• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو د دفاع وزیر: په افغانستان کې هېڅ ورانکاره ډله نشته

۲۰ لړم ۱۴۰۵ - ۱۱ نومبر ۲۰۲۶، ۱۳:۲۱ GMT+۰تازه شوی: ۲۰ لړم ۱۴۰۵ - ۱۱ نومبر ۲۰۲۶، ۱۵:۰۴ GMT+۰

د طالبانو د دفاع وزیر مولوي یعقوب مجاهد د یادې ډلې د ځانګړو ځواکونو د فراغت غونډې پر مهال ویلي، چې په افغانستان کې هېڅ کومه ورانکارې ډله نشته. د طالبانو د کورنیو چارو وزیر بیا ویلي، چې په پوځي مسایلو کې باید دوی احساساتي نه شي او دښمن ته په مناسب وخت کې ځواب ورکړي.

د طالبانو دفاع وزارت د چارشنبې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د یادې ډلې د ځانګړو ځواکونو فرقې د ۱۰۰۰ تنه کمانډویانو فراغت غونډه د یو شمېر لوړ پوړو طالب چارواکو او په کابل کې د ځینو بهرنیو دیپلوماتانو او نظامي اتشو په ګډون ترسره شوه.

د یادې غونډې پرمهال د طالبانو د دفاع وزیر مولوي یعقوب ویلي:«دلته یو واحد مرکزي نظام شتون لري. دلته هېڅ داسې ډله شتون نه لري چې تخریبي کړنې ترسره کړي او ورته دا اجازه ورکوو چې نا امني جوړه کړي».

نوموړي د خپلو څرګندونو پرمهال یوځل بیا هېوادونو ته په افغانستان کې د ثبات او امن ډاډ ورکړی او زیاته کړې یې ده:«دلته هېڅ داسې دښمن چې په داخل او بهر کې نورو ته خطر وي وجود نه لري».

په ورته مهال د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني ویلي، چې د طالبانو اردو نه نمایشي او نه هم د نورو د ګټو لپاره ده، بلکې خپلواکه اردو ده.

نوموړ ویلي: «په نظامي چارو کې باید احساساتي نه شو او دښمن ته په خپل مناست وخت ځواب ورکړو، مو هېچاته تهدید نه یو بلکې د خپلې خاورې مدافعین یو».

دغه لوړپوړو طالب چارواکو پرداسې مهال یادې څرګندونې کړې چې په دې وروستیو کې د طالبانو مخالفو جبهو د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د طالبانو پر وړاندې بریدونه زیات کړې او په افغانستان کې د طالبانو د بشپړ امنیت ادعا یې ننګولې ده.

ډېر لیدل شوي

د ترکیې په پوله د وژل شوي افغان ځوان هویت تایید شو
۱
ځانګړی

د ترکیې په پوله د وژل شوي افغان ځوان هویت تایید شو

۲

اوفا: د پخوانیو امنیتي ځواکونو ستونزمن وضعیت هغوی د وسله‌والو ډلو د جذب له ګواښ سره مخ کړي

۳
د محبوب شاه محبوب لیکنه

د پاکستان او طالبانو ستراتیژیکه ملګرتیا او پوځي تقابل

۴
ځانګړی

د ټېک‌ټاک له لارې د وړیا ډوډۍ وېش؛ د افغانانو د بې‌وزلۍ یو بل انځور

۵

د طالبانو د پخوانیو بوشکه‌يي ماینونو پاکول؛ ډي‌ار‌سي په کندهار کې یو ماین شنډ کړی

•
•
•

نور خبرونه

یونیسف: له څلورو میلیونو ډېر افغان ماشومان د خوارځواکۍ درملنې ته اړتیا لري

۲۰ لړم ۱۴۰۵ - ۱۱ نومبر ۲۰۲۶، ۱۲:۴۴ GMT+۰
100%

د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق (یونیسف) خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې د ماشومانو د خوارځواکۍ ناورین لا پسې پراخ شوی او اټکل کېږي چې په ۲۰۲۷ کال کې به له څلورو میلیونو ډېر ماشومان د سختې خوارځواکۍ درملنې ته اړتیا ولري. دا په تېرو پنځو کلونو کې تر ټولو لوړه شمېره بلل کېږي.

