د اړیکو تر ټولو قوي ستن
د ایران او طالبانو ترمنځ د اړیکو په دوام کې اقتصاد تر ټولو عملي عامل ګڼل کېدای شي.
ایران د افغانستان له مهمو سوداګریزو شریکانو څخه دی.
خو د دغو هڅو اصلي ګټه طالبانو ته ورسېده؛ ځکه هغوی له سیمهییزو قدرتونو سره پراخ سیاسي تماسونه پیدا کړل.
په دې توګه د طالبانو نړیوال انزوا په تدریجي ډول کمېده او بلاخیره د طالبانو د بیا واکمنېدو بهیر د ایران او طالبانو اړیکو ته نوی فصل پرانیست.
د ۲۰۲۱ کال په جولای کې اسلامکلا بندر د طالبانو لاس ته ولوېد او وروسته د نیمروز د سقوط او د افغانستان د نورو سیمو د چټک سقوط بهیر پیل شو خو ایران بیا هم د افغانستان له وضعیت سره هممهاله خپل دیپلوماتیک حضور وساته.
د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته ایران د هغو لږو هېوادونو له ډلې شو چې خپل سفارت یې په کابل کې پرانیستی وساته.
دا اقدام مهم و؛ ځکه ډېرو هېوادونو خپل دیپلوماتیک حضور محدود یا په بشپړه توګه ختم کړی و.
د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د افغان کډوالو نوې څپه ایران ته ولاړه. په دې ډله کې د جمهوریت دولتي چارواکي، پوځیان، سیاستوال، قومي مشران او عادي افغانان شامل وو.
ایران له طالبانو سره د اړیکو له پراخېدو سره سره د طالبانو د مخالفینو لپاره هم د تګ راتګ او استوګنې زمینه په بشپړه توګه ونه تړله.
دا سیاست ښيي چې تهران هڅه کوي له یوه لوري له واکمنو طالبانو سره اړیکې وساتي او له بلې خوا د افغانستان د احتمالي راتلونکو سیاسي بدلونونو لپاره له نورو لورو سره هم خپل ارتباط له لاسه ورنه کړي.
د طالبانو دوهم امارت؛ د اړیکو نوی توازن
د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د ایران او افغانستان سوداګري پراخه شوه. د دواړو هېوادونو ترمنځ د انرژۍ، ترانزیټ، نفتو، خوراکي توکو او نورو برخو اړیکې زیاتې شوې، خو د دې نږدېوالي ترڅنګ اختلافات هم موجود دي.
د هلمند اوبه لا هم د ایران له مهمو اندېښنو څخه دي او د افغان کډوالو مسئله هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د فشار یوه موضوع ده.
د سرحدي شخړو، قاچاق، د اوبو د حق او د افغان کډوالو د وضعیت په اړه وخت ناوخت اختلافات راپورته کېږي او له همدې امله د دواړو اړیکې له بشپړ ثبات څخه لرې دي.
ایران ولې طالبان نه پرېږدي؟
د ایران لپاره طالبان څو مهمې ګټې لري.
لومړی؛ امریکا: طالبان د امریکا له پوځي حضور سره د اوږدې جګړې سابقه لري.
انرژي: افغانستان له ایران څخه نفت، ګاز او برېښنا اخلي.
دیپلوماتیک ملاتړ: ایران د طالبانو له هغو سیمهییزو شریکانو څخه دی چې له هغوی سره یې اړیکې ساتلې دي.
سیاسي مشروعیت: د تهران په څېر د یوه سیمهییز قدرت تعامل له طالبانو سره د هغوی د نړیوالې انزوا په کمولو کې مرسته کوي.
خو ولې دا لا هم ستراتیژیک اتحاد نه شي بلل کېدای؟ سره له دې چې د ایران او طالبانو ترمنځ اړیکې پراخې شوې، د دواړو ترمنځ ژور اختلافات هم شته.
ایران شیعه اسلامي جمهوریت دی، طالبان سني او د حنفي مذهب پر بنسټ د اسلامي امارت نظام لري.
د دواړو مذهبي او سیاسي نظامونه یو شان نه دي.
د ایران لپاره د افغانستان د شیعه هزاره ټولنې وضعیت مهم دی، په داسې حال کې چې طالبان د خپل داخلي امنیتي او سیاسي لیدلوري له مخې له ټولو افغانانو سره د تعامل ځانګړی سیاست لري.
له بلې خوا طالبان د ایران د سیمهییزو متحدانو له شبکې سره په بشپړه توګه تړاو نه لري.
طالبان له پاکستان سره تاریخي اړیکې لري، له قطر سره سیاسي اړیکې لري، له روسیې او چین سره هم تعامل کوي او د سعودي عربستان او نورو عربي هېوادونو لپاره هم د اړیکو دروازې خلاصې ساتي.
نو طالبان نه غواړي چې د ایران په ځانګړي محور کې شامل شي او همداشان ایران هم نه غواړي خپل ټول کارتونه یوازې پر طالبانو وتړي.
د ایران دوه اړخیز سیاست؛ له طالبانو سره اړیکه، له مخالفانو سره تماس
د تهران یوه مهمه ځانګړتیا دا ده چې هڅه کوي په افغانستان کې له یوه وخت څخه د یوه لوري پر ځای له څو لورو سره اړیکې وساتي.
له طالبانو سره یې رسمي اړیکې دي، خو د طالبانو مخالفو افغان څېرو سره هم د ایران اړیکې په بشپړه توګه نه دي پرې شوې.
د ۱۹۹۸ کال د مزارشریف پېښه د ایران او طالبانو په اړیکو کې داسې موضوع ده چې له منځه نه ده تللې.
که څه هم د دواړو لوریو اړیکې له هغې وروسته ډېرې بدلې شوې، خو ایران لا هم د خپلو وژل شویو دیپلوماتانو موضوع ته د تاریخ د یوې تړل شوې دوسیې په توګه نه ګوري.
دا موضوع ښيي چې د ایران او طالبانو اړیکې یوازې د دوستۍ پر بنسټ نه دي؛ بلکې د محاسبې، اړتیا، شک او متقابل احتیاط پر بنسټ هم ولاړې دي.
له اسراییل او امریکا سره د ایران شخړه؛ د طالبانو اهمیت
په سیمه کې د ایران له امریکا او اسرائیلو سره د شخړو پراخېدو د افغانستان جغرافیایي اهمیت بیا زیات کړی دی.
ایران غواړي د افغانستان له خاورې داسې امنیتي ګواښ رامنځته نه شي چې د تهران پر ضد وکارول شي.
طالبانو هم هڅه کړې چې ایران ته ډاډ ورکړي چې د افغانستان خاوره به د ایران پر ضد د وسلهوالو یا بهرنیو ځواکونو د عملیاتو لپاره نه کارول کېږي او همدا ژمنه د دواړو لوریو د امنیتي اړیکو مهمه برخه ده.
له یارانې تر ابزاري اړیکو
د ایران او طالبانو اړیکې که له تاریخي زاویې وکتل شي، له درېیو لویو پړاوونو تېرې شوې دي:
لومړی پړاو؛ دښمني او شک
د طالبانو د لومړي امارت پر مهال د ایران او طالبانو اړیکې د مذهبي اختلاف، د شمالي ټلوالې د ملاتړ او د مزارشریف د پېښې له امله سختې ترینګلې وې.
دویم پړاو؛ پټه همکاري
د جمهوریت پر مهال ایران له کابل سره رسمي اړیکې لرلې، خو په تدریجي ډول یې له طالبانو سره پټې او وروسته علني اړیکې هم پراخې کړې.
