• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ډار: له افغانستانه «رامنځته شوې ترهګري» د پاکستان امنیت ته جدي ګواښ دی

۱۹ لړم ۱۴۰۵ - ۱۰ نومبر ۲۰۲۶، ۱۶:۰۶ GMT+۰

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار له طالبانو وغوښتل چې د نورو هېوادونو، په ځانګړي ډول د پاکستان پر ضد د ترهګریزو بریدونو لپاره د افغانستان د خاورې د کارولو مخه ونیسي. هغه له افغانستانه «رامنځته شوې ترهګري» پاکستان ته یوه جدي امنیتي ننګونه وبلله.

اسحاق ډار د سې شنبې په ورځ،(لړم ۱۹مه) په اسلام‌اباد کې د «مارګله ډیالوګ ۲۰۲۶» نړیوالې ناستې په پرانیستونکې وینا کې وویل، چې پاکستان د خپلو وګړو ساتنې ته دوام ورکوي او په ورته وخت کې له یوه سوله ییز، باثباته او له سیمې سره د اقتصادي اړیکو لرونکي افغانستان له رامنځته کېدو ملاتړ کوي.

هغه زیاته کړه، چې په دې برخه کې پرمختګ د نورو هېوادونو پر ضد د ترهګریزو بریدونو په موخه د افغانستان د خاورې د نه کارولو لپاره اغېزناکو ګامونو ته اړتیا لري.

د مارګله ډیالوګ ناسته د څه په اړه وه؟

د «مارګله ډیالوګ ۲۰۲۶» دوه ورځنۍ ناسته د لړم په ۱۹مه او ۲۰مه په اسلام‌اباد کې جوړ شوی دی.

دا ناسته د اسلام‌اباد د پالیسۍ څېړنو انسټیټیوټ لخوا جوړه شوې او اصلي موضوع یې «بدلیدونکی نړیوال نظم؛ له ستراتیژیکې ناڅرګندتیا سره مخامخېدل» ده.

په دې ناسته کې پاکستاني چارواکي، ډیپلوماتان، څېړونکي او نړیوال کارپوهان په نړۍ کې د ځواک د انډول د بدلون، د لویو قدرتونو د سیالۍ، د سیمه ییز امنیت، د سوېلي اسیا او لوېدیځې اسیا د اړیکو، د ټکنالوژۍ او پر دولتونو او ټولنو د هغې د اغېز او د اقتصادي ننګونو په اړه بحث کوي.

اسحاق ډار د خپلې وینا په نورو برخو کې د نړیوال نظم د بدلونونو، د لویو قدرتونو د سیالۍ، له چین او امریکا سره د پاکستان د اړیکو، د سیمې له هېوادونو سره د همکارۍ او د امریکا او ایران د رژیم ترمنځ د کړکېچ د کمولو لپاره د اسلام‌اباد د هڅو په اړه هم خبرې وکړې او افغانستان او ترهګري په دې ناسته کې د هغه د بحث له اصلي محورونو څخه وو.

پاکستان تر دې مخکې هم له افغان خاورې د ترهګریزو ګواښونو د پېښوالي ادعاوې کړي، خو په افغانستان کې د طالبانو واکمنۍ دا ادعاوې بې بنسټه ګڼلې دي.

ډېر لیدل شوي

طالبانو د الله داد فدایي له نیولو څو ورځې وروسته د هغه د جبري اعتراف ویډیو خپره کړه
۱

طالبانو د الله داد فدایي له نیولو څو ورځې وروسته د هغه د جبري اعتراف ویډیو خپره کړه

۲

د طالبانو د رسنیو د ملاتړ ژمنې؛ د خبریالانو نیول او د خپلواکو رسنیو تړل لاهم دوام لري

۳

افغانه خبریاله:د طالبانو بیا واکمنۍ د افغان ښځو غږ کمزوری او لاسته راوړنې یې له منځه یووړې

۴

په بدخشان کې د الوتکې پرېوتو په تړاو روسی پیلوټ محاکمه کېږي

۵
ځانګړی راپور

په ۲۰۰۱ کال کې له ماتې وروسته؛ پاکستان څنګه د طالبانو د بیا راټولېدو مرکز وګرځېد؟

