• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
لوبې

افغان ښځینه شطرنج بازانو د تاجکستان په نړیوالو سیالیو کې ګډون وکړ

۱۹ لړم ۱۴۰۵ - ۱۰ نومبر ۲۰۲۶، ۱۷:۴۴ GMT+۰

افغان ښځینه شطرنج‌بازانو د تاجکستان، د ولسمشرۍ جام په نړیوالو سیالیو کې ګډون وکړ. دا سیالۍ د نومبر تر اوولسمې پورې دوام لري. په تاجکستان کې د افغانستان سفارت وایي، د افغان مېرمنو دا ګډون په نړیوالو ډګرونو کې د ښځو د حقونو او وړتیاوو روښانه استازولي کوي.

په تاجکستان کې د افغانستان د سفارت د معلوماتو له مخې، دا سیالۍ د بېلابېلو هېوادونو د شطرنج‌بازانو په ګډون سره په دوشنبه ښار کې پیل شوې او د روان کال د نوامبر تر ۱۷مې نېټې پورې به دوام ولري.
سرچینه زیاتوي، چې په دغو سیالیو کې د افغان ښځینه شطرنج بازانو د ډلې مشري په تاجکستان کې د افغان سفارت کلتوري اتشه ملالۍ سنګین کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو له خوا د افغانستان دننه شطرنج لوبه منع شوې ده.

طالبانو دا لوبه د اسلامي احکامو خلاف بللې او د دې ترڅنګ یې پر ښځو او نجونو د هر ډول ورزش کولو کلک بندیز لګولی دی.

ډېر لیدل شوي

سرچینې: د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت جرمني ته څلور نور ډېپلوماټان لېږي
۱
ځانګړی

سرچینې: د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت جرمني ته څلور نور ډېپلوماټان لېږي

۲

انتونیو ګوترېش: د اقلیمي بدلونونو حقیقت به د چا د خوښې لپاره بدل نه‌کړم

۳
ځانګړی

طالبانو د خوست له سرحدي سیمو د وزیرستاني کډوالو شاوخوا ۱۲۰۰ کورنۍ نورو سیمو ته ولېږدولې

۴

هبت الله اخوندزاده ته د نړۍ د ۵۰۰ بانفوذه مسلمانانو په نوملړ کې ۴۳م ځای ورکړل شوی

۵

د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغان ښځینه وکیلانې له سختو حقوقي خنډونو سره مخ دي

•
•
•

نور خبرونه

له مزاره تر هاروارډه؛ په طالب واکمنۍ کې د زېږېدلې افغان نجلۍ د دوکتورا بریالی مزل

۱۸ لړم ۱۴۰۵ - ۹ نومبر ۲۰۲۶، ۱۳:۵۴ GMT+۰
100%

مریم حسيني په مزارشریف ښار کې د ملکي وګړو له ډله ییزې وژنې یو کال وروسته زېږېدلې، د ماشومتوب کلونه یې د نیکه د ادبي کتابونو، د مور د بې‌ساري ملاتړ او د نړۍ په اړه د پلار د علمي پوښتنو په درشل کې تېر کړل.

کلونه وروسته، همدې پوښتنو هغه د امریکا د هاروارډ پوهنتون ته ورسوله؛ هلته یې د دوکتورا د څېړنې پر مهال د کایناتو د هغې عادي مادې د یوې برخې د موندلو هڅه وکړه، چې شتون یې ساینسپوهانو ته معلوم دی، خو پېژندل او موندل یې اسانه نه دي.

هغې په دې وروستیو کې د هاروارډ پوهنتون د ستورپوهنې په څانګه کې د خپلې دوکتورا له ډېزرټېشن څخه دفاع کړې ده. د هغې څېړنه د سیارو ترمنځ په فضا کې د خپرو شویو ګازونو او د چټکو راډیويي څپو د چاودنو په کارولو سره د دغې مادې د پېژندنې او مطالعې په اړه ده.

خو د دې علمي لاسته‌راوړنې ترڅنګ، مریم بله هیله هم لري: هغه غواړي بېرته بلخ ته ستنه شي او د دغه ولایت په پوهنتون کې د ستورپوهنې څانګه جوړه کړي. د هغې د نیکه زوړ کور هم د بلخ په ام‌البلاد سیمه کې موقعیت لري او د ماشومتوب پر مهال به یې د شپې په اسمان کې ستوري شمېرل او لټول.

هغه ښار کې زېږون چې ترخې خاطرې لري

مریم حسيني په ۱۳۷۸ لمریز پر مهال د طالبانو د واکمنۍ په لومړۍ دوره کې، په مزارشریف ښار کې زېږېدلې ده. له همدې یو کال مخکې طالبانو د ۱۳۷۷ لمریز کال په اوړي کې، د مزارشریف ښار له نیولو وروسته، پراخې وژنې وکړې. دغه پېښه د ښار د معاصر تاریخ له تر ټولو ترخو فصلونو څخه ګڼل کېږي او د خلکو ذهنونو کې یې ترخې خاطرې لا تر اوسه هم پاتې دي.

د مریم مور نفیسې او پلار یې سید سرور هماغه کال واده کړی و. مریم د کورنۍ لومړنی ماشوم و.

مریم په داسې ښار کې لویېده چې د تاوتریخوالي او ناامنۍ نښې یې لا هم د خلکو له ژوند څخه په بشپړه توګه نه وې ورکې شوې. خو هغې پرېنښودل چې د جګړې خاطرې یې د ژوند کیسه جوړه کړي؛ بلکې هغه څه چې د هغې د ژوند لوری یې وټاکه، د پلټنې لېوالتیا، د پوهې مینه او د پوښتنو کولو شوق و.

د نیکه کتابتون او د ام‌البلاد اسمان

د مریم د ماشومتوب د روښانه خاطرو یوه برخه د بلخ ولایت په ام‌البلاد سیمه کې د نیکه او نیا کور ته ورګرځي. دا داسې کور و چې لویځمکتلی یې درلود، له ګلونو ډک انګړ یې و او یوه باغچه یې لرله چې نیکه به یې ډېره مینه پالنه کوله. مریم به په دغه کور کې له خپل ماما ارشاد سره د انګړ په منځ کې د والیبال لوبه کوله، خو یو له هغو ځایونو څخه چې هغې ورسره تر ټولو ډېره مینه لرله، د نیکه کتابتون و.

