• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ای او اېم: د بودیجې کمښت ۱۴۰ زره ستانه شوي افغانان له سرپناه محروم کړي

۹ لړم ۱۴۰۵ - ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۰:۰۷ GMT+۰

د کډوالۍ نړیوال سازمان خبرداری ورکړی، چې سږ کال له ایران او پاکستان څخه څه باندې یو اعشاریه درې میلیونه افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي دي. دغه سازمان ویلي، چې د کافي بودیجې د نشتوالي له امله به له ۱۴۰ زرو ډېر زیانمن کسان په ژمي کې له مرستو او سرپناه بې برخې پاتې شي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) خبرداری ورکړی، چې سږ کال له ایران او پاکستان څخه تر ۱.۳ میلیونو ډېر افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي دي، خو د ۸.۸ میلیونه ډالرو بودیجې د کسر له امله د ژمي په موسم کې زیانمنې کورنۍ د سرپناه او ګرمو توکو له نشتوالي سره مخ دي. دغه بنسټ تېره ورځ ناوخته اعلان وکړ،چې ژمی د دغو کورنیو لپاره یو نوی جدي ناورین رامنځته کوي.

په افغانستان کې د کډوالۍ د نړیوال سازمان مشرې میه یونګ پارک وویل، چې دا کورنۍ هغو ټولنو ته ستنېږي چې مېشت‌ځایونه او لومړني خدمات پکې لا دمخه تر سخت فشار لاندې دي. هغې زیاته کړه، چې د واورو له ورېدو او د لارو له بندېدو وړاندې بېړنیو مالي سرچینو ته اړتیا ده، څو زیانمنو خلکو ته د تودوخې او سرپناه امکانات برابر شي.

د راپور له مخې، ډېری کورنۍ خوندي سرپناه، د تودوخې وسایلو، سون توکو، ګرمو جامو او کمپلو ته لاسرسی نه لري. د دغه سازمان په وینا، د ملګرو ملتونو له خوا د اړتیا وړ ۱۲.۸ میلیونه ډالرو له ډلې یوازې ۴ میلیونه ډالره ترلاسه شوي او که پاتې ۸.۸ میلیونه ډالره چمتو نه شي، د راستنېدونکو او بې‌ځایه شویو په ګډون به څه باندې ۱۴۰ زره کسان له لومړنیو ژمنیو مرستو بې برخې پاتې شي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان په دغه راپور کې زیاتوي، چې پر راستنېدونکو سربېره، د تېر کال د سېلابونو او په کونړ کې د دشوې زلزلې له امله د شاوخوا ۱۵ زره زیانمنو شویو کورونو اوسېدونکي هم بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.

د اقلیمي ارزونو له مخې، سږ کال د سختو ورښتونو اټکل شوی او د افغانستان د کلیوالو سیمو ۷۳ سلنه لارې خامې دي، چې په ژمي کې د مرستو رسول لا ستونزمنوي.

د کډوالۍ د نړیوال سازمان د معلوماتو پر بنسټ، له ۲۰۲۳ کال راهیسې له ګاونډیو هېوادونو څخه تر ۶.۶ میلیونو ډېر افغانان خپل هېواد ته راستانه شوي دي، چې یوازې په ۲۰۲۵ کال کې دا شمېر ۲.۹ میلیونو ته رسېدلې ده.

د نړیوالو ادارو د راپورونو له مخې، په افغانستان کې نږدې څلورمه برخه خلک د ژمي پر مهال تودوخې ته کافي لاسرسی نه لري او د بودیجې کمښت مرستندویه ادارې د پراخ بشري ناورین په اړه له جدي ننګونو سره مخ کړې دي.