درېیم پړاو؛ عملي تعامل
د ۲۰۲۱ کال وروسته طالبان د افغانستان واکمن شول او ایران اړ شو چې له نوي واقعیت سره مستقیم تعامل وکړي.
په دې پړاو کې اړیکې له سیاسي تماس څخه اقتصادي، امنیتي، سرحدي او دیپلوماتیک تعامل ته وغځېدې.
پایله؛ ستراتیژیک شراکت که ابزاري یارانه؟
د ایران او طالبانو ترمنځ د اړیکو له تاریخي بهیر څخه داسې ښکاري چې دواړه لوري د یو بل دایمي او بېقیدوشرطه متحدان نه دي. د دوی ترمنځ ګډې ګټې شته، خو ګډې ایډیولوژۍ نه لري.
دواړه د امریکا له نفوذ سره مخالفت لري، خو د امریکا پر وړاندې د دوی د مبارزې تعریفونه یو شان نه دي.
دواړه د داعش له پراختیا اندېښمن دي، خو د امنیتي ګواښونو په اړه یې ټول لیدلوري یو شان نه دي.
دواړه اقتصادي اړتیاوې لري، خو اقتصادي اړیکې د سیاسي اختلافاتو د له منځه وړلو ضمانت نه شي کېدای.
ایران غواړي په افغانستان کې داسې حکومت ولري چې د دغه هېواد امنیت، سرحد او د اوبو مسئله یې د تهران لپاره د کنټرول وړ وي، خو په عین حال کې نه غواړي ټول سیاسي کارتونه یوازې پر طالبانو وتړي.
طالبان بیا له ایران څخه اقتصادي، ترانزیټي او دیپلوماتیکې ګټې اخلي، خو نه غواړي د یوه ځانګړي سیمهییز محور برخه شي.
له همدې کبله د ایران او طالبانو اړیکې تر ډېره «د اړتیا پر بنسټ ستراتیژیک تعامل»بلل کېدای شي، نه یو بشپړ ستراتیژیک اتحاد.
د دواړو ترمنځ اړیکه داسې ده چې هر لوری یې د بل لوري له کمزوریو او اړتیاوو څخه د خپلې ګټې لپاره استفاده کوي.
ایران طالبانو ته اړتیا لري، ځکه نه غواړي په ختیځ کې یې یو دښمنه افغانستان رامنځته شي، د امریکا نفوذ بېرته پراخ شي او د سرحد، اوبو، داعش او کډوالۍ ستونزې لا پېچلې شي.
طالبان بیا ایران ته اړتیا لري، ځکه د نړیوالې انزوا، اقتصادي فشار او سیاسي محدودیتونو په شرایطو کې تهران د دوی لپاره د اقتصاد، سوداګرۍ، ترانزیټ او سیمهییزو اړیکو یوه مهمه دروازه ده.
له همدې امله د ایران او طالبانو یارانه د مینې پر ځای د محاسبې یارانه ده؛ د باور پر ځای د اړتیا یارانه ده؛ او د دایمي اتحاد پر ځای د متقابلو ګټو معامله ده. خو د دې اړیکې راتلونکی لا هم روښانه نه دی.
که په ایران کې د نظام یا بهرني سیاست په کچه لوی بدلون رامنځته شي، د طالبانو په اړه د تهران محاسبه هم بدلېدای شي. همداراز که طالبان له امریکا، لوېدیځ یا نورو سیمهییزو قدرتونو سره د اړیکو په برخه کې نوی ستراتیژیک مسیر غوره کړي، د ایران لپاره به د هغوی اهمیت هم له سره وارزول شي.
په افغانستان کې د طالبانو د مخالفو خوځښتونو راتلونکی، د داعش خراسان فعالیتونه، د ایران او پاکستان اړیکې، د هلمند د اوبو لانجه او د افغانستان د اقتصاد وضعیت هم هغه عوامل دي چې د دواړو لوریو اړیکې به پرې اغېزمنېږي.
په پای کې، د ایران او طالبانو د اړیکو اصلي پوښتنه دا نه ده چې «ایا دوی دوستان دي؟»
اصلي پوښتنه دا ده:
«تر کومه ځایه پورې د دواړو متقابلې اړتیاوې له یو بل سره همغږې پاتې کېږي؟»
تر هغه چې دا اړتیاوې ګډې وي، یارانه به دوام ولري؛ خو که د دواړو ستراتیژیکې محاسبې سره واوړي، همدا یارانه ښايي په لنډ وخت کې له سختې سیالۍ سره بدله شي.
د دیني مدرسو او طالبانو ترمنځ اړیکه د ترادف او مساوات اړیکه نه ده، داسې چې د یوه موجودیت په قطعي ډول د بل د موجودیت لامل شي. د منطق په ژبه، د دوی ترمنځ اړیکه «عموم او خصوص مطلق» بلل کېدای شي؛ یعنې ټولې دیني مدرسې طالباني نه دي، خو ټول طالبان له دیني مدرسو څخه راوتلي دي.
وروسته کېدای شي له دیني مدرسو څخه د زدهکړو له ترلاسه کوونکو پرته نور کسان هم د یوه سیاسي ـ پوځي سازمان په توګه له دې ډلې سره یوځای شوي وي، خو دا استثنا د مسئلې اصل نه بدلوي.
دا اړیکه په بله بڼه هم تشریح کېدای شي: له طالبانو پرته دیني مدرسو خپل موجودیت لرلی شوای، خو د هغو طالبانو تصور چې موږ په تېرو دریو لسیزو کې پېژندلي دي، د دیني مدرسو له چاپېریال پرته ستونزمن دی. له همدې امله، د طالبانو په څېر د یوه تاوتریخوالي غوښتونکي خوځښت پیدایښت، چې په افغانستان او سیمه کې په یوه ستره سیاسي او امنیتي ستونزه بدل شوي، له دیني مدرسو سره جدي اړیکه لري.
موږ کولای شو داسې نړۍ تصور کړو چې طالبان پکې نه وای، او په هغه صورت کې به په افغانستان او پاکستان کې د دې ډلې د راڅرګندېدو او فعالیت له امله د جګړو، وژنو او ویجاړیو یوه لویه برخه هم نه وای رامنځته شوې. خو طالبان د افغانستان حتمي برخلیک نه وو. هغوی د یو لړ تاریخي، سیاسي او امنیتي شرایطو محصول وو او دیني مدرسو د دې پدیدې د فکري او بشري ځواک د تولید لپاره له مهمو چاپېریالونو څخه یو برابر کړ. که موږ غواړو د افغانستان بحران درک کړو او د اوږدمهاله ثبات لپاره یوه لار پیدا کړو، نو نه شو کولای په مستقیم ډول د دې ډلې په پیدایښت او په غیرمستقیم ډول په رامنځته شوو وژنو کې د دغو مدرسو رول له پامه وغورځوو. په بل عبارت، دیني مدرسې له وینې او تاوتریخوالي سره عضوي اړیکه پیدا کړه.
البته د افغانستان بحران یوازې یو لامل نه لري او له طالبانو پرته هم د افغانستان د بېلابېلو ډلو ترمنځ سیاسي، قومي، ژبني او ټولنیز اختلافات موجود وو او ګڼو کورنیو او بهرنیو عواملو د بحران په دوام کې رول درلود. له دې سره سره، د تېرو څو لسیزو تجربې وښوده چې د افغانستان د سیاسي ځواکونو یوې مهمې برخې د وخت په تېرېدو له یو بل سره د تعامل وړتیا پیدا کړه. هغوی د سیاسي ناپخوالي له امله رامنځته شوي ځینې اختلافات شاته پرېښودل او د دغو جریانونو ډېرو یې، لږ تر لږه د جمهوریت په دوره کې، د قانون په چوکاټ کې سیاسي سیالۍ او د مدني وسایلو کارولو ته مخه کړه.
