• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ټرمپ: امریکا له افغانستان، عراق، ویتنام او نورو جګړو ډېر لږ څه ترلاسه کړي دي

۲۰ لړم ۱۴۰۵ - ۱۱ نومبر ۲۰۲۶، ۲۰:۴۳ GMT+۰

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دغه هېواد د پوځيانو د ورځې په مراسمو کې د افغانستان، عراق، ویتنام او کوریا جګړو ته په اشارې ویلي، چې امریکا له دغه جګړو ډېر لږ څه ترلاسه کړي دي.

ټرمپ د چهارشنبې په ورځ (د لړم ۲۰مه) د ویرجنیا ایالت د ارلینګټن په ملي هدیره کې د وینا پرمهال د دغه جګړو د مودې او د امریکايي پوځیانو د تلفاتو یادونه وکړه او ویې ویل، چې امریکا په دغه جګړو کې ډېر لږ څه ترلاسه کړي دي.
ټرمپ په دغه مراسمو کې د هغو امریکايي پوځیانو درناوی وکړ، چې په بېلابېلو جګړو کې یې خدمت کړی دی. هغه په خپله وینا کې د دویمې نړۍوالې جګړې، ویتنام او افغانستان د جګړو د پخوانیو سرتېرو یادونه هم وکړه او د هغوی د زړورتیا ستاینه یې وکړه.
ټرمپ وړاندې په خپله وینا کې د ایران د جګړې په اړه وویل، امریکا له ایران سره جګړه نه‌ده پیل کړې؛ بلکې ایران له ۱۹۷۹ کال راهیسې له امریکا سره جګړه کوي. هغه ادعا وکړه، چې امریکا په دې جګړه کې بریالۍ شوې او یوازې دغه پرېکړه پاتې ده چې کله یې پای ته ورسوي.

ټرمپ زیاته کړه، د ایران جګړه به ژر پای ته ورسېږي او په دغه هېواد کې د ویجاړو شویو تاسیساتو د بیارغونې لپاره ۲۵ کاله وخت ته اړتیا ده. هغه وویل، د ایران پر وړاندې په جګړه کې ۱۸ امریکايي پوځیان وژل شوي دي.

ډېر لیدل شوي

د ترکیې په پوله د وژل شوي افغان ځوان هویت تایید شو
۱
ځانګړی

د ترکیې په پوله د وژل شوي افغان ځوان هویت تایید شو

۲

اوفا: د پخوانیو امنیتي ځواکونو ستونزمن وضعیت هغوی د وسله‌والو ډلو د جذب له ګواښ سره مخ کړي

۳
د محبوب شاه محبوب لیکنه

د پاکستان او طالبانو ستراتیژیکه ملګرتیا او پوځي تقابل

۴

د طالبانو د پخوانیو بوشکه‌يي ماینونو پاکول؛ ډي‌ار‌سي په کندهار کې یو ماین شنډ کړی

۵

د کندهار یو شمېر کارګران: طالبان په رغنیزو پروژو کې د «خپلوۍ» له مخې کارګران ګماري

•
•
•

نور خبرونه

د ترکیې او ایران پر پوله د موندل شویو اتو جسدونو له ډلې د ۲۵ کلن افغان ځوان هویت څرګند شو

۲۰ لړم ۱۴۰۵ - ۱۱ نومبر ۲۰۲۶، ۱۷:۰۴ GMT+۰
100%

د ۲۵ کلن افغان ځوان محمد یاسین خاکسار کورنۍ د هغه هویت د هغو اتو جسدونو په منځ کې پېژندلی، چې د ترکیې د وان ولایت په سیمه کې د ایران او ترکیې پولې ته نږدې موندل شوي دي.

د یاسین پلار محمد ضمیر د چهارشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې خپل زوی یې په هغه ویډیو کې پېژندلی چې د موندل شویو جسدونو انځورونه پکې خپاره شوي وو.

هغه ویلي چې زوی یې د بې‌کارۍ او بې‌وزلۍ له امله هڅه کوله د ایران له لارې ترکیې ته ولاړ شي، خو د دې سفر پر مهال یې ژوند له لاسه ورکړ.

