همدارنګه، دغو ډلو د عقیدې په اړه د خپل تعریف پر بنسټ، له هغې یوه کرښه جوړه کړې ده چې په وسیله یې د نورو مسلمانانو ایمان او دینداري ارزوي او د همدې معیار له مخې ټاکي چې د چا عقیده سمه او دینداري یې د منلو وړ ده او د کومې ډلې عقیده کږه او ایمان یې نیمګړی دی.
د دغو ډلو له خوا پر عقیده دوامداره او شدید ټینګار د دې لامل کېږي چې د نورو فکري مکتبونو ډېر مسلمان ځوانان داسې وانګیري، چې د دې ډلې بلنه هغه څه ته چې «د عقیدې سمون» بلل کېږي، یوه ډېره مهمه دیني چاره او د ایمان د شوایبو د پاکولو هڅه ده.
دا په داسې حال کې ده چې که څوک د اسلام په تاریخ کې د کلامي مسایلو له مخینې سره بلد وي، نو درک به کړي چې د سلفي فکر په بهیر کې څو سترې مغالطې شته. لومړۍ یې د عقیدې او ایمان یو شی ګڼل دي، په داسې حال کې چې دا دواړه یو شان نه دي. دویمه یې د عقیدې په اړه افراطي ټینګار دی، هغه هم د دې ډلې د ځانګړي تعریف له مخې، چې د پټې بتپرستۍ یو ډول په ځان کې رانغاړي؛ لکه هغه څه چې په دیني روایتونو کې د «شرک خفي» په اړه راغلي دي.
په دوام کې به یاد شوي ټکي تشریح شي.
ایمان او عقیده یو شی نه دي
د ایمان کلمه، چې د قرآن کریم له بنسټیزو کلمو څخه ده او د معنا له پلوه ژور مفهوم لري، له مشتقاتو سره یوځای په قرآن کریم کې شاوخوا ۸۱۲ ځله راغلې ده. دا شمېر پخپله د قرآني مفاهیمو په نظام کې د دې مفهوم د مقام څرګندونه کوي. سربېره پر دې، له دې کلمې څخه استنباط شوي اخلاقي او کلامي مفاهیمو د اسلام له لومړیو وختونو راهیسې د اسلامي ټولنې د فکري مخکښانوپام ځان ته اړولی او د مسلمانانو د بېلابېلو فکري جریانونو ترمنځ یې تودې او پراخې مناقشې راپارولې دي. دغه بحثونه تر نن ورځې پورې دوام لري.
برعکس، د «عقیدې» کلمه ان یو ځل هم په قرآن مجید کې نه ده راغلې. د دې کلمې همرېښه الفاظ چې په قرآن کې اووه ځله راغلي، د تړون کولو، غوټه کولو او ورته چارو په اړه دي او د عقیدې له اصطلاحي معنا سره تړاو نه لري. همدا موضوع د اسلام د پیغمبر په نوم منسوبو احادیثو او روایتونو په اړه هم صدق کوي؛ یعنې د ایمان کلمه او مشتقات یې په دغو روایتونو کې په پراخه کچه راغلي، خو د «عقیدې» کلمه د یوهې مستقلې او عامې اصطلاح په توګه د حدیثو په مشهورو سرچینو کې هېڅ نه لیدل کېږي. که دې موضوع ته د سلفیانو له خپلو معیارونو سره سم مراجعه وکړو، نو دې پایلې ته رسېدای شو چې د عقیدې او ایمان یو شان ګڼل یوه بدعتاچونه ده چې د دیني اصطلاحاتو په نظام کې ورزیاته شوې ده.
له دې سربېره، د اسلام په تاریخ کې هم د «عقیدې» د کلمې کارول د لومړیو دوو یا دریو پېړیو په اوږدو کې د علماوو ترمنځ دود نه و. د اعتقادي موضوعاتو اړوند بحثونه د «الایمان»، «التوحید» او کله ناکله د «السنة» په څېر سرلیکونو لاندې مطرح کېدل. د اعتقادي بحثونو له تر ټولو پخوانیو اثارو څخه یو هغه رساله ده چې امام ابوحنیفه ته منسوبه ده او د «الفقه الاکبر» په نوم یادېږي. په هغې کې هم د عقیدې پر ځای د فقهې کلمه کارول شوې ده. ښايي تر ټولو پخوانی اثر چې په کلامي لیکنو کې د «عقیدې» اصطلاح څرګندوي، د څلورمې هجري پېړۍ د پیل یوه رساله وي، چې د حنفي محدث ابو جعفر طحاوي (وفات: ۳۲۱ هجري) له خوا لیکل شوې او د «العقیدة الطحاویة» په نوم مشهوره ده. له هغې وروسته، ورو ورو دغه اصطلاح ډېره دود شوه، د عقیدې یا عقایدو تر سرلیکونو لاندې نور آثار هم ولیکل شول او د وخت په تېرېدو سره د مسلمانانو د دیني علومو په یوه څانګه بدله شوه.
