سپنتا: د امریکا منځمهاله ټاکنې به د اسیا او افریقا پر خلکو د پام وړ اغېز ونهکړي

د افغانستان د پخواني جمهوري حکومت د بهرنیو چارو وزیر او د ملي امنیت سلاکار رنګین دادفر سپنتا د امریکا د منځمهاله ټاکنو د پایلو په اړه ویلي، چې دغه پایلې ښايي د اروپایانو او امریکايي ډیموکراټانو د خوښۍ لامل شي؛ خو د اسیا او افریقا پر خلکو به د پام وړ اغېز ونه لري.
ښاغلي سپنتا په یوه پیغام کې لیکلي، د سپینپوستو پانګهوال نظام واکمني او نړۍواله توکمپالنه به دوام وکړي او د افغانستان خلکو ته په کار ده چې د نورو لهخوا د ازادۍ ترلاسه کولو له «تکیې» څخه ځانونه خلاص کړي.
د هغه په وینا، د ازادۍ ترلاسه کولو لپاره د افغان ښځو او نارینهو خپله مبارزه یوازینۍ لار ده او په تېرو وختونو کې له نورو د مرستې تمه د افغانستان خلکو ته له سپکاوي او ماتې پرته بله پایله نهده لرلې.