•
•
•

نور خبرونه

د ترکیې په پوله د وژل شوي افغان ځوان هویت تایید شو

۱۹ لړم ۱۴۰۵ - ۱۰ نومبر ۲۰۲۶، ۱۲:۳۰ GMT+۰
100%

د هغه افغان ځوان یوه خپلوان چې د ترکیې په پوله وژل شوی، افغانستان انټرنشنل ته د هغه هویت تایید کړ. د دغه تني ځوان ورور، شریف نظری، د سې شنبې په ورځ (د لرم ۱۹مه) وویل چې رضا نظری یې د هغو اتو جسدونو په منځ کې پېژندلی چې د ایران او ترکیې په پوله موندل شوي دي.

شریف نظري افغانستان انټرنشنل ته وویل چې خپل ورور یې د قربانیانو په منځ کې موندلی دی. د هغه په خبره، رضا په هغه ویډیو کې چې د جسدونو په اړه خپره شوې، وروستی کس دی او داسې ښکاري چې د دې پېښې تر ټولو ځوان قرباني وي.

افغانستان انټرنشنل هغه اسناد او مدارک لیدلي چې ښيي رضا نظری د علي‌چمن نظری زوی، د بامیان ولایت اوسېدونکی او د ۲۰۰۹ ز کال د سپټمبر په ۲۴مه (د ۱۳۸۸ لمریز کال د تلې په دویمه) زېږېدلی دی او د ملګرو ملتونو د ماشومانو د حقونو د کنوانسیون له مخې ماشوم ګڼل کېږي.

شریف نظري وویل چې د خپل ورور له برخلیکه خبر نه و. هغه له ترکي، ایراني او طالب چارواکو وغوښتل چې کابل ته د رضا د مړي په لېږدولو کې همکاري وکړي څو کورنۍ یې هغه خاورو ته وسپارلی شي.

ښاغلي نظري زیاته کړه چې د قربانیانو مړي اوسمهال د ترکیې په «وان» ښار کې ساتل کېږي او کورنۍ د خپلو اولادونو مړو ته لاسرسی نه لري.

خبرو سرچینو د یکشنبې په ورځ (د لړم ۱۷مه) د ایران او ترکیې په پوله د اتو افغان کډوالو د مړو ویډیو افغانستان انټرنشنل ته ولېږله. په دې ویډیو کې د اتو ځوانانو مړي لیدل کېږي چې زنې یې په پټیو تړل شوې دي.

هغه کس چې دا ویډیو ثبت کړې، د افغانستان په فارسي لهجه وايي: «سلام وروره! دا کډوال دي.»

په ترکیې کې د پناه غوښتونکو ټولنې هم له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې د دغو اتو کسانو مړینه تایید کړه. دې ټولنې وویل چې تر دې مهاله په وان ښار کې مېشتو افغانانو ته اجازه نه ده ورکړل شوې چې د مړو د پېژندنې یا لیدلو لپاره روغتون ته لاړ شي.

د ترکیې رسنیو راپور ورکړی چې د اتو ځوانانو مړي د ترکیې په «وان» ولایت کې د «اوزالپ» اړوند د «یوکاری‌تولګالی» سیمې ته نږدې او د ایران پولې ته په شاوخوا درې کیلومترۍ کې موندل شوي دي. دغو رسنیو د قربانیانو هویت نه دی اعلان کړی او د مړینې لامل یې سخته یخ‌والي ښودلی دی.

خو د قربانیانو د مړینې لامل تر اوسه په خپلواکه توګه نه دی تایید شوی.

د معلوماتو د پټ ساتلو امر

یوه ترکي خبريال اوزکان اوزتاش د دوشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د وان سیمه ییزې ادارې امر کړی چې دا دوسیه دې پټه پاتې شي.

دا پېښه د ترکیې د حکومت د ځینو مخالفو سیاستوالو له غبرګون سره هم مخ شوې ده.

