په تېرو پنځو کلونو کې، د طالبانو پر مخالفانو د کوربه هېوادونو د محدودیتونو او فشارونو په اړه بیا-بیا خبرې شوې دي.
دا راپور څېړي چې دغو محدودیتونو د مخالفانو پر فعالیتونو او پروګرامونو تر کومې کچې اغېز کړی، ایا د هغوی د موخو د تعقیب خنډ شوی او که خپله بېتحرکتي او د یوه منظم پروګرام نشتوالی د اوسني وضعیت اصلي علت دی.
افغانستان انټرنشنل په دې راپور کې د افغانستان له پنځو پیژندل شویو سیاسي څېرو سره خبرې کړې دي.
هغوی د «کوربه هېوادونو د حساسیتونو» او «داخلي سیاسي نزاکتونو» له امله ونه غوښتل چې نومونه یې افشا شي.
د دغو څېرو ځینې وايي چې کوربه هېوادونو د طالبانو د مخالفانو په سیاستونو او پروګرامونو کې پرېکړنده رول درلودلی دی.
د دوی په وینا، ترکیې یو شمېر مخالفانو ته خبرداری ورکړی، چې که د طالبانو پر ضد پوځي فعالیت وکړي، باید د دغه هېواد خاوره پرېږدي.
خو ځینې نور بیا وايي، چې په تېرو پنځو کلونو کې هیچا د هغوی د فعالیتونو مخه نه ده نیولې.
د طالبانو یو مخالف مشر، چې د دې ډلې پر ضد په پوځي فعالیت بوخت دی، وویل چې ان داسې هېوادونو ته یې سفرونه کړي، چې له طالبانو سره نږدې اړیکې لري.
هغه د کوربه هېوادونو محدودیتونه د مخالفانو د «نه فعالیت او ځان خلاصولو پلمه» بولي.
د دغه راپور تمرکز پر هغو څلورو هېوادونو دی، چې د طالبانو یو شمېر مخالفې څېرې پکې مېشتې دي: تاجکستان، ایران، ترکیه او متحد عربي امارات.
د دغو هېوادونو ترڅنګ، د اروپا او امریکا رول او د طالبانو د مخالفانو په اړه د پاکستان د تګلارې بدلون هم ارزول شوی دی.
تاجکستان؛ د مخالفانو له ملاتړه له طالبانو سره تر تعامله پورې
تاجکستان لومړنی هېواد و، چې په ښکاره توګه یې د طالبانو د مخالفانو ملاتړ وکړ.
د ملي مقاومت جبهې مشر احمد مسعود، د زرغون بهیر مشر امرالله صالح، د دفاع پخوانی وزیر بسمالله محمدی او یو شمېر نورې سیاسي او پوځي څېرې د جمهوریت له سقوط وروسته د دغه هېواد پلازمېنې دوشنبې ته لاړل.
تاجکستان د هغوی کوربهتوب وکړ او په سیمهيیزو او نړیوالو غونډو کې یې د طالبانو پر ضد غوڅ دریځ ونیوه.
خو د دغه راپور د سرچینو په وینا، د دوشنبې دریځ په تدریجي ډول بدل شوی او اوس د طالبانو له ادارې سره د تعامل په لټه کې دی.
د ملي مقاومت جبهې یوه جګپوړي غړي وویل، چې تاجکستان په تېر کې افغانستان ته د مخالفانو تګ راتګ اساناوه، خو اوس دا لارې تړل شوې دي.
د هغه په وینا، د ملي مقاومت جبهې دفتر رسمي ادرس نه لري او د احمد شاه مسعود د بنسټ په نوم فعالیت کوي.
امرالله صالح او احمد مسعود هم په دغه هېواد کې تر سختو امنيتي تدابېرو لاندې ژوند کوي او د تاجکستان چارواکي هغوی رسمي غونډو ته نه وربولي.
