• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

قطر ایران ته د جګړې د پای ته رسولو نوې مسوده سپارلې خو تهران یې د منلو وړ نه بولي

۶ لړم ۱۴۰۵ - ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۲:۳۸ GMT+۰تازه شوی: ۶ لړم ۱۴۰۵ - ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۳:۴۳ GMT+۰

رویټرز د یوه چارواکي له قوله راپور ورکړی چې قطري منځګړو له امریکا او اسراییل سره د جګړې د پای ته رسولو لپاره تهران ته د هوکړې نوې مسوده وړاندې کړې ده، خو یوه لوړپوړي ایراني چارواکي ویلي، دوحې یوازې «د نه منلو وړ نظرونه» وړاندې کړي چې د رسمي وړاندیز بڼه یې نه لرله.

له خبرو اترو خبر دغه غیرایراني چارواکي ویلي، چې نوې مسوده د یکشنبې په ورځ وړاندې شوې او تهران یې ارزوي. د هغه په وینا، تمه ده ایران د اونۍ تر پایه خپل ځواب ورکړي.

د سرچینې په وینا، په دې مسوده کې د تهران او واشنګټن د اندېښنو د حل لپاره اووه ورځنی مهال‌وېش او د باور جوړونې ورځني ګامونه ټاکل شوي چې دواړه لوري یې باید عملي کړي. دغه مهال‌وېش ښايي د راتلونکې اونۍ په پیل کې عملي شي او څو هېوادونه به د احتمالي هوکړې تضمین کوونکي وي.

خو په خبرو کې ښکېل یوه لوړپوړي ایراني چارواکي د دې څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې قطر «نظرونه وړاندې کړي، نه وړاندیز». نوموړي ټینګار کړی چې د اټومي مسالې په اړه د تهران دریځ نه دی بدل شوی.

واشنګټن غواړي د ایران اټومي پروګرام له پیله د جګړې د پای ته رسولو د خبرو برخه وي. تهران بیا وايي، لومړی باید د ایران پر بندرونو د امریکا محاصره پای ته ورسېږي او د ایران د تېلو پر صادراتو بندیزونه لرې شي. ایران د خپل اټومي پروګرام د پوځي ماهیت په اړه د لوېدیځ اندېښنې ردوي.

ایران د سپټمبر په وروستیو کې هم یو اووه ورځنی وړاندیز وړاندې کړی و. د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي وو چې د ځینو شرطونو په پوره کېدو سره د هرمز تنګی بېرته پرانیستل کېدای شي، خو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دغه وړاندیز رد کړ.

له خبرو اترو خبر چارواکي ویلي، چې نوې مسوده له مخکیني وړاندیز سره توپیر لري، خو جزئیات یې لا نه دي روښانه شوي. د هغه په وینا، قطري منځګړو تهران ته تر سفر مخکې له واشنګټن سره همغږي کړې وه.

د کړکېچ د کمولو د هڅو په لړ کې، د سعودي عربستان، ترکیې او پاکستان لوړپوړو چارواکو هم د دوشنبې په ورځ په تهران کې له ایراني چارواکو سره لیدلي دي. قطر د سې‌شنبې په ورځ ویلي وو، چې د منځګړیتوب د هڅو د بریالیتوب لپاره ایران باید د خلیج عربي هېوادونو ته ګواښونه ودروي او د ښه نیت د څرګندولو لپاره هرمز تنګی پرانیزي.

ډېر لیدل شوي

 د امریکا د پوځ پخوانی افسر: د طالبانو پر ضد جګړه کې پر پاکستان تکیه لړزانده ده
۱

د امریکا د پوځ پخوانی افسر: د طالبانو پر ضد جګړه کې پر پاکستان تکیه لړزانده ده

۲

مېوې د لارو بندېدو قرباني؛ د کندهار انارو بیې لوېدلې او بڼوال د باغونو پر پرې کولو غور کوي