د ترکیې په پارلمان کې د خلکو د دیموکراسۍ او مساوات ګوند استازي ګلجان کچماز سایغیت د دوشنبې په ورځ خپل کورنیو چارو وزیر ته په یوه لیک کې، د قضایي څېړنو د پیلولو، د قربانیانو د هویت د روښانه کېدو او د احتمالي تورنو کسانو د نیولو غوښتنه وکړه.

ښاغلي سایغیت په دې لیک کې د ترکیې په پولو کې د کډوالو د مړینې ورته پېښو ته اشاره کړې ده. د دې استازې په خبره، د ۲۰۰۲ ز کال په مې میاشت کې، د وان پوله‌یز ولایت په «چالدران» سیمه کې د واورو له ویلې کېدو وروسته د ۱۹ افغان کډوالو مړي وموندل شول. هغه همدارنګه په ۲۰۱۹ ز کال کې د کډوالۍ په لارو او د «باش‌قلعه» په سیمه کې د یو شمېر کډوالو مړینې ته هم اشاره کړې ده.

د پارلمان د دې استازې د اقتصادي بحرانونو او سیمه‌ییزو شخړو اغېزو ته په پام سره چې پر کډوالۍ لاره لري، په پوله‌یزو سیمو کې د کډوالو د حقونو د ساتنې لپاره د نورو تدابیرو د نیولو غوښتنه کړې ده.

هغه همدارنګه د ترکیې له کورنیو چارو وزارت څخه د وان په ولایت کې د کډوالو د بېرته ستنولو په مرکزونو کې د ساتل شویو کډوالو د شمېر، په تیرو پنځو کلونو کې د کډوالو د شړلو د شمېر او د هغو کسانو د شمېر په اړه معلومات غوښتي چې له ۲۰۲۰ کال راهیسې د ایران له لارې دې ولایت ته داخل شوي دي.

په وان ښار کې د ترکیې د جمهوري غوښتونکي خلق ګوند د څانګې مشر سراج‌الدین بدیرهان‌اوغلو هم دا پېښه د کډوالۍ د مدیریت د کمزورۍ، د پوله‌یز نظارت د نیمګړتیاوو او د انسانانو ژوند ته د بې‌تفاوتۍ پایله وبلله. هغه د دې پېښې د هراړخیزې څېړنې او د هغې د احتمالي عاملینو د پېژندلو غوښتنه وکړه.

ترکیه یونان او نورو اروپایی هیوادونو ته د افغان کډوالو یو له مهمو لارو څخه ده. دا هیواد د ډیری افغان کډوالو کوربتوب هم کوي چې ځینې یې پرته له معتبرو اوسیدو اسنادو ژوند او کار کوي.

د کندهار یو شمېر کارګران: طالبان په رغنیزو پروژو کې د «خپلوۍ» له مخې کارګران ګماري

۱۹ لړم ۱۴۰۵ - ۱۰ نومبر ۲۰۲۶، ۱۱:۱۲ GMT+۰
•
عبدالله همیم
100%

په کندهار کې یو شمېر روزمزد کارګران وايي، د کار په لټه سهار ماښام هڅې کوي، خو په ځینو دولتي پروژو کې طالبان یوازې هغه کسان د کارګرانو په توګه ګوماري چې اړیکې ورسره لري.

د کندهار د دوهمې حوزې اړوند د چوڼۍ سیمه ده، ورځ تر نیمايي تېره ده، لا هم ګڼ کسان چې د کار په لټه له کوره راوتلي د کار کولو چانس یې نه دی پیدا کړی او نن بېرته خالي لاس خپلو کورونو ته ستنیږي.

100%

دغه کارګران وايي، د روزانه مزوری په مټ د خپلې کورنۍ اړتیاوې پوره کوي خو کله کله داسې هم کېږي چې ځینې کسان په څلور او پنځه ورځو هم کار نه شي پیدا کولی.

د نورالله په نوم یو کارګر، چې د زابل له شاجوی ولسوالۍ څخه د کار په لټه کندهار ښار ته تللی وايي، مسلکي رنګ مال دی خو په اوونۍ کې یوه یا دوه ورځې د کار چانس ورته برابریږي.

