د قطر او اندونیزیا دوو وزیرانو د افغانستان د وضعیت په اړه خبرې کړې دي
د قطر د بهرنیو چارو وزارت د دولت وزیر محمد بن عبدالعزیز الخلیفي د اندونیزیا د بهرنیو چارو له وزیر سره د افغانستان د وضعیت او د سیمې او نړۍ د وروستیو پرمختګونو په اړه ټیلیفوني خبرې کړې دي.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ، د د لړم ۱۴مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې الخلیفي له خپل اندونیزیایي سیال سره په خبرو کې د افغانستان، غزې تړانګې او اشغال شویو فلسطیني سیمو پر وضعیت خبرې کړې دي.
په خبرپاڼه کې د افغانستان د وضعیت په تړاو د خبرو نور جزئیات نه دې ورکړل شوي.
د خبرپاڼې له مخې، دواړو لورو د دوه اړخیزو همکاریو اړیکې او د هغو د ملاتړ او پیاوړتیا لارې چارې هم ارزولې دي.
الخلیفي همدارنګه د هغو ډیپلوماټیکو هڅو او نوښتونو ملاتړ څرګند کړی، چې موخه یې د سمندري تګ راتګ د ازادۍ تضمین او په سیمه کې د تلپاتې سولې لپاره د یوه هر اړخیز توافق زمینه برابرول دي.
په یاده اصولنامه کې یوه مقدمه، دوه بابونه، ۱۲ فصلونه او ۳۱ مادې شاملې دي چې په بېلابېلو حالتونو کې د خاوند او مېرمن ترمنځ د تفریق یا بېلتون شرطونه پکې بیان شوي او قاضي ته صلاحیت ورکړل شوی دی چې د یادو شرطونو د شتون په صورت کې هغه مېړه او مېرمن چې د تفریق لپاره مراجعه کوي، د تفریق حکم ورکړي.
د یادې اصولنامې په پنځمه ماده کې راغلي:« که له پلار او نیکه پرته له خپلوانو څخه یو، د ماشوم یا ماشومې د نکاح عقد، له کفو سره په مهر مثل باندې وکړي، عقد صحیح دی، خو د بلوغ په وخت کې د نکاح د عقد د فسخې اختیار د یاد شوي ماشوم یا ماشومې لپاره دی، البته دغه فسخ به د محکمې په حکم سره صورت مومي».
د اصولنامې له یادې مادې څخه ښکاري، چې د نجلۍ او هلک نکاح په ماشومتوب کې هم کېږي، خو له بلوغ وروسته یې بیا په خپله خوښه فسخه کولی شي.
خو د ۱۷م فرمان د تبلیغاتو پراختیا د ۱۸م فرمان پر وړاندې د نړیوالو نیوکو د دوام مخه نه ده نیولې. نړیوالې ادارې او د بشري حقونو سازمانونه لا هم له طالبانو غواړي چې د ښځو او نجونو حقونه تضمین کړي او هغه مقررات لغوه کړي چې د جنسیت پر بنسټ تبعیض ته زمینه برابروي.