د پلار کتابونه یې ډېری د ساینس او ریاضیاتو په اړه وو او د هغې لپاره چې لا ماشومه وه، دا مضمونونه چندان اسانه نه ښکارېدل. په مقابل کې، د نیکه ادبي کتابونه ورته ډېر په زړه پورې وو. یو کتاب به یې راواخیست او د لوستلو لپاره به د کور بام ته ختلې وه.

د ام‌البلاد شپې هم د دغو خاطرو یوه برخه ده. اسمان به له ستورو ډک و او مریم داسې احساس کاوه چې د کور پر بام له ستورو سره نږدې ده.

100%

یو له هغو کتابونو څخه چې هغې په هماغه کور کې ولوست، «د تاریخ د لویو شخصیتونو ماشومتوب» نومېده؛ دا د نړۍ د نومیالیو شخصیتونو د ماشومتوب په اړه د لیکنو ټولګه وه.

مریم د دغه کتاب د لوستلو پر مهال ځان د دغو شخصیتونو پر ځای تصور کاوه. هغې غوښتل یوه ورځ داسې کار وکړي چې له عادي ژوند څخه لوړ وي او په نړۍ کې ترې یو یادګار پاتې شي.

«د شپې پوښتنه»؛ د پلار او لور لوبه

په ۱۳۸۰ لمریز کال کې د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ له نسکورېدو وروسته، په مزارشریف کې د ژوند شرایط بدل شول. د ښوونځیو په بېرته پرانیستل کېدو سره، نجونو هم یو ځل بیا په ښوونیز نظام کې د زده‌کړو فرصت وموند.

د مریم پلار سید سرور له فزیک، ریاضیاتو او ساینس سره مینه لرله. د ملا عمر د رژیم له نسکورېدو وروسته یې د انجنیرۍ په څانګه کې خپلې پوهنتوني زده‌کړې بېرته پیل کړې او په ۱۳۸۶ کال کې یې د بلخ پوهنتون څخه د فراغت سند ترلاسه کړ.

مریم په مزارشریف کې ښوونځي ته ولاړه او د ښار په پنځمه ناحیه کې یې د یولمرب د نجونو په لومړي لېسه کې زده‌کړې وکړې.

خو په کور کې د پلار او لور ترمنځ یو ځانګړی دود و، چې ورو ورو د مریم د ماشومتوب د زده‌کړو پر یوې مهمې تجربې بدل شو.

پلار به یې هره شپه له کار څخه تر راستنېدو وروسته د نړۍ په اړه یوه پوښتنه مطرح کوله. داسې پوښتنې لکه ورېځې له څه شي جوړې شوې دي، د هندوکش غرونو لوړوالی څومره دی، ستوري څنګه رامنځته کېږي او سیارې څومره لویې دي؟

دوی دې لوبې ته د «شپې پوښتنه» نوم ورکړی و.

سید سرور هڅه کوله، د چمتو ځوابونو د ورکولو پر ځای، خپله لور پلټنې او فکر کولو ته وهڅوي. هره پوښتنه به پلمه شوه چې مریم د یوې نوې موضوع په اړه لېوالتیا پیدا کړي، مطالعه وکړي او نور څه زده کړي.

کله چې مریم اووه یا اته کلنه وه، له ستورپوهنې او فضايي سفرونو سره یې لېوالتیا لا جدي شوه.

یوه پېښه چې د دې لېوالتیا په رامنځته کېدو کې یې ونډه لرله، فضا ته د انوشه انصاري د سفر د خبر اورېدل وو.

انوشه انصاري، ایراني ـ امریکايي انجنیره او سوداګره، په ۲۰۰۶ کال کې د فضايي سیاحت د یوې برخې په توګه نړیوال فضايي تمځي ته سفر وکړ. په هغه وخت کې مریم یوازې اووه کلنه وه.

100%

د مریم لپاره د هغې ښځې کیسه چې توانېدلې وه له ځمکې ووځي او فضا ته سفر وکړي، الهام‌بښونکې وه. د یوې داسې ښځې د واقعي بېلګې په لیدلو سره چې دې سترې هیلې ته رسېدلې وه، مریم له ستورپوهنې سره لا ډېره مینه پیدا کړه.

له هماغې ورځې وروسته، د شپې اسمان یوازې یوه ښکلې منظره نه وه، بلکې داسې موضوع وه چې غوښتل یې وپېژني او په اړه یې څېړنه وکړي.

کډوالي او د پوهنتوني زده‌کړو د لارې پیل

مریم تر پنځم ټولګي پورې په دولتي ښوونځي کې زده‌کړې وکړې او وروسته یې په یوه بل ښوونځي کې خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړ. کورنۍ یې د څه مودې لپاره هرات ته ولاړه، خو د ۲۰۱۵ کال په جنورۍ کې، هغه مهال چې مریم شاوخوا ۱۵ کلنه وه، د امریکا متحده ایالتونو ته کډواله شوه.

کډوالي د هغې لپاره د یوه نوي او په ورته وخت کې له ستونزو ډک پړاو د پیل په معنا وه.

هغې باید ځان له یوه بېل ښوونیز نظام، نوي کلتوري چاپېریال او داسې شرایطو سره برابر کړی وای چې له خپل پخواني ژوند سره یې ډېر توپیر درلود. د دغو بدلونونو ترڅنګ، باید پوهنتون ته د ننوتلو او خپلو زده‌کړو ته د دوام لاره یې هم موندلې وای.

مریم وايي، په هغه وخت کې یې احساس کاوه چې داسې فرصت په لاس کې لري چې ډېرې نورې نجونې ترې بې‌برخې دي. له همدې امله، د دغه فرصت کارول ورته ډېر ارزښتناک وو.

د ۲۰۱۶ کال په اګست کې، هغه په شپاړس کلنۍ کې د امریکا د ټکساس ایالت د اسټین پوهنتون په دروازه ورننوته او د ستورو د فزیک یا ستورپوهنې په څانګه کې یې زده‌کړې پیل کړې.

