• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د کانګرس ډیموکراته غړې: د افغان متحدینو اېستل د امریکا له ارزښتونو سره خیانت دی

۱۹ لړم ۱۴۰۵ - ۱۰ نومبر ۲۰۲۶، ۲۱:۲۱ GMT+۰

د امریکا د کانګرس د استازو جرګې ډیموکراتې غړې لوییس فرانکل د افغان متحدینو د ملاتړ او په امریکا کې د هغوی د لنډمهاله خوندي وضعیت (TPS) د دوام ملاتړ کړی. د فرانکل په وینا، د دغه کورنیو اېستل د امریکا له ارزښتونو سره خیانت دی.

فرانکل د سې‌شنبې په ورځ (د لړم ۱۹مه) پر اېکس‌پاڼه لیکلي، چې تېره شپه یې له افغان متحدینو سره د پیوستون او د افغانانو د لنډمهاله خوندي وضعیت (TPS) د ملاتړ په موخه د ملاتړ نښان پر سینه لګولی و.
نوموړې ویلي، هغه افغانې کورنۍ چې له امریکا سره یې همکاري کړې؛ د تاوتریخوالي له امله یې خپل هېواد پرېښی او اوس د امریکا د ټولنې برخه دي، باید بېرته ونه اېستل شي.
د فرانکل په وینا، د دغه کورنیو اېستل د امریکا له ارزښتونو سره خیانت دی. نوموړې ټینګار کړی، چې امریکا باید له خپلو افغان متحدینو سره پر ژمنو ودرېږي او د هغوی ساتنه وکړي.
د افغانانو لپاره د لنډمهاله خوندي وضعیت (TPS) قانون د هغه افغانانو د قانوني خوندیتوب په موخه مطرح شوی، چې په امریکا کې ژوند کوي او خپل هېواد ته په بېرته ستنېدو سره له ګواښونو سره مخ کېدای شي.
«TPS» پروګرام په امریکا کې د ځینو هېوادونو وګړو ته د لنډمهاله خوندي استوګنې او کار کولو اجازه ورکوي.

ډېر لیدل شوي

طالبانو د الله داد فدایي له نیولو څو ورځې وروسته د هغه د جبري اعتراف ویډیو خپره کړه
۱

طالبانو د الله داد فدایي له نیولو څو ورځې وروسته د هغه د جبري اعتراف ویډیو خپره کړه

۲
ځانګړی راپور

په ۲۰۰۱ کال کې له ماتې وروسته؛ پاکستان څنګه د طالبانو د بیا راټولېدو مرکز وګرځېد؟

۳

اوفا: د پخوانیو امنیتي ځواکونو ستونزمن وضعیت هغوی د وسله‌والو ډلو د جذب له ګواښ سره مخ کړي

۴
د محبوب شاه محبوب لیکنه

د پاکستان او طالبانو ستراتیژیکه ملګرتیا او پوځي تقابل

۵
ځانګړی

د ټېک‌ټاک له لارې د وړیا ډوډۍ وېش؛ د افغانانو د بې‌وزلۍ یو بل انځور

•
•
•

نور خبرونه

استخباراتي راپور: افغانستان د عراق د قاچاقي تېلو له مهمو بازارونو دی

۱۹ لړم ۱۴۰۵ - ۱۰ نومبر ۲۰۲۶، ۲۰:۵۹ GMT+۰
100%

د سکای‌نیوز عربي څانګې د عراق د یوه استخباراتي راپور په حواله لیکلي، چې د دغه هېواد له شمال څخه تېل ایران ته قاچاق کېږي او تر چاڼ وروسته په افغانستان کې پلورل کېږي. د راپور له مخې، د قاچاقي تېلو یوه برخه ترکیې ته هم لېږدول کېږي.

د سکای‌نیوز عربي څانګې ویلي، چې د دغه استخباراتي راپور یوه نسخه یې ترلاسه کړې ده. د دغه راپور له مخې چې د سې‌شنبې په ورځ خپور شوی، افغانستان او ترکیه د عراق د قاچاق شويو تېلو د پلور له مهمو بازارونو دي.