۳

په بلجیم کې د انساني قاچاق په تور د ۳۱ افغانانو محاکمه پیل شوې

۴

روغتیاپالان: طالبانو د سترګو د پردې په عملیاتو بندیز لګولی دی

۵

د طالبانو د ځینو غړو لوڼې په پټ ښوونځي کې؛ د یوې ایټالوۍ مرستندویې څرګندونې

•
•
•

نور خبرونه

په تېرو دوو کلونو کې په ترکیه کې ۲۵ افغان کارګر مړه شوي

۶ لړم ۱۴۰۵ - ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۰:۱۹ GMT+۰
100%

د ترکیې د کارګرانو د خوندیتوب او روغتیا شورا وايي، په تېرو دوو کلونو کې په دغه هېواد کې لږ تر لږه ۲۵ افغان کارګرانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. په تازه پېښه کې، یو ۲۵ کلن افغان ځوان د سې‌شنبې په ورځ په یوه کرونده کې د کار پر مهال مړ شوی دی.

دې ادارې د روان کال په لومړیو نهو میاشتو کې په ټولیزه توګه د ۱۷۳۶ کارګرانو مړینه ثبت کړې ده.

شورا په یوه راپور کې ویلي چې اوس مهال هره میاشت په ترکیه کې له ۲۰۰ ډېر کارګران د کار پر مهال مري.

دې ادارې په خپل وروستي میاشتني راپور کې، چې د سپټمبر میاشتې په اړه دی، د ۲۲۶ کارګرانو مړینه ثبت کړې ده. د کارګرانو تر ټولو ډېرې مړینې په ودانیزو، کرنیزو او ترانسپورتي برخو کې ثبت شوې دي. شورا وايي، ښايي د مړو شویو کارګرانو اصلي شمېر تر دې هم لوړ وي.

د ترکیې د کارګرانو د خوندیتوب او روغتیا شورا شمېرې ښيي چې تېر کال په دغه هېواد کې لږ تر لږه ۱۲ افغان کارګران د کاري پېښو له امله مړه شوي دي. تر هغه په مخکیني کال کې هم د ۱۳ افغان کارګرانو مړینه ثبت شوې وه.

په ترکیه کې د کار پر مهال د مړینې د پېښو له پلوه، افغان کارګران تر سوریایي وګړو وروسته دویم ځای لري.

د ترکیې د کارګرانو د خوندیتوب او روغتیا شورا وايي، ډېری کډوال کارګران په سختو شرایطو کې او له کافي ملاتړ پرته کار کوي.

په تازه پېښه کې، ۲۵ کلن افغان کارګر اسماعیل ګیلاني د قونیه ولایت د جیحان‌بیلي ولسوالۍ په ینېجېوبا سیمه کې د چغندرو په یوه کرونده کې مړ شوی.

د اسماعیل خپلوانو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې هغه د چغندرو د راټولولو د ماشین ترڅنګ کار کاوه، چې ماشین ناڅاپه چپه شو.د پېښې عیني شاهدانو د مرستې غوښتنه وکړه او ټپي کارګر روغتون ته ولېږدول شو، خو د سختو ټپونو له امله ومړ.

اسماعیل په اصل کې د فراه ولایت د خاک‌سفید ولسوالۍ اوسېدونکی و. هغه اووه کاله مخکې د کار لپاره له افغانستان نه بهر لاړ او دوه کاله یې په ایران کې تر کار کولو وروسته، وروستي پنځه کاله په ترکیه کې تېر کړي وو.

ګیلاني کوژدن شوی و او کوژدنه یې په افغانستان کې ژوند کوي.

د هغه د کورنۍ غړو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې اسماعیل په غیررسمي ډول کار کاوه او د بیمې له پوښښ څخه برخمن نه و.

د ترکیې د قوانینو له مخې، بهرني کارګران د قانوني کار کولو لپاره د کار جواز یا له دې جواز څخه معافیت ته اړتیا لري. کارګومارونکي هم مکلف دي چې خپل کارګران د اړوندو مقرراتو له مخې د ټولنیزې بیمې په سیستم کې ثبت کړي.

د ترکیې د ټولنیز امنیت اداره وايي، هغه کارګران چې بیمه نه لري، له ګڼو قانوني ملاتړونو بې‌برخې کېږي.