د مریم څېړنیز فعالیتونه هم د پوهنتون د زده‌کړو له لومړیو کلونو څخه پیل شول. هغې د ښوونځي د زده‌کړو پر مهال د یوه پوهنتوني استاد په مرسته څېړنیز کار پیل کړی و او د پوهنتون په لومړي کال کې یې هم دې بهیر ته دوام ورکړ.

هغې د پوهنتون د درسونو ترڅنګ، د څېړنو فرصتونه، بورسونه او علمي جایزې هم څارلې او د ترلاسه کولو لپاره یې هڅې کولې.

د هغې لپاره په پوهنتون کې زده‌کړې یوازې د سند ترلاسه کولو په معنا نه وې، بلکې داسې فرصت و چې د هغو پوښتنو ځوابونو ته نږدې شي چې له ماشومتوبه یې ذهن بوخت کړی و.

د هغې مادې په اړه څېړنه چې په اسانۍ نه لیدل کېږي

د لیسانس زده‌کړو له بشپړولو وروسته، مریم د خپلو لوړو زده‌کړو د دوام لپاره د هاروارډ پوهنتون ته ولاړه.

د هغې د دوکتورا څېړنه د ستورپوهنې او د کایناتو د پېژندنې له مهمو پوښتنو څخه یوې سره تړاو لري: د کایناتو د عادي مادې هغه برخه چې ساینسپوهان یې پر شتون پوهېږي، خو په اسانۍ یې نه شي لیدلای، چېرته ده؟

100%

د دې پوښتنې د ارزښت د درک لپاره باید د عادي مادې او تورې مادې ترمنځ توپیر وپېژندل شي.

عادي ماده هغه ماده ده چې ستوري، سیارې، کهکشانونه او د انسان بدن ترې جوړ شوي دي. په مقابل کې، توره ماده بېل ماهیت لري او د هغې شتون د جاذبې د اغېزو له لارې پېژندل کېږي.

د مریم څېړنه د تورې مادې په اړه نه ده، بلکې د عادي مادې یا هماغې باریوني مادې هغې برخې ته ځانګړې شوې چې پېژندل او لیدل یې ستونزمن دي.

د دغې مادې یوه برخه د خورا رقیقو او تر ډېره ایون شوې ګازونو په بڼه د کهکشانونو ترمنځ په فضا کې خپره ده. ځکه دغه ګازونه له ځانه ډېر لږ رڼا خپروي، نو د عادي څارنیزو لارو په وسیله یې پېژندل او اندازه کول ستونزمن دي.

مریم د دغو ګازونو د څېړلو لپاره له یوې پدیدې څخه ګټه اخیستې چې د «چټکو راډیويي څپو چاودنې» (FRB) په نوم یادېږي.

دا چاودنې د راډیويي څپو خورا لنډې چاودنې دي چې له کیهاني پلوه له ډېرو لرې واټنونو څخه ځمکې ته رسېږي.

کله چې دغه څپې په فضا کې د موجودو ګازونو له منځه تېرېږي، د خپرېدو ځانګړنې یې بدلېږي. ساینسپوهان د دغو بدلونونو په اندازه کولو سره کولای شي، د څپو د تېرېدو په مسیر کې د موجودو ازادو الکترونونو په اړه معلومات ترلاسه کړي.

مریم له دغو معلوماتو څخه د لرې کهکشانونو اړوندو معلوماتو سره یوځای ګټه اخیستې، څو د هغوی ترمنځ په فضا کې د ګازونو وېش وڅېړي.

د هغې د څېړنې پایلې د دې موضوع په څېړلو کې مرسته کوي چې د کایناتو څومره ګازونه د کهکشانونو د جاذبې د اغېز له ساحې څخه بهر موقعیت لري؛ هغه سیمې چې ګازونه پکې د بېلابېلو بهیرونو له امله له کهکشانونو څخه بهر ته وځي او په شاوخوا فضا کې خپرېږي.

هغې د خپلې رسالې په یوه بله برخه کې د ګازونو د وېش د درې‌بعدي انځور د بېرته جوړولو لپاره د زېږنده مصنوعي ځیرکتیا له بېلګو او کیهان‌پېژندونکو شبیه‌سازیو څخه هم ګټه اخیستې ده.

د دې لارې موخه د هغې مادې یو انځور جوړول دي چې په مستقیم ډول په اسانۍ نه لیدل کېږي، خو د کهکشانونو د معلوماتو او څارنیزو شمېرو په کارولو سره یې احتمالي موقعیت اټکل کېدای شي.

د مریم د دوکتورا رساله د «د راډیويي څراغونو په مرسته د کیهاني باریونونو نقشه جوړول: چټکې راډیويي څپې، بېرته اغېز او درې‌بعدي بیارغونه» تر سرلیک لاندې بشپړه شوې ده.

دغه څېړنه د هغې د لارښود استاد لیام کانر تر څارنې لاندې ترسره شوې ده.

مریم د عقرب میاشتې په اتمه، د جمعې په ورځ، د هاروارډ پوهنتون د ستورپوهنې په څانګه کې له خپلې دوکتورا رسالې څخه دفاع وکړه.

په دې توګه، هغه پوښتنې چې یوه ورځ د پلار او لور د شپنیو لوبو په بڼه په مزارشریف کې راټوکېدلې وې، اوس د نړۍ په یوه مهم علمي مرکز کې د څېړنې پر موضوع بدلې شوې دي.

د نیکه د کور بام ته د بېرته ستنېدو هیله

سره له دې چې مریم کلونه په امریکا کې زده‌کړې او څېړنې کړې دي، د بلخ د ماشومتوب خاطرې یې لا هم په ژوند کې ځانګړی ځای لري.

هغه د ام‌البلاد د شپې اسمان رایادوي؛ هغه اسمان چې د هغې په وینا، له ستورو ډک و. په اوسنیو ښارونو کې د رڼا او هوا د ککړتیا له امله د داسې اسمان لیدل ستونزمن شوي دي او د ستورو د لیدلو لپاره کله ناکله باید له ښاره لرې ولاړ شو.

خو د مریم لپاره د نیکه د کور بام یوازې د ستورو د نندارې ځای نه و. دا هغه ځای و چې کتابونه یې پکې لوستل او هغو پوښتنو ته به یې فکر کاوه چې وروسته یې د زده‌کړو لوری وټاکه.

