• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په تخار کې د سرو زرو کان نړېدو پېښه؛ یو کارګر له درېیو ورځو راهیسې تر خاورو لاندې دی

۱۳ لړم ۱۴۰۵ - ۴ نومبر ۲۰۲۶، ۲۱:۰۶ GMT+۰

ځايي سرچینې وايي، د تخار ولایت د ینګي‌قلعه ولسوالۍ د انجیرک سیمې د سرو زرو کان د یوه تونل نړېدو له امله یو ۲۱ کلن کارګر تر خاورو لاندې شوی دی. د هغه د ژغورلو هڅې له تېرو درېیو ورځو راهیسې بې‌پایلې پاتې دي او د دې وېره شته، چې نوموړي به خپل ژوند له لاسه ورکړی وي.

سرچینو د چهارشنبې په ورځ (د لړم ۱۳مه) افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې دغه تونل د کېندنو پرمهال نړېدلی. د سرچینو په وینا، دغه کارګر د چاه‌اب ولسوالۍ اوسېدونکی و او د تاجکستان پولې ته څېرمه د انجیرک په کلي کې یې د سرو زرو د اېستلو کار کاوه.
د دغه کارګر کورنۍ او خپلوان له چاه‌اب څخه انجیرک ته ورغلي او د سیمې له اوسېدونکو سره یوځای د خاورو او ډبرو په لرې کولو او د هغه په لټون بوخت دي. سرچینې وايي، په دغه هڅو کې لسګونه کسانو ګډون کړی؛ خو تراوسه یې یاد ځوان نه‌دی موندلی.
د سرچینو په وینا، د طالبانو چارواکي د پېښې په ځای کې د انځور او ویډیو اخیستلو اجازه نه ورکوي.
په انجیرک سیمه کې د سرو زرو د کېندنې د یوه قراردادي شرکت مسوول ویلي، تر دې وړاندې یوه چینايي شرکت په دغه سیمه کې د سرو زرو استخراج کاوه. د هغه په وینا، د شرکتونو د کار له پای ته رسېدو وروسته ځینې کارګر په شخصي توګه په سیمه کې تونلونه کېندي او د لاسي وسایلو پرمټ سره زر راباسي.
دغه مسوول زیاته کړې، چې د انجیرک سیمه د سېلابونو او د اوبو په مسیر کې پرته ده او په دې سیمه کې په لاسي وسایلو د کانونو کېندل «ډېر خطرناک» دي. هغه همدارنګه ادعا کړې، چې د طالبانو د پوستې مسوولین د ونډې اخیستو په بدل کې کارګرو ته په دغه خطرناکو سیمو کې د کېندنو اجازه ورکوي.
په تخار کې طالب چارواکو تر اوسه د یادې پېښې او له کارګرو څخه د ونډې اخیستو د ادعا په اړه څه نه‌دي ویلي. په وروستیو ورځو کې د افغانستان په نورو کانونو کې هم د کارګرو د مړینې راپورونه ورکړل شوي دي.
په تخار کې د چاه‌اب ولسوالۍ د سمتي سیمې د سرو زرو کان د یوه تونل د نړېدو له امله درې کارګر مړه شوي دي. همدارنګه، په بغلان کې د تاله‌وبرفک ولسوالۍ د ډبرو سکرو په یوه کان کې د ګازو له امله څلور کارګر او په بدخشان کې د شکي ولسوالۍ د سرو زرو په یوه کان کې یو کارګر مړه شوي دي.په افغانستان کې د کانونو د مرګونو پېښو د تکرار لاملونه د نامعیاري لارو چارو له مخې د کانونو کېندنې، د خوندیتوب اصولو نه مراعتول او د تخنیکي څار او ارزونې نشتوالی بلل کېږي.