ملګري ملتونه: په غزه کې نږدې ۹۵۰ زره کسان د سېلابونو له خطر سره مخ دي

۶ لړم ۱۴۰۵ - ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۴:۲۹ GMT+۰
100%

ملګري ملتونه وايي، په غزه کې شاوخوا ۹۵۰ زره بې‌ځایه شوي کسان په داسې پنډغالو کې ژوند کوي چې د سېلابونو له منځني تر لوړ خطر سره مخ دي؛ مرستندویه عملیات هم له محدودیتونو او د مرستو د کمښت سره مخ دي او زرګونه کورنۍ څلورم ژمی په خېمو او موقتي سرپناوو کې تېروي.

د ملګرو ملتونو د خبرونو د وېبپاڼې د اکتوبر د ۲۷مې د راپور له مخې، د اسراییل له خوا د کریم شالوم مهمې لارې د تړل کېدو له امله د سې‌شنبې په ورځ د مرستو لېږد وځنډېد. راپور وايي، په غزه کې ډېری کورنۍ په زړو او خرابو خېمو کې ژوند کوي چې د سړې هوا، باد او باران پر وړاندې کافي ساتنه نه شي کولای، د دغو خلکو د ملاتړ لپاره د اړینو توکو زېرمې هم بسنه نه کوي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) په وینا، د دوشنبې په ورځ غزې ته خواړه، کمپلې، د ژمي جامې، د ښوونځیو توکي او تېل لېږدول شوي دي. په تېره اوونۍ کې تر اته زرو ډېرو ماشومانو ته د ښوونځي بکسونه وېشل شوي او تر دې وړاندې شاوخوا ۲۲ زره ماشومانو ته قرطاسیه ورکړل شوې وه. همداراز، نږدې ۳۰۰ درسي خونې د شاوخوا ۶۰ زره ماشومانو لپاره سمبالې شوې دي.

د ملګرو ملتونو پر کارکوونکو بریدونه

د ملګرو ملتونو د پروژو د خدمتونو ادارې (UNOPS) ویلي، په تېره اوونۍ کې یې د پرله‌پسې درېیو ورځو په ترڅ کې د مرستندویه کاروانونو او تاسیساتو پر وړاندې درې پېښې ثبت کړې دي. د دغې ادارې اجراییوي مشر جورج موریرا دا سیلوا ویلي، په دغو پېښو کې چاودنې، د پوستو پر مهال د موټرچلوونکو نیول او د ادارې پر یوه مېلمستون د سپکو وسلو ډزې شاملې دي.

هغه ویلي، د ادارې د کارکوونکو خوندیتوب څو ځله له خطر سره مخ شوی او د جګړې ټول لوري باید د ملکي وګړو او بشري مرستو د کارکوونکو د ساتنې مکلفیتونه ادا کړي.

په لوېدیځه غاړه کې د فلسطینیانو د مرګ‌ژوبلې زیاتوالی

د راپور له مخې، د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې د تاوتریخوالي له زیاتېدو، په ځانګړي ډول په الخلیل کې د اسراییلو د عملیاتو، اندېښنه څرګنده کړې او د اسراییلي مېشتو د بریدونو غندنه یې کړې ده.

د اوچا د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۵ کال له جنورۍ څخه د ۲۰۲۶ کال د سپټمبر تر پایه په لوېدیځه غاړه کې ۳۳۱ فلسطینیان، چې ۷۷ یې ماشومان وو، وژل شوي او تر ۴۲ زرو ډېر کسان بې‌ځایه شوي دي. په همدې موده کې ۲۱ اسراییلیان هم وژل شوي دي. اوچا په دې موده کې د اسراییلي مېشتو ۳ زره او ۶۸۴ بریدونه ثبت کړي چې د مرګ‌ژوبلې یا مالي زیان لامل شوي دي.

په غزه کې د خبریالانو وژل کېدل او نیول

د ملګرو ملتونو د فلسطیني سیمو د بشري حقونو ځانګړې راپور ورکوونکې فرانچسکا البانیزې ویلي، په غزه کې نږدې ۳۰۰ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي او تر ۱۰۰ ډېر نیول شوي دي. د هغې په وینا، له نیول شویو کسانو ډېری شکنجه شوي هم دي.