یوازینۍ ډله چې تل یې مخالف دریځ غوره کړ او له هېچا سره یې جوړجاړی ونه کړ، طالبان وو؛ هغه ډله چې د نورو سیاسي ځواکونو پر وړاندې یې د یوه سختدریځه، مبارز او انعطافناپذیره ایډیالوژیک جریان بڼه خپله کړه. د دې ډلې اساسي توپیر له نورو سره دا و چې جګړه او تاوتریخوالی د هغې په ذاتي عناصرو بدل شول او دې ډلې له هر ډول تحول منلو او له تاوتریخوالي ډک نظامي فعالیت څخه د لاس اخیستو ډډه وکړه. له همدې امله، د دیني مدرسو څېړل د هغه فکري او ښوونیز چاپېریال په توګه چې له هغه څخه دا ډول جریان راوتلی، د افغانستان د بحران د درک لپاره ځانګړی اهمیت لري.
له دودیزې ښوونیزې ادارې څخه تر یوه نوي ټولنیز لوبغاړي
له تاریخي پلوه، دیني مدرسې د افغانستان او د سیمې د هېوادونو د کلاسیک ښوونیز نظام یوه برخه پاتې شوې دي. د عصري زدهکړو له پراخېدو مخکې، د رسمي او نیمهرسمي زدهکړو ډېره برخه په همدې ادارو کې ترسره کېده. د نوي ښوونیز نظام له پراخېدو سره، مدني زدهکړو ورو ورو خپله خپلواکه لار پیدا کړه او دیني مدرسو د زدهکړې په برخه کې خپل تاریخي انحصار له لاسه ورکړ او تر ډېره د تخصصي دیني زدهکړو مسؤلیت ورترغاړې شو.
د عصري زدهکړو فلسفه پر دې بنسټ جوړه شوې چې ټولنه کومو علمونو او مهارتونو ته اړتیا لري؛ له طبابت او کرنې نیولې تر مدیریت، انجینرۍ، اقتصاد او نورو تخصصونو پورې. موخه یې د داسې بشري ځواک روزل دي چې د ټولنې بېلابېلو اړتیاوو ته ځواب ووایي او د ژوند شرایط ښه کړي. البته دا په دې معنا نه ده چې ټولنه دیني زدهکړو ته هېڅ اړتیا نه لري. په هغو ټولنو کې چې دین د فردي او ټولنیز ژوند په برخه کې مهم رول لري، دیني زدهکړې هم خپل ځانګړی کارکردګي ساتي. په ډېرو اسلامي هېوادونو کې د همدې موخې لپاره ادارې موجودې وې؛ په مصر کې له الازهر او د هند نیمه لویې وچې له دارالعلوم دیوبند څخه نیولې تر تونس کې زیتونه پورې. خو هغه څه چې دیني مدرسې یې له یوې ښوونیزې ادارې څخه په داسې څو اړخیزه اداره بدلې کړې چې ټولنیز، سیاسي او پوځي فعالیتونه یې هم لرل، هغه سیاستونه وو چې د سړې جګړې د دورې له «لویې لوبې» سره همغږي وو.
په دې سیمه کې د مدرسو په تاریخ کې مهم بدلون باید د ضیاءالحق د واکمنۍ پر مهال د پاکستان د دولت په سیاستونو کې ولټول شي. بروس ریدل لیکي چې د ضیاءالحق په دوره کې د پاکستان د بدلون یوه نښه د دیني مدرسو ستره وده وه: په ۱۹۷۱ کال کې، د ضیاءالحق له واکمنۍ مخکې، په دې هېواد کې شاوخوا ۹۰۰ دیني مدرسې موجودې وې خو تر ۱۹۸۸ کال پورې دا شمېر ۸۰۰۰ رسمي مدرسو ته، سربېره پر شاوخوا ۲۵ زرو ثبتناشويو مدرسو، ورسېد.
هغه همدارنګه یادونه کوي چې د ضیاء په دوره کې د دیني مدرسو سندونه له پوهنتوني سندونو سره معادل وبلل شول او د دغو مدرسو ټولنیز نفوذ زیات شو. دې بهیر لا هم په چټکۍ سره دوام وکړ. د ۲۱مې پېړۍ په پیل کې د ثبت شوو مدرسو شمېر شاوخوا اووه زره اټکل شوی و خو د ۲۰۰۵ ـ ۲۰۰۶ کلونو د ملي ښوونیزې سرشمېرنې له مخې ۱۲۵۳۱ مدرسې له څه باندې ۱.۵ میلیونه زدهکوونکو سره ثبت شوې وې.
د پاکستان دولت په ۲۰۱۲ کال کې د شاوخوا ۲۴ زره ثبت شوو مدرسو خبره کوله او په ۲۰۱۹ کال کې د څه باندې ۳۰ زره مدرسو، چې شاوخوا ۲.۵ میلیونه زدهکوونکي یې لرل، د ښوونیز نظام له چوکاټ سره د یوځای کولو طرحه مطرح شوه.
د ۲۰۲۳ ـ ۲۰۲۴ کلونو د ښوونې وروستي رسمي ارقام، چې د مدرسو د وفاقونو او تنظیمونو معلومات هم پکې شامل دي، نږدې ۶۵ زره مدرسې او شاوخوا ۳.۳ میلیونه زدهکوونکي ښيي.
افغانستان هم له څو لسیزو جګړو مخکې رسمي دیني مدرسې لرلې چې دولت یې په جوړولو او اداره کولو کې رول درلود، خو شمېر یې دومره محدود و چې د هغه وخت د ټولنې اړتیاوې یې پوره کولې.
د شوروي ځواکونو پر وړاندې د جګړې له پیل او ګاونډیو هېوادونو ته د کډوالۍ د سیلاب له رامنځته کېدو سره، د دیني مدرسو شمېر هم زیات شو؛ هم د کډوالو په منځ کې او هم د هېواد دننه. د «افغانستان د پوهنې ملي ستراتیژۍ» په راپور کې راغلي چې له ۱۳۷۱ لمریز کال مخکې یوازې ۱۳ رسمي دیني مدرسې او دارالحفاظونه موجود وو خو د ۱۳۷۱ او ۱۳۷۵ کلونو ترمنځ دا شمېر ۳۱۴ ته ورسېد.
دا زیاتېدونکی بهیر همداسې روان پاتې شو او د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پر مهال، د ځینو راپورونو له مخې، د غیررسمي مدرسو او دارالحفاظونو شمېر له زرو هم واوښت او د زدهکوونکو شمېر یې سل زره اټکل شوی و. د طالبانو د لومړي رژیم له سقوط وروسته، د همدې راپور د چمتو کېدو پر مهال، ۲۷۵ رسمي مدرسې او دارالحفاظونه له ۵۸۵۲۸ زدهکوونکو سره د دولت تر پوښښ لاندې وو.