ډېر لیدل شوي

موندنې: اسټرالیایي ځواکونو د ملکي افغانانو تر وژلو وروسته د هغوی پر جسدونو وسلې ایښودلې
۱

موندنې: اسټرالیایي ځواکونو د ملکي افغانانو تر وژلو وروسته د هغوی پر جسدونو وسلې ایښودلې

۲

نرګس نهان او فوزیه کوفي د افغان نجونو د زده‌کړو په اړه د ذاکر نایک څرګندونې وغندلې

۳

افغان بزګران: د طالبانو د کوکنارو بندیز بزګران له اقتصادي ستونزو سره مخ کړي

۴

د پاکستاني درملو راټولول؛ درمل‌پلورونکي وايي د ځینو درملو بدیل په بازار کې نه موندل کېږي

۵

اسوشیټېد پرېس: افغان هنرمندان هڅه کوي چې له طالبانو په پټه دودیزه موسیقي ژوندۍ وساتي

•
•
•

نور خبرونه

افغان ایواک د افغان کډوالو د شړلو د مخنیوي لپاره له امریکايي پوځیانو مرسته غوښتې

۹ لړم ۱۴۰۵ - ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۲:۲۱ GMT+۰
100%

د افغانانو د لېږد او ملاتړ بنسټ «افغان ایواک» په لویزیانا کې د نیول شویو افغان کډوالو د افغانستان ته د احتمالي لېږد د مخنیوي لپاره له هغو امریکايي پوځیانو د مرستې غوښتنه کړې چې له دغو افغانانو سره اړیکې لري.

د امریکا د ټرمپ ادارې په لویزیانا ایالت کې لسګونه افغان کډوال نیولي او په پام کې لري چې د نومبر په لومړۍ اوونۍ کې یې د پاکستان له لارې افغانستان ته ولېږدوي؛ هغه اقدام چې افغان ایواک یې د مخنیوي لپاره د امریکايي پوځیانو د مرستې غوښتنه کړې ده.

نیویارک ټایمز د جمعې په ورځ، د اکتوبر په ۳۰مه، د درېیو امریکايي چارواکو په حواله راپور ورکړی چې په دې ډله کې د هغو افغانانو خپلوان هم شامل دي چې له امریکايي ځواکونو سره یې همکاري کړې وه. د راپور له مخې، ښايي په دې بهیر کې تر ۱۵۰ ډېر افغان کډوال وشړل شي.

د راپور له مخې، ټاکل شوې لومړنۍ الوتنه د لویزیانا له ایالت څخه د نومبر په دویمه نېټه یا د همدې میاشتې په لومړیو ورځو کې ووځي. د امریکا حکومت پلان لري چې دغه کسان لومړی پاکستان ته ولېږدوي او وروسته یې پاکستان د افغانستان پولې نه واړوي.

نیویارک ټایمز لیکلي چې د امریکا حکومت له طالبانو سره ډیپلوماتیکې اړیکې نه لري او له همدې امله نه شي کولای په مستقیم ډول افغانان افغانستان ته ولېږدوي. دغه راز، ځینو افغان کډوالو د امریکايي محکمو له خوا قانوني خوندیتوب ترلاسه کړی او د هغو پرېکړو له مخې نه شي کولای داسې هېواد ته وشړل شي چې هلته د ځورونې یا شکنجې له خطر سره مخ وي.

په راپور کې د هغو کسانو په ډله کې د یوه همجنس‌پال افغان یادونه هم شوې چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان ته د ستنېدو په صورت کې له تبعیض او ځورونې سره مخ کېدای شي.

افغان ایواک، چې له امریکايي ځواکونو سره د افغانانو د همکارۍ او د هغوی د ملاتړ په برخه کې فعالیت کوي، د نیویارک ټایمز د راپور په غبرګون کې پر اېکس لیکلي: «موږ د هغو امریکايي پوځیانو په لټه کې یو چې افغان ملګري یې په دې الوتنه کې د شړلو له خطر سره مخ دي. که تاسو له دغو کسانو څخه یاست، مهرباني وکړئ له موږ سره اړیکه ونیسئ.»