د راپور په ټکو، د کردستان په سیمه‌ییزه اداره کې فعالې شبکې د کرکوک او سلیمانیه د تېلو له زېرمو څخه په پراخه کچه خام تېل او نفت‌لرونکي مواد قاچاق کوي. دغه جوپې د کوچنیو او منځنیو ټانکرونو پرمټ له ځمکنیو لارو ایران ته لېږدول کېږي. د راپور له مخې، د ټانکرونو تګ‌راتګ د باشماق او پروېزخان له سرحدي لارو په اسانۍ ترسره کېږي.

د راپور پربنسټ، د عراق قاچاق شوي تېل په ایران کې تصفیه کېږي یا د دغه هېواد له تولید شويو نفت‌لرونکو موادو سره ګډېږي او وروسته د ایراني محصولاتو په نوم پلورل کېږي. د سکای‌نیوز عربي څانګې د دغه کار موخه له بندیزونو تېښته بللې؛ خو دا یې نه‌ده په ډاګه کړې چې دغه بهیر څنګه د بندیزونو په مخنیوي کې مرسته کوي.

دغه رسنۍ لیکلي، چې نفت‌لرونکي مواد د کیفیت د ښه‌والي یا بدلولو لپاره هم پروسس کېږي او له ایراني نفت‌لرونکو محصولاتو سره یې ګډول د دغه بهیر مهمه برخه ده. په راپور کې د افغانستان په بازار کې د انرژۍ لوړه تقاضا د دغه توکو د پلور یو له اصلي لاملونو بلل شوې ده.

دغه جوپې د ایراني ټانکرونو پر مټ د ایران له ختیځو ښارونو څخه د افغانستان سرحد ته لېږدول کېږي او تر سرحدي دروازو له اوښتو وروسته په لویو زېرمتونونو کې خالي کېږي. دغه زېرمتونونه له پولې سره نږدې ښارونو کې موقعیت لري او د افغان خصوصي واردوونکو شرکتونو له‌خوا اداره کېږي.

وروسته دغه نفت‌لرونکي مواد د کوچنیو بار وړونکو موټرو پرمټ د افغانستان ښارونو او ولایتونو کې د تېلو پمپونو او مصرفوونکو ته رسول کېږي.

د راپور له مخې، قاچاق شبکې د عراق د هغه سرحدي سیمو له لارو ګټه اخلي چې ایران او ترکیې ته نږدې دي او د عراق د مرکزي حکومت تر کنټرول لاندې نه‌دي. د یادې جوپې یوه برخه ترکیې ته هم لېږدول کېږي او هلته پلورل کېږي.

ورته مهال له پاکستان سره د سوداګریزو محدودیتونو له امله د افغانستان د بازار تکیه پر ایران زیاته شوې ده. د نړۍوال بانک د راپور له مخې، ایران د ۲۰۲۶کال په فبرورۍ کې د افغانستان د شاوخوا ۳۱ سلنه وارداتو په برابرولو سره دغه هېواد ته تر ټولو لوی صادرونکی و. له پاکستان سره د لارو تر تړل کېدو وروسته، د افغانستان شاوخوا ۶۰ سلنه واردات له ایران یا د دغه هېواد له لارې برابر شوي دي.

د روسیې د امنیت شورا منشي له طالبانو سره د «رغنده همکارۍ» غوښتنه وکړه

۱۹ لړم ۱۴۰۵ - ۱۰ نومبر ۲۰۲۶، ۱۹:۴۶ GMT+۰
100%

د روسیې د امنیت شورا منشي سرګي شویګو د منځنۍ اسیا د هېوادونو لپاره د افغانستان پر ثبات ټینګار کړی او په افغانستان کې یې د طالبانو له ادارې سره د رغنده همکارۍ غوښتنه کړې ده.

شویګو د دوشنبې په ورځ (د لړم ۱۸مه) د ګډو ګټو د خپلواکو دولتونو ټولنې د غړو هېوادونو د امنیت شوراګانو د منشیانو په څوارلسمه کلنۍ غونډه کې ویلي، چې د منځنۍ اسیا وضعیت په مستقیم ډول د افغانستان له ثبات څخه اغېزمنېږي.