هغې لا هم هغه له ستورو ډک اسمان په یاد دی او د فارسي کلاسیکو شاعرانو له دیوانونو څخه دا بیتونه یادوي:

«چیست این سقف بلند سادهٔ بسیارنقش؟
هیچ دانا زین معما در جهان آگاه نیست»

حافظ

ژباړه: دا لوړ او له رنګارنګ نقشونو ډک اسمان څه شی دی؟
په نړۍ کې هېڅ پوه انسان د دې معما پر راز نه دی خبر.

د اسمان د رازونو په اړه دغه پوښتنه نن د مریم لپاره نوې معنا لري. هغه اوس په داسې یوه څانګه کې څېړنې کوي چې موخه یې د کایناتو د جوړښت او بدلونونو ښه پېژندل دي؛ که څه هم پوهېږي چې هر علمي ځواب له ځان سره نوې پوښتنې هم راولاړوي.

په بلخ کې د ستورپوهنې د پوهنځي د جوړولو خوب

د مریم له مهمو هیلو څخه یوه دا ده چې بېرته بلخ ته ستنه شي او د بلخ په پوهنتون کې د ستورپوهنې څانګه جوړه کړي.

هغې غوښتل چې یوه ورځ د ام‌البلاد سیمې د خپل نیکه او نیا زاړه کور ته بېرته ستنه شي. مریم غواړي داسې زمینه برابره کړي چې په افغانستان کې د ستورپوهنې مینه‌وال هم وکولای شي په دې څانګه کې زده‌کړې او څېړنې وکړي.

هغې د دې پلان په اړه له خپل پلار سره خبرې کړې دي. سید سرور چې د څو لسیزو په اوږدو کې یې د افغانستان سیاسي او ټولنیز بدلونونه تجربه کړي، خپلې لور ته ورپه یادوي چې د دغه هېواد تاریخ څو ځله د خلکو پر وړاندې ناڅاپي لارې او بدلونونه راوړي دي.

مریم هم هیله لري چې یوه ورځ د بېرته ستنېدو لپاره شرایط برابر شي.

هغه لا له وړاندې پوهېږي چې د نیکه د زاړه کور په زیرخانه کې کومه کوټه د هغې د کار دفتر کېدای شي.

خو د دې هیلې پوره کېدل په هغو شرایطو پورې تړلي دي چې د هغې له واک او اختیار څخه بهر دي.

نیکه یې نور ژوندی نه دی او طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې واک ته له بېرته رسېدو راهیسې د نجونو او ښځو پر زده‌کړو پراخ محدودیتونه لګولي دي؛ په دغو محدودیتونو کې د نجونو پر منځنیو زده‌کړو او پوهنتونونو ته د ښځو پر تګ بندیز هم شامل دی.

خو د دغو ټولو بدلونونو په منځ کې یو څه لا هم پر خپل ځای پاتې دي: د پوهې لېوالتیا او د پوښتنو کولو شوق.

مریم لا هم د ام‌البلاد د خپل نیکه کور ته د بېرته ستنېدو په اړه فکر کوي؛ د نیکه کتابتون، له ګلونو ډک انګړ او هغه بام یې په یاد دی چې په صافو شپو کې به یې پر سر له ستورو ډک اسمان ځلېده.

هغه نجلۍ چې یوه ورځ به یې کتاب راواخیست او د کور بام ته به ختلې وه، اوس یې په هاروارډ پوهنتون کې د دوکتورا له رسالې څخه دفاع کړې ده.

خو د هغې خوب لا هم هماغه پخواني ځای ته ورګرځي: یوه ورځ بېرته بلخ ته ستنه شي او د علم، ستورپوهنې او پوښتنو کولو لپاره یو مرکز جوړ کړي.

ښايي په مزارشریف کې د «شپې پوښتنې» لوبه یو ځل بیا پیل شي. دا ځل نه یوازې د یوه پلار او لور ترمنځ، بلکې د نجونو او هلکانو د یوه داسې نسل ترمنځ چې وکولای شي په ازاده توګه د نړۍ په اړه پوښتنې وکړي، څېړنې وکړي، زده‌کړې وکړي او د نړۍ د پېژندلو لپاره هڅې وکړي؛ داسې نړۍ چې زده‌کړه او پوښتنې کول پکې منع نه وي.

100%

له زده کړو څخه محرومیت افغان نجونې له رواني ستونزو سره مخ کړې دي

۱۸ لړم ۱۴۰۵ - ۹ نومبر ۲۰۲۶، ۰۷:۴۴ GMT+۰
100%

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې له څه باندې یو زرو ۸۷۰ ورځو راهیسې افغان نجونې له شپږم ټولګي پورته له منځنیو او لوړو زده کړو محرومې دي او دغه بندیز ورځ تر بلې په روانی ناروغیو د هغوی د اخته کېدو لپاره زمینه برابروي.

