• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د یوناما د مشرې د سفر په سبا طالب والي‌ تورخم کې د کډوالو د کمپ ستونز ارزولي

۱۳ لړم ۱۴۰۵ - ۴ نومبر ۲۰۲۶، ۱۷:۴۲ GMT+۰

په ننګرهار کې د طالبانو والي نعیم اخوند له پاکستان څخه د افغان کډوالو د نوې احتمالي راستنېدنې د سمبالښت په موخه د تورخم ښارګوټي او عمري کمپ د خدمتونو ارزونه کړې ده. تر دې دوه ورځې مخکې د یوناما مشره رباب فاطمه هم تورخم ته د راستنېدونکو د ستونزو ارزولو لپاره تللې وه.

د طالب والي رسنیز دفتر اعلان وکړ چې نوموړي طالب چارواکو ته د نویو خېمو او نورو اړینو اسانتیاوو د ژر تر ژره چمتو کولو سپارښتنه کړې ده.

د دغه دفتر په خبرپاڼه کې راغلي،‌ د ننګرهار والي عمري کمپ ته د تګ پر مهال ټینګار وکړ چې د راستنېدونکو د نوملیکنې، تثبیت، روغتیايي خدمتونو، خوړو او ولایتونو ته د هغوی د لېږد چارې باید په ښه ډول تنظیم شي. هغه لارښوونه وکړه چې له ټولو راستنېدونکو افغان کډوالو سره باید له هر ډول تبعیض پرته او په پوره انساني بڼه چلند وشي. هغه سیمه ییزو ادارو ته امر وکړ چې که د کډوالو د ډېرېدو له امله اړتیا پیدا شوه، نو له کابل او مرکزي وزارتونو دې اضافي مرستې وغواړي.

خبرپاڼه زیاتوي،‌په دې لیدنه کې د کمپ مسوول ملا محمد هاشم میوندوال او د روغتیايي چارو مسوول قاري زاهدالله زاهد څرګنده کړه چې د زرګونو کډوالو د منلو لپاره چمتووالی لري. هغوی وویل چې روغتیايي مرکزونه، د نوملیکنې ادارې او د ترانسپورټ څانګې فعالې دي، خو زیاته یې کړه چې د پخوانیو خېمو د زړښت او خرابېدو له امله نویو خېمو ته جدي اړتیا لیدل کېږي. د تورخم او عمري کمپ ملکي او نظامي چارواکو ډاډ ورکړ چې راستنېدونکو ته به ټول خدمات په خپل وخت وړاندې کړي.

د ملګرو ملتونو او کډوالو د ادارو د معلوماتو له مخې، په تېر او روان ۲۰۲۶ زېږدیز کال کې له ایران او پاکستان څخه څه باندې دوه میلیونه افغان کډوال خپل هېواد ته راستانه شوي یا په جبري توګه شړل شوي دي. دا راستانه شوي کډوال په افغانستان کې د سرپناه د نشتوالي، بېکارۍ، د روغتیايي او ښوونیزو خدمتونو د محدودیت او د خوراکي توکو د سخت کمښت له جدي ننګونو سره لاس او ګرېوان دي.

ډېر لیدل شوي

د خلکو پر شتمنیو د طالبانو اور؛ کندهار کې زر ټنه په قانوني توګه راوړل شوي درمل سوځول کېږي
۱

د خلکو پر شتمنیو د طالبانو اور؛ کندهار کې زر ټنه په قانوني توګه راوړل شوي درمل سوځول کېږي

۲

ایا د دیموکراتانو بریا د افغانانو درد دوا کولی شي؟

۳

فرانسې ومنله چې د ناقانونه کډوالو د ستنولو په اړه یې طالبانو سره «تخنیکي خبرې» پیل کړي دي

۴
کلتور او ټولنه

افغانه فلم‌جوړوونکې: ښځینه فلم‌جوړوونکې په سینمايي صنعت کې له جوړښتي تبعیض سره مخ دي

۵

د تریاکو د تولید پنځه برابره زیاتوالی؛ طالبان وایي د نشه‌یي توکو ۱۴ فابریکې یې ویجاړې کړې

•
•
•

نور خبرونه

سرچینې: د کابل په سیدال ناصري لېسه کې زده‌کوونکي ځورول شوي او سپکاوی یې شوی

۱۳ لړم ۱۴۰۵ - ۴ نومبر ۲۰۲۶، ۱۶:۱۲ GMT+۰
100%

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د کابل په سیدالناصري لېسه کې د طالبانو له‌خوا ګومارل شوي مرستیال یو شمېر زده‌کوونکي ډبولي او په زور یې ورته وېښتان هم قیچي کړي دي.