د محتوا له پلوه هم ایمان او عقیده مترادف او یو شان نه دي. عقیده معمولاً هغه باور ته ویل کېږي چې د یوه شي په اړه د پوهې او خبرتیا پر بنسټ رامنځته شوی وي. که دغه پوهه پر قطعي دلایلو او عقلاني اثبات ولاړه وي، د ځینو پوهانو په نظر، هغه د عقیدې په ډله کې نه راځي؛ لکه د ریاضیاتو او طبیعي علومو قطعي فورمولونه. یعنې دا سمه نه ده چې څوک ووایي: «زه عقیده لرم چې دوه ضرب دوه څلور کېږي.» عقیده هغو باورونو ته ویل کېږي چې له داسې قطعیت څخه برخمن نه وي. خو دا چې دغه ډول باور ایمان ګڼل کېږي که نه، د اختلاف وړ موضوع ده.
د اسلام د تاریخ له لومړیو پېړیو راهیسې، ځینو متکلمانو ایمان له معرفت یا قلبي تصدیق سره مترادف ګاڼه، ځینو نورو له ژبني اقرار سره، او ځینو بیا د دغو دواړو مجموعه ایمان بلله. همدارنګه، ځینو نورو قلبي تصدیق، ژبنی اقرار او عملي عمل ټول د ایمان مترادف عناصر ګڼل.
د قرآن کریم له ځینو آیتونو څخه څرګندېږي چې یوازې په یوه شي یقین لرل ایمان نه ګڼل کېږي. د بېلګې په توګه، د نمل سورت په ۱۴م آیت کې راغلي دي:
«وَجَحَدُوا بِهَا وَاسْتَيْقَنَتْهَا أَنْفُسُهُمْ ظُلْمًا وَعُلُوًّا»
ژباړه: «هغوی له ظلم او ځانلوړ ګڼلو څخه انکار ترې وکړ، په داسې حال کې چې زړونو یې پر هغې یقین درلود.»
دا څرګندوي چې یوازې یقین لرل د ایمان لپاره کافي نه دي.
همدارنګه، یوازې د یوه شي پېژندل هم د ایمان په معنا نه دي. د بېلګې په توګه، د قرآن د روایت له مخې، ابلیس د الله تعالی په اړه کافي پېژندنه لرله، خو د قصدي سرغړونې له امله کافر شو او خپل ایمان یې له لاسه ورکړ. دلته د ایمان له لاسه ورکول د الله تعالی په اړه د معرفت او پېژندنې له لاسه ورکولو په معنا نه دي.
په همدې ترتیب، یوازې په ژبه اقرار کول هم ایمان نه ګڼل کېږي. لکه څنګه چې د حجرات سورت په ۱۴م آیت کې راغلي دي:
«قَالَتِ الْأَعْرَابُ آمَنَّا قُلْ لَمْ تُؤْمِنُوا وَلَٰكِنْ قُولُوا أَسْلَمْنَا وَلَمَّا يَدْخُلِ الْإِيمَانُ فِي قُلُوبِكُمْ»
ژباړه: «اعرابو وویل: موږ ایمان راوړی دی. ورته ووایه: تاسو ایمان نه دی راوړی، بلکې ووایئ چې موږ تسلیم شوي یو، ځکه ایمان لا تر اوسه ستاسو زړونو ته نه دی ننوتی.»