دغه بنسټ تر دې مخکې هم ویلي وو چې د امریکا د کډوالۍ او ګمرکونو د پلي کولو ادارې (ICE) له بېلابېلو ایالتونو څخه نیول شوي افغانان لویزیانا ته لېږدولي او د نومبر په لومړۍ اوونۍ کې د هغوی د ایستلو لپاره ځانګړې الوتنه په پام کې نیول شوې ده. افغان ایواک ویلي وو چې د اکتوبر له ۱۴مې راهیسې یې د امریکا په ۱۱ ایالتونو کې له ۱۵ بېلابېلو توقیف‌ځایونو څخه د افغانانو د احتمالي ایستلو لږ تر لږه ۳۰ راپورونه ثبت کړي دي.

د امریکا د کورني امنیت وزارت ویاند نیویارک ټایمز ته ویلي چې د کډوالۍ او ګمرکونو اداره د احتمالي ایستلو د عملیاتو، د الوتنو د مهالوېش، د مسافرو د نوملړ او د انفرادي قضیو په اړه څرګندونې نه کوي.

د بې‌ځایه شویو نړیوال بنسټ له امریکا وغوښتل چې افغان کډوال باید افغانستان ته ونه‌شړي

۸ لړم ۱۴۰۵ - ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۱:۰۸ GMT+۰
100%

د بې‌ځایه شویو نړیوال بنسټ د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ادارې وغوښتل، چې افغانستان ته د افغان پناه غوښتونکو د جبري استولو لړۍ سمدستي ودروي. دا غوښتنه داسې مهال کېږي چې د نیو یارک ټایمز د راپور له‌مخې، د ټرمپ حکومت د راتلونکې دوشنبې په ورځ یو شمېر افغان کډوال پاکستان ته شړي.

دغه سازمان د جمعې په ورځ (د لړم ۸مه) په یوه رسمي بیان کې د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي، چې دا ډول جبري اېستل، که مستقیم وي او که د درېیمو هېوادونو له لارې، افغانان د شکنجې، ځورونې او د طالبانو له لوري د غچ اخیستنې له جدي خطرونو سره مخ کوي.

د دغه بنسټ مشر او بنسټګر اشرف حیدري وویل، چې افغانان باید هغو خطرونو ته بېرته ونه‌شړل شي، چې له امله یې تېښتې ته اړ شوي وو. هغه ټینګار وکړ، چې امریکا کولای شي د خپلو کډوالۍ قوانینو او ملي امنیت د ساتلو ترڅنګ، خپلو افغان متحدینو ته پر خپلو ژمنو ولاړه پاتې شي او د هغو کسانو خوندیتوب تضمین کړي چې ژوند یې له ګواښ سره مخ دی.

یاد سازمان په خپله غوښتنه کې روښانه کړې، چې ښځې، نجونې، د پخواني حکومت ملکي او نظامي کارکوونکي، خبریالان، د بشري حقونو فعالان، اقلیتونه او هغه افغانان چې له امریکایي ځواکونو سره یې کار کړی، تر ټولو ډېر زیانمنېدونکي دي.

دغه بنسټ له واشنګټن څخه وغوښتل، چې د پناه غوښتنې د دوسیو انفرادي ارزونه یقیني کړي او د هغو افغانانو د استوګنې او بیا مېشتېدنې بهیر ګړندی کړي چې له خطر سره مخ دي.

د بې‌ځایه شویو نړیوال سازمان ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د ملګرو ملتونو سرمنشي ته د خپل پرانیستي لیک په تکرارولو سره غوښتنه وکړه، چې د جبري شړلو مخه دې ونیول شي او مدافع وکیل او ژباړن ته دې د پناه غوښتونکو لاسرسی خوندي شي.

دغه بنسټ همدارنګه له ملګرو ملتونو وغوښتل، چې د کډوالو کوربه هېوادونو سره په ګډه یو ډیپلوماټیک بهیر رامنځته کړي، څو بېرته ستنېدل یوازې په خپله خوښه، خوندي او باعزته بڼه ترسره شي.