نورالله وايي:« کور کې شپږ کسان یوو، دلته رالم چې کار وکړم، خو کله چې چانس ولرم په هفته کې ایله درې ورځې کار کړم. دلته یوه سموار کې اوسېږم نو چې کار پیدا نه کړم زما د خوراک مصارف هم راته ګران تمامیږي».

په کندهار ښار کې د نورالله په څېر لسګونه نور کسان هم هره ورځ له خپل کوره د کار په لټه د چوڼۍ د سمې ترڅ، په مدد او د شهېدانو چوک کې راټولیږي، خو له دې کسانو ډېر لږ یې د کار چانس پیدا کوي.

100%

یو شمېر دغه کارګران وايي، په کندهار کې د ښاروالۍ، د کلیوبارغونې او نور ریاستونه او موسسې هم داسې پروژې لري چې روزمزد او ډیری وخت مسلکي کارګرانو ته اړتیا لري، خو د دوی په خبره په دغه ډول پروژو کې د طالبانو په خوښه او د دوی باوري کسان ګومارل کېږي.

یو کارګر چې نه غواړي نوم یې واخېستل شي وايي:«څو میاشتې مې د ښاروالی د تنظیف په برخه کې کار وکړ، هلته بیخې ډېرکسان وو، معاشونه د یو موسسې له‌خوا د ښاروالۍ پر ادرس راکول کېدل، زړه مو ټول دوامداره کار کو، خو موږ څو کسان یې کار څخه جواب کړو طالبانو خپل خپلوان پرکار ودرول».

یو شمېر دغه کارګر په کانونو کې د کار کولو په موخه بدخشان او فاریات ولایتونو ته هم تللې دی، دوی وايي چې د کانونو په روزمزد کار کې هم یوازې هغه کسان پر کار درول کېدل چې اړیکې یې لرلې.

د حمیدالله په نوم یو کارګر وايي:«موږ څو ملګري په ګډه بدخشان او فاریات ولایتونو ته ولاړو، خو موږ هلته هېڅوک نه پېژندل د کندهار او هلمند کسانو هلته د کار لپاره خپل او شناخته کسان له ځانونو سره بیولې وه، موږ بېرته کندهار ته رالو».

که څه هم طالبان نږدې هره ورځ د ځینو پروژو د پېلیدو خبر ورکوي، خو کارګران وايي، چې د بیارغونې په پروژو کې د طالبانو، اړوند شرکت او نورو کسانو په خوښه کسان په کار ګومارل کېږي. په ورته مهال په افغانستان کې د کار د سوړ بازار له امله نږدې هره ورځ لسګونه ځوانان د کار په لټه پر غیرقانوني او قاچاقي لارو ګاونډیو هېوادونو ته سفرونه کوي، خو ډیری وخت همدا کسان د طالبانو له خوا نیول کېږي.

د نورستان اوسېدونکي: پر ځڼغوزيو او چارمغزو مو ظالمانه مالیات وضع شوي

۱۹ لړم ۱۴۰۵ - ۱۰ نومبر ۲۰۲۶، ۱۰:۲۳ GMT+۰
100%

د نورستان اوسېدونکي وايي، طالبانو د ځڼغوزیو او چارمغزو د لېږد رالېږد مالیات ډېر کړي، چې دوی یې د ور کولو وس نه لري او له دې امله یې ورځنی ژوند له ستونزو سره مخ شوی دی.

د نورستان د لوېدیزو ولسوالیو یو شمېر اوسېدونکي وايي، د طالبانو ځايي حکومت د ځڼغوزیو، لوبیا او چارمغزو پر لېږد مالیات زیات کړي، چې له امله یې د هغو کورنیو اقتصادي ستونزې نورې هم پراخې شوې دي چې د خپل ژوند د لګښتونو د برابرولو لپاره پر دغو محصولاتو تکیه کوي.

د سیمې د اوسېدونکو او سیمه‌ییزو سرچینو په وینا، اوس د ځڼغوزیو د هر من پر سر ۵۰۰ افغانۍ، د لوبیا د هر من پر سر ۱۰۰ افغانۍ او د چارمغزو د هر من پر سر ۱۰۰ افغانۍ مالیه اخیستل کېږي.

