امرالله صالح: د امریکا په کانګرس کې بدلون به د طالبانو د مخالفانو په ګټه نهوي

د تېر جمهوري نظام د ولسمشر مرستیال امرالله صالح وايي، د امریکا په منځمهاله ټاکنو کې د ډیموکراټانو بریا به د افغانستان په اړه د واشنګټن پر سیاست او د طالبانو د مخالفانو په ملاتړ کې کوم بدلون رانه ولي.
صالح د چهارشنبې په ورځ په یوه پیغام کې ویلي، چې په امریکا کې هغه ځواکمنې او ناټاکل شوې ادارې لاهم د افغانستان په اړه د دغه هېواد پر سیاست واک لري او د طالبانو مالي ملاتړ کوي.
امرالله صالح په وار وار ادعا کړې، چې امریکا له طالبانو سره مرسته کوي. هغه افغانستان ته د نړۍوالو بشري مرستو رسېدل هم د طالبانو د پیاوړتیا لامل او د یادې ډلې په اړه د واشنګټن د ملاتړ نښه بللې ده.
صالح لیکلي، امریکا یوازې د ۲۰۲۶کال په جولای میاشت کې له طالبانو سره مرسته کړې چې په اروپا کې د یو میلیارد او ۶۰۰ مېلیون ډالرو په ارزښت افغانۍ چاپ کړي. هغه د خپل پیغام په یوه برخه کې په ۲۰۲۰کال کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او ملا عبدالغني برادر ترمنځ ټلیفوني اړیکې ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي، چې ټرمپ هغه مهال له یوه «بهرني عبدُل» سره معامله وکړه او اوس له یوه «کورني عبدُل» سره په جګړه کې دی.
د صالح موخه له «بهرني عبدُل» څخه ملا عبدالغني برادر او له «کورني عبدُل» څخه د میشیګان ایالت د ټاکل شوي سناتور عبدالرحمان محمد سید یادونه ده، چې په وروستیو ټاکنو کې یې د امریکا سنا ته د لومړي مسلمان په توګه لار موندلې ده.
امرالله صالح د خپل پیغام په پای کې له خلکو غوښتي، چې په واشنګټن کې د سیاسي بدلونونو پر ځای پر افغانستان تمرکز وکړي. هغه ټینګار کړی، د افغانستان په اړه د امریکا سیاست لاهم د هغو ادارو په واک کې دی چې طالبان تمویلوي او واشنګټن د طالبانو مخالفو جریانونو ته کوم نوی پیغام او تګلاره نهلري.
د امریکا د کانګرس د ټاکنیزو سیالیو پرمهال افغانستان د استازو جرګې او سنا ته د نوماندانو په ویناوو او دریځونو کې ځای نه درلود. خو یوشمېر ډیموکراټ استازو له امریکا نه د افغان کډوالو د اېستلو پر پرېکړې نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې دغه اقدام له خپلو افغان متحدانو سره د واشنګټن د ژمنو نهپوره کول ښيي.