ډېر لیدل شوي

د خلکو پر شتمنیو د طالبانو اور؛ کندهار کې زر ټنه په قانوني توګه راوړل شوي درمل سوځول کېږي
۱

د خلکو پر شتمنیو د طالبانو اور؛ کندهار کې زر ټنه په قانوني توګه راوړل شوي درمل سوځول کېږي

۲

ایا د دیموکراتانو بریا د افغانانو درد دوا کولی شي؟

۳

فرانسې ومنله چې د ناقانونه کډوالو د ستنولو په اړه یې طالبانو سره «تخنیکي خبرې» پیل کړي دي

۴
کلتور او ټولنه

افغانه فلم‌جوړوونکې: ښځینه فلم‌جوړوونکې په سینمايي صنعت کې له جوړښتي تبعیض سره مخ دي

۵

د تریاکو د تولید پنځه برابره زیاتوالی؛ طالبان وایي د نشه‌یي توکو ۱۴ فابریکې یې ویجاړې کړې

•
•
•

نور خبرونه

انځوریز راپور؛ د کندهار د انارو بڼوال د بازار موندنې له ستونزو سره مخ دي

۱۳ لړم ۱۴۰۵ - ۴ نومبر ۲۰۲۶، ۱۹:۲۱ GMT+۰
100%

د کندهار د انارو بڼوال سږکال د وچکالۍ، د ځمکې لاندې اوبو د کچې ټیټېدو، د حاصلاتو د کمښت او د پلور لپاره د مناسبو بازارونو د نشتوالي له امله له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي. افغانستان انټرنشنل پښتو په دغه انځور راپور کې د بڼوالو ستونزو، د صادراتو کمښت او ټکني بازار ته کتنه کړې.

د دغه ولایت د طالبانو د کرنې او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، د تېرکال پرتله د انارو په حاصلاتو کې ۳۰ سلنه کموالی راغلی او شاوخوا ۳۰ سلنه بڼونه د وچکالۍ او افتونو له امله له‌منځه تللي دي.

100%
د کندهار په باغونو کې د ټیټ کیفیته انارو یوه برخه

د طالبانو د کرنې ریاست اټکل کوي، چې سږکال به د کندهار د انارو حاصل شاوخوا ۲۲۰زره ټنو ته ورسېږي؛ په داسې حال کې چې تېر کال د دغه ولایت د انارو حاصل ۲۷۵زره ټنه اټکل شوی وو.

100%

په کندهار کې د طالبانو د کرنې او مالدارۍ ریاست ویاند محمد حنیف حقمل وايي، د وچکالۍ کچه په ټولو ولسوالیو کې یو شان نه‌ده او د سیمو د اوبو وضعیت د انارو پر حاصلاتو مستقیم اغېز کړی دی.

د هغه په وینا، په ارغستان ولسوالۍ کې بڼوال د اوبو له کمښت څخه ډېر اغېزمن شوي او ځینو یې د بڼونو د خړوبولو لپاره د اوبو د نشتوالي له امله خپل بڼونه له‌منځه وړي دي. بڼوال وايي، د اوبو لګولو لګښتونه، د انارو چاودېدل او خوسا کېدل، د کورني بازار محدود ظرفیت او بهرنیو بازارونو ته د محصولاتو د لېږد ستونزې د دوی عاید کم کړی دی.

100%

د ارغنداب ولسوالۍ بڼوال وايي، په تېرو کلونو کې د اوبو برابرول دومره ستونزمن نه وو؛ خو اوس د ځمکې لاندې د اوبو کچې ټیټېدو د بڼونو خړوبول ګران کړي دي.

100%
یو ځوان د کندهار د انارو په بڼ کې له ونو انار راټولوي

د کندهار بڼوال وايي، د انارو لپاره د مناسب بازار نشتوالی د وچکالۍ تر څنګ د دوی له لویو ستونزو څخه دي او که دا حالت همداسې دوام وکړي له لوی زیان سره به مخ شي.

د دوی په وینا، کابل او هرات د کندهار د انارو له مهمو کورنیو بازارونو څخه دي، خو په دغو ښارونو کې هم د انارو بیې د بڼوالو له تمو سره سمې نه دي.

100%
یو ماشوم کندهار ښار کې د سړک پر غاړه انار پلوري

سوداګر هڅه کوي، د روسیې او ازبکستان په ګډون نویو بازارونو ته د کندهار د انارو د رسولو زمینه برابره کړي؛ خو د سوداګرۍ خونې مسوولین وايي چې تر اوسه له دغه ولایت څخه د انارو صادرات نه‌دي پیل شوي.