البانیزې ویلي، په غزه کې شاوخوا ۱۵۰ رسنیز مرکزونه او دفترونه، چې د سیمې د رسنیو د بنسټیزو تاسیساتو ۸۰ سلنه جوړوي، ویجاړ شوي دي. نوموړې غزې ته د بهرنیو خبریالانو پر ننوتلو د اسراییلو بندیز هم غندلی او ویلي یې دي چې د فلسطینۍ خبریالې شیرین ابو عاقله د وژنې په تړاو حساب‌ورکونه نه ده شوې.

هغې د خبریالانو د وژنو او د عاملانو د نه محاکمې په اړه وویل: «اوسنی وضعیت د معافیت دوام دی.»

د راپور له مخې، د البانیزې په راپور کې په غزه کې د حماس او په لوېدیځه غاړه کې د فلسطیني ادارې له خوا د فلسطیني خبریالانو ځورول او ځپل هم مستند شوي دي.

د کورونو د لوړو کرایو کړکېچ؛ پرتګال کې زرګونه کسانو د پارلمان مخې ته لاریون پیل کړی

۶ لړم ۱۴۰۵ - ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۰:۲۳ GMT+۰
100%

د سه‌شنبې په ورځ په لیسبون کې د پرتګال د پارلمان مخې ته د کورونو د ژورېدونکي بحران او د فعالانو پر وړاندې د پولیسو د وروستیو عملیاتو پر ضد په زرګونو کسانو لاریون وکړ.

دا اعتراضونه وروسته له هغه وشول چې پولیسو د یکشنبې په ورځ په لیسبون او پورټو کې د فعالانو پر جوړو شویو خیمو چاپې ووهلې او د هغوی د شړلو لپاره یې له ډنډو کار واخیست. د پولیسو د دغه چلند په پرتګال کې سخت غبرګونونه راوپارول.

د لاریونونو تنظیموونکو وویل چې په زرګونو کسان راټول شوي وو، خو پولیسو د لاریونوالو د شمېر په اړه کوم رسمي اټکل وړاندې نه کړ.

پرتګال په ټوله اروپا کې د کورونو د لګښت له تر ټولو سخت کړکېچ سره مخ دی، چېرې چې له ۲۰۱۷ کال راهیسې د کورونو پېر او پلور بیې تر دوه برابره زیاتې شوې دي او کرایې هم نږدې دوه چنده لوړې شوې دي. رویټرز خبري اژانس وایي، دا ستونزه پر ځوانانو تر ټولو ډېر بد اغېز لري، ځکه چې د معاشونو کچه له دغو لوړو لګښتونو سره برابره نه ده لوړه شوې. د کورونو د فعالانو ډلې «کاسا پارا ویویر» (د ژوند لپاره کور) اعلان وکړ چې د یکشنبې د ورځې په پېښو کې ۶۰ کسان ټپیان شوي دي، خو پولیسو یوازې د درېیو افسرانو په ګډون د ۱۱ کسانو د سرسري ټپي کېدو راپور ورکړی دی.

لاریونوالو د پرتګال له اقلیتي منځلارې ښي‌پال حکومت څخه په کلکه وغوښتل چې د هغه نوي قانون مخه ونیسي چې د خلکو له کورونو شړل چټکوي او پر نویو اجارو د کرایې محدودیتونه له منځه وړي. دا لایحه د لومړي لوست په پړاو کې د ښي اړخي افراطي ګوند «شیګا» د بې‌طرفۍ له امله تصویب شوې ده. ۳۹ کلنې اداکارې، ایریکا رودریګز په دې اړه وویل چې دا کړکېچ ځوانان او زړه طبقه دواړه ځپي او د ژوند لګښتونه د عاید په پرتله بې‌حده لوړ او نه زغمېدونکي شوي دي. همدارنګه بل لاریونوال، ژوائو مارتینز څرګنده کړه چې خلک د ټولو لپاره د مناسبو کورونو او د اعتراض د ازادۍ د حق د خوندیتوب لپاره راوتلي دي.