سړه جګړه او د دین سیاسي کېدل
د دې بدلون د درک لپاره باید د شلمې پېړۍ دویمې نیمایي او په ځانګړي ډول د سړې جګړې دورې ته بېرته وګرځو. د سیمې په یو شمېر هېوادونو کې د دولتجوړونې او پرمختګ د بېلابېلو پروژو ناکامي، له مليپالو او سیکولر جریانونو سره د مشروعیت بحران، د اسلامپالو او بنسټپالو جریانونو د ودې لپاره مناسبه ټولنیز بستر برابر کړ. په همدې وخت کې، د سړې جګړې سیالۍ د دې لامل شوې چې دین او مذهبي جریانونه د سیمهییزو او نړیوالو قدرتونو د امنیتي او جیوپولیټیکي محاسبو برخه وګرځي.
د ضیاءالحق د اسلامپالنې سیاست یوازې قوانین نه رانغاړل، بلکې ښوونه او دیني ادارې هم د همدې سیاست یوه برخه وې. علمي څېړنې ښيي چې د ضیاء د دورې ښوونیز سیاستونه هم د اسلامپالنې د همدې پروژې په چوکاټ کې وو. ضیاءالحق اسلامپالنه له یوې خوا د کورني مشروعیت د پیاوړتیا لپاره وسیله ګڼله او له بلې خوا یې داسې عامل بلله چې په سیمه کې د پاکستان په امنیتي محاسبو کې ترې ګټه اخیستل کېدای شي. په کورني کچه، اسلام کولای شوای د قومي، ژبنیو او سیاسي اختلافاتو لرونکې ټولنې لپاره یو ګډ چتر برابر کړي او په سیمهییزه کچه یې له اسلامي هېوادونو، په ځانګړي ډول له عربي هېوادونو سره، د پاکستان د لا نږدې کېدو زمینه پراخولای شوه.
د شوروي اتحاد پر وړاندې د افغانستان د جګړې له پیل سره، دغه سیاست لا ډېر امنیتي اهمیت پیدا کړ. د ضیاء په دوره کې د زکات رسمي نظام دیني ادارو ته نوې مالي سرچینې برابرې کړې؛ د افغانستان جګړې هم میلیونونه کډوال پاکستان ته راوستل او نوې بهرنۍ مالي سرچینې سیمې ته داخلې شوې. بېلابېلې څېړنې د پاکستان د مدرسو د یوې برخې په پراخېدو کې د عربي مرستو، په ځانګړي ډول د سعودي او خلیجي سرچینو، د رول یادونه کوي.
که څه هم په هغه وخت کې د دغو مدرسو د زدهکوونکو په اړه ارقام له یو بل سره توپیر لري، خو د هغوی سیاسي اهمیت پر خپل ځای پاتې دی. د ټولو زدهکوونکو په نفوس کې د یوې ادارې ونډه لازماً د هغې له سیاسي او ایډیالوژیک نفوذ سره برابره نه ده. د مدرسې یو فارغ وروسته امام، خطیب، مدرس یا د یوې مذهبي او سیاسي شبکې فعال کېدای شي او پر داسې نفوس اغېز وکړي چې د مدرسې له زدهکوونکو څخه څو برابره لوی وي. له همدې امله، د مدرسو د اهمیت د معلومولو لپاره یوازې د زدهکوونکو شمېر بسنه نه کوي، د هغوی شاوخوا ټولنیزه او سیاسي شبکه هم باید په پام کې ونیول شي.
کله چې مدرسه د جیوپولیټیک لوبې برخه شوه
د څو بدلونونو یوځای کېدو د دیني مدرسو یوه برخه نوي پړاو ته دننه کړه: د پاکستان د دولت سیاستونه، د بهرنیو مالي سرچینو راتګ، د ایران او سعودي عربستان سیالي، د افغانستان جګړه او د شوروي اتحاد پر وړاندې د مبارزې د امریکا متحده ایالاتو او د هغه د لوېدیځو متحدانو له ستراتیژۍ سره همغږي.
په داسې چاپېریال کې د دیني مدرسو یوه برخه نور یوازې د فقهې، حدیث، تفسیر او دودیزو علومو د زدهکړې مرکزونه نه وو. د دغو مدرسو بشري شبکه د سیاسي بسیج او په ځینو مواردو کې د پوځي بسیج لپاره هم کارول کېدای شوای. هغه څه چې دا بدلون یې ممکن کړ، له مالي سرچینو، سیاسي سازمانونو، امنیتي ادارو او پوځي شخړو سره د مدرسې اړیکه وه. په داسې حالت کې هغه اداره چې د دین د زدهکړې لپاره جوړه شوې وه، کولای شي له خپلې لومړنۍ دندې څخه ډېر متفاوت فعالیتونه ترسره کړي.
د پام وړ خبره دا ده چې د عادي او دودپالو خلکو نظر د مدرسو په اړه تر ډېره هماغه تاریخي نظر پاتې شو: مدرسه د دین د زدهکړې، د مذهبي ارزښتونو د زدهکړې او د اخلاقي فضیلتونو د ترویج ځای دی. خو د ځینو دولتونو، سیاسي سازمانونو او امنیتي ادارو نظر نور یوازې همدا نه و. هغوی د هغې شبکې څو اړخیز ظرفیت لیدلی و چې مذهبي مشروعیت یې درلود، د ټولنې دودیزو طبقو ته یې لاسرسی درلود او د پراخ بشري ځواک د بسیج وړتیا یې لرله.
له همدې ځایه مدرسه د ځینو لوبغاړو لپاره، د ښوونیزې ادارې ترڅنګ، په یوه سیاسي او امنیتي «ظرفیت» هم بدله شوه. همدا مهال و چې د دغو مدرسو له بشري پانګې څخه طالبان راووتل او په سیاسي او امنیتي معادلاتو کې په یوه مهمه ستونزه جوړوونکې ډله بدل شول.
د افغانستان جمهوریت او د مدرسو پراختیا
د سیاسي معادلاتو په برخه کې د دیني مدرسو د اهمیت له زیاتېدو او د هغوی د زدهکوونکو او فارغانو له لوري د هېواد د امنیت پر وړاندې د رامنځته کېدونکي ګواښ له امله، چې د جګړې او ناامنۍ د پراخېدو نښې یې له ځان سره لرلې، د افغانستان پخوانی دولت اړ شو چې په دې برخه کې خپل سیاست له سره وارزوي.
د جمهوریت د دولت یوه اندېښنه دا وه چې د افغانستان بېوزله ځوانان د دیني زدهکړو لپاره پاکستان ته ځي او په داسې چاپېریالونو کې شاملیږي چې د افغانستان دولت پرې هېڅ ډول څارنه نه لري. د حل لارې په توګه، دولت هڅه وکړه چې په افغانستان کې دیني مدرسې پراخې کړي، څو د دې غوښتنې یوه برخه په خپله هېواد کې پوره شي. په همدې وخت کې ګڼې خصوصي مدرسې هم د دولت له څارنې بهر جوړې شوې.
ستونزه د دیني مدرسې په موجودیت کې نه ده؛ ستونزه د هغې په شمېر او کچه، د زدهکړو په کیفیت، مالي سرچینو، نصاب او په ټول ښوونیز او پرمختیايي نظام کې د هغې په ځای کې ده. معقوله موخه باید دا وي چې دیني مدرسې د ټولنې د اړتیا له اندازې سره متناسبې شي، کیفیت یې لوړ شي او له ټول ښوونیز نظام سره همغږې شي، نه دا چې له منځه یووړل شي.