طبعاً، دلته د ایمان د بحث پېچلتیاوو ته د ننوتلو او په دې اړه د بېلابېلو کلامي لیدلورو د بیانولو فرصت نشته. خو له دې موضوع څخه چې په لنډه توګه څه درک کولای شو، هغه دا دي چې ایمان تر عقیدې ډېر پېچلی مفهوم دی. له همدې امله، د دغو دواړو مترادف ګڼل یوه څرګنده مغالطه ده. د سلفیانو هڅه چې ایمان او عقیده یو شان وښيي او د دواړو د اهمیت د برابرۍ تصور رامنځته کړي، یوه ایډیالوژیکه تګلاره ده.
عقیدهپرستي «بتپرستي» ده
اوس دویم ټکي ته راځو، هغه دا چې د سلفیانو تګلاره «د پټې بتپرستۍ» یو ډول په ځان کې رانغاړي. ښايي دا ادعا په ظاهره یو دروند تور ښکاره شي، په ځانګړې توګه د هغې ډلې لپاره چې ځان تر بلې هرې ډلې ډېر د توحید او یووالي دعوهکونکې ګڼي. خو د هغه وضاحت له مخې چې وړاندې کېږي، ښايي څرګنده شي چې دا تور هم په بشپړه توګه بېبنسټه نه دی. خو تر دې وړاندې اړینه ده چې یادونه وکړم، لیکوال تکفیري تمایل نه لري، د دیني پلورالیزم یا تکثرپالنې پلوی دی او هېڅ ډله کافره نه بولي. له همدې امله، د سلفیانو په کړنو کې د پټې بتپرستۍ شتون د هغوی د تکفیر په معنا نه ګڼي، بلکې له دې نیوکې سره سره یې مومنان بولي.
عقیدهپرستي څنګه په بتپرستۍ بدلېږي؟
د دې پوښتنې د ځواب موندلو لپاره باید وګورو چې عقیده څه ده. عقیده یا باور له هغو انځورونو څخه عبارت دی چې موږ یې په خپل ذهن کې له ذهني نړۍ څخه د باندې د موجودو شیانو په اړه لرو. له ذهن څخه بهر موجود شیان، که بېسا وي او که ژوندي، له موږ څخه بهر خپل ذاتي حقیقت لري او موږ د خپلو حواسو له لارې د هغوی په اړه پوهه ترلاسه کوو.
په ذهن کې رامنځته شوې پوهه پر هغو معلوماتو ولاړه ده چې د دغو شیانو په اړه د معلوماتو ځینې برخې رانغاړي، خو دا معلومات د هغوی د وجود له یوې ځانګړې کچې سره تړاو لري چې هغې ته د «نمودي» یا «پدیداري» کچه ویل کېږي. یعنې موږ د دغو شیانو له ظاهره درک کولای شو، نه دا چې د هغوی اړوند ټول حقیقتونه مو کشف کړي وي.
ایمانویل کانت د دغو دوو کچو ترمنځ په توپیر کولو او د دې په څرګندولو سره چې د انسان پوهه د پدیدو تر کچې محدوده ده او د شیانو ذاتي وجود یا «فیذاته» کچې ته لاسرسی ناشونی دی، د انساني معرفت په بنسټ کې یوه مهمه خښته کېښوده.
له دې وروسته موږ پوه شوو، چې د ذهن او عین ترمنځ یوه نه ډکېدونکې فاصله شته؛ یعنې موږ هېڅکله د یوه شي بشپړ حقیقت نه شو درک کولای، مګر دا چې له هغه سره د یووالي او اتحاد کچې ته ورسېږو، چې د شیانو په نړۍ کې دا کار ناشونی دی.
دا موضوع یوازې په فزیکي شیانو پورې محدوده نه ده، بلکې مفاهیم او ماوراءالطبیعي چارې، لکه روح، پرښته، خدای او ټول غیبي مسایل هم رانغاړي. یعنې د ذهن او عین ترمنځ واټن تل موجود وي او زموږ پوهه د دغو شیانو په اړه یوازې پر هغو معلوماتو ولاړه وي چې زموږ په واک کې راکړل شوي دي.
دغه معلومات که د حواسو له لارې ترلاسه شي، که د تعقل، خیال یا وهم له لارې، په پای کې یوې پروسې ته داخلېږي. زموږ ذهن د خپل ادراکي ظرفیت، د هوښیارۍ د کچې، د تجربې د اندازې، د زدهکړو د کچې، د رواني جوړښت، د کلتوري کوډونو، د نښانه لرونکي نظام او ورته نورو عواملو په تناسب دغه معلومات پروسس کوي او په ذهني زېرمتون کې د انځورونو په جوړولو سره یې ساتي.