سرچینو د چهارشنبې په ورځ د لړم په ۱۳مه، له ټولګي دننه د یوې ویډیو په لېږلو سره ویلي، چې دا پېښه د درسي ساعتونو پر مهال شوې ده.

د سرچینو په وینا، دا پېښه د شنبې په ورځ هغه مهال شوې، چې په دې ښوونځي کې د طالبانو له‌خوا تازه ګومارل شوي مرستیال له یو شمېر مسوولینو او خدمتګارانو سره ټولګي په ټولګي پلټنه کړې ده. نوموړي ټول هغه زده‌کوونکي چې وېښتان یې اوږده وو، د نورو په وړاندې سپک کړي او په قیچي یې وېښتان ور لنډ کړي دي.

سرچینې زیاتوي، چې دا سپکوونکی چلند له فزیکي تاوتریخوالي سره مل و او د ښوونځي مسوولینو د اوږدو وېښتانو لرلو له امله یو شمېر هلکان ډبولي دي.

افغانستان انټرنشنل ته په رسېدلې ویډیو کې د دې لېسې د یوه درسي ټولګي د فرش داسې صحنې لیدل کېږي، چې د قیچي شویو وېښتانو لویې غوټې یې په بېلابېلو برخو کې پرتې دي.

په دې ویډیو کې ویل کېږي، چې دغو طالبانو د یوولسم او دولسم ټولګیو زده‌کوونکي د وېښتانو په پلمه ځورولي دي او دا غیرانساني چلند «نه په اسلام کې شته او نه په هېڅ بل دین کې». د ویډیو په دوام کې د دغو صحنو په اعتراض کې د «مرګ پر طالبانو» شعارونه ورکول کېږي.

رواني او ښوونیزې پایلې

په سویډن کې د ښوونې او روزنې فعالې فریدې سعید له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې د دغو اقداماتو د زیانمنو پایلو په اړه وویل: «په عام محضر کې سپکاوی، په زور د وېښتانو خریل او په ټولګي کې وهل ټکول د ماشومانو او تنکیو ځوانانو انساني کرامت سخت زیانمنوي او د اوږدمهاله رواني ټپونو، سختې اندېښنې، د ناامنۍ احساس او د ژورې بې‌ارزښتۍ لامل کېږي».

دې ښوونیزې فعالې ټینګار وکړ، چې په تعلیمي چاپېریالونو کې تاوتریخوالی او سپکوونکی چلند د زده‌کړې انګېزه له منځه وړي او د ښوونځي پرېښودو او له زده‌کړو څخه د لاس اخیستو لامل کېږي. هغې زیاته کړه: «کله چې ښوونځی د فکري ودې او روزنې لپاره د یوه خوندي مرکز پر ځای، د پلټنې، ځپنې او زورزیاتي پر چاپېریال بدل شي، د زده‌کړو په اړه د تنکیو ځوانانو باور او لېوالتیا په بشپړه توګه له منځه ځي او د دغو رواني زیانونو اغېزې به تر کلونو پورې ورسره پاتې وي».

طالبانو د ۱۴۰۰ کال د زمري په میاشت کې واک ته تر بیا رسېدو وروسته، د لېسو او ښوونیزو مرکزونو مدیریت خپلو پورې تړلو کسانو ته سپارلی او د زده‌کوونکو او ښوونکو پر ظاهري بڼه او جامو یې سخت څار او محدودیتونه لګولي دي.

د بشري حقونو څار سازمان د ۱۴۰۲ کال د لیندۍ په ۱۵مه، د «د هلکانو ښوونځي هم زیانمنېږي؛ په افغانستان کې د هلکانو پر زده‌کړو د طالبانو اغېز» تر سرلیک لاندې په یوه څېړنیز راپور کې خبرداری ورکړی و، چې د طالبانو تر واک لاندې ښوونځیو کې سپکوونکی چلند، بدني سزا او په زور د وېښتانو پرې کول زیات شوي او د زده‌کړو بهیر یې له کړکېچ سره مخ کړی دی.

