شریف نظري افغانستان انټرنشنل ته وویل چې خپل ورور یې د قربانیانو په منځ کې موندلی دی. د هغه په خبره، رضا په هغه ویډیو کې چې د جسدونو په اړه خپره شوې، وروستی کس دی او داسې ښکاري چې د دې پېښې تر ټولو ځوان قرباني وي.
افغانستان انټرنشنل هغه اسناد او مدارک لیدلي چې ښيي رضا نظری د عليچمن نظری زوی، د بامیان ولایت اوسېدونکی او د ۲۰۰۹ ز کال د سپټمبر په ۲۴مه (د ۱۳۸۸ لمریز کال د تلې په دویمه) زېږېدلی دی او د ملګرو ملتونو د ماشومانو د حقونو د کنوانسیون له مخې ماشوم ګڼل کېږي.
شریف نظري وویل چې د خپل ورور له برخلیکه خبر نه و. هغه له ترکي، ایراني او طالب چارواکو وغوښتل چې کابل ته د رضا د مړي په لېږدولو کې همکاري وکړي څو کورنۍ یې هغه خاورو ته وسپارلی شي.
ښاغلي نظري زیاته کړه چې د قربانیانو مړي اوسمهال د ترکیې په «وان» ښار کې ساتل کېږي او کورنۍ د خپلو اولادونو مړو ته لاسرسی نه لري.
خبرو سرچینو د یکشنبې په ورځ (د لړم ۱۷مه) د ایران او ترکیې په پوله د اتو افغان کډوالو د مړو ویډیو افغانستان انټرنشنل ته ولېږله. په دې ویډیو کې د اتو ځوانانو مړي لیدل کېږي چې زنې یې په پټیو تړل شوې دي.
هغه کس چې دا ویډیو ثبت کړې، د افغانستان په فارسي لهجه وايي: «سلام وروره! دا کډوال دي.»
په ترکیې کې د پناه غوښتونکو ټولنې هم له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې د دغو اتو کسانو مړینه تایید کړه. دې ټولنې وویل چې تر دې مهاله په وان ښار کې مېشتو افغانانو ته اجازه نه ده ورکړل شوې چې د مړو د پېژندنې یا لیدلو لپاره روغتون ته لاړ شي.
د ترکیې رسنیو راپور ورکړی چې د اتو ځوانانو مړي د ترکیې په «وان» ولایت کې د «اوزالپ» اړوند د «یوکاریتولګالی» سیمې ته نږدې او د ایران پولې ته په شاوخوا درې کیلومترۍ کې موندل شوي دي. دغو رسنیو د قربانیانو هویت نه دی اعلان کړی او د مړینې لامل یې سخته یخوالي ښودلی دی.
خو د قربانیانو د مړینې لامل تر اوسه په خپلواکه توګه نه دی تایید شوی.
د معلوماتو د پټ ساتلو امر
یوه ترکي خبريال اوزکان اوزتاش د دوشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د وان سیمه ییزې ادارې امر کړی چې دا دوسیه دې پټه پاتې شي.
دا پېښه د ترکیې د حکومت د ځینو مخالفو سیاستوالو له غبرګون سره هم مخ شوې ده.
د ترکیې په پارلمان کې د خلکو د دیموکراسۍ او مساوات ګوند استازي ګلجان کچماز سایغیت د دوشنبې په ورځ خپل کورنیو چارو وزیر ته په یوه لیک کې، د قضایي څېړنو د پیلولو، د قربانیانو د هویت د روښانه کېدو او د احتمالي تورنو کسانو د نیولو غوښتنه وکړه.
ښاغلي سایغیت په دې لیک کې د ترکیې په پولو کې د کډوالو د مړینې ورته پېښو ته اشاره کړې ده. د دې استازې په خبره، د ۲۰۰۲ ز کال په مې میاشت کې، د وان پولهیز ولایت په «چالدران» سیمه کې د واورو له ویلې کېدو وروسته د ۱۹ افغان کډوالو مړي وموندل شول. هغه همدارنګه په ۲۰۱۹ ز کال کې د کډوالۍ په لارو او د «باشقلعه» په سیمه کې د یو شمېر کډوالو مړینې ته هم اشاره کړې ده.
د پارلمان د دې استازې د اقتصادي بحرانونو او سیمهییزو شخړو اغېزو ته په پام سره چې پر کډوالۍ لاره لري، په پولهیزو سیمو کې د کډوالو د حقونو د ساتنې لپاره د نورو تدابیرو د نیولو غوښتنه کړې ده.
هغه همدارنګه د ترکیې له کورنیو چارو وزارت څخه د وان په ولایت کې د کډوالو د بېرته ستنولو په مرکزونو کې د ساتل شویو کډوالو د شمېر، په تیرو پنځو کلونو کې د کډوالو د شړلو د شمېر او د هغو کسانو د شمېر په اړه معلومات غوښتي چې له ۲۰۲۰ کال راهیسې د ایران له لارې دې ولایت ته داخل شوي دي.
په وان ښار کې د ترکیې د جمهوري غوښتونکي خلق ګوند د څانګې مشر سراجالدین بدیرهاناوغلو هم دا پېښه د کډوالۍ د مدیریت د کمزورۍ، د پولهیز نظارت د نیمګړتیاوو او د انسانانو ژوند ته د بېتفاوتۍ پایله وبلله. هغه د دې پېښې د هراړخیزې څېړنې او د هغې د احتمالي عاملینو د پېژندلو غوښتنه وکړه.
ترکیه یونان او نورو اروپایی هیوادونو ته د افغان کډوالو یو له مهمو لارو څخه ده. دا هیواد د ډیری افغان کډوالو کوربتوب هم کوي چې ځینې یې پرته له معتبرو اوسیدو اسنادو ژوند او کار کوي.