د طالبانو یوه بل مخالف مشر وویل، سره له دې چې تاجکستان د مخالفانو تر ټولو مهم ملاتړی و، اوس له طالبانو سره د همکارۍ هڅې کوي.
د هغه په وینا، د تاجکستان د استخباراتو رئیس په منظمه توګه له طالبانو سره په اړیکه کې دی او ان دغې ډلې ته د افغانستان د سفارت د سپارلو په اړه خبرې شوې دي.
له دې سره، په دوشنبه کې د افغانستان سفارت د ملي مقاومت جبهې ته د يوه نږدې پخواني ډيپلوماټ په واک کې دی.
یوه لوړپوړي سیاسي شخصیت د تاجکستان د دریځ د بدلون لامل د روسیې فشار او د دغه هېواد امنيتي ملاحظات وبلل.
هغه وویل: «په پیل کې تاجکستان د طالبانو په بشپړ مخالفت کې و او یو شمېر مخالفانو ته یې د پوځي او سیاسي فعالیت اجازه ورکړه.»
«وروسته یې له طالبانو سره تعامل اړین وباله او د روسیې تر فشار لاندې له دښمنانه دریځ څخه ووت.»
تاجکستان له افغانستان سره د اوږدې پولې لرلوله امله له بېلابېلو امنیتي ګواښونو سره مخ دی.
په افغانستان کې د منځنۍ اسیا د افراطي ډلو شتون، د قاچاقبرانو فعالیتونه او د داعش خراسان ګواښ د دغه هېواد له مهمو اندېښنو څخه دي.
هممهاله، د همګټو (CIS) غړي هېوادونه له افغانستان سره د تاجکستان د پولو د امنیت د پیاوړتیا هڅې کوي.
ایران؛ د مخالفانو کوربه توب او له طالبانو سره نږدې اړیکې
ایران د جمهوریت له سقوط وروسته د پخوانیو چارواکو، پوځیانو او د طالبانو د یو شمېر مخالفانو په ګډون د ګڼو افغان کډوالو کوربه شو.
ایران د پاکستان ترڅنګ، د افغانستان په تېرو پنځو لسیزو شخړو کې تر ټولو اغېزمن ګاونډی پاتې شوی دی.
ایران د طالبانو له مخالفانو سره د همکارۍ مخینه لري، خو په تېرو پنځو کلونو کې یې له دې ډلې سره نږدې اړیکې جوړې کړې دي.
د دغه راپور سرچینې وايي، چې تهران د طالبانو له مخالفانو سره دوه ګونی سیاست غوره کړی: ځینو ته یې د فعالیت لاره پرانیستې، خو ځینې نور یې د طالبانو پر ضد له پوځي عمل څخه منع کړي دي.
په مشهد کې د ملي مقاومت جبهې دفترونه فعال دي او احمد مسعود هم په منظمه توګه ایران ته سفرونه کوي.
یوه پخواني جګپوړي چارواکي وویل، چې د ایران په سیاسي جوړښت کې د طالبانو په اړه بېلابېل لیدلوري شته.
د هغه په وینا، ځینې کسانی طالبان د «دښمن دښمن» بولي او همکارۍ ته یې لیواله دي، په داسې حال کې چې ځینې نور د شیعه ضد کړنو له امله د دغې ډلې له ملاتړه ډډه کوي.
هغه د سپاه پاسداران او د ایران بهرنیو چارو وزارت ترمنځ توپیر ته په اشارې وویل، چې سپاه له طالبانو سره نږدې اړیکې ساتي، خو بهرنیو چارو وزارت له مخالفانو سره په تعامل کې دی.
د ملي مقاومت جبهې یوه جګپوړي غړي هم افغانستان انټرنشنل ته وویل: «ایران زموږ په کارونو کې کار نه لري، خو پوځي او سیاسي ملاتړ مو هم نه کوي.»
دا دریځ په کابل کې د ایران د سفیر د مرستیال له څرګندونو سره توپیر لري.