دیپلومات رسنۍ:افغانستان کې د کوکنارو کښت له بندیزونو سره بیا هم زیات شوی

۱۳ لړم ۱۴۰۵ - ۴ نومبر ۲۰۲۶، ۱۵:۵۷ GMT+۰
100%

دیپلوماټ په یوه راپور کې لیکلي، چې د طالبانو له لوري د ۲۰۲۲ کال د اپرېل د کوکنارو د بندیز له اعلان وروسته د تریاکو تولید د کمېدو بهیر بېرته مخ اړولی او افغانستان یو ځل بیا د کوکنارو د کښت له زیاتوالي سره مخ دی.

د ملګرو ملتونو د مخدره موادو او جرمونو دفتر د وروستي راپور له مخې، په ۲۰۲۶ کال کې د کوکنارو د کښت ساحه له شاوخوا ۱۰ زره هکټاره څخه ۴۳ زره هکټاره ته لوړه شوې ده. همداراز د تریاکو تولید هم له ۳۰۰ ټنو څخه نږدې ۱۵۰۰ ټنو ته رسېدلی دی.
راپور وايي، بېوزلي، د بدیلو عایداتي فرصتونو نشتوالی او د کرنې لپاره د مناسبو بدیلو لارو کمښت هغه عوامل دي چې ګڼ بزګران یې بېرته د کوکنارو کرلو ته اړ کړي دي.
د راپور له مخې، د کوکنارو کښت نور یوازې په جنوبي ولایتونو پورې محدود نه دی. په ۲۰۲۶ کال کې په ۱۶ ولایتونو کې کوکنار کرل شوي، په داسې حال کې چې دا شمېر په ۲۰۲۵ کال کې ۱۱ ولایتونه و.
راپور ښيي چې بدخشان او تخار اوس د کوکنارو د کښت اصلي مرکزونه ګرځېدلي دي. یوازې په بدخشان کې د کوکنارو د کښت ساحه ۲۹ زره او ۴۸۲ هکټاره ثبت شوې، چې د ټول هېواد د کښت ۶۸ سلنه جوړوي. دا په داسې حال کې ده چې په ۲۰۲۱ کال کې په دغه ولایت کې د کوکنارو کښت یوازې ۳۵۶۱ هکټاره و.
راپور همداراز لیکي ، چې په تخار کې هم د کوکنارو کښت په چټکۍ زیات شوی دی. دغه ولایت په ۲۰۲۱ کال کې د کوکنارو له کښته پاک بلل کېده، خو اوس د کښت ساحه پکې ۳۴۰۰ هکټاره ته رسېدلې ده.
راپور وايي، د افغانستان د دودیزو کوکنار کرونکو ولایتونو، هلمند او کندهار، وضعیت هم بدل شوی او په دواړو ولایتونو کې د کوکنارو کښت په ترتیب سره ۴۰۰ او ۳۰۰ سلنه زیات شوی دی.
دیپلومات لیکي چې طالبانو سږ کال د ۲۲ زره هکټاره کوکنارو د له منځه وړلو ادعا کړې، خو د ملګرو ملتونو شمېرې ښيي چې د کښت او تولید زیاتوالی د بندیزونو اغېز تر پوښتنې لاندې راوستی دی.
د راپور له مخې، بزګران د طالبانو له څار د ځان ساتلو لپاره اوس کوکنار په کوچنیو ټوټو، د غلو دانو د کروندو ترمنځ او یا د دېوالونو تر شا کري.
راپور همداراز د مخدره موادو د پخوانیو قاچاقي شبکو د دوام په اړه اندېښنه څرګندوي او وايي، یوازې د کوکنارو پر کښت بندیز لګول د ستونزې حل نه شي کېدای.
همداراز لیکي ،چې د کوکنارو د کښت کمولو لپاره بزګرانو ته د معیشت دوامدار بدیلونه، شفاف محلي مدیریت او د مخدره موادو د قاچاق د لارو د بندولو لپاره سیمه‌ییزه همکاري ضروري ده.
د راپور په وینا، تر هغه چې د کوکنارو د کروندګرو اقتصادي ستونزو ته حل نه وي موندل شوی، د افغانستان د مخدره موادو اقتصاد به په بېلابېلو بڼو بېرته ځان راژوندی کوي.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ کړکېچ د منځنۍ اسیا سوداګریزې موخې ستونزمنې کړې دي