100%
بڼوال د بازار لپاره انار بسته بندي کوي

د پاکستان بازار ته د صادراتو له ستونزو وروسته، د کندهار ځینو سوداګرو هڅه کړې چې د انارو لپاره په نورو هېوادونو کې نوي بازارونه ومومي. د دغه هڅو یوه برخه د روسي او ازبک سوداګرو له لارې د انارو د پېرلو او ازبکستان ته لېږد دی.

100%
د کندهار انار د بهرنیو بازارونو لپاره

د کندهار د سوداګرۍ خونې مرستیال انجنیر عبدالباقي بینا رسنیو ته ویلي، د سوداګریزو لارو د تړل کېدو له امله د انارو صادرات له ستونزو سره مخ شوي؛ خو په کور دننه د انارو د پروسس په برخه کې یو نوی بدلون رامنځته شوی دی.

د هغه په وینا، له تېر کال راهیسې په کندهار کې د انارو د جوس او روب تولید ته پاملرنه زیاته شوې او د دغه محصولاتو لپاره هم لېوالتیا مخ په زیاتېدو ده.

100%
کندهار ښار کې دوه ځوانان د انارو له اوبو جوړ شوي جوسونه څښي

پاکستان په تېرو کلونو کې د کندهار د انارو تر ټولو لوی بهرنی بازار و، چې هرکال به له کندهار نه دغه هېواد ته له ۶۰زرو تر ۱۰۰ زرو ټنو پورې انار صادرېدل.

100%
د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې د انارو یو بڼ

د کندهار د انارو بڼوال وايي، سږکال د تولید او پلور په دواړو پړاوونو کې له ستونزو سره مخ دي؛ ځکه د وچکالۍ له امله د اوبو کمښت د بڼونو د ساتنې لګښتونه زیات کړي، د حاصلاتو کموالي د پلور وړ محصول اندازه راټیټه کړې او د انارو د چاودېدو او خوسا کېدو له امله د مېوو د یوې برخې ارزښت کم شوی دی.

100%
د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې بڼوال انار ټولوي او وروسته یې د بازار لپاره چمتو کوي

یو بڼوال انار په کریټونو کې ځای پر ځای کوي؛ ترڅو بازار ته یې وړاندې کړي.

100%
100%
د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې یو ځوان د سړک پر غاړه انار پلوري
100%
د کندهار د انارو له بڼو څخه د بازار لپاره تیار شوي انار
100%
کندهار ښار شهیدانو څلور لارې کې یو کس د انارو جوس پلوري
100%
دغه دوه کسان په کندهار ښار کې د خپل کور لپاره انار پېري
100%
یو بڼوال انار پاکوي او غواړي په ځانګړي ډول یې بسته بندي کړي؛ ترڅو بازار ته یې وړاندي کړي
100%
د کندهار له ارغنداب ولسوالۍ څخه کارګر انار بازارونو ته د پلور لپاره راوړي
100%
کندهار ښار کې د سړک پر غاړه د انارو هټۍ
100%
یو بڼوال د انارو د بسته بندۍ پر مهال
100%
کندهار ښار کې د پلور لپاره تیار شوي انار

د بڼوالو په باور د انارو حاصلاتو د ښه کېدو لپاره د اوبو د ستونزې د کمولو تر څنګ، د محصولاتو لپاره د مناسبو بازارونو موندل او د صادراتو د خنډونو لرې کول اړین دي.

100%
100%

په مشهد کې پر احمدخان غوري برید؛ بریدګر د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه

۱۳ لړم ۱۴۰۵ - ۴ نومبر ۲۰۲۶، ۱۸:۳۱ GMT+۰
100%

د افغانستان د پخواني ولسمشر سلاکار او د غور د پخوانۍ ولایتي شورا مشر احمدخان غوري څو ورځې مخکې په ایران کې د یوه بمي برید له امله ټپي شوی و؛ خو بریدګر نن د سختو ټپونو له امله په روغتون کې ساه ورکړې ده.

