هرات کې د طالبانو والي: د قوشتېپې کانال د «بابا ادم» له وخته د افغانانو یوه هیله وه

په هرات کې د طالبانو والي نوراحمد اسلامجار وايي، د قوشتېپې کانال جوړېدل د حضرت ادم او د نړۍ د لومړني انسان د پیدایښت له وخته د افغانانو یوه هیله وه.
هغه همداراز ویلي، چې د افغانستان رسنۍ اوس «خپلواکې شوې» دي او د درواغجنو خبرونو پر ځای د هغو پروژو د پرانیستې خبرونه خپروي، لکه د قوشتپې کانال چې د ملا برادر لهخوا پرانیستل شوی دی.
اسلامجار ویلي: «ملت درواغجنې رسنۍ پېژندلې دي».
د طالبانو د هرات والي زیاته کړې چې افغانستان د خپل تاریخ په اوږدو کې کورونو ته د ګازو د نللیکو له اسانتیا برخمن نه و، خو اوس دې موخې ته د رسېدو په درشل کې دی.
د ښاغلي اسلامجار اشاره ښايي د ټاپي نللیکې پروژې ته وي؛ هغه پروژه چې د جمهوري نظام پر مهال په هرات کې د افغانستان او ترکمنستان د هغه وخت د ولسمشرانو، د پاکستان د لومړي وزیر او د هند د بهرنیو چارو وزارت د دولت وزیر په ګډون پرانیستل شوې وه.
د طالبانو والي په خپلو خبرو کې ویلي چې اوس د افغانستان رسنۍ دا ډول خبرونه خپروي او خبرونه په «روښانه او شفاف» ډول خلکو ته رسېږي.
هغه د افغانستان د اوسنیو رسنیو خبریالان «د وطن رښتیني بچیان» بللي دي.
طالبانو د ۱۴۰۰ کال د زمري په میاشت کې واک ته تر بېرته رسېدو وروسته پر رسنیو پراخ محدودیتونه لګولي دي.
د طالبانو پر چارواکو د نیوکې منع کول، د سیاسي خپرونو د خپرولو محدودول، د ژوندیو موجوداتو د انځورونو پر خپرولو بندیز او د ښځینه خبریالانو پر فعالیت محدودیتونه د دغو اقداماتو له ډلې دي.
د بشري حقونو د څار سازمان وايي، طالبان د رسمي مراسمو او عمراني پروژو د پوښښ لپاره پر رسنیو فشار راوړي او هغه خبریالان چې له دې کاره ډډه کوي، له ګواښونو او نیول کېدو سره مخ کېږي.
