په کونړ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او اووه نور ټپیان شوي دي

د کونړ ولایت د شیګل ولسوالۍ لپاره د طالبانو مرستیال مولوي نقیبالله خبر ورکړی، چې د یادې ولسوالۍ په لچۍ سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او اووه نور ټپیان شوي دي. د هغه په وینا، دغه پېښه د چهارشنبې په غرمه (د لړم په ۱۳مه) شوې ده.
نوموړي زیاته کړې، دغه موټر د لارې په اوږدو کې له سړک وتلی او ګړنګ ته لوېدلی دی. هغه ویلي، ټپیان د اسعداباد مرکزي روغتون ته لېږدول شوي او تر درملنې لاندې دي. خو د روغتیايي کارکوونکو په وینا، له دې ډلې د دوو ټپیانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی.