هغه د طالبانو پر ضد هر ډول مقاومت رد کړی او ویلي یې دي، چې لوري باید خپلې غوښتنې د خبرو او ډیپلوماسۍ له لارې تعقیب کړي.
د یوې سرچینې په وینا، ایران محمد محقق د ایران په خاوره کې د طالبانو پر ضد له پوځي فعالیته منع کړی دی.
محقق له ایران سره نږدې اړیکې لري، خو اوس په ترکیه کې مېشت دی.
افغانستان انټرنشنل له بیا- بیا اړیکو سره سره ونه توانېد چې په دې اړه د هغه نظر واخلي.
د جمعیت اسلامي یو بل پیژندل شوی مشر اسماعیل خان هم په مشهد کې استوګن دی.
هغه کله ناکله د طالبانو خلاف اعلامیې خپروي، خو د دې ډلې پر ضد یې کوم عملي ګام نه دی اخیستی.
په ورته وخت کې، په ایران کې د طالبانو یو شمېر مخالفې څېرې ترور شوې دي؛ لکه پخوانی قوماندان اکرامالدین سریع او دوه نور مهم پوځي قوماندانان.
یوه پخواني لوړپوړي پوځي وویل، د نظام له سقوط وروسته ډېری مخالفانو فکر کاوه، چې د تهران او طالبانو د مذهبي او اېډیالوژیکو اختلافاتو له امله به د دوی اړیکې نږدې نه شي.
له همدې امله یو شمېر هغوی ایران ته لاړل، خو د هغوی د تمې خلاف، ایران د طالبانو په یوه نږدې شریک بدل شو.
هغه ادعا وکړه، چې د هغوی د بهیر یو شمېر کسان په ایران کې نیول شوي او زیاته یې کړه چې دې جبهې کله هم له ایران سره همکارۍ ته لېوالتیا نه ده ښودلې.
له دې سره، تر دا مهاله په ایران کې د طالبانو د مخالفانو د نیول کېدو په اړه کوم رسمي راپور نه دی خپور شوی.
د ایران یوه پخواني ډیپلوماټ وویل، چې دغه هېواد د خپلو امنیتي اندېښنو له امله د مخالفانو پر ښکاره فعالیت حساس دی، خو د پټو درېځونو مخه یې نه نیسي.
هغه زیاته کړه: «ایران د پوځي او سیاسي فعالیت له امله د طالبانو مخالفین نه بندیان کوي او نه ورته سره غالۍ غوړوي.»
دغه پخواني ډیپلوماټ د اوسني حالت مسوولیت پخپله د مخالفانو پر مشرانو واچاوو او ویې ویل،چې هغوی ونه توانېدل کوربه هېوادونه د خپلو پروګرامونو ملاتړ ته قانع کړي.
د هغه په وینا، مخالفان انسجام او همغږي نه لري او د طالبانو پر وړاندې یې پخه اراده نه ده ښودلې.
هغه زیاته کړه، چې ځینې مشران تمه لري چې ایران یا نور هېوادونه د هغوی پر ځای له طالبانو سره جګړه وکړي.
ترکیه؛ پر سیاسي او پوځي فعالیت محدودیت که پلمه؟
ترکیه د طالبانو د یو شمیر اغېزناکو مخالفانو لکه: محمد محقق، عبدالرشید دوستم، صلاحالدین رباني، عبدرب الرسول سیاف او الماس زاهد کوربنه ده.
دغه څېرې په منظمه توګه انلاین غونډې کوي او د افغانستان د وضعیت په اړه خپل دریځ اعلانوي.
په وروستیو میاشتو کې، پاکستان هم له دغو کسانو له ځینو سره همکارۍ ته لېوالتیا ښودلې ده.
دوو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې ترکیې پدې وروستیو کې مخالفانو ته خبرداری ورکړی، چې د پوځي فعالیت په صورت کې باید له ترکیې ووځي.
د دغو سرچینو په وینا، انقره د پاکستان تر فشار لاندې له اسلام اباد سره د مخالفانو د اړیکو مخه نه شي نیولای، خو غوښتنه یې کړې چې پوځي تحرکات ونه کړي.