۱۳ لړم ۱۴۰۵ - ۴ نومبر ۲۰۲۶، ۱۴:۴۰ GMT+۰
100%

ایرواسیا نیټ رسنۍ په یوه راپور کې ویلي، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ روان سیاسي او امنیتي کړکېچ د منځنۍ اسیا او جنوبي اسیا ترمنځ د سوداګرۍ او سیمه‌ییزې نښلونې پر پرمختګ سیوری غوړولی او د سیمې هېوادونه ورو ورو مني چې ټاکل شویو سوداګریزو هدفونو ته رسېدل به اسانه نه وي.

ایرواسیا نیټ زیاتوي، قزاقستان او پاکستان د ۲۰۲۶ کال په پیل کې هیله لرله چې د دواړو هېوادونو کلنۍ سوداګري به ژر تر یو میلیارد ډالرو واوړي، خو د نومبر په لومړۍ نېټه په استانه کې د دواړو هېوادونو د چارواکو تر لیدنې وروسته دا هدف ښکته شو او دواړو لورو د سوداګرۍ احتمالي کچه شاوخوا ۶۴۵ میلیونه ډالره وبلله.
د راپور له مخې ،ازبکستان هم له پاکستان سره د سوداګرۍ د پراخولو لپاره ستر هدف ټاکلی، خو اقتصادي ارقام ښيي چې دې موخې ته رسېدل به له جدي ننګونو سره مخ وي. تاشکند او اسلام‌اباد په سپټمبر کې اعلان کړی و چې غواړي په راتلونکو پنځو کلونو کې کلنۍ سوداګري دوه میلیارده ډالرو ته ورسوي.
راپور زیاتوي ،د دواړو هېوادونو د تېرو کلونو سوداګریزې شمېرې د دې هدف له واقعیتونو سره واټن ښيي. په ۲۰۲۴ کال کې د پاکستان صادرات ازبکستان ته ۱۲۹ میلیونه ډالره او د ازبکستان صادرات پاکستان ته ۲۵۷ میلیونه ډالره وو، په داسې حال کې چې د ۲۰۲۵ کال سوداګري هم د پام وړ وده نه ده کړې.
راپور وایی ،که څه هم د پاکستان او منځنۍ اسیا د هېوادونو چارواکي په رسمي توګه د دوه اړخیزې سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار کوي، خو شنونکي د طالبانو او پاکستان ترمنځ روان کړکېچ د سیمې د سوداګرۍ تر ټولو ستر خنډ بولي.
راپور کاږي ،په وروستیو میاشتو کې د طالبانو او اسلام‌اباد اړیکې نورې هم ترینګلې شوې دي. د دواړو خواوو ترمنځ پرله‌پسې امنیتي تورونه، سرحدي محدودیتونه او د سوداګرۍ خنډونه د منځنۍ اسیا هغه پلانونه اغېزمن کړي چې غوښتل یې د افغانستان له لارې د جنوبي اسیا بازارونو او سمندري بندرونو ته لاسرسی ومومي.
همداراز راپور لیکي، چې دغه اختلافات د اکتوبر په میاشت کې د «مسکو فارمټ» په غونډه کې هم څرګند شول. د طالبانو او پاکستان استازو د ترهګرۍ په اړه پر اصطلاحاتو موافقه ونه کړه او غونډه د ګډې اعلامیې له خپرېدو پرته پای ته ورسېده.
بلخوا، د پاکستان د پانګونې وزیر قیصر احمد شیخ په استانه کې د پانګونې یوې غونډې ته ویلي چې پاکستاني بندرونه د منځنۍ اسیا هېوادونو لپاره مهمه سوداګریزه لاره ده او کولای شي د سیمې د ټرانزیټ او سوداګرۍ په پراختیا کې مهم رول ولوبوي.
خو د سیمې د چارو څارونکي وايي، تر هغې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ امنیتي او سیاسي کړکېچ دوام ولري، د منځنۍ اسیا او جنوبي اسیا ترمنځ د سوداګرۍ، ټرانزیټ او اقتصادي نښلونې سترې پروژې به د بشپړې عملي کېدو له ستونزو سره مخ وي.