د ایران د اېراف خبري اژانس د راپور له مخې، دغه پېښه د یکشنبې په ورځ (د لړم په ۱۰مه) د ماسپښین په شاوخوا دوو بجو د احمدخان غوري په کور کې شوې وه.
راپور زیاتوي، بریدګر د مېلمه په توګه کور ته ورغلی و او یوه کڅوړه یې چې ویل کېږي له چاودېدونکو توکو ډک پاوربانک په‌کې ځای پر ځای شوی و، د غوري مخې ته ایښې وه. څو شېبې وروسته کڅوړې چاودنه کړې او غوري او بریدګر دواړه یې ټپیان کړي وو. بریدګر څو ورځې وروسته د سختو ټپونو له امله په روغتون کې ساه ورکړه.
په ایران کې پر افغان پخوانیو چارواکو د بریدونو مخینه
دغه پېښه داسې مهال شوې، چې په تېرو میاشتو کې په ایران کې د افغانستان پر یوشمېر پخوانیو چارواکو او د طالبانو پر مخالفو څېرو بریدونه شوي او دغه بریدونو اندېښنې زیاتې کړې دي.
د ۱۴۰۴کال د مرغومي پر درېیمه، د افغانستان د پولیسو پخوانی قوماندان جنرال اکرام‌الدین سریع او د طالبانو ضد قوماندان محمدامین الماس په تهران کې د ولیعصر په سیمه کې د موټرسایکل سپرو وسله‌والو تر برید لاندې راغلل. الماس په هماغه ځای کې ووژل شو او سریع هم وروسته په روغتون کې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه. د هغه کورنۍ ته نږدې سرچینو او د افغانستان د پخواني حکومت ځینو چارواکو طالبان د دغه برید مسوول بللي وو. وروسته د ایران د پارلمان د ملي امنیت کمېسیون یوه غړي وویل، د برید عامل نیول شوی او ښایي دغه برید له بهره پلان شوی وي.
همدارنګه، د ۱۴۰۴کال په وږي میاشت کې د هرات پخوانی جهادي قوماندان او د محمد اسماعیل‌خان نږدې کس معروف غلامي په مشهد کې په خپل دفتر کې په ډزو ووژل شو. د راپورونو له مخې، بریدګر د لیدنې په پلمه دفتر ته ننوتی و او د نورو مېلمنو له وتلو وروسته یې ډزې وکړې او تر پېښې وروسته له سیمې وتښتېده.
د خراسان رضوي څارنوالۍ د یادې پېښې په تړاو د درېیو شکمنو کسانو د نیولو خبر ورکړی و. اسماعیل‌خان او د هغه نږدې سرچینو هم طالبان د دغه برید مسوول بللي وو.
د ۱۴۰۴کال په کب میاشت کې هم د افغانستان د غور ولایت د ولسي جرګې پخوانی استازی کرام‌الدین رضازاده د ایران د کرج ښار په محمدشهر سیمه کې د دوو موټرسایکل‌سورو وسله‌والو تر برید لاندې راغی. په دغه برید کې یوه مرمۍ د هغه پر کېڼ لاس ولګېده؛ خو له برید ژوندی ووت. د بلخ پخواني والي عطامحمد نور طالبان په دغه برید کې په لاس لرلو تورن کړي وو.

کاناډایۍ دیپلوماته: په افغانستان کې د چاودنې له ټپونو وروسته مې ژوند له سره پيل کړ

۱۳ لړم ۱۴۰۵ - ۴ نومبر ۲۰۲۶، ۱۷:۵۷ GMT+۰
100%

کاناډایۍ دیپلوماته بشرا سعید خان وايي، په ۲۰۰۹ کال کې په افغانستان کې د یوې چاودنې له امله سختې ټپي شوه او د ښي پښې له لاسه ورکولو ترڅنګ یې لسګونه جراحي عملیات ترسره کړل، خو له کلونو درملنې وروسته وتوانېده عادي ژوند ته بېرته ستنه شي.