هغه ټینګار کړی، چې په همدې چوکاټ کې په کابل کې د طالبانو له ادارې سره د رغنده همکارۍ رامنځته کول د امنیت، اقتصاد او سیمه‌ییز پرمختګ په برخو کې د ګډو ننګونو د حل لپاره ارزښت
لري.
د روسیې د امنیت شورا منشي ویلي، چې د منځنۍ اسیا وضعیت له نسبي ثبات سره، سره لاهم له جدي امنیتي ګواښونو سره مخ دی. د هغه په وینا، ترهګري، افراطیت، په ځانګړي ډول مذهبي افراطیت او د نشه‌یي توکو قاچاق د یادې سیمې له مهمو ګواښونو څخه دي.

په وروستیو کلونو کې د مسکو او د طالبانو د ادارې اړیکې پراخې شوې دي او دواړه لوري هڅه کوي، چې خپلې سیاسي، اقتصادي او پوځي همکارۍ لا پیاوړې کړي.

د افغانستان په چارو کې د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د سې‌شنبې په ورځ (د لړم ۱۹مه) په کابل کې د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره لیدلي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې دواړو لورو د دوه‌اړخیزو اړیکو پر پراختیا، د سوداګریزو راکړو ورکړو پر زیاتوالي او له اقتصادي فرصتونو څخه د ګټې اخیستنې په اړه خبرې کړې دي.
همدارنګه، ټاکل شوې ده چې د روسیې یو لوړپوړی پلاوی د دغه هېواد د لومړي وزیر د مرستیال الکسي اوورچوک په مشرۍ کابل ته سفر وکړي. ویل شوي، چې د دغه سفر موخه د دواړو لورو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي همکاریو د پراختیا په اړه خبرې اترې دي.

ضمیر کابلوف تر دې مخکې ویلي و، چې د ۲۰۲۶کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د روسیې او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه د تېرکال د ورته مودې پرتله دوه برابره شوې ده.
په پوځي برخه کې هم روسیې او طالبانو د روان کال د مئ میاشتې په ۲۷مه د پوځي او تخنیکي همکاریو هوکړه‌لیک لاسلیک کړ. دغه هوکړه‌لیک مسکو ته د طالبانو د دفاع وزیر یعقوب مجاهد د سفر پرمهال او د سرګي شویګو په حضور کې لاسلیک شو. د طالبانو چارواکو ویلي، چې دغه هوکړه‌لیک پر تخنیکي همکاریو، د پوځي تجهیزاتو پر ساتنې او ترمیم تمرکز لري.

روسیې د ۲۰۲۵کال د جولای په څلورمه د طالبانو اداره په رسمیت وپېژندله او په دې توګه لومړنی او تراوسه یوازینی هېواد شو، چې دغه اداره یې په رسمي توګه په رسمیت پېژندلې ده. مسکو تر دې مخکې، د همدې کال په اپرېل میاشت کې د طالبانو نوم د خپلو ترهګرو ډلو له نوملړه هم ایستلی و.

د وان د وکیلانو ټولنې د افغان کډوالو د وژل کېدو په اړه د قضايي څېړنو غوښتنه وکړه

۱۹ لړم ۱۴۰۵ - ۱۰ نومبر ۲۰۲۶، ۱۹:۴۰ GMT+۰
100%

د ترکیې د وان ښار د وکیلانو ټولنې د یوې خبرپاڼې په خپرولو د دغه هېواد د کورنیو چارو له وزارت غوښتي، چې د ترکیې او ایران پر پوله د لږترلږه اتو افغان کډوالو د وژل کېدو په اړه څېړنې پیل کړي.