د اسلامي هېوادونو تجربه ښيي چې د دې کار لپاره بېلابېل ماډلونه موجود دي. په مصر کې الازهر د دیني زدهکړو یو رسمي او تنظیم شوی نظام لري او تاریخي اصلاحاتو یې حتا غیرمذهبي علوم او وروسته طب، انجینري، کرنه او سوداګري هم د الازهر په ښوونیز جوړښت کې شامل کړل. په ترکیه کې د امام خطیب ښوونځي د ملي ښوونې وزارت تر څار لاندې د رسمي ښوونیز نظام یوه برخه دي. په مالیزیا کې هم د دیني مدرسو بېلابېل ډولونه د دولتي او ایالتي تنظیمي جوړښتونو تر څار لاندې فعالیت کوي او ځینې دیني مدرسې د اسلامي زدهکړو ترڅنګ ملي نصاب هم وړاندې کوي.
له دغو ماډلونو هېڅ یو بېنقصه نه دی او د دغو هېوادونو شرایط هم له افغانستان سره یو شان نه دي خو د دغو تجربو اهمیت په دې کې دی چې ښيي د «دیني مدرسو په بشپړه توګه تړلو» او «په بشپړه توګه ازاد پرېښودلو» ترمنځ درېیم انتخاب هم شته چې هغه د دیني زدهکړې په رسمیت پېژندل، خو په ورته وخت کې د ښوونیزو او پرمختیايي اړتیاوو په پام کې نیول او د وګړو اساسي حقونو او ازادیو ته لومړیتوب ورکول دي.
د یوې کورنۍ لپاره مدرسه لا هم د قرآن او فقهې د زدهکړې ځای کېدای شي؛ د هغې د مدیر لپاره د عاید او ټولنیز اعتبار سرچینه کېدای شي؛ د یوه سیاسي جریان لپاره د پلویانو د بسیج شبکه کېدای شي؛ د یوې استخباراتي ادارې لپاره د نفوذ زمینه کېدای شي او د یوه ایډیالوژیک نظام لپاره د راتلونکي نسل د روزنې او د واک د بیا تولید وسیله کېدای شي.
له همدې امله، د افغانستان د دیني مدرسو په اړه اصلي پوښتنه نوره یوازې دا نه ده چې په دغو مدرسو کې څه تدریسېږي؟ مهمه پوښتنه دا ده چې دا مدرسې د پیسو، واک، ایډیالوژۍ او سیاست په کومه شبکه کې ځای لري، څوک یې تمویلوي، څه ډول انسان روزي او د افغانستان په راتلونکې ټولنه کې دغه انسان ته څه ډول رول ورکول کېږي؟
د دغو پوښتنو له ځوابونو پرته، د طالبانو د پدیدې درک هم نیمګړی پاتې کېږي. طالبان یوازې د جګړې په ډګر کې نه شو مطالعه کولای. د هغوی د پیدایښت او بیا تولید د څرنګوالي د درک لپاره باید هغو چاپېریالونو ته هم وکتل شي چې د داسې جریان بشري ځواک، نړۍلید او ټولنیز مشروعیت پکې جوړېږي.
هغه څه چې باید بیا تکرار نه شي، د مدرسې، ایډیالوژۍ، ځواک او شخړې هغه ترکیب دی چې مدرسه له یوې دیني ښوونیزې ادارې څخه د ایډیالوژۍ، قدرت او منازعې په وسیله بدلوي.
که د دې برخې د تنظیم لپاره معقوله تګلاره رامنځته نه شي او که د خلکو، په ځانګړي ډول د هغو کسانو ترمنځ چې د دې شبکو مالي سرچینې برابروي، د دغو پایلو په اړه کافي پوهاوی رامنځته نه شي، نو خطر یوازې د مدرسو د شمېر په زیاتېدو کې نه دی. خطر دا دی چې هغه کړۍ چې یو ځل یې د طالبانو په پیدایښت او واک ته رسېدو کې ونډه لرله، دا ځل په لا پراخه کچه د سیمې په سیاسي او ټولنیز جوړښت کې ځای پر ځای شي.
په دې صورت کې به مساله نور یوازې د طالبانو په نوم د یوې ډلې راڅرګندېدل نه وي؛ بلکې ستونزه به د هغو شرایطو نه ختمېدونکی بیا تولید وي چې تاوتریخوالی، د وګړو ځپل، وروسته پاتېوالی او د یوه مدرن دولت د جوړېدو ستونزې غځوي.
په بحثونو کې د نننۍ نړۍ پر ننګونو د ملګرو ملتونو د کار د درېیو اساسي ستنو، یعنې سولې او امنیت، پراختیا او بشري حقونو، په چوکاټ کې تمرکز وشو. د سولې او امنیت په برخه کې تر ډېره د اوکراین، ایران، منځني ختیځ، سوډان او یمن شخړو ته اشاره وشوه او د نړیوال قانون او د ملګرو ملتونو د منشور پر درناوي، د هېوادونو پر حاکمیت او امنیت، د ملکي وګړو پر ساتنې او څو اړخیزتوب ټینګار وشو. د ویناوو ډېره برخه د روسیې او اوکراین، اسراییل او فلسطین، او امریکا او ایران ترمنځ د جګړو پای ته رسولو ته ځانګړې شوې وه. د ځینو اټکلونو له مخې، اوس مهال په نړۍ کې شاوخوا له ۶۰ تر ۶۵ پورې وسلهوالې شخړې روانې دي او د امنیت شورا، چې دنده یې تر ډېره د سولې او امنیت ساتل دي، د دغو شخړو په حل کې بریالۍ شوې نه ده.
د پراختیا په برخه کې ویناوالو د اقلیمي ګواښونو، د شمال او جنوب هېوادونو ترمنځ د اقتصادي واټن د زیاتېدو، د دوامدارې پراختیا د موخو لپاره د تمویل د کمېدو، د پورونو د فشار او د نړیوالو مالي بنسټونو د جوړښت د اصلاح په اړه خبرې وکړې. د ملګرو ملتونو اصلاح او د دغه سازمان لا اغېزناک کول هم د ویناوو له تکراري موضوعاتو څخه وو. د امنیت شورا اصلاح د دې لپاره اړینه وبلل شوه چې دغه شورا لا ځوابویوونکې، دموکراتیکه او ټولشموله شي او ځینو هېوادونو د غړو هېوادونو د شمېر د زیاتولو، په ځانګړي ډول د افریقا او نورو لویو وچو د استازیتوب د زیاتېدو، ملاتړ وکړ. د سرمنشي له لوري د «UN80» نوښت ته ښه راغلاست وویل شو او د هغه پر عملي کولو ټینګار وشو. د نوي سرمنشي ټاکنه هم له مهمو موضوعاتو څخه وبلل شوه او ویناوالو د داسې یوه کس د ټاکلو لپاره د مسوولانه او روڼ بهیر غوښتنه وکړه چې منشور ته ژمن او بېطرفه وي.
مصنوعي ځیرکتیا د ټولو ویناوو له مهمو موضوعاتو څخه وه؛ هېوادونو د دې ټکنالوژۍ د فرصتونو او ګواښونو په اړه خبرې وکړې او د شفاف مدیریت، اغېزمنې او مسوولانه کارونې او د ټولو د لاسرسي پر اړتیا یې ټینګار وکړ. د بشري حقونو په برخه کې، ویناوالو د بشري حقونو او بنسټیزو ازادیو د سیستماتیکو سرغړونو د زیاتېدو، په ځانګړي ډول د ښځو، نجونو او ماشومانو پر وړاندې د سرغړونو د پراخېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړه.