دا غوښتنه په داسې حال کې مطرح کېږي، چې د «افغان ایوک» په نوم د پناه غوښتونکو د ملاتړ بنسټ هم خبرداری ورکړی، چې د ټرمپ اداره ښايي د امریکا تر منځ‌مهالو ټاکنو دمخه یو شمېر افغانان بېرته افغانستان ته وشړي.

یاد بنسټ د امریکا له کانګرس څخه غوښتي، چې د «افغانانو د موقت خوندیتوب» لایحه تصویب کړي، څو د ۱۴۰۸ لمریز کال تر چنګاښ پورې د هغوی د جبري اخراج مخه ونیول شي.

هم‌مهاله نیویارک ټایمز ورځپاڼې هم د جمعې په ورځ (د لړم ۸مه) راپور ورکړی، چې واشنګټن پلان لري، چې را روانه دوشنبه، ۱۵۰ افغان کډوال په یوې ځانګړې الوتکه کې لومړی پاکستان او بیا افغانستان ته په جبري توګه واستوي. د ټرمپ دغې پرېکړې د کډوالو د ملاتړ سازمانونو توند او پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

د کډوالو عالي کمېشنري: هېواد ته ستانه شوي ۶ میلیونه افغانان کړکېچ سره مخ دي

۸ لړم ۱۴۰۵ - ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۲:۰۰ GMT+۰
100%

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ مشر عرفات جمال ویلي، چې له ۲۰۲۳ کال راهیسې افغانستان ته ستانه شوي ۶،۳ میلیونه افغانان له کړکېچن وضعیت سره مخ دي. د هغه په وینا، ځینې دغه کډوال بیرته ایران یا اروپا ته ځي، یا وسله والو ډلو سره یو ځای کیږي.

جمال د جرمني له «ایوانګېلیشر پرېس‌دینست» خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي، چې د راستنېدونکو دا شمېر د افغانستان د ټول نفوس له ۱۵ سلنې سره برابر دی.

د هغه په وینا، شاوخوا ۶۰ سلنه دغه کسان له ایران او پاکستانه په زور ایستل شوي او د اوسېدو ځای، پیسې او اسناد نه لري.

د هغه په وینا، د میلیونونو کسانو ستنېدل د افغانستان لپاره یو غیرمعمولي فشار دی، ځکه خلک لا له وړاندې له بې‌وزلۍ، خوارځواکۍ او بشري حقونو له سرغړونو سره مخ دي.

جمال خبرداری ورکړی، چې د کار او عاید نشتوالي ځینې راستنېدونکي بیا کډوالۍ یا له وسله‌والو ډلو سره یوځای کېدو ته هڅوي.

هغه ویلي: «ډېری راستنېدونکي ان له څو میاشتو وروسته هم عاید نه لري. هغوی د خپلو کورنیو د اړتیاوو پوره کولو لپاره د نورو لارو په لټه دي».

د نوموړي په خبره، ځینې کسان بېرته ایران یا اروپا ته ځي او ځینې نور له وسله‌والو ډلو سره یوځای کېږي.

جمال زیاته کړې: «داسې اوازې شته، چې دا ډلې د میاشتې ۵۰۰ ډالره ورکوي. دا په افغانستان کې ډېرې پیسې دي». هغه د کومې ځانګړې وسله‌والې ډلې نوم نه دی اخیستی.

په افغانستان کې د کډوالو عالي کمېشنرۍ مشر ویلي، د بشري اړتیاوو له زیاتېدو سره نړیوالې مرستې په پراخه کچه کمې شوې او دې ادارې هم د خپلو کارکوونکو شمېر نیمایي ته راکم کړی دی.

هغه ویلي: «موږ اړ شو چې په افغانستان کې له خپلو ۴۰۰ دندو څخه ۲۰۰ له منځه یوسو».