انځور، ژبه او واقعیت
له دې نظره، زموږ ټولې پوهې، د هرې موضوع په اړه چې وي، د انځورونو له نړۍ سره تړاو لري. ویټګنشتاین هم په خپله فلسفه کې د ژبې او نړۍ ترمنځ په اړیکه کې د انځور رول ته پام کړی دی. د هغه په اند، انځورونه او ژبني جوړښتونه کولای شي پر واقعیت باندې زموږ د پوهېدو پر څرنګوالي اغېز وکړي.
موږ د خپل ځان، خپلو شاوخوا خلکو، نړۍ او ژوند په اړه انځورونه لرو او د همدې انځورونو پر بنسټ پرېکړې کوو، انتخابونه کوو یا د مینې او کرکې په بهیر کې ښکېلېږو. مینه، کینه، خواخوږي او زموږ نور رواني او رفتاري غبرګونونه له دغو انځورونو څخه زېږي او سرچینه ترې اخلي.
ویټګنشتاین په خپل اثر «فلسفي څېړنې» کې د داسې انځور یادونه کوي چې موږ په خپل بند کې راګیر کړي؛ هغه انځور چې زموږ په ژبه کې ځای نیسي او د لیدلو او پوهېدو نورې لارې راباندې تړي. (ویټګنشتاین، فلسفي څېړنې، ۱۱۵مه فقره)
د سلفیانو له خوا د عقیدې پر اهمیت د ټینګار له بحث سره په تړاو، زموږ د پوهې هغه درک چې پورته تشریح شو، دا څرګندوي چې هغه څه چې موږ یې عقیده بولو، په حقیقت کې د هغو انځورونو یوه ټولګه ده چې زموږ په ذهن کې رامنځته شوې ده؛ که دغه انځورونه د ابن تیمیه او ابن قیم له کتابونو څخه راغلي وي، که د یوه طریقت د مرشد په نزد له زدهکړې ترلاسه شوي وي او که د عامو خلکو ترمنځ له دودیزو باورونو سرچینه اخلي. دا ټول په پای کې زموږ په ذهن کې انځورونه دي.
کله چې موږ ګومان کوو چې زموږ عقیدې بېنیمګړتیا دي او هېڅ عیب نه لري، په حقیقت کې د خپل ذهن موجود انځورونه مطلق او بېنقصه ګڼو او هغوی ته تقدس ورکوو. همدا د بتپالنې یا د بت په څېر د یوه شي د مقدس ګڼلو حالت دی.
د «بت» کلمه یوازې د ډبرو او فلزاتو مجسمو ته نه ویل کېږي، بلکې هر هغه څه هم رانغاړي چې د مخلوقاتو له نړۍ سره تړاو لري، خو د انسانانو لپاره مقدس ګرځي.
مولانا ویلي دي:
«د بتانو مور ستاسو د نفس بت دی.»
بتپالنه او د صورتونو تقدیس:
په عامیانه برداشت کې بتپالنه دې ته وايي چې ګواکې یو څوک د انسان په لاس جوړه شوې مجسمه د کایناتو خالق، روزي ورکوونکی او د هر ډول تصرف څښتنه وګڼي. دا عامیانه برداشت له واقعیت سره سمون نه لري. د بتپالنې په ډېرو بڼو کې مجسمې د یوه سپېڅلي امر نښې یا د هغه د ترلاسه کولو وسیلې ګڼل کېږي او لازمه نه ده چې خپله د ډبرې او فلز څیز خالق او روزي ورکوونکی وګڼل شي. دا خبره د حضرت عمر هغې مشهورې وینا ته ورته ده چې د حجرالاسود د لیدلو پر مهال یې منسوبا ویلي وو: «پر خدای قسم، زه پوهېږم چې ته له یوې ډبرې پرته بل څه نه یې او نه کومه ګټه رسولای شې او نه زیان او که د اسلام پیغمبر ښکل کړې نه وای، ما به هېڅکله نه وای ښکل کړې.» (صحیح بخاري)
هغه څوک چې بتپرست وي، په خپل ذهن کې د یوه څیز یا مفهوم انځور لري، هغه انځور ورته مهم وي او چمتو نه وي چې په هغه کې شک وکړي. د بېلګې په توګه، په ځینو دودونو کې غوا حرمت او سپېڅلی اهمیت لري، خو هغه څوک چې د هغې پر تقدس باور لري، غوا خالق او روزي ورکوونکې نه ګڼي؛ بلکې په خپل ذهن کې یې یو داسې مفهوم لري چې په اړه یې شک کولو ته چمتو نه وي. یعنې هغه تر دې چې خپله غوا ورته مهمه وي، د هغې هغه انځور او باور ورته ډېر مهم وي چې په خپل ذهن کې یې لري؛ د هغه په وړاندې تعصب کوي او کله چې مذهبي شخړې راوپارېږي، چمتو وي چې د غوا د بېحرمتۍ له امله د نورو انسانانو وینه پر ځمکه توی کړي. په حقیقت کې، هغه دا کړنې د غوا لپاره نه، بلکې د هغې لپاره ترسره کوي چې په خپل ذهن کې یې د غوا په اړه کوم انځور جوړ کړی دی. همدا د بتپالنې اصلي جوهر دی: کله چې یوه نښه یا ذهني انځور د حقیقت ځای ونیسي او له هر ډول پوښتنې څخه خوندي او له نیوکې پورته وګڼل شي.