د پرتګال لومړي وزیر لویس مونټینیګرو د سه‌شنبې په ورځ په پارلمان کې د وینا پر مهال د پولیسو له کړنو دفاع وکړه او ویې ویل چې امنیتي ځواکونو د اړتیا، تناسب او کفایت پر بنسټ قانوني ګامونه اخیستي دي. په ورته وخت کې، د دغه هېواد د کورنیو چارو د څارنې ادارې «ای‌جي‌اې‌ای» د پولیسو د عملیاتو په تړاو پلټنې پیل کړې او څارنوالانو هم د افسرانو د چلند په اړه جلا عدلي څېړنې پرانیستې دي. د پرتګال دا اعتراضونه د کورونو د کمښت او د کرایو د لوړېدو له امله په هسپانیا او نورو اروپايي هېوادونو کې د ورته پراخو ولسي مظاهرو انعکاس دی.

د برېټانیا استازې: په افغانستان کې د نیم نفوس په حذفولو سره تلپاتې سوله نه شي ټینګېدای

۵ لړم ۱۴۰۵ - ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۱:۵۵ GMT+۰
100%

په ملګرو ملتونو کې د برېټانیا استازې کیټ فاسټر، د امنیت شورا په غونډه کې وویل چې په افغانستان کې ښځې او نجونې په سیستماتیک ډول له عامه ژوند او پرېکړو کولو څخه حذف شوې او د نیم نفوس په حذفولو سره تلپاتې سوله نه شي ټینګېدای

هغې ټینګار وکړ چې د افغانستان د راتلونکي په اړه خبرو اترو کې باید ښځې مرکزي رول ولري، ځکه د نیم نفوس په څنګ ته کولو سره تلپاتې سوله نه شي ټینګېدای.

کیټ فاسټر د سې‌شنبې په ورځ د امنیت شورا د «ښځې، سوله او امنیت» په غونډه کې وویل چې د ښځو ګډون باید په غونډو کې تر سمبولیک حضور پورې محدود نه وي، بلکې هغوی باید په پرېکړو کې واقعي ونډه او اغېز ولري.

نوموړې د افغانستان وضعیت ته په اشارې ټینګار وکړ چې د یوه هېواد د نفوس نیمایي برخه د هغه هېواد د راتلونکي له جوړولو څخه نه شي محرومېدای او بیا دې د تلپاتې سولې تمه هم ترې وشي.

د برېټانیا استازې د افغانستان د ښځو د حقونو له فعالې تمنا زریاب پریاني څخه په دې غونډه کې د وینا له امله مننه وکړه او ویې ویل چې د امنیت شورا باید د سولې جوړوونکو ښځو او د مدني ټولنې د استازو نظرونو ته پام وکړي او د هغوی د وړاندیزونو پر بنسټ اقدام وکړي.

هغې همدارنګه د هغو ښځو د ساتنې غوښتنه وکړه چې له ملګرو ملتونو سره همکاري کوي او ښايي له ګواښونو یا غچ‌اخیستونکو اقداماتو سره مخ شي.

دې استازې وویل چې د امنیت شورا د ۱۳۲۵ پرېکړه‌لیک له تصویب څخه ۲۶ کاله تېر شوي، خو لا هم په نړیواله کچه د شویو ژمنو او په جګړه‌ځپلو سیمو کې د ښځو د ژوند د واقعیتونو ترمنځ ژور واټن موجود دی.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ۱۳۲۵ پرېکړه‌لیک د ۲۰۰۰ کال د اکتوبر په ۳۱مه تصویب شو او د ښځو، سولې او امنیت په اړه د دې شورا لومړنی پرېکړه‌لیک دی.