د یونیسف د راپور له مخې، د خوړو ناامني، ناروغۍ، د پاکو اوبو کمښت او روغتیايي خدمتونو ته محدود لاسرسی د دې لامل شوي چې د خوارځواکۍ له خطر سره مخ ماشومانو شمېر زیات شي.
راپور وايي، تر دوو کلونو کم عمره ماشومان تر ټولو ډېر اغېزمن شوي او په افغانستان کې د شدیدې خوارځواکۍ له ۸۰ سلنې ډېرې پېښې د همدغه عمر د لرونکو ماشومانو ثبت شوې دي.
یونیسف د ستایش په نوم د یوې اته میاشتنۍ ماشومې بېلګه وړاندې کړې ده. د هغې مور بهاره وایي، لور یې کمزورې او ناروغه شوې وه او وروسته د یونیسف په ملاتړ یوه روغتیايي مرکز ته یووړل شوه. هلته ډاکټرانو معلومه کړه چې ماشومه له حادې خوارځواکۍ سره مخ ده.
د راپور له مخې، ستایش ته ځانګړي غذایي مواد ورکړل شول او یوازې یوه اوونۍ وروسته یې نیم کیلو وزن زیات کړ او د ښه کېدو نښې پکې څرګندې شوې.
د ستایش مور وایي: «د خپلې لور په اړه ډېره وېره راسره وه، خو اوس وینم چې ورځ تر بلې روغتیا یې ښه کېږي.»
راپور د عبدال په نوم د اووه میاشتنۍ ماشوم کیسه هم رااخلي، چې د شدیدې خوارځواکۍ له امله یې ژوند له خطر سره مخ شوی و.
عبدل د یونیسف په ملاتړ یوه روغتیايي مرکز ته ولېږدول شو او هلته ورته ځانګړې درملیزې شیدې ورکړل شوې. د هغه مور مریم وایي، کله چې ډاکټرانو ورته وویل چې ماشوم یې خوارځواکی دی، سخته خواشینې شوې وه، خو اوس د هغه د ښه کېدو له امله هیله‌منه ده.
یونیسف وایي، شدیدې خوارځواکي د خوارځواکۍ تر ټولو خطرناکه بڼه ده او ماشومان په داسې حالت کې رسوي چې ژوند یې له جدي ګواښ سره مخ کېږي. د ادارې په وینا، خوارځواکي یوازې فزیکي زیان نه لري، بلکې د ماشومانو پر ذهني ودې، زده‌کړو او راتلونکي ژوند هم اوږدمهاله اغېزې کوي.
د راپور له مخې، د ۲۰۲۶ کال په ترڅ کې یونیسف او شریکانو یې شاوخوا ۱.۳ میلیونه ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ له پلوه ارزولي دي.
همداراز ۱۱۱ زره ماشومان چې ژوند یې له خطر سره مخ و، د خوارځواکۍ د درملنې پروګرامونو ته شامل شوي او ۱۹۸ زره او ۳۵۰ میندو او پالونکو ته د ماشومانو د تغذیې او روغتیا په اړه مشورې او ملاتړ وړاندې شوی دی.
یونیسف خبرداری ورکوي چې د سرحدي خنډونو او د تمویل د کمېدو له امله د تغذیې اړوند مرستندویه پروګرامونه تر فشار لاندې دي او که کافي مرستې برابرې نه شي، میلیونونه افغان ماشومان به د ژوند ژغورونکو غذایي خدمتونو له کمښت سره مخ شي.
د ادارې په وینا، د افغانستان د ماشومانو د خوارځواکۍ بحران یوازې روغتیايي ستونزه نه ده، بلکې د خوړو، اوبو، روغتیا او اقتصادي ستونزو له پراخ ناورین سره مستقیم تړاو لري.

د روسیې مرستیال لومړی وزیر او ملا برادر د اقتصادي همکاریو هوکړه لاسلیکوي

۲۰ لړم ۱۴۰۵ - ۱۱ نومبر ۲۰۲۶، ۱۱:۴۰ GMT+۰
100%

په کابل کې د روسیې د سوداګریز مرکز مشر وایي، کابل ته د روسیې د لومړي وزیر مرستیال الکسي اوورچوک د سفر په ترڅ کې طالبان او روسیه د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو یو «بین‌الحکومتي» سند لاسلیکوي.

په افغانستان کې د روسیې د سوداګریز مرکز مشر رستم حبیب الله ویلي، چې دغه سند به د سوداګرۍ، انرژۍ، ترانسپورټ، روغتیا، کرنې، معلوماتي ټکنالوژۍ، پانګونې او لوژستیک برخې رانغاړي او د دواړو لوریو ترمنځ به د سوداګریزو ویزو د اسانتیاوو موضوع هم پکې شامله وي.