په ترکیه کې د طالبانو یوه مخالف وویل، چې دغه هېواد په تېرو پنځو کلونو کې مخالفانو ته د رسمي غونډو یا دفتر د پرانیستلو اجازه نه ده ورکړې.
د هغه په وینا، ترکي چارواکو بې له رسمي لیکلو پلي کولو مخالفانو ته ویلي چې «له خپلو پولو پښه اړولای نه شئ».
هغه پوښتنه وکړه: «کله چې سیاسي فعالیت ته اجازه نشته، د پوځي اقدام تمه څنګه کېدای شي؟»
خو د ازادۍ جبهې او ملي مقاومت جبهې عالي غړي دا خبره نه مني.
هغوی وايي په ترکیه کې مېشت ځینې مشران محدودیتونه بهانه کوي، که اراده وي هېڅ هېواد په بشپړ ډول خنډ نه شي جوړېدای.
هغوی ټینګار کوي، چې له کوربه هېوادونو د نظامي او سیاسي ملاتړ هيله بې ځایه تمه ده.
د مقاومت جبهې یوه غړي وویل: «هغه نازونه چې موږ په جمهوریت کې پر دغو هېوادونو منلي وو، اوس هم تمه لرو چې دوی یې وپېري.»
د مخالفینو یوه بل مشر سیاسي څېرو ته په خطاب کې وویل: «که عملي مخالفت نه شئ کولای، تر زوم (Zoom) شاته ناستې څه مانا لري؟»
بلې سرچینې وویل، چې ځینې سیاسي مشران د عمر د زیاتوالي او له جګړې د ډېر وخت لرې والي له امله پخوانۍ روحیه او وړتیا نه لري.
د هغه په وینا، د جمهوریت د ۲۰ کلونو ارام او سوکاله ژوند هغوی په غرونو او دښتو کې له مقاومت او ستونزو لرې کړي دي.
سرچینې وايي ترکیې په تېرو پنځو کلونو کې مخالفانو ته له مخامخ لیدنو او لويو غونډو جوړولو اجازه نه ده ورکړې.
د بېلګې په توګه، د «همغږۍ» ډله چې عبدالرشید دوستم، محمد محقق، استاد سیاف او حنیف اتمر پکې وو، ونه توانېده چې په ترکیه کې علني غونډه وکړي.
د یوه لوړپوړي سیاسي شخصیت په وینا، ترکیه له همغه پیله د طالبانو پر ضد له پوځي بریدونو او تحرکاتو سره مخالفت درلود.
هغه زیاته کړه، چې د مکې په تړون کې د ترکیې له شتون او له پاکستان سره د سټراتیژیکو اړیکو له کچې لوړېدو وروسته انقره تر پخوا زیاته د اسلاماباد تر اغېز لاندې راغلې ده.
له دې سره،د طالبانو یوه مخالف مشر د ترکیې د ټولو محدودیتونو ادعا رد کړه او ویې ویل چې ترکي چارواکو د امنيتي ګواښ پر مهال له یوه هوټله بل ته د ځای د بدلولو مشوره ورکړه چې دا د همکارۍ نښه ده.
هغه دا ګام د ترکیې د پاملرنې او امنیتي همکارۍ د ښې هڅې په توګه یاد کړ.
په ورته وخت کې، د یوې باوري سرچینې په وینا، ترکیې په جلاوطنۍ کې د افغان پارلمان کوربهتوب ته هم شین څراغ ښودلی.
سرچینې وايي د ولسي جرګې پخوانی رئیس میررحمان رحماني غواړي دا بنسټ پرانیزي او پاکستان او ترکیې یې هرکلي ته چمتووالی ښودلی دی.
امارات؛ د امنیتي لیدنو مرکز او پر مذاکراتو ټینګار
متحده عربي امارات هم له هغو هېوادونو دی، چې د مخالفانو د فعالیتونو په ډګر کې مطرح کېږي.