د منډول ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې تر دې مخکې د ځڼغوزیو پر هرې بورۍ چې شاوخوا اته منه وزن لري، ۱۰۰ افغانۍ اخیستل کېدې، خو اوس د مالیې کچه څو برابره لوړه شوې ده.

سیمه‌ییزې سرچینې وايي، دغه مالیات په نورستان کې د طالبانو د کرنې او مالدارۍ ریاست ټاکلي او د طالبانو مامورین پر لاره په پرتو پوستو کې د مکتوبي پاڼو له لارې له لېږدوونکو پیسې ټولوي.

د دوی په وینا، دا لړۍ په منډول، نورګرام او دواب ولسوالیو کې روانه ده او د ۱۴۰۵ کال د تلې له لومړۍ نېټې، د ځڼغوزیو د راټولولو د فصل له پیلېدو سره هم‌مهاله پلي کیږي.

د نورستان د لویدیزو ولسوالیو اوسېدونکي وايي، د سیمې د ډېرو کورنیو د عاید مهمه سرچینه د ځڼغوزیو، چارمغزو او لوبیا راټولول او پلورل دي. دوی دغه محصولات د پلور لپاره د لغمان بازارونو ته لېږدوي او په بدل کې یې د خپلو کورنیو اړتیا وړ غوړي، وریژې او اوړه اخلي، خو د لارې په اوږدو کې د مالیې راټولولو له پوستو سره مخ کېږي او اړوځي، چې ټاکل شوې پیسې ورکړي.

د نورستان د څو اوسېدونکو د معلوماتو له مخې، چې افغانستان انټرنشنل ته یې خپل غږونه را استولي، هره ورځ د نورستان له دریو لویدیزو ولسوالیو څخه شاوخوا ۲۰ تر ۲۵ موټر د لغمان پر لور تګ او راتګ کوي. د لېږدول شویو محصولاتو کره ورځنۍ کچه روښانه نه ده، خو د سیمې اوسېدونکي وايي، په ځینو ورځو کې شاوخوا ۱۰۰ منه ځڼغوزي د لغمان بازار ته رسول کېږي.

د منډول ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته په استول شویو پیغامونو کې د مالیاتو له لوړېدو شکایت کړی دی. یوه اوسېدونکي په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي، چې خلک د ټاکل شویو مالیاتو د ور کولو توان نه لري.

بل اوسېدونکي د مالیې د کچې په اړه ویلي، « د پنځو زرو افغانیو په ارزښت توکو پرسر ۵۰۰ افغانۍ او د لسو زرو افغانیو په ارزښت توکو باندې زر افغانۍ مالیه اخیستل کېږي».

هغه زیاته کړې چې د دوی فعالیت د دوکاندارۍ او کوچني کاروبار په کچه دی او د دومره لوړو مالیاتو د تادیې توان نه لري.

نوموړي په نورستان کې د طالبانو له والي او نورو ځايي چارواکو غوښتي چې موضوع وڅیړي او د مالیاتو کچه راکمه کړي.

د نورستان د یادو ولسوالیو اوسېدونکي وايي، په سیمه کې د بې‌کارۍ او اقتصادي ستونزو له امله د ډېرو کورنیو د عاید سرچینې محدودې دي او د کرنیزو او ځنګلي محصولاتو پر لېږد د مالیاتو زیاتوالی د هغوی پر ورځني ژوند اضافي مالي بار اچوي.

ځڼغوزي او چارمغز د افغانستان له مهمو ځنګلي او طبیعي محصولاتو شمېرل کیږي، چې د هېواد په ختیزو او جنوب ختیزو ولایتونو، په ځانګړې توګه نورستان، کونړ، لغمان، خوست، پکتیا او پکتیکا کې راټولېږي او بازارونو ته وړاندې کېږي.

په نورستان کې ځینې کلیوالې کورنۍ د خوراکي اړتیاوو د پوره کولو او د عاید ترلاسه کولو لپاره تر ډېره د همدغو محصولاتو پر راټولولو او پلورلو متکي دي.