یادې ټولنې ویلي، د دغه کډوالو د وژل کېدو خبر تر خپرېدو وروسته یې استازي د وان ښار څارنوالۍ ته ورغلي دي. د وان د وکیلانو ټولنې د سې‌شنبې په ورځ (د لړم ۱۹مه) ویلي، چې د دغه اتو کډوالو د وژل کېدو لامل روښانه کولو لپاره یې قضايي څار پیل کړی دی.
یادې ټولنې د ترکیې د کورنیو چارو له وزارت هم غوښتي، چې دغه پېښه په هر اړخیز ډول وڅېړي.
د وان د وکیلانو ټولنې په خبرپاڼه کې راغلي، وروسته له هغې چې د اوزالپ ولسوالۍ د یوکاری تولګالي او اشاغي تولګالي کلیو ترمنځ په یوه سیمه کې د اتو کسانو د مړو د موندلو راپورونه خپاره شول، د یادې ټولنې استازي د دغه ولسوالۍ څارنوالۍ ته ورغلي دي.
یاددې ټولنې زیاته کړې، چې د دغې لیدنې پرمهال یې د قضیې د قضايي بهیر په اړه معلومات ترلاسه کړي دي. د وان د وکیلانو ټولنې په وینا، د دغه کډوالو د وژل کېدو لامل لاهم په بشپړ ډول نه‌دی روښانه شوی او قضیه د محرميت تر حکم لاندې ده.
نوموړې ټولنې ټینګار کړی، چې دغه قضیه باید نه یوازې له قضايي اړخه؛ بلکې د بشري حقونو له نظره هم وڅېړل شي. ترکي رسنیو په خپلو لومړنیو راپورونو کې د یوکاري تولګالي کلي ته څېرمه د اتو ځوانانو د مړو د موندلو خبر ورکړی و؛ خو هویت یې نامعلوم بللی و. خو د وان د وکیلانو ټولنې په خپله خبرپاڼه کې په څرګنده ویلي، چې دغه کسان د افغانستان تابعیت لرونکي کډوال دي.
افغانستان انټرنشنل ته سرچینو د یکشنبې په ورځ ( لړم ۱۷مه) د ترکیې او ایران پر پوله د اتو افغان کډوالو د مړو یوه ویډیو استولې وه. په دې ویډیو کې د اتو ځوانانو مړي لیدل کېږي، چې زنې یې تړل شوې دي.
هغه کس چې دغه ویډیو یې ثبت کړې، په افغانۍ لهجه وايي: «سلام وروره! دا مساپر دي».
په ترکیه کې د کډوالو ټولنې هم له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې د دغو اتو کسانو مړینه تایید کړې ده. یادې ټولنې ویلي، تر اوسه په وان ښار کې مېشتو افغانانو ته اجازه نه ده ورکړل شوې چې د مړیو د پېژندلو یا لیدلو لپاره روغتون ته ورشي.
ترکي رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه کسانو مړي د وان ولایت د اوزالپ ولسوالۍ اړوند د یوکاري تولګالي سیمې ته څېرمه، د ایران له پولې شاوخوا درې کیلومتره لرې موندل شوي دي.
وان؛ له ایران نه ترکیې ته د کډوالۍ یوه مهمه لار
وان ولایت د ترکیې په ختیځ کې موقعیت لري او له ایران سره شاوخوا ۲۹۵ کیلومتره ګډه پوله لري. دغه ولایت د خپل جغرافیایي موقعیت له امله، له ایران نه ترکیې ته د کډوالو د ننوتلو او د دغه هېواد لوېدیځو ښارونو او اروپا ته د هغوی د لېږد یوه مهمه لار ده.
د وان ښار چې د دغه ولایت مرکز دی، د وان جهیل ترڅنګ پروت دی. د اوزالپ، چالدران او باش‌قلعه سرحدي ولسوالۍ د دغه ولایت له مهمو سیمو څخه دي، چې د غرني جوړښت او سختو لارو له امله، له معتبرو اسنادو پرته د کډوالو تګ‌راتګ په‌کې له جدي ګواښونو سره مل وي.
د انساني قاچاق شبکې هم د دغه سیمو له ځینو سرحدي لارو څخه د کډوالو د لېږد لپاره کار اخلي.

د بل قرباني هویت هم وپېژندل شو؛ د ترکیې پر پوله د وژل شویو افغانانو شمېر ښايي تر اتو واوړي

۱۹ لړم ۱۴۰۵ - ۱۰ نومبر ۲۰۲۶، ۱۹:۰۵ GMT+۰
100%

افغانستان انټرنشنل د لږ تر لږه یوه عیني شاهد او د دوو قربانیانو د کورنیو له غړو سره د خبرو له لارې موندلې، چې د ترکیې او ایران پر پوله د وژل شویو افغان کډوالو شمېر ښايي له هغو اتو کسانو ډېر وي چې په تېرو ورځو کې یې د موندل شویو مړو خبر خپور شوی و.