د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) د روان کال اګسټ په ۱۴مې د طالبانو د پنځه کلنۍ واکمنۍ په تړاو خپاره کړي یو راپور کې ویلي چې له۲۰۲۱کال راهیسې پر زده کړو د طالبانو له د بندیز وروسته له ۲.۶میلیونه ډېرې افغانې نجونې له منځنیو او لوړو زده کړو محرومې پاتې شوې دي.
دغه بنسټ همداراز دا هم ویلي چې افغانستان یواځینی هېواد دی نجونې پکې له زده کړو محرومې دي.
همداراز د ملګرو ملتونو او بشر حقونو بنسټونو لخوا په خپاره شویو راپورونو کې په څرګند ډول ویل شوي دي چې دغه بندیز لامل شوی چې ډیری افغان نجونې له رواني ناروغیو سره لاس او ګریوان شي.
واشنګټن پوسټ هم په خپل یو راپور کې ویلي و چې له زده کړو محرومیت په افغان نجونو کې د رواني ناروغیو کچه لوړه کړې. همداراز د افغانستان انټرنشنل لخوا په یو خپاره کړي راپور کې هم د افغانستان له پنځو روغتیایی مرکزونو څخه سرچینو ویلي و، چې د رواني ناروغیو ډیرۍ برخه هغه ښځې او نجونې دي چې د طالبانو د بندیز له امله له زده کړو او کار نه محرومې شوې دي.
هما منګل(مستعار نوم) چې د پکتیا ولایت انجنیرۍ پوهنځي د دریم کال محصله وه او د طالبانو له بندیز وروسته یې زده کړې بشپړې نه شوې وایې چې دوه کاله د رواني ناروغۍ له امله وکړېده.
هغه چې اوس مهال یې واده کړی او د دوو ماشومانو مور ده وایي چې له زده کړو محرومیت یې دومره رواني وضعیت خراب کړی و چې ان د ځان وژنې تر فکرونو رسېدلې وه.
هما وایي، د پکتیا په شان یو سنتي ولایت کې ډیر په سختي د انجنیري تر پوهنځۍ رسیدلې وه او هیله یې لرله زده کړې بشپړې کړي.
هغه افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وایي چې: « د طالبانو له راتګ او په ځانګړي ډول کله چې په زده کړو بندیز ولګېده افغانستان کې مې د ښه ژوند کولو او موخو ته د رسیدو لپاره هیڅ تمه پاتې نه وه.»
هغه زیاتوي چې: « پکتیا کې نجونو لپاره د زده کړو ډېر امکانات نه و ځکه خلک یې لا هم د ښځو پر وړاندې ډیر د ازادۍ فکر نه لري، ما مې کورنۍ په سختي دې ته قانع کړه چې ما کابل ته د ماما کور کې پریږدي چې د کانکور چمتوالی بشپړ کړم، کله چې انجنیري پوهنځي ته کامیابه شوم ویاړ و راته چې د زحمتونو ځواب مې ترلاسه و، خو طالبانو په خپلو بندیزونو راته د نور پرمختګ او بریاوو مخه ونیوله.»
هغه وایي له همدې امله چې د پوهنتون زده کړې یې بشپړې نه شوې په ژور خپګان اخته شوه او دوه کاله یې درملنه وکړه.
هغه زیاتوي چې:« دوه کاله ډېره ناروغه شوم، له ژوند مې زړه تور وه هیله مې لرله چې بېرته خپلو زده کړو ته دوام ورکړم خو لاره یې نه وه، ان څو ځلې مې تصمیم ونیو چې ځان وژنه وکړم.»
هما وایي چې د وهت په تېریدو اړ شوه خپلې موخې بدلې کړی، اوس یې واده کړی او د دوو ماشومانو مور ده او رواني صحت یې هم څه ناڅه ښه دی.
هما وایي: « اوس مور یم او مجبوره یم ښه اوسم، د دوی پالنه وکړم، د زده کړو تمه نوره نلرم.»
د رواني ناروغیو ډاکټران وایي چې په ټولنیز ژوند کې بندیزونه او محدودیتونه، توپیري چلند او تبعیض د رواني ناروغیو لامل کېدای شي او انسان د ناهیلۍ پر لور بیایي.
د رواني درملنې او مشاورې متخصص ډاکټر چې نه غواړي نوم یې یاد شي افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وایي چې د طالبانو له لوري پر زده کړو بندیز د افغان نجونو لپاره د ټولیزې ټروما یو ډول دی چې د توپیري چلند او تبعیض سره مل دی.
هغه وایي د ټولیزې ټروما نه موخه هغه پیښې دي چې د یوې ټولنې خلک یې په ګډه تجربه کوي او نږدې ټول خلک ترې اغیزمن کیږي.
نوموړی زیاتوي چې د نا هیلۍ حس د انسانانو پر رواني روغتیا ژور اغیز کوي او له دې امله ډیری کسان په ژور خپګان اخته کېدای شي.
دغه ډاکټر وایي چې: « هیله او تمه لرل انسان ښه ژوند کولو ته تشویقوي، حتی که مو پام کړی وي د سرطان د درملنې لپاره همدغه د هیلې لرلو حس د دغې ناروغۍ په درملنه کې حتی رول لري.»
ورته مهال یوه بله مور چې نه غواړي خپل نوم واخلي وایي چې نږدې درې میاشتې وړاندې یې لور د رواني ناروغۍ له امله ځان وژنه وکړه.

هغه افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي چې د ټولنې د ناسمو برداشتونو له امله یې دغه موضوع پټه ساتلې او د خپلې کورنې پرته یې بل هیچاته په دې اړه معلومات نشته.
هغه د خپلې لور د ناروغۍ لامل له زده کړو محرومیت یادوي او وایي چې: « پرته له کوم شک او په پوره یقین وایم چې لور مې له دې امله په ژور خپګان اخته شوه چې د زده کړو د دوام نه محرومه شوه.»
د دغې مور په وینا لور یې غوښتل چې خپلې زده کړې بشپړې کړي. هغه وایي چې د ښوونځیو له بندیدو وروسته یې لور ډېر ژړل او خپګان یې کاوه.
دغه مور همداراز زیاتوي چې هغه یې ډاکټر ته هم بیولې وه خو د کورنۍ ناوړه وضعیت او له کوره د بهر نه تګ له امله د هغې درملنه بشپړه نشوه.
نوموړې د لور د ځان وژنې په اړه د نورو معلوماتو له ورکولو ډډه وکړه خو دا ټینګار یې کاوه چې له زده کړو د محرومیت له امله د نجونو د پوهاوي کچه ورځ تر بلې ټیټیږي او نشي کولی د ژوند سختیو لپاره زغم ډیر کړي.
د رواني ناروغیو یاد متخصص ډاکټر همداراز د ځان وژنې په اړه وایي چې ځان وژنه د بېلابېلو لاملونو له امله رامنځته کیږي.
هغه زیاتوي چې دوامداره بندیزونه او د رواني ناروغیو زیاتېدل او دوام ځان وژنې ته لاره هوارولی شي.
طالبانو له خپلې واکمنۍ وروسته له څه باندې پنځو کلونو راهیسې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی.
د ملګرو ملتونو او بشر حقونو بنسټونو په وار وار له طالبانو د دغه بنړیز د له منځه وړلو غوښتنه کړې خو طالبانو دغه بندیز ته دوام ورکړی.
بلخوا یونسیف وایي چې که د طالبانو دغه بندیز دوام وکړي افغانستان به تر ۲۰۲۵کال د ښځینه روغتیایي کار کوونکو او ښوونکو له سخت کمښت سره مخ شي.