په دې پرېکړه‌لیک کې د سولې په بهیرونو، سیاسي خبرو اترو او پرېکړو کولو کې د ښځو پر مانادار ګډون ټینګار شوی او له هېوادونو غوښتل شوي چې ښځې او نجونې د جګړې له امله د رامنځته شوي تاوتریخوالي، په ځانګړې توګه له جنسي تاوتریخوالي، څخه وساتي. په دې پرېکړه‌لیک کې د جګړې په مخنیوي، د شخړو په هواري او له جګړې وروسته د ټولنو په بیارغونه کې د ښځو رول هم په رسمیت پېژندل شوی دی.

هغې ټینګار وکړ چې اصلي ستونزه د اغېزناکو لارو چارو په اړه د پوهاوي نشتوالی نه دی، بلکې د ژمنو په عملي کولو کې پاتې راتلل دي.

د برېټانیا استازې اعلان وکړ چې لندن ژمنه کړې، څو تر ۲۰۳۰ کال پورې به د خپلې دوه‌اړخیزې پراختیايي مرستې لږ تر لږه ۹۰ سلنه هغو پروګرامونو ته ځانګړې کړي چې د ښځو او نجونو برابري یې له اصلي یا مهمو موخو څخه وي.

د هغې په وینا، برېټانیا تېر کال په جګړه‌ځپلو سیمو کې د سولې جوړوونکو ښځو او د ښځو د حقونو د مدافع سازمانونو سره شاوخوا ۴.۶ میلیون ډالره مرسته کړې ده.

د برېټانیا استازي همدارنګه په جګړو کې د جنسي تاوتریخوالي د قربانیانو لپاره د عدالت د تأمین غوښتنه وکړه او خبرداری یې ورکړ چې انلاین ځورونه او ګواښونه د ښځو د غږ د چوپولو پر یوې بلې وسیلې بدل شوي دي.

تمنا پریاني د امنیت شورا ته: نړیواله ټولنه دې د اندېښنو پر ځای د طالبانو پر ضد اقدام وکړي

۵ لړم ۱۴۰۵ - ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۱:۰۰ GMT+۰
100%

د ښځو د حقونو فعالې تمنا زریاب پریاني د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې خبرداری ورکړ چې د افغانستان د ښځو د ځپلو پر وړاندې د نړۍ بې‌غوري نورو ته دا زده کوي چې کولای شي دا ډول جرمونه له مجازاتو پرته ترسره کړي.

هغې غوښتنه وکړه چې طالبان دې حساب ورکوونې ته اړ باسي او د دغه ډلې اقدامات دې د جنسیتي اپارټاید په توګه په رسمیت وپېژني.

مېرمن پریاني له امنیت شورا او نړیوالې ټولنې وغوښتل چې له طالبانو سره په هر ډول تعامل کې د ښځو حقونو ته لومړیتوب ورکړي، د ښځو د حقونو د نقض له امله د دې ډلې مشران حساب‌ورکوونکي کړي او د افغانستان د راتلونکي په اړه د پرېکړو په کولو کې د ښځو ګډون تضمین کړي.

هغې په خپله وینا کې وویل: «د افغانستان ښځې خبرو ته نه، بلکې اقدام ته اړتیا لري.»

پریاني د سې‌شنبې په ورځ، د لړم په ۵مه، د امنیت شورا د «ښځې، سوله او امنیت» په غونډه کې وویل چې د ښځو د حقونو د نقض پایلې د افغانستان په پولو کې نه محدودېږي، بلکې دا سرغړونې هغه مهال پراخېږي چې زغم یې وشي یا له پامه وغورځول شي.

هغې وویل: «که نړۍ په افغانستان کې اقدام ونه کړي، نور به زده کړي چې هغوی هم کولای شي دا ډول جرمونه له مجازاتو پرته ترسره کړي.»

د ښځو د حقونو دې فعالې ټینګار وکړ چې هېڅ یو حاضر هېواد دا ادعا نه شي کولای چې د افغانستان د ښځو له وضعیت څخه ناخبره و. هغې وویل چې نړیواله ټولنه د اعلامیو په خپرولو او د اندېښنې په څرګندولو بسنه کړې، په داسې حال کې چې د افغانستان ښځې عملي اقدام ته اړتیا لري.