د یاسین پلار زیاته کړې، چې تر اوسه نه پوهېږي د زوی جسد یې چېرته ساتل کېږي او له طالب چارواکو یې غوښتي چې د هغه د مړي په موندلو او افغانستان ته د لېږدولو په برخه کې ورسره مرسته وکړي.

محمد ضمیر چې د تخار ولایت د تختې‌کبرک په سیمه کې ژوند کوي او انټرنېټ ته لاسرسی نه لري، له خپلو خپلوانو او ګاونډیانو غوښتي وو چې د زوی د پېژندلو او موندلو لپاره له افغانستان انټرنشنل سره اړیکه ونیسي.

افغانستان انټرنشنل هغه اسناد هم لیدلي چې ښيي محمد یاسین خاکسار د محمد ضمیر زوی، د ۱۳۸۰ کال د غويي په میاشت کې زېږېدلی او اصلي استوګنځی یې د بدخشان ولایت د ارګو ولسوالۍ ده. د هغه کورنۍ اوس په تخار کې ژوند کوي.

تر دې وړاندې د بامیان ولایت د یوه ۱۶ کلن افغان ځوان، رضا نظري، کورنۍ هم د هغه هویت د همدې اتو جسدونو په منځ کې تثبیت کړی و.

د راپورونو له مخې، د اتو ځوانو نارینه‌وو جسدونه په وروستیو ورځو کې د ترکیې د وان ولایت د اوزالپ سیمې ته نږدې، د ایران له پولې شاوخوا درې کیلومتره واټن کې موندل شوي وو. د ترکیې رسنیو د هغوی د مړینې لامل سخته یخني بللې، خو د مړینې اصلي لامل تر اوسه په خپلواکه توګه نه دی تایید شوی.

د یاسین خاکسار په پېژندلو سره، د افغانستان انټرنشنل د راپورونو له مخې، د دغو اتو قربانیانو له ډلې د دوو کسانو هویت تثبیت شوی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت یوه لوړپوړي چارواکي د چهارشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې دغه وزارت د دې پېښې په اړه له ایراني او ترکي چارواکو د معلوماتو غوښتنه کړې، خو تر اوسه یې د قربانیانو د شمېر په اړه کره معلومات نه دي ترلاسه کړي.

د قربانیانو کورنۍ وايي چې د خپلو عزیزانو جسدونو ته لاسرسی نه لري او له اړوندو چارواکو غواړي چې د هغوی د پېژندلو او د مړو د لېږدولو په برخه کې همکاري وکړي.

ښايي د ترکیې پر پوله د وژل شویو افغانانو شمېر تر اتو ډېر وي

افغانستان انټرنشنل د یوه عیني شاهد او د دوو افغان کډوالو له کورنیو سره د خبرو له لارې موندلې چې د ایران او ترکیې پر پوله د وژل شویو افغانانو شمېر ښايي تر هغو اتو کسانو ډېر وي چې جسدونه یې په وروستیو ورځو کې د وان ولایت په سیمه کې موندل شوي دي.

منیر خان صافي افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې ورور یې، حامد صافي، د پنجشنبې په شپه د ایران او ترکیې په سرحدي سیمه کې ژوند له لاسه ورکړی دی. د هغه په وینا، د حامد مړینه له هغې پېښې جلا ده چې په ترڅ کې یې د اتو کډوالو جسدونه په وان ولایت کې موندل شوي وو.

د هغو اسنادو له مخې چې افغانستان انټرنشنل لیدلي، حامد صافي د عبدالقیوم زوی، شاوخوا ۲۲ کلن او د کندوز ولایت د امام صاحب ولسوالۍ اوسېدونکی و.

د هغه کورنۍ وايي چې جسد یې اوس د ایران په چالدران سیمه کې په یوه دولتي سړو خونه کې ساتل کېږي. افغانستان انټرنشنل د حامد صافي د جسد انځور هم لیدلی دی.