منیر خان صافي افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې ورور یې حامد صافي د پنجشنبې په شپه د ایران او ترکیې په سرحدي سیمه کې ژوند له لاسه ورکړی دی. د هغه په وینا، د حامد مړینه له هغو اتو کډوالو جلا پېښه ده چې تر دې مخکې یې د موندل شویو مړو خبر خپور شوی و.
د دغو اتو کسانو مړي اوس د ترکیې په وان ښار کې دي. افغانستان انټرنشنل داسې اسناد هم لیدلي، چې ښيي حامد د عبدالقیوم زوی شاوخوا ۲۲ کلن او د کندوز ولایت د امام‌صاحب ولسوالۍ اوسېدونکی و.
د حامد کورنۍ وايي، د هغه مړی اوس د ایران په خاوره کې د چالدران سرحدي سیمې په یوه دولتي سړه خونه کې ساتل کېږي. افغانستان انټرنشنل د حامد د مړي انځور هم لیدلی دی.
افغانستان انټرنشنل نور انځورونه هم لیدلي، چې د دغه ځوان د کورنۍ په وینا، ترکیې ته تر تګ مخکې د چالدران په سیمه کې اخیستل شوي دي.
۲۰ کلن جنید له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې د ترکیې سرحدي پولیس او قاچاق‌ کوونکي د کډوالو پر وړاندې په ناوړه چلند او تاوتریخوالي تورن کړي دي. هغه ویلي، چې د پنجشنبې په شپه له حامد سره یوځای د چالدران په سیمه کې د ترکیې له سرحدي دېوال څخه واوښتل؛ خو د ترکیې خاورې ته تر ننوتلو وروسته د دغه هېواد د سرحدي ځواکونو لاس ته ورغلل.
د جنید په وینا، سرحدي ځواکونو ورسره ناوړه چلند کړی او وهلي یې دي. هغه ادعا کړې، چې سرتېرو کډوال اړ کړي وو، په سړه هوا کې پر واورو ودرېږي او پر بربنډو بدنونو یې سړې اوبه ور وشیندي. د ترکیې سرحدي پولیس هم تورن شوي، چې د کډوالو جامې یې په بشپړ ډول ترې ایستلې او وروسته یې د سرحدي دېوال له پاسه بېرته د ایران لوري ته اړولي دي.
جنید ویلي، دی او حامد له څو ساعتونو پلي مزل وروسته په سړه هوا کې بې‌هوښه شوي وو. د هغه په وینا، کله چې بېرته په هوښ راغی، ویې لیدل چې یوې خونې ته لېږدول شوی او حامد ساه ورکړې ده.
افغانستان انټرنشنل په خپلواکه توګه نه شي تاییدولی، چې د حامد د مړینې اصلي لامل څه و.
د هوا پېژندنې د معلوماتو له مخې، د پنجشنبې او تېرې جمعې په شپه د چالدران په سیمه کې د هوا تودوخه نږدې صفر درجې سانتي‌ګراد ته راټیټه شوې وه. د ورځې په اوږدو کې د تودوخې درجه شاوخوا له پنځو تر لسو درجو پورې وه.
د حامد کورنۍ وايي، د قاچاق‌کوونکو ناوړه ګټه اخیستنه او باج اخیستنه، هغه څه چې دوی یې د ترکیې د سرحدي ځواکونو شکنجه او تاوتریخوالی بولي، د کډوالو جبري بېرته ستنول او سخته یخني د هغه په مړینه کې ونډه لري. خو د حامد د مړینې لامل تر اوسه په خپلواکه توګه نه دی تایید شوی.
د جنید او د حامد د کورنۍ روایت د هغو مواردو له ډلې دی، چې افغانستان انټرنشنل د ترکیې او ایران پر پوله د کډوالو د وضعیت په اړه څېړلي دي. د نورو کډوالو تجربې او د هغوی د مړینې لاملونه ښايي توپیر ولري.
په تېرو څو ورځو کې یو شمېر افغان کډوالو افغانستان انټرنشنل ته د ویډیوګانو په لېږلو سره د ترکیې په سرحدي سیمو کې له تاوتریخوالي شکایت کړی دی. دوی د قاچاق‌ کوونکو او سرحدي ځواکونو له‌خوا د باج اخیستنې او ناوړه چلند، او همدارنګه د کډوالۍ پر لارو د سختې یخنۍ په اړه راپورونه ورکړي دي.
د اتو افغان کډوالو د مړو موندل کېدل
په دغو پېښو کې یوه داسې ویډیو هم خپره شوې، چې د ترکیې او ایران په سرحدي سیمه کې د اتو افغان ځوانانو مړي په کې ښکاري او پراخ غبرګونونه یې راپارولي دي. د یوه قرباني ورور شریف نظري د سې‌شنبې په ورځ (د لړم ۱۹مه) افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې خپل ورور رضا نظري یې د دغو اتو کسانو په منځ کې پېژندلی دی.
د هغه په وینا، رضا وروستی کس دی چې د مړو په خپره شوې ویډیو کې لیدل کېږي او ښايي په دې پېښه کې تر ټولو کم‌عمره قرباني وي.
افغانستان انټرنشنل داسې اسناد لیدلي، چې ښيي رضا نظري د علي‌چمن نظري زوی او د بامیان ولایت اوسېدونکی و. نوموړی د ۱۳۸۸ کال د تلې په دویمه (د ۲۰۰۹ کال د سپټمبر په ۲۴مه) زېږېدلی و. د ملګرو ملتونو د ماشومانو د حقونو کنوانسیون له مخې، له ۱۸ کلونو کم عمر لرونکي کسان ماشومان ګڼل کېږي.