افغانستان په عمومي ویناوو کې
د افغانستان کړکېچ د ملګرو ملتونو د سرمنشي، د عمومي اسامبلې د رییس او د هغو هېوادونو په ویناوو کې چې د افغانستان پر وضعیت اغېز لري، په جدي توګه مطرح نه شو. د ازبکستان، پاکستان، قزاقستان، ایرلنډ او ایسلنډ استازو په خپلو ویناوو کې افغانستان یاد کړ، خو تر ډېره یې د امنیتي اندېښنو، د ترهګرۍ د ګواښ، د ښځو او نجونو د بنسټیز حذف او د هغوی د حقونو او ازادیو د نقض په چوکاټ کې یادونه وکړه.
د عمومي اسامبلې په عمومي بحث کې د افغانستان وینا د سپټمبر په ۲۸مه د «په افغانستان کې اقلیمي امنیت او چاپېریالي مقاومت» تر سرلیک لاندې له حاشیوي غونډې سره د هممهالۍ له امله ترسره نه شوه.
د سپټمبر مهمې پېښې
۱. د عمومي اسامبلې د ریاست د یوه مرستیال په توګه د افغانستان د کار پیل
په دې غونډه کې د بشري حقونو وضعیت، بشري او اقتصادي کړکېچ، حکومتولي او د ترهګرۍ ګواښونه د بحث اصلي محورونه وو. د یوناما سرپرست دفتر ټینګار وکړ چې، سره له دې چې په امنیتي او اقتصادي برخو کې یو شمېر نسبي پرمختګونه شوي، خو پر ښځو او نجونو سخت محدودیتونه، غیرټولشموله حکومتولي او د ترهګرو ډلو شتون لا هم اساسي ننګونې دي.
د امنیت شورا ځینو دایمي غړو او یو شمېر نورو غړو هېوادونو د ښځو او نجونو پر حقونو، حسابورکونې، له معافیت سره د مبارزې، د بندیانو د خوشې کېدو، د ملګرو ملتونو پر ښځینه کارکوونکو د محدودیتونو او د اوسني وضعیت د عادي کولو د مخنیوي ټینګار وکړ او د طالبانو تګلارې یې وغندلې.
په مقابل کې، ځینو نورو دایمي غړو له طالبانو سره د سیاسي او اقتصادي تعامل، بشري مرستو، د مالي محدودیتونو د کمولو او د کنګل شویو شتمنیو د مسالې د حل پر دوام تمرکز وکړ. د سیمې هېوادونو تر ډېره د خبرو اترو، د دوحې د بهیر او سیمهییزې همکارۍ ملاتړ وکړ او هممهاله یې د ترهګرۍ، اقتصادي کړکېچ او د ښځو د مشارکت د وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړه.
په ټوله کې، دې غونډې وښوده چې د افغانستان د اساسي ننګونو په اړه ګډې اندېښنې شته، خو له یوې خوا د فشار او حسابورکونې او له بلې خوا د تعامل او خبرو اترو ترمنځ د توازن پر څرنګوالي لا هم اختلاف نظر موجود دی.
۴. لیدنې او سیاسي تعاملات
د افغانستان د دایمي استازولۍ په ملاتړ، د ښځو، سیاسي او مدني فعالانو او د بشري حقونو د مدافعینو یوه پلاوي د لوړې کچې اوونۍ په څنډه کې د ملګرو ملتونو له یو شمېر لوړپوړو چارواکو او د مهمو هېوادونو، په ځانګړي ډول د امنیت شورا د غړو هېوادونو، د بهرنیو چارو له وزیرانو سره لیدنې او خبرې وکړې.
په دغو لیدنو کې د افغانستان سیاسي، امنیتي، اقتصادي، بشري او بشري حقونو اړوند ننګونې وڅېړل شوې او د یوه داسې سیاسي حللارې د اسانتیا پر اړتیا ټینګار وشو چې د افغانانو په مالکیت او مشرۍ وي او ښځې پکې مانادار او محوري ګډون ولري.
په دغو غونډو کې په سوله او ملي پخلاینه کې د ښځو پر مشارکت، د افغانانو په مشرۍ د سیاسي بهیر پر اړتیا، د ښځو او نجونو پر وړاندې د سیستماتیک تبعیض په تړاو پر عدالت او حسابورکونې، او په افغانستان کې پر اقلیمي امنیت او چاپېریالي مقاومت تمرکز وشو.
د دغو غونډو ګډ هدف د افغانستان د خلکو د لیدلورو انعکاس، د افغانانو او نړیوالې ټولنې ترمنځ د خبرو اترو پیاوړتیا او د هېواد د یو له بل سره تړلو کړکېچونو لپاره د عملي حللارو څېړل وو.
دغه غونډه د لوړېکچې اوونۍ په درشل کې جوړه شوه او د سیاسي بهیرونو، عدالت او حسابورکونې په برخو کې د ښځو پر مانادار ګډون او د تلپاتې سولې او ملي پخلاینې په برخه کې د هغوی پر رول تمرکز وشو. جوړوونکو ټینګار وکړ چې هېڅ معتبر او دوامدار سیاسي بهیر نه شي کولای ښځې څنډې ته کړي او یا د هغوی ګډون یوازې تر سمبولیکو مشورو محدود کړي.
ویناوالو وویل، سوله یوازې د تاوتریخوالي کمېدل نه دي، بلکې د انساني کرامت، د قانون حاکمیت، ځوابویونکو بنسټونو، عدالت او د خلکو د خپل راتلونکي د ټاکلو له حق سره تړاو لري. له افغانستان سره نړیوال تعامل باید د خلکو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو، د اساسي حقونو د له منځه وړلو په بیه نه وي او عدالت او د ښځو ګډون باید له پیله د هر سیاسي بهیر په طرحه کې شامل شي.
هغوی د محرومیت او جوړښتي تاوتریخوالي پر اوږدمهالو پایلو، لکه د بشري پانګې کمزوري کېدل، د ټولنیزو او رواني زیانونو زیاتېدل او بیننسلي اغېزې هم ټینګار وکړ او د داسې یوه ټولشموله چوکاټ غوښتنه یې وکړه چې د هېواد دننه او بهر سیاسي، مدني او ټولنیز ځواکونه سره راټول کړي. د افغانانو په مشرۍ د نوښتونو ملاتړ، د ښځو پر محور د بنسټونو پیاوړتیا، پر حسابورکونې ولاړ اصولي تعامل او په نړیوال قانون کې د جنسیتي اپارتاید د په رسمیت پېژندلو هڅې هم د بحث له مهمو محورونو څخه وې.
د دې غونډې اصلي محورونه د یوه معتبر او افغانمحوره سیاسي بهیر اړتیا، ټولشموله او ځوابویونکې حکومتولي، د ښځو او مدني ټولنې مانادار ګډون او د ملګرو ملتونو او سیمهییزو هېوادونو تسهیلکوونکی رول وو.
ویناوالو ټینګار وکړ چې بشري مرستې، اقتصادي تعامل او له ترهګرۍ سره په مبارزه کې همکاري، که څه هم اړینې دي، خو په یوازې ځان نه شي کولای په افغانستان کې سیاسي بحران او د مشروعیت مسئله حل کړي.
د دوی په وینا، د افغانستان راتلونکی باید د افغانانو په واقعي مالکیت او مشرۍ کې جوړ شي او ښځې، ځوانان، مدني ټولنه، سیاسي جریانونه او متخصصین باید د دې بهیر د موخو، جوړښت او مسیر په ټاکلو کې مانادار رول ولري. خبرداری ورکړل شو چې نړیوال تعامل باید د موجود وضعیت د عادي کولو لامل نه شي.