جنید، هغه ۲۰ کلن ځوان چې وايي له حامد سره یوځای یې د پولې د اوښتو هڅه کړې وه، د ترکیې سرحدي پولیس او د انسانانو قاچاقبران یې له کډوالو سره په ناوړه چلند او تاوتریخوالي تورن کړي دي.

نوموړي ویلي چې د پنجشنبې په شپه له حامد سره یوځای د سرحدي دېوال له لارې د ترکیې خاورې ته واوښتل، خو تر تېرېدو وروسته د سرحدي ځواکونو له خوا ونیول شول.

د جنید په وینا، پولیسو دواړه ووهل، جامې یې ترې وایستلې او په سړه هوا کې یې پر واورو لوڅ پرېښودل. هغه ادعا کړې چې سرحدي ځواکونو د هغوی پر لوڅو بدنونو سړې اوبه هم تویې کړې او وروسته یې د سرحدي دېوال له لارې بېرته د ایران لوري ته واړول.

جنید ویلي چې دی او حامد له څو ساعتونو پلي تګ وروسته د سختې یخنۍ له امله بې‌هوښه شول. د هغه په خبره، کله چې بېرته په هوش راغی، ځان یې په یوه خونه کې ولید او واورېدل یې چې حامد مړ شوی دی.

افغانستان انټرنشنل ویلي چې د سرحدي ځواکونو له خوا د ناوړه چلند او د حامد د مړینې د دقیق لامل په اړه د جنید د څرګندونو خپلواک تایید نه شي کولای.

دغه رسنۍ د دې ادعاوو په اړه د ترکیې د کورنیو چارو وزارت او د وان ولایت له والي څخه د وضاحت غوښتنه کړې، خو تر اوسه یې ځواب نه دی ترلاسه کړی.

د هوا پېژندنې د معلوماتو له مخې، د تېرې پنجشنبې شپې او جمعې په ورځ د چالدران په سیمه کې د هوا تودوخه صفر درجې ته نږدې شوې وه او د ورځې په اوږدو کې د پنځو او لسو درجو ترمنځ وه.

د دغو کډوالو د مړینې اصلي لامل تر اوسه په خپلواکه توګه نه دی تثبیت شوی.

د جنید او د حامد د کورنۍ څرګندونې د هغو پېښو له ډلې دي چې افغانستان انټرنشنل د ایران او ترکیې پر پوله د کډوالو د وضعیت په اړه څېړلې دي. د نورو کډوالو تجربې او د هغوی د مړینې شرایط ښايي توپیر ولري.

په وروستیو ورځو کې یو شمېر افغان پناه‌غوښتونکو هم د ویډیو پیغامونو له لارې افغانستان انټرنشنل ته د انسانانو د قاچاقبرانو او سرحدي ځواکونو له ناوړه چلند او د ترکیې په سرحدي سیمو کې د تګ راتګ له سختو شرایطو شکایت کړی دی.

هغوی د کډوالۍ پر لارو د سختې یخنۍ په اړه هم راپورونه ورکړي دي.

رییل کلیر ډیفنس: امریکا د ستراتېژیکو تېروتنو له امله په افغانستان کې «ماتې» وخوړه

۲۰ لړم ۱۴۰۵ - ۱۱ نومبر ۲۰۲۶، ۱۶:۴۷ GMT+۰
100%

د رییل کلیر ډیفنس د پوځي شننو خپرونې په یوه تحلیلي مطلب کې په افغانستان کې د امریکا د «ماتې» لاملونه څېړلي او ویلي، چې دغه هېواد د «ستراتېژیکو تېروتنو» له امله په افغان جګړه کې ماتې وخوړه.