نوموړي د روسیې ریانووستي ورځپاڼې ته ویلي، چې «د روسیې فدراسیون د حکومت او طالبانو ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو هوکړه‌لیک د لاسلیک لپاره چمتو کېږي. تمه ده چې د روسیې د لومړي وزیر مرستیال الکسي اوورچوک او د افغانستان د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر به دا هوکړه لاسلیک کړي».

د حبیب الله په وینا، په دې هوکړه کې به د سوداګرۍ، انرژۍ، ترانسپورټ، روغتیا، کرنې او معلوماتي ټکنالوژۍ په برخو کې همکاري شامله وي. همداراز به لوژستیک، پانګونه او د سوداګریزو ویزو اسانتیاوې هم رانغاړي.

د روسیې د سوداګریز مرکز مشر په وینا، طالبانو د بهرنیو پانګوالو د جذب لپاره نوې تګلاره تصویب کړې او داسې اسانتیاوې یې برابرې کړې چې له مخې به یې د بهرنیو شرکتونو لپاره د دغه هېواد بازار ته ننوتل اسانه شي.

تر دې مخکې په کابل کې د افغانستان او روسیې ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا په اړه یوه کاري غونډه هم جوړه شوې وه. دا غونډه د طالبانو د ریاست‌الوزرا د اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر په مشرۍ او د روسیې د سوداګریز مرکز د استازو په ګډون شوې وه.

په غونډه کې د روسیې پر پانګونو، ګډو پروژو او د سوداګرۍ، انرژۍ، کانونو، ترانسپورټ، کرنې او روغتیا په برخو کې د همکاریو پر پراختیا خبرې شوې وې. همداراز، د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو د یوه سند پر وروستي کولو او د ګډ اقتصادي کمېسیون د پرېکړو پر عملي کولو بحث شوی و. د دغه کمېسیون لومړنۍ غونډه د ۲۰۲۶ کال د کازان په اقتصادي فورم کې شوې وه.

ټاکل شوې ده د روسیې د لومړي وزیر مرستیال الکسي اوورچوک د نومبر په ۱۲مه کابل ته سفر وکړي. تمه ده د دې سفر پر مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو پر پراختیا او د همکاریو د سند پر وروستي کولو خبرې وشي.

د اوورچوک سفر داسې مهال کېږي چې د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د نومبر په ۱۰مه کابل ته سفر کړی و او د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره یې لیدلي وو. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو پر اړیکو، د سوداګرۍ پر پراختیا او د اقتصادي فرصتونو پر کارولو خبرې شوې وې.

سي بي سي: کاناډا ۲۵ کاله وروسته هم د افغان جګړې په اړه له پوښتنو سره مخ ده

۲۰ لړم ۱۴۰۵ - ۱۱ نومبر ۲۰۲۶، ۱۱:۱۶ GMT+۰
100%

د کاناډا دولتي شبکې سي بي سي په یوه راپور کې ویلي، چې د افغانستان جګړې له پیلېدو ۲۵ کاله وروسته هم کاناډا نه ده توانېدلې چې د دې جګړې په اړه روښانه ملي دریځ ولري او یا یې د پایلو په اړه پراخ ملي بحث وکړي.