شریف نظري د ترکیې، ایران او طالبانو له چارواکو غوښتي، چې کابل ته د رضا د مړي د لېږدولو په برخه کې همکاري وکړي؛ څو کورنۍ یې وکولای شي هغه خاورو ته وسپاري. د شریف نظري په وینا، د قربانیانو مړي د ترکیې په وان ښار کې ساتل کېږي او کورنۍ یې تر اوسه د خپلو اولادونو مړو ته لاسرسی نه لري.
باخبره سرچینو د یکشنبې په ورځ (د لړم ۱۷مه) د اتو افغان کډوالو د مړو یوه ویډیو افغانستان انټرنشنل ته لېږلې ده. په دغه ویډیو کې د اتو ځوانانو مړي لیدل کېږي، چې زنې یې تړل شوې دي.
هغه کس چې ویډیو یې ثبت کړې، په افغانۍ لهجه وايي: «سلام وروره! دا مساپر دي».
په ترکیه کې د افغان کډوالو ټولنې هم له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې د دغو اتو کسانو مړینه تایید کړې ده. یادې ټولنې ویلي، تر اوسه په وان ښار کې مېشتو افغانانو ته اجازه نه ده ورکړل شوې،چې د قربانیانو د پېژندلو یا د مړو د لیدلو لپاره روغتون ته ورشي.
ترکي رسنیو راپور ورکړی، چې د اتو ځوانانو مړي د وان ولایت د اوزالپ ولسوالۍ اړوند د یوکاري‌ تولګالي سیمې ته څېرمه، د ایران له پولې شاوخوا درې کیلومتره لرې موندل شوي دي. دغو رسنیو د قربانیانو هویت نه دی په ډاګه کړی او د هغوی د مړینې لامل یې سخته یخني بللې ده.
خو د دغو اتو کسانو د مړینې لامل تر اوسه په خپلواکه توګه نه دی تایید شوی.
د کډوالو د مړینې په اړه د څېړنو غوښتنه
ترکي خبریال اوزکان اوزتاش د دوشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د وان سیمه‌ییزې ادارې امر کړی، د یادې قضیې اړوند معلومات دې محرم وساتل شي.
یادې پېښې د ترکیې د حکومت د یو شمېر مخالفو سیاستوالو غبرګونونه هم راپارولي دي.
د ترکیې په پارلمان کې د خلکو د ډیموکراسۍ او برابرۍ ګوند استازې ګلجان کچماز سایغیت د دوشنبې په ورځ د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیر ته په یوه لیک کې د قضايي څېړنو د پیل، د قربانیانو د هویت د معلومولو او د احتمالي شکمنو کسانو د نیولو غوښتنه کړې ده.
هغې په دغه لیک کې د ترکیې په سرحدي سیمو کې د کډوالو د مړینې ورته پېښو ته هم اشاره کړې ده. د سایغیت په وینا، د ۲۰۰۲ کال په مې میاشت کې د وان ولایت په چالدران سیمه کې د واورو تر ویلي کېدو وروسته د ۱۹ افغان کډوالو مړي وموندل شول. هغې همدارنګه په ۲۰۱۹ کال کې د باش‌قلعه په سیمه او د کډوالۍ پر لارو د یو شمېر نورو کډوالو د مړینې پېښو ته اشاره کړې ده.
د ترکیې د پارلمان دغې استازې د سیمه‌ییزو جګړو او اقتصادي ناورینونو اغېزو ته په اشارې، په سرحدي سیمو کې د کډوالو د حقونو د خوندیتوب لپاره د نورو اقداماتو غوښتنه کړې ده.
هغې د ترکیې د کورنیو چارو له وزارت څخه په وان ولایت کې د کډوالو د بېرته لېږلو په مرکزونو کې د ساتل شویو کډوالو د شمېر، په تېرو پنځو کلونو کې د اېستل شویو کډوالو د شمېر او له ۲۰۲۰ کال راهیسې د هغو کسانو د شمېر په اړه هم معلومات غوښتي، چې د ایران له لارې دغه ولایت ته داخل شوي دي.
سایغیت همدارنګه د انساني قاچاق د شبکو پر وړاندې د حکومت د اقداماتو، په تېرو پنځو کلونو کې له دغو شبکو سره د تړاو په تور د نیول شویو کسانو د شمېر او د کډوالو د بېرته لېږلو په مرکزونو کې د هغوی د حقونو د سرغړونو د مخنیوي لپاره د تدابیرو په اړه پوښتنې کړې دي.
په وان ښار کې د ترکیې د جمهوري‌پال ولس ګوند د څانګې مشر سراج‌الدین بدیرهان‌اوغلو هم دغه پېښه د کډوالۍ په چارو کې د کمزوري مدیریت، د سرحدي څارنې د نیمګړتیاوو او د انسانانو ژوند ته د نه پاملرنې پایله بللې ده. هغه د پېښې د هر اړخیزې څېړنې او د احتمالي عاملانو د پېژندلو غوښتنه کړې ده.
ترکیه یونان او د اروپا نورو هېوادونو ته د افغانانو د کډوالۍ له مهمو لارو څخه ده. دغه هېواد د ګڼ شمېر افغان کډوالو کوربه هم دی، چې ځینې یې د استوګنې له معتبرو اسنادو پرته په دغه هېواد کې ژوند او کار کوي.