په دغه تحلیلي مطلب کې د امریکا د ماتې شپږ ستراتیژیک لاملونه په ګوته شوي او ویل شوي چې د جګړې برخلیک یوازې د طالبانو د پوځي مقاومت له امله نه، بلکې د امریکا، افغان حکومت او نړیوالې ټولنې د یو شمېر ناسمو پرېکړو له امله هم بدل شو.
۱- د افغانستان د بدلولو هڅه
د راپور له مخې، د امریکا لومړۍ ستره تېروتنه دا وه چې هڅه یې وکړه افغانستان په یوه متمرکز دولت بدل کړي، چې پیاوړی مرکزي حکومت، ملي پوځ او ملي پولیس ولري. حال دا چې افغانستان په تاریخي ډول د سیمه‌ییزو واکمنو او قومي مشرانو د نفوذ یوه غیرمتمرکزه ټولنه وه.
راپور د ۲۰۰۱ کال د بن کنفرانس او د ۲۰۰۲ کال د بېړنۍ لویې جرګې پرېکړې یادوي چې پکې د پخواني پاچا محمد ظاهر شاه پر ځای حامد کرزی د نوي نظام د مشر په توګه وټاکل شو. د لیکنې په باور، د واک په کابل کې متمرکزولو سیمه‌ییز مشران کمزوري کړل او طالبانو ته یې زمینه برابره کړه چې د خلکو په وړاندې ځان د مرکزي حکومت بدیل وښيي.
۲- د عراق جګړې ته د سپینې ماڼۍ پام اوښتل
دویمه تېروتنه د عراق جګړې ته د جورج بوش د ادارې د پام او سرچینو اړول بلل شوي دي. د راپور له مخې، طالبانو په ۲۰۰۴ او ۲۰۰۵ کلونو کې د پاکستان په سرحدي سیمو کې د بیا منظمېدو فرصت وموند او په ۲۰۰۶ کال کې یې پراخ وسله‌وال مقاومت پیل کړ.
راپور وايي، امریکا په افغانستان کې د نوي دولت او امنیتي نظام د جوړولو لپاره له محدودو ځواکونو کار اخیست، خو د دومره پراخ بدلون لپاره دغه پوځي حضور بسنه نه کوله.
۳- پر پاکستان د کافي فشار نه راوستل
په لیکنه کې د پاکستان رول د امریکا د ماتې له مهمو لاملونو ګڼل شوی دی.
د راپور په وینا، اسلام‌اباد د پروېز مشرف د واکمنۍ پر مهال له امریکا سره د همکارۍ ژمنه کړې وه، خو د طالبانو د مشرانو لپاره یې خوندي پناه‌ځایونو او د هغوی د فعالیتونو زغم ته دوام ورکړ.
راپور استدلال کوي چې واشنګټن د دې لپاره پر پاکستان سخت فشار ونه راوړ چې دغه هېواد په بشپړ ډول د امریکا پر ضد ونه درېږي. خو د لیکنې په باور، د امریکا د مرستو، پوځي ملاتړ او اکمالاتي لارو له اړتیا سره سره، پاکستان د طالبانو د ملاتړ له پالیسۍ څخه په شا نه شو.
۴- په هلمند کې د پوځي زیاتوالي ضایع کېدل
څلورمه تېروتنه په ۲۰۰۹ کال کې افغانستان ته د بارک اوباما له خوا د څه باندې ۵۰ زره اضافي امریکايي سرتېرو استول او بیا په هلمند کې د هغوی د عملیاتو ناسمه کارونه بلل شوې ده.