جمال د افغانستان په اړه د نړیوالې ټولنې پر چلند نیوکه کړې او ویلي یې دي: «زما په اند، نړۍ د افغانستان په له پامه غورځولو سره ډېر لنډمهاله فکر کوي».

هغه ټینګار کړی، چې په افغانستان کې د اوږدمهاله ثبات لپاره پانګونه او د کډوالۍ د نویو څپو مخنیوی د اروپایي هېوادونو په ګټه هم دي.

نوموړي افغانستان ته د کډوالو د شړلو لپاره د جرمني د حکومت هڅو ته په اشارې، د سیاسي ځورونې خبرداری هم ورکړی دی.

د هغه په وینا، ښځې، د لږکیو غړي، د پخواني حکومت کارکوونکي او یو شمېر نورې ډلې تر ستنېدو وروسته د تاوتریخوالي له ګواښ سره مخ دي.

جمال ویلي: «خلک باید وکولای شي په خپله خوښه خپل هېواد ته ستانه شي او دې کار ته اړ نه ایستل شي».

له دې اندېښنو سره، هغه ویلي، چې هیله یې تر ډېره خپله افغانانو ته ده، ځکه ډېری یې د هېواد په بیارغونه کې مرستې ته ژمن دي او د راستنېدونکو د منلو لپاره د خلکو چمتووالی د پام وړ دی.

له پاکستان څخه جبري ستنېدل؛ محصلان او ډاکټران د خپل تعلیمي راتلونکي په اړه اندېښمن دي

۲۶ تله ۱۴۰۵ - ۱۸ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۳:۰۰ GMT+۱
•
جواد شينواری
100%

په پاکستان کې مېشت افغان زده‌کوونکي د کډوالو د بېرته ستنېدو له بهیر سره د خپلو زده‌کړو د نیمګړې پاتې کېدو په اړه اندېښمن دي. په پېښور کې افغان محصل او په سوات کې افغان ډاکټران له چارواکو غواړي چې په دغه هېواد کې د خپلو زده‌کړو د بشپړولو لپاره ورته نور وخت ورکړي.

په پاکستان کې مېشت افغان کډوال د بېرته ستنېدو پر مهال له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي. په دغو افغان کډوالو کې افغان زده‌کوونکي هم شامل دي چې کلونه یې د زده‌کړو لپاره هڅې کړې دي خو اوس د بېرته ستنېدو له امله اندېښمن دي چې خپلې زده‌کړې به څنګه بشپړې کړي او تعلیمي راتلونکی به یې څه وي.
زوهیب افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي چې دی د پېښور اسلامیه پوهنتون د روغتیايي ټکنالوژۍ په څانګه کې د زده‌کړو په پنځم سمسټر کې دی او غواړي خپلې زده‌کړې بشپړې کړي.
زوهیب وايي، پوهنتون ته تګ او په خپله خوښه څانګه کې زده‌کړې کول ورته یوازې د سند ترلاسه کولو په معنا نه دي بلکې له دې سره یې د ښه راتلونکي جوړولو، د یوې مسلکي دندې موندلو او پر خپلو پښو د درېدو هیلې هم تړلې دي.
هغه اندېښنه لري چې د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو بهیر ښايي د ده پر زده‌کړو اغېز وکړي او د زده‌کړو د بشپړولو پر وړاندې یې خنډونه جوړ کړي.
نوموړی وايي، د افغان کډوالو د نیولو او ایستلو له امله د تګ راتګ پر مهال هم ځان خوندي نه احساسوي. هغه وېره لري چې پولیس به یې ونیسي، وځوروي او یا به یې له پاکستانه وباسي.
زوهیب وايي، د ده تر ټولو لویه اندېښنه دا ده چې زده‌کړې یې نیمګړې پاتې نه شي. نوموړي کلونه هڅې کړې دي چې د پوهنتون تر پنځم سمسټر پورې زده‌کړې ورسوي او نه غواړي چې د داسې حالاتو له امله خپلې زده‌کړې پرېږدي چې د ده په واک کې نه دي.
هغه زیاتوي، په افغانستان کې د روغتیايي ټکنالوژۍ په څانګه کې د خپلو زده‌کړو دوام ورته ستونزمن دی ځکه د ده په وینا هلته د خپلې اوسنۍ څانګې د زده‌کړو د دوام لپاره مناسب امکانات نه لري.
نوموړی وايي، که زده‌کړې یې نیمګړې پاتې شي نو دا به نه یوازې پر مسلکي راتلونکي یې منفي اغېز وکړي بلکې هغه پلانونه به یې هم له خنډونو سره مخ کړي چې له فراغت وروسته یې د خپل ژوند لپاره جوړ کړي دي.
د زوهیب کورنۍ هم د هغه د زده‌کړو د راتلونکي په اړه اندېښمنه ده.
دوی نه پوهېږي چې زوهیب به وکولای شي خپلې زده‌کړې بشپړې کړي او که افغانستان ته د بېرته ستنېدو له امله به اړ شي چې پوهنتون پرېږدي.
زوهیب له اړوندو چارواکو غواړي چې افغان زده‌کوونکو ته په پاکستان کې د خپلو لوړو زده‌کړو د بشپړولو فرصت ورکړي.
د هغه په وینا، دغو زده‌کوونکو کلونه هڅې کړې او د زده‌کړو د بشپړولو لپاره یې ډېر وخت لګولی دی.