نوموړې له «لېجن مجلې» سره په مرکه کې ویلي، چې افغانستان ته د تګ پرېکړه یې په مسلکي او شخصي دلایلو کړې وه. د هغې په وینا، کورنۍ یې د سیمې له خلکو سره تړاو درلود او د ځوانۍ په کلونو کې یې د افغانستان او پاکستان د سرحدي سیمو سفرونه هم کړي وو.
بشرا سعید خان ویلي، د ۲۰۰۹ کال په وروستیو کې په کندهار کې د کاناډايي ځواکونو ترڅنګ د حکومتولۍ، د نشه یي توکو ضد چارو او قومي مسایلو په برخه کې کار کاوه.
د هغې په وینا، د ۲۰۰۹ کال د ډسمبر په ۳۰مه له یوې ډلې سره د کندهار یوې سیمې ته تللې وه څو د بې‌ځایه شویو کورنیو اړتیاوې وارزوي. هغې وویل، د دویم تم ځای پر لور روان وو چې د دوی د زغره‌وال موټر تر څنګ چاودېدونکی ماین وچاودېد.
هغې وویل، په موټر کې لس کسان سپاره وو، چې پنځه تنه سمدستي ووژل شول او پنځه نور ژوندي پاتې شول.
بشرا سعید خان زیاته کړه چې چاودنې موټر څو متره هوا ته پورته وغورځاوه او وروسته چپه شو. د هغې په وینا، د بل موټر سرتېرو له موټره وایستله او تر چورلکې د رسېدو مخکې یې لومړنۍ طبي مرستې ورته برابرې کړې.
نوموړې ویلي، له کندهاره لومړی بګرام ته، بیا جرمني او وروسته کاناډا ته ولېږدول شوه. هغې زیاته کړې چې د اوږدې مودې لپاره په مصنوعي کوما کې وه.
د هغې په وینا، د ښي پښې د پرې کېدو ترڅنګ یې د بدن په بېلابېلو برخو کې سخت ټپونه اخیستي وو، غوږونو یې سم نه اورېدل، د خوراک لپاره یې پایپ کاراوه او د چپې پښې د ژغورلو لپاره یې ګڼ جراحي عملیات ترسره کړل.
هغې ویلي، د ټپونو د درملنې ترڅنګ یې له نوې ننګونې سره هم مخ وه؛ باید یو ځل بیا د تګ زده کړه کړې وای.
بشرا سعید خان وايي، وروسته د کاناډا په اوټاوا روغتون کې د مجازي واقعیت له ځانګړي سیسټم څخه د درملنې لپاره استفاده وکړه. دا ټېکنالوژي ناروغانو ته اجازه ورکوي چې په مصنوعي چاپېریال کې د بېلابېلو شرایطو تجربه وکړي او د تګ، تعادل او حرکت تمرین وکړي.
د هغې په وینا، دغه سیسټم ورسره مرسته وکړه چې نه یوازې فزیکي وړتیا بېرته ترلاسه کړي، بلکې د روغتون له چاپېریاله بهر د ژوند کولو باور هم ومومي.
هغې ویلي: «دغه پروګرام راته وښوده چې له معلولیت سره سره عادي ژوند کولی شم، کار ته ستنېدای شم او خپلې کورنۍ ته دوام ورکړم.»
بشرا سعید خان وايي، د بیارغونې په ټولو پړاوونو کې یې تر ټولو ستره هیله دا وه چې یوه ورځ مور شي.
د هغې په وینا، د درملنې هر پړاو یې له دې پوښتنې سره تړلی و چې ایا په راتلونکې کې به وکولای شي ماشومان ولري او له هغوی سره عادي ژوند وکړي که نه.
هغې ویلي، له ډېرو ستونزو وروسته یې دا هیله پوره شوه او اوس د خپلو ماشومانو مور ده.
بشرا سعید خان وايي، د افغانستان د جګړې ټپونو یې ژوند بدل کړ، خو دغو تجربو هغې ته دا هم وښوده چې له سختو پېښو وروسته د ژوند له سره جوړول ممکن دي.

د جېمزټاون راپور: قیوم خان ملنګ د طالبانو پر ضد د وسله وال مقاومت مهمه څېره ګرځېدلې ده

۱۳ لړم ۱۴۰۵ - ۴ نومبر ۲۰۲۶، ۱۷:۵۱ GMT+۰
100%

د جېمزټاون فاونډېشن په یوه تحلیلي راپور کې راغلي، چې د طالبانو له بیا ځلي ۵ کلنې د واکمنۍ وروسته، د افغانستان په شمال ختیځ کې د طالبانو ضد وسله‌والې ډلې لا هم فعالیت کوي او د قیوم خان ملنګ په مشرۍ د «سپاهیان میهن» یا «د وطن ساتونکو جبهه» د دغو ډلو له نوو لوبغاړو څخه شمېرل کېږي.