د راپور له مخې، د «مشتَرک» په نوم عملیاتو کې شاوخوا ۱۵ زره سرتېري د هلمند د مارجې سیمې ته واستول شول، خو د سیمې د نیولو ترڅنګ د یوه اغېزمن ملکي حکومت په جوړولو کې پاتې راغلل. د هغه وخت امریکايي قوماندان سټنلي مک‌کرېسټل مارجې ته «وینه بهېدونکی زخم» ویلي وو.
راپور وايي ،چې امریکا باید د هلمند پر لرې پرتو سیمو د تمرکز پر ځای د کابل، کندهار او د دغو دوو ښارونو ترمنځ د مهمو لارو پر امنیت تمرکز کړی وای او په نورو سیمو کې یې له سیمه‌ییزو ځواکونو کار اخیستی وای.
۵- د مک‌کرېسټل ګوښه کول
پنځمه تېروتنه د بارک اوباما له خوا د امریکايي ځواکونو د قوماندان سټنلي مک‌کرېسټل ګوښه کول بلل شوي دي. مک‌کرېسټل د افغانستان لپاره د پوځي زیاتوالي او نوې ستراتیژۍ مهم څېره وه، خو وروسته له هغه له دندې لرې شو چې نوموړي او د هغه د ټیم غړو په یوه مرکه کې د اوباما پر ادارې نیوکې وکړې.
د راپور په باور، د مک‌کرېسټل ګوښه کېدو په افغانستان کې د امریکا د نوې ستراتیژۍ پر بهیر منفي اغېز وکړ او د جګړې د مدیریت او تمرکز د کمېدو لامل شو.
۶- د «بنن طرحې» نه عملي کول
وروستۍ تېروتنه په ۲۰۱۷ کال کې د سټیو بنان او د ټرمپ د ادارې د ځینو چارواکو له خوا د وړاندیز شوې طرحې نه عملي کول بلل شوي دي. د دې طرحې له مخې، امریکا کولای شول د قراردادي پوځيانو، مالي مرستو او محدودو ترهګرۍ ضد عملیاتو له لارې د کابل حکومت ملاتړ ته دوام ورکړي.
راپور د افغانستان د پخواني ولسمشر مشر نجیب‌الله بېلګه وړاندې کوي او وايي، د شوروي ځواکونو له وتلو وروسته د هغه حکومت درې کاله نور هم د شوروي اتحاد د مالي او پوځي مرستو په مټ پر خپل ځای پاتې شو؛ خو په ۱۹۹۲ کال کې د دغو مرستو له بندېدو سره نسکور شو.
د راپور په باور، امریکا هم کولای شول د افغان حکومت د ملاتړ لپاره ورته تګلاره خپله کړي، خو دا کار به د سیمه‌ییزو او قومي ځواکونو پر ملاتړ، محدودو موخو او د حکومت د دوام لپاره پر پراخو مالي مرستو ولاړ وای.
راپور وايي ،چې د امریکا ماتې د څو جلا پرېکړو پایله وه؛ د یوه نوي متمرکز دولت جوړولو هڅه، د عراق جګړې ته پام اړول، پر پاکستان د کافي فشار نه راوستل او په افغانستان کې د پوځي او سیاسي ستراتیژۍ ناسمه پلي کول د دې جګړې د برخلیک په بدلولو کې مهم رول درلود.