د نړیوالې او سیمهییزې همغږۍ زیاتول، د افغانانو د بېلابېلو لیدلورو لپاره د خبرو اترو زمینه برابرول، د باور بیا رغول، د متخصصینو او پوهنتونونو له ظرفیتونو ګټه اخیستل او د دې بهیر په اسانتیا کې د ملګرو ملتونو فعال رول هم د بحث له مهمو ټکو څخه وو. پر ښځو او نجونو پراخ محدودیتونه د افغانستان د ثبات او له نړیوالې ټولنې سره د عادي تعامل پر وړاندې له اساسي خنډونو څخه وبلل شول.
۳. افغانستان له پنځو کلونو وروسته: جنسیتي اپارتاید او حسابورکونه – د سپټمبر ۲۵مه
د دې غونډې تمرکز پر ښځو او نجونو د جوړښتي او بنسټیز شوي تبعیض، د ښځو د حقونو د مدافعانو پر ملاتړ او د عدالت او حسابورکونې د نړیوالو میکانیزمونو پر پیاوړتیا و.
ویناوالو وویل، چې د طالبانو پنځه کلنې واکمنۍ پر مهال پر زدهکړو، کار، تګ راتګ، په عامه ژوند کې پر حضور او سیاسي مشارکت محدودیتونه په یوه سیستماتیک نظام بدل شوي او نړیواله ټولنه باید له یوازې غندنې څخه مشخصو حقوقي، سیاسي او مالي اقداماتو ته مخه کړي.
ویناوالو وویل چې یوازې غندنه، پرته له کافي پایلو، بسنه نه کوي او ټینګار یې وکړ چې باید له مستندسازۍ څخه څېړنې، تعقیب او واقعي عدالت ته لاره هواره شي. د جرمونو نړیواله محکمه، د عدالت نړیواله محکمه او د افغانستان لپاره د خپلواک تحقیقاتي میکانیزم په توګه د حسابورکونې مهمې لارې مطرح شوې او د جنسیتي اپارتاید د نړیوال جرم په توګه د په رسمیت پېژندلو له هڅو ملاتړ وشو.
د فرانسې، البانیا او استرالیا استازو هم د افغان ښځو لپاره پر دوامدار سیاسي، حقوقي او بشري ملاتړ ټینګار وکړ او خبرداری یې ورکړ چې د ښځو وضعیت باید نه عادي وبلل شي او نه هېر شي.
د دې غونډې یوه مهمه برخه په افغانستان کې دننه د یوې ځوانې ښځې غږ و. هغې وویل، افغان ښځې او نجونې ځانګړي امتیازات نه غواړي، بلکې د خپلو اساسي حقونو، له ډلې د زدهکړې، کار، تګ راتګ د ازادۍ او د خپل راتلونکي د ټاکلو حق غوښتنه کوي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ هم وویل، که څه هم د مستندسازۍ او د حسابورکونې د لارو د رامنځته کولو په برخه کې پرمختګونه شوي، خو د ښځو او نجونو په واقعي ژوند کې د پام وړ بدلون نه دی راغلی.
۴. اقلیمي امنیت او چاپېریالي تابیا – د سپټمبر ۲۸مه
دغه غونډه د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې جوړه شوه او د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د افغانستان پر شدید زیانمنتوب، د اوبو بحران، بېځایه کېدو، خوړو خوندیتوب، د ټولنو پر تابیا او د سیمهییزې همکارۍ پر اړتیا تمرکز وشو.
ویناوالو وویل، چې افغانستان سره له دې چې د نړۍ د شنو خونو د ګازونو په خپرېدو کې له ۰.۱ سلنې کمه ونډه لري، د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې له تر ټولو زیانمنو هېوادونو څخه دی. د دوی په وینا، لسیزو جګړو، د بنسټونو کمزورتیا او د نړیوالو مرستو کمېدو د دې بحران پر وړاندې د هېواد د مقابلې وړتیا محدوده کړې ده.
ټینګار وشو چې اقلیمي بحران له بشري، اقتصادي او امنیتي ننګونو جلا نه دی او وچکالي، سېلابونه، د اوبو کمښت، د ځمکې تخریب، بېځایه کېدل او د خوړو ناامني له یو بل سره تړلي دي.
کله چې د دوو اټومي قدرتونو ترمنځ له اوو لسیزو راهیسې روانه سیالي د یوه کمزوري او جګړهځپلي ګاونډي تر دروازو رسېږي، پوښتنه یوازې دا نه وي چې څوک پر حقه دی؛ اصلي پوښتنه دا وي چې د دې سیالۍ بیه به څوک ورکوي؟
ښکاره ده، د هند او پاکستان د کړکېچ بیه افغانان پرېکوي او ګټه طالبان وړي.
پاکستان وايي، له افغانستانه د تحریک طالبان پاکستان او بلوڅ ازادي غوښتونکو بریدونه د دغه هېواد د امنیت لپاره جدي ګواښ جوړوي. تازه د پاکستان د پوځ ویاند ادعا وکړه چې د طالبانو حکومت د دې ډلې وسله والو ته پناه ورکړې او له افغان خاورې په پاکستان کې د بریدونو اجازه ورکوي. کابل دا تورونه ردوي او وايي چې د پاکستان امنیتي ستونزې باید د افغانستان پر خاوره د پوځي بریدونو له لارې حل نه شي.
د اکتوبر په لومړۍ نېټه پاکستان په کونړ او هلمند کې هوايي بریدونه وکړل. د طالبانو حکومت د ملکي تلفاتو خبر ورکړ، په داسې حال کې چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (UNAMA) لږ تر لږه د لسو ملکي کسانو، چې ډېری یې ماشومان وو، د وژل کېدو راپور ورکړ. پاکستان بیا وویل چې بریدونه یې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ کړي، د وسله والو پټنځایونه یې له منځه وړي او ۲۲ وسله وال یې وژلي دي. د پاکستان ادعاوې په خپلواکه توګه نه دي تایید شوې.
دا پېښه د یوې پراخې پوښتنې یوازې یوه برخه ده: ایا پاکستان د خپلې امنیتي ستونزې د حل لپاره افغانستان ته مخ اړوي، که افغانستان ورو - ورو د هغې اوږدې سیالۍ میدان ګرځي چې ریښه یې د کابل او اسلاماباد له اړیکو هم ژوره ده؟
اسلاماباد وايي چې د دغو بریدونو د تنظیم او ترسره کولو لپاره د ټي ټي پي ځینې شبکې په افغانستان کې فعالیت کوي. طالبان بیا دا ادعا ردوي.
د پاکستان لپاره ښايي پوځي عملیات د لنډمهاله امنیتي اقدام په توګه مطرح وي، خو د افغانستان لپاره هر برید یوازې یوه پوځي پېښه نه ده. دا د حاکمیت، د ملکي وګړو د خوندیتوب او د دوو ګاونډیو هېوادونو د اړیکو موضوع هم ده.
پاکستان د هند ملاتړ ولې یادوي؟
په وروستیو میاشتو کې د پاکستان په امنیتي روایت کې هند په زیاتېدونکي ډول مطرح کېږي. تازه د پاکستان د پوځ ویاند جنرال احمد شریف چودري هند په مستقیم ملاتړ تورن کړ او ویې ویل چې هند ټي ټي پي، بلوڅ ازادي غوښتونکو او نورو وسله والو ډلو ته د طالبانو پر مټ ملاتړ برابروي.
اسلاماباد ادعا کوي چې هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد د وسله والو ډلو ملاتړ کوي، خو هند دا ډول تورونه ردوي.