100%

افغان ډاکټر عبدالحق ویلي، چې ده او دوو نورو افغان ډاکټرانو، اجمل خان او هدایت الله هم له پاکستان څخه د وتلو خبرتیاوې ترلاسه کړې دي.
د عبدالحق په وینا، دوی په پاکستان کې د تخصص د زده‌کړو ۱۵ میاشتې بشپړې کړې دي او یوازې وروستی سمسټر یې پاتې دی.
اوس د پاکستان د پرېښودو خبرتیاوو دوی د خپلو زده‌کړو د بشپړولو په اړه اندېښمن کړي دي.
هغه زیاته کړه چې دوی ټول قانوني اسناد لري او په پاکستان کې د خپلو زده‌کړو لګښتونه پخپله ورکوي.
عبدالحق وویل، که دوی د تخصص د زده‌کړو په دې مهم پړاو کې له پاکستانه ووځي نو د زده‌کړو ارزښتناک وخت به یې ضایع شي او د تخصص د بشپړولو بهیر به یې له خنډ سره مخ شي.
هغه له پاکستاني حکومته غوښتنه کړې چې د زده‌کړو د بشپړولو لپاره دې ورته وخت ورکړي.
نوموړي خبرداری ورکړی چې که حکومت یې غوښتنه ونه مني، دوی به د خپلو حقونو د ترلاسه کولو او د زده‌کړو د دوام لپاره محکمې ته مراجعه وکړي.

100%

د پاکستان د طبي او غاښونو شورا د رسمي شمېرو له مخې په پاکستان کې تر ۲۰۰ ډېر افغان طبي زده‌کوونکي پېژندل شوي دي.
د پاکستان د طبي او غاښونو شورا د معلوماتو له مخې له پېژندل شویو زده‌کوونکو څخه د ۲۲ کسانو اسناد او نوم‌لیکنه بشپړ او قانوني دي.
له دې ډلې ۱۴ کسانو خپلې طبي زده‌کړې بشپړې کړې دي او تمه ده چې ۸ نور زده‌کوونکي به په راتلونکي کال کې خپلې زده‌کړې بشپړې کړي.
د پاتې ۱۷۶ زده‌کوونکو د اسنادو د ارزونې او کره‌والي معلومولو بهیر لا هم روان دی.