یونیسف: له څلورو میلیونو ډېر افغان ماشومان د خوارځواکۍ درملنې ته اړتیا لري

۲۰ لړم ۱۴۰۵ - ۱۱ نومبر ۲۰۲۶، ۱۲:۴۴ GMT+۰
100%

د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق (یونیسف) خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې د ماشومانو د خوارځواکۍ ناورین لا پسې پراخ شوی او اټکل کېږي چې په ۲۰۲۷ کال کې به له څلورو میلیونو ډېر ماشومان د سختې خوارځواکۍ درملنې ته اړتیا ولري. دا په تېرو پنځو کلونو کې تر ټولو لوړه شمېره بلل کېږي.

د یونیسف د راپور له مخې، د خوړو ناامني، ناروغۍ، د پاکو اوبو کمښت او روغتیايي خدمتونو ته محدود لاسرسی د دې لامل شوي چې د خوارځواکۍ له خطر سره مخ ماشومانو شمېر زیات شي.
راپور وايي، تر دوو کلونو کم عمره ماشومان تر ټولو ډېر اغېزمن شوي او په افغانستان کې د شدیدې خوارځواکۍ له ۸۰ سلنې ډېرې پېښې د همدغه عمر د لرونکو ماشومانو ثبت شوې دي.
یونیسف د ستایش په نوم د یوې اته میاشتنۍ ماشومې بېلګه وړاندې کړې ده. د هغې مور بهاره وایي، لور یې کمزورې او ناروغه شوې وه او وروسته د یونیسف په ملاتړ یوه روغتیايي مرکز ته یووړل شوه. هلته ډاکټرانو معلومه کړه چې ماشومه له حادې خوارځواکۍ سره مخ ده.
د راپور له مخې، ستایش ته ځانګړي غذایي مواد ورکړل شول او یوازې یوه اوونۍ وروسته یې نیم کیلو وزن زیات کړ او د ښه کېدو نښې پکې څرګندې شوې.
د ستایش مور وایي: «د خپلې لور په اړه ډېره وېره راسره وه، خو اوس وینم چې ورځ تر بلې روغتیا یې ښه کېږي.»
راپور د عبدال په نوم د اووه میاشتنۍ ماشوم کیسه هم رااخلي، چې د شدیدې خوارځواکۍ له امله یې ژوند له خطر سره مخ شوی و.
عبدل د یونیسف په ملاتړ یوه روغتیايي مرکز ته ولېږدول شو او هلته ورته ځانګړې درملیزې شیدې ورکړل شوې. د هغه مور مریم وایي، کله چې ډاکټرانو ورته وویل چې ماشوم یې خوارځواکی دی، سخته خواشینې شوې وه، خو اوس د هغه د ښه کېدو له امله هیله‌منه ده.
یونیسف وایي، شدیدې خوارځواکي د خوارځواکۍ تر ټولو خطرناکه بڼه ده او ماشومان په داسې حالت کې رسوي چې ژوند یې له جدي ګواښ سره مخ کېږي. د ادارې په وینا، خوارځواکي یوازې فزیکي زیان نه لري، بلکې د ماشومانو پر ذهني ودې، زده‌کړو او راتلونکي ژوند هم اوږدمهاله اغېزې کوي.
د راپور له مخې، د ۲۰۲۶ کال په ترڅ کې یونیسف او شریکانو یې شاوخوا ۱.۳ میلیونه ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ له پلوه ارزولي دي.
همداراز ۱۱۱ زره ماشومان چې ژوند یې له خطر سره مخ و، د خوارځواکۍ د درملنې پروګرامونو ته شامل شوي او ۱۹۸ زره او ۳۵۰ میندو او پالونکو ته د ماشومانو د تغذیې او روغتیا په اړه مشورې او ملاتړ وړاندې شوی دی.
یونیسف خبرداری ورکوي چې د سرحدي خنډونو او د تمویل د کمېدو له امله د تغذیې اړوند مرستندویه پروګرامونه تر فشار لاندې دي او که کافي مرستې برابرې نه شي، میلیونونه افغان ماشومان به د ژوند ژغورونکو غذایي خدمتونو له کمښت سره مخ شي.
د ادارې په وینا، د افغانستان د ماشومانو د خوارځواکۍ بحران یوازې روغتیايي ستونزه نه ده، بلکې د خوړو، اوبو، روغتیا او اقتصادي ستونزو له پراخ ناورین سره مستقیم تړاو لري.

د روسیې مرستیال لومړی وزیر او ملا برادر د اقتصادي همکاریو هوکړه لاسلیکوي

۲۰ لړم ۱۴۰۵ - ۱۱ نومبر ۲۰۲۶، ۱۱:۴۰ GMT+۰
100%

په کابل کې د روسیې د سوداګریز مرکز مشر وایي، کابل ته د روسیې د لومړي وزیر مرستیال الکسي اوورچوک د سفر په ترڅ کې طالبان او روسیه د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو یو «بین‌الحکومتي» سند لاسلیکوي.

په افغانستان کې د روسیې د سوداګریز مرکز مشر رستم حبیب الله ویلي، چې دغه سند به د سوداګرۍ، انرژۍ، ترانسپورټ، روغتیا، کرنې، معلوماتي ټکنالوژۍ، پانګونې او لوژستیک برخې رانغاړي او د دواړو لوریو ترمنځ به د سوداګریزو ویزو د اسانتیاوو موضوع هم پکې شامله وي.