د سلفیانو د عقیدېپالنې حالت هم له همدې ډول څخه دی. په هغو موضوعاتو کې چې څو بېلابېل انځورونه لرلای شي، یو انځور چې د سلفي کتابونو او سرچینو له لارې دې ډلې ته رسېږي، دومره تقدس پیدا کوي چې په هغه کې هر ډول شک او تردید عقیدوي انحراف او د سپېڅلي امر خلاف ګڼل کېږي او پر سر یې شخړې راپورته کېږي. ښايي لاندې بېلګه دا موضوع نوره هم روښانه کړي.
پر عرش استواء؛ د بېلابېلو انځورونو د اختلاف یوه بېلګه:
د سلفیانو او د مسلمانانو د نورو ډلو ترمنځ د تودو بحثونو یوه موضوع هغه مسئله ده چې د دوی له نظره د الهي نومونو او صفتونو د توحید یوه برخه ګڼل کېږي او د الله تعالی په عرش پورې اړوند ده. په قرآن مجید کې په اوو ایتونو کې د الله تعالی پر عرش د استواء، یعنې پر هغه د قرار نیولو، یادونه شوې ده. په دغو ایتونو کې تر ټولو مشهور دا دی: «الرَّحْمَٰنُ عَلَى الْعَرْشِ اسْتَوَى»؛ یعنې «رحمان پر عرش قرار ونیو». دا عبارت د مسلمانانو د بېلابېلو فرقو ترمنځ د بحث او اختلاف موضوع پاتې شوې ده.
د اهل حدیثو او سلفیانو یوه ډله د استواء پر ظاهري معنا ټینګار کوي او د تاویل له کولو پرته یې اثباتوي. دوی د «بلاکیف» له مبهم او ګونګ تعبیر څخه کار اخلي او وايي چې د دې څرنګوالی نه معلومیږي. د مسلمانانو نورې فرقې، لکه اشاعره، ماتریدیه، معتزله، جهمیه او نور، داسې نظر نه لري.
ځینو ویلي دي: «أَمِرُّوهَا كَمَا جَاءَتْ»؛ یعنې دا عبارتونه همغسې پرېږدئ لکه څنګه چې راغلي دي. د دوی موخه دا ده چې په دې عبارتونو کې هېڅ ډول تاویل ته لاره ورنه کړل شي. ځینو نورو ویلي چې دا ایتونه «تفویض» کړئ؛ یعنې د دې آیتونو د موخې درک د انسان له وسې پورته دی او باید د هغو علم الله تعالی ته وسپارل شي.
بله ډله وايي چې د وینا موخه له مخاطب سره د کلامي اړیکې ټینګول دي. که ویونکی له پیله داسې اراده ولري چې مخاطب یې له وینا څخه هېڅ شی درک نه کړي، نو دا کار وینا بېمعنا کوي. له همدې امله دوی وايي چې له مناسب تاویل پرته بله چاره نشته.