د خیبرپښتونخوا په لنډي کوتل کمپ کې افغان کډوال له ګڼو ستونزو سره مخ دي

۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۰:۵۰ GMT+۱
•
جواد شينواری
100%

د پاکستان او افغانستان ترمنځ د تورخم له لارې د افغان کډوالو د ستنېدو لړۍ روانه ده. د پښتونخوا په لنډي کوتل لنډمهالي کمپ کې هره ورځ له ۵۰۰ تر ۱۰۰۰ پورې افغانان د قانوني چارو تر بشپړېدو وروسته افغانستان ته لېږل کېږي. کډوال وايي، په کمپ کې د ګڼې‌ګوڼې تر څنګ له جدي ستونزو سره مخ دي.

په خیبر پښتونخوا کې د افغان کډوالو د ستنېدو لپاره له شپږو تر اوو مرکزونو فعالیت لري، خو د لنډي کوتل لنډمهالی کمپ تر ټولو ګڼ‌مېشته او بوخت بلل کېږي.
د افغان کډوالو لپاره په لنډي کوتل لنډمهالي کمپ کې هره ورځ شاوخوا ۸۰۰ کسانو ته د اسانتیاوو د برابرولو وړتیا شته، خو د کډوالو په وینا، د ګڼې ګوڼې له امله د نوم لیکنې د ټوکن ترلاسه کولو لپاره ساعتونه انتظار کوي.
د لوګر ولایت اوسېدونکي سید محمد چې په لاهور کې یې خپله سوداګري کوله افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې د پولیسو او امنیتي ادارو د سختو فشارونو او ځورونو له امله مجبور شو له خپلې کورنۍ سره د لنډي کوتل هولډنګ کمپ ته راشي خو اوس له ګڼو ستونزو او د لومړنیو اسانتیاوو له نشتوالي سره مخ دی.
سید محمد څرګنده کړه، چې د راجستر کېدو او بېرته ستنېدو پروسه بې‌حده سسته روانه ده او په وینا یې، لسګونه کډوال په ګرمۍ او تر شنه اسمان لاندې له کوم سیوري او خوندیتوب پرته د خپلو نومونو لیکلو ته په تمه ناست دي.
سید محمد زیاتوي، چې د لنډي کوتل په کمپ کې د څښاک پاکې اوبه، له لمر څخه ساتونکي سیوري او د تشنابونو په څېر خورا لومړنۍ انساني اسانتیاوې هم نه‌شته چې دې حالت د هغوی کړاو څو برابره زیات کړی دی.
نوموړي له اړوندو ادارو او حکومت څخه غوښتنه وکړه، چې د ستنېدونکو کډوالو انسان دوستۍ او عزت ته په پام سره دې د راجستر کولو پروسه ګړندۍ کړي او په دغه کمپ کې دې سمدستي اړینې اسانتیاوې برابرې کړي.

په کمپ کې مېشت افغان کډوال وايي، چې د پاکستان حکومت له لوري د کډوالو د اېستلو د بهیر له سختېدو وروسته د نیول کېدو او قانوني ستونزو له وېرې ډېرې کورنۍ افغانستان ته ستنېدو ته اړ شوې دي.
د دوی په وینا، په بېلابېلو ښارونو کې د پولیسو او امنیتي ادارو له خوا د کډوالو د نیولو او پلټنو لړۍ هم زیاته شوې ده.
عبدالله چې د خیبر پښتونخوا له هریپور ولسوالۍ څخه تورخم ته نږدې لنډي کوتل هولډنګ کمپ ته رسېدلی افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې لا هم د نوم‌لیکنې او راجستر کېدو لپاره ټوکن نه‌دی ورکړل شوی.
هغه ټینګار وکړ، چې هېڅکله افغانستان ته نه‌دی تللی او د هېواد په داخل کې له خپلو ملګرو او کورنۍ سره هېڅ ډول اړیکه او د استوګنې ځای نه‌لري.

د خیبرپښتونخوا او پاکستان حکومت لا تر اوسه د افغان کډوالو د دغو څرګندونو په تړاو څه سپیناوی نه‌دی کړی.