د ترکیې په پوله د وژل شوي افغان ځوان هویت تایید شو

۱۹ لړم ۱۴۰۵ - ۱۰ نومبر ۲۰۲۶، ۱۲:۳۰ GMT+۰
100%

د هغه افغان ځوان یوه خپلوان چې د ترکیې په پوله وژل شوی، افغانستان انټرنشنل ته د هغه هویت تایید کړ. د دغه تني ځوان ورور، شریف نظری، د سې شنبې په ورځ (د لرم ۱۹مه) وویل چې رضا نظری یې د هغو اتو جسدونو په منځ کې پېژندلی چې د ایران او ترکیې په پوله موندل شوي دي.

شریف نظري افغانستان انټرنشنل ته وویل چې خپل ورور یې د قربانیانو په منځ کې موندلی دی. د هغه په خبره، رضا په هغه ویډیو کې چې د جسدونو په اړه خپره شوې، وروستی کس دی او داسې ښکاري چې د دې پېښې تر ټولو ځوان قرباني وي.

افغانستان انټرنشنل هغه اسناد او مدارک لیدلي چې ښيي رضا نظری د علي‌چمن نظری زوی، د بامیان ولایت اوسېدونکی او د ۲۰۰۹ ز کال د سپټمبر په ۲۴مه (د ۱۳۸۸ لمریز کال د تلې په دویمه) زېږېدلی دی او د ملګرو ملتونو د ماشومانو د حقونو د کنوانسیون له مخې ماشوم ګڼل کېږي.

شریف نظري وویل چې د خپل ورور له برخلیکه خبر نه و. هغه له ترکي، ایراني او طالب چارواکو وغوښتل چې کابل ته د رضا د مړي په لېږدولو کې همکاري وکړي څو کورنۍ یې هغه خاورو ته وسپارلی شي.

ښاغلي نظري زیاته کړه چې د قربانیانو مړي اوسمهال د ترکیې په «وان» ښار کې ساتل کېږي او کورنۍ د خپلو اولادونو مړو ته لاسرسی نه لري.

خبرو سرچینو د یکشنبې په ورځ (د لړم ۱۷مه) د ایران او ترکیې په پوله د اتو افغان کډوالو د مړو ویډیو افغانستان انټرنشنل ته ولېږله. په دې ویډیو کې د اتو ځوانانو مړي لیدل کېږي چې زنې یې په پټیو تړل شوې دي.