افغانه خبریاله:د طالبانو بیا واکمنۍ د افغان ښځو غږ کمزوری او لاسته راوړنې یې له منځه یووړې

۱۸ لړم ۱۴۰۵ - ۹ نومبر ۲۰۲۶، ۰۳:۱۲ GMT+۰
100%

افغانه خبریاله او د ښځو د حقونو فعاله نسرین شیرزاد وايي، په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو بیا واک ته رسېدو نه یوازې افغان ښځې له کار او زده‌کړو محرومې کړې، بلکې د ټولنې د نیمایي برخې غږ یې هم کمزوری کړ.

نسرین شیرزاد له افغانستان انټرنشنل - پښتو سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، که څه هم په افغانستان کې د ښځو لپاره له کوره د وتلو، کار کولو او د خپلو حقونو غوښتنه اسانه نه ده، خو له دې ټولو محدودیتونو سره سره د طالبانو د لومړۍ دورې وروسته وتوانېدې خپل ږغ پورته کړي او نړیوالو ته یې ورسوي.

د نوموړې په وینا، په تېرو شلو کلونو کې زرګونو افغان ښځو د زده کړو، کار، ټولنیز فعالیت او مبارزې لپاره هیلې او موخې لرلې، مبارزه یې کړې وه، د ښځو ګډون په تولنیزو برخو کې برڅېره شوی وو، خو د طالبانو واک ته له رسېدو سره د هغوی ډېری هیلې له منځه ولاړې او د پرمختګ لارې یې محدودې شوې، ډیرې کډوالي شوې او د افغانستان سیاسي او ټولنیزه برخه د ښځو له حضوره تشه شوه.

شیرزاد وايي، افغان ښځو په بېلابېلو برخو کې د پام وړ لاسته راوړنې لرلې او هڅه یې کوله د خپل راتلونکي لپاره کار وکړي، زده کړې وکړي او په ټولنه کې اغېزناک رول ولوبوي، خو اوس له داسې وضعیت سره مخ دي چې د هغوی د فردي او ټولنیز حضور د محدودولو هڅې روانې دي.

نسرین شیرزاد په خبرو کې د خپلې خبریالۍ د دورې یوه خاطره هم بیان کړې، چې د افغانستان له ملي ټلوېزیون سره د کار پر مهال یې له یوه طالب چارواکي سره د دوحې د سولې خبرو په اړه مرکه کړې وه.

نوموړې وايي، له طالب چارواکي یې پوښتنه کړې وه چې که د سولې خبرې بریالۍ شي، ایا په راتلونکي کې به هم د همدې مېز تر شا سره کښېنو او مرکه به وکړو؟

د شیرزاد په وینا، د طالب چارواکي ځواب یې تر نن ورځې په غوږونو کې انګازې کوي. هغه ورته ویلي وو: «نه، هېڅکله نه ځکه تر څو چې ستاسو پر سر کوچنی ټیکری وي او سینګار کوئ، هېڅکله به اجازه درنه کړو. دلته باید ستاسو پر ځای یو نارینه ناست وي.»

شیرزاد وايي، د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د ښځو پر وړاندې اوسني محدودیتونه د هماغه طالب چارواکي د خبرو عملي بڼه ده او هغه څه دي چې نوموړي د سولې له خبرو وړاندې هم د ښځو په اړه څرګند کړي وو.

نسرین شیرزاد له افغان ښځو غوښتي چې د خپلو حقونو لپاره مبارزې ته دوام ورکړي، له ستونزو سره سره خپلې هیلې ژوندۍ وساتي او هېڅکله ماتې ونه مني.

د نوموړې څرګندونې په داسې حال کې دي چې په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د نجونو پر منځنیو او لوړو زده کړو، د ښځو پر کار او په بېلابېلو ټولنیزو برخو کې د هغوی پر حضور پراخ محدودیتونه لګول شوي دي.

د ښځو د حقونو فعالانو او د بشري حقونو نړیوال بنسټونه په وار وار د دغو محدودیتونو د پای ته رسېدو غوښتنه کړې، خو افغان ښځې لا هم د زده کړو، کار او ټولنیز مشارکت په برخه کې له جدي خنډونو سره مخ دي.

د طالبانو محدودیتونو افغانې نجونې د خیاطۍ او لاسي صنایعو زده‌کړې ته اړې کړې دي

۱۷ لړم ۱۴۰۵ - ۸ نومبر ۲۰۲۶، ۰۶:۱۱ GMT+۰
•
خاطره اسحاقزۍ
100%

د کار او زده‌کړو له حقه محرومې شوې افغانې نجونې اوس د کورنیو د اقتصادي اړتیاوو پوره کولو لپاره خیاطۍ او لاسي صنایعو ته مخه کړې ده. دوی وايي، که څه هم د یوه کسب پر زده‌کړه خوښې دي، خو د زده‌کړو د دوام او د راتلونکي نسل د محرومیت اندېښنه یې لا هم ځوروي.

په افغانستان کې د کار، ښوونځیو او پوهنتونونو له زده‌کړو د نجونو د محرومیت ترڅنګ، یو شمېر لوستې نجونې اوس د اقتصادي ستونزو او د کورنیو د لګښتونو برابرولو لپاره خیاطۍ، ګلدوزۍ او نورو لاسي صنایعو ته مخه کړې ده.

دوی وايي، که څه هم د یوه مسلک زده‌کړه او د کار کولو فرصت ورته د خوښۍ وړ دی، خو دا چې د زده‌کړو پر ځای د کورنیو د نفقې برابرولو ته اړې شوې، لویه محرومیت ګڼي.

دوی وایي مونږ هیله درلوده چې په لوړه سطح زدکړې وکړو او د نړیوالو سره په هره برخه کې سیالې شو خو د طالبانو له راتګ سره مو د هیلې ډیوې مړې شوې ځینې د خپل عمر نه مشرو کسانو ته د دوهمي یا دریمي میرمني په توګه واده شوي او ځیني نور بیا د اقتصادي ستونزو تر څنګ د طالبانو له خوا په زوره واده کولو د حجاب په پلمه د بندي کیدو او نورو ګڼو ټولنیزو ستونزو ځوریږي.