د راپور له مخې، له ۲۰۰۱ تر ۲۰۱۴ کال پورې له ۴۰ زرو ډېر کاناډايي سرتېري افغانستان ته استول شوي وو. په دې موده کې ۱۵۸ کاناډايي سرتېري ووژل شول، نږدې دوه زره نور ټپیان شول او لسګونه زره نورو په پوځي ماموریتونو کې برخه واخیسته.
خو راپور وایي، د کاناډا حکومت لا هم د افغانستان ماموریت په رسمي ډول «جګړه» نه بولي. د کاناډا د قوانینو له مخې، په افغانستان کې پوځي خدمت اوس هم د «ځانګړې دندې سیمې» په نوم یادېږي.
د راپور له مخې، د کاناډا د دفاع وزیر ډیویډ مک‌ګینټي او د پخوانیو سرتېرو چارو وزیرې جیل مک‌نایټ په دې وروستیو کې اعلان کړی چې یوه قانوني طرحه، چې د افغانستان او لومړۍ خلیجي جګړې خدمتونه د جګړې د خدمتونو په توګه پېژني، تر عامه سلا مشورو لاندې نیول کېږي.
د افغانستان د جګړې یو پخوانی قوماندان ډګروال مارک ګاسپاروټو ویلي، چې د افغانستان ماموریت د هر معیار له مخې جګړه وه او اوسنی تعریف د هغو واقعیتونو استازیتوب نه شي کولی چې سرتېرو په میدان کې تجربه کړي دي.
راپور د بروس مونکور په نوم د یوه کاناډايي سرتېري کیسه هم رااخلي، چې د «مېدوسا» عملیاتو پر مهال د امریکا د یوې جنګي الوتکې په تېروتونکي برید کې سخت ټپي شوی و او د دماغ جدي زیان یې لیدلی و.
بل پخوانی سرتېری مټ سناډن وايي، د افغانستان جګړې اغېزې لا هم د هغو کسانو په ژوند کې موجودې دي چې په جګړه کې یې برخه اخیستې وه.
د هغه په وینا، کاناډا یوازې د جګړې ټپیان نه دي پرې اېښي، بلکې د دې جګړې یادونه او حافظه یې هم تر ډېره د هماغو سرتېرو پر اوږو ور اچولې ده.
راپور وایي، سږ کال د افغانستان جګړې له مهمو کلیزو سره برابر و؛ ۲۵ کاله مخکې کاناډايي ځواکونه د سپټمبر له یوولسمې بریدونو وروسته افغانستان ته داخل شول، د لویو جګړه‌ییزو عملیاتو ۲۰ کاله پوره شول، د «مېدوسا» عملیاتو شلمه کلیزه وه او پنځه کاله وشول چې طالبان بېرته واک ته ورسېدل.
خو د راپور په وینا، د دغو کلیزو د نمانځلو یا یادولو لپاره په اوتاوا کې کومه پراخه ملي غونډه یا رسمي پروګرام ونه لیدل شو.
د کاناډا د شاهي پوځي کالج استاد او تاریخ‌پوه شان مالوني ویلي، د کاناډا اولس په عمومي ډول د جګړو په اړه خبرې کول نه خوښوي، خو د افغانستان جګړه ورته لا حساسه موضوع ده.
هغه پوښتنه کړې: «ولې موږ د افغانستان د جګړې په اړه له خبرو ډډه کوو؟ له څه شي شرمېږو؟»
د کاناډا د دفاع پخواني لوی درستیز وین ایر ویلي، ښايي د دې چوپتیا یو لامل دا وي چې جګړه په داسې پای ته ورسېده چې طالبان بېرته واک ته ورغلل.
راپور وايي، د خپلو یو شمېر متحدانو برعکس، کاناډا هېڅکله د افغانستان د ماموریت په اړه ټولیزه ملي ارزونه نه ده کړې؛ داسې ارزونه چې په کې سیاسي پرېکړې، پوځي ستراتیژي، مالي لګښتونه او د جګړې پایلې وڅېړل شي.
پخوانۍ کاناډایۍ ډیپلوماټې پام ایسفیلډ، چې په افغانستان کې یې د کاناډايي ځواکونو ترڅنګ دنده ترسره کړې، ویلي د افغانستان جګړه د کاناډا د معاصر تاریخ مهمه برخه ده، خو بیا هم ډېر خلک نه غواړي د هغې په اړه خبرې وکړي.

له غربته د تېښتې سفر؛ د ایاز مړی د ایراني پولیسو په ولکه کې او د فرهاد او عبدالحق درک نشته

۲۰ لړم ۱۴۰۵ - ۱۱ نومبر ۲۰۲۶، ۱۱:۰۱ GMT+۰
•
زیار خان یاد
100%

ایاز، فرهاد او عبدالحق هغه افغان ځوانان دي چې د ایران او ترکیې ترمنځ پر پوله چالدران سیمه کې نادرکه شوي او کورنۍ یې هېڅ حال و احوال نه لري. له دې ډلې ایاز هغه ځوان دی چې د پولیسو د سختو شکنجو له کبله مړ شوی او کورنۍ یې د جسد د لېږد وس هم نه لري.

نوموړی د ننګرهار د مومندرې ولسوالۍ د هزارناو کلي اوسېدونکی دی او کورنۍ یې د سه‌شنبې په ورځ د لړم په ۱۹مه نېټه خبره شوه چې ایاز په یاده سیمه کې د پولیسو د سختو شکنجو له کبله مړ شوی دی.