د طالبانو د پخوانیو بوشکه‌يي ماینونو پاکول؛ ډي‌ار‌سي په کندهار کې یو ماین شنډ کړی

۱۹ لړم ۱۴۰۵ - ۱۰ نومبر ۲۰۲۶، ۰۷:۰۵ GMT+۰
100%

طالبانو له ۲۰۰۱ تر ۲۰۲۱ کال پورې د جمهوري نظام او بهرنیو ځواکونو پر وړاندې له لاسي جوړو شویو بوشکه‌يي ماینونو استفاده کوله او اوس د ماین پاکۍ موسسې تر ډېره د دغو بوشکه‌يي ماینونو پر شنډولو بوخت دي. ډي‌ار‌سي موسسې تازه کندهار کې یو ۱۰ کیلويي بوشکه‌يي ماین کشف او شنډ کړی دی.

طالبانو په یاده شل کلنه دوره کې د جمهوري نظام او بهرنیو ځواکونو د تاسیساتو د ورانونو او همداراز د نظامي کاروانونو د تګ راتګ لارو د ډب کولو په موخه په لاس جوړو شویو بوشکه‌يي ماینونو ډېره استفاده کوله او لا هم د هېواد په هره سیمه کې دغه ماینونه پاتې دي او کله نا کله د سیمې خلک یې قربانیان وي.

د راپورونو له‌مخې، د ماین پاکۍ موسسې هم په ډېرو لوړو قراردادونو سره د طالبانو دغه د ژېړو بوشکو ماینونه کشف او بیا یې شنډوي.

تازه د طالبانو له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ادارې ویلي، د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې یو بوشکه‌يي ماین کشف او شنډ کړی دی.

دغې ادارې د دوشنبې په ورځ (د لړم ۱۸مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي: «د DRC موسسې د یاد ولایت د ارغنداب ولسوالۍ د شاتوري کلي په سیمه کې د ماین پاکۍ د عملیاتو پر مهال یو ۱۰ کیلویي ناچاوده بوشکه‌يي ماین کشف او په خوندي توګه خنثی کړ».

100%
د کندهار په ارغنداب کې کشف شوی بوشکه‌يي ماین

د یو شمېر څارونکو په وینا، په هېواد کې د ماینونو پر تله د طالبانو په لاس جوړ شوي بوشکه‌يي ماینونه ډېر دي او د ماین پاکۍ ډېری موسسې په لوړو بودجو سره اوس د طالبانو په لاس له جوړو شویو د دغو بوشکه‌يي (زېړو بوشکو) ماینونو پر موندلو او شنډولو بوخت دي.

د ملګرو ملتونو د ماین‌پاکۍ پروګرام ویلي، چې د جګړو زیاتوالي او د بشري مرستو کمښت، په افغانستان، سوریې او غزه کې د ماین‌پاکۍ چارې له جدي ستونزو سره مخ کړې دي. د یاد سازمان د شمېرو له مخې، په افغانستان کې هره ورځ یو ماشوم د جګړې د پاتې شویو چاودېدونکو توکو له امله وژل کېږي او یا هم معلولېږي.

د طالبانو له پېښو د مبارزې چمتووالي ادارې ویاند څه موده مخکې له ټولو مرستندویه بنسټونو وغوښتل، چې د بودجې د زیاتوالي په برخه کې ورسره همکاري وکړي.

د نوموړي په وینا، د ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسې په هېواد کې د ماینونو او ناچاودو توکو ۴۹ پېښې رامنځته شوي او له امله یې ۳۰ کسان مړه او ۷۰ نور ټپيان شوي او په دې موده کې د همکارو بنسټونو په همکارۍ ۲۲ کیلومتره مربع سیمه له ماینونو او ناچاودو توکو پاکه شوې ده.

هغه زیاته کړې: «خو لا هم ۱۰۱۹ کیلومتره مربع سیمې د ماینونو او ناچاودو توکو له ککړتیا سره مخ دي او پاکول یې اړین دي».

100%
د طالبانو په موزیم کې ساتل کېدونکي بوشکه‌يي ماینونه

د یادونې وړ ده، چې طالبانو په افغانستان کې له بیا واکمنېدو وروسته بوشکه‌يي ماینونه د «ویاړ» په توګه په خپلو موزیمونو کې ساتي او هغه یې «جهاد د يادونو ژوندي ساتل» بولي.