تر دې دمه داسې خپلواک او عامه شواهد نه دي وړاندې شوي چې په قطعي ډول وښيي هند د ټي ټي پي د تمویل، روزنې او عملیاتي فعالیتونو ملاتړ کوي. له همدې امله دا خبره چې «هند د ټي ټي پي ملاتړی دی» باید د ثابت حقیقت پر ځای د پاکستان د حکومت د ادعا په توګه وړاندې شي.
خو له دې سره یو بل حقیقت هم شته: هند په افغانستان کې له کلونو راهیسې پراخ سیاسي، اقتصادي، بشري او پراختیايي حضور لري.
د هند افغانستان ته څه ورکړي؟
هند د افغانستان له هغو بهرنیو شریکانو څخه دی چې د پراختیا په برخه کې یې اوږدمهاله حضور درلود.
د داود خان له واکمنۍ نیولې تر ډاکتر محمد اشرف غني پورې د هند مرسته او ملاتړ د هغو حکومتونو له محوري سیاستونو څخه وو. په ملګرو ملتونو کې د هند استازي په سپټمبر میاشت کې وویل چې هېواد یې په افغانستان کې له ۵۰۰ څخه په زیاتو پرمختیايي پروژو کې ونډه اخیستې چې ټول ۳۴ ولایتونه یې پوښلي دي. د هند د رسمي معلوماتو له مخې، په دغو همکاریو کې روغتیا، عامه زیربناوې، ظرفیت لوړونه، بشري مرستې، واکسین، درمل او د خوړو امنیت شامل دي.
خو د افغانستان لپاره بله پوښتنه هم مهمه ده: ایا د هند له دې اړیکو څخه ګټه اخیستل د پاکستان له ستراتیژیکې محاسبې سره ټکر کوي؟ ځواب یې تر ډېره هو دی.
د هند او پاکستان رقابت یوازې د کشمیر پر سر نه دی. دا د سیمې د امنیت، نفوذ، سوداګرۍ او ستراتیژیک چاپېریال پر سر هم اوږده سیالي ده.
پاکستان د افغانستان جغرافیه د خپل امنیت له محاسبې څخه جلا نه ګڼي. هند بیا افغانستان ته د پاکستان له لارې د تېرېدو پر ځای د بدیلو اقتصادي او سیمهییزو لارو په سترګه ګوري.
همدلته افغانستان د دوو متفاوتو ستراتیژیکو لیدلورو ترمنځ واقع کېږي.
د کابل لپاره له هند سره اړیکه کېدای شي د روغتیا، سوداګرۍ، تعلیم او پراختیا وسیله وي. خو اسلاماباد کولای شي همدغه اړیکې د خپل امنیت له زاویې وګوري.
په بل عبارت، هغه اړیکه چې کابل یې اقتصادي ګڼي، اسلاماباد یې ممکن امنیتي وګڼي.
دا توپیر د افغانستان لپاره ډېر خطرناک دی.
افغانستان له پاکستان سره زرګونه کیلومتره ګډه پوله لري. د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري، ترانزیټ، کډوالۍ، کورنۍ اړیکې او امنیتي مسایل یو له بل سره تړلي دي.
له همدې امله، که د هند او پاکستان رقابت افغانستان ته انتقال شي، د هند له اړیکو څخه د افغانستان اقتصادي ګټه کولای شي په یوه بله جبهه کې امنیتي لګښت پیدا کړي.
خو دا هم باید وویل شي چې د پاکستان امنیتي حساسیت په خپله د دې معنا نه لري چې افغانستان باید له هند سره خپلې اړیکې پرې کړي.
افغانستان د دې حق لري چې له هر هغه هېواد سره اړیکې ولري چې د هغه ملي ګټو ته ګټه رسوي.
ایا افغانستان د هند او پاکستان د شخړې قرباني دی؟
تر یوې اندازې، خو کیسه دومره ساده نه ده.
افغانستان یوازې د هند او پاکستان د سیالۍ قرباني نه دی. د افغانستان داخلي جګړې، د افغان سیاسي او پوځي ډلو انتخابونه، د سیمې د نورو هېوادونو مداخلې او د نړیوالو قدرتونو ستراتیژۍ ټول د دغه هېواد د اوږدې بېثباتۍ برخه دي.
خو افغانستان د هند او پاکستان د رقابت له جغرافیې څخه بهر هم نه دی.
په تېرو څو لسیزو کې د پاکستان او هند ترمنځ د نفوذ سیالۍ په افغانستان کې د بېلابېلو سیاسي او امنیتي محاسبو بڼه خپله کړې ده. د ۲۰۰۱ وروسته هند د افغانستان د بیا رغونې له مهمو شریکانو څخه شو، په داسې حال کې چې پاکستان د افغانستان امنیتي وضعیت د خپل ستراتیژیک چاپېریال یوه برخه ګڼله.
اوس کله چې کابل له نوي ډیلي سره اړیکې پراخوي او له اسلاماباد سره اړیکې خرابېږي، دا پخوانی رقابت د نوې بڼې د راڅرګندېدو په حال کې دی.
د افغانستان انتخاب به څه وي؟
شاید د افغانستان لپاره تر ټولو خطرناکه پوښتنه همدا وي چې: هند که پاکستان؟
د افغانستان لپاره بل انتخاب هم شته: هند سره اړیکه، پاکستان سره اړیکه، خو د هېڅ یوه په ستراتیژیکه جګړه کې نه شاملېدل.
کابل کولی شول له هند سره د روغتیا، سوداګرۍ، تعلیم او بشري مرستو اړیکې ولري، پرته له دې چې خپله خاوره د پاکستان پر ضد د عملیاتو لپاره ورکړي، خو دا چاره د طالبانو په موجودیت کې ناشونې ده.
همدارنګه کابل کولی شول له پاکستان سره د سرحد، امنیت، سوداګرۍ او ترانزیټ په اړه خبرې وکړي، پرته له دې چې خپل بهرنی سیاست د اسلاماباد د امنیتي غوښتنو تابع کړي.
دا دریځ اسانه نه دی.
پاکستان غواړي ډاډ ترلاسه کړي چې افغانستان د هغه پر ضد د وسله والو لپاره اډه نه وي. هند غواړي له افغانستان سره خپلې اړیکې وساتي. افغانستان بیا غواړي له دواړو سره اړیکې ولري، خو د دواړو د سیالۍ په منځ کې ونه سوځي.
د افغانستان لپاره ستونزه هغه وخت رامنځته کېږي چې د هند ملګرتیا د پاکستان ضد ایتلاف تعبیر شي، یا د پاکستان امنیتي غوښتنې د افغانستان د خپلواک بهرني سیاست ځای ونیسي.
د هند او پاکستان ترمنځ شخړه ښايي ژر پای ته ونه رسېږي. د کشمیر امنیتي سیالي او متقابله بېباوري د څو لسیزو میراث دی.
خو دا اړینه نه ده چې د دغې شخړې بل فصل په افغانستان کې ولیکل شي.
افغانستان لا له وړاندې د څو نسلونو د جګړو بیه ورکړې ده. د دې هېواد لپاره تر ټولو خطرناک حالت هغه دی چې د نورو هېوادونو ستراتیژیکې سیالۍ د افغان خاورې پر سر په نیابتي یا مستقیمه جګړه بدلې شي.
د طالبانو په موجودیت کې بدبختانه افغانستان د هند او پاکستان د ستراتیژیکې سیالۍ برخه ګرځېدلی دی او دا سیالي افغانستان یو ځل بیا په کنډواله بدلولی شي.