په اماراتو کې، په ځانګړي ډول ابوظبۍ کې یو شمیر هغو افغان سیاستوالو ژوند کړی ، چې له حقاني شبکې سره خورا نږدې اړیکې لري.
د افغانستان پخواني ولسمشر اشرف غني څه باندې څلور کاله په اماراتو کې ژوند وکړ.
هغه پدې وروستیو کې دغه هېواد پرېښود او په یوه پیغام کې یې وویل چې «شش میاشتې یې غږ بنده شوی و او چوپ پاتې و».
باوري راپورونه ښيي، چې غني ښایي اوس په بریتانیا کې مېشت شوی وي.
هغه له اماراتو تر وتلو وروسته هم د طالبانو پر ضد کوم څرګند سیاسي دریځ نه دی نیولی.
د طالبانو یوه مخالف مشر وویل: «ټولې استخباراتي او امنیتي ناستې په اماراتو کې تر سره کېږي.»
په اماراتو کې زیاتره مېشتې څېرې له طالبانو سره پر ډیپلوماسۍ او خبرو اترو ټینګار کوي.
د جمعیت اسلامي یو مشر عطا محمد نور، د نیوکو ترڅنګ له طالبانو سره د مذاکرې او تفاهم غوښتونکی دی.
د سرچینو په وینا، د ایران او پاکستان په پرتلې امارات د افغانستان په بدلونونو کې دومره ژور او پراخ رول نه لوبوي.
اروپا او امریکا؛ له جګړې پرته سیاسي مخالفت
د طالبانو د پخوانیو پوځي او سیاسي مخالفانو یوه ډله په لوېدیځو هېوادونو کې پناه اخیستې ده.
اروپايي هېوادونه او امريکا د طالبانو پر تګلارو سختې نیوکې کوي، خو بېرته صحنې ته راګرځېدو یا د پوځي جګړو ملاتړ ته هېڅ تمایل نه ښيي.
یو شمېر دغو هېوادونوهم په تدریجي بڼه له طالبانو سره د تعامل لاره نیولې ده.
پنځو جلا سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ومنله، چې دا هېوادونه د جنګ پلویان نه دي، خو سیاسي مخالفتونو ته توند خنډونه نه جوړوي.
یوه جګپوړي سیاسي شخصیت وویل، ډېری مخالف مشران شته فرصتونه هېروي ځکه نه غواړي له دې پوښتنې سره مخ شي چې په تېرو پنځو کلونو کې یې څه کړي دي.
هغه زیاته کړه: «ډېری مشران دا زمينې پټوي. نړیوال وايي تاسو لومړی ګام واخلئ ترڅو نور له تاسو ملاتړ وکړي. فرصتونه تر لومړي مقاومت هم زيات دي.»
د هغه په وینا، د ملګرو ملتونو راپورونه هم د مقاومت د مشروعیت لپاره ځینې مناسب لاملونه وړاندې کوي.
پاکستان؛ د طالبانو له ملاتړه د مخالفانو همکارۍ ته تر بلنې پورې
پاکستان چې کلونه د طالبانو زړه سر او پیاوړی ملاتړی و، اوس له دغې ډلې سره پخپله مستقیمې شخړې ته لوېدلی دی.
دغه اوښتون د افغان مخالفانو په تړاو د اسلام اباد پر کړنلارې نېغ په نېغه بېساری اغېز کړی دی.
یوې پیژندل شوي سیاسي څېرې وویل: «پاکستان د طالبانو له ملاتړه اوس پر بل اړخ، د طالبانو د مخالفانو فعال ملاتړته زړه ښه کړی دی.»
د طالبانو یو شمېر مخالفین وايي چې له پاکستانه ورته د همکارۍ بلنې ورکړل شوې دي.
د هغوی په وینا، اسلام اباد د افغان جلاوطنه پارلمان د جوړېدو کوربهتوب ته غېږه پرانیستې ده.