پریاني د خپلې نیونې او شکنجې تجربې ته په اشارې وویل چې د طالبانو ځواکونه د شپې په نیمایي کې په کابل کې د هغې کور ته ورننوتل، څو د بشري حقونو د فعالیتونو له امله یې غږ غلی کړي.

هغې وویل چې هغه شپه له خپلو دریو خویندو سره په کور کې وه او له وېرې سره سره یې د خپل ټیلیفون په وسیله د مرستې غوښتلو یوه ویډیو ثبت کړه. د هغې په وینا، د دې ویډیو خپرېدو د هغې د ژوند په ژغورلو کې مرسته وکړه او که انټرنېټ ته یې لاسرسی نه وای، ښايي نن ژوندۍ نه وای.

پریاني زیاته کړه چې د زندان پر مهال یې د هغو بندیانو چیغې اورېدې چې د ډزو په وسیله یې غږونه غلي کېدل. هغې د وژل شویو بندیانو مړي هم لیدلي وو.

هغې وویل چې په افغانستان کې میلیونونه ښځې او نجونې د «جنسیتي اپارتاید» تر نظام لاندې ژوند کوي، له زده‌کړو او ګڼو کاري فرصتونو محرومې دي او نه شي کولای په ازاد ډول تګ راتګ وکړي.

پریاني د امنیت شورا له غړو سره درې مشخصې غوښتنې مطرح کړې: د امنیت شورا د فعالیتونو په محور کې د جنسیتي عدالت او د ښځو د حقونو ځای پر ځای کول، د ښځو د حقونو د نقض کوونکو حساب‌ورکوونکي کول او د ښځو د راتلونکي په اړه په پرېکړو کې د هغوی د ګډون تضمینول.

هغې افغانستان کې د سفارتونو طالبانو ته د سپارلو، د دې ډلې په رسمیت پېژندلو او د ځینو هېوادونو له هغو هڅو نیوکه وکړه چې غواړي له طالبانو سره د پناه‌غوښتونکو د ایستلو په برخه کې همکاري وکړي. هغې وویل چې له طالبانو سره په هر ډول تعامل کې باید د ښځو حقونه لومړیتوب ولري.

پریاني غوښتنه وکړه چې جنسیتي اپارتاید دې د بشریت پر وړاندې د جرم په توګه تعریف شي. هغې همدارنګه له هېوادونو وغوښتل چې د ښځو پر وړاندې د تبعیض د له منځه وړلو کنوانسیون د نقض په اړه په نړیواله محکمه کې د قضیې له تعقیب او د جنسیتي ځورونې په تور د طالبانو د مشرانو د نیولو له هڅو ملاتړ وکړي.

هغې ټینګار وکړ چې دا ډول اقدامات کولای شي د نړۍ په نورو برخو کې د ښځو د سیستماتیک ځپلو د تکرار مخه ونیسي.

پریاني وویل چې امنیت شورا څو ځله د افغانستان د ښځو خبرې اورېدلې دي، خو ډېری وخت یې د هغو ښځو پر ځای چې د خپلو ټولنو د حقونو لپاره مبارزه کوي، د «وسله‌والو نارینه‌وو» خبرو ته غوږ نیول غوره کړي دي.

هغې زیاته کړه چې د سولې په بهیر کې د ښځو بشپړ ګډون، د بشري حقونو د نقض د عاملانو حساب‌ورکوونکي کول او د بشري مرستو رسول، د یوه عادلانه افغانستان د رامنځته کولو لپاره اړین دي.

د ښځو د حقونو دې فعالې په آلمان کې د سړکونو د اعتراضونو او د فعالانو د نه خوړلو اعتصابونو په یادولو سره وویل چې د افغانستان ښځو مقاومت نه دی درولی. د هغې په وینا، معترضې ښځې د طالبانو له لوري د ډزو، دورو او وهلو ټکولو هدف ګرځېدلې دي، خو بیا هم یو ځل بیا د اعتراض لپاره راپورته شوې دي.

پریاني ټینګار وکړ چې حقونه د مبارزې له لارې ترلاسه کېږي او ښځې به تر هغه وخته له مبارزې لاس وانخلي، څو عدالت او برابري ته نه وي رسېدلې.