هغه کسان چې غواړي الله تعالی له مخلوقاتو سره له هر ډول ورتهوالي څخه منزّه وګڼي، وايي چې د دغو عبارتونو ظاهري معنا الله تعالی د داسې فزیکي موجود په توګه معرفي کوي چې په زمان او مکان پورې تړلی وي او هغه ځانګړنې ورته منسوبوي چې د حادثو او تاریخي موجوداتو ځانګړنې دي. دوی د دې ستونزې د حل لپاره وړاندیز کوي چې پر عرش د کېناستو او په هغه کې د قرار نیولو موضوع په ظاهري معنا تفسیر نه شي، بلکې استعاري معنا ورکړل شي.
ځینې یې استواء د «استیلاء» په معنا ژباړي. د دوی له نظره، پر عرش د استواء تعبیر همغه ډول دی لکه د پاچاهانو په اړه چې کارول کېږي او ویل کېږي چې فلانی پاچا په یوه ټاکلي وخت کې پر تخت کېناست. د دې عبارت معنا په لفظي ډول پر تخت کېناستل نه دي، بلکې د یوه پېر د پیل او د یوه واکمن د اقتدار د ټینګېدو څرګندونه کوي. د دې تفسیر له مخې، د «عَلَى الْعَرْشِ اسْتَوَى» عبارت د خبرو په سیاق یا کانټکسټ کې د نړۍ د پیدایښت په اړه راغلی او غواړي ووايي چې کله الله تعالی نړۍ پیدا کړه، د هغې واکمني هم د هغه په اختیار کې وه؛ بل څوک په دې نړۍ د چلولو کې شریک نه و او نه به وي.
که څوک دې موضوع ته له مذهبي کړکېچونو او د یوې ځانګړې ډلې له پلویتوب پرته وګوري، نو وبه ویني چې په دې برخه کې تنزیهي تفسیر منطقيتر دی او د الله تعالی د تنزیهي معرفي کولو په اړه د قرآن له تګلارې سره ډېر سمون لري. دا ډول تفسیر نه یوازې له نورو قرآني ایتونو سره هېڅ ټکر نه لري، بلکې د الله تعالی سپېڅلي ذات ته هم هېڅ ډول سپکاوی نه دی؛ برعکس، دا هڅه ده چې الهي ذات له هغو نسبتونو څخه پاک وګڼل شي چې له ازلي او تلپاتې ذات سره مناسب نه دي.
خو د ډېرو سلفیانو له نظره دا تفسیر ناسم ګڼل کېږي، ځکه چې د ایت له لفظي ژباړې او ظاهري معنا سره مخالف دی. دوی د تاریخ په اوږدو کې په دې اړه سختې شخړې راپورته کړې دي او کله ناکله یې خبره د نورو د تکفیر تر پولې هم رسولې ده.
دا سختدریځي او تعصب له کومه سرچینه اخلي؟ ریښه یې همغې د ذهني انځورونو مسئلې ته ورګرځي، یعنې هغو انځورونو ته چې د دوی په ذهنونو کې تقدس پیدا کوي. دوی نه پوهېږي چې د دوی په ذهن کې موجود انځور پخپله د نورو عواملو د یوې ټولګې زېږنده دی؛ لکه د ژبې په اړه مخکیني فرضونه، د وحې د ژبې په اړه تصورات، او دا انګېرنې چې الله تعالی له انسانانو سره څنګه خبرې کوي.
دا مخکیني فرضونه انسان جوړ کړي دي او د معرفتي تحولاتو محصول دي، نه سپېڅلي حقایق. خو دوی له دې مسئلې سره داسې چلند کوي لکه دا چې مطلق امور او له شک څخه خوندي حقایق وي، او ګواکې په دې مسئلو کې هر ډول بیاکتنه انسان له سمې لارې څخه انحراف ته بیايي. د انساني باورونو په وړاندې دا ډول تعصب او د دیني متن په اړه د خپل فهم سپېڅلی ګڼل د بتپالنې له یوه ډول سره برابر دي.
مسلمانې ټولنې په دې برخه کې لا ډېرې پوهاوي ته اړتیا لري، څو له تعصبونو څخه خلاصې شي، د بېلابېلو ډلو ترمنځ د سولهییز ګډ ژوند لپاره لاره هواره شي او د تاوتریخوالي او شخړو مخه ونیول شي.
یادښت: په افغانستان انټرنشنل کې خپرېدونکې لیکنې د لیکوالو د نظرونو ښکارندويي کوي.