100%
ایاز د کفایت الله زوی، ‌د ننګرهار د مومندرې ولسوالۍ اوسېدونکی

د دغه وژل شوي ځوان د کورنۍ یوه غړي افغانستان انټرنشنل – پښتو ته ویلي، چې دوی ایاز د خپلوانو او دوستانو په پورونو ایران ته لېږلی و.

د هغه په خبره: «وطن کې غربت سخت دی، مونږ د اقتصادي مشکلاتو له کبله هغه مزدورۍ لپاره ولېږلو چې ترکیې ته واوړي، خو لاره کې دې ځناورو نیولی او ډېر یې وهلی دی او بیا مړ شوی دی». د سرچینې په وینا، د ایا مړی اوس مهال په چالدران کې له ایراني پولیسو سره دی.

د فرهاد په نوم یو بل افغان ځوان بیا له یوې اونۍ راهیسې له خپلې کورنۍ نادرکه دی. کورنۍ یې د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې ژوند تېروي. د جمهوري نظام په وروستیو کلونو کې یې پلار د افغان پوځ په لیکو کې وژل شوی و او کونډه مور یې اوس د نادرکه زوی په ویر ناسته ده.

100%
فرهاد د شاپور زوی،‌ د ننګرهار د بټي کوټ ولسوالۍ اوسېدونکی

فرهاد هم د ایران څخه ترکیې ته د اوښتو تکل کړی و، خو له تېرې یوې اونۍ راهیسې یې کورنۍ هېڅ احوال نه لري. د نوموړي یوه کلیوال افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وویل: «په کور کې یې کوندې مور ته له مجبوریته دروغ ویل کېږي او اطمنان ورکول کېږي چې په فرهاد هېڅ نه دي شوي. خو د مور اوښکې یې بیا هم نه ودرېږي».

د فرهاد ورور فریدون ځواک پر خپله فېسبوک پاڼه هم د هغه د لادرکه کېدو یادونه کړې او لیکلي یې دي: «سهار هم له مور څخه پټ راووتم. زما د مالوماتو نیجه دا شوه چې فرهاد د امام خمیني روغتون کې زخمي پروت دی، خو دا خبره هم پوره باور نه ده».

عبدالحق د سهار ګل زوی د لغمان ولایت د الینګار ولسوالۍ اوسېدونکی دی. هغه هم له تېرې یوې اونۍ راهیسې د ایران او ترکیې ترمنځ پر سرحدي پوله نادرکه دی. د هغه د کورنۍ یوه غړي جاوېد افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وویل، نوموړي تېره اونۍ کور سره اړیکه کړې او دوی یې خبر کړل چې له ایران څخه ترکیې ته اوړي.

100%
عبدالحق د سهارګل زوی د لغمان د الینګار اوسېدونکی

هغه زیاته کړه: «هغه له کور څخه ډېر پخوا وتی و، دا پنځه ورځې کېږي زمونږ اړیکه ورسره پرې شوې ده. ټول ملګري ترې بېرته خواب ګاه ته راغلي دي، خو دا بېرته نه دی راغلی. اوس له قاچاقبرانو څخه هم پوښتنه کوو،‌ خو هېڅ درک یې نه لګېږي.

د افغانستان انټرنشنل د موندنو له مخې، له تېرو دوو ورځو راهیسې د ایران او ترکیې ترمنځ په سرحدي سیمه چالدران کې تر ۷ کسانو ډېر افغانان د سختو شکنجو له کبله وژل شوي دي. موندنې ښییي چې ښايي د وژل شویو کسانو شمېر تر دې هم زیات وي، خو کره مالومات یې لا نشته.

په ایران کې یو شمېر افغانان وایي، اوس مهال له ایران څخه ترکیې تلونکې ناقانونه لارې خورا سختې شوې دي او په پولو کې ایراني او ترکیې پولیس کډوال د مرګ تر حده ډبوي او ان کله ناکله پرې مخامخ ډزې هم کوي. افغانستان انټرنشنل – پښتو ته کورنیو ویلي چې دوی په افغانستان کې د روان بشري ناورین او فقر له کبله اړ شوي چې د خپلو کورنیو غړي پر دغو خونړیو او ناقانونه لارو سفرونو ته اړ کړي.