عمر داوودزی: له بهره پر افغانستان د بدلون تپل د هېواد په ګټه نه تمامېږي

۱۳ لړم ۱۴۰۵ - ۴ نومبر ۲۰۲۶، ۱۳:۵۲ GMT+۰
100%

د افغانستان د کورنیو چارو پخواني وزیر او په ایران او پاکستان کې د دغه هېواد پخواني سفیر عمر داوودزي ویلي، د افغانستان د بحران حل له بهره نه، بلکې د ټولنې له منځه شونی دی.

نوموړي چې تازه د «افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مجمع» د دوره‌يي مشر په توګه ټاکل شوی، د افغانستان انټرنشنل له خبریال طاهر قادري سره په مرکه کې ټینګار وکړ چې د طالبانو اصلي بدیل خپله د افغانستان خلک دي.

د داوودزي په وینا، طالبان که د جګړې له لارې او که د سیاسي هوکړې له لارې واک ته ورسېدل، خو ونه توانېدل چې د خلکو مشروعیت ترلاسه کړي.

هغه وویل: «طالبان د ټوپک په زور یا د سیاسي جوړجاړي له لارې راغلل او واک یې غصب کړ. هوکړه دا وه چې یوه لنډمهاله اداره جوړه شي او وروسته د مشروعیت ترلاسه کولو لپاره د افغانستان خلکو ته مراجعه وکړي؛ خو له دې څخه هېڅ هم ترسره نه شول».

«اپوزیسیون له محدودیتونو سره مخ دی»

داوودزي په تېرو پنځو کلونو کې د طالبانو د مخالفو سیاسي جریانونو د لږو لاسته راوړنو په اړه د نیوکو په ځواب کې وویل چې د مخالفانو لپاره د سیاسي فعالیت شرایط برابر نه وو.

هغه زیاته کړه، که دغه جریانونه په افغانستان کې دننه وای، یا یې په بهر کې د سیاسي فعالیت لپاره رسمي او منطقي فرصتونه درلودای، پایله به بل ډول وای.

د هغه په وینا، د سیمې هېوادونه په تدریجي ډول د طالبانو سیاسي مخالفانو ته د فعالیت لپاره ډېر فرصتونه برابروي، څو دغه جریانونه لا ډېر یووالي ته ورسېږي. خو داوودزي د اپوزیسیون یوه له سترو کمزوریو څخه د دغو جریانونو په مشرتابه کې د ځوان نسل نشتوالی وباله.

د نوموړي په خبره: «د دغو سیاسي اجماع‌ګانو د مشرتابه د غړو ډېری یې د اویا او اتیا کلونو ترمنځ عمرونه لري. په مشرتابه کې د ځوان نسل ونډه ډېره کمرنګه ده او دا یوه لویه نیمګړتیا ګڼل کېږي».

«له بهره پر افغانستان د بدلون تپل د دغه هېواد په ګټه نه دي»

د افغانستان د ژغورنې ملي مجمع نوبتي مشر په افغانستان کې د بدلون لپاره دوه سناریوګانې مطرح کړې؛ یوه د ټولنې له منځه بدلون او بل هغه بدلون چې د بهرنیو لوبغاړو له خوا پر افغانستان وتپل شي.

هغه وایي، لا هم د کورني بدلون څرګندې نښې نه لیدل کېږي، خو د هغو بدلونونو په اړه هم خوشبین نه دی چې له بهره پر افغانستان وتپل شي.

داوودزي زیاته کړه: «هر بدلون چې له بهره افغانستان ته راشي، ښه پایله نه لري. موږ هڅه کوو چې بدلون له منځه رامنځته شي، څو یو ځل بیا په هماغه کړۍ کې راګیر نه شو چې په تېرو ۴۵ کلونو کې مو تجربه کړې ده».

د داوودزي په باور، افغانستان داسې حل‌لارې ته اړتیا لري چې ټولې خواوې په کې ونډه او حضور ولري.

