سور صلیب: په افغانستان کې مو له ۱۴۰۰ امېندوارو او شیدې ورکوونکو ښځو سره مرسته کړې

د سره صلیب نړۍوالې کمېټې (ICRC) په خپل تازه راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې یې د امېندوارو او شیدې ورکوونکو ښځو د ملاتړ، روغتیايي خدمتونو او د معلولیت لرونکو ښځو د اقتصادي پیاوړتیا په برخو کې خپلو مرستو ته دوام ورکړی دی.
دغه کمېټې په یوه راپور کې ویلي، چې په ۲۰۲۶کال کې یې د طالبانو تر واک لاندې د افغاني سرې میاشتې ټولنې په همکارۍ د هېواد په څلورو ولایتونو کې له ۱۴۰۰ امېندوارو او شیدې ورکوونکو ښځو سره نغدي مرسته کړې ده.
د راپور له مخې، دغه مرستې په بلخ او کندهار کې له ۴۰۰ ـ ۴۰۰ ښځو، په خوست کې له ۴۰۰ او په پروان کې له ۲۰۰ ښځو سره شوې دي. د دغه مرستو موخه د مېندو او ماشومانو د خوړو خوندیتوب او له خوارځواکۍ مخنیوی دی.
د سره صلیب نړۍواله کمېټه وايي، چې د افغاني سرې میاشتې ټولنې د ۴۷ لومړنیو روغتیايي مرکزونو په ملاتړ یې د ۲۰۲۵کال له جون څخه د ۲۰۲۶کال تر جولای پورې ښځو ته څه باندې ۸۰۰زره روغتیايي مشورې او معاینې برابرې کړې دي.
د راپور له مخې، په دې موده کې له ۹۸۰ څخه ډېرو ښځو ته د زېږون پرمهال مرسته شوې، څه باندې ۱۱۱زره د امېندوارۍ او ۳۹زره تر زېږون وروسته روغتیايي خدمتونه وړاندې شوي او له ۱۴۶زرو څخه ډېرو ښځو ته د تیتانوس واکسینونه ورکړل شوي دي.
دغه سازمان همداراز ویلي، چې د معلولیت لرونکو ښځو د اقتصادي پیاوړتیا لپاره یې د حرفوي زدهکړو او بېسوده پورونو پروګرامونه پلي کړي دي. د ۲۰۲۵کال له جون څخه د ۲۰۲۶کال تر جولای پورې ۴۳۷ معلولیت لرونکو ښځو او نجونو حرفوي زدهکړې ترلاسه کړې او ۱۰۱ نورو د کوچنیو کاروبارونو د پیل یا پراختیا لپاره بېسوده پورونه اخیستي دي.
په راپور کې راغلي، چې په همدې موده کې څه باندې ۳۳زره او ۸۰۰ ښځو او نجونو فزیوتراپي او له ۱۲زره او ۶۰۰ ډېرو نورو د مصنوعي غړو او د بدن د ملاتړ وسایلو خدمات ترلاسه کړي دي.
د سره صلیب نړۍوالې کمېټې زیاته کړې، چې په افغانستان کې یې د ښځو لپاره د روغتیايي او اقتصادي مرستو ترڅنګ، د کورنیو د بیا یوځای کېدو، د ښځینه بندیانو د وضعیت څار، د بېړنیو روغتیايي خدمتونو د روزنې او د چاودېدونکو توکو د ګواښونو په اړه د پوهاوي پروګرامونه هم ترسره کړي دي.