راپور وايي، که څه هم طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې واک ترلاسه کړ، خو د نړیوال مشروعیت د ترلاسه کولو هڅې یې محدودې پایلې لرلې دي. د پاکستان او طالبانو اړیکې هم خرابې شوې او دواړو خواوو پر یو بل د وسله‌والو ډلو د ملاتړ تورونه لګولي دي. په ورته وخت کې، د خراسان داعش څانګه د طالبانو لپاره یو امنیتي ګواښ دی او د احمد مسعود په مشرۍ د ملي مقاومت جبهه، د یاسین ضیا په مشرۍ د افغانستان ازادۍ جبهه او اوس د قیوم خان ملنګ ډله هم د طالبانو پر ضد فعالیت کوي.
د راپور له مخې، قیوم خان ملنګ د ۲۰۲۶ کال په جولای کې د بدخشان ولایت د یفتل سفلی ولسوالۍ پر مرکز برید وکړ. ویل کېږي چې د هغه ځواکونو د څو ساعتونو لپاره د ولسوالۍ مرکز نیولی و او طالبان یې له سیمې شا ته تګ ته اړ اېستي وو.
راپور وايي، که څه هم د طالبانو له مرستندویه ځواکونو تر رسېدو وروسته د ملنګ ځواکونه له سیمې ووتل، خو دغه برید وښوده چې طالبان لا هم په بدخشان کې له امنیتي ننګونو سره مخ دي.
جېمزټاون لیکلي، چې قیوم خان ملنګ د بدخشان اصلي اوسېدونکی او تاجک توکم دی. نوموړي کلونه د پخواني جمهوري نظام په امنیتي ځواکونو کې دنده ترسره کړې او وروسته د افغانستان ځانګړو ځواکونو ته شامل شوی و.
د راپور له مخې، ملنګ د امریکايي ځواکونو ترڅنګ هم کار کړی او د ځانګړو عملیاتو په ځینو قطعو کې یې د قوماندې مسوولیت درلود. هغه د جمهوري نظام تر سقوط وروسته د احمد مسعود په مشرۍ د ملي مقاومت جبهې سره یوځای شوی او د طالبانو پر ضد یې په څو عملیاتو کې برخه اخیستې ده.
راپور زیاتوي چې ملنګ وروسته له ملي مقاومت جبهې جلا شو او خپله ډله یې، چې «سپاهیان میهن» نومېږي، جوړه کړه.
د جېمزټاون په وینا، د ملنګ یوه ځانګړنه دا ده چې د نورو مخالفو مشرانو برعکس، له لرې د عملیاتو لارښوونه نه کوي، بلکې په خپله په جګړه کې ګډون کوي.
راپور ادعا کوي چې د هغه ځواکونو په بدخشان کې پر ځینو طالب پوستو بریدونه کړي، وسلې او تجهیزات یې ترې نیولي او حتی په ځینو سیمو کې یې خپل بیرغونه پر دولتي ودانیو پورته کړي دي.
د راپور په ارزونه، د یفتل سفلی برید د طالبانو لپاره د ۲۰۲۱ کال راهیسې په بدخشان کې له مهمو امنیتي ننګونو څخه و.
جېمزټاون په پای کې لیکي چې که څه هم «سپاهیان میهن» تر اوسه نه ده ثابته کړې چې اوږدمهاله پوځي حضور او پراخ فعالیتونه ساتلی شي، خو د دې ډلې وروستي عملیات ښيي چې د طالبانو ضد وسله‌وال مقاومت لا هم د افغانستان په ځینو سیمو کې د فعالیت توان لري.
د راپور په وینا، د قیوم خان ملنګ ډله د طالبانو د فشار، د بشري او مالي سرچینو د کمښت او د جلب او جذب له ستونزو سره مخ ده، خو په بدخشان کې یې فعالیت ښيي چې ښايي په راتلونکي کې هم د طالبانو پر ضد د مقاومت وړتیا وساتي.

سرچینې: د کابل په سیدال ناصري لېسه کې زده‌کوونکي ځورول شوي او سپکاوی یې شوی

۱۳ لړم ۱۴۰۵ - ۴ نومبر ۲۰۲۶، ۱۶:۱۲ GMT+۰
100%

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د کابل په سیدالناصري لېسه کې د طالبانو له‌خوا ګومارل شوي مرستیال یو شمېر زده‌کوونکي ډبولي او په زور یې ورته وېښتان هم قیچي کړي دي.