هغه کس چې دا ویډیو ثبت کړې، د افغانستان په فارسي لهجه وايي: «سلام وروره! دا کډوال دي.»

په ترکیې کې د پناه غوښتونکو ټولنې هم له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې د دغو اتو کسانو مړینه تایید کړه. دې ټولنې وویل چې تر دې مهاله په وان ښار کې مېشتو افغانانو ته اجازه نه ده ورکړل شوې چې د مړو د پېژندنې یا لیدلو لپاره روغتون ته لاړ شي.

د ترکیې رسنیو راپور ورکړی چې د اتو ځوانانو مړي د ترکیې په «وان» ولایت کې د «اوزالپ» اړوند د «یوکاری‌تولګالی» سیمې ته نږدې او د ایران پولې ته په شاوخوا درې کیلومترۍ کې موندل شوي دي. دغو رسنیو د قربانیانو هویت نه دی اعلان کړی او د مړینې لامل یې سخته یخ‌والي ښودلی دی.

خو د قربانیانو د مړینې لامل تر اوسه په خپلواکه توګه نه دی تایید شوی.

د معلوماتو د پټ ساتلو امر

یوه ترکي خبريال اوزکان اوزتاش د دوشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د وان سیمه ییزې ادارې امر کړی چې دا دوسیه دې پټه پاتې شي.

دا پېښه د ترکیې د حکومت د ځینو مخالفو سیاستوالو له غبرګون سره هم مخ شوې ده.

د ترکیې په پارلمان کې د خلکو د دیموکراسۍ او مساوات ګوند استازي ګلجان کچماز سایغیت د دوشنبې په ورځ خپل کورنیو چارو وزیر ته په یوه لیک کې، د قضایي څېړنو د پیلولو، د قربانیانو د هویت د روښانه کېدو او د احتمالي تورنو کسانو د نیولو غوښتنه وکړه.

ښاغلي سایغیت په دې لیک کې د ترکیې په پولو کې د کډوالو د مړینې ورته پېښو ته اشاره کړې ده. د دې استازې په خبره، د ۲۰۰۲ ز کال په مې میاشت کې، د وان پوله‌یز ولایت په «چالدران» سیمه کې د واورو له ویلې کېدو وروسته د ۱۹ افغان کډوالو مړي وموندل شول. هغه همدارنګه په ۲۰۱۹ ز کال کې د کډوالۍ په لارو او د «باش‌قلعه» په سیمه کې د یو شمېر کډوالو مړینې ته هم اشاره کړې ده.

د پارلمان د دې استازې د اقتصادي بحرانونو او سیمه‌ییزو شخړو اغېزو ته په پام سره چې پر کډوالۍ لاره لري، په پوله‌یزو سیمو کې د کډوالو د حقونو د ساتنې لپاره د نورو تدابیرو د نیولو غوښتنه کړې ده.

هغه همدارنګه د ترکیې له کورنیو چارو وزارت څخه د وان په ولایت کې د کډوالو د بېرته ستنولو په مرکزونو کې د ساتل شویو کډوالو د شمېر، په تیرو پنځو کلونو کې د کډوالو د شړلو د شمېر او د هغو کسانو د شمېر په اړه معلومات غوښتي چې له ۲۰۲۰ کال راهیسې د ایران له لارې دې ولایت ته داخل شوي دي.

په وان ښار کې د ترکیې د جمهوري غوښتونکي خلق ګوند د څانګې مشر سراج‌الدین بدیرهان‌اوغلو هم دا پېښه د کډوالۍ د مدیریت د کمزورۍ، د پوله‌یز نظارت د نیمګړتیاوو او د انسانانو ژوند ته د بې‌تفاوتۍ پایله وبلله. هغه د دې پېښې د هراړخیزې څېړنې او د هغې د احتمالي عاملینو د پېژندلو غوښتنه وکړه.

ترکیه یونان او نورو اروپایی هیوادونو ته د افغان کډوالو یو له مهمو لارو څخه ده. دا هیواد د ډیری افغان کډوالو کوربتوب هم کوي چې ځینې یې پرته له معتبرو اوسیدو اسنادو ژوند او کار کوي.