نوموړي د روسیې ریانووستي ورځپاڼې ته ویلي، چې «د روسیې فدراسیون د حکومت او طالبانو ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو هوکړه‌لیک د لاسلیک لپاره چمتو کېږي. تمه ده چې د روسیې د لومړي وزیر مرستیال الکسي اوورچوک او د افغانستان د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر به دا هوکړه لاسلیک کړي».

د حبیب الله په وینا، په دې هوکړه کې به د سوداګرۍ، انرژۍ، ترانسپورټ، روغتیا، کرنې او معلوماتي ټکنالوژۍ په برخو کې همکاري شامله وي. همداراز به لوژستیک، پانګونه او د سوداګریزو ویزو اسانتیاوې هم رانغاړي.

د روسیې د سوداګریز مرکز مشر په وینا، طالبانو د بهرنیو پانګوالو د جذب لپاره نوې تګلاره تصویب کړې او داسې اسانتیاوې یې برابرې کړې چې له مخې به یې د بهرنیو شرکتونو لپاره د دغه هېواد بازار ته ننوتل اسانه شي.

تر دې مخکې په کابل کې د افغانستان او روسیې ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا په اړه یوه کاري غونډه هم جوړه شوې وه. دا غونډه د طالبانو د ریاست‌الوزرا د اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر په مشرۍ او د روسیې د سوداګریز مرکز د استازو په ګډون شوې وه.

په غونډه کې د روسیې پر پانګونو، ګډو پروژو او د سوداګرۍ، انرژۍ، کانونو، ترانسپورټ، کرنې او روغتیا په برخو کې د همکاریو پر پراختیا خبرې شوې وې. همداراز، د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو د یوه سند پر وروستي کولو او د ګډ اقتصادي کمېسیون د پرېکړو پر عملي کولو بحث شوی و. د دغه کمېسیون لومړنۍ غونډه د ۲۰۲۶ کال د کازان په اقتصادي فورم کې شوې وه.

ټاکل شوې ده د روسیې د لومړي وزیر مرستیال الکسي اوورچوک د نومبر په ۱۲مه کابل ته سفر وکړي. تمه ده د دې سفر پر مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو پر پراختیا او د همکاریو د سند پر وروستي کولو خبرې وشي.

د اوورچوک سفر داسې مهال کېږي چې د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د نومبر په ۱۰مه کابل ته سفر کړی و او د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره یې لیدلي وو. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو پر اړیکو، د سوداګرۍ پر پراختیا او د اقتصادي فرصتونو پر کارولو خبرې شوې وې.

ملګري ملتونه: له ایران او پاکستانه ستانه شوي افغانان د کار او سرپناه له نشتوالي سره مخ دي

۲۰ لړم ۱۴۰۵ - ۱۱ نومبر ۲۰۲۶، ۱۱:۳۹ GMT+۰
100%

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په خپل تازه میاشتني راپور کې ویلي، چې افغانستان ته د کډوالو د ستنېدو بهیر په بې‌ساري ډول زیات شوی. د راپور له مخې، ډېری بېرته ستنېدونکي د کار، سرپناه، قانوني اسنادو، روغتیايي خدمتونو او زده‌کړو ته د لاسرسي له جدي ستونزو سره مخ دي.