د طالبانو د ترانسپورټ وزارت او خصوصي شرکتونو فیسونه؛ د موټرو خاوندان له زیان څخه شکایت کوي

۱۹ لړم ۱۴۰۵ - ۱۰ نومبر ۲۰۲۶، ۰۶:۳۲ GMT+۰
•
خاطره اسحاقزۍ
100%

د کابل ـ کندهار او کابل ـ هرات پر لویو لارو د مسافر وړونکو موټرو یو شمېر خاوندان د طالبانو د ترانسپورټ وزارت او خصوصي شرکتونو له خوا د لوړو لګښتونو او کمېشنونو له اخیستو شکایت کوي او وايي، د هر سفر ټول لګښتونه یې شاوخوا ۴۰ زره افغانیو ته رسېږي او ګټه ورته نه پاتې کېږي.

د مسافر وړونکو لویو موټرو مالکین افغانستان انترنیشنل ـ پښتو ته وایي، د کابل ـ کندهار او کابل ـ هرات پر لویو لارو د سفر پر مهال د ترانسپورټي پارچو، د سړک د حق‌العبور او نورو لګښتونو ترڅنګ، خصوصي مسافر وړونکي شرکتونه هم د هر سفر په بدل کې شاوخوا ۲۰ زره افغانۍ کمېشن ترې اخلي.

دوی وایي، د دغو لګښتونو په ګډون د یوه سفر ټول مصارف نږدې ۴۰ زره افغانیو ته رسېږي، چې د تېلو د بیو او د موټرو د ترمیم او ساتنې له لګښتونو سره یوځای یې عاید تر ډېره مصرفوي او د دوی ته ګټه نه پاتې کېږي.

دغو موټر چلوونکو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته په رالېږلو پیغامونو کې خصوصي مسافر وړونکي شرکتونه تورن کړي، چې د ټاکل شوې تعرفې خلاف له دوی څخه اضافي پیسې اخلي او د بېلابېلو لګښتونو په نوم پرې مالي فشار زیاتوي.

حاجي تورجان چې د مسافر وړونکو موټرو مالک دی، افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، د قانوني اسنادو له مخې د خصوصي شرکتونو کمېشن دوه سلنه ټاکل شوی، خو شرکتونه په عمل کې د هر موټر له مالک څخه له ۱۵ زرو نه تر شلو زرو افغانیو پورې کمېشن اخلي.

د تورجان په وینا، د طالبانو د ترانسپورټ وزارت او خصوصي شرکتونو ترمنځ د پیسو اخیستو په برخه کې روڼتیا نشته او د دوی د شکایتونو اورېدو لپاره هم کومه مشخصه مرجع نه ده معلومه.

حاجي صبور اناردریې چې د هرات کابل لوې لارې د موټرو مالک دي وايي که د موټرو مالکین دغه پیسې ورنه کړي، خصوصي شرکتونه یې موټرونه له خپل نوملړ څخه باسي او د فعالیت اجازه نه ورکوي.

هغه وايي، د رسمي تعرفې او په عمل کې د اخیستل کېدونکو پیسو ترمنځ دغه توپیر د دوی مالي ستونزې زیاتې کړې دي.

د مسافر وړونکو موټرو مالکین له طالبانو غواړي، چې د ترانسپورټي لګښتونو د کمولو، د خصوصي شرکتونو د کمېشنونو د څارنې او د کرایو او موټرو د تګ راتګ د تنظیم لپاره یو روڼ او منظم سیستم رامنځته کړي.

د طالبانو د ترانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزارت د معلوماتو له مخې، اوس مهال په ټول افغانستان کې ۹۰۰ خصوصي ترانسپورټي شرکتونه فعالیت کوي، چې د مسافرو او سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد په برخه کې خدمات وړاندې کوي.

دغه وزارت وايي، په ۱۴۰۴ لمریز کال کې ۱۸۵ نوي شرکتونه ثبت شوي، چې ۷۰ یې د مسافر وړونکو او ۱۱۵ یې د بار وړونکو ترانسپورټي شرکتونو دي.