د پاکستان د رول په اړه د نظر اختلاف

داوودزي تایید کړه چې د افغانستان د ژغورنې ملي مجمع د غړو ترمنځ له پاکستان سره د تعامل د څرنګوالي په اړه بېلابېل نظرونه شته.

نوموړي وویل، ځینې غړي په دې باور دي چې د طالبانو د واکمنۍ د پای ته رسولو لپاره باید له هر ډول ممکنې مرستې، د سیمې د هېوادونو له مرستو سره هم، هرکلی وشي. خو بله ډله دغه تګلاره ناسمه بولي.

د هغه په وینا، د دې تګلارې منتقدان استدلال کوي چې افغانستان مخکې هم دا ډول تجربه تېره کړې او اوسني ستونزې تر یوه بریده د هماغو بهرنیو لاسوهنو پایله ده.

«حل‌لاره په ملي خبرواترو کې ده»

داوودزي د مرکې په بله برخه کې له طالبانو سره د خبرو اترو د امکان په اړه وویل چې پخوانۍ تجربې، د بن غونډې او د دوحې هوکړې په ګډون، په حقیقت کې د افغانانو ترمنځ رښتینې خبرې اترې نه وې.

هغه په دې باور دی چې افغانستان د یوې ملي هوکړې د ترلاسه کولو لپاره باید د لویې جرګې پر سیاسي دود تکیه وکړي. نوموړي په ورته وخت کې هیله څرګنده کړه چې طالبان به په پای کې اصلاحات ومني.

هغه زیاتوي: «هیله لرم چې دغه اصلاحات له وینې تویېدنې پرته رامنځته شي. زه په دې اړه خوشبین یم».

«پاکستان د طالبانو له سیاست سره ستونزه لري، نه له خپله طالبانو سره»

د افغانستان د کورنیو چارو پخواني وزیر د طالبانو او پاکستان د اړیکو د ارزونې په ترڅ کې وویل چې اسلام‌اباد په تېرو وختونو کې طالبان د خپلو دښمنانو پر وړاندې د یوې وسیلې په توګه کارولي دي.

هغه زیاته کړه، پاکستان د جمهوري نظام پر وړاندې د طالبانو ملاتړ کاوه، ځکه چې دغه نظام یې د خپلو ګټو پر زیان باله.

د داوودزي په باور، د پاکستان او طالبانو ترمنځ اوسنی کړکېچ تر ډېره د طالبانو پر سیاستونو دی، نه د هغوی د واکمنۍ پر اصل.

دې پخواني چارواکي وویل، طالبان هڅه کوي د یوه خپلواک حکومت په توګه عمل وکړي، په داسې حال کې چې پاکستان غواړي د افغانستان په سیمه‌ییزو اړیکو کې پرېکنده رول ولري.

«هیله لرم بدلون په میاشتو کې راشي، نه په کلونو کې»

داوودزي د دې پوښتنې په ځواب کې چې د افغانستان خلک به تر کومې مودې د بدلون په تمه وي، وویل چې د بدلون لپاره مشخص وخت نه شي ټاکلی، خو هیله لري چې دا انتظار اوږد نه شي.

هغه زیاته کړه: «هیله لرم چې کلونه نه، بلکې میاشتې وي».

نوموړي همدارنګه وویل چې نړیوال بحرانونو د دې لامل شوي چې افغانستان د نړیوالې ټولنې په لومړیتوبونو کې ځای ونه لري، خو ښايي د شرایطو په بدلېدو سره دې هېواد ته لا ډېره پاملرنه وشي.

داوودزي ټینګار وکړ چې افغانستان ته د بهرنیو ځواکونو د بېرته ستنېدو مخالف دی او د تېرو دوو لسیزو تجربې ښودلې چې د بهرنیو ځواکونو پوځي حضور مطلوبه پایله نه ده لرلې.

هغه وویل: «افغانستان فرصت ته اړتیا لري. ځکه فشارونه نه، بلکې همدا فرصتونه دي چې د بدلون لپاره زمینه برابروي».