يوه مخالف وویل د هغوی او پاکستان اړیکې سټراتیژیکې دي، خو وروستیو ټکو او هوکړو ته نه دي رسېدلي.
له دې سره، یوه سیاسي فعال وویل د پاکستان برخه له نورو جلا ده، حتي د هغوی دننه تر اوسه چا ته ښکاره د پوځي یا سیاسي مبارزې پرانیستې نقشه نه ده ورکړل شوې.
هغه د پرتلې لپاره په دوحه کې د طالبانو د ۲۰۱۰ کال دفتر یاد کړ چې د کابل حکومت له پرلهپسې ټینګارونو سره سره پرانیستل شو.
د هغه په وینا، قطر په خپل دغه ګام د هغوی بیرغ جګ کړ او د سیاسي لیدلو لپاره یې یوه لویه پروژه او ادرس جوړ کړ.
له دغو مسایلو یوه خبر فعال وویل پاکستان له طالبانو نهیلی شوی او اوس جګړهییز درېځ غوره کوي.
له دې ټولو سره، تر اوسه د اسلام اباد او مخالفت کوونکو ترمنځ بشپړ باور نه دی رامنځته شوی.
هغه زیاته کړه: «د مخالفانو ډېره برخه پر پاکستان باور نه لري، يوازې له مجبوریته دا لار څاري.»
د راپور په استناد، مخالفان لا هم ډاډه نه دي چې پاکستان يوازې د طالبانو د چلند بدلون غواړي که پخپله د دغې واکمنۍ زوال.
هغه وویل که په سبا کې د TTP ګواښونه مهار شي، ښايي د اسلام اباد دا مخالفتونه له منځه لاړ شي.
له بلې خوا، مخالف سیاستوال وايي چې اصل خبره واکمنۍ ته د خلکو حقوق او د هېواد د خاورې د خوندیتوب او پر بهرنیو هېوادونو د ناامنۍ د نه لېږدولو ده.
خو د خپرو شویو خبرونو له مخې، پاکستان تر اوسه نه دی حاضر شوی دغسې ژمنه په زغره تایید کړي.
د کوربه هېوادونو خنډونه که د پروګرام نشتوالی؟
د نظر خاوندانو او خبرو اترو برخه والو ټولو په یوه خوله منلې، چې بهرني کوربه هېوادونه اغېز لري.
ځینو د سیاسي او ځینو نورو د پوځي ډګر د راکمولو له امله مخالف لوري شاته کړي دي.
یوه پخواني لوړپوړي وویل دا اغېز ځکه دوامداره دی، چې دوی کډوال او پناه غوښتونکي دي او باید د بهرنیو هېوادونو اصول پلي کړي.
د هغه په وینا، دغه هېوادونه تر هرڅه لومړی خپلې ګټې په پام كې نیسي.
یوه سیاسي فعال وویل: «هغوی تعامل په ګټه بولي او له ټولو مخکې خپل امنیت ته ګوري.»
«د ټولو هېوادونو امنیتي اندېښنې روښانه دي. دوی اړ دي د طالبانو له ادارې سره په نږدې کېدو دغو هڅو ته خنډونه ختم کړي او اړیکې ساتي.»
د راپور باوري سرچینې زياتوي، له روسیې پرته لږو هېوادونو د طالبانو ټولو غوښتنو ته پام کړی او نورو ډېرو یوازې د تعامل لاره ورسره نیولې ده.
یو شمېر فعالان باور لري، چې د مېشتو هېوادونو قیودات په ۵ کلونو کې د ناستې او چوپتیا بشپړ دلیل شي جوړېدای.
هغوی زیاتوي چې ځینو جبهو د دې شرایطو سره سره نوې لاری پیدا کړې دي، مګر ځینې ناسمې ادارې یوازې دغه پلمې را مخته کوي.
په پای کې یوه پخواني چارواکي د موضوع نچوړ داسې وکړ: « بې وسي پلمه نه ده، یوه جدي ستونزه ده».