د راپور له مخې، د افغانستان د بشري خوندیتوب وضعیت لا هم د اندېښنې وړ دی او دا مهال په هېواد کې شاوخوا ۳ اعشاریه ۲۵ میلیونه کورني بې‌ځایه شوي کسان ژوند کوي.
یو اېن اېچ سي آر وايي، د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ او سپټمبر ترمنځ نږدې ۱ اعشاریه ۳ میلیونه افغانان له ایران او پاکستانه هېواد ته ستانه شوي دي. له دې ډلې ۵۷۳ زره کسان له ایرانه او ۷۱۴ زره او ۳۰۰ کسان له پاکستانه راستانه شوي دي.
راپور زیاتوي چې ډېری ستنېدونکي افغانان په ناڅاپي ډول ایستل شوي او د عاید له سرچینو، سپما او د ملاتړ له شبکو پرته افغانستان ته رسېدلي دي. ځینو ستنېدونکو د نیولو، ناوړه چلند او د کار د له لاسه ورکولو راپورونه هم ورکړي دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د ارزونو له مخې، بې‌کاري، د مناسب استوګنځي نشتوالی، د څښاک پاکو اوبو ته محدود لاسرسی، د هویتي اسنادو نشتوالی او روغتیايي او تعلیمي خدمتونو ته نه لاسرسی د ستنېدونکو افغانانو تر ټولو مهمې ستونزې دي. راپور ټینګار کوي چې ښځې او نجونې تر بل هر قشر له ډېرو ننګونو سره مخ دي.
د راپور له مخې، د روان کال له پیل راهیسې له ۸۷ زره او ۷۸۲ څخه ډېرې سرحدي مرکې له ستنېدونکو او ایستل شویو افغانانو سره ترسره شوې دي.
یو اېن اېچ سي آر وايي، تر اوسه ۳۳۸ زره او ۱۹۶ کسانو د خوندیتوب اړوند خدمتونه ترلاسه کړي، ۲۰۲ زره او ۲۲۸ ستنېدونکو نغدې بېړنۍ مرستې ترلاسه کړې او ۱۷۱ زره او ۲۸۹ ښځو او نجونو ته د ساتنې ځانګړي خدمتونه رسېدلي دي.
راپور ښيي چې په ټول هېواد کې ۷ زره او ۵۱۶ ټولنیزې ارزونې ترسره شوې دي. د دغو ارزونو له لارې د ۴۸ زره او ۳۳۵ کسانو وضعیت څېړل شوی دی.
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې په وینا، ۵۳ زره او ۵۷۱ کسانو قانوني مرستې ترلاسه کړې او ۱۰ زره او ۷۵۱ هویتي اسناد صادر شوي دي.
راپور وايي، رواني او ټولنیزو ستونزو هم پر ستنېدونکو پراخ اغېز کړی دی. د سپټمبر تر پایه ۹ زره او ۱۸۹ کسانو ته رواني او ټولنیز ملاتړ برابر شوی، چې له نیمایي ډېرې ګټه اخیستونکې یې ښځې او نجونې وې.
د خوندیتوب د خطرونو په برخه کې، د یو اېن اېچ سي آر ارزونې ښيي چې د ښځو پر وړاندې ګواښونه، د قانوني او فزیکي خوندیتوب اړتیا، معلولیت، د عمر له امله زیات زیان او جدي روغتیايي ستونزې د ثبت شوو اندېښنو په سر کې ځای لري.
راپور همداراز وایي چې د شکایتونو او معلوماتو د شریکولو له لارې ۴۵ زره او ۸۳ غوښتنې او پوښتنې ثبت شوې دي. د دغو غوښتنو ۸۰ سلنه د مرستو، ۱۳ سلنه د معلوماتو او پاتې نورې د شکایتونو او نظریاتو اړوند وې.
په راپور کې د خان شیرین په نوم د یوه افغان کیسه هم رااخیستل شوې ده. نوموړی چې شاوخوا پنځه لسیزې وړاندې پاکستان ته کډه شوی و، اوس له خپلې ۱۲ کسیزې کورنۍ سره بېرته افغانستان ته ستون شوی دی. هغه ویلي: «خوشحاله یم چې بېرته خپل هېواد ته راغلی یم.» خو د راپور له مخې، نوموړې کورنۍ د عاید له سرچینې پرته له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ ده او د تورخم پر پوله یې بېړنۍ مالي مرسته ترلاسه کړې ده.
ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ خبرداری ورکړی چې د بېرته ستنېدونکو افغانانو شمېر مخ په زیاتېدو دی، خو د هغوی د بیا مېشتېدو او ملاتړ لپاره شته امکانات محدود دي. ادارې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د کارموندنې، سرپناه، روغتیايي خدمتونو او د ژوند لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره خپلې مرستې دوامدارې وساتي.