یونیسف: افغانستان لا هم له لوږې، ناروغیو او د بودیجې له کمښت سره مخ دی

۱۳ لړم ۱۴۰۵ - ۴ نومبر ۲۰۲۶، ۱۱:۲۹ GMT+۰
100%

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق(یونیسف) په خپل تازه راپور کې ویلي، افغانستان لا هم له پراخ بشري ناورین سره مخ دی او د خوړو ناامني، خوارځواکي، د ساري ناروغیو پراخېدل، د کډوالو ډله‌ییزه راستنېدنه او د بشري مرستو د بودجې کمښت د میلیونونو افغانانو پر ژوند منفي اغېز کړی دی.

د راپور له مخې، د ۲۰۲۶ کال د افغانستان د بشري اړتیاوو او غبرګون پلان، چې ۱.۷۱ میلیارده ډالرو ته اړتیا لري، د سپټمبر تر پایه ۶۷ سلنه له بودجې بې‌برخې پاتې و. یونیسف وايي، د تمویل دغه کمښت د روغتیا، تغذیې، پاکو اوبو او خوندیتوب په ګډون مهمو بشري خدمتونو ته جدي زیان رسولی دی.
یونیسف ویلي، دا مهال ۱۵.۹ میلیونه افغانان د خوړو له جدي ناامنۍ سره مخ دي او اټکل کېږي چې د ۲۰۲۶ کال د نومبر او د ۲۰۲۷ کال د اپرېل ترمنځ به دا شمېر ۱۹.۲ میلیونو کسانو ته لوړ شي. د راپور له مخې، نږدې پنځه میلیونه کسان ښايي بیړني حالت ته ورسېږي.
راپور زیاتوي چې په ۲۰۲۷ کال کې به شاوخوا ۴.۰۴ میلیونه ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ د درملنې اړتیا ولري.
د روغتیا په برخه کې یونیسف خبرداری ورکړی چې افغانستان لا هم د پولیو او نورو ساري ناروغیو له ګواښ سره مخ دی. د سپټمبر تر ۳۰مې پورې په هېواد کې د پولیو ۳۵ مثبتې پېښې ثبت شوې دي، په داسې حال کې چې دا شمېر په ۲۰۲۵ کال کې ۲۱ او په ۲۰۲۴ کال کې ۲۵ پېښې و.
د راپور له مخې، د شدیدې اوبلنې نس ناستې ناروغۍ ۴۷۷ مثبتې پېښې هم ثبت شوې دي چې ډېری یې په ننګرهار او کونړ ولایتونو کې دي.
یونیسف وايي، د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه د اکتوبر تر درېیمې پورې نږدې ۱.۳ میلیونه افغانان له پاکستان او ایران څخه هېواد ته راستانه شوي دي. په دغو راستنېدونکو کې له ۵۶۳ زرو ډېر کسان په جبري ډول ایستل شوي کډوال دي.
راپور وايي، راستنېدونکي، په ځانګړي ډول ښځې او ماشومان، د روغتیا، زده‌کړو، پاکو اوبو، سرپناه او د عاید د فرصتونو له جدي ستونزو سره مخ دي.
یونیسف ویلي چې یوازې د سپټمبر په میاشت کې یې د ۲۳۹۰ روغتیايي مرکزونو او ۱۶ ګرځنده روغتیايي ټیمونو له لارې له ۶.۸ میلیونو څخه ډېرو کسانو ته روغتیايي خدمات رسولي دي.
د تغذیې په برخه کې، یونیسف او شریکانو یې ۱.۳ میلیونه ماشومان د خوارځواکۍ له پلوه ارزولي او له ۱۰۷ زرو زیات ماشومان یې د درملنې پروګرامونو ته شامل کړي دي.
راپور همداراز ښيي چې په سپټمبر میاشت کې له ۲۱۵ زرو څخه ډېرو ماشومانو ته د بیړنیو زده‌کړو خدمتونه وړاندې شوي، خو د ښوونیزو امکاناتو کمښت، د ښوونکو نشتوالی او د راستنېدونکو کورنیو زیاتوالی لا هم د زده‌کړو پر وړاندې لوی خنډونه دي.
یونیسف خبرداری ورکړی چې د بودجې دوامدار کمښت د میلیونونو افغانانو، په ځانګړي ډول د ماشومانو او ښځو لپاره د ژوند ژغورونکو خدمتونو راتلونکی له خطر سره مخ کړی او نړیوالې مرستې لا هم د بشري اړتیاوو له کچې ټیټې دي.