د یاسین پلار محمد ضمیر د چهارشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې خپل زوی یې په هغه ویډیو کې پېژندلی چې د موندل شویو جسدونو انځورونه پکې خپاره شوي وو.
هغه ویلي چې زوی یې د بېکارۍ او بېوزلۍ له امله هڅه کوله د ایران له لارې ترکیې ته ولاړ شي، خو د دې سفر پر مهال یې ژوند له لاسه ورکړ.
د یاسین پلار زیاته کړې، چې تر اوسه نه پوهېږي د زوی جسد یې چېرته ساتل کېږي او له طالب چارواکو یې غوښتي چې د هغه د مړي په موندلو او افغانستان ته د لېږدولو په برخه کې ورسره مرسته وکړي.
محمد ضمیر چې د تخار ولایت د تختېکبرک په سیمه کې ژوند کوي او انټرنېټ ته لاسرسی نه لري، له خپلو خپلوانو او ګاونډیانو غوښتي وو چې د زوی د پېژندلو او موندلو لپاره له افغانستان انټرنشنل سره اړیکه ونیسي.
افغانستان انټرنشنل هغه اسناد هم لیدلي چې ښيي محمد یاسین خاکسار د محمد ضمیر زوی، د ۱۳۸۰ کال د غويي په میاشت کې زېږېدلی او اصلي استوګنځی یې د بدخشان ولایت د ارګو ولسوالۍ ده. د هغه کورنۍ اوس په تخار کې ژوند کوي.
تر دې وړاندې د بامیان ولایت د یوه ۱۶ کلن افغان ځوان، رضا نظري، کورنۍ هم د هغه هویت د همدې اتو جسدونو په منځ کې تثبیت کړی و.
د راپورونو له مخې، د اتو ځوانو نارینهوو جسدونه په وروستیو ورځو کې د ترکیې د وان ولایت د اوزالپ سیمې ته نږدې، د ایران له پولې شاوخوا درې کیلومتره واټن کې موندل شوي وو. د ترکیې رسنیو د هغوی د مړینې لامل سخته یخني بللې، خو د مړینې اصلي لامل تر اوسه په خپلواکه توګه نه دی تایید شوی.
د یاسین خاکسار په پېژندلو سره، د افغانستان انټرنشنل د راپورونو له مخې، د دغو اتو قربانیانو له ډلې د دوو کسانو هویت تثبیت شوی دی.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت یوه لوړپوړي چارواکي د چهارشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې دغه وزارت د دې پېښې په اړه له ایراني او ترکي چارواکو د معلوماتو غوښتنه کړې، خو تر اوسه یې د قربانیانو د شمېر په اړه کره معلومات نه دي ترلاسه کړي.
د قربانیانو کورنۍ وايي چې د خپلو عزیزانو جسدونو ته لاسرسی نه لري او له اړوندو چارواکو غواړي چې د هغوی د پېژندلو او د مړو د لېږدولو په برخه کې همکاري وکړي.
ښايي د ترکیې پر پوله د وژل شویو افغانانو شمېر تر اتو ډېر وي
افغانستان انټرنشنل د یوه عیني شاهد او د دوو افغان کډوالو له کورنیو سره د خبرو له لارې موندلې چې د ایران او ترکیې پر پوله د وژل شویو افغانانو شمېر ښايي تر هغو اتو کسانو ډېر وي چې جسدونه یې په وروستیو ورځو کې د وان ولایت په سیمه کې موندل شوي دي.
منیر خان صافي افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې ورور یې، حامد صافي، د پنجشنبې په شپه د ایران او ترکیې په سرحدي سیمه کې ژوند له لاسه ورکړی دی. د هغه په وینا، د حامد مړینه له هغې پېښې جلا ده چې په ترڅ کې یې د اتو کډوالو جسدونه په وان ولایت کې موندل شوي وو.
د هغو اسنادو له مخې چې افغانستان انټرنشنل لیدلي، حامد صافي د عبدالقیوم زوی، شاوخوا ۲۲ کلن او د کندوز ولایت د امام صاحب ولسوالۍ اوسېدونکی و.
د هغه کورنۍ وايي چې جسد یې اوس د ایران په چالدران سیمه کې په یوه دولتي سړو خونه کې ساتل کېږي. افغانستان انټرنشنل د حامد صافي د جسد انځور هم لیدلی دی.
جنید، هغه ۲۰ کلن ځوان چې وايي له حامد سره یوځای یې د پولې د اوښتو هڅه کړې وه، د ترکیې سرحدي پولیس او د انسانانو قاچاقبران یې له کډوالو سره په ناوړه چلند او تاوتریخوالي تورن کړي دي.
نوموړي ویلي چې د پنجشنبې په شپه له حامد سره یوځای د سرحدي دېوال له لارې د ترکیې خاورې ته واوښتل، خو تر تېرېدو وروسته د سرحدي ځواکونو له خوا ونیول شول.
د جنید په وینا، پولیسو دواړه ووهل، جامې یې ترې وایستلې او په سړه هوا کې یې پر واورو لوڅ پرېښودل. هغه ادعا کړې چې سرحدي ځواکونو د هغوی پر لوڅو بدنونو سړې اوبه هم تویې کړې او وروسته یې د سرحدي دېوال له لارې بېرته د ایران لوري ته واړول.
جنید ویلي چې دی او حامد له څو ساعتونو پلي تګ وروسته د سختې یخنۍ له امله بېهوښه شول. د هغه په خبره، کله چې بېرته په هوش راغی، ځان یې په یوه خونه کې ولید او واورېدل یې چې حامد مړ شوی دی.
افغانستان انټرنشنل ویلي چې د سرحدي ځواکونو له خوا د ناوړه چلند او د حامد د مړینې د دقیق لامل په اړه د جنید د څرګندونو خپلواک تایید نه شي کولای.
دغه رسنۍ د دې ادعاوو په اړه د ترکیې د کورنیو چارو وزارت او د وان ولایت له والي څخه د وضاحت غوښتنه کړې، خو تر اوسه یې ځواب نه دی ترلاسه کړی.
د هوا پېژندنې د معلوماتو له مخې، د تېرې پنجشنبې شپې او جمعې په ورځ د چالدران په سیمه کې د هوا تودوخه صفر درجې ته نږدې شوې وه او د ورځې په اوږدو کې د پنځو او لسو درجو ترمنځ وه.
د دغو کډوالو د مړینې اصلي لامل تر اوسه په خپلواکه توګه نه دی تثبیت شوی.
د جنید او د حامد د کورنۍ څرګندونې د هغو پېښو له ډلې دي چې افغانستان انټرنشنل د ایران او ترکیې پر پوله د کډوالو د وضعیت په اړه څېړلې دي. د نورو کډوالو تجربې او د هغوی د مړینې شرایط ښايي توپیر ولري.
په وروستیو ورځو کې یو شمېر افغان پناهغوښتونکو هم د ویډیو پیغامونو له لارې افغانستان انټرنشنل ته د انسانانو د قاچاقبرانو او سرحدي ځواکونو له ناوړه چلند او د ترکیې په سرحدي سیمو کې د تګ راتګ له سختو شرایطو شکایت کړی دی.
هغوی د کډوالۍ پر لارو د سختې یخنۍ په اړه هم راپورونه ورکړي دي.