د کابل یوې تولیدي کارخونې مسووله مستوره نوري چې د انجینرۍ پوهنځي د دریم کال محصله وه افغانستان انترنیشنل - پښتو سره په مرکه ویلي، اوس مهال په کارخونه کې ۲۹ ښځې ورسره کار کوي، چې اته تنه یې کونډې دي او د خپلو کورنیو یوازینۍ سرپرستانې دي.

د هغې په وینا، د کارکوونکو په ډله کې داسې ښځې هم شته چې مېړونه یې په پخواني حکومت کې دندې لرلې، خو اوس بې‌کاره دي او د کورنیو د لګښتونو مسوولیت د دوی پر غاړه دی. ځینې نجونې هم د کورنیو د اقتصادي اړتیاوو او د کورسونو د لګښتونو د برابرولو لپاره کار کوي.

100%
یو شمیر نجونې د کورسونو د لګښتونو د برابرولو لپاره خیاطي کوي

نوري وايي، هڅه کوي چې خپله کار خونه کې هغو نجونو ته کار زمینه مساعده کړي چې له زدکړو محرومې شوې او د کور د سرپرستانې دي خو د نوري په وینا سره له دې چې د دوی د کارخونې د فعالیت یو کال او پنځه میاشتې کېږي خو د افغانستان د کمزوري بازار او محدودو اقتصادي امکاناتو له امله د کار پراختیا له ستونزو سره مخ ده.

فېروزه داوود چې د لېسانس تر کچې زده‌کړې لري او پخوا یې په څارنوالۍ کې دنده ترسره کړې، وايي، په ۲۰۲۱ کال کې د سخت اقتثصادي ستونزو او ډیپریشن د خلاصون په موخه په کابل یې د خیاطۍ او لاسي صنایعو کار پیل کړ.

فیروزه افغانستان انترنیشنل - پښتو ته په خبرو کې وایي، هیله مي دا وه چې یوه ورځ به زه د افغانستان لوی څارنوالۍ مشره کېږم، خو ما خپل همت له لاسه ندی ورکړی او هغه هیله مي پر ځای ده او زه به دا په عمل کې ثابت وم یوه ورځ خو هغې ورځې ته د رسیدو په تمه اوس خوشحاله یم چې نه یوازی خپل د کورنۍ لګښت په خپل مټ پیدا کولای سم بلکه شاوخوا ۳۵ نجونې په مرکز کې راسره روزم او تر دې دمه نږدې ۷۰ نجونې مي له مرکز فارغې شوې دي او په خپلو کورنو کې یې ځانته خپل واړه کار بار پیل کړی دی.

100%
فیرزوه داوود سره په کار خونه کې ۳۵ محصلاني په کار بوختي دي

فیروزه وايي، په دغه مرکز کې د خیاطۍ ترڅنګ د مرۍ‌دوزۍ، ګلدوزۍ او چرمه‌دوزۍ زده‌کړې هم ورکول کېږي.

فریال ریسي چې شاوخوا ۱۵ کاله کېږي د خیاطۍ په برخه کې کار کوي، وايي، اوس شپږ نجونې چي د افغانستان په خصوصي رسنیو کې کار کاوه او پینځه د ادبیاتو او انجینرۍ پوهنځي له لومړي سمستر تر دریم پوري محصلې وې ورسره خیاطي زده کوي.

د هغې په وینا، ټولې زده‌کوونکې هغه نجونې دي چې له رسمي زده‌کړو پاتې شوې او غواړي د یوه مسلک په زده‌کړه خپل راتلونکي ته لاره هواره کړي.

ریسي وايي، زه نالوستي وم او مور مي په ماشومتوب کې واده کړم نو دا چی د کلیو ژوند یوازي پر مالدارۍ مخته نه ځی نو ځکه خپل د مور په مرسته دا کار خونه جوړه کړې خو د لوستو نجونو اوسني حالت او د خپلو لوڼو په ګ

سودابه چې د ادبیاتو پوهنځي د دوهم کال محصله وه وایي، هیله یې دا وه چی یوه ورځ به ښونکې کیږي او د وطن بچیان به روزي خو هغه وايي اوس هم خوښه ده او هیله لري چی دا تورې شپې به سبا شي او خپلو هیلو ته د رسیدو لپاره هره ورځ زحمت کاږي.

سلما حیدري چي د یوه خصوصي رسنۍ کارکونکې وه، وايي د خبریالۍ سره مي مینه ډیره وه خو چی کله د رسنیو دروازه پر مخ وتړل شوه نو د خپل مور او دوو خویندو سرپرستي ځوروله هغه وايي یو ځل مي نیت وکړ چې پر سړک کښینم او خیرات ټولول پیل کړم او کله به می زړه شو چې ځان وژنه وکړن خو بیرته به می د مور هغه خبره رایادیدل چي همت مه بایله د ژوند دوهم نوم مبارزه ده ته باید قوي اوسې.

100%
فاریاب کې د ریسي د خیاطۍ مرکز

ریسي افغانستان انټرنشنل - پښتو ته په خبرو کې د وسایلو کمښت، د کوچني دوکان او د کافي بودجې نشتوالی د خپل کار عمده ستونزې بولي.

نوموړې وايي، د خیاطۍ فرمایشونه لري او غواړي خپل تولیدات د انلاین پلور له لارې هم بازار ته وړاندې کړي، خو مالي امکانات یې محدود دي.

له بلې خوا، په خیاطۍ او لاسي صنایعو بوختې نجونې وايي، دوی د پښتو، دري او انګلیسي ژبو د لوستلو او لیکلو وړتیا لري او کولای شي خپلې ورځنۍ ستونزې حل کړي، خو د زده‌کړو له دوام څخه محرومیت یې د راتلونکي په اړه اندېښمنې کړې دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) او یونیسکو په وینا، افغانستان یوازینی هېواد دی چې نجونې او ښځې پکې له منځنیو او لوړو زده‌کړو محرومې دي. د دې محدودیتونو له امله میلیونونه نجونې د زده‌کړو له فرصتونو بې‌برخې شوې دي.

د کار نړیوال سازمان هم په خپلو راپورونو کې د افغان ښځو د کار پر وړاندې د محدودیتونو او د هغوی د اقتصادي فرصتونو د کمېدو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

د ښځو د زده‌کړو او کار محدودیتونه داسې مهال دوام لري چې د خیاطۍ او لاسي صنایعو په څېر کوچني فعالیتونه د یو شمېر ښځو او نجونو لپاره د عاید یوازینۍ سرچینه ګرځېدلې ده.