په افغانستان کې د جمهوري نظام له پرځېدو او د طالبانو په راتګ سره د بې روزګارۍ کچه اوج ته رسېدلې او ډېری افغانان اړ شوي چې په ناقانونه لارو د روزګارونو لپاره ایران، ترکیې او ان اروپايي هېوادنو ته مخه کړي. پر طالبانو تورونه دي چې په لوی لاس یې افغانستان انزوا ته داخل کړی او د دوی کړنې په افغانستان کې د بشري ناورین لامل ګرخېدلي چې خلک یې له هېواده په ناقانونه او مرګونو لارو سفرونو ته اړ کړي دي.

ډله‌ییز امنیت تړون سازمان د افغانستان په ګاونډ کې د ترهګریزو ګواښونو په اړه اندېښنه ښودلې

۲۰ لړم ۱۴۰۵ - ۱۱ نومبر ۲۰۲۶، ۰۷:۰۰ GMT+۰
100%

د ډله‌ییز امنیت تړون سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو، دفاع وزیرانو او د امنیت شورا د منشیانو په ګډه غونډه کې د ترهګریزو فعالیتونو، د نشه‌يي توکو د قاچاق او په سیمه کې د احتمالي شخړو د زیاتېدو په اړه خبرداری ورکړی دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، دغه غونډه د سې‌شنبې په ورځ، د لړم په ۱۹مه، په مسکو کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په مشرۍ جوړه شوې وه.
په غونډه کې د سازمان غړو هېوادونو د ګډو دفاعي وړتیاوو پر پیاوړتیا او د نویو امنیتي ننګونو پر وړاندې د مبارزې پر اړتیا ټینګار کړی دی.
د خبرپاڼې له مخې، ګډونوالو د سازمان په قلمرو او ګاونډیو سیمو کې امنیتي وضعیت ارزولی او د سایبري جرمونو، ناقانونه کډوالۍ او ترهګریزو ګواښونو د مهارولو په اړه یې د اقداماتو پر لارو چارو خبرې کړې دي.
په دې غونډه کې د سازمان د پوځي وړتیاوو د پیاوړتیا لپاره یو شمېر اسناد هم د تصویب په موخه د ډله‌ییز امنیت شورا ته چمتو شوي دي. په دغو اسنادو کې د ګډو هوايي ځواکونو پراختیا، د هوايي دفاعي سیسټمونو پیاوړتیا او د بیولوژیکي امنیت تأمین شامل دي.

100%


همداراز پرېکړه شوې چې د دغه سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو راتلونکې غونډه به د راتلونکي کال په لومړۍ نیمایي کې د تاجکستان په کوربه‌توب جوړه شي.
تاجکستان چې د دغه سازمان غړی دی، له افغانستان سره څه باندې ۱۳۰۰ کیلومتره ګډه پوله لري، چې ډېره برخه یې د پنج سیند په اوږدو کې په غرنیو او ستونزمنو سیمو کې پرته ده.
د ډله‌ییز امنیت تړون سازمان چارواکو تر دې وړاندې هم د افغانستان په شمالي سیمو کې د ترهګرو او افراطي ډلو د حضور په اړه اندېښنې څرګندې کړې او په ځانګړي ډول یې د داعش خراسان څانګه د منځنۍ اسیا او د سازمان د غړو هېوادونو لپاره امنیتي ګواښ بللې ده.
د راپور له مخې، د سازمان غړي هېوادونه اندېښنه لري چې له افغانستان څخه د ترهګریزو ګواښونو، د نشه‌يي توکو د قاچاق او د افراطي ډلو د غړو د نفوذ خطر د دوی قلمرو ته وغځېږي. له همدې امله یې د پولو کنټرول پیاوړتیا د خپلو لومړیتوبونو په توګه ټاکلې ده.
په همدې تړاو، دغه سازمان د افغانستان او تاجکستان د پولې د پیاوړتیا لپاره پنځه کلن خپلمنځي پروګرام هم پیل کړی دی. د دغه پروګرام له مخې، روسیه، قزاقستان، بلاروس او قرغیزستان به د روان کال تر پایه تاجکستان ته وسلې، پوځي تجهیزات او د سرحدي ساتنې تخنیکي وسایل ورکړي، څو د امنیتي ګواښونو د پراختیا مخه ونیول شي.
د ډله‌ییز امنیت تړون سازمان شپږ غړي هېوادونه لري: روسیه، بلاروس، ارمنستان، قزاقستان، قرغیزستان او تاجکستان.