سپینه ماڼۍ د جمهوريپالو تر ماتې وروسته: د ټرمپ د سیاسي پای وړاندوینه ناسمه ده

د امریکا په منځمهاله ټاکنو کې د جمهوريپالو تر سترې ماتې وروسته سپینې ماڼۍ د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ د دویمې دورې له کړنو دفاع کړې او ویلي یې دي، هغه کسان چې د ټرمپ د سیاسي پای وړاندوینه کوي یو وار به بیا ناسم ثابت شي.
د اسوشیټېډ پرېس د راپور له مخې، سپینې ماڼۍ د چهارشنبې په ورځ (د لړم ۱۳مه) په یوه خبرپاڼه کې د ټرمپ د ولسمشرۍ د دویمې دورې د ۱۲۷ اقداماتو نوملړ خپور کړ او هغه یې له امریکایانو سره د نوموړي د ژمنو د عملي کېدو بېلګې وبللې.
په دغه نوملړ کې د پولو د امنیت ټینګښت، د کډوالو د پراخې اېستنې پروګرام پلي کول او د مالیاتو راکمول شامل دي.
سپینې ماڼۍ په خبرپاڼه کې لیکلي: «هر ځل چې افراطي کېڼاړخو ډلو، جعلي رسنیو او هغو کسانو چې د خلکو په وېرولو بوخت دي، د ولسمشر ټرمپ د سیاسي پای اعلان کړی، تېروتنه یې کړې ده. دا ځل به هم تېروتنه وکړي».
دغه خبرپاڼه څو ساعته وروسته له هغې خپره شوه، چې ټرمپ له ایران سره جګړه د خپل ګوند د ټاکنیزې ماتې یو لامل وباله او د پټرولو د بیو له لوړېدو څخه یې د رای ورکوونکو ناخوښي هم یاده کړه.