دوی وايي، غواړي د کار او زده‌کړو دواړو حق ولري، څو نه یوازې د خپلو کورنیو ملاتړ وکړي، بلکې د ټولنې په پرمختګ کې هم ونډه واخلي.

طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې پر افغانستان له بیا واکمنېدو وروسته د نجونو او ښځو پر زده‌کړو او کار پراخ محدودیتونه ولګول. د هماغه کال په سپټمبر کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي وتړل شول او د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر کې د ښځو پر پوهنتوني زده‌کړو هم بندیز ولګېد. ورپسې ښځې له ګڼو دولتي او نادولتي ادارو او د کار له ځینو برخو هم منع شوې.

د دغو محدودیتونو له امله میلیونونه نجونې له زده‌کړو پاتې شوې او ګڼې ښځې یې د اقتصادي خپلواکۍ او کار له فرصتونو محرومې کړې دي. په همدې حال کې، یو شمېر ښځې او نجونې د خپلو کورنیو د اقتصادي اړتیاوو پوره کولو لپاره خیاطۍ، لاسي صنایعو او نورو کوچنیو کاروبارونو ته مخه کړې ده.

دملګرو ملتونو او نړیوالو بنسټونو په وار وار د افغان ښځو او نجونو پر زده‌کړو او کار د محدودیتونو د لرې کېدو غوښتنه کړې او خبرداری یې ورکړی چې د دغو بندیزونو دوام به د افغانستان پر اقتصادي او ټولنیز راتلونکي اوږدمهاله اغېزې ولري.

د جرمني ځانګړي استازي د افغان ښځو د ملاتړ او له طالبانو سره د «تخنیکي تعامل» غوښتنه وکړه

۱۶ لړم ۱۴۰۵ - ۷ نومبر ۲۰۲۶، ۲۰:۵۸ GMT+۰
100%

د افغانستان لپاره د جرمني ځانګړي استازي توبیاس کراوزه د شنبې په ورځ په برلین کې یوې غونډې ته د افغان ښځو او نجونو د حقونو پر ملاتړ ټینګار وکړ او ویې ویل، چې نړۍواله ټولنه باید د هغوی وضعیت د خپلو لومړیتوبونو په سر کې وساتي.

هغه ورته مهال له طالبانو سره د «تخنیکي تعامل» غوښتنه هم وکړه. د افغانستان په اړه دغه غونډه چې یوشمېر افغان او جرمن سیاست‌والو او کارپوهانو په‌کې ګډون کړی و، د دوو ورځو لپاره په برلین کې جوړه شوې وه.
توبیاس کراوزه په دې غونډه کې وویل، نړۍواله ټولنه باید د بشري مرستو ترڅنګ د افغانستان د ښځو او نجونو وضعیت هم د خپلو لومړیتوبونو په سر کې وساتي. دغه جرمني چارواکي همداراز د بشري مرستو د پروګرامونو د پرمخ وړلو او د افغانانو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره له طالبانو سره د «تخنیکي اړیکو» پر دوام ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د افغانستان له خلکو سره باید مرستې دوام وکړي.
په همدې غونډه کې د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا پخواني مرستیال محمد اکرم خپلواک چې په انلاین بڼه یې خبرې کولې وویل، په افغانستان کې د نجونو د زده‌کړو د مخنیوي لامل د اسانتیاوو نشتوالی، جوړښتي ستونزې یا د ښوونیز نصاب نیمګړتیاوې نه‌دي.
هغه زیاته کړه، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د نجونو د زده‌کړو بندیز «سیاسي موضوع» ده، نه تخنیکي او اداري ستونزه. خپلواک له نړۍوالې ټولنې وغوښتل، چې د افغان ښځو او نجونو د زده‌کړو د حق ملاتړ په خپلو لومړیتوبونو کې وساتي.
د افغانستان د ولسي جرګې پخواني غړي بکتاش سیاووش له طالبانو سره د اروپايي هېوادونو په ځانګړي ډول د جرمني پر چلند نیوکه وکړه. هغه وویل، له طالبانو سره د اروپا تعامل له عادي اړیکو اوښتی او په عمل کې د دغه ډلې د رسمیت پېژندلو په معنا دی.
سیاووش استدلال وکړ، چې طالبانو ته د افغانستان د سفارتونو او کونسلګریو سپارلو د یادې ډلې لپاره د هېواد پر ډیپلوماتیکو استازولیو د واکمنېدو زمینه برابره کړې ده.
نوموړي همداراز وویل، اروپايي هېوادونه له دې امله د طالبانو د «رسمیت پېژندلو» له اصطلاح کارولو ډډه کوي چې دغه ډله د بشري حقونو په پراخو سرغړونو، د ښځو د حقونو په محدودولو او د غیرانساني سیاستونو په پلي کولو تورنه ده او په رسمیت پېژندل یې د اروپايي هېوادونو له اعلان شویو ارزښتونو او شعارونو سره په ټکر کې دي.
هغه زیاته کړه، اروپايي هېوادونو په عمل کې د خپلو سیاستونو له لارې له هغو اصولو واټن اخیستی چې تل یې پرې ټینګار کړی دی. بکتاش سیاووش تر دې وړاندې هم د اروپا په پارلمان کې په یوه غونډه کې د اروپايي ټولنې پر دوه‌ګوني دریځ نیوکه کړې وه او ویلي یې و، اروپايي ټولنه باید پرېکړه وکړي چې د افغانستان د خلکو ترڅنګ ولاړه ده او که د طالبانو.
دغه غونډه «افغانستان؛ د یوه پړاو پای؟ د طالبانو تر پنځه کلنې واکمنۍ وروسته باید څه وشي؟» تر سرلیک لاندې د جمعې او شنبې په ورځو په برلین کې جوړه شوې وه. ګډونوالو په دې غونډه کې د افغانستان د سیاسي بدلونونو، د بشري حقونو وضعیت، بشري ناورین، د ښځو او نجونو د حقونو او له افغانستان سره د نړۍوالې ټولنې د راتلونکو اړیکو په اړه بحثونه کړي دي.