سرچینو د چهارشنبې په ورځ د لړم په ۱۳مه، له ټولګي دننه د یوې ویډیو په لېږلو سره ویلي، چې دا پېښه د درسي ساعتونو پر مهال شوې ده.

د سرچینو په وینا، دا پېښه د شنبې په ورځ هغه مهال شوې، چې په دې ښوونځي کې د طالبانو له‌خوا تازه ګومارل شوي مرستیال له یو شمېر مسوولینو او خدمتګارانو سره ټولګي په ټولګي پلټنه کړې ده. نوموړي ټول هغه زده‌کوونکي چې وېښتان یې اوږده وو، د نورو په وړاندې سپک کړي او په قیچي یې وېښتان ور لنډ کړي دي.

سرچینې زیاتوي، چې دا سپکوونکی چلند له فزیکي تاوتریخوالي سره مل و او د ښوونځي مسوولینو د اوږدو وېښتانو لرلو له امله یو شمېر هلکان ډبولي دي.

افغانستان انټرنشنل ته په رسېدلې ویډیو کې د دې لېسې د یوه درسي ټولګي د فرش داسې صحنې لیدل کېږي، چې د قیچي شویو وېښتانو لویې غوټې یې په بېلابېلو برخو کې پرتې دي.

په دې ویډیو کې ویل کېږي، چې دغو طالبانو د یوولسم او دولسم ټولګیو زده‌کوونکي د وېښتانو په پلمه ځورولي دي او دا غیرانساني چلند «نه په اسلام کې شته او نه په هېڅ بل دین کې». د ویډیو په دوام کې د دغو صحنو په اعتراض کې د «مرګ پر طالبانو» شعارونه ورکول کېږي.

رواني او ښوونیزې پایلې

په سویډن کې د ښوونې او روزنې فعالې فریدې سعید له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې د دغو اقداماتو د زیانمنو پایلو په اړه وویل: «په عام محضر کې سپکاوی، په زور د وېښتانو خریل او په ټولګي کې وهل ټکول د ماشومانو او تنکیو ځوانانو انساني کرامت سخت زیانمنوي او د اوږدمهاله رواني ټپونو، سختې اندېښنې، د ناامنۍ احساس او د ژورې بې‌ارزښتۍ لامل کېږي».

دې ښوونیزې فعالې ټینګار وکړ، چې په تعلیمي چاپېریالونو کې تاوتریخوالی او سپکوونکی چلند د زده‌کړې انګېزه له منځه وړي او د ښوونځي پرېښودو او له زده‌کړو څخه د لاس اخیستو لامل کېږي. هغې زیاته کړه: «کله چې ښوونځی د فکري ودې او روزنې لپاره د یوه خوندي مرکز پر ځای، د پلټنې، ځپنې او زورزیاتي پر چاپېریال بدل شي، د زده‌کړو په اړه د تنکیو ځوانانو باور او لېوالتیا په بشپړه توګه له منځه ځي او د دغو رواني زیانونو اغېزې به تر کلونو پورې ورسره پاتې وي».

طالبانو د ۱۴۰۰ کال د زمري په میاشت کې واک ته تر بیا رسېدو وروسته، د لېسو او ښوونیزو مرکزونو مدیریت خپلو پورې تړلو کسانو ته سپارلی او د زده‌کوونکو او ښوونکو پر ظاهري بڼه او جامو یې سخت څار او محدودیتونه لګولي دي.

د بشري حقونو څار سازمان د ۱۴۰۲ کال د لیندۍ په ۱۵مه، د «د هلکانو ښوونځي هم زیانمنېږي؛ په افغانستان کې د هلکانو پر زده‌کړو د طالبانو اغېز» تر سرلیک لاندې په یوه څېړنیز راپور کې خبرداری ورکړی و، چې د طالبانو تر واک لاندې ښوونځیو کې سپکوونکی چلند، بدني سزا او په زور د وېښتانو پرې کول زیات شوي او د زده‌کړو بهیر یې له کړکېچ سره مخ کړی دی.