حقاني د طالبانو له چارواکو غوښتي چې د حکومتولۍ د لویو او مهمو موضوعاتو په اړه تر بحث مخکې دا وارزوي چې خپلې دندې یې تر کومه بریده په سمه توګه او د اصولو مطابق ترسره کړې دي.
نوموړي دغه څرګندونې د پکتیکا ولایت ته د خپل سفر پر مهال کړې دي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزیر تر دې وړاندې هم د دې ډلې د چارواکو پر کړنو او ان د رهبرۍ پر طریقې نیوکې کړې وې.
د کاناډا دولتي شبکې سي بي سي په یوه راپور کې ویلي، چې د افغانستان جګړې له پیلېدو ۲۵ کاله وروسته هم کاناډا نه ده توانېدلې چې د دې جګړې په اړه روښانه ملي دریځ ولري او یا یې د پایلو په اړه پراخ ملي بحث وکړي.
د راپور له مخې، له ۲۰۰۱ تر ۲۰۱۴ کال پورې له ۴۰ زرو ډېر کاناډايي سرتېري افغانستان ته استول شوي وو. په دې موده کې ۱۵۸ کاناډايي سرتېري ووژل شول، نږدې دوه زره نور ټپیان شول او لسګونه زره نورو په پوځي ماموریتونو کې برخه واخیسته. خو راپور وایي، د کاناډا حکومت لا هم د افغانستان ماموریت په رسمي ډول «جګړه» نه بولي. د کاناډا د قوانینو له مخې، په افغانستان کې پوځي خدمت اوس هم د «ځانګړې دندې سیمې» په نوم یادېږي. د راپور له مخې، د کاناډا د دفاع وزیر ډیویډ مکګینټي او د پخوانیو سرتېرو چارو وزیرې جیل مکنایټ په دې وروستیو کې اعلان کړی چې یوه قانوني طرحه، چې د افغانستان او لومړۍ خلیجي جګړې خدمتونه د جګړې د خدمتونو په توګه پېژني، تر عامه سلا مشورو لاندې نیول کېږي. د افغانستان د جګړې یو پخوانی قوماندان ډګروال مارک ګاسپاروټو ویلي، چې د افغانستان ماموریت د هر معیار له مخې جګړه وه او اوسنی تعریف د هغو واقعیتونو استازیتوب نه شي کولی چې سرتېرو په میدان کې تجربه کړي دي. راپور د بروس مونکور په نوم د یوه کاناډايي سرتېري کیسه هم رااخلي، چې د «مېدوسا» عملیاتو پر مهال د امریکا د یوې جنګي الوتکې په تېروتونکي برید کې سخت ټپي شوی و او د دماغ جدي زیان یې لیدلی و. بل پخوانی سرتېری مټ سناډن وايي، د افغانستان جګړې اغېزې لا هم د هغو کسانو په ژوند کې موجودې دي چې په جګړه کې یې برخه اخیستې وه. د هغه په وینا، کاناډا یوازې د جګړې ټپیان نه دي پرې اېښي، بلکې د دې جګړې یادونه او حافظه یې هم تر ډېره د هماغو سرتېرو پر اوږو ور اچولې ده. راپور وایي، سږ کال د افغانستان جګړې له مهمو کلیزو سره برابر و؛ ۲۵ کاله مخکې کاناډايي ځواکونه د سپټمبر له یوولسمې بریدونو وروسته افغانستان ته داخل شول، د لویو جګړهییزو عملیاتو ۲۰ کاله پوره شول، د «مېدوسا» عملیاتو شلمه کلیزه وه او پنځه کاله وشول چې طالبان بېرته واک ته ورسېدل. خو د راپور په وینا، د دغو کلیزو د نمانځلو یا یادولو لپاره په اوتاوا کې کومه پراخه ملي غونډه یا رسمي پروګرام ونه لیدل شو. د کاناډا د شاهي پوځي کالج استاد او تاریخپوه شان مالوني ویلي، د کاناډا اولس په عمومي ډول د جګړو په اړه خبرې کول نه خوښوي، خو د افغانستان جګړه ورته لا حساسه موضوع ده. هغه پوښتنه کړې: «ولې موږ د افغانستان د جګړې په اړه له خبرو ډډه کوو؟ له څه شي شرمېږو؟» د کاناډا د دفاع پخواني لوی درستیز وین ایر ویلي، ښايي د دې چوپتیا یو لامل دا وي چې جګړه په داسې پای ته ورسېده چې طالبان بېرته واک ته ورغلل. راپور وايي، د خپلو یو شمېر متحدانو برعکس، کاناډا هېڅکله د افغانستان د ماموریت په اړه ټولیزه ملي ارزونه نه ده کړې؛ داسې ارزونه چې په کې سیاسي پرېکړې، پوځي ستراتیژي، مالي لګښتونه او د جګړې پایلې وڅېړل شي. پخوانۍ کاناډایۍ ډیپلوماټې پام ایسفیلډ، چې په افغانستان کې یې د کاناډايي ځواکونو ترڅنګ دنده ترسره کړې، ویلي د افغانستان جګړه د کاناډا د معاصر تاریخ مهمه برخه ده، خو بیا هم ډېر خلک نه غواړي د هغې په اړه خبرې وکړي.
ایاز، فرهاد او عبدالحق هغه افغان ځوانان دي چې د ایران او ترکیې ترمنځ پر پوله چالدران سیمه کې نادرکه شوي او کورنۍ یې هېڅ حال و احوال نه لري. له دې ډلې ایاز هغه ځوان دی چې د پولیسو د سختو شکنجو له کبله مړ شوی او کورنۍ یې د جسد د لېږد وس هم نه لري.
د طالبانو پوهنې وزارت د افغانستان د لومړنیو زدهکړو په تړاو د یونیسف او یونسکو وروستی راپور رد کړ. یونیسف او یونسکو تېره اونۍ ویلي وو، چې د لومړنیو زدهکړو په عمر تر نیمايي ډېر ماشومان له زدهکړو بېبرخې دي او ۲،۶ میلیونه نجونې له ثانوي زدهکړو محرومې شوې دي.
یونیسف او یونسکو د تېرې چهارشنبې په ورځ (د لړم ۱۳مه) د «افغانستان د زدهکړو وضعیت ۲۰۲۶» تر سرلیک لاندې په خپل ګډ راپور کې ویلي وو، چې په افغانستان کې د لومړنیو زدهکړو په عمر ۵۳ سلنه ماشومان لا هم له رسمي زدهکړو بېبرخې دي.
د دغه راپور له مخې، له ۲۰۲۱ کال راهیسې له ۲،۶ میلیونو ډېرې افغانې نجونې له متوسطه او لېسې زدهکړو محرومې شوي او همداراز یې ټينګار کړی وو، چې افغانستان لا هم د نړۍ یوازینی هېواد دی چې نجونې پهکې له ۱۲ کلنۍ وروسته ښوونځیو ته د تګ اجازه نهلري.
په راپور کې راغلي وو، چې د نجونو پر لوړو زدهکړو د بندیزونو په دوام سره په ۲۰۲۶ کال کې د پوهنتونونو د محصلانو شمېر شاوخوا ۲۰۸ زره ته رسېدلی، خو دا لا هم د ۲۰۲۰ کال د نږدې ۴۳۰ زره محصلانو له شمېر څخه ډېر ټیټ دی.
یونسکو او یونیسف له طالبانو غوښتي وو، چې د نجونو او ښځو د زدهکړو حق بېرته تأمین کړي او هغه محدودیتونه لرې کړي چې د زدهکړو لاسرسی او کیفیت زیانمنوي.
دواړه ادارو خبرداری ورکړی وو، که بیړني اقدامات ونهشي، افغانستان به یو بشپړ نسل له زدهکړو محروم کړي او د هېواد د راتلونکي پرمختګ او بیارغونې بهیر به له لا ډېرو ننګونو سره مخ شي.
د ملګرو ملتونو د یادو سازمانونو دغه ګډ راپور د طالبانو پوهنې وزارت رد کړی او ویلي یې دي، چې په دغه راپور کې وړاندې شوې شمېرې د هېواد د ښوونیز وضعیت بشپړ انځور نه وړاندې کوي او په وینا یې، د ښوونیز وضعیت د بشپړ انځور لپاره باید د عمومي ښوونځیو ترڅنګ خصوصي ښوونځي، دیني مدرسې او نور ښوونیز پروګرامونه هم وڅېړل شي.
د طالبانو پوهنې وزارت په همدې تړاو د سېشنبې په ورځ (د لړم ۱۹مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره زیاته کړې، چې د ۱۴۰۵ ښوونیز کال پر مهال په هېواد کې ۱۸۰۹۰ دولتي او خصوصي ښوونځي فعالیت کوي چې ۷ میلیونه ۶۲۷ زره ۶۶ زدهکوونکي پهکې پر زدهکړو بوخت دي او همداراز په ۲۰۳۷۲ دیني مدرسو کې ۲ میلیونه ۴۵۶ زره ۱۳۲ طلاب زدهکړې کوي.
په اعلامیه کې راغلي: «پوهنې وزارت مني چې په ځینو سیمو کې زدهکړو ته د لاسرسي خنډونه شته؛ دا ډول خنډونه په نورو هېوادونو کې هم لیدل کېږي».
د طالبانو دغه وزارت له یونسکو او یونیسف څخه غوښتي: « د ۵۳ سلنې شمېرې د محاسبې بنسټ، د ماشومانو د عمر تعریف، د نفوسو سرچینې، د معلوماتو کال او د بېلابېلو ښوونیزو پروګرامونو د شمېرلو څرنګوالی روښانه کړي».
دغه وزارت همداراز څرګنده کړې، چې له اړوندو بنسټونو سره د خپلو معلوماتو د پرتله کولو لپاره تخنیکي همکاریو ته چمتو دی، څو راټلونکي ارزونې د افغانستان د ښوونې او روزنې دقیق او بشپړ